(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اېزدیان

[07.Jul.2020 - 14:59]

ایزدیان (یزیدیان) څوک دي ؟ 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دایزدیانو نو له نامه سره چندانې مونږ اوتاسو دمخه آشنا  نه وو.خو کله چې په عراق کې دداعش او دعراق دحکومت دپلویانو تر مینځ جکړه پیل شوه  نو موږ ته داپته ولګیدله چې هلته  یوه ډله خلک شته چې ایزدیان نومیږي .ایزدیان یایزید یان هغه مذهبي لږه کي  ( اقلیت ) دی چې دعراق په شمال ، سوریه ،دترکیې په جنوب ،ختیځ او قفقاز کې ژوند کوي چې تر ټولو زیات شمیر یې دعراق په کردستان کې ژوند کوي . .ایزدیان په کردي ژبه غږیږي او دوی ته ځکه ایزدیان وایی  چې دوی خپله ادعا کوي چې د پاک یزدان ( خدای ) باندې ایمان او عقیده لري او یزدان هغه نوم دی چې داسلام نه دمخه نه هم  خدای ته یزدان ویل کیده چې دا ویی ( کلمه ) اوس هم په پارسي او کردي ژبه کې ژوندۍ ده. دایزدیانو مذهب او ګروهه داسلام ، مسیحیت ، زردشتیزم ، یهودیت او میترائیزم نه کاپي شوی ده ، خو دزردشتیزم او میتر ائیزم دګروهې ډیرې اغیزې اواثرات پکې لیدلی شو. 

دایزدي ګروهې اوعقیدې بنسټ ایښودونکي شیخ عدي دي چې کردان او ایزدیان یې شیخ ئادي بولي.دده اصلي نوم شرف‌الدین ابوالفضائل عدي بن مسافر بن اسماعیل بن موسی بن مروان بن حسن بن مروان و چې په  ۴۶۷ هجری کال یې دلبنان دهیواد دبلعبک دسیمې   د بیتفار په کلي کې زیږیدلی و او وروسته بیا دعراق په شمال کې دحکاري په غرنۍ سېمه او موصل کې مېشته شو او بیا په شیخ عدي حکاري سره مشهورشو. نوموړي په (  ۵۵۸ هجری قمری /۱۱۶۰ میلا دي )کې په داسې حال کې چې نوي کلن و مړ شو او په حکاري کې خاوروته وسپارل شو. دده پر مزار د اسې لیکل شوي دي:  بسم الله الرحمن الرحیم خالق السماء و الارض، اخفض هذه المنزل محل الشیخ العدی الحکاری، شیخ یزیدیه

مشهور ادیب او تاریخپوه سمعاني (۱۱۱۳- ۱۱۶۶ میلادي ) په خپل کتاب (الانساب )کې لیکي : مادعراق په حلوان کې یوه ډله حلک ولیدل چې ځانونو نه ته ایزدیان وایي او دشیخ عبدي دقبر خاوره دتبرک لپاره په اوړوکې ورګډوي  او کله چې هغه ډودۍ پخه شي نوورته برات وایي او متبرکه یې  ګڼي او خوري یې. 

ایزدیان دوه مذهبی کتابونه لري یویې (جلوه )نومیږي چې ددوی د  مذهبی  اغتقاداتو مجموعه ده او بل یې د(رش مصحف ) یا ( تور کتاب )  نو میږي چې پکې  ددوی مذهبي سرودونه ، دعا ګانې او  ددوی دمذهبی مشرانو ستاینې پکې لیکل شوي دي. که څه هم ایزدیان خپل مذهب لرغونی او پخواني بولي او وایي چې زموږ مذهب څلورزره کلن دی ، خو دتاریخ په حواله ددوی مذهب په څوارلسمه میلادي پیړۍ کې رامینځ ته شوی دی. 

ایزدیان دصو فیانوپه څیرپه خپلو مذهبی مراسموکې په ذکر او سماع لاس پورې کوي او ددې ګروهې پیروان د پیرا و شیخ ا و مرید په ډلوویشل شوي دي . ایزدیان په کال کې درې ورځې روژه نیسي .ددوی  عبادت ځایونه دلمر نښان لري .دشیخ عدي مزار دایزدیانو قبله ګڼله کیږي او ددې ګروهې هرپيرو  باید په خپل عمر کې یوځل دده زیارت ته ورشي .دوی دشیخ عدي مزار ته تګ حج ګڼي او هلته یوه چینه هم شته چې دزمزم په نامه سره یادیږي او هلته یوغر هم شته چې دوی دعرفات نوم پرې ایښودلی دی. همداراز هلته یې یوپل هم جوړ کړی دي چې دصراط پل نومیږي   اوهلته دوی غوایان هم قرباني کوي.

ایزدیان په مجموع کې  په لیرې پرتوکلیوالو سیموکې ژوند کوي او ددوی ګاونډیان مسلمانان او عیسویان دوی شیطا ن پرستان یاشیطان پالونکي بولي  چې دا نوم پر دوی ښه نه لګي، له همدې کبله دي چې دوی زیاتره وختونه دمسلمانانوتر بریدونو لاندې راغلي دي او ددوی وژنه یې مباح ګڼلې ده. ویل کیږي چې ډیر شمیر ایزدیان دترکانودعثماني خلافت په وخت کې   وژل شوي او ځورول شوي دي . بیا  په ۲۰۱۴کال کې په عراق کې دداعش سره په جګړوکې ددوی پنځه زره تنه وژل شوي دي او ښځې یې په زور اوجبرسره دوینځوبه توګه ساتلې شوي دي. ددوی یوزیات شمیراروپایی هیوادونو ته هم کډوال شوي دي اود۳۰زرو تنوپه شاوخواکې په جرمني کې ژوند کوي . همداراز په ارمنستان، سویډن، روسییې ، اوکراین اوګرجستان کې هم یوشمیر ایزدیان ژوندکوي . 

 

ددوی ټول شمیر په عراق کې شپږ لکو تنو ته رسیږي او په ټولې نړۍ کې یې مجموعي شمیر یو نیم ملیونه تنه ښودل شوی دي . 

تاسو په لاندي انځورو نو کې دشیخ عدي مزار او دایزدیانو یو شمیر انځورونه لیدلی شئ !

-
بېرته شاته