(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالعزیزخان

[20.Jun.2020 - 15:02]

ستر قامي مشر او خداٸي خدمتګار  عبدالعزیز  خان زېده

ليک : م ،ر، شفق

لکه څنګه چې مردان  کښې ۔۔۔هوتی  او   طورو دغسې صوابۍ کښې ټوپۍ او زېده  د مندڼ یوسفزیو د ګدۍ ځایونه  دی  ښاغلۓ عبدالعزیز خان د زېدې  یو معتبر  سپین روبۓ شخصیت  او د باچاخان اعتباری ملګرۓ او هغه مشهور خدایی خدمت ګار ؤ چې مختلفو جیلونو  پېښور هریپور  ډېر اسماعیل خان او مچهه جېلونو کښې یې د قېد و بند  سختۍ او تکلیفونه تېر کړی وو۔۔۔۔د 1935 اېکټ ترمخه چې  1937 کښې ړومبنی انتخابات  وشو۔۔۔۔نو خدایی خدمتګار تنظیم د احساس د بېدارۍ او سیاسی شعور داسې شانداره او بې مثاله مظاهره وکړه چې ټول هندوستان ورته حېران شو او د چالاک او عیار پېرنګی په حکومت یې سر وګرځولو  او دباچاخان دتربیت اثر ورله دعقل سترګې وغړولې۔۔۔۔ د خدایی خدمتګارو د غریبې او میانه تپو  کاندیدانو مقابله کښې  د انګرېزانو پرورده  درنو درنو څټو شکست وخوړلو۔۔۔۔۔دغو کښې  نواب علی قلی خان د کوهاټ کرک۔۔۔  نواب  سر محمد اکبر خان هوتی او سر صاحبزاده عبد القیوم خان د ذکر وړ دی۔۔۔۔۔ددوی مقابله کښې د زېدې  عبدالعزیز خان کامیاب شوی وو او زیات شهرت او مقبولیت یې حاصل کړی و۔۔۔۔۔زما په خیال ددې شاندارې کامیابۍ سهرا د خدایی خدمتګار تحریک  او بیا د متعلقه کاندید په سر تړلی شی۔۔۔۔ ځکه نو ددغې تاریخی کامیابۍ نه پس  د انګرېز پالیسی نوره سخته او انتقامی شوه۔۔۔سره د هر قسمه سختو او ناروا پروپېګنډو۔۔۔۔خدایی خدمتګار تحریک۔۔دوېم الیکشن 1946 کښې واضح اکثریت حاصل کړی و۔۔۔او دحکومت وفادارو  مسلم لیګیانو او جاګیردارانو ته زبر دسته ماتې ورکړی وه۔۔۔۔ د ازادۍ نه پس هم د باچاخان او خدایی خدمتګارو خلاف انتقامی کاروایې عروج ته ورسولې۔۔۔د ازادۍ د جنګ ګټلو په جرم کښې د پاکستان ټول جېلونه د باچاخان د خدایی خدمتګارو نه ډک وو۔۔۔ په 12 اګست 1948 دبابړې قتلان د خدایی خدمتګار تحریګ چقولو ناوړې هڅه هم د انګرېز آقا د پالیسۍ یوه برخه وه۔۔۔۔ باچاخان ته یې خپله صوبه او ملک کښې دشمنان پېدا کړی وو۔۔۔۔دا سلسله د 1954 55 پورې جاری وه۔۔۔۔۔۔باچا خان چې د اوږد جېل نه رها شو۔۔نو مردان  کمپنی باغ کښې ورته علی حېدر جوشی  یو نظم اورولی و۔

 عبدالعزیز خان۔۔۔۔زېده۔۔۔

 ؏  زه نه هندوانو ویشتۓ يم۔۔۔

نه پېرنګیانو ویشتۓ يم۔۔۔۔

زه په ګولو د ورور د لاسه لګېدلۓ یمه۔۔۔۔

په زړه داغلۓ يمه۔۔۔۔ تاله راغلی یمه۔۔۔۔

د پاکستان قایمېدو نه پس چې په خدایی خدمتګارانو کوم ظلم جبر شوې وو۔۔۔۔ لکه د نورو قومی اتلانو  عبد العزیز خان د زېدی هم هرقسمه کړاوونه تکلیفونه برداشت کړی وو تردی چې 1949 50 کښې د مچهه جېل نه مرګی حال راوړی وو  خو پوره یې نه وه۔۔۔۔۔۔۔ د 1970 عام انتخابونو  کښې د عبدالعزیز خان مقابله کښې مسلم لیګی رهنما عبداقیوم خان کامیاب شوی و۔۔۔۔ددی حلقې حد بندی داسې شوې وه چې د نیشنل عوامی پارټۍ کاندید نه شوه ګټلۓ۔۔۔۔ځکه دی سره هزاره تړلی شوی وه۔۔۔۔۔او هزاره ایبټ اباد  د مسلم لیګ  مرکزونه دی۔۔۔۔۔۔1973 کښې د  خالی شوی صوبایی نشست دپاره ضمنی انتخاب کښې عبدالعزیز خان کامیاب شوی وو۔۔۔۔دغه وخت د نېپ جمعیت حکومت ختم شوی و۔۔۔۔پاکستان پیپلز پارټۍ په دریو ممبرانو د قیم لیګ د لسو ممبرانو په مدد حکومت جوړ کړی و۔۔۔۔۔دا ډیر هنګامه خیز انتخاب و۔۔۔۔د بهټو صاحب  مرکزی او صوبایی حکومتونه یو طرفته   او نېشنل عوامی پارټی سره د جمعیت العلماء او جماعت اسلامی مرسته وه۔۔۔۔۔ خلق په انتظار وو۔۔۔۔۔حکومت  قصداد غېرسکاری نتیجې اعلان تر شپې ناوخته پوری ځنډولی و۔۔۔۔۔۔۔زه شفق په دغه ماسختن د پجګۍ روډ نه د شهباز اخبار دفتر ته ورغلم۔۔۔۔سلیم راز صاحب او عاصی هشنغرۓ  سب اېډېټران وو۔۔۔۔دغه مهال کښې عاصی صاحب  د زېدی نه راورسېدو او د کامیابۍ خبر یې راوړو۔۔۔۔۔ ما د خپلې خوشحالۍ اظهار یوه قطعه کښې وکړو  چې د آخری مصرعې نه یې تاریخ راوځی۔۔۔۔۔۔ د قطعې اخری دوه مصرعې راته یادې دی۔۔۔۔۔۔؏

تاریخ د یوسفسزو د غېرت داسې ښکلووم۔۔۔  

شو غوره  کاکاجی عبدالعزیز   نن نن۔۔۔   <1973> سلیم راز صاحب مسکۓ شو۔۔۔ وې غېرت خو به هله و چې واضح اکثریت یې اخستی وې۔۔۔۔۔ او زما موقف دا و۔۔۔۔ که په یو ووټ هم پاس شی لوۓ اهمیت لری۔۔۔۔۔د شهباز چیف ایډیټر دغه وخت مشهور صحافی  شریف فاروق و۔۔۔۔۔ هغه  ووی دا تاریخی فتح ده نو دا تاریخی قطعه دی د اخبار په فرنټ پېج ۔۔۔۔ړومبۍ صفحه ولګولی شی۔۔۔۔خو ماته یې مشوره راکړه پخپل نوم یې مه چاپ کوه۔۔۔۔زه یې د انفارمېشن په حواله پېژندم۔۔۔۔۔نو دغه قطعه دبېنواپه نوم   سباله د ورځپاڼه شهبار په ړومبۍ صفحه چاپ شوې وه۔۔۔۔

م  ر شفق۔۔

-
بېرته شاته