(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوږ ژبی سندرغاړی کبیر خان امیری سره مرکه

ښاغلى كبير اميري د هېواد د هغه با استعداده هنرمندانو له ډلې څخه دى، چې د خپلې زده كړې تر څنګ يې پښتني كلتور خدمت ته ملاتړلې ده په خپل ښكلي اوازيې په بهر كې د پښتنو ډېر محفلونه تازه او رنګين كړي دي. ښاغلى اميري د سويډن د مالمو په پوهنتون كې د سياسي پوهنځي د دويم كال پوهېدونكى دى. له زده كړې سره سره د حلالې روزۍ د ګټلو لپار ټكسي هم چلوي. جرمني ته څو وارې د هنري محفلونو لپار راغلى دى، موږ ورسره لنډه مركه كړې ده، چې ګرانو لوستونكيو ته يې وړاندې كوم. پوښتنه: ستاسې نوم او د پلار نوم څه دى، ستاسې پلار څه وظيفه لرله؟ ځواب: زما نوم كبير اميري دى، د پلار نوم مې امير خان دى، چې پوځي افسر و. پ: د زېږېدو ځاى او نېټه، اصلى او اوسنۍ پته مو څه ده؟ ځ: زه پر 1977ع كال د ننګرهار ولايت د حسارك په ولسوالۍ كې زېږېدلى يم او اوس په سويډن كې د مالمو په ښار كې استوګنه لرم. پ: زده كړه مو چېرته او څومره كړې ده؟ ځ: زه اوس د مالمو د پوهنتون د Political Scince سياسي پوهنځي د دويم كال پوهېدونكى (محصل) يم. پ: واده مو كله كړى دى او څو اولادونه لرئ؟ ځ: واده مې د 1999ع كال په جولايي كې كړى دى، يوه پېنځه كلنه لور، چې مدينه نومېږي، لرم. پ: څو وروڼه او خوېندې لرېو، ستاسې په كورنۍ كې نور څوك له موسيقۍ سره مينه لري او كه نه؟ او د موسيقۍ كومې الې غږولى شې؟ ځ: درې وروڼه او دوه خوېندې لرم، زما مشر ورور امان الله اميري هم سندرې وايي. ارمونيه او رباب هم غږولى شي. پ: له هنر او موسيقۍ سره مو څنګه او ولې مينه پيدا شوه؟ ايا چا هڅولي ياست او كه پخپله مو پيل كړى او زده كړه مو له چا څخه كړې ده؟ ځ: بې له شكه چې د كورنۍ مرسته او تشويق زما سره په موسيقۍ كې بې سارى رول لري، خو د مسافرۍ ژوند او د دوستانو تشويق دې ته وهڅولم، چې موسيقۍ ته مخه كړم. د موسيقۍ كوم خاص لارښود نه لرم، خو د خپل مشر ورور امان الله اميري د مرستو او لارښوونو پوروړى يم. پ: د موسيقۍ په جوړولو كې درسره څوك مرسته كوي؟ ځ: موسيقي زه پخپله جوړوم او د موسيقۍ د الاتو د غږولو په برخه كې را سره نجيب الله، فريدون جان او فيض الله جان، چې زما د كورنۍ غړي دي، مرسته كوي. پ: په خپلو ويل شويو سندرو كې مو كومه يوه ډېره خوښېږي او لومړنۍ سندره مو كومه يوه وه؟ ځ: د ښاغلي لمر (پرهېز) شعر دى، چې مطلع يې ده: اى زمـــوږ ګـــرانـه هـــېـــواده ستا ښاېسته ښكلې هــوا ده زړه دې، دى د كـــاېـــنـــاتـــو هــــره تـــېــــــږه دې طــــلا ده ډېر خوښېږي، ځكه چې د مسافرۍ په دې حال كې د وطن له حال سره سمون خوري. پ: ايا پخپله د موسيقۍ كمه اله غږولى شئ؟ ځ: ارمونيه (باجه) غږولى شم او دومره مې پكې لاس چلېږي، چې د خپل زړه بړاس پې وېستلى شم. په: تر اوسه مو بازار ته كوم كېسټ يا C.D وړاندې كړې ده كه نه؟ ځ: د خپلو زياتو مصروفياتو او زده كړې له كبله لا نه يم توانېدلى، خو په نظر كې لرم چې د هنر مينه والوته به په راتلونكې كې C.D او يا كېسټونه وړاندې كړم. پ: په كومو هېوادونو كې مو هنري كنسرتونه يا د موسيقۍ پروګرامونه وركړي دي؟ ځ: سويډن، ناروې، ډنمارك، انګلستان او جرمني كې مې ژوندي (لايف) پروګرامونه وركړي دي. پ: د كومو شاعرانو شعرونه مو تر اوسه ويلي دي؟ ځ: تر اوسه پورې مې د ناګار صيب، لمر پرهيز صيب، استاد ملنګ جان، هېواد شېرزاد او داسې نورو شاعرانو شعرونه ويلي دي. پ: په پښتنو سندرغاړو كې مو د چا اواز ډېر خوښېږي؟ ځ: د هر سندرغاړي اواز ځانته خپل يو خاص رنګ او خوند لري، د ټولو سندرغاړو د اواز او موسيقۍ مينه لرم، خو د استاد خيال محمد اواز مې ډېر خوښېږي. پ: په خوراكونو او غذاګانو كې دې كومه يوه ډېره خوښه ده؟ ځ: د خپلې مېرمنې د لاس پخه شوې غذا (كتغ) مې ډېر خوښېږي، هر څه چې پاخه كړي، ډېر مزيدار او خوندور وي، نو ماته خوند راكوي. پ: دا چې تاسې جرمني ته څو وارې د كنسرتونو، محفلونو او پروګرامونو دپاره راغلي ياست، څه احساس كوئ؟ ځ: زه چې كله جرمني ته راشم، نو خپل وطن راته راياد شي او داسې احساس كوم، لكه چې خپل وطن ته راغلى يم، دا ځكه چې دلته اوسېدونكي مسافر پښتانه له خپل پښتني كلتور سره ډېره مينه لري. د المان د پښتنو پښتنه مينه، پښتني غېرت، له پښتو موسيقۍ سره مينه او د پښتنو هنرمندانو تشويق، مېلمه پالنه او افغاني غرور زما پښتني احساس راتازه كوي او ماته ډاډ حاصلېږي او د خوشحالۍ احساس كوم. پ: فن او هنر سړى ځوانوي، موسيقي انسان ته روحي خوشحالي او تسكين وركوي، ستاسې نظر په دي برخه كې څه دى؟ ځ: وايي موسيقي انسان ته روحي خوشحالي او تسكين وركوي، په دې خبره باندې زما په نظر يواځې هغه كسان ډېر ښه پوهېږي، چې له وطن څخه لرې او په مسافرۍ كې ژوند كوي له موسيقۍ سره درې نور اساسي شيان تړلي دي لكه شعر، ادب او هنر هر هغه څوك چې موسيقي غږوي، نو هرو مرو بايد د ادب چوكاټ ته ننوځي او د شعر په مفهوم باندې يې ځان پوه كړى وي او وروسته يې په هنر باندې رنګينې كړي. شعر او هنر ته بايد په سپكه سترګه ونه كتل شي او كوم ساده او اسان كار هم نه دى. هر هغه شى يا لفظ چې له زړه څخه راوځي او بيا بېرته په زړه باندې اثر كوي، هغه كوم اسان او يا ساده كار نه دى. هغه شعر دى هغه هنر دى، كله كله چې زه د ملنګ جان استاد شعرونه لولم، نو د هغه دا خواږه الفاظ په چا دومره اغېزه كوي، چې بې اختيار مې له سترګو اوښكې راځي. پ: د موسيقۍ او هنر د پرمختيا لپاره ستاسې په نظر څه كول پكار دي؟ ځ: موسيقي زموږ د عنعناتو او كلتور يو اساسي جز دى، چې سندرغاړي يې پخپل اواز كې نوي نسل ته رسوي او د ژبې په ژوندي كولو كې يو مهم ركن دى، نو بايد موسيقۍ ته د قدر په سترګه وكتل شي او كوم د موسيقۍ بد ميراث چې موږ ته له خپلو نيكونو څخه راپاتې دى، هغه هېر كړو او د موسيقۍ په قدر باندې ځان پوه كړو. په درناوى له پښتانه هنرمندان لومړی ټوک څخه Singer: Kabir Khan Amiri Interview by: Nasir Stori Pakhtana Honarmandan Lomrray took - بېرته شاته