(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان مرکز

[20.Jun.2020 - 14:43]

   باچاخان مرکز او پښتون مجله / يو تاثر 

لیک : افکار

پښتون مجله د خداې خدمتګار تنظيم آرګن مجله وه ۔ د پښتو ادب په وده ، په  پښتنو کښې د علم شعور عام کولو په خصوصيت سره د ميرمنو حقوق د هغوي تعليم ،تربيه سره دا هڅه چې هغوي دې پخپله قلم راواخلي د خپلو حقونو د ټولنې د اصلاح سره قامي او نړيوالو ستونزو پخپله ليکل وکړي د اد باچاخان او پښتون مجلې داسې خدمت دے چې په تاريخ کښې به تل ياد وي باچاخان په شعوري توګه د پښتون مجلې په وسيله د داسې ميرمنو  ليکونه  ډير  په  درناوي په پښتون مجله کښې چاپ کول ددغې ميرمنو په بابله د پروفيسر ډاکټر وقار علي شاه کاکا خيل تحقيقي کتاب چاپ دے ۔ د باچاخان ، عبدالخالق خليق ،خان عبدالولي خان نه تر محترم رحمت شاه ساٸل صاحب ددې مجلې د چيف ايډيټرانو او ايډيټرانو يو اوږد فهرست دے خو ما چې ددې مجلې چلونکي ليدلي دي په هغوي کښې  محترم مير مهدي شاه مهدي باچا ، محترم مرتضي خان شاهين او محترم رحمت شاه ساٸل ۔ محترم مير مهدي شاه مهدي باچا د خپل منصب نه څنګ لر کړې شو د دغې منصب د لر کيدو روستو د هغه او پښتنو  څه تاثرات وو۔ له هغې  زه يوازې نه يم خبر زما يقين دے چې د پارټۍ يا مرکز مشران به ترې ضرور خبر وي۔  خو په دې وٸيلو کښې  څه باک نه کوم چې علمي ،ادبي حلقې د دغې پارټۍ په دغه پريکړه خوشحاله نه وو۔ ما چې ددغې پريکړې روستو د محترم مشر مهدي شاه خبرې واوريدې نو واللّه چې دې زړه مې ژړل ۔ او بيا روستو د محترم مرتضي خان شاهين صاحب چې په ده يې مهدي شاه باچا وهلے وو۔ هم دغه شان  لرو کړو څنګ چې يې مهدي باچا لرے کړې وو ۔ تاسو د هغه وختشهبازاخبار اوپښتونمجله راواخلٸ چې دغې محترم مشر به د خپل ګوند مخاليفونو په مخالفت کښې  او د خپلو بادارانو په حق کښې څه نه وٸيل څه نه ليکل ؟ د هغه د غه ليکونه د اردو ورځ پاڼېنواۓ وقتد هغه  ليکونو  په هيڅ جوړ له کم نه وو کم چې دغې اخبار به ددې پارټۍ په مشرانو پسې ليکل او خورول ۔ خو کله چې ددې منصب نه لرې کړې شو نو بيا يې نورې سپينې سپينې شروع کړې ۔ د محترم مشر د لر کيدو سرهپښتونمجله هم بند شوه ۔ کله چې غالباً په 1999 کښې د باچامرکز دا موجوده بلډنګ کښې کار شروع شو ۔ يو ورځ مونږ مرکز ته تللي ؤ نو ښاغلي فريد توپان د چاٸيو په پياله توپان راويست او خپل ورور چې هغه وخت آفس سکتر وو په غوصه وپوښته چې د غير خلق دلته څه کوي ؟ هغه ورسره ورته ويل دا اقبال حسين افکار دے ما هم جواب ورکول خو ملګري منع کړم ۔ يو ځل د ښاغلي زاهد خان په کور ويسټرج کښې د پارټۍ مرکزي کميټۍ اجلاس مونږ هم ورغلي د اجلاس نه روستو بي بي او  د حاکم علي زرداري ناست وو مونږ سلام له ورغلو بي بي ماته وويل ته دلته څه کوے حکومت تاله څه درکوي ۔ راځه شهباز کښې به ناست يې ښه خوشحاله به يې ما ويل بي بي زه دلته خوشحاله يم ۔ وس چې ددې خپلو مشرانو ،کشرانو حال ته ګورم نو د ځان نه زړه ښه شي ۔ په 2005  کښې اجمل خټک صاحب ، محمد افضل خان لالا ۔ لطيف لالا ۔ آفراسياب خټک ،آغلې بشره ګوهر،آغلې جميله ګيلاني او نور شخصيتونه  ګوند ته راغلل باچاخان ټرسټ ،باچاخان ايجوکيشن فاونډيشن جوړ شو ۔ ورسرهپښتونمجله شروع شوه ۔ نو دا ټول هر څه د يو تن دوَؤ وس کار نه وو۔ د بره ذکر شؤو شخصيتونو په خصوصيت سره د آخري دوه ،درې تنو لوے لاس وو۔ زما د معلوماتو مطابق دا بره ذکر شوي کسان په محترم رحمت شاه ساٸل صاحب پسې  يو وار نه څو څو ځله په جرګه ورغلل او د باچاخان دپښتونمجلې د چيف ايډيټرﺉ د قبولو خواست يې ورته وکړو ۔ محترم رحمت شاه ساٸل په هر کار کښې د خپلو ملګرو سره صلاح مشوره کوي او په دې لړ کښې هم هغه د خپلو ملګرو او مينه والو سره مشوره وکړه ۔ د ملګرو مينه والو غالب اکثريت خيال وو چې  په دې منصب به محترم رحمت شاه ساٸل صاحب د پښتو ژبې ادب او د قام د ودې دپاره ډير کار وکړي ۔ په دغه مهال ښاغلے ځلان مومند،  ښاغلے امجد شهزاد هم باچامرکز ته راغلل او محترم هاشم بابر صاحب هم آفراسياب خټک صاحب پارټۍ ته راويست او د مرکز ډاريکټر خدمت يې وروسپاره په دې لړ کښې د محترم هاشم بابر خدمات  هم د قدر وړ ستاٸينې جوګه دي ۔ محترم ساٸل صاحب په يوازې ځان  ” پښتون“  مجله چې څو کالو نه بنده وه سر دوباره شروع کړه دا يو ډير ګران کار وو چې سړے يو بنده مجله بيا د سره شروع کوي په دې هغه خلق ښه پوهيږي چې ددې ژرندې راتير شوي وي ۔ زه چې فکر کوم نو محترم ساٸل صاحب خپل ټول صلاحيتونه د پښتون مجلې دپاره کارولي دي۔ هغه د خپله جيبه ملازمينو له تنخواګانې ورکړي دي ۔ په خپل خرچ يې مجله چاپ کړې ده۔ د دوه کالو تنخوا يې تر ننه نه ده ورکړې شوے ۔ خو د قامي خدمت په جزبه يې خپل کار جاري ساتلے وو۔ يو داسې وخت هم راغلې وو چې دوي مجله بندوله خو د ساٸل صاحب او د هغه د ملګرو مبارزه مجلهپښتوند بنديدو بچ شوه ۔ خو متاسفانه د ړومبو ورځو نه په باچاخان مرکز کښې يو ډلې د محترم ساٸل صاحب پر ضد دسيسې پيل کړې وے ۔ خو محترم ساٸل د مضبوطو عصابو مالک دے د خپلې پوهې دانش په وسيله يې دغه ټولې دسيسې وخت په وخت  شنډې کړې دي۔ يو وار  يې خو ورکښې زمونږ د عمر د يو ملګرے سره  يو مشر اديب هم په دې وجه  مرکز ته راويستل چې د ساٸل صاحب شخصيت پرې مجروح کړي خو د ساٸل صاحب شخصيت دومره قوي اومضبوط وو چې دغې مشر په دې کښې عافيت وګڼو چې د خپل رباب دغه نغمه چرته بل ځاې وټنګَوي نو  د باچاخان مرکز نه يې ښپې سپکې کړے۔ دا دسيسې ډيرې زورَورې وے   که د ساٸل صاحب  په ځاې بل څوک وے وختي به يې تخته کړې وے ۔ د دسيسو او شازشونو په دغه دور کښې ما يو تجزياتي نظم ليکلے وو ۔ چې د هغه وخت دحالاتو يو څرک سره ورکښې شته ۔ دا نظم هغه  وخت په اووه ورځنيهيواداسلام آباد کښېيارانه په پشتالوپه نوم چاپ وو دلته يې تاسو سره شريک کوم۔

_____یارانه په شپتالو__

شومه دم ده شپه اوږده شوه

یو تیاره د خوف خوره شوه

ګیر چاپیره شرمخان دي

څه ښکاره او څه پنهان دي

طالبان د غره په سر دي

شاعران ټول درپه در دي

په مزو مو سر ملیان دي

ښه خوشاله فنکاران دي

ادیبان مو ټول بد حاله

شپه  کښې ګرځی خو په ځان دي

سیاسیان ټول پریشان دی

که هر څومره هوښیاران دي

صحافیان که وکیلان دي  

خالی لاس پر مخ روان دي

د قامونو مشران مو

ټول یی مړه کړل هم يې پړه کړل

زه پښته له چا وکړم

له لستوړی څوک ماران دي

پښتانه په خوب اوده دي

په کورونو  کښې پراته دي

سمه غر په هور سوزیږي

ژوند مې خاورې ایرې کیږي

 ساز د ژوند مو په  ُسور نه دے

نپه نغمو کښې  سرور نشته

خدایه څه وکړم حیران یم

نه خوشحال یم نه رحمان یم

نه میرویس نه پیر روښان یم

ښکته , پورته په لړزان یم

کندهار چی مې ټول وران دے

اخمد شاه بابا پریشان دے

ننګرهار کښې امن کوم دے

په باګران کښې لا  بل شان دے

نه حاجی د ترنګزو  شته

ایمل خان او دریا خان شته

په لحد کی دي زړه ستړي

دړديدلي دا ښاغلي

د پښتون په غم غمژنه

آبابا فخر افغان هم

راته ښکاری جوړ خفه دے

شیشم باغ کی پوخ اوده دے

خان شهید مې پاک شهید دے

شهادت ته یی سلام کوم

آ ژوندې ولی هم نیشته

ولی باغ کښې باغ کښې پوخ ديره دے

محمود خان وايه کوم دے

د پښتون ځنې بی غم دے

ستر اجمل بابا بی دم شو

د خپل  عاجز په  غم شو

باچا خان مرکز ښه جوړ شو

د ښاغلو په کښې زور شو

خداې دې تل لری ودانه

مٸینان په کښې دیره دي 

خو قیصه ده ډیره ګرانه 

یارانه په شپتالو ده

زه د ورایه ورته ګورم

زه د ورایه ورته ګورم__2007

د يو پښتون ليکوال په حيث په خپل چاپيرچل ژور نظر ساتل د سوچ ،فکر نه روستو په ستونزو ،حالاتو خپل نظر د خپلو مينه والو سر شريک کول که زما حق دے نو ددې سره اختلاف هم د هر چا حق دے ۔ محترم رحمت شاه ساٸل صاحب چې په کومه طريقه دپښتونمجلې نه لرې کړې شو نو داسې عمل د مهدي شاه باچا او مرتضي خان شاهين صاحب سره هم شوے وو ۔ خو د مخکښې او اوسني مدير په ځاې د محترم ساٸل صاحب ردعمل جارحانه نه وو ۔ هغه چرته نه چاته فرياد کړې او نه يې چانه ګيله کړې ده ۔ او که چې پوښتلے دے نو په جار وٸيلي دي چې د پښتنو يو پارټي پکار ده نو دا پارټي وجود ضروري دے کمې بيشې به ورکښې وي خبره پرې کوﺉ خو د ژرړې نه  پرې کولو هڅه يې مه کوﺉ ۔ ساٸل صاحب ددغې منصب د لرې کيدو روستو نه خو په سوشل ميډيا غوبل جوړ کړو نه په پرنټ او اليکټرانک ميډيا حالانکې هغه  پوزيشن د هر چانه په دې لړ کښې قوي او مضبوط وو ۔ په پښتون مجلې کښې د محترم ساٸل صاحب دورانيه {2005- 2015} چې کل لس کاله جوړيږي  د ليبر لاء مطابق چې په کومه اداره کښې د لسو نه زيات خلق کار کوي نو هغه چې لر کوې او د هغه لس کاله ملازمت وي د هغې يو خپله طريقه وي ورسره ګريجويټي وي ۔ دا خو ددغو شخصيتونو د پښتونواله د يو نظريې او د فکر  د ليلا سره د بې کچه مينې اظهار وګڼۍ چې هغوي ددې عمل پر ضد شديد احتجاج ونه کړو او  د پيښې نه يې ميښه جوړه نه کړه ۔ رښتيا خبره داده چې د ساٸل صاحب په دغه طريقه د ويستلو خلق ډير خفه وو دايې مناسب او په زړه پورې عمل نه ګڼو عجيبه داده چې کوم خلق محترم ساٸل صاحب د مجلې په مشاورتي بورډ کښې شامل کړي وو پکار خو دا وه چې اصولاً هغوي ددغې منصب نه لاس په سر شوي وے ۔ خو د هغوي ضمير هغوي دداسې کولو اجازت ورنه کړو ۔ بهر حال د محترم  ساٸل صاحب نه روستو ښاغلے حيات روغانے دپښتونچيف ايډيټر شو په دومره کم عمرۍ کښې دا د هغه دپاره يو اعزاز سره چيلنج هم وو ۔ خو رښتيا خبره داده چې  هغه هم خپل ټول صلاحيتونه د باچا خان ددې مجلې د پرمخ تګ ودې  دپاره ډير ديانت ،صداقت او پښتنه مينه وکارولي دي ۔ رښتيا خبره دا ده چې حيات روغانې يو عالم ،فاضل شخصيت سره د اعلي انساني وصف خاوند او خداٸي خدمتګار دے ۔پښتونمجلې له يې نوے رخ ورکړو تخليقي ،تحقيقي ،تنقيدي ليکونو سره په سياسي صحافتي حواله ډير ښه ښه ليکونه به ورکښې چاپيدل۔ حالانکې مونږ سره يې طبع برابر نه وو خو چرته يې ګستاخي د توهين وړ داسې څه خبره او عمل نه دے کړې۔ چې مونږ پرې خبره وکړو او غندنه يې وکړو ۔ ډير ښه ښه او ناياب کتابونه چاپ کړل  ډير ښه ښه پروګرامونه يې په باچاخان مرکز کښې راجوړ کړل۔ د هر فکر او نظريې پښتون ليکوال ،شاعران دانشور راوستل نو دا يو مثبت بدلون که نه دے نور څه دي؟ ۔ خو د افسوس خبره داده چې دده نه هم لکه ټشو کار واخستې شو ۔ نو پوهيږم چې دا عمل به تر کومې دوام لري ؟؟؟؟

د يو دانشور وينا دهچې يو کار يو وار وشي بيا نه کيږي خو چې دوه واره وشي نو بيا ،بيا بيا کيږي نو داسې به بيا بيا کيږي تر څو د پښتنو ليکوالو ،شاعرانو ترمينځ ډلې ،پرې ختمې نه وي زما به ښاغلي حيات روغاني د هغه ملګرو ته خواست دے راځي چې د پښتنو ليکوالو ،شاعرانو يو مضبوط تنظيم جوړ کړو۔ ددې سره به زمونږ ډيرې بدقسمتٸ سر وخوري ۔ پاتے د ښاغلي ساجد ټکر خبره يقينناً چې هغه يو اعلي تعليم يافته ژرنلسټ دے په ګڼو اخبارونو او ميډيا هاوسزز کښې پاتې دے د ژرنلزم يو پراخه تجربه لري ۔ نه يم خبر چې ادبياتو په لړ کښې څومره علم پوهه لري ؟ د پښتو ادب او قامي تاريخ به څومره عبور لري،د پښتون نيشنل ازم تاريخ څومره ورياد وي؟  او بيا تيره د اصلاح افاغنه ۔ خداٸي خدمتګار،نيشنل عوامي پارټي،نيشنل ډيموکريټ پارټي او عوامي نيشنل پارټي په د سلو کلونو نه زيات په دې جدوجهد به څومره نظر وي ؟ ددې هر څه اندازه به په راتلونکو وختونو کښې لږي د وخت نه مخکښې مونږ څه نشو ويلے ۔ البت دا خبره کوو چې دپښتونمجلې مزاج نيم ادبي نيم سياسي دے ۔ زما خيال د يو تکړه اديب صحافي او د يو نوي او تکړه ايډوټوريل بورډ ضرورت احساسيږي چې ورکښې اعلي تعليم يافته دپوهې دانش خاوندان  ځوانان  ښاغلي او آغلي شاملې وي ۔ دپښتوند نوي چيف ايډيټر دپاره لاس په دعا يو چې انجام يې د سابقه چيف ايډيټرانو  په څير نه شي۔

په درناوي: اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته