(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو پرون، نن

[15.Jun.2020 - 14:57]

 

 د پښتنو پرون ،نن او سبا ته يو کتنه 

وړمه ورځ يو شاعر ملګري وپوښتلم چې څه وجه ده چې هر څه کښې د پښتنو ځاني ،مالي نقصان زيات کيږي۔ ماورته وروره! پښتانه د چا نه هوښيار ډير دي پنځه زره کاله زوړ قوم دے کله چې نبي کريم صلي اللّه وسلم د نبوت اعلان وکړو نو په نړۍ کښې واحد دا قوم دے چې په يړ يې اسلام داسې قبول کړو چې خپل تير تاريخ يې په اور پسې کړو ۔ او دا يې مشهوره کړه چې دوي پيداٸشي مسلمانان دي ۔ حالانکې په نړۍ کښې يو قوم هم دا دعوه نه کوي ۔ او بيا د اسلام سره دې بې کچه مينې د جهاد جزبې او د مال غنيمت تر لاسه کولو  خواهش د غزنوي، غوري ، لودي وغيره وغيره سره يې مرسته ملاتړ  وکړو  او  د هندوستان ولس يې  داسې  وډبول چې د هغوي زړونه ورته تر وسه سپين نه دي ۔ زمونږ ځنې وروڼه وس هم په هندوانو په پټو سترګو اعتماد کوي او د عزنوي،غوري وغيره په کارنامو وياړ هم کوي خو هندوستانيان دې شخصيتونو ته په ښه نظر نه ګوري ۔  پښتنو په خپله مرسته ملاتړ  دغې اتلانو له لوے بادشاهۍ وګټلې خو په خپله ددوي په  ژوند کښې  څه بدلون رانه غلو  ۔ د مغلو سره مبارزې ملک سليمان خان څوک د الغ بيګ استاد څه چې د پلار په ځاې وو خو الغ بيګ ته ملک سليمان خان وويل چې ما مړ کړه خو زما وراره ملک احمد خان او د قام نور وګړي مه وژنه دغه رنګ  ملک احمد خان د قام قبيلي سره د پيښور ، اشنغر، باجوړ په لاره ملاکنډ ته ورسيد د سوات رياست سلطان اويس يوسفزي قلار ژوند ته نه پريښودل نو ورپسې شو او ټول سوات يې په ولقه کښې په ولقه کښې راغلو۔ مورخين واٸي چې په نړۍ کښې د ړومبي پښتون رياست رده هم ده ملک احمد خان ايښې وه۔ او شيخ ملي د خزانې وزير وو چا چې د پښتنو ترمينځ د زمکې د ويش نظام مرتب کړې دے چې خوشحال خان خټک يې په خپل يو شعر کښې ذکر کړې دے ۔

په سوات کښې خو دوه څيزه يو خفي بل جلي 

يو  مخزن د  درويزه  دے  بل دفتر د شيخ ملي

 ورپسې ملک ګجو خان او بيا ملک کالو خان چې په کالو ډيرۍ کښې يې د اکبر فوج تس ،نس کړې وو بيربل هم دلته مردار شوې وو او ددې جنګ په غم کښې اکبر بادشاه درې ورځې ډوډۍ نه وه خوړلې ورپسې ملک باکو خان وو څوک چې د خوشحال خان خټک هم عصر وو ملک باکو خان د اورنګزيب په مقابله کښې د دارا شکو طرف دار وو او خوشحال خان خټک او د هغه پلار ملک شهباز خان خټک د اورنګزيب پلويان وو واٸي چې د اورنګزيب په مقابله کښې دارا شکو يو لبرل شخصيت وو ۔ په دې لړ کښې  جګړه وشوه چې ورکښې دارا او شهباز خان خټک ټپي او بيا مړه شو ۔ کله چې اورنګزيب خوشحال خان خټک ونيو نو حکم يې وکړو چې دده ټول خاندان بندي کړﺉ نو دغه وخت د ملک باکو خان پښتني غيرت په جوش کښې راغې سره ددې چې خوشحال خان سره يې بدي وه د هغه د کور ټول لوے ،واړه او ميرمنې يې  شپې تر شپې د يوسفزيو علاقې ته راوستلې او څو کاله په عزت احترام او درناوي يې ورسره پښتونواله وپاله ۔ او بيا د سېک او پيرنګي سره د ملک باکو خان بچو ملک مقرب خان او فتح خان او ارباب بهرام خان ښکر اړم کړل او سکان يې تبا کړل خو دلته شاه اسماعيل شهيد او سيد احمد شهيد نه سهوې وشې په دې لړ کښې حضرت مولانا عبيداللّه سندهي ؒ په خپل کتاب تحريک  شاه واللّهي کښې ليکيد شاہ برادران دو سهوې شوې يو دا چې د ګټې نه روستو د خپل امارت په ځاې دوي له پکار وو چې هغه پښتانه مشران  يې آميران کړې وے د چا په مرسته ملاتړ چې دوي فتح مند شوي وو او پخپله په مشاورت کښې ناست وے دويم د خپل آمارت د اعلان نه روستو دوي د پښتنو د رواياتو پرضد اقدامات وکړل کوم چې د دوي د ناکامٸ سبب شواو د سکانو واکمنۍ دوام وموند ۔ د  پښتنون رياست جوړولو دپاره ميرويس خان هوتک او  د هغه ځوي تيمور خان هوتک  عملي هڅې کړې دي د پيروښان، خوشحال خان خټک ،ايمل خان ،دريا خان هم د پښتنو د سرلوړۍ دپاره تورې وهلې دي ۔ ورپسې افغان نپولين عمراخان جندولي ، فقير ايپي ،هډې ملا۔  ملا پاوينده حاجي صيب ترنګزو هم عملي هڅې کړې دي ۔ ددې اوږدې مبارزې روستو په شلمې پيړۍ په شروع کښې د باچا خان او د هغه د ملګرو مولوي فضل محمود مخفي ، عبدالاکبر خان اکبر ، مولوي عبدالعزيز د پکلۍ، مولوي فضل ربي او مولوي تاج محمد د ګدر په ملګرتيا مرسته ملاتړ ړومبې اصلاح افاغنه او بيا خدايې خدمتګار تظيم بنا کړو د دوي دواړه تنظيمونه اصلاحي او تعليمي وو خو د افسوس مقام دے چې هغه پيرنګې چې په ټول هندوستان کښې يې  د تعليم د فروغ دپاره هڅې کولې ولے پښتنو ته يې تعليم نه پريښودو ۔ او باچا خان او د هغه ملګري يې د خپل قام د اصلاحي او تعليمي سرګرميو ته نه پريښودل او هم دغه رنګ دا اصلاحي تحريک د پيرنګي پر ضد د آزادۍ په يو قومي تحريک کښې بدل شو دې تحريک پښتون د پښتون قام ټول ژوند متاثره کړو او يو مثبت بدلون يې ورکښې راوستو د آغلو او ښاغليو تعليم يافته کولو  او په خصوصيت سره د جديد پښتو ادب ذکر به د خداٸي خدمتګار تحريک د ذکر بغير بلکل نيمګړې وي دغه رنګ که د پښتنو ميرمنو د تعليم او ادب ذکر کوو نو هم  شروعات به يې د خداٸي خدمتګار تنظيم نه کوو ۔ په 1936 کښې د سوات رياست کښې ټول حکومتي او رياستي نظام ژبه پښتو وه ۔ دغه دوران  بره په افغانستان کښې د بيدارۍ تحريک شروع شوې وو خو دغلته سرکاري ژبه فارسي يا دري وه ۔ باچاخان واٸي ما د افغانستان بادشاه آمان اللّه خان ته وويل تاسو څنګه پښتانه يې چې خپله ژبه نشٸ ويلې هم ددې روستو آمان اللّه خان د پښتو ژبې روزنې ،خورونې ته پام شو ۔ لوے محقق ،اديب ،شاعر استاد عبداللّه بختاني به ويل چې  ”پښتو د ښکته نه بره راغلې ده۔ د احمد شاه بابا هغه رياست چې يو سر يې تر سيوۍ پورې وو بل د جلهم او کشميره پورې د هغه د بچو د نالاٸقٸ له وجهې تس ،نس شو ۔ تيمور شاه د فارسي خوانې ښځې په وينا دارالخلافه د قندهاره کابل ته يوړه ۔ او بيا د اقتدار رسه کشۍ خپل وروڼه  يو بل ته لاندې وتل په دې مشتي ګريوانۍ کښې ترې د کوه نور هيره هم لاړه او د کشمير رياست هم ۔ په پاتې برخه د امير شيرعلي خان ځوي د امير دوست محمد خان نمسي امير يعقوب خان پيرنګيانو ته د ګندمک موافقې په ترس کښې په 1879 کښې تر سيوۍ علاقه ور وبخښله ۔ او ورپسې په 1893 امير عبدالرحمن د ډيورنډ د موفقې تر مخه لاندې پښتونخوا د کال په دولس لکه روپۍ ور وبخښله واٸي چې روستو ورپسې پنځه لکه روپۍ ورپه زياتې کړې وولس لکه روپۍ يې ورته ومنلے ۔ مورخين واٸي چې کله دا موافقه لاس ليک کيده نو د ملا پاوينده په مشر تابه کښې د ښکتې پښتنو د مشرانو  يو لوے هٸيت کابل ته تللې وو چې امير عبدالرحمن ددې موافقې د لاس ليک نه منعه کړي خو ولے هغه ترې پټ شوې وو د يو وونې نه روستو دغه سپيځلي مشران زړه ماتي راستانه شول هم دغه شان د جنوبي خوا پښتانه د ګندمک موافقې وخوړل او د شمالي خوا پښتانه د ډيورنډ موافقې د قبايلي سيمو او صوبه سرحد کښې تقسيم کړل ۔ 

ښکته پښتونخوا کښې خان عبدالصمد خان شهيد او باچاخان د خپلو ملګرو او پلويانو په مرسته ملاتړ د هندوستان د آزادۍ په تحريک کښې برخه واخسته ۔ باچاخان په خپل کتاب کښې ليکي چې کله مونږ پيرنګي ډير تنګ کړو نو ړومبې لاس مو مسلم ليګ ته اوږد کړل خو هغوي ويل چې مونږ ستاسو مرسته ملاتړ نه شو کولې نو مجبوراً مو کانګرس ته لاس ور اوږد کړو - خو ولے کله چې د هندوستان د تقسيم وخت راغې نو هندو باچاخان ناخبره وساته دغه وجه ده چې باچا خان په خپل کتابزما ژوند او جدوجهدچې مونږ سره هندو دوکه وکړه۔ د پاکستان تحريک چې مشري يې قاٸد اعظم محمد علي جناح صاحب کوله په دوه قومي نظريه اړه وو يعني په هندوستان کښې دوه قومه دي يو هندو بل مسلمان او کانګرس ويل چې هندوستان کښې يو قوم دے چې هندوستانې ورته ويلې شي ۔ يقينناً چې په کانګرس کښې مسلمانان په ګڼ شمير کښې شامل  وو خو د هندوانو د تعصب د پاليسۍ په وجه د مسلم ليګ په مسلمانانو کښې غزنونې وکړي ۔ د ډي ،جي ټنډولکر په انګريزۍ کښې په باچاخان ليکلي کتاب چې ښاغلي محمود احمد په پښتو ژبه ژباړلې دے ۔ په هغې کښې د کانګرس د کور کميټۍ د اجلاسونو روداد دے چې ورکښې د هندو د معتصبانه پاليسو ذکر شته ځنې غړو ورکښې پرې شديد احتجاج هم کړې دے ۔   يقينناً چې په مسلم ليګ  کښې ځنې مفادپرست هم وو ۔ ولے چې د پاکستان د جوړيدو ورستو قاٸد اعظم پخپله دا اعتراف کړې وو ۔ ميرے اردگرد سارے کھوٹے سکے ہيں - هم دغه کوټه سکو باچاخان او قاٸد اعظم يو بل ته نيزدې کيدو ته پرې نه ښودو ۔ لوے سياست مدار شاعر اديب پخواني صوباٸي وزير ښاغلي عبدالسبحان خان د اې وي ټي خيبر چينل په يو خپرونه کښې وويلُ ماته فدا محمد خان ويل څوک چې د مسلم ليګ د ځوانانو د څانګې مشر وو  قاٸد اعظم چې 1948 کښې پيښور ته راتلو نو هغه دا تاکيد کړې وو چې خان برادران { ډاکټر خان او باچا} ته هم د ګډون بلنې ورکړﺉ مونږ قاٸد اعظم وپوښت چې دريځ به د هغوي پوزيشن څه وي ۔ نو قاٸد اعظم ووې زما د کرسۍ ښي او کيڼ اړخ ته به ددوي کرسۍ وي ۔ خو پوهه نه يم چې ولے په آخيري وخت کښې د قاٸد اعظم دغه تاکيد عملي نه شو۔ يو دغه مفاد پرسته ټولګه وه بل هغه پيرنګې وو چې د خداې خدمتګارو سخت مخالف وو د پاکستان د جوړيدو روستو تر ډيرې مودې په اقتدار کښې وو او هغوي په دې سازش کښې شامل وو چې قاٸد اعظم او باچاخان سره يو نشي ۔ باچاخان خپله په خپل کتاب ليکي چې زه کراچۍ ته د قانون ساز اسمبلۍ اجلاس لاړم نو قاٸد اعظم يو وار په چاٸيو او دويم ځل په ډوډۍ ميلمه کړم هغه زمونږ فلاحي اقدامات وستاٸيل او پنځويشت کړۍ يې د خداٸي خدمتګارو دپاره اعلان کړل او لوظ يې وکړو چې زه پيښور ته درشم نو خامخا به د خدايي خدمتګارو مرکز سردرياب ته درځم خو داسې ونه شو ۔ حالات د خداٸي خدمتګارو دپاره څه بدلون ونه خوړو د ډاکټر خان جمهوري حکومت کړې شو ۔ واٸي چې د پاکستان کښې د جمهوري حکومت شروعات له دلته نه شوي وو ۔ د پاکستان د جوړيدو روستو تقريباً باچاخان پنځلس کاله قيدو بند او صوبه بدرۍ کښې تير کړل او بيا د علاج په غرض لندن ،آمريکه او بيا افغانستان ته لاړو او تر ډيرې مودې هلته ميشت وو ۔ دې دوران کښې د بابړې خونړۍ پيښه د عبدالقيوم خان په حکومت کښې وشوه ۔ چې ورکښې بلا ښځې سړي او ماشومان شهيدان شول ۔ خان عبدالولي خان عملي سياست ته راوتو او د نيشنل عوامي پارټۍ د سيوري لاندې يې سياست او د پارټۍ قيادت وکړو کله چې د فيلډ مارشل محمد ايوب خان او د باني پاکستان قاٸد اعظم محمد علي جناح د خور محترمه فاطمه جناح ترمينځ صدارتي اليکشن د ملک د نورو ګوندونو سره نيشنل عوامي پارټي هم د ولي خان په مشرتابه کښې د محترمه فاطمه جناح په ننګ ولاړ وو ۔ دلته د پښتونستان خبره هم کيږي نو په دې لړ کښې خلق د قرار بنو خبره کوي چې د پښتونستان په حق خداٸي خدمتګارو پاس کړې وو خو ولے د پاکستان د قانون ساز اسمبلۍ په فلور د وزيراعظم پاکستان لياقت علي خان د پواٸنټ په آرډر په جواب کښې د باچاخان دا بيان وس هم د اسمبلۍ په ريکارډ دے ۔دا حقيقت چې د هندوستان د تقسيم پر ضد وو خو ولے هندوستان تقسيم مونږ د پاکستان برخه يو دا زمونږ ملک دے ددې ملک دننه مونږ د پښتنو داسې وحدت غواړو لکه پنجاب ۔ سنده ۔ بلوچستان او ددغې وحدت نو پښتونستان غواړود باچا خان ددې موقف سره سم په سم موقف په دې لړ کښې خان شهيد عبدالصمد خان هم وو د هغه د جلسو تقريرونه ۔ پريس کانفرسونه او عدالت کښې بيانونه ښاغلي شوکت ترين په اردو ژبه کتابونو کښې چاپ کړي دغه رنګ د خان عبدالولي خان پريس کانفرسونه په اردو ژبه ښاغلي زيرک اتمان خيل دافکار ولي خان بہ زبان ولی خانچاپ کړي ددې کتاب په هر پريس کانفرنس کښې د پښتونستان تپوس کيږي او هغه يې په سختۍ سره غندي هم هغه موقف په دې لړ کښې وړاندې کوي کوم چې په دې لړ کښې  د باچاخان او خان شهيد عبدالصمد خان دے ۔ په دې کتاب کښې په دې لړ کښې د حوالو دپاره ډير څه دي خو زه دلته په يو حواله اکتفا کوم خان عبدالولي خان د يو تپوس په جواب کښې په مخ 152 وايي ترجمه ۔تاسو ته به ياد وي چې هم په دې صوبه سرحد کښې زمونږ نيپ ،جمعيت ګډ حکومت وو زمونږ ښه په زړه پورې ګوندي عمل دخل وو ۔ په دې دوران کښې په دې پوزيشن چې ددغې غدارۍ ارتکاب مو کړې وے۔ ولے د قيام پاکستان قومي ژبه اردو  مو د صوبے سرکاري ژبه وګرځوله ۔ که زمونږ په زړونو کښې نفرت وے نو مونږ پښتو د صوبے سرکاري ژبه جوړه کړې وهسرپ دا نه ۔ د ون يونټ نه مخکښې اټک او مياوالي د صوبه سرحد ضلعې وے خو کله چې ون يونټ مات شو دغه دواړه ضلعې په پنجاب کښې شامل کړې شوې خو د ولي خان سره بل هر مشر پرې غلې پاتې شو ۔ دغه د 1973 په آٸين کښې د صوباٸي خودختارۍ او کنکرټ لسټ دپاره لسو کالو سهولت ورکول د ملک سره د وفادارۍ ثبوت نه دے ؟ دغه رنګ د بنګال په ستونزه کښې د ولي خان د ملک په حق کښې نه وو؟ 

د ذوالفقار علي بهټو په دور کښې د پښتنو په صوبه کښې مزدور کسان تحريک شروع شو حالانکې غټ ، غټ جاګيرونه خو په سنده ،بلوچستان او پنجاب کښې وو ۔ هلته قلاره قلاري وه او دلته پښتانه غوښه چاړه شو ۔ د نيپ د بلوچستان حکومت بهټو صاحب ختم کړو او د صوبه سرحد حکومت احتجاجي مستعفي شو ۔ نيپ باندې بنديز ولګولې شو بلوچ او پښتون قيادت د غدارۍ په تور کښې حيدر آباد جيل ته وليږلې شو ۔ د بهټو صاحب په دور کښې د لياقت باغ پيښه وشوه چې ډير پښتانه ورکښې شهيدان شول ولي خان د بره ذکر شوي کتاب په مرکه واٸيکه مونږ د پاکستان خلاف وو نو دا پيښه مو د خپلو مقصدونو دپاره ډيره ښه کارولې شوه خو مونږ داسې ونه کړل زه د يو يو کور ته بنفس نفيس لاړم او خلقو له مې حوصله ورکړه “ 1977 په اليکشن کښې د ټګې پرضد تحريک د ټولو سياسي ګوندونو د شريک تنظيم قومي اتحاد د تحريک په ترس کښې د بهټو صاحب حکومت ختم شو او جنرل ضياء الحق د ملک واک اختيار په خپلو لاسو کښې واخست د حيدر آباد ټريبونل يې مات کړو او بلوچ ،پښتون قيادت د جيله راويست قومي اتحاد کښې اختلاف راغې چې ځنې سياسي جماعتونه چې ورکښې جماعت اسلامي هم شامل وو په فوجي حکومت کښې شامل شو ولے اين ډي پي { نيشنل ډيموکريټ پارټي } چې صدر يې شير باز مزاري وو او ناٸب صدره يې بيګم نسيم ولي خان څوک چې د ولي خان کورودانې ده او د هغه جيل ته تلو روستو په سياسي ميدان کښې د خپلې پوهې دانش په وسيله وځلول ۔ اين ډي پي او خان عبدالولي خان ړومبې د مخکښې احتساب او بيا انتخاب ناره ولګوله خو کله چې په دې ورسيدو چې جرنل ضياءالحق صاحب ارادې بدلې نو بيا د هغه خلاف شول ۔ دغه دوران کښې په افغانستان خلق او پرچم پارټۍ کودتا وکړه صدر داؤد خان يې سره د خپلې کورنۍ وژو ړومبې نور محمد ترکٸ د هغه د وژنې روستو حفيظ اللّه آمين او په 1979 کښې ببرک کارمل چې روس کښې د افغانستان سفير وو په روسي ټيکونو سور راغې او حفيظ اللّه آمين وژو او د افغانستان واک اختيار پخپله ترلاسه کړو ۔ دلته به د نور محمد ترکٸ حکومت  ته به د نيشنل پارټۍ مشرانو دشپانه حکومتويل خو کله چې ببرک کارمل راغې نو دلته د پاکستان قومي او مترقي ګوندونو يو ګوند جوړ کړو چې نوم يې عوامي نيشنل پارټي جوړه شوه چې ولي خان مرکزي صدر او پليجو يې سکتر وو هم په دغه ورځو کښې چې ولي خان له کابله تورخم ته راغې نو نارې پورته شوېببرک ولي بھاٸی بھاٸیبل خوا هغه کسان چې د افغانستان نه د صوبه سرحد ګورنر نصراللّه بابر راوستي چې هغه به يې دعوه کوله په دغو کښې ګلبدين حکمت يار، استاد رباني او نور شامل وو ۔ د روس پرضد آمريکه د هغه اتحاديان ټول يورپ ،اسراٸيل او عرب د روس د مخې نيو دپاره راميدان ته شو ډالرې راوريدل شروع شو د پاکستان حکمرانان دا ډالرو دا باران د ځان دپاره د خداې رحمت وګڼو او په دې جنګ کښې ورګډ شو د افغانستان په لکونو خلق را کډوال شول ۔ په دې دوران کښې يو شخصيت داسې وو چې هغه به په جار ويل چې انقلاب خو بدلون ته واٸي دا څنګه انقلاب او بدلون دے چې خلق ترې تختي ددې سره به يې بله خبره دا کوله چې دا د روس او آمريکې جنګ دے چې ميدان يې د پښتنو خاوره ده پښتنو له پکار دي چې ددې جنګ نه ځان په څنډه وساتي ددې خبرو کونکې شخصيت حضرت باچاخان وو خو دده خبرو ته نه انقلابيانو خوږ اېښودو او نه جهاديانو آخر عقوبت هم هغه وشو کوم چې به دې بابا ويل په لکونو خلق شهيدان ،مات ،ګوډ شول لږ تر لږه څلويښت کاله وشوه خو د جنګ لمبې نه سړيږي د انقلابي حکومت ړومبې حکمران ډاکټر نجيب اللّه هغه د ملي روغې جوړې هڅه وکړه خو شنډه څه چې خپل سر يې پکښې خوړو جهاديان د خپلو خپلو حکمرانانۍ دپاره په خپلو ښه وجنګيدل د افغانستان د روس پر ضد په مبارزه کښې دومره زيان نه وو  شوې څومره چې دوي ور ورسول ۔ دغه وجه وه چې ډير زر د کابل وليکلې شول چې خپل اووه واپس واخلٸ او مونږ ته خپل غوې راستون کړﺉ ۔ د جهادينو ددې جګړو په ردعمل کښې د قندهار نه د طالبان په نو خوځښت راپورته شو په ټول افغانستان خور شو او د کابل ته تخت واکمن شول ۔ د افغان جګړې په مهال هغه چيچن ،ازبک ، عرب او نور جګړن د افغانستان څخه ونه وتل بلکې د ټولنې نړۍ جنګيالي دې وطن ته راغلل ۔ د پاکستان کښې دغه مهال د بے نظير بهټو حکومت پاکستان کښې هغې ځان لبرل ښودو ولے په افغانستان کښې د هغې حکومت د طالبان مرستيال وو د بے نظير بهټو وزيراعلي داخله نصراللّه بابر ، طالبان خپل بچي ګڼل او مولانا سميع الحق او مولانا فضل الرحمان به ورته خپل شاګردان ويل او د نورو مذهبي پارټو يې مرستيال وو ۔ آخر عقوبت په 2011 په نهمه مياشت په آمريکه کښې د تره ګرۍ پيښه وشوه او ورکښې په زرګونو خلق مړه شو آمريکې دغه تور په اسامه بن لادن او د هغه په ملګرو پورې کړو او د افغانستان د حکومت يې وغوښتل چې اسامه بن لادن او د هغه ملګري د افغانستان نه وشړي ولے د طالبان حکومت په دې موقف ولاړ وو چې اسامه زمونږ ميلمه دے مونږ د خپل پښتني روايت ترمخه نه هغه له ملکه شړلې شو او نه يې چاته حواله کولې شو دغه رنګ د طالبان حکومت پرضد آمريکه د ناټو د چترۍ لاندې بريد وکړو چې ورکښې لکونو انسان مړه شول ۔ بل خوا په بون کښې د يو ناستې په ترس کښې د ښاغلي حامد کرزۍ په مشرۍ کښې لنډ مهاله حکومت جوړ کړې شو چې لويه جرګه يې وکړه ملک يې اساسي قانون ورکړو ۔ طالبان حکومت د افغانستان ملي بيرغ ۔ ملي سرورد ۔ او لويه جرګه  له مينځه وړي وو ۔ دې حکومت هغه بحال کړل او د جوړ کړې شوي اساسي قانون تر مخه دوه وارې پرله پسې ښاغلے حامد کرزۍ د افغانستان ولس مشر جوړ شو او په دريم او څلورم ځل ډاکټر  اشرف غني ولس مشر په ټول ټاکو په وسيله وټاکلې شو ۔ زه په 2013 په ړومبي ځل چې کابل ته لاړم نو هغه کنډر ،کنډر افغانستان په ودانو ،سړکونو او ادارو کښې بدل شوې وو خو د جنګ لمبې له سړې نه وے ۔ د افغانستان طالبان په افغانستان کښې د حکومت پر ضد ټوپک راغستې وو ۔ چونکې په دې مهال په پاکستان کښې د پرويز مشرف وو او هغه د آمريکه او اتحادي فوجونو مرستيال وو نو ددې په مخالفت کښې د تحريک طالبان پاکستان په نوم په پاکستان کښې تره ګرۍ ته دوام ورکړو چې ړومبې صف يې د پښتنو سيمې وے بره په افغانستان کښې هم د جنګ ميدان تر وسه د پښتنو خاوره ده ۔ او د روس پرضد په جنګ کښې د پښتنو ځاني مالي نقصان د هر چا زيات دے ۔ او بيا په ښکته پښتونخوا کښې حکيم اللّه مسود، بيت اللّه مسود ، فضل اللّه

،منګل باغ او خالد خراساني سره نور ګڼ شمير جنګ سالاران وزيږيدل ۔ د ترهګرۍ په څپه کښې د لر و بر د پښتنو د مالي زيان سره په سوؤنو ،زرګونو قامي مشران او د سر سړي وژلې شول ۔ د ټولنې چې مشران او د سر سړي لرې کړې شي نو هغه انساني ټولنې نه د انسان په شکل کښې د ځناورو يو بهير جوړ شي ۔ ددې سره د اسلام په مقدسه نامه د پښتني سپيځلي روايات له مينځه وړل هم يو استعماري او شيطاني دسيسه وي کلتور او قامي روايات د ځناور نه انسان جوړَوي او استعمارګرو ته د يو توانا قوم ضرورت نه وي هغوي ته د يو داسې قوم ضروت وي چې هغه د خپل ځان نه خبره وي يعني د خپل تاريخ جعرافيه نه وي ورمعلومه ۔ خپل اسلاف خپل اتلان نه پيژني ۔ او چې څوک داسې شي نو هغه خپل اجتماعيت د لاسه يوسي او په انفرادي ګټو پسې شي نن هم د پښتون قام دغه حال دے هر چا د ګډو رمه ځان پسې کړې ده او د يو نامعلومه لوري دي په يو کور يو ټولنه يو قام کښې يو مشر دوه ،درې خو شکر دے د پښتنو هر لوې ،وړوکې ،ښځه ،نر مشر دے ۔ سقراط واٸيبدنيصي سبب د شعور او عقل نشتوالې وي ۔ يو پښتون مشر وينا ده ”  هغه څه له خداې نه غواړي چې ورسره نشتهمال جاٸيداد شته خو ددې د استعال هنر ورڅخه نشته توره او مړانه شته خو ددې د استعمال په چل نه پوهيږي نو ځکه مې شاعر ملګري ته ويل چې پښتانه ډير هوښيار دي نو ځکه په هره ستونزه زيانمند وي ۔

په درناوي : اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته