(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشیخ ملي ویش

[15.Jun.2020 - 14:23]

د شيخ ملي ويش

ليک: اياز ايسپزی

پهٔ يؤ ګروپ کې يؤ چا د شيخ ملي د ويش د اصولو پهٔ اړه تپوس کړی ؤ. لومړۍ خبره خو دا ده چې کهٔ ځان پوهول او تاريخ زده کول غواړو نو بايد چې د فيس بوک د بې ځايه تپوسونو پهٔ ځای لږه شان مطالعه وکړو، کتاب ولولو او ځان د تاريخ نه خبر کړو، ځکه چې پهٔ فيس بوک او ويکپيډيا کې اکثره تاريخونه غلط ليکلی شوي دي نو پکار ده چې د کره او سم تاريخ لپاره مستند تاريخي کتابونه ولولو. خو پهٔ فيس بوک کې اکثر تپوس کونکي بيا د خپل تپوس لاندې شوي کمنټ هم پوره نهٔ لولي، او زياتره وخت يې د تپوس موخه د پوهې حاصلولو پهٔ ځای شر جوړول او شکونه خورول وي او د تپوس تر شا يې اکثر ذاتي يا قبيلوي بغض او عناد او يا د يؤ چا د سپکاوي محرک زيات وي.

خبره د شيخ ملي د ويش وه چې پهٔ کومو اصولو شوی ؤ؟ پهٔ لنډو ټکو کې به ووايم چې د شيخ ملي د ويش مرکزي اصول اشتراکيت ؤ. خو شيخ ملي پهٔ نړۍ کې کوم اولنی کس نهٔ ؤ چې ويش يې ايجاد کړی ؤ، د ويش دغه دود د نړۍ پهٔ ټولو لرغونو او تاريخي قبيلو او ټولنو کې پهٔ بيلا بېلو ډولونو شتون لري يا يې لرلو چې د تمدن او تهذيب د لومړنيو دورو سره تړون لري. څېړنکاران دې نتېجې ته رسېدلي دي چې د نړۍ پهٔ ټولو لرغونو قامونو او ټولنو کې يؤ وخت د ويش مرحله تېره شوې ده. د جرمني مشهور فلسفي، تاريخپوه، تولنپوه او ليکوال فريډرک انګلز (Friedrich Engels) د ويش پهٔ اړه بلها ژورې څېړنې کړي دي، هغه وايي چې دا کليوال اشتراکي مالکيت پهٔ ټوله نړۍ کې لهٔ هند څخه تر ايرلينډ پورې هر ځای پهٔ بيلا بېلو شکلونو کې موجود ؤ او دا د متمدنې ټولنې لومړنی شکل ؤ يا دی.

پهٔ انساني ټولنه کې د ويش ضرورت څنګه او کله راپېښ شو؟ کله چې انساني ټولنه پهٔ لومړي ځل د تمدن اړخ ته روانه شوه او انسان کرهڼه يا کرکيله پېل کړه نو څهٔ وخت پس د ګډ تولنيز مالکيت پهٔ ځای د قبيلوي او بيا د هغې نه څهٔ موده وروستو د شخصي مالکيت ضرورت راپېښ شو، دا د انساني ټولنې هغه مرحله وه چې زمکه د توليد د يوې بنيادي وسيلې پهٔ توګه کارېدله. پهٔ لومړي سر کې به پهٔ زمکه يوازې د ساتل شويو يا کورنو ځناورو د خوراک لپاره کرکيله کېدله خو وروستو پرې د انسانانو لپاره د خوراکي توکو(فصلونو) کرهڼه هم پېل شوه. پهٔ لومړي سر کې چې کله انساني ابادي کمه وه نو ټولو به پهٔ شريکه د کرکيلې ټول کار کولو او د زمکې توليدات به هم د ټولو پهٔ شريکه وو خو کله چې ابادي مخ پهٔ زياتېدلو شوه، د کورنۍ پهٔ ځای د ټولنې ټبريز او قبيلوي شکل رامنځ ته شو او د وينې اړيکې د اقتصادي اړيکو تابع شوې نو کورنۍ د اقتصادي يونټ پهٔ ځای دا ضرورت محسوس کړو چې د زيات فعاليت لپاره بايد د توليد پهٔ وسيله يانې زمکه مالکيت ولري.

دغه مالکيت پهٔ تدريجي ډول منځته راغلو چې ښهٔ مثال يې د ويش دود دی. هغه زمکه چې پخوا د ټولو ګډ ملکيت ؤ، د ويش نه پس پهٔ مختلفو يونټو کې د يوې ټاکلې مودې پورې تقسيم شوه او د هغه مودې د پوره کېدلو نه پس به بيا پهٔ مشترکه ملکيت کې داخله شوه او بيا به سر دوباره وويشلی شوه، لکه څهٔ رنګه چې مو وړاندې ووېل، د ويش دا دود پهٔ ټولو لرغونو قبيلوي ټولنو کې پالل شوی دی، همدغسې پهٔ پښتنو کې هم دا ډېر زوړ دستور دی او کله چې سکندر پښتونخوا ته راغلو نو هغه وخت هم د ويش دا دود پهٔ يؤ څهٔ بڼه دلته موجود ؤ چې د سکندر سره راغلي يؤ مشهور يوناني ليکوال نيارکس (Nearchus) يې پهٔ خپلو يادښتونو کې هم يادونه کړې ده.

د تاريخ نه دا ثابتېږي چې د ويش دود نهٔ يوازې پهٔ پښتنو کې بلکې پهٔ عربو، ترکانو، هنديانو، روسيانو، جرمانکي او نورو اروپايي قامونو کې هم ؤ. لکه پهٔ ايرلينډ کې يؤ وخت د زمکې د ويش ځانګړي قوانين وو، پهٔ سکاټ لينډ کې هم دې ته ورته قوانين وو چې انګريزانو وروستو پهٔ زور ختم کړل. د ايرلينډ د دغه قوانينو ترمخه به د هرې کورنۍ پنځهٔ ايکړه د کرکيلې زمکه وه خو يوه ټوټه زمکه به داسې هم وه چې ټولو کورنيو به پهٔ شريکه کرله او پيداوار به يې هم د ټولو مشترکه ؤ، داسې لکه د پښتنو پهٔ ويش کې چې سيري وي. ځيني ټوټې داسې هم وې چې د کلان(Clan) يا خېل د مشرانو او سرخېلانو پهٔ ذاتي ملکيت کې به وې، دغه مشرانو ته به يې کاپوټ کاګنيشنس (Caput Cognations) ويلو، د ايرش کاپوټ کاګنيشنس دغه کردار د سالارزو د برم خېلو د هغه ملک سره يؤ شان دی چې د سېرۍ زمکه به يې پهٔ لاس راغله نو د بيا لپاره به يې د عمومي ويش نه هغه ټوټه وويستله او د تل لپاره به د هغهٔ شخصي ملکيت شو. دغسې د ايرلينډ رونډيل د پښتنو د ويش د ونډ او ګيوان يې د پچې سره مقايسه کولی شو. همدغسې د جرمنيانو مارک يا مارکي د پښتنو د خولهٔ ويش سره بيخي يؤ شان څيز دی.

پهٔ پښتنو کې د ويش دود پهٔ يوسفزو کې تر ټولو زيات ؤ خو پهٔ باجوړ کې پهٔ لوی ماموند، وړوکي ماموند او سالارزو کې هم دا دود ؤ، مشهور انګريز ليکوال، تاريخپوه او څېړنکار مونټ سټوارټ الفنسټن هم پهٔ دغه اړه ډېرې ژورې څېړنې کړې دي، هغه وايي چې پهٔ بړيڅو کې هم يؤ څهٔ وخت د ويش دود ؤ، د اسمار د شيګل درې پهٔ شينوارو او د هلمند پهٔ ګرمسيلونو کې هم تر نژدې وخته پورې دغه دود عام ؤ چې وروستو ختم شو.

د پښتنو پهٔ کومو سيمو کې چې د ويش دستور ؤ هغه پهٔ اصل کې پهٔ درې بنيادي اصولو ولاړ ؤ چې لنډيز يې دا دی؛

1.  خولهٔ ويش: دا د قبيلوي پرېکړو پهٔ اساس ويش ؤ چې پکې د يؤ کلي او کندي اوسېدونکي پهٔ نظر کې نيول کېدل او قبيلوي اعتبار به يې پهٔ دوهمه درجه کې ؤ. پهٔ خولهٔ ويش کې به هر اقتصادي او اجتماعي يونټ ته د هغوی د سړو د شمېر پهٔ حساب يانې سړي سر برخه ورکړی کېدله.

2. نسبي ويش: پهٔ دې ويش کې به خېلونه مهم ؤ او هر خېل او تپې ته به پهٔ قبيلوي اعتبار زمکه بېلېدله بيا به دغه زمکه هر خېل او تپې پهٔ خپل منځ کې تر کورنيو پورې ويشله او هر سړي ته به پکې خپله برخه رسېدله.

3. ملاتړ ويش: پهٔ دې ډول ويش کې به يې هغه چا ته زمکه ورکوله چې ملاتړی به ؤ يانې چې توره پهٔ لاس به يې د خپلې زمکې ساتنه کولی شوه، د قبيلې هغه ټول ځوانان چې جنګ به يې کولی شو، يا هغه زلمي چې د دولسو کلونو به وو يا به يې عمر د دولسو کلونو نه زيات ؤ، هغهٔ به پهٔ ويش کې برخه لرله.

د شيخ ملي ويش پهٔ اصل کې د خولهٔ ويش پهٔ اصولو ولاړ ؤ، د اسمار د شيګل درې ويش هم د خولهٔ ويش د اصولو تحت ؤ او دغه ويش پهٔ شيګل کې هم د شيخ بابا پهٔ نامهٔ مشهور ؤ. د ماموندو او سالارزو ويشونه پهٔ اصل کې نسبي يا د شجرې پهٔ بنياد شوي ويشونه وو.

د ملاتړ د ويش لپاره زمونږ سره ښهٔ مثال د اتمانخېلو ويش دی، لکه د بېلګې پهٔ توګه د اسکندري زمکه اتمانخېلو د سالارزو نه پهٔ زور ونيوله، د دې لپاره چې دا زمکه د سالارزو نه وساتل شي، نو اتمانخېلو دغه زمکه پهٔ ملاتړ وويشله او هر هغه چا ته يې برخه ورکړه چې د جنګ توان يې لرلو او خپله زمکه يې ساتلی شوه. د کندهار د ښوراوک بړيڅو هم د ملاتړ ويش لرلو.

د ځينې څېړنکارو پهٔ اند د شيخ ملي نه وړاندې هم پهٔ پښتنو کې د يولسمې ميلادي پېړۍ نه د شيخ ملي ويش ته ورته د ويش يؤ دود موجود ؤ. دغه دود د محمد غوري لهٔ دورې څخه پېل شوی ؤ او د دې خبرې تايد د هغه وخت د يؤ کتاب تذکرة الملوک نه هم کېږي چې قلمي نسخه يې پهٔ برټش ميوزم لايبريرۍ کې پرته ده(؟). د ويش نه وړاندې شيخ ملي د ټولو قبيلو سرشمېرنه وکړه او د يؤ څو کلونو د پرله پسې منډو ترړو او ستړيا نه پس يې د قامي تاريخ هغه ستره کارنامه ترسره کړه چې د څو پېړيو د تېرېدلو نه وروستو يې هم ښورا اهميت دی. ان تر دې چې کله پيرنګيانو پهٔ کال 1870م کې پهٔ پښتونخوا کې پهٔ جديدو لارو چارو د زمکو د ويش اراده وکړه نو د پښتنو د بېلا بېلو قبيلو او خېلونو د سپين ږيرو او مشرانو بيانونه يې واغيستل. د دغه کار لپاره پهٔ باقاعده توګه يوه جرګه جوړه شوې وه، ځيني خلکو لهٔ ځانه جوړې شوې د نسب شجرې دغه جرګې ته وړاندې کړې خو هغه سپين ږيرو او مشرانو ورته ووېل چې دا ستاسو شجرې ناسمې دي، مونږ درسره دا بيخي نهٔ منو، زمونږ سره د شيخ ملي د لاس ليکلې خپلې اصلي شجرې شته. پهٔ دغه هر څهٔ څو پېړۍ تېرې شوې وې خو نهٔ پيرنګيانو او نهٔ کوم قامي مشر پهٔ دغه شجرو نيوکه وکړه او پيرنګي پهٔ همدغه شجرو نوی ويش وکړو.

شيخ ملي د پښتنو د سر شمېرنې د بشپړېدلو نه پس د پېښور نه تر اباسين پورې او شمال اړخ ته د سوات پورې د کروندې ټولې زمکې، کلي، ورشوګانې، غرونه، ځنګلونه او د اوبو زېرمې د هرې قبيلې، خېل، ټبر او کورنۍ د وګړو د شمېر پهٔ اساس پهٔ مساوي ډول وويشلې کوم ته چې به يې خولهٔ ويش هم ووېلو، يانې څومره چې د يوې کورنۍ غړي وو هم هغه هومره به يې هغوی ته زمکه ورکوله.

دغه زيرک سړي ځکه د زمکو د څرنګوالي پهٔ بنسټ نهٔ، بلکې د خېلونو او قبيلو د وګړو د شمېر پهٔ بنسټ داسې ويش وکړو چې د کډوالۍ سربېره د هېچا پهٔ برخه کې کمی زياتی رانشي. هغهٔ تر خپله وسه دا هڅه کړې وه چې پهٔ راتلونکي کې د زمکې پهٔ سر د قبيلو او خېلونو ترمنځ د تاؤ تريخوالي او جګړو هډو څهٔ امکان هم پاتې نهٔ شي. د ټولو زمکو شپږ برخې يا تپې جوړې کړی شوې؛

1. لومړۍ تپه يا برخه يې ايسپزو له ورکړه، پهٔ کومه کې چې د شمالي مردان، دير او سوات سيمه شامله ده.

2. دوهمه يې ګګياڼو او موسازو له ورکړه، چې د دوابې، سره سره نيم باجوړ، د دانشکول نه تر عمبره او لاشوړۍ پورې او د ناوګۍ نه د چارمنګ پورې، او شا خوا سيمې پکې راځي.

3. درېمه تپه يې محمدزو له ورکړه، چې د اشنغر او چارسدې سيمې پکې شاملې دي.

4. څلورمه تپه يې داودزو له ورکړه، پهٔ کومه کې چې کلپاڼۍ، بګيانې او شا و خوا سيمې راځي.

5. پنځمه تپه يا برخه يې خليلو له ورکړه چې د پېښور نه تر نوښار ټوله سيمه پکې ګډه وه.او

6. شپږمه تپه يا برخه يې مومندو له ورکړه، پهٔ کومه کې چې د پېښور د شمال لويديز لورې نه تر جنوب لويديز اړخ ته پرتې سيمې راځي.

د دغه شپږو برخو يا تپو زمکه پهٔ دوتر، برخه او پټي يا د کروندې پهٔ زمکو وويشلی شوه. چونکې د کروندې سره مالداري يا د څاروو ساتنه هم تړلې خبره ده نو د دې لپاره يې د څړ ځايونه د ورشو پهٔ نوم هم بيل کړل. د هر کلي پهٔ دوتر کې به د کروندې د زمکې سره شاملات هم وو او د هرې برخې سره به د سيرۍ پهٔ نوم يوه ځانګړې برخه هم بيلېدله، دغه برخه به د ټول کلي لهٔ سره وه او ټولو به پهٔ ګډه سره کرله. د دغه زمکې ټوله ګټه وټه به د ټول کلي شريکه وه او د کلي د عامو ګټو لپاره به کارېدله، لکه د بېلګې پهٔ توګه د کلي د جومات او د جومات د امام مصارف، د کلي د ماشومانو د روايتي زدکړو لپاره د جوړو شوو مدرسو ټول خرڅ، د کلي د ډم يا ډول غږونکي د کور، خوراک څښاک، جامې پېزار او د ژوند اړتياوې، د سندرغاړو، ديګمار، نايي او نورو کسبګرو د کور ټول خرڅ، د کلي د هُجرې يا شريک مېلمستون ضرورتونه او د مېلمنو د مېلمستيا ګرده مصارف به د همدغه سيرۍ د زمکې لهٔ پيداوار او ګټې نه پوره کېدل.

د شيخ ملي ويش دومره همه جهت ؤ چې د ورځني ژوند هرې خبرې ته پکې پوره پوره پاملرنه شوې وه. د کروندې د زمکو سره سره د هستوګنځايونو، کورنو او کلو بيل ويش ؤ. هر کلی به پهٔ محلو يا کندو ويشلی کېدو، چې چم به يې ورته وېلو، پهٔ هر چم کې به د کورونو لپاره ځانګړي ځايونه وو چې کنډر به يې ورته وېلو او پهٔ هر کنډر کې به د هرې کورنۍ د وګړو پهٔ اندازه خونې د کوټې پهٔ نامهٔ يادېدلې، هر کنډر به د کوټو سره سره مخې ته يؤ غولی يا انګڼ هم لرلو. پهٔ هر چم کې به يؤ ماجت/مزدک/مسجد يا جومات او يوه شريکه هُجره هم وه. د دې ترڅنګ به پهٔ هر چم کې يؤ دنګ برج هم ؤ چې دفاعي څارنوالو به پکې څارنه کوله. څهٔ موده پس چې کومې نوې زمکې ابادې شوې هغې ته يې بانډې وېلې. دغه ويش دومره معتبر او ټولو ته منظور ؤ چې تر نن ورځې يې تر څهٔ حده خلک يادوي او اثرات يې پهٔ ډېرو سيمو کې پهٔ څهٔ نهٔ څهٔ توګه اوس هم شته.

حوالې:

1. خېل او ويش. ليکوال: محمد ابراهيم عطايي

2. پښتانهٔ د تهذيب پهٔ څپو کې ليکوال: ډاکټر باقي درانی

3. تاريخ پشاور(اردو) مصنف: منشي ګوپال داس

4. دا خاوره او دا خلک ليکوالان: ميک ميهن او رمزي، پښتو ژباړه: ډاکټر خالق زيار

5. د خوشحال خان خټک پهٔ سواتنامه د علامه عبدالحئ حبيبي صېب سريزه

6. The Administration of the North West Frontier, PhD. Thesis by Lal Bha

7. Yousafzai State of Swat (Geographical Journal, Sept. 1934) by Major. W.R. Hay

8. A General Report on the Yousafzais by H.W Bellew

-
بېرته شاته