(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوې تفسیر

[05.Jun.2020 - 15:44]

الحمد للهتفسیر،  الفاتحه - تفسیر کبیر / لومړۍ برخه

امام فخرالدین رازی

د الفاتحې د مبارک سورت د تفسیر پښتو ژباړه ؛ الحاج مولوي زین الله منلی

امام فخرالدین رازي - چې پر ۵۴۴ هجري قمري کال د «ری» په سیمه کې زېږېدلی دی، د ژوند ډېره برخه یې په هرات کې په علمي څېړنه او تدریس تېره کړې او په ۶۰۶ هجري قمري کال په هرات کې وفات شوید افغانستان د علمي ویاړونو د سر په کتار کې راځي.

امام رازي علیه الرحمه په ګڼو علومو کې د بوره تبحر خاوند و. په نقلي او عقلي علومو کې یې په لسګونو خورا مهم کتابونه او رسالې لیکلي دي. د ده آثار د  ده پر ژوند هم په سیمه کې په پراخه کچه خپاره شوي وو او په مهمو علمي مرکزونو کې ترې د تدریسي موادو په توګه کار اخیستل کېده.

تفسیر کبیر یا مفاتیح الغیب د قرآن کریم په تفسیر کې یو کم ساری معتبر کتاب دی چې په عربي لیکل شوی دی. دا تفسیر د قرآن کریم د پوهېدلو له پاره ګڼو علومو ته مراجعه کوي نو ځکه خو ځینو ورته د یو پوره دایرة المعارف په سترګه کتلي دي.

د تفسیر کبیر لومړی کتاب د پاک قرآن پرانیستونکي سورت «الفاتحه» ته ځانګړی شوی دی. د الهي معجز کلام دغه اوه مؤجز آیتونه په حقیقت کې د الله د معرفت له پاره لومړۍ کیلي ده.

مولوي زین الله منلي د الفاتحه سورت دغه تفسیر له عربي څخه پښتو ته را اړولی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي فرهنګ په وده کې د تصوف د ونډې په اړه د نړۍوال علمي سیمینار په ویاړ د الفاتحه سورت دغه ژباړه د اسلامي فرهنګ په وده کې د افغانانو د هڅو د یوې غوره بېلګې په توګه چاپوي.

زه د دغه علمي سمینار ګډون کوونکو ته د هر کلي او مبارکۍ په ترڅ کې هیله کوم چې د قرآن کریم  د پرانیستونکو آیتونو دغه تفسیر به لوستونکو ته د الهي انوارو یوه دریڅه پرانیزي.

پوهاند محمد رسول باوري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم

الحمد لله رب العالمین

والصلواة والسلام علي خير خلقه محمد الامين عليه وعلى اله واصحابه اجمعين

اما بعد:

د فاتحې سورت هغه سورت دی چې په مختلفو نو.مونو.نومول شوی دی، لکه:

فاتحة الكتاب

ام الكتاب

سبع المثاني او داسې نور

چې د فاتحې سورت ځانګړتیاوې څرګندوي.

همدا رنګه مفسرینو د قاتحې سورت په باب ډیر څه لیکلي چې ددې سورت برکات او جامع الکمالات ښیي.

فقهاوو خو لا د دې حديث النبوي صلی الله علیه و سلم پر  بنياد چې فر مایي «لا صلاة لمن لا يقراء بفاتحة الكتاب» (الحديث) دا هم ویلي دي : چاچی د فاتخی سورت په لمانځه کې ونه ویلو نو لمونځ یې نه دی صحیح

خو په کومه پښتو تر جمه  کې چې استاد مولانازین الله مني صاحب دا شرح کړی او دقت یې پکښې کړی دی دا مې تر اوسه نه د عربي ژبې په تفسیر او تر جمه کې لوستي وو او نه مې  په پښتو ژبه کې

هو: منم چی د ترجمی ژبه یی تر ډېره بریده عالمانه ژبه ده، ښه به وای چې په لږ څه ساده ژبه ترجمه شوی وای خو شاید جناب استاد داسې فکر کړی وې چې په دې تفسیر پوهېدل او له هغه نه معنی اخیستل، دحمد او ثنا په ځانګړتیاوو، او د شکر په عامو او خاصو او د امین په لفظی، لغوی او قرانی معنی پوهېدل دعامو وګړو کار ندی نو دایې دهغو علماوو لپاره لیکلی چی د سورت په عمومي معنی او تفسیر نه بلکې د هر ټکي او هرې جملې په پوهاوی باندې ټینګار کوي.

یقینا که څوک د اسلامي علومو په زده کړه کې صرف په فاتحه باندې ځان سم پوه کړي نو تر ډېره حده به د ژوند لاره پرې رڼا ومومي.

استاد زین الله منلي د دې تفسیر په ترجمه سره ښیی چی له یوې خوا ښه مذهبي متبحر عالم او له بلې خوا د خپلې ژبې ادیب او ښه لیکوال دی. د دین تر څنګ یې خپلې ژبې ته د خدمت کولو هوډ هم لرلو. هغه خلک چی ژبه ژوندۍ ساتي هغه انسانان لوی خلک دي، هغه په اصل کې ملتونه ژوندي ساتي. د الله ج د دین ساتنه خو د هغه مقدس ذات کار دی چې فر مایی «انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون» (الایه) اما د ژبې ساتل او دخپلې ژبې لیک او دود نورو نسلونو ته پریښودل د انسانانو کار دی خو هر انسان دا کار نشي کولای الا مګر هغه څوک چې د خپل ژوند یو ګران بیه وخت د ژبې د ساتلو لپاره نذرانه کړي؛ هغه هم په داسې حال کې چې هم خپلې ژبې ته خدمت وکړي او هم یې د قران په رڼا کې وکړي نو دچا خبره چې هم ثواب وي هم خرما.

استاد ته دې الله ج ددې مقدس خدمت اجر عظیم ور کړي او مونږ یې د منت پوروړي یو چې دا پور به په دوعا ور ته ادا کوو. استاده په دونیا او اخیرت سر لوړی اوسې. جزاكم الله عنا خير الجزاء.

 

محمد قاسم حلیمي

د علماوو د سر تاسري شوری غړی

د عدلیې وزارت مسلکي معین

لومړی څپرکی

د الحمدلله تفسیر

د الحمدلله په تفسیر کې څو وجهې دي

لومړۍ وجهه: دلته درې الفاظ، حمد، مدح او شکر د دې الفاظو ترمینځ توپیر په څو رازه دی.

د توپير لومړۍ وجه: په مدح کله ژوندی ستایل کېږي او کله نا ژوندي. نه ګوري څوک چې د مرغلري یا د یاقوت ډېره ښکلا ستایي  نو د دې مرغلرې او یاقو ت مدح کوي، نه حمد. نو دا جوته ده چې مدح له حمد څخه اعم ده.

د توپیر دویمه وجهه: مدحه کله له احسان څخه د مخه وي او کله له احسان څخه وروسته، خو حمد تر احسان وروسته وي.

د توپیر درېیمه وجهه: مدح کله منهي منه وي ، لکه رسول الله علیه الصلاة وسلام، ویلي: {احثوالتراب فی وجوه المداحین}. خو حمد مطلقآ مآمور به دی، رسول الله علیه السلام ویلي {من لم یحمد الناس لم یحمد الله}. 

د توپیر څلورمه وجهه: مدح هغه ستاینه ده چې په فضایلو کې په یو ځانګړي فضیلت پوري ځانګړې نه وي، خو حمد په یو ځانګړي فضیلت پوري مختص وي، چې دا فضیلت د انعام او احسان دی، نو جوته ده چې مدح له حمد څخه اعمه ده او د حمد او شکر تر مینځ توپیر دا دی چې حمد د هغه چا کولای شي چې انعام یې کړی وي. له تا سره وي که له بل کوم سره وي، خو شکر په هغه انعام کېږي چې له تا سره شوی وي، نو مختص دی په انعام پوري چې له تا سره شوی دی. چې په دې پوه شوې نو موږ وایو

مدح، د ژوندی او نا ژوندي دواړو کېږې او هم د فاعل مختار او د غیر فاعل مختار کېږي، نو که څوک ووایي {المدح لله} نو له دې مدحې څخه دا نه معلومېږي چې الله مختار فاعل دی. خو که یې وویل {الحمدلله} دا دلالت پر دې دی چې دا حمد، ویونکی په دې اقرار کوي چې الله موجب بالذات نه دی، لکه چې فلاسفه وایي بلکه الله مختار فاعل دی او دا هم وایو چې {الحمد لله} اولی دی د {الشکرلله} څخه ځکه چې {الحمد لله} ستاینه د الله ده په هر انعام سره چې له ده څخه دا انعام صادر شوی دی او بل چاته رسېدلی دی خو {الشکرللههغه ستاینه ده چې په سبب د انعام وي چې دا انعام شکر ویونکي ته رسېدلی وي او په دې کې شک نه شته چې لومړی افضل دی. ځکه چې دا داسې کېږي لکه بنده ووایي چې ماته برابره ده که دا انعام دې راکړ او که دې رانه کړ، خو ستا انعام ټولو عالمونو ته رسېږي او ته د عظیم حمد مستحق یې.

ویل شوي دي: حمد په دې کېږي چې الله کومه بلا دفع کړي ده او شکر په دې کېږي چې الله کوم انعام کړی. که وویل شي چې نعمت په ورکړه کې ډېر دی له نعمت څخه د بلا په دفع کې. نو ولي یې دا ډېر پرېښود او دا لږ یې یاد کړ؟ موږ وایو په دې کې څو وجهې دي:

لومړۍ وجه: دا ده لکه چې بنده ووایي چې زه په نعمتونو کې په لږ نعمت شکر کوم نو په ډېر به یې څرنګه نه کوم

دویمه وجه: دا ده چې منع غیر متناهي ده او اعطاء متناهي ده. نو پر دفع کیدلو د هغې بلا چې پای نه لري شکر کول اولی دی.

درېیمه وجهه: دا ده چې دفع د ضرر اهم دی د نفعې له جلب څخه نو ځکه یې مخکې کړ.

{الحمدلله} ابلغ دی له {احمدلله} څخه

په دې باره کې چې {الحمدلله} ابلغ دی.

له {احمدلله} څخه څو فواید دي:

لومړۍ فایده: الله نه دي ویلي چې {احمدلله} خو ویلي یې دي چې {الحمدلله} او دا دویم عبارت په څو وجهو له لومړي عبارت څخه اولی او ښه دی.

- لومړۍ وجهه: که یې ویلي وای: {احمدلله} دا ور څخه ښکارېده چې دا ویونکی په خپل حمد قادر دی، نو ولي یې وویل: {الحمدلله} دا {الحمدلله} دا ښکاره کوي چې الله د حامدانو له حمد څخه او د شاکرانو له شکر څخه د مخه محمود او مشکور دی. که څوک حمد او شکر ووایي او که یې ونه وایي، خو الله له ازل څخه تر ابده پوري محمود اومشکور دی، په خپل قدیم حمد او شکر باندې.

دویمه وجهه: دا ده چې د {الحمدلله} معنی دا ده چې حمد اوثناء د ده حق او ملک دی، ځکه همدی د ډېرو ورکړو او ډېرو نعمتونو خاوند دی چې خپلو بنده ګانو ته یې ورکوي. که ویلي یې وای چې: {احمدلله} دا عبارت د حمد په دې دلالت نه کوي چې الله په خپله د حمد مستحق دی.

دا ښکاره ده چې هغه لفظ ښه دی کوم چې د حمد په دوام او استمرار دلالت کوي، له هغه لفظ څخه چې یو شخص د ده حمد وایي

درېیمه وجهه: که یې ویلي وای {احمدلله} نو حمد یې ویلی دی. خو په هغه توګه چې دی یې وړی دی او چې ویلي یې دي: {الحمدلله} نو دا داسې کېږي چې ویلي یې دي، زه څوک یم چې د ده حمد وویلای شم؟ ځکه دی د حامدانو د حمد محمود دی. مثال یې دا دی:

که له تا څخه پوښتنه وشي. آیا فلانی پرتا نعمت دی کړی؟ نو ته په ځواب کې ووایې هو! نو تا یې حمد ویلی دی خو ضعیف حمد دي ویلی دی او که ووایې چې د ده نعمتونه د ټولو وګړو له پاره وي. نو په دې عبارت تا د ده ډېر کامل حمدونه وویل.

څلورمه وجههدا ده چې حمد عبارت دی له هغه صفت چې له زړه څخه وي او دا په دې باندې اعتقاد دی چې دا محمود د فضیلت خاوند، منعم او د تعظیم او جلال خاوند دی. چې کوم وګړي ووايي: {الحمدلله} له دې سره چې په زړه کې  یې حمد وي، او که نه وي نو دی ریښتونی دی، ځکه چې معنا یې دا ده چې حمد د الله حق او ملک دی. که دا حمد ویونکی غافل وي او که پوه وي . نو دا ثابته ده چې {الحمدلله} ویل اولی دي له دې څخه چې ووایي {احمدلله} او مثال یې زموږ دا قول دی: {لااله الا الله} ځکه په دې قول کې دروغ نه راځي. په خلاف د دې قول چې وایي {اشهد ان لااله الا الله} ځکه ممکنه ده چې دا ویونکی په خپل دې قول کې کاذب او دروغجن وي. نو له همدې امله الله  د منافقانو د تکذیب په باره کې ویلي دي چې {والله یشهد ان المنافقین لکاذبون} او د همدې سِر اوراز له کبله یې په اذان کې په دې قول امر کړی چې {اشهد} او بیا یې خبره په دې پای ته رسولي ده چې {لااله الا الله}.

په {الحمدلله} کې د لام معنی:

دویمه فایده: په {الحمدلله} کې {لام} ډېرې وجهې لري:

لومړۍ وجهه: وړ اختصاص دی. لکه چې ته ووایې: {الجل للفرس} ځل خاص داس له پاره دی. نو د الحمدلله معنا دا ده چې حمد خاص د الله دی.

دویمه وجهه: ملک یعني څښتنتوب دی، لکه چې ته ووایې: {الدار لزید} دا کور خاص د زید دی نه د بل چا.

درېیمه وجهه: د الله قدرت او استیلا ده، لکه چې ته ووایې: {البلد للسلطان} دا ښار د سلطان دی نه د بل چا. لام، په دې عبارت کې چې {الحمدلله} دا یادې شوې درې واړه وجهې راځي. که دا معنی واخیستل شي چې یوازې الله، د حمد وړتیا لري. نو دا خو یوه ښکاره خبره ده چې د حمد وړ یوازې الله دی او بل څوک دا وړتیا نه لري . دا هم ښکاره ده چې الله د هر څه مالک دی، نو واجب ده چې الله د حمد ویونکو د حمد خاوند او مالک دی. که د حمد معنی استیلاء او قدرت واخیستل شي نو الله د استیلاء او قدرت خاوند دی، ځکه چې الله واجب لذاته دی او پر ته له الله څخه نور ټول شیان ممکن لذاته دي، د ده له پاره {الحمدلله} دا معنا لري چې د حمد وړتیا یوازې هم دی لري نه بل څوک. د {الحمدلله} معنا دا ده چې هم دی د قدرت او برلاسۍ خاوند دی نه بل څوک.

درېیمه فایده: درېیمه فایده دا ده چې {الحمدلله} اته توري لري او د جنت هم اته دروازې دي، نو څوک چې په پاک زړه دا اته توري ووایي، دا ویونکی د اتو واړو دروازو مستحق دی.

څلورمه فایده: دا ده چې {حمد} مفرد لفظ دی چې د تعریف توري ور سره مل شوي دي او {الحمد} ترې جوړ شوی دی او په دې باره کې دوه قوله دي.

لومړی قول دا دی چې الله معلوم او معهود دی، نو حمد یوازې د همده حق دی چې معهود دی. که دا {لام} د معهود له پاره نه دی نو بیا همدا {لام} د استغراق له پاره دی، ځکه که د استغراق له پاره هم نه شي نو کلام به مجمل پاتي شي.

دویم قول دا دی چې دا {لام} عموم نه افاده کوي او یوازې ماهیت او حقیقت افاده کوي. نو په دې صورت کې چې لام د ماهیت او حقیقت د افادې له پاره شي نو وایو چې که د {الحمدلله} په باره کې لومړی قول واخلو نو داسې معنا ورکوي چې چېرته چې حمد او ثنا ده دا ټول د الله حق او ملک دی. نوپه دي مهال دا په کار ده چې وویل شي چې له الله څخه پرته هرڅه د حمد او ثناء مستحق نه دی. که دویم قول واخلو، نو معنا یې داسې کېږي چې د حمد ماهیت د الله تعالی حق او ملک دی. دا عبارت بیا داسې معنا ورکوي چې د دغه ماهیت او حقیقت افراد یعني ټول حمدونه یوازې د الله دي او بل مستحق نه لري.

نو په دواړو قولونو دا ثابته شوه چې {الحمدلله} یوازې الله له پاره دی نه د بل چا له پاره. که څوک ووایي چې منعم، د هغه د حمد مستحق دی چې نعمت ورکول شوی دی، استاد د هغه د شاګرد د حمد مستحق دی او عادل سلطان د رعیت د حمد مستحق دی. رسول الله ویلي دي: {من لم یحمد الناس لم یحمدلله}.

موږ په ځواب کې وایو: چې که هر څوک پر کوم چا باندی انعام وکړي په حقیقت کې منعم یوازې همدا الله دی، ځکه که الله تعالی د دغه بنده په زړه دا د انعام کولو داعیه نه وای پیدا کړی نو بیا دي بنده دا انعام نه شو کولی. نو دا ثابته ده چې اصلي او حقیقي منعم او ورکوونکي الله تعالی دی.

پنمځه فایده: دا چې الله وایي {الحمدللهله دې عبارت څخه دا ښکاري چې محمود یوازې همدغه خدای تعالی دی چې عقل هم همدا وایيدا خبره په څو وجوهو بیا نېدلی شي.

لومړۍ وجهه: دا ده چې الله تعالی د بنده په زړه دا دانعام داعیه نه وای پیدا کړي نو ده دا انعام نه شو کولی او که الله تعالی دا نعمت چې دې منعم بنده باندې د انعام نه شو کولی او دې منعم له دې انعام څخه ګټه نه شوای اخیستلای. نو له دې څخه دا ښکاره ده اصلي منعم یوازې الله تعالی دی.

شپږمه فایده: د الله دا قول {الحمدلله} لکه څرنګه چې دلالت کوی پر دې چې پرته له الله څخه بل داسې محمود نه شته او عقل هم دا وایي چې دا خبره په څو وجهو بیان شوي ده.

لومړۍ وجهه: دا ده چې که الله تعالی د دې منعم په زړه کې دا د انعام داعیه نه وای پیدا کړي نو ده دا انعام نه شو کولی نو اصلي منعم یوازې الله دی.

دویمه وجهه: هر څوک چې بل چاته انعام ورکوي نو دا انعام ورکوونکی له هغه بل څخهچې انعام یې ورکړی دی بدل غواړي چې دا بدل یا ثواب دی ، یا ثناء ده ، یا د حق حاصلول دي او یا ځان د بخل نه خلاصون دی. د بدل غوښتونکي انعام ورکوونکی نه دی نو د حمد مستحق هم نه دی.

خو الله تعالی په خپل ذات کې کامل دی او داسې کامل نور کمال نه غواړي، ځکه چې داسې کمال غوښتل تحصیل د حاصل دی، او تحصیل د حاصل باطل، عبث او محال دی. نو د الله ورکړه او انعام پاک سپېڅلی  جود او احسان دی. نو ځکه الله تعالی د حمد مستحق دی نو دا جوته ده چې دا حمد یوازې د الله له پاره دی نه د بل چا.

درېیمه وجهه: نعمت له موجودو  نعمتونو څخه دی او هر موجود  نعمت ممکن الوجود دی او هر ممکن الوجود الله تعالی موجود کړی دی، لکه چې په خپله الله تعالی وایي {ومابک من نعمة فمن الله} او د حمد معنا ثناء ده پر انعام باندې. نو هر کله چې انعام یوازې الله تعالی کولی شي نو یوازې همدی د {الحمدلله} مستحق دی.

څلورمه وجهه: نعمت په درې څیزونو بشپړېږي، لومړی دا چې نعمت هغه څیز دی چې ګټه ولري او له نعمت څخه یو پوه او ژوندی ګټه اخیستلای شي او دا چې کوم څوک پوه او ژوندی دی. دا پوهه او ژوند هم د الله تعالی ورکړه ده. دویمه دا چې منفعت کامل نعمت نه شي کېدلای مګر پر دې نعمت کېدلای شي چې کوم ضرر او غم په کې نه وي او له ضرر او غم څخه د منافعو خلاصون هم د الله تعالی کار دی درېیم دا چې نعمت هغه مهال کامل نعمت ګڼل کېدلای شي چې د بندېدلو له ډاره په امن او خوندي وي او له ډار څخه د نعمت خوندي ساتل هم د الله کار دی. کله چې داسې ده نو ښکاره ده چې بشپړ نعمت الله ورکولای شي ځکه خو همدا الله تعالی د کامل حمد مستحق دی، نو دا سمه ده چې وویل شي {الحمدلله}.

اوومه فایده: څرګنده ده چې حمد د هغه چا مدح ده چې هغه منعم او لورېدونکي دي. څوک چې په نعمت پوه نه وي نو داسې وګړي په حمد او شکر ویلو مکلف نه دی. انسان د الله له حمد او شکر کولو څخه عاجز دی چې د ده د عاجزۍ وجهي دا دي.

لومړۍ وجهه: الله انسان ته ډېر نعمتونه ورکړي دي چې عقل ور باندې نه شي پوهېدلی ځکه چې ډېر دی. لکه چې الله تعالی وایي {ان تعدوا نعمة الله لاتحصوها} او کله چې انسان د الله نعمتونه نه شي شمېرلی نو همدارنګه حمدونه او شکرونه هم ډېر دي.

دویمه وجهه: انسان هومره حمد او شکر ویلی شي چې الله یې د ویلو قدرت ور کړی وي. کله چې الله تعالی د ده په زړه کې د دې حمد او شکر داعیه پیدا کړي د حمد او شکر عوایق او حوایل یې له مخې لیري کړي چې دا ټول د الله له لوري انعامونه دي. انسان د دومره حمدو او شکرونو د ویلو طاقت نه لري مګر که الله ورباندې خپل عظیم نعمت نازل کړی او طاقت یې ورکړی، چې پر دې نعمت هم شکر واجب دی . په دې توګه دا دومره ډېر حمدونه او شکرونه نه شي اداء کولی ځکه چې بې نهایته دي او دا محال کار دی چې بې نهایته حمدونه او شکرونه ووایي او پر محال پوري موقوف محال دی نو انسان هغه شکر او حمد نه شي کولی چې الله یې وړتیا لري. د ده د ناسېکۍ او عجز وجوه دا دي:

لومړۍ وجهه: پر انسان باندې د الله نعمتونه ډېر دي چې د ده عقل دا سېک نه لري چې دا نعمتونه وشمېرلای شي. لکه چې په خپله الله تعالی وایي {ان تعدو نعمة الله لاتحصوها} او کله چې وګړي د الله تعالی نعمتونه نه شي شمېرلای نو د دغو نعمتو په مقابل کې له شکر او حمد څخه هم بې سېکه او عاجز دی او هغه حمد او شکر نه شي ادا کولای، چې الله یې وړتیالري.

دویمه وجهه: وګړي هغه مهال د الله تعالی حمد او شکر ادا کولای شي چې الله د حمد او شکر سېک او قوت ور کړي او په زړه کې یې دا مینه واچوي چې د الله تعالی حمد او شکر وکړي او هغه مهال د الله تعالی حمد او شکر کولای شي، چې الله یې له مخې څخه د حمد او شکر موانع لیري کړي.

نو دا ټول امکانات د الله تعالی انعام دی چې شکر ورباندې واجب دی.نو وګړي دا شکر او حمد هغه مهال پوره کولای شي چې بې نهایته شکر اوحمد وکړي او دا راز شکر اوحمد کول محال دی او په محال پوري موقوف هم محال دی. نو وګړی هغه راز شکر او حمد نه شي کولای چې د الله تعالی له شان سره وړتیا لري.

درېیمه وجهه: شکر او حمد دا نه دی چې وګړي په خوله ووایي چې {الحمدلله} بلکه باید حامد دا علم او پوهه ولري چې الله تعالی د دې راز حمد او شکر مستحق دی. خو وګړي د الله تعالی د کمال او جلال د عظمت څخه بې سیکه او عاجز دی. څوک چې بې سېکه او عاجز وي نو هغه په سمه توګه د الله حمد او شکر نه شي کولای.

څلورمه وجهه: حامد او شاکر دا ګمان کوي چې ده ګوندي د الله پوره حمد او شکر ادا کړی دی، دا راز حمد او شکر چې له الله تعالی سره وړ وي ناممکن دی په څو وجوهو باندې چې یوه وجهه یې دا ده چې د الله نعمتونه ډېر دي چې ادا کول یې په یو لفظ ناممکن دی. بله وجهه یې دا ده چې که څوک دا باور ولري چې د ده حمد او شکر د الله له نعمتونو سره برابر دي نو په دې باور باندې دا شاکر او حامد مشرک شوځکه خو یوه پوه، چې واسطې نومېږي، ویلي دي چې {شکر کفر دی}. 

درېیمه وجهه: دا ده چې وګړي په هرڅه کې الله تعالی ته اړتیا لري او خپلواک نه دی او الله د حامدانو او شاکرانو حمد او شکر ته کومه اړتیا نه لري. نو څرنګه به وګړي د الله تعالی حمد اوشکر وکړای شي؟

د دغو وجوهو له مخې دا ثابته ده چې بنده د الله تعالی حمد او شکر نه شي کولای. ځکه الله تعالی بندګانو ته نه دي ویلي چې {احمدو الله} د الله تعالی حمد ووایئ. ځکه چې دا چاره د دوی له لاسه پوره نه ده او الله ویلي {لایکلف الله نفسآ الاوسعه} او چې بنده ووایي {الحمدلله} نو ده دا وویل چې د  ټولو حمدونو اوشکرونو وړ او مستحق یوازې الله تعالی دی. که وګړي دا حمد او شکر ویلی شي او که یې نه شي ویلای الله په خپله د خپل ځان حامد او شاکر دی. د بل چا حمد او شکر ته اړتیا نه لري، داود علیه

نجیب منلی

-
بېرته شاته