(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جمرود په لور

[04.Jun.2020 - 14:20]

'د جمرود په لور"

څهء چې په تا شوي مقدره دي 

 ښه ده چې په ټوله دنیا نهء کیږي   (مقدر شاه مقدر)

لیک : زاهدخان شېدا

 

نن د خپلو ادبي ملګرو اقبال حسین احساس،  حمایت الله صابر او نصیر اچین خیل سره راقم الحروف د مقدر شاه مقدر خوا له ورغلي وو څوک چې د یو مودې نه ناروغه دے او د سختو ستونزو سره مخ دے کله مو چې دهغهء در ته د تلو اراده وکړه نو د هغهء دغه شعر راته یاد شو چې هغهء ډیر پخوا لیکلے وو 

څهء چې په تا شوي مقدره دي 

 

او نن په مقدر په رښتیا څهء شوي دي هغه نن ډیر بدل وو هغه اوس هغه مقدر پاتې نهء دے د هغهء د ژوند نه خواږهء او د مخ نه سرهء ناروغۍ تروړلي دي هغه نن مونږ سره ناست وو خو د ځان نه ورک وو د هغهء په شونډو نن هغه مسکا نهء وه نهء د هغهء د اواز هغه ترنم وو لکه چې چا د وخت نغمې ته په مرۍ زور کړي وي رښتیا خبره ده چې روغ صحت لويي نعمت دے ځکه خو رحمان بابا وئیلې دي 

 

خداے هله سړي ته یاد شي چې درمند شي

کمه نهء ده درمندي له عبادته

 

هغه مقدر چې صرف د جمرود ادبي محفلونه پرې ودان نهء وو بلکې ټول پښتون وطن کښې يي د جمرود ادبي حاضري لګولي ده او د خپلو مشرانو ادبي کاروان يي روان ساتلے دے د خپلې خاوري کشران يي نهء یواځې تربیت کړي بلکې د مختلفو علاقو ادبي خلقو سره يي متعارف کړي هم دي خو نن د مقدر د اواز په خاموشۍ په دغه ټوله علاقه د مایوسۍ فضا جوړه ده دا خاموشي ماتول د مقدر صاحب ترنم غواړي خو په هغه غږ نن خپسه ناسته ده هغه کوشیش کوي خو د هغهء غږ هم هغهء سره لکه د ادبي ملګرو او شاګردانو مرسته نهء کوي هغه نن یواځې دے هغهء پسې اوس څوک کور ته نهء راځې چې راځه د رحمان بابا په مزار مشاعره ده نهء اوس څوک د هغهء ګپ پاتې دي ځکه خو هغهء ته ژوند نه بلا جوړه ده نن هغهء ته د یارانو او شاګردانو ضرورت دے خو هغه ټول ناوزګاره دي که نه د هغهء په یاد کښې د غونډې په انتظار دي مونږ پښتانهء رښتیا مرده پرست یو په ژوند د یو بل دښمنان یو او د مرګ نه پس د یو بل په صفتونو نهء مړیږو باید نور د مرده پرستۍ دا دستور ختم شي او د زنده پرستۍ روایت شروع شي چې بیا څوک لکه د محمد اکبر خادم په دې وینا نهء مجبوره کیږي چې 

 

ژوندے قام تل ښکلوي د شاعر ولے 

مړهء قامونه ښکلوي د شاعر څلے

 

په خوشحال پسې نن هاغه خلق ژاړي

چې د چا نه وو تیراه ته تختیدلے 

 

دا ادب دا تړون او رشته صرف تر واه واه او مشاعرو محدوده ول نهء دي پکار باید په هره علاقه کښې شاعران ادیبان منظم شي او خپلو مشکلاتو د حل د پاره په خپله د یو بل ملاتړ جوړ شي او هم دا اصل پښتو ده که مونږ د یو بل په کار نهء راځو نو صرف پښتو لیکل مشاعري کول او کتابونه چاپ کول پښتو نهء ده مونږ به یو بل سره په حقیقت کښې ودریږو نن مقدر صاحب ته د مینې او خدمت ضرورت دے مونږ که هغه دغسې یواځې پریښو او ناسته مو ورسره ونکړه نو دا تنهايي د هغهء خاموش دښمن دے او هغه د اجمل خټک صاحب خبره چې 

 

وخت به درنه داسې لیونې ګوري بیا هم غواړي

 

هغه مقدر چې په خپل پورته شعر کښې يي پخوا انکشاف کړے دے چې په تا څهء شوي دي ښه ده چې په ټوله دنیا نهء کیږي هغه په خپله خو غمژن دے خو د دنیا خیر غواړي ځکه چې په دنیا کښې د هغهء یاران او خپلوان دي او هغه په انسانیت مئین دے ځکه ټوله دنیا د غم نه لرې غواړي دغه د شاعر عالمګیر فکر دے دغه يي د انسانیت دوستۍ ښکاره ثبوت دے مقدر شاه مقدر نهء یواځې داچې یو ښهء شاعر ادیب دے بلکې یو ښهء انسان هم دے هغه بوټې چې د ادب په زمکه دهء کرلي دي هغه به اوس ګورې ونې وي او مقدر نن د وخت په سور نمر یواځې ولاړ دے هغهء ته نن د سیورې ضرورت دے هغهء ته نن د دوا او دعا سره سره د مینې او څو خبرو ضرورت دے هغهء ته د خپلوي احساس ورکول د وخت اهمه تقاضه ده او د هغهء نه لارې بیلول هغه د مایوسۍ په سیلاب لاهو کول دي څنګه چې هغهء ټول عمر پښتو سره مینه کړي ده داسې نن هغهء سره د مینې په بدل کښې مینه کول پکار دي ځکه چې هغه نن زمونږ په ملاقات ډیر خوشحاله شو رنګ يي بدل شو په شونډو يي خندا خوره شوه 

 

د نن نه څو کاله مخکښې مونږ د مقدر صاحب په وینا د محمد نور د ځوي د وادهء په شپه مشاعري له تلي وو زهء وم شهاب عزیز ارمان وو امان الله خلیل وو ډاکټر ګلفام وو یار حسین ساحل صیب وو او نور ملګري وو فضل ربي قیس نظامت کولو ښائسته مشاعره وشوه او بیا په کوټه کښې د ټنګ ټکور محفل ساز شو هلته چې مقدرصیب کوم سُر ولګولو نو ماته معلومه شوه چې دې خو په سُر هم پوهه لري خوندوره شپه وه هغه د خاطر خبره چې

 

داسې بله شپه به په نصیب سره راځې

په عمر کښې راځې خو د رقیب سره راځې

 

زاهدخان شېدا

۳۱/۵/۲۰۲۰نېټه

پښتو اصلاحي ادبي تحریک پېښور

-
بېرته شاته