(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند رشاد دتارېخ لیکنې...

[28.May.2020 - 16:23]

علامه پوهاند رشاد د تارېخ لیکنې په ډګر کښې

ليکوال  : پوهنوال رسول باوري                                                

تر دې مهاله  زيات شمير پوهانو ، څيړونکو اوليکوالو د علامه رشاد پر علمي شخصت  ليکني  او څيړني کړيدي . او د څيړنو دا لړۍ لا روانه ده  . يوشمير پوهانو د علامه رشاد تخليقي اثارڅيړلې او په هغو کي يې د نوښت  غښتلۍ څرک موندلۍ دۍ ، يوشمير څيړونکو د استاد ادبي څيړنو ته پام کړۍ او په هغو کي يې د علامه رشاد ځواکمن دريځ جوت کړيدۍ  او همداشان په ژبپوهنه ، کلتور پوهنه ، متون پوهنه او د پوهي په نورو ډګرونو کي  يې د علامه اکادميسن پوهاند رشاد ونډه جوته کړېده . زه په دې لنډه ليکنه کي علامه رشاد د يوه  مورخ په توګه را يادوم اوور سره يوځای  هغو ځانګړنو ته  د درنولوستونکو پام اړوم چي د معياري تاريخ ليکني بنسټيز ارونه دي  .                                       

 د تاريخي اثارو د پيژندني او د هغو په اړه د رايې  څرګندوني لپاره   تر ټولو  لومړنۍ پړاو د هغه تاريخي اثر د ليکوال  او يا  مورخ  د ذهنيت  او ليد لوري  پيژندل  او  پوهيدل  دي .  چي  نوموړۍ  مورخ کومو اندونو او ځانګړو افکارو ته  ژمن  او يا لږ تر لږه  له هغو څخه  اغيزمن  شوۍ  دۍ   . علامه رشاد هم د نورو مورخينو په څير  ليد لورۍ او د خپلو تاريخي ليکنو لپاره يې  معنوي مودل او ذهني لارښود درلود ، هغسي چي استاد رشاد د لودي پښتانه نومي  اثر په سريزه کي ليکي : ((  په نړۍ کي له لرغونو زمانو  دادوددۍ چي ملکونه ، اولسونه ، کامونه ، کورنۍ ، او حتی شخصيتونه  لوړيږي ، ځوړيږي ، ودانيږي ، ورانيږي  وړيږي ، واک مومي ، بيواکه کيږي ، ژوند مومي او محوه کيږي ، دا ټولي اوښتني ( تغييرات ) ځانته سببونه لري ، د دغو سببو نو پلټنه او ګرويږنه  او د هغو د اغيزو او نتائجوڅيړل او شنل د تاريخ غايه ده ))

 

 دا د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر مورخ او فيلسوف  ابن خلدون  نظريه ده  . نوموړي  په اتمه هجري پيړۍ کي ژوند کاوه  ، په تونس کي وزيږدۍ ، بيا يې دد ژوند تر ورستيو کلونو د الازهر پوهنتون کي د الهاياتو ، فلسفې او اسلامي تاريخ  داستاد په توګه دنده تر سره کول  . د ابن خلدون څخه په لسګونو تاريخي ، فلسفي او ديني کتابونه په ميراث پاته دي ، خود ( د ابن خلدون مقدمي ) په نوم اثرنړيوال  شهرت ګټلۍ دۍ ، په دې اثر کي د تاريخ او ټولنپوهني په تړاو دنوموړي  اندونه خپاره شويدي .  د ابن خلدون  نظرياتو  نه يوازي د اسلامي  نړۍ  دمورخينوپر افکارو  اثر ښندلۍ ؤ ، بلکي د نړۍ پر بيلا بيلو فلسفي او تاريخي ذهنيتونو يې داسي اغيزي پريښي ،  چي يوشمير يې متاثره کړي  اويو شمير نورو بيا د خپلو افکارو د تدوين   لپاره د منځپانګي تر بريده ورڅخه ګټه پورته کړيده ، چي په لويديځه نړۍ کي  د بيلګي په توګه  نامتو ټولنپوه اګست کنت   او په ځانګړي ډول  د شلمي پيړۍ  انګليسي نامتو مورخ او فيلسوف  ارنولد تايبې يادولای شو چي په علمي کړيو کي يې د (( تمدنونو د انحطاط فيلسوف  )) په نوم زيات شهرت وګاټه . د ټولني دايروي وده چي د ابن خلدون له نظرياتوڅخه  راپيل شويده ، په اوس مهاله بيلا بيلو ايز مونو، سياسي او ټولنيزو مسلکونو کي په يوه يا بل ډول کارول کيږيعلامه رشاد هم  د ابن خلدون نظريو ته ژمن پاته شوۍ د تاريخ ليکني  هغه متود يې کارولۍ چي  ريښې او جرړي يې  د ابن خلدون  په نظريو کي له ورايه څرګندي دي  .               

ډيرو شننوکو  د علامه رشاد په اړه داخبره منلې   چي هغه هيڅ يوه کرښه د کاغذ پر مخ نه راکښل  څوچي د هغې په اړه به  يې باور او ډاډ نه وای  حاصل شوۍ . همدا وينا داستاد علامه رشاد  د نورو ټولنيزو علومو تر څنګ په تاريخي څيړنو کي هم  په پوره وړتيا  څرګنده ده . د علامه رشاد څخه په زيات شمير تاريخي ليکني د ادب او ژبپوهني په  تړاو را پاته دي ،چي د بيلګي په توګه ، ډيلۍ د پښتنو په وخت کي سريزه ؛ در باره نظامنامه اکبري و ناظم ان ؛ کوروش خون اشام  ،د قيصه خوانۍ خونړۍ پيښه ، څوارلس کلن غازي حاتم او زيات شمير نور داډول خپاره شوي اثاريادولای شو  ، خو زما د دې ليکني لپاره د علامه رشاد دنورو تاريخي کتابونو څخه    د لودي پښتانه  په نوم تاريخي اثر  چي  د ٤٢٥ پاڼو په لرلو په هند کي د لودي کورنۍ بشپړ تاريخ دۍ ، او هم مي  د يوې بيلګي په توګه د نورو تاريخي مقالو څخه  په لس مقالې نومي کتاب کي  د (( دکرلانيو پاچا هي کورنۍ  )) د بحث لپاره ټاکلي دي .

په تاريخي اثارو کي هغه ليکنه يا کتاب د زيات باور وړ ګرځي چي د تاريخي څيړنو ټول ارونه پکښي کارول شوي  وي . د دې ارونو څخه يو هم د باوري منابعو  او لاسوندونو څخه ګټه اخيستنه ده چي د پيښو د تصديق او سپيناوي لپاره  کارول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه او هم د کرلانيو پاچاهي کورنۍ په اړه د هري پيښي او هري وينا لپاره لاس وند وړاندي کړي او هره وينا يې د ماخذ په مرسته د منلو وړ ګرځولې ده . د دې ادعا د ثبوت  لپاره د لودي پښتانه  ، تاريخي  اثر  د متن هره پاڼه لوستونکي  ته د ډاډ څرګند  لاس وند دۍ . د بيلګي په توګه  :  په  ٧٩ نه اويا يمه پاڼه کي   چي د سلطان بهلول د رسيدلو په اړه سرليک پيل کيږي ورسره سم د بيلا بيلو ماخذ ونو او لاسوندونو ياودنه کوي   ، د خورشيد جهان ؛ مرقع افغان  ؛ شوکت افغان  د اثارو بيلا بيلي پاڼي را يادوي  ، چي  د نوموړي مطلب د کره کولو لپاره  تر ټولو ډاډمن اخځونه دياو دا ميتود  د لس مقالي نومي اثر په بيلا بيلو برخو کي هم  په پوره ځير تيا کارول شويدۍ .

د برلاسو  تاريخي څيړونکو يوه ځانګړ تيا دا ده چي د پيښو پر مهال  ليکل شويو اثارو ته پوره پام اړوي او د لومړي لاس منابعو په توګه  د هغو اثارو څخه زياته ګټه پورته کوي چي د پيښي مهال ته نږدې او يا پر يوه مهال وي ، پوهاند  رشاد هم د بر لاسو مورخينو په څير د لودي پښتانه په اړه  زيات هغه اثار او منابع کارولي چي د هغه مهال ليکوالو ليکلي دي ، لکه  مسالک الممالک ( اصطخري ) کتاب الهند ( البيروني ) زين الاخبار ( عبدالحۍ ګرديزي ) حدودالعالم ، تزک بابري ( بابر نامه : اودخان خان )طبقات ناصري  ( جوزجاني ) اوداسي  په لسګونو ، نور يادولای شو .

په تاريخي څيړنو کي يوه بله  ستره ځانګړتيا دا ده چي د يوې ادعا لپاره د يوه ماخذ  وړاندي کول بس نه دي ، لاس بري مورخين د يوه لاسو ند پر ځاي د ډيرو لاسوندونو پيدا کولو او وړاندي کولو ته پام کوي او زيار باسي چي د خپلي ادعا د سپيناوي لپاره څو ماحذونه وړاندي کړي او يا د يوه ماخذ د تصديق لپاره نور ماخذونه  وښئي . علامه رشاد هم د همدې ميتود څخه په لودي پښتانه  نومي اثر کي او هم په لس مقالې نومي کتاب کي  ، کار اخيستۍ دۍ . د لودي پښتانه په ١٤٩ مه پاڼه کي چي د جونپور دريمه جګړه را يادوي او په لمن ليک کي د هغه مبارک خان سپيناوۍ کوي چي په دې جګړه کي  ښکيل دۍ ، او وايې چي دا د ماخذونو په حواله هغه مبارک خان نه دۍ چي د مبارک خان لواڼي په نوم پخوا ياد شويدۍ ، بلکي دا د مونجي خيلو لودي کورنۍ اړوند يوه بل مبارک خان دۍ .(پاڼه  ١٤٩ لودي پښتانه )

اکادميسن علامه رشاد په هغه مقاله کي چي د کرلاڼيو پاچاهي تر سرليک لاندي يې خپره کړيده هم دا ميتود کارولۍ دۍ ، د بيلګي په توګه : د کرلاڼي  دنوم   څيړلو لپاره بيلا بيل لاسوندونه او منابع وړاندي کوي  او تر هغه بريده يې د لاسوندنو او اثارو کره کتنه کړيده چي په پر له پسې توګه يې يو ماخذ په بل ماخذ تائيد کړېدۍ ، او ان دا چي  طبعاتي تيروتنو ته يې  هم پام کړي او هغه يې يادي کړيدي ، لکه چي په لس مقالې  نومي اثر په ٣٦ پاڼه کي ليکي : د صولت شير شاهي په ١١٤ مخ کي چي سيد احمد مرتضی ليکلۍ او د عليګړ پوهتون له لوري چاپ شويدۍ هلته د تاج خان سره يوځای بواني ليکل شويدۍ ، چي دا چاپي تيروتنه ده . (  پاڼه ٣٦  لس مقالې )

د تاريخ د علمي يون دوه بنسټيز فکتورونه  د زمان او مکان يوالۍ دۍ ، هغه تاريخي پيښه چي زمان او مکان يې څرګند  نه وي دبشپړي تاريخي پيښي په توګه نه شميرل کيږي . د همدې اصل له مخي په ټولو تاريخي اثارو کي د پيښي ځای ښودل او د وخت څرګندتيا تر ټولو لومړۍ په پام کي نيول کيږي  . علامه رشاد په لودي پښتانه نومي کتاب کي په پر له پسې توګه دا اصل په پام کي نيولۍ او د هرې پيښي سره يې د وخت سپيناوۍ کړي او هم يې د سيمي او ځای  پيژندل شوني کړيدي  . د نوموړي اثر هيڅ يوعنوان او سر ليک بيله  څرګندي نېټې نه ليدل کيږي او ورسره د پيښي سيمه او ورشو هم جوته شويده . د بيلګي په توګه په ١٠٩ پاڼه کي د بهلولپور سرليک را يادوو : بهلولپور د خزينته الا صفی  په حواله سلطان بهلول ته منسوب دۍ ،  په ٩٣٢ هجري  کال چي کله  بابر مغل  د سلطان شهاب الدين غوري ودان شوۍ ښار سيال کوټ وران کړ نو يې د هغې سيمي اوسيدنکي بهلولپور ته وليږل . د بابر نامې په ١٦٦ مخ کي ليکل شويدي چي  د بهلولپور کلا د چناب د سين پر غاړه پرته ده . (   ١٠٩ پاڼه  ، لودي پښتانه ) .   

د ا  لنډه ليکنه په پوره روښانتيا دا برملا کوي  چي علامه رشاد هغسي چي د هيواد د ستر اديب او نامتو ليکوال په توګه پيژندل شويدۍ ، د هيواد په تاريخ ليکنه کي يې هم ستر لاس  درلود او د تاريخ د يوه عالم  په څيريې  هغه تاريخي پيښي  ،  تاريخي کورنۍ او يوشمير تاريخي کسان را پيژندلي چي  د هيواد دتاريخ لپاره يې پيژندګلوي اړينه  وه . او له نيکه مرغه استاد په پوره ځير تيا په تاريخي پاڼو کي د هغو تشو ډکولو ته زيار ايستلۍ چي د اوسني نسل  لپاره  يې پوهيدل اړين دي   .

دپام وړيادونه  :

په دې لنډه ليکنه کي د علامه رشاد  ((  لودي پښتانه  .  پښتو ټولنه . ١٣٣٦  .  )) او  ((  لس مقالې  . دولتي مطبعه  .    ١٣٦٧  )) سربيره د لاندي اخځونو څخه هم ګټه اخستل شويده ، چي د الفبا په ترتيب دي :

__ باوري ، رسول . د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرګندوني . د مقالو ټولګه . سلام ټولنه . ٢٠٠٢   .

__ ساپی ، ضمير .   تاريخ  چيست ؟  . پوهنتون کابل  . ١٣٥٤  .

__ شفا ، شجاع الدين .   مايه ،  بعد از هزار و چهارصد سال  . نشرات  زردشتيان  . ٢٠٠٤  .

__ فروغ السادات ، اخضري . تطابق عوامل انحطاط دول ابن خلدون  . دانشګاه تهران  . ١٣٧٧  .

__ مير حسين شاه  . تاريخ نويسي در شرق  . پوهنتون کابل  . پروګرام ماستري تاريخ  . ١٣٦٧

-
بېرته شاته