(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسپاسي

[10.May.2020 - 17:27]

اسپاسي  Aspasii

 لیک؛ یاز یوسپزی : د خاطر مانيروال لالا(ملي پاڅون) پهٔ مننه 

اسپاسي(ايسپزي) لهٔ هغه ټبرونو څخه يؤ ټبر دی چا چې پهٔ ګندهاره کې 326-327 م ز/ق م کال کې د ستر سکندر سره جګړه کړې وه*. د سکندر د فوج يوه برخه د کابل د سيند(درياے کابل) سره سره پهٔ لويه لاره لاړه* چې لرې جنوبي لارې ته د رسېدلو لپاره د کابل د سيند(درياے کابل) د ډېرو ګنده خړو څخه ورتېر شول، دغه لښکر اليشنګ ته ورسېدلو او لهٔ هغه ځای نه يوې داسې سيمې(اوسني لغمان او باجوړ) ته ننوتلو کومه چې پهٔ جزوي توګه د هند د جغرافيايې برخه ګڼلی شي  او څهٔ لږ ډېر هندي خلک پکې هم اوسېدل

اسپاسي(ايسپزي) د کوڼر د سيند پهٔ غاړه اوسېږي، کوم چې د پخواني پراخه (ائيرلينډ) پهٔ څېر ليدل کېږي، چې سرليک او پېژندليک يې هواسپه Hu-aspa يانې "ښهٔ اسپاله" يا "ښهٔ اسونه ساتونکي" کيږي. دا نوم سترابو Strabo او کورتيوس Curtius ورکړی دی* مګر ارين Arrian  يې د اوواسپله Euaspla د نوم سره يادوي چې د هواسپاله Hu-aspa  يوه بله يا اووښتې بڼه برېښي. د دې ټبر نوم پخپله هم د اس د نوم سره تړلی شوی دی چې د مشرۍ نوم يې اسپاسيانوس*  Aspasianus  دی، سترابو د دې ټبر متبادل نوم هيپاسي Hippasii  ښودلی دی. د ډېر وخت تېرېدو پهٔ وجه دا نوم خودبخود هيپاسي ته را اوښتی دی چې دغسې دا هم  د دغه نوم يوه بله بڼه وړاندې کوي*. 

د اسپاسي(ايسپزي) خلکو ورهاخوا پهٔ غوريانه  Gureaus کې د پنجکوړه سيند پهٔ غاړه غوريان/Guraei او د کوز سوات اساسينيان Assaceni پراتهٔ دي. اساسيني(اساکيني) پهٔ سنسکرت کې د اس د نوم سره تړل کېږي خو سترابو دغه نوم استاسيني Astaceni ښودلی دي. اسپاسي او اساسيني پهٔ بشپړه توګه دوه بېلې بېلې ټبرې ښودل شوې دي*. کېدای شي چې اسپاسي پهٔ مها بهارت کې ذکر شوي اسواکا * Aśvaka وي. د اس بيا بيا يادونه پهٔ دې مانا هېڅکله نهٔ دي چې ګنې دغه غرڅهٔ خلک دې خامخا اسپاله وو، شاهد چې دا نوم د دې خلکو د اس د عبادت کولو پهٔ وجه ؤ، ځکه چې دوی پهٔ يوه داسې سيمه کې اباد شوي وو کومه چې د اس  د پالنې لپاره وړ نهٔ وه*. 

اسپاسي(ايسپزي) د سيند غاړې ته نژدې کلي کې اوسېږي، د وروستيو وختونو د پښتنو پهٔ څېر به دوی هم غرونه د پناه اخستلو لپاره او د غرونو کندې کپرې او ګټان پهٔ جنګ کې د لاسبري لپاره د سنګر پهٔ توګه کارولي وي خو بيا هم دوی د سکندر د فوج پهٔ مخ کې پهٔ بشپړه توګه ماتې خوړلې وه. د اشوکا د غرني ډبرليک Rock Edict  پهٔ رڼا کې اسپاسي او د دوی ګاونډيان ګندهاله Gandhāla او (ګندهاريان) بلل شوي دي خو دغه ليک دا نهٔ ښايي چې دغه ازاد قبايل پهٔ ټوليزه توګه د بدهـ مت منونکي Buddhist وو او کهٔ نهٔ*.  

نوټ: د پورته څېړنې پهٔ رڼا کې د رګ ويد اسواکه او د يوناني تاريخ ليکونکو اسپاسي ټول پښتانهٔ نهٔ بلکې يوازې د نن زمانې ايسپزي دي. کهٔ مونږ ټول پښتانهٔ اسواکه وومنو نو بيا به د رګ ويد پکتاس/پکتوس چا ته وايو؟ داسې ښکاري چې پهٔ اسواکه يوازې د ايسپزيو ټبر او پهٔ پکتاس ټول پښتون قام ياد شوی دی(؟).

د همدې څېړنې تړون/لنک؛

http://www.iranicaonline.org/articles/aspasii-one-of-the-tribal-people-encountered-by-alexander-the-great-in-gandhara-327-26-b

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينې :

References:

*Arrian, Anabasis 4.23-25.

see A. Foucher, “De Kāpiśī à Pushkarāvatī,” BSOS 6, 1930-32, p. 343, map.

Strabo 15.1.26-27 and Curtius 8.10.22.

Polybius 5.79.7, a Mede in the Seleucid service; see Justi, Namenbuch, p. 46b so. F. Spiegel, IranischeAlterthumskunde, Leipzig, 1873, II, p. 564; cf. C. Lassen, Indische Alterthumskunde2, Leipzig and London, 1867, I, p. 502 .

as in Lassen, op. cit., I, pp. 1031-32.

tr. P. C. Roy, VI, Calcutta, 1887, p. 32; S. Sorensen, An Index to the Names in the Mahabharata, London, 1904, p. 8.

cf. the horse motif in the art of the Kafirs; see, e.g., K. Jettmar, Die Religionen des Hindukusch, Stuttgart, 1975, index.

 

Aśoka’s Rock Edict V. 4 (Corpus InscriptionumIndicarum, ed. E. Hultzsch, 1924, p. 87.

cf. W. W. Tarn, The Greeks in Bactria and India, repr. Cambridge, 1966, p. 170.

-
بېرته شاته