(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون ضد احصائېه

[27.Apr.2020 - 20:51]

د پـښتـون- ضـد  احصایـو  څـڼـډ

لیکډاکټر رحمت ربی ځیرکیا ر

سي. آې. أې. ته د ځیرکیار وړانـدیـز: ۱۱ نومبر ۲۰۱۵/۲۰لړم ۱۳۹۴

ما ځیرکیار  یوه څیـړنه تقریبَا دوه نیم کالونه وړاندې د ۲۰۱۳د اپریل په ۶ (وری ۱۳۹۲= جماد لاولی ۱۴۳۴) په اِیـنـټـرنیټ کې په دې سرلیک خپره کړې وهد سي. آی. أې. د حـقایقـو  د کتاب څیـړنه: د پښتون- دښمنې دسیسې څـڼــډې». بیا مې دغه څیـړنه د امریکې یو سناټـور ته ولیـږله چې له ډیر وخت راهیسې مې ورسره په امریکا کې د ټولنیزعدالت په اړه لیکلي تماسونه نیولي وو. دغه شان ما له دغه سناټور نه لیکلې هیله کړې وه چې د خپل دفتر له لارې زما د ۲۰۱۳  اپریل/وری ۱۳۹۲پورتنۍ څیـړنه  د امریکې د ولسمشر بارک اوباما، د سي. آې. أې. او د امریکې د نورو استخباراتي سازمانونو سره شـریکـه کړيد دې لپاره چې د ۲۰۰۱ له اکتوبر راهیسې د امریکې د حکومت له خوا د پښـتنو په ضـد  بـې عدالتي او جمعي جزا په بل مخ واړوي. ما  نـن (۳۱ اګیست۲۰۱۶= ۱۰  وږی ۱۳۹۵=۲۷ ذولقاعده۱۴۳۷) د  سي. آې. أې. د احصائیو پاس ذکر شوی کتاب(سي. آې. أې. وَرلـډ فَـکـټ بُوکبیا ولوست، او هلته مې  په افغانستان کې د قـومي احصائیو په عـوض دا «یـــادښـت» ولوست: «نـوټ: په افـغانستان کې د قـومونو د احصائیـو د حساسې موضوع په اړه اوسني احصائـیوي اطلاعات نشته، او د نظر پلټنې لپاره د جواب ورکوونکو په کوچنیو سمپَـلونو(نمونو) اتکا د قومي احصائیو د معلـوماتو لپاره ډاډ وړ لار نه دهاوس نو بایـد زه ځیرکیار دا موضوع راوسپـړم

د لوستونکـو بـاید دیـته پام وي چې سي. آې. أې.(  د امریکې مرکزي استخباراتو) د افغانستان د قومي جوړښت په اړه د ۱۹۹۲ له جولای (چنګاښ ۱۳۷۱لمریز=محرم ۱۴۱۳) راهیسې د پښتنو او د هغوی د ژبې احصائیې ډېـرې ټـیـټې ښودلې وېد سي. آې. أې. دا پـریکړه چې لومړی( په ۱۹۹۲ جولای/چنګاښ۱۳۷۱کې) د پښتنو قـومي احصائیې ډیرې ټـیټې و ښئ او بیا پخپله د پښتنو په  شمول  د ټولو قـومي احصائیو له ښودلونه ډډه وکړي، دوه نتیجې لري: لومړی دا چې دټولو قومي احصائیو نه ډډه کول، په افغانستان کې د قـومي احصائیو په اړه زما ځیرکیار د ذکرشوې  څیـړنې (اپریل ۲۰۱۳= وری۱۳۹۲) حقانیت  غښتلی کوي. دوهم دا چې سي. آې. أې. د نړۍ د واقعیتونو په کلني کتاب کې په څنګن (ضمني) ډول  د ۱۹۹۲ زییز له جولای راهیسې په افغانستان کې د قـومي احصائیو دروغ مني، هغـسې دروغ  چې د پښـتونافغان مـلت د راتـلونکی لپاره جـدي عـواقـب لـري

په افغانستان کې د ژبو احصائیې په غیر عادلانه ډول د پخوا په شان  د سي. آې أې. د واقعیتونو په کتاب کې همغه شان ښودل شوې دي لکه د  ۱۹۹۲زییز له جولای(چنګاښ ۱۳۷۱لمریز) راهیسې چې ښودل شوې وې! په دې موضوع کې سي. آې. أې. پاتی راغلې ده چې خپل منطق تعـقـیب کړي، او په افغانستان کې د قـومې شمیرنو په څیـر یې باطلې وګـڼـي. که د سي. آې أې. د دریځ له مخې، واقعاَ « د نظر پلټې لپاره د جواب ورکوونکو په کوچنیو سمـپَـلونو (نمونو) اتکا د قـومي احصائیو لپاره ډاډ وړ لار نه ده» ، نو بیا خـو به د ژبو ښودل شوې احصائې بل شی نه وي خو دا چې د جواب ورکوونکو په شخصي او ذهني معلوماتو ولاړې وي! که سي. آې. أې. غواړي چې واقعاَ ناپیـیلې وي، نو باید چې په افغانستان کې د ژبو ذکر شوې احصائیې  د خپلو حقایقـو په کتاب کې ( سي. آې. أې. وَرلـډ فیکـټس بوک) کې خپرې نـکـړي.

د ۲۰۱۵ د  نومبر په ۱۱نیټه، ما ځیرکیار یو افغان دوست ته چې د ډاکتر اشرف غني په اداره کې (۲۰۱۴تـر اوسهد اعـتبار  وړ مقـام  لري، داسې لیکلې هیله ورولیـږله: «منلي...صاحب

ته سلامونه  استوم! لطفا لاندې  دواړه متنونه په ملي ژبه پښتو او انګریزي ژبه  ولــولۍ او د اشـرف غنـي سره یې شریک کړئ. ما د سیاسي علومو د څیـړونکې په څیر خپل علمي او ملي مسئولیت سر ته ورساوه. اوس د نړۍ د دوهم مفکر اشرف غني ملي مسئولیت دی چې یوه دقیقه وخت زما د لیکنې په لوستلو ولګوي او د امریکې د حکومت سره په افغانستان کې د پښتنو د قـومي او ژبنیو احصائیو موضوع په جدي او رسمي ډول مطرح کړي. که ماته د ۲۰۱۵د دسمبر د ۱۸نیټې پورې ستاسې څر ګند لیکلی دریځ را ونه رسـیـږي، زه به دا هـیله خپره کړم.... په ورورۍ، رحمـت ربی ځیـرکیار۲۳ نومبر ۲۰۱۵= ۲ لیـندۍ/قــوس ۱۳۹۴لمریزهجريزما منلي دوست  ماته په یو لـڼـډه جمله کې داسې لیکلي ووهـر څه  چې د پښتـنو دپــاره ښه وي، هـغه  وکـړئزه د منلي دوست له لڼـډ او غیر توضیحي ځواب نه داسې پوه شوم چې د غنـي فکر او اراده یرغمل شوي دي او یو تش  په  نوم ولسمشر دی،  او زما له  منلی  دوست نه هـم لکه چې (خدای مکړه) د پښتو او پښتون وژونکي نظام جوټه خور جوړ شوی وي؟

وایي اغـیار چې د دوزخ ژبه ده .....  زه به  دوزخ ته د  پـښتو سره ځم- امیرحمزه  شینواری بابا

په جنوری  ۲۰۱۷کې چې  د امریکې نوې  اداره  رامنځته شوه، بیا به دا  لیکنه اړوندو مقامونــو  تــه وړانـدې کړم.

سـریـزه

دا زموږ قسمت دی چې په وينو کې مزل وهو

يو قدرت چې ووهو، بيا بل وهو، بيا بل وهــو

پورتنی پښتو بيت په شمال کې د امو او په سوېل کې د اباسين تر منځ د غځېدلي لرغوني پښتون ملت قسمت ته ګوته نيسي او د تاريخ په اوږدو کې د سوداګرۍ او اشغال لارې منعکسوي. د پخواني وریـښمستان او د اوسني پايپ لاينستان تر منځ جګړه اوس د پښتون برخليک ټاکي.     پښتانه د سمسمکي (مساوات- طلبه) شعور اود پاڅونیز کولتور زبرځواک څښـتنان دي .دوی د دغه ظرفیت په مټ د پوځي زبر ځواکونو سره په  جګړه کې ښکېل دي چې د دوی د خپلواکۍ  فطري انساني غوښتنه په ډاګه کوي. د امريکا پخواني ولسمشر رونالډ رېګن (۱۹۸۸-۱۹۸۰) د پخواني شوروي اتحاد د «شيطاني امپراتورۍ» پر ضد افغان پـاڅون ته د « ازادۍ لپاره د تر ټولو لوړ انساني الهام بخښونکي خوځښت » نوم ورکړ. همدارنګه ریګن  پخواني مجاهدين د امریکې «د بنسټ ایښودونکو پلرونو د معنوي سيالانو » په توګه وستايل. خو دسپتمبر د ۱۱مې تراژيدۍ په پايله کې، په افغانستان کې روانه جګړه تر ډېره بريده دافغان وګړو د بشري حقونو د تامین په بهانه پلې شوې ده ، په دې نامه چې غیر- پښتانه د طالبانو له واک او پښتون اکثريت څخه ازاد کړي. د سپتمبر د ۱۱ مې له ناورين څخه شاوخوا ۹ کاله پخوا « د سي. آی. أې د حقايقو کتاب »(جولای ۱۹۹۲=سرطان ۱۳۷۱لمریز)په افغانستان کې داکثریتي پښتنو احصاييې راکمې کړې. زه به په لاندې  شننه کې  د دغې ستراتیجې جرړو ته ورننوځم.

نـنـتوځ

د پښتنو خپلواکي- طلبه او مساوات- طلبه فطرت د پښتون ملت لپاره داسې پايلې لرلې چې مخه يې نشوای نيول کېدای. د دوی په خودارادیت ولاړې روحیې د تېر وخت له  استعماري  ځواکونو او د نن ورځې له زبر ځواکونو سره ټکر خوړلی دی

د افغانستان په دننه کې او د برتانيې د تپل شوې ډيورنډ‌ کرښې ( ۱۸۹۳) ها خوا په اوسني برتانوي پاکستان، او هند کې پرته شاوخوا ځمکه کې نږدې  ۶۰ ميليونه پښتون توکم هغه ځواک دی چې تل يې نړيوال ځواکونه له ځايي او سيمه ييزو اجنډاو سره ویرولی دي

په پایله کې د پښتنون غلیمانو د  ځايي لـږکیانو د کارولو له لارېپښتنو ته دسيسې جوړې کړې دي. په شلمه پـیړۍ کې چې پاچا امان الله خان (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) واک ته ورسېد، برتانيې د تاجک اقليت يو غلواک ( بچه سقاو )تـه زمینه  برابره کړه چې خپلواکه افغانه واکمني له مینځه يوسي او په اغېزمنه توګه هغه امیدونه او پلانونه شـڼډ کړي چې  وروستـه پاتی افغانستان یې د پرمختـګ په لار سـیخـولی شـو

څه د پاسه شپیته کاله وروسته په ۱۹۹۲زییز کال کې، افغانستان يوه بله سقاوي وليدله (په افغانستان کې سقاوي  د بشـپړې ګډوډۍ، بې نظمۍ اوغلواکۍ په معنا ده): د شوروي پلوي حکومت له پايته رسېدو وروسته ، د شمالي ټلوالې افغان لږه کيو د دروغ جوړونې د يوه ناوړه کمپاين په پيلولو په بیـړه لاس پورې کړ. د مسعود ـــ رباني رژيم د ملګرو ملتونو انتقالي پلان له منځه ويوړ او يوه انارشي يې منځته راوړه. دا د بې نظمۍ او بې قانونۍ يو داسې حکومت وچې د سمسور افغان په کتاب کې «دويمه سقاوي» وبلل شوه. د مسعود- رباني ررژیم ته له شوروي اتحاده يوه پښتون ضد رهبري په ميراث ورپاتې شوه چې له احمد شاه مسعود سره يې د سولې يو جوړ جاړی درلود( وګورئ، ريچارډسن). کېدای شي  چې مسعود به د ۱۹۸۰ کلونو په مهال د شوروي نیواک  پرمهال د پښتانه توکم د کمزوري کولو  هڅه کړې ويپه پای کې کله چې په ۱۹۹۲ کې برهان الدين رباني او د هغه شاګرد کوماندان مسعود وا ک ته ورسېدل، په رسمي ډیریو(دوسیو) کې د پښتون ولس د توکميزې نقشې د بنسټيز بدلون لپاره يو ډېر بې وجدانه او بدنېتی کمپاين پيل شو

د دغه بدنیتي او کرکجن کمپاين لپاره دولتي ميکانيزم وکارول شو او په هغه کې یې د پښتنواحصائیې  راټیټې کړې او زرترزره یې  د(سي. آی. أې د حقايقو د کتاب ) په ګډون له نړيوالو ادارو سره شريکې کړي. د دغه  پښتون دښمنه پلان موخه داوه چې په هر ډول راتلونکي جيو پوليټکي وېش او معامله کې د افغان اقليتونو دريځ پیاوړی کړي. په پای کې ، د ۲۰۰۱ م کال په اکتوبر کې ، کله چې امريکا پرافغانستان بريد وکړ،  د شمالي ټلوالې غړو چې  د تاجکانو د تیر حکومت(۱۹۹۶-۱۹۹۲) ناستنان (وارثان)وو ، د امريکا لېوالتيا ته خدمت وکړ او هغه مصنوعي احصاييې يې په ۱۹۹۲زییز کې وکارولې چې اکثریت پښتون قوم اقلیت ته راټیټ کړي  او خپله قضیه پرې جوړه کړي

د نولسمې زییزې  پیـړۍ  مسلمان، متنفذ او ښکېلاک - ضد عالم  سيد جمال الدين افغان ، پخپل کتاب ( تتمة البيان فی التاريخ الافغان) کې دې ته پام اړولی و چې پښتانه د افغان ټولنيز جوړښت يو برلاسی عنصر دی ( پوهاند صديق الله رښتين ، نوې څېړنې، پېښور پښتونخوا، ۱۹۷۹، ۹۸ مخ)/ ( د افغانستان قومي جوړښت لپاره د واک فاونډېشن شپږ کلنه سروې او څېړنه[ ۱۹۹۱تر۱۹۹۶]، ۱۳۷۷/۱۹۹۸، ۱۱مخ

هغه سنجول شوې پلان چې د پښتانه توکم د اکثريت د راټيټولو لپاره د مسعود ــ رباني رژيم (۱۹۹۲ــ۱۹۹۶) لخوا ترسره شوی و، ژر تر ژره د سي. آی. أې د نړيوالو حقايقو په کتاب(۱۹۹۲ جولايي) کې راڅرګند شو. ددغه تاکتيک موخه څه وه؟ دغه کار د پخواني شوروي اتحاد (داوسنئ روسیې)د سیاسې نقشې د خصلت سره ژورې اړيکې لري. د دغه پلان له مخې يې په افغانستان کې د ملي سیاست د زپلو لپاره د اقليتي توکميزو سياستونو ملاتړ وکړ. د افغان پښت يو ټولنيز سياسي شنونکی او ښه ليکوال ، چې په امريکا کې يې تحصيل کړی دی، ډاکټر ستانېزی دی. ده په لنډ ډول په افغانستان کې د شوروي اتحاد ستراتيژي څېړلې ده. زه به دده څېړنيزه کړنلاره په شپږو ګامونو کې وړاندې کړم

لومړی ګام: شورويانو/روسانو د « خورا زيات مقاومتي » قومي ګروپ (پښتنو) راټیټولو ته پام واړاوه ځکه چې دوی عموماٌ د افغانستان په وسله والو ځواکونو کې مخکښ ګروپ وو: پښتانه د افغان ملي مقاومتي تنظيمونو په منځ کې اکثريت و او د افغانستان د ملي هويت کولتوري زړی و. د خپلې خبرې د روښانولو لپاره ډاکټر ستانېزی ليکي چې دمقاومت د«جوړجاړی » نه منونکی قوماندان ذبيح الله مجاهد هغه يواځينی غير پښتون و چې شورويانو «مړ غوښت» او کېدای  شي چې د خپل « نه تسليمېدونکي دريځ»خوند به یې څکلی وي

دويم ګام : شورويانو/روسانو د پښتنود نفوسو د ځواک پر راټیټولوو کار وکړ. دوی د افغانستان  په سوېل کې پر پښتني سيمو خپل پوځي عمليات او هوايي بمبارونه وغځول، په داسې حال کې چې غير پښتني سيمې يې « نسبتاَ  ارامې » او « روغې » پرېښودلې. په حقيقت کې، يو وخت شورویانوغوښتل چې پلازمېنه له کابل څخه په شمال کې د افغانستان دويم ستر ښار مزار شريف ته ولیـږدوی ،نه کندهار ته  چې اصلا دوهم غټ ښار و خوپه کنډواله اوښتی و

درېيم ګام: په کال ۱۹۸۹م ، شوروي ځواکونه د دوه  حقايقو له امله ، د افغانستان له شمالي پولو څخه هاخوا بېرته پر شا لاړل: یو داچې د جنګ په مهال یی د پښتنو پاڅون په« پوره »اندازه کمزوری کړی و تر څو په دوی پسې تر مرکزي اسیا نشوای ورتللی. دوهم داچې  د هغه وخت امريکايي ولسمشر جورج ، اېچ ، بوش غوښتل چې  «مهربان او مخ پر ځوړ» شوي شوروي اتحاد ته د جوړجاړی لاس وروغځوي

څلورم ګام: د شمال غير پښتانه اقليتونه په شمالي ټلواله کې تنظيم شوي وو( چې اصلي نوم يې د شمالي سيمو څارونکې شورا يا شورای نظار صفحات شمال و). دا د اقليتونو يو متحد محاذ و چې «د پښتنو د ژوند له ټولو اړخونو» سره وجنګيږي. ډاکټر ستانېزی ليکيپه دې ډول د ډيورنډ د استعماري تړون « د سليزې په ماښام» چې افغانستان يې پر ۱۸۹۳ م کال سره ووېشه، دافغانستان په « توکميزــ ژبني غولي کې» يو ژور چاود  رامنځته شو

پنځم ګام: دمقاومت پر مهال د شورويانو او د هغوی د پخواني افغان ځواکمن کمونيست مشر ببرک کارمل د جنرالانو په ملاتړ ، د شمالي ټلوالې مشر مسعود د ۱۹۹۲ م کال په اپرېل کې په کابل کې فتحه اعلان کړه او د کارمل د وارث پښتون توکمي ډاکټر نجيب الله پر ځای کېناست. سوبه په شمالي ټـــلوالـــه پورې وتړله چې  کارمل ورسره توکمیزه اړیکـه لــرله. مسعـود دغه دغه عمل چې د «تاجک په لوړوالي» راچاپیرو په قومي سياسي ډګر کې سمبوليک و، په داسې حال کې چې پښتون اکثريت يې کمزوری کاوه، په نښه کاوه او محروماوه. د مسعود تر مشرۍ لاندې شمالي ټلوالې د « بې له پښتونه» اجنډا پلې کوله. مسعود له دوو مياشتو وروسته يو تش په نامه مشر، صبغت الله مجددي، په زوره له دفتره وايست او پر ځای يې يو تاجک توکمی برهان الدین رباني کښیناوه

شپږم ګام: د مسعود ـــ رباني د ډلې په لاس د جوړ شوي تاجک حکومت له پيل سره سم ، یو پښتون- دښمنه فعالیت پیل شو. موخه (هدف) یې دا و چې د پښتون قوم سره چل وکړي، یانې پښتون له خپل پیژاند نه غافل کړي او د دغه پلان  په پلي کیداکې له  خپل دولتي  او موسساتي ميکانيزم نه ګټه واخلي. د بيوروکراتيک چل ول او زور له لارې په افغانستان کې دننه او له پښتونخوا(پخوانی شمال لويديځ سرحدي ايالت۱۹۰۱ــ ۲۰۱۰) څخه د راستنېدونکود يوې لويې برخې پښتنو ته نوې  پیژاند پاڼې (تذکرې) ورکړل شوې چې دوی يې پکې  تاجکان ښودلي وو. دا د مسعود- رباني د رژیم د هغه حساب شوي کمپاين برخه وه چې د پښتنو اکثريتي مقام راټیټ کړي او په مقابل کې په تقلبي ډول د تاجکانو سلنه (فیصدي) جګه کړي. نورو اقليتي ډلو د زور زياتي او ترهې اچولو له لارې پښتانه په نښه کړل. د بېلګې په ډول ، هزاره ځواکونو د پښتنو کورونه په نښه کړل او له پښتنو کورنيو سره يې زور زياتی وکړ ، تر دې چې دوی  یې په زور سره له خپلو کورونو وشړل ـ په ځانګړي ډول دغسې زورزیاتی د کابل ښار په دريمه او څلورمه ناحيه کې تر سره شو. دغه شان ازبک ملیشو هلته په هغو سیمو کې چې په غټه کچه  پښتانه پکې  استوګن وو تالان جوړکړ تر هغه مهاله چې خپل کورونه یې پریښودل او د هیواد په دننه او بهر کې کډوال شول. په «ملي» سویه د« قومي تصفیې عملیات په شمال کې پیل شول او د پښتنو ټـول کلي د ترهه ګرۍ د عملیاتو له لارې تش شول. د  شورویانوسره  د مسعود د زیاتو  اړیکو په اکله ولولئ د افغانستان په اکله د دقیق او باورمن امریکایي  څیـړونکي ، لیکوال او ژورنالست ریچارډسن لیکنې. نوموړي ا فغانستان ته په ۱۹۸۶، ،۱۹۸۷ ۱۹۹۰، ۱۹۹۱ او ۱۹۹۷کې سفرونه کړي وو

په پایله کې د مسعود- رباني په مشرۍ تاجک حکومت نوې احصایٔیې راو توږلېپه دې ډول چې په سلو کې له نږدې ۶۳  نه ۳۸  ته  د پښتنو شمیر راټیټ کړي، د تاجکانو شمیر په سلو کې له  ۱۲ نه ۲۵ ته جګ کړي  او له دې لارې د  افغان ټولنې په واقعیتونو کې لاس ووهي. د کابل  رژیم دغه تحریف شوې  شمیرنې  د رسمي معلوماتو په څیر بین المللي سازمانونـو تـه ولیـږلې. ډاکتر ستانیزي دغه معلومات له ارواښاد اکاډیمیسن عبدالشکور رشاد [۲۰۰۴-۱۹۲۱]نه لاسته راوړي وو، له هغه چا نه چې په کور کې یې شخصي کتابتون د شمالي ټلوالې د جنګسالارانو له خوا تالا شوی و. پورتنئ تحریف شوې وګړ شمیرنې په ګړندي ډول د امـریکې د مـرکـزي استخباراتو په کلني کتاب (سـي- آې ـ أی ورلډ فکټـبوک: د مرکزي استخباراتو د نړۍ د حقایقو کتاب) کې د ۱۹۹۲ په جولای کې  خپرې شوې، او په غټ  احتمال سره یې  له دغې چینې نه «نیشنل جیوګرافیک ورلډ اتلس» او «ورلډ المنک» ته لار مینده کړه .د امریکې استخباراتو د دغو معلوماتو ټیکلي(سیـډي ) روسي کتابتونونو ته لیـږلي وو( یو افغان چې په روسیه کې استوګن و، هغه مهال یې دغه معلومات  د لویدیزې اروپا په چاپي افغاني میډیا کې خپاره کړي وو). د پورته ذکر شوو شپږ ګامونو په اکله د زیاتو معلوماتو لپاره د ستانیزي لیکنه (۱۶ دسمبر ۲۰۰۹) ولولئ. نوموړې د افغاني او اسلامي چارو یو دقیق سیاسي څیـړونکی دی

ما ته نن(۲۵ اپریل ۲۰۱۳) د بروس  ریچارډسن یوه مهمه لیکنه راورسیده. نوموړی واقعا یـو «پـښتون پیرئ لیکوال»(پشتون ګوست رایـټـر) نه دی، بلکې د افغانستان د موضوعاتو په اکله  یو ارت معلوماته او صادق امریکایي ژورنالیست، لیکوال او چارپوه دی. په ۲۰۰۳ زییز کې د شمالي افغانستان د تخار ولایت د مرکز  د تالقان په غوڼډه کې  په پښتون- ضد پـړپـړه (دسیسه) خبرې وشوې. ښایـې د غه غو ڼـډه د هغې پـړپـړې په موازاتو کې روانه وي چې د امریکې د مرکزي استخباراتو په احصایًیو کې  پکې د ډیرکیو پښتنو شمیر تر ټولو غټ لږه کیانو(اقلیت) ته راټیټ شوی و. دغه پلان موږ ته هغه پـړ پـړه را په زړه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد مشر بریـژنیف په ۱۹۸۱ کې  د افغانستان په ویشلو راڅرخولې وه. دلته وینو چې د تالقان پلان د امریکې د شخصي امـپـریالیـزم او د روسېد پخواني ټولنیـز امـپریالیزم د ناستنې) په واسطه  را منځته شوی و. په افغانستان کې د داخلي جنګ د پـیر(۱۹۹۶-۱۹۹۲) تاجک  واکمن  برهان الدین رباني د تالقان په غوڼـډه کې ګډون لاره. دامریکې د واکمن جورج ډبلیو بوش (۲۰۰۹-۲۰۰۱) د ادارې د  پښتون- ضد دریځ په چوکاټ کې، د تالقان کنفرانس د معلوماتو له مخې په ۷۵ ملیون ډالرو تمویل شو. د تالقان په غوڼډه کې« د شمالي ټلوالې ټولې ډلې حاضرې وې د کمونیسټي جنرالانو د  ډلګۍ په شمول،  خو هلته د اکثریتي پښتنو «استازولي[نمایندګي] محرومه شوې وه».

د سي. آې.أې دحقایقو په کتاب کې د افغانستان قومي او ژبنئ وګړشمیرنې

 زییز۲۰۱۲-۱۹۸۱ = ۱۳۹۱-۱۳۶۰ لمریز

د امریکې د مرکزي استخباراتو په وینا، د دغه سازمان د نړئ د حقایقو کتاب چې هر کال دجولای په میاشت کې چاپیـږي د د درې ډوله «بشپـړ شوو استخباراتو» (فینیشد اینټیلیجنس)یو ډول دی په دې مانا چې د «استخباراتي دورې» (سایکل) وروستنی تولید دی. له دغې دورې نه مطلب یوه عملیه ده چې  معلومات پکې  (۱) رارسیدلی دي، (۲)د استخبارتو په شکل  تصفیه( څیـړل شوي او تفسیر) شوې دي،   او (۳) سیاست سازانو ته وړاندې شوي دي.د بشپړ شوو استخباراتو دوه نور ډولونه دادي: د ولسمشرلپاره ورځنئ لڼـډیز(ډیلي بریف) او د« ملي استخباراتو اټکل»( نیشنل اینټیلیجنس ایسټیمیـټس). د استخباراتو پخوانی افسررابرټ ل. سیوټینګر وایي چې د ملي استخباراتواټکل «ناچاراَ د حدس قلمرو ته اوړي». په ۲۰۰۲ کې د عراق د وګړیزې تباهۍ د وسلو په اکله استخبارات ډیر زر د دروغو په لړه بدل شولله دې جنګ نه وروسته، د امریکې او برتانیې مشرانو خپل جنګ  ته د مشروعیت داسې پرتوګ ورواغوست چې د صدام حسین   د جنګي ظرفیت د ثبوت پر ځای یې د هغه په شخصیت او خصلت (کرکټر) زور واچاوه. د انګریزانو مشر وینسټن چرچل شوروي مشر جوزیف سټالـین ته د تهران په کنفـرانس کې په ۱۹۴۳ کې داسې ویلي وو: «د جنګ په مهال حقیقت دومره ارزښتمند دی چې باید تل د درواغـو د محافظ له خوا وڅارل شي».

د ټولنیزو او سیاسي علومو پوهاند او په ۲۰۰۱ کې د امریکې د سیاسي علومو د ټولنې مشر رابرټ جرویس داسې لیکلي  وو: « موږ ته ډیر ځلې ... استخباراتي اټکلونه ډیر په حکومت کې  د قدرتمندو ډلګیو د ګټو او د بهرني سیاست د میلونو په اکله غـږیـږي نسبت دیته چې مقابل اړخ کومه اراده او[عسکري] ظرفیت لري».  د «تمدنونو د ټکر» په ډکون (متن) کې کولی شو هغه ژبنئ او قـومي وګړ شمیرنې (احصا یٔیې) د څیـړنې لاندې ونیسو چې د افغانستان لپاره  د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا غـوره شوې دي.

لاندې جدول له ۱۹۸۱ نه تر ۲۰۱۲(۱۳۹۱-۱۳۶۰ لمریز هجري) پورې د افغانستان د قومي او ژبنیو ګروپونو اټکل شوې احصایٔیې ښئ. له ۱۹۹۲زییز راهیسې د پښتنو او د دوی د ژبې سلنې                     ( فیصدۍ) په پام وړ کچه د امریکې د مرکزي استخباراتو د نړۍ د حقایقو په کتاب( سي. آې. أې. ورلډ فکټـبوک) کې را ټيټې شوې وې. د زییز۱۹۹۲ په جولای کې چې د امریکې مرکزي استخباراتو د پښتون ولس او د ملي ژبې(پښتو) احصائیې راټيټې کړې، دغه عمل یې په افغانستان کې د مسعودرباني د تاجک-پلوه رژیم د پیل سره همـمهال و، هغه رژیم چې د ملګرو ملتونو منځمهاله پلان یې ړنګ کړی و

د سي آې أې د حقایقو په کتاب کې دافغان ټولنې وګـړ شمیرنې۲۰۱۲-۱۹۸۱

Afghan Demographics in CIA World Factbook 1981-2012

Year                Ethnic Group Percentage     Language  Percentage          Total Population

Estimates                                Estimates                        Estimates اټکل

کال                      دقومي سلنو اټکل                               د ژبنیو سلنو اټکل                      ټول وګړي

1981(1360)       Pashtuns      50%                  Pashto                    50%              15,193,000

Tajiks          25%                   Farsi(Persian)       35%

Hazaras        9%                   Uzbeki,Turkmeni  11%

Uzbeks         9%                   all other languages  4%

All others      7%

1990(1369)        Pashtuns      50%                   Pashto                   50%            15,862,293

Tajiks           25%                   Farsi                     35%

Hazaras   12%-15%               Uzbeki,Turkmeni  11%

Uzbeks          9%                    all other languages  4%

All others  3%-4

1991(1370)           Same as above                           Same as above                   16,450,304

1992(1371)         Pashtuns       38%                   Pashto                    35%          16,095,664

Tajiks            25%                    Farsi                      50%

Hazaras        19%                    Uzbaki,Turkmeni  11%

Uzbeks           6%                    all other languages  4%

All others     12%

2001(1381)         Pashtuns        38%                   Pashto                     35%        26,813,057

Tajiks             25%                   Farsi                        50%

Hazaras         19%                   Uzbaki,Turkmeni    11%

Uzbaks           6%                    all other languages    4%

 
-
بېرته شاته