(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادب جنسېت

[31.Mar.2020 - 11:07]

ادب جنسيت او   شهوانيت 

زياتره خلک په جنسيت او شهوانيت کښې توپير نه کولو له کبله په ادب کښې جنسيت يا جسميات هم شهوانيت ته واړوي چې بيخي نادرسته رسېدنه ده 

 شعراودب کښې د جنسيت ذکر ډېر مهم توکے دے جنسيت د انساني شخصيت يوه برخه ده دې نه تېښته نشي کېدے 

Human sexuality is a part of your total personality. It involves the interrelationship of biological, psychological, and sociocultural dimensions

 

Greenberg, Jerrold S.; Bruess, Clint E.; Oswalt, Sara B. (2016). Exploring the Dimensions of Human Sexuality. . pp. 4–

۔همدغسې دا زموږ  کلهمه طبعي جذباتي او نفسي عکس العمل دے 

 It is the total of our physical, emotional, and spiritual responses, 

thoughts, and feelings

 

 Bolin, Anne; Whelehan, Patricia (2009). Human Sexuality: Biological, Psychological, and Cultural Perspectives. Taylor & Francis. pp. 32–42.

 

ځکه دشعروادب زياتره برخه جنسيت سره تړون لري او هم دغه جنسيت پکښې چاشني هم زيږولې ده  دا جنسيتي بيان  د مخالف جنس  اود  هم جنس دواړو اصنافو په حواله کېدې شي لکه رحمان بابا شعر کښې د مخالف جنس  او حميد بابا شعر کښې د هم جنس خبره ده خو دواړه  ځايه د هغوي دجنس او جسم دواړو بيان کښې يو شعري ارتفاع او تمجيد وي يعني دژبې سويه يې پوچه او سپکه يا تضحيکه شوې نه ده ( البته د رحمان بابا يو شعر نيم داسې شته چې هلته د شديدي غصې يا د مسلکي پرچار له کبله يې لهجه سپوره او ستغه شوې )دواړه شاعران د جنسيت بيان کښې جسمانياتو ته هم راځي خو د شهوانيت درجې ته نه راټيټږي پوښته داده چې شهوانيت ولې نشي کيدې ? اګرکه شهوانيت هم د جنسيت يو توکے دے خو شهوانيت د جنسي عمل دکولو نه مخکښې د هغې تيارې دے ښکاره ده چې شعروادب نه غسل خانه ده او نه قحبه خانه ده چې دلته به موږ خپل شهوت دپاره ځايې ګورو دې کښې شک نشته چې شهوانيت ډيرو ليکولانو هم ادب کښې د خورولو هځه کړي خو ددې فطري ځايې ادب نه پورن لټريچر دے لکه څنګه چې مذهبی لتريچر ادبي لټريچر نه وي همدغسې دا لتريچر ادبي نه وي او ادب کښې دشهونيت خورونکي ټول نفسياتي رنځوران يا ذهني توګه همېش ناروغه پاتې شوي  که هغه ډي ايچ لارنس دې چې مرګ نه پس يې کورودانې يو مرکه کښې وېل چي هغه نامرد و که فراق ګهورګپوري دے چې د خپل زويې دوست يې په ځان واچولو نو پدې يې زويي خودکشي وکړه داسې نور بې شميره مثالونه دي 

انډريا ډارکن دا خبره بالکل درست ده دې کښې ابهام او مبالغه نشته چې آرټ کښې کوم شهوانيت پېش کيږي دا شهوانيت يو ډول اعلي قسمه پورنو ګرافي ده 

"Erotica is simply high-class pornography; better produced, better conceived, better executed, better packaged, designed for a better class of consumer."

 Dworkin, Andrea (1981). Pornography: Men Possessing Women. p. 39.

شعروادب کښې د قام او يو هېواد خپل تشخص او د شهوت او فحاشي پيمانې په خپل ځايې خو ددې يوه پريکړه د لوستوال رد عمل هم دے چې شهواني ادب نتيجه سه ده ښکاره ده دا نتيجه يو تخليقي  خوندرنګ نه دې يو وحشتي پائيله ده چې کومه پورنوګرافي سره نزدې ده  ځکه د  ډورکن خبره په ځايې ده دغسې شعروادب خپله دايره کښې دننه خپل منطقي  معروضيت لري او د شهوانيت مثال هم داسې دے لکه د اخباري رپورټنګ ښکاره ده چې شعروادب رپورټنګ نه دے دا د ذات لمس هم غواړي او شعري تهذيب هم او کوم ليکوال چې ليک کښې د ذات لمس نشي ګډولې هغه ليکوال به وي خو تخليقکار نه دے د ذات لمس نه مطلب د سوچ و فکر خپله زاويه ده چې دا زاويه يو کس بل نه بيلوي او د فرد حيثيت يې پخوي  بيا دغه دفکر دزاويې  دبيلات سره سره دې کښې د شعرادب يو خپل  تهذيب ګډول هم  دي چې د شعروادب د معروصيت خاصه ده کله چې دغه شعري  تهذيب دې کښې شامل نشي نو هم که د فکر زاويه بدله وي موضوع سپکه ستغه يا وچه کلکه يعني بې تاثيره پاتې  شي دشعروادب تهذيب دراصل موضوع ته معروضانه او روادارانه رسايدنه ده 

ځکه شعروادب چې دغه روادارانه او معروضانه رسيدنه يعني د شعري تهذيب هم د ليکوال  دذات لمس سره ګډ نشي نو تخليق کښې نيمګړتيا پاتې شي

شعروادب کښې د شهوانيت کهلاو بيان داسې ده لکه يو پورن فوټوګرافر په قحبه خانه کښې ولاړ لايو ويډيو کوي ښکاره ده شعرادب پورن سايټ نه دے البته که دغه فوټوګرافر د خپل پورنوګرافي په بنياد يو داسې بيان وليکي چې هغې کښې د ددې سياق وسباق پس منظر سره خپله زاويه فکر د پوره معروضيت سره وړاندې کړي نو دې نه يو تخليقي افسانه يا ناول جوړيدې شي 

د جنسيت بيان کښې يوه خبره دا ده چې خپل زاويه فکر داسې طور وړاندې کول چې پکښې ديو پوره جنسي صنف توهين يا سپکاوي کيږي هم د شعري تهذيب خلاف عمل دے

يا د جسمانيت داسې بيان چې هغه موږته دشعري خوند راکولو په ځايې شهواني خوند راکړي هم ده شعري تهذيب خلاف دے

فوکلور کښې داسې مثالونه ځکه شته چې هلته  د تخليقکار اختصاصي کردار نشته هر څوک چې مصرعه جوړوله شي شاعردے نو دا داسې مصرعه سازو له کبله ځنې ځايه د شعري تهذيب تصور نشته خو د تقليد جوګه نه دي ځکه چې هلته د د موراو لور دواړو يا دوه خويندو سره هم  جنس بيان شته هم بيخي بربنډ تيا هم شته لکه دا ۔۔۔۔

1___

الوۍ بدي بابکه 

ک۔ مې سپينه وړۍ وکه

2__

 دلته نسته د ک۔ هيله

په لک غ۔۔ به ځو بوري له

3__

خلک کوي د خولې مجلس

سنټيا غواړي له ما ک۔

بحواله کاکړۍ غاړې محمد صادق ژړک  ۔پښتو ادبي غورځنګ کوټه ۔مخ 93 /94

 

1__ځاېې په ځاېې دې غوڅ وي خو چې ک۔ وي

2__ناديدړکو کره لور وشوه نامه يې ورله ک۔پتيره کېښوه

متلونه

نو دې مثالونه په اساس موږ دانشو ويلې چې فوکلور کښې داشته نو ادب کښې دا ذکر جواز لري درحقيقت د فوکلور سنداو دليل په کس او غين ندې پکار داشيان ژوند کښې مخکې نشته ژوند خپله ترټولو لويه حواله ده که خبره ده حوالې شي د فوک حواله د ژبې تاريخ سيمې اعتقاد رواج وغيرهم په بنياد پکارده نه چې د غودو ناغودو په حواله باندې د فوکلور شاته خپله لوفري او ټيټ ذوقي پټه کړې شي

 

دغسې د جنسيت داسې بيان چې هغه ديوې طبقې يا ټولي  په بنياد وي هم د شعري تهذيب خلاف عمل دے

لکه د پبلک سکول جينۍ د کالج جينۍ۔ يا د سرکاري سکول هلک

لکه ۔۔۔

مابه ستي کړې د اسکول توره جوړه باندې 

ورو ځه په اډه باندې نظر به واخلې

۔۔۔داسندره ددې بنياد نشي کېدې چې څوک وايې چې فوک لور کښې د سکول هلک ته اډا کښې د لونډا باز کاکا دادريدو ذکر ده ځکه لونډا بازي ذکر په شعروادب کښې جايز شو 

لکه پخوا به اردو شاعررانو لکڑهارا کا لونڈا۔۔۔کشميري بچه ۔ترسا بچه نومې مثنوي ليکلي

دې نه دا نتيجه اخستل هم نه دي  پکار چې شعر کښې د جنسي متعلقاتو يا موضوعاتو ذکر نشي کېدې دا بيل بحث ده که جنسي متعلقات يو موضوع سره راځي او داسې شهوانيت درجې نه دا موضوع وتې وي نو دا متعلقات پکارېدلي بې معني نه پاتې کيږي

ف فاران

-
بېرته شاته