(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وينو کرښې

[22.Feb.2020 - 01:20]

د وينو کرښې
لیک: امان الله نصرت

په نوروز کې دا غزل واخله مطربه
په اواز به دې بلبلې شي ساکتې
خوشال بابا
د وينو کرښې د ځوان او خوږ ژبې شاعر ښاغلي بصير بيدار ستوري شعري ټولګه ده چې په (  ۲۱۶  ) مخونو کې چاپ او د شعر او ادب د  مينه والو لپاره بازار ته راوتلي ده۰ 
دا د ښاغلي بيدار ستوري لومړنۍ شعري ټولګه ده چې ده پکې خپل خواره واره اشعار او نظمونه راټول کړي او د چاپ په ګاڼه پسوللې دي۰
د ښاغلي ستوري په شاعرۍ نوموتي شاعر او ليکوال استاد لايق زاده لايق صيب ښه بشپړه او غوښنه ليکنه 
کړې او د نوموړي د فکر او فن بېلابېل اړخونه ېې څېړلي او خپل نظر ېې پرې څرګند کړی دی۰
لايق صيب د بيدار ستوري د شاعرۍ په اړه وايي چې:
( په مجموعي توګه مونږ د ښاغلي بيدار ستوري دغه شعري ټولګه په دريو برخو کې وېشلی شو اوله او مهمه برخه ېې د قام غم دی، د اولس درد دی چې ښاغلي ليکوال ته په ميراث کې پاتې شوی دی۰ دويم د هغه د ځوانې د وخت روماني خيالونه دي چې د عمر تېرېدو باوجود په ښاغلي بيدار پسې لکه د سيوري شاته شاته ګرځي او درېمه برخه هغه نظمونه چې ښاغلي ليکوال ورکې د چاپېرچل، د افغانانو د بې کورۍ په حال کې کړاوونو  سره سره دغم ګېلې کړې دي چې  تر کومې به د پښتون قام د وينو د خرڅون دغه سلسله دوام لري دغه رنګ په عمومي توګه ورکې د قام د يووالي ارمان هم جوت ښکاري)۰
په رښتيا هم چې ستوری صيب د خپل وطن او ولس په درد دردمن شاعر دی او فن ېې له هنري رنګونو او ښکلاوو ډک دی۰
ښاغلی ستوری په خپله شاعرۍ کې د خپل قام او خاوري د روانو پېښو او حالاتو بشپړه عکاسي کړې او د خپل هېواد ويرجن او دردوونکي حالات ېې په پوره مهارت انځور او تمثيل کړي دی۰

نوموړی په يو ښکلي غزل کې د وطن روانې غميزې او بدبختۍ او د خپل ولس او پښتون قام بدې او تورې ورځې په لاندې ټکو کې رانغښتې او زمونږ مخې ته ايښي دي:
په جنګونو کې رالوی شو په جنګونو کې روان يو
دا مو برخه ازلي ده بد نصيبه افغانان يو
د پښتون په کور جګړه ده څو لسیزو نه اوږده ده
ته ما وژنې زه تا وژنم مونږ د خپل ځان دښمنان يو
زه او ته به بربادېږو چې په خپل منځ کې جنګېږو
مونږ بيا وايو پښتانه يو مونږه څومره هوښياران يو
نه مو علم تعليم وکړ نه مو کسب و کمال زده کړو
خو د جنګ په هر ميدان کي مونږه لوی پهلوانان يو
جنازې په پورته کېږي وير ژړا به پسې کېږي
که دا حال د پښتنو وي مونږ به تل په وير د ځان يو
 
ښاغلی ستوري د يوه سترګور او حساس انسان په توګه د خپل چاپېريال حالات له نږدې ]اري او څه چې په ټولنه پېښېږي هغه خپل قلم ته سپاري او خپل نظر پرې څرګندوي نوموړی وايي:
د ژوند هغه مزه نشته هره خوا ټګي برګي ده
پلار د ځوی ځينې بېزار دی ورو د ورو سره بدي ده
چې به مينه محبت وو ځارېدل به يو تر بله
اوس يو بل ته کوهي کني ورانه شوې ېې دوستي ده
نن هغه کوڅې خاموشې نشته شور د ماشومانو
هغه کلی بې سا ښکاري ختمه شوې ېې مستي ده
د چنار لاندې وياله وه د ويالې خوا کې چوتره وه
چنار اور واخيست سوځېږي ختمه شوې ېې ځواني ده
عجيبه قصابخانه ده د انسان وينې خرڅېږي
نور د هر څه قيمتي ده بس د وينو ارزاني ده
تا هم وژني ما هم وژني هغه وژني دا هم وژني
زه بيدار ورته حيران يم دا څه رنګ مسلماني ده
د مور مينه په فطري ډول د هر انسان په خټه کې کې اښکل شوې او ټول انسانان په لاشعوري ډول د نړۍ  دغې سترې هستۍ ته د قدر او احترام په سترګو ګوري او د زړه له تله ېې عزت او درناوی کوي
ښاغلي بيدار له مور سره د خپلې سرشارې او بې سارې مينې او عقيدت په لاندې نئم کې په ډېرو خوږو الفاظو کړي او زمونږ مخې ته ايښی دی:
له تانه لرې مسافر يم په ما ګرانې مورې
اې مهربانې مورې
بې له تا ژوند مې نه تېرېږي قدردانې مورې
اې مهربانې مورې
ستا په للو او الله هو کې
ښايسته خوږو خوږو کيسو کې
ما به خوب وکړو په زانګو کې
په سختو تنګو دې را لوی کړم قهرمانې مورې
اې مهربانې مورې
زما ژوندون ېې زما سا ېې
مورې زما د زړه دنيا ېې
افسوس کوم رانه جدا ېې
له پښتنې احساس دې ځار شمه افغانې مورې
اې مهربانې موري
او په يو بل غزل کې بيا ددې خوږې او تودې مينې اظهار په لاندې ډول کوي:
زما د ژوند د دعاګانو کرامت ېې مورې
ته وسيله مې د ژوندون زما طاقت ېې مورې
په ما چې لږه سخته راشي زه هم تا يادوم
ستا په دعا زما د هر مشل راحت يي مورې
د دنيا ټولې هستۍ زار ستا قدمونو نه شه
ستا د پښو خاورې ښکلوم زما جنت ېې مورې

مينه انسان پالنه او او له نفرتونو نه نفرت د ښاغلي ستوري د ژوند اصول او تګ لاره ده او همدې لوړو فکرونو او عالي احساس ېې په شاعرۍ هم سيوری کړی او ځای ځای ېې دا عواطف په ويناوو کې راڅرکندېږي وګورۍ دا لاندې شعر چې زمونږ د ادعا ژوندی ثپوت دي:
ځئ چې محبت وکړو
جنګ څينې نفرت وکړو
تا چې وژنم ځان وژنم
لږ به قضاوت وکړو
يو وجود يو يوه وينه
لاس ورکړو وحدت وکړو
راشئ مينه مينه شو
دې کې لوی همت وکړو
خپلو کې يو موټی شو
دغه شهامت وکړو
داسې که ونه کړو مونږ
ژوند به د ذلت وکړو
د وينو په کرښو کې  يواځې د د دردونو او ناخوالو يادونه نه ده شوي بلکه شاعر د ژوند بېلابېل اړخونه او حالات  د خپل قلم ژبې ته سپارلي او د ګل او بلبل. مينې او عشق، رويبار او جانان او ښايت او رنګونو د رنګينو فکرونو او خوندورو خيالونو انځورګري پکې هم شوې او هر لوستونکی پکې د خپل ‌ذوق او شوق اشعار ليدلای او لوستلای شي۰
ښاغلی ستوری وايي:
څه وکړم خوبونو کې راځي جانان
څنګه به وي چېرته ]نګ به وي جانان
بيا راباندې هيټکي لګېدلي دي
فکر کوم بيا مې يادوي جانان
زه بيدار ترې پوزې ته راغلی يم
نه مې پرېږدي ډېر مې تنګوي جانان
او په يو بل غزل کې  د خپلو تاندو جذبو اظهار او يادونه په ډېر ښکلي انداز کوي او وايي
بيا مې په زړه راورېدلی جانان
زما د ګل په شانته ښکلی جانان
سترګې مې زار له هغې لارې کوڅې
په کومه لاره چې نن تللی جانان
خدای خبر ولې مرور غوندې شو
بيا راته چا دی لمسولی جانان
خير دی هر ناز به ېې په سترګو وړمه
په ما دی ډېر زيات نازولی جانان
د ګل ځواني د سپرلي حسن لري
 بيدار په ښکلو کې منلی جانان د وينو کرښې د ستوري صيب د زخمي زړه هغه ساندې او سلګۍ دي چې د هجرت په سرګرانه او ستړو شپو ورځو کې د نوموړي له خولې راوتلي او هغه د خپل فن په غېږه کې رانغښتي او ژبه ېې ورکړي ده
د بیدار ستوري شاعري په تول پوره او ټول فني او فکري غوښتنې پکې په پام کې نيول شوې دي او له کم رنګۍ او پيکه توب نه ېې د هغې د ژغورلو شعوري هڅې کړې دي
د ښاغلي ستوري شاعرانه مزل د پرمختګ او پياوړتيا په حال کې دی او له يوې ورځې نه بلې ته د کره توب او معياري کېدو په لور ګړندي ګامونه اخلي او رنګينو پړاوونو ته د رسېدو هڅې کوي
زه د ښاغلي ستوري ادبي راتلونکې روښانه او له هيلو ډکه وينم او په دې باوري يم چې دا خوږژبي او هڅاند شاعر به د پښتو ژبې او ادب د پياوړتيا او ځليدنې لپاره د پام وړ خدمتونه وکړي او د خپلو هڅو او هلو ځلو په پايله کې به د ادب په فني او هنري ميدان کې لاپسې وځلېږي او خپلې ژبې ته به د نه هېرېدونکو او تلپاتې خدمتونو مصدر شي
ډوډۍ ېې تل ګرمه او اوبه ېې سړې اوسه
په درنښت
امان الله نصرت
10/2/2020
پېښور

-
بېرته شاته