(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انځورونو تابلو

[20.Feb.2020 - 12:00]

د انځورونو يوه تابلو

لیک: بازمحمد عابد

زه د پښتو په يوه آزاد شعر « چنار خبرې کوي» کې د انځورونو او موسيقيت  په اړه خبرې لرم چې ماته خو د اوسهمالي پښتو شعر يوه نادره نمونه ښکاري. دا شعر داسې ژوندي انځورونه په خپله غيږه کې رانغاړي چې  قدم په قدم د باذوقو لوستونکو په ذهن کې له واره مجسم شي او هغه د چا خبره په زړه  يې چک ولګوي. په زړه پورې يې لا داچې په دې شعر کې  چې په کوم ځای کې انځور روښانه راغلی، هلته په شعر کې نه پوهيږم چې شاعر په شعوري توګه او که  په غير شعوري توګه  شعر د داخلي موسيقيت نه هم برخمن کړی دی، چې وروسته به پرې خبرې وکړم

ډېر مو په انتظار کې نه ساتم، زه د پيرمحمد کاروان دچنارخبرې کويپه کتاب کې هغې آزاد شعر باندې خبرې لرم چې د کتاب نوم يې ورسره نومولی دی او زما له فرهنګي ژوند سره تړلې ډېرې خاطرې په کې خوندي دي

په دغه نظم کې به محتوا، شعريت، انځورونو او د مسرو داخلي موسيقيت ته ځای، ځای تم شم او هغه څه به پرې ووايم چې ما ترې برداشت کړي دي.

د محتوا په اړه به يې دومره ووايم چې کاروان صاحب د شعر په پيل کې د آباد او سوکاله افغانستان کيسه د چنار په ژبه کوي او په اصطلاح چنار يې د ټول افغانستان له پاره سمبول کړی دی. په شعر کې تر ډېره د هاغه وخت خبرې ځای پر ځای شوي دي چې افغانستان د اډيالوژيو په لومو کې نه و نښتی. خان و او که غزیب دواړه په خپل ژوند شکر ګذاره وو.. خو د شعر په وروستۍ برخه کې بيا د افغانستان دې لويې غميزې ته ځای ورکړل شوی او د افغانستان د دې دردناکه ناورين کيسه د همدې چنار له خولې کوي. راځئ چې دا شعر يې په ګډه سره وګورو او قدم په قدم ورته تم شوو او وګورو چې چيرته انځورګري شوي، کوم ځای کې نوي ترکيبونه رامنځته شوي او چيرته په کې داخلي موسيقيت ځای پر ځای شوی دی.

چنار خبر ې کوي

زه د برکلي د ګودر د غاړې

يو شين چنار وم چنار

هر مازيګر به راته سلو نجونو

په سرو منګولو سلامونه کول

سحر وختي به مستانه پيغلوټو

زما پر ټيټو او خورو څانګو اوبه شيندلې

دلته وينو چې چنار ځوان دی مانا دا چې په وطن کې د خوښۍ او سوکالۍ شپې دي. دا پورتنۍ برخه لوستونکی خپل کلي ته بيايي او يو داسې روښانه انځور ورکوي چې د هيواد په ټولو کليو کې سره ورته وي

او سلو نجونو په سرو لاسونو سلامونه کول. دا کلمې که له یوې خوا مناسبې کارول شوي نو د سین توري د زیات اسعمال له امله يې شعر ته لفطي موسیقیت هم وربخښلی دی

زه به په ناز لکه خوب وړی زلمی

څه غلی غلی غوندې وبوږنيدم

له ساړه باد سره به اخوا دې خوا

لکه د ټال زنګيدم

او د ګودر اوبو به 

راته چمبه وهله

لکه ملاله پښتنه پيغله د ورونو په ورا

په شنه ګيډي ګيډي کميس کې ګډيدم، ګډېدم

تاسې به په کليو او بانډو کې ليدلي وي چې توند باد سره چنار داسې پيړ وخوري لکه په رښتيا چې کومه پيغله د ورور په ورا تاوه راتاوه شي. او که فکر وکړو د ګودر د غاړې اوبه چې معمولاً چړ وي او وړې وړې څپې ورسره وي، داڅپې همداسې يو له بله سره موزون حرکت لري چې دا حرکت کټ مټ هغې لاس ته ورته دی چې چمبه پرې وهي

او دا مسره يې

په شنه ګيډي ګيډي کميس کې ګډيدم، ګډېدم.

 د داخلي موسيقيت نه ډېره برخمنه شوې ده. دلته وينو چې د ( ګ) او ( ډ ) توري چې شډل په ژبه لږ شډل ویل کيږي، شاعر څومره په هنرمندۍ سره ګنډلي دي او هم يې د ( ی) توری اته ځله په پورته مسره کې ځای کړی دی.

کله نا کله مې په غلي ماښام

له سپينو خولو نه د تودو مچکو خرپ اوريده

لکه غوږونه به مې 

د څانګو څانګو په لاسونو کې نيولې پاڼې

ما به د دوه مئينو

 د بڼوګانو هر يو رپ اوريده

بيا به مې باد ته ښورول لاسونه

غلی شه خدای ته ګوره شور مه کوه

خدای زده چې ولې به د باد غمازګر 

راسره رخه کيده

د دوو مئينو ننداره يې په ما نه لوريده

لکه چې مست ښامار زنګيږي د چندڼ پر څانګو

داسې په خرپ به يې کړې ماتې رانه غبرګې څانګې

پاس به له ځالې نه جوړۍ بلبلې والوتلې

لاندې به هم غلې شوه

د تودو شونډو د مچکو خرپا

که پورتنۍ برخې ته  لږ تم شو او کليوالې ټولنې باندې نظر واچوو، داسې پيښې چې کاروان صاحب ورته اشاره کړې ده، نادرې دي او که وي هم نو  ډېرې کمې پيښيږي چې د سپينو خولو خرپ و ايستل شي. او که چيرې داسې کومه پيښه رامنځته شي نو ډېر ژر د رسوايي تر حده رسيږي او په بدۍ سره اوړي. خو کاروان صاحب دا بغاوت هم دومره شاعرانه کړی دی چې لوستونکي ته د دې ټولنيز بغاوت سره سره شعر خوند ورکوياو دا چې

لکه غوږونه به مې 

د څانګو څانګو په  لاسونو کې نيولې پاڼې

بيا به مې باد ته ښورول لاسونه

دلته که موږ لږ ځير شو نو د غوږونو تصوير يې له پاڼو سره او د لاسونو تصوير يې له څانګو سره ډېر پر ځای تړاو لري. او همدا رنګه جوړه بلبلې د دوو مئينو سره د شعر رومانيت ته غنا وربخښلې دهبيا وايي:

سحر به لمر راوخوت

نجونو به بيا په سلامونو بانوې ونمانځلم

لمر به چې څو نيزې له غره راجګ شو

د ګودر غاړې نه به وکوچيده

دمستو نجونو د منګيو کاروان

مهار د وړانګو يې په لاس کې و د لمر د څاروان

لمر به د وړانګو په تودو لاسونو غوټه کړلې

زما د غبرګو ماتو څانګو له رګونو سره 

خرپ د مچکو او سندرې د جوړۍ بلبلو

دلته هم هماغه رومان دی چې په تدريجي ډول پر مخ ځي او په تلو تلو کې نوي  خيالونه د اوج پړاو ته رسوي. مثلاً کاروان وايي:

هغه توند باد چې يو لور ته يې چنار نڅولو، نو بل لور ته يې لګيدا ورباندې په دې خاطر بد تاثير کولو چې د دوه مئينو تر منځ خبرې يې نه شوې اوريدای، نو هماغه باد چې ورته غبرګې څانګې ماتې کړې وې، د لمر په تودو وړانګو يې د جوړه بلبلو له سندرو او د  مچکو خرپ سره  کوشيروي. دلته ده چې لوستونکی د کاروان  انداز بيان ته ګوته په غاښ شي. وړاندې وايي:

لکه ماشوم به له خندانه شين شوم و به مې وې:

_ اخ خدايه بيا د چا ښکالو راغله؟

بيا مې په رګ رګ کې خورې شوې څړيکې

هغه دی بيا مين زلمی راغی

چې دا زما د ماتو څانګو خوا کې څه لټوي؟

هغه دی ټولې يې کړې

ټوټې د ماتو بنګړو 

او مرغلرې د شکيدلي اميل

هغه غوټه کې کړې

د سره دسمال په پيڅکه

ښايي چې دا دسمال هم

چا ورته جوړ وي په وريښمينو ګوتو

که  لږ په کليوالي ماحول کې رومان ته تم شو، نو د يوې کليوالې جونې لوی ارمان به دا و چې مين دې ورته بنګړي راوړي او يا هم د رنجو کڅوړه، بيا به مين ته د دې تحفې په بدل کې يو دسمال ورکول کيده او هغه دسمال به هم د مين محبوب په خپلو ګوتو جوړ کړی و

کاروان صاحب همدا موضوع ډېره ښکلې شاعرانه انداز کې راوړې ده. مين سره هغه دسمال دی چی محبوب يې ورته د نخښې ساتلو په غرض ورکړی دی او هغه مات بنګړي په کې غوټه کوي چې له همده سره په مستۍ کې مات شوي دي. وړاندې وايي:

ما به له زړه سره پټ پټ وخندل:

خدای ماته هم مين زړګې راکړی 

چې د مئينو په راز ښه پوهيږم

زلمی به غلی، غلی

لکه ښکاري نه ترهيدلی غرڅه ماته راغی

اخ څه ښاسته و زلمی

اخ څه ظالم و زلمی

چې په تيره چاکو يې

زما په تاند او په غوښن ټتر کې

د خپل معشوق د نامه

شپږ نه اوه توري ژور وليکل

زما ټټر کې يې چاکو وښوييد

ښايي زما د ناز ښيرې وواهه

ګوته يې هم شوه برسيرنه ژوبله

چې په تودو وينو يې

 د خپل معشوق د نامه توري سره شول

په وينو سره توري يې 

په مينه مينه ښکل کړل

زما په رګ رګ کې 

د خواږه درد څړيکې خورې ورې شوې

خورې ورې څانګې مې

لکه د اور لمبې شوې

سيل د مارغانو رانه والوتو

ښايي په دې پټو لمبو باندې يې پښې وريتې شوې

تاسې به په خپلو کليو کې د چنارونو په تنو ليدلي وي چې خلک پرې د خپلو معشوقو نومونه ليکي، او که کله مو داسې کړي وي نو خامخا به د چنار په تنه ستاسې له ګوتو هم چاکو ښويدلی وي او ګوته به مو پرې غوڅه شوي وي

خو کاروان هغه مين دی چې په همدې وينو يې د خپل معشوق د نامې توري سره کړي او بيا يې د دې تودو وينو زور او حرارت  د چنار په څانګو کې خور کړی دی او د هغو مئينو مرغانو پښې يې پرې وريتې کړي دي چې د چنار په څانګه ناست وو

وينو چې کاروان دلته هم رومان د اوج مقام ته رسولی دی. مخکې وايي:

هغه مين زلمي زما د وجود

دوی ماتې غبرګې څانګې کورته يوړې

بيا به مې آن له شفقي ماښامه

تر سپيده داغ پورې نغمې اوريدې

د سريندې له نري تاره تاره

د مست رباب له مستانه شاتاره

څه په خندا به مې په غيږ وريده

د شنه آسمان د سپينو ستورو له رڼو سترګو نه

د پلوشو د اوښکو داره داره

زما تر زړه به يې کړه نيغه تيره 

د وړانګو سپينه لاره

پاس د ښايست پرښتو

راته نيولې وه رڼه هنداره

شينکی آسمان به مې د ځان سکه تصوير ګڼلو

او راڼه ستوري مې د خپلو څانګو 

سپينې مرغۍ بللې

 که څه هم کاروان صاحب له واره دا خبره نه واضح کوې چې مين زلمی د چنار په ماتو څانګو څه کوي خو کله چې هغه مين زلمی د چنار دوی ماتې څانګې وړي نو د شعر لوستونکی خپله پوهيږي چې مين زلمی د دې څانګو نه سرينده جوړوي او همدا رنګه دې خبرې ته هم په کې نغوته شوې ده چې رباب هم د چنار له څانګو څخه جوړيږي. نو د سريندې له نغمو نه ځکه  چنار خوند اخلي چې د ده د وجود يوه برخه ده. د شعر دا برخه يې هم په ښه سندريز انداز کې بيان کړې ده.

داسې زما د ژوندون 

پيغلې شيبې تيريدې

لکه د پيغلو تکې سپينې ليچې

د شنو بخملو له لسټونو راوتې تيريدې

داسې يو څو شپې وې  د قدر شپې وې

چې ويښ به ناست وم تر سهاره پورې

چې ټوله شپه به مې څارلې د مئينو لارې

زما به پاڼه پاڼه غوږ غوږ وه

د هغې مستې سريندې نغمو ته 

چې په ليندۍ کې يې څو تاره د څڼو هم وو

له کاره ويستی ومه  شرنګ د رباب 

چې په سينه يې د درخو د لاس ځونډي زنګيدل

بيا هم هماغه رومانتيکه کيسه ده چې په ډېره هنرمندۍ سره يې پر مخ بيايي. تاسې به ليدلي وي چې د چنار له څانګې نه پاڼې وتوږل شي نو سپين پوستکی يې ښکاره شي، دا انځور کاروان صاحب د هغو نجونو له لاسونو سره تشبيه کوي چې د شنو بخلو له لستوڼو راوځي:

لکه د پيغلو تکې سپينې ليچې

د شنو بخملو له لسټونو راوتې تيريدې

تر دې ځايه چنار د آباد او سوکاله وطن کيسه کوي او تر دې وروسته چې په هيواد کې د لويې غميزې سيلاب هر څه په سر اخلي نو راځئ چې دا هم د چنار له خولې واورو:

پرون چې بيا لکه د ناوې زلمی

د نجونو منځ کې ناست وم

ناڅاپه کړيکې شوې د وای مورې نارې خورې شوې

په ځان خبر هم نه وم څانګې مې ارې ارې شوې

بنګړي زرې زرې شول

منګي کودي کودي شول

څڼې لمبه لمبه شوې

شالونه باد يوړول

پاس مې آسمان ته کتل

زما پر خوا و پر غړمبا راروان

لکه يو ستوری له مداره وتی

لکه يو غشی له پرهاره وتی

د اور ابليس د ملايکو له کتاره وتی

پر جوماتونو پر حجرو پر ګودرونو پريوت

پر سر د مستو چنارونو پريوت

د شعر پورتنۍ برخه په افغانستان باندې د جنګ د وحشت کيسه کوي چې د ژوند په هر ډګر کې يې موږ او تاسې ته مالي او ځاني زيانونه را اړولي دي او همدا زيانونه خو کاروان صاحب په ځينو مواردو کې په ښکلي او ساده کليوالي سبمولونو لا ښکلي کړي دي له پورته چې په يو مسره کې وايي:

شالونه باد يوړول

په پښتني ټولنه کې دا شګون ښځې ډېر بد ګڼي چې له سره يې لوپټه وښويږي. که له کومې ښځې له سره لوپټه وښويږي، نو ډېر ژر انديښنه ورپيدا شي چې ګنې خدای مه کړه خاوند يې ومړ. او دا خبره سل په سلو کې سمه ده چې دې خونړي سيلاب زموږ ډېر سرونه له ځانه سره يوړل او له ډېرو تورو سرو له سرونه نه شالونه باد وړي دي. د شعر په ورستي پړاو کې وايي:

زه د ګودر په غاړه نه يم ولاړ

ما سل زلمي سل جينکۍ په غيږ کې ټينګ نيولي

زه د کنډو پر سر په لويه هديره کې ښخ يم

زما په هر تابوت کې

يو ګودر وينې ښخې

يو ګودر اوښکې ښخې

زما د هر تابوت په هره تخته

د عاشقانو معشوقو نومونه

د ګور چينجو خوړلي

زما له څانګې جوړه شوې سرينده ده ماته

په تش ګوګل کې يې د غم توره پيشو ده ناسته

خوله يې په وينو سره ده

د ژوند له ښکليو ماشومانو يې خوبونو وړوي

د کښت د پيغلو پر سينو نه شته د ږدونو ځونډي

زموږ د کلي د بامونو د سر

روږدې کوترې وږې

زما د څانګې له رباب نه د شکيدلي ځونډي

وچې مرۍ تيروي.

پورتنۍ برخه کې لولو چې چنار د ګودر پر غاړه نه دی ولاړ. د چنار له تختو نه تابوتونه جوړ شوي او سل جونې او زلمي يې په غيږ کې نيولي دي. دلته يوې بلې خبرې ته هم اشاره کوم لکه  څنګه چې په لنډه کيسه کې يوه پيښه بله زيږوي، او يا هم په ډرامه کې د موضوع پر بنسټ يوه پيښه له بلې سره پيوند لري د کاروان صاحب دا شعر هم کټ مټ لکه لنډه کيسه، او يا هم يوه ډېره کاميابه ډرامه. دا خبره ځکه کوم چې په پورتنيو مسرو کې مو ولوستل چې چنار د شعر په پيل کې وايي چې

هر مازيګر به راته سلو نجونو، په سرو لاسونو سلامونه کول، زما له څانګو نه به هغه زلمي سرينده جوړوله او يا هم رباب ، اود رباب له پاره د مشعوقو د لاس ځونډي او داسې نورو توکيو ته د شعر په وروستۍ برخه کې پيوند ورکوي. وايي چې هغه نومونه چې عاشق به د خپل معشوق نوم د چنار په تنه ليکه اوس يې د ګور چينجي خوري، يا دا چې د بامونو د سر هغه روږدې کوترې چې پيغلو به ورته ږدن اچول اوس د هغو ږدونو په خيال د چنار له څانګې د جوړ شوي رباب د ځونډي وچې مرۍ تيروي، د سريندې په ګوګل کې د غم توره پيشو ناسته ده او له ماشومانو خوبونه تښتوي. هغو سلو نجونو چې په سرو لاسو به يې ورته سلامونه کول، اوس د چنار په ګور کې په غيږ کې نيولي دي.

لکه څنګه چې شاعر د يوه حساس زړه خاوند وي،  کاروان هم په وطن کې له برباديو دا لويه غميزه نه شي زغملای نو ځکه يو ځل بيا د خپل حساس زړه له تل نه داسې فرياد کوي:

زه د بر کلي د ګودر د غاړې

يو شين چنار وم چنار

زه د ګودر په طبعه ښه پوهيږم

ګودر شاعر غواړي چنار غواړي

ګورد د سلو منګو 

رنګين کتار غواړي

ګودر د غرونو، د ځنګلونو د پيغلوټو چينو 

کاروان مهار غواړي.

١٣٨٥/٥/٥

په ټوله مينه

بازمحمد عابد

کابل خيرخانه

-
بېرته شاته