(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له توپان مخکې څه پېښېږي

[20.Feb.2020 - 11:37]

له طوفان څخه مخکي څه پېښيږي؟

ژباړه: عزت الله ذکي

د طبیعت له مخي، د طوفان واقع کېدو وړاندي په ونو، مرغانو او څارويو کي بدلون څرګندېږي، چي طبیعي او د ډول له مخي خورا عجیب وي.

دلته ۶ هغه طبیعي بدلونونه درپېژنو، چي د طوفان پېښېدو مخکي واقع کيږي.

حتا ځيني وخت نه غواړئ، د هوا حالاتو د وړاندويني راپور واورئ، خو طبیعت تاسو ته فقط دا آټکلوي، چي باران کيږي يا نه کيږي؛ ځکه دا طريقې په تېرو وختونو کي هم د طبیعي پېښو د آټکل لپاره کارېدلې.

واقعیت دادی، چي د طوفان او ګردباد له راتګ مخکي ترټولو لومړی د درختو، مرغانو او حيواناتو په مزاج کي بدلون ښکاره کيږي.

د ونو پاڼي رنګ بدلوي:

د پخوانيو خلکو دا کيسه واقعاً مستنده ده، چي ويل به يې، د طوفان راتلو مخکي معمولاً د رطوبت کچه لوړيږي، نو په دې صورت کي د درختو د پاڼو رنګ ژړيږي او بالاخره رژيږي؛ د معمول په ډول هغه پاڼي، چي رنګ يې مخکي ژړ وي؛ ترټولو ژر مځکي ته لويږي او باد هغه ځای پرځای کوي.

حشرات ناقراره وي:

ماهرين وايي، له باران څخه وړاندي په هوا کي د «آټوموسفير» فشار راټيټيږي؛ کله چي دا فشار راټیټ شي، ټول حشرات بې حالي او ناقراري کوي او د یوځای کېدلو لپاره دلچسپي ښيي، ددې لپاره څېړونکو د موذي، شته ها، بیدها يا «ډله ييز ښاپېرکانو»  ۳ ډوله حشرو د يوبل سره د جنجال چلند ته کتنه کړې، چي دا ۳ ډوله حشرې ورته غبرګونونه لري. د څېړونکو په خبره، کله چي دوی احساس کاوه، چي باران کيږي، نو ترټولو ډېر دغو حشراتو د راټولېدو او یوځای کېدو هڅه کوله.

ښايي مرغان وتښتي:

په ۲۰۱۳م کال کي سپړونکي د سپېرکونډکو «چکاوک» مرغيو د هغې ډلي د مهاجرت آړوند مغشوش شول، کوم چي د آمریکا د «ټينسي» آيالت له غرونو څخه يې ناڅاپي آلوت کړی و. يادو مرغانو هر يوه يې په انفرادي ډول سفر کړی و؛ په داسي حال کي، چي طوفان لا «۵۶۰» میله لېري راروان و، د طبیعت حالت هم هيڅ بدلون نه و موندلی، چي دوی ته خبر ورکړي، آن د باد سرعت، باران او «اټوموسفیر» فشارونه لانه وه بدل شوي. وروسته چي طوفان تېر شو، دا مرغۍ بیرته راستنې شوې. څېړونکي وايي، مرغان ترټولو لېري او مخکي ږغونه احساسوي، چې انسانان یې نه اوري.

د هوا بوی بدليږي:

يوازي تاسو نه ياست، چي تر باران وړاندي د ځمکي نرم او ځانګړی بوی حس کوئ؛ خو تاسو دا ښه پېژنئ، چي د «اوزون» کيمياوي فرموله ده. کله چي طوفان رانږدې کيږي، طبعاً دا «اوزون» مالیکولونه مځکي ته نږدې کيږي؛ تر دې آندازې، چي د انسان پوزي ته رسيږي.

د شاتو مچۍ سخت کار کوي:

د جیناسکي زراعتي پوهنتون څېړني وړاندیز کوي، چي د شاتو مچۍ د باران وړاندوینه کولای شي، کله چي باران کېږي، نو دوی خپل د ضرورت وړ خواړه ذخيره کوي او په يولړ هغو خاصو موقع ګانو کي يې مصرفوي، چي آړتیا ولري. ساینس پوهانو له یوې میاشتي څخه د ډېر وخت لپاره له ۳۰۰ مچيو څخه نظارت وکړ او دا په زړه پوري څه یې وموندل، چي تر باران یوه ورځ مخکي لا د شاتو مچۍ له معمول څخه زیات کار کوي او شته فرصت د خواړو په ژر راټولولو مصرفوي، ځکه دوی نه غواړي د باران اورېدو پرمهال خواړه ولټوي.

سپي عصباني کيږي:

سپي هم د تندر او طوفان پرمهال ډېر ويريږي او تر يادو دوو طبیعي پېښو پیل کېدو مخکي د خپلو آړینو توکو په ژر راټولو کي پيل کوي. د وترنرۍ کارپوهان شک لري، چي آن سپي د موسم وړاندوینه کولای شي؛ ځکه دوی د «آټوموسفیر» د فشار سره يوځای تغير کوي، دغه راز د رعد و برق ټيټ ږغونه او ساکن برق مخکي له دې، چي انسانان يې حس کړي؛ سپي يې احساس کوي؛ دا بدلونونه ډېر آسانه سپي عصباني او قهرجن کولای شي او ښايي د يوې طبیعي پېښي رامنځ ته کېدو څخه مخکي ستاسو څاروی هم د تمي خلاف ترټولو ژر ځان پټ کړي.

..................................

 

کوم کسان د ګوتو نښي نه لري؟

ژباړه: عزت الله ذکي

د ګوتو نښي د خلکو پېژندني لپاره معتبره وسيله ده، د الله تعالی قوت، طاقت، قدرت، حکمت او صفات ټول ځانګړي دي؛ د قدرتونو ستر څښتن او لايزال رب د خپل سپېڅلي کتاب د القیامت سورت په ۳يم او ۴م آيتونو کي په دې تړاو داسي فرمايي:

«أَيَحْسَبُ الْإِنسٰنُ أَلَّن نَّجْمَعَ عِظَامَهُۥ.» [3]

ژباړه: ((آيا انسان دا انګېري، چي موږ به د هغه هډوكي بیا راټول نه شو کړای؟))

«بَلٰى قٰدِرِينَ عَلٰىٓ أَن نُّسَوِّىَ بَنَانَهُۥ.» [4]

ژباړه: ((ولي نه، موږ خو آن د هغه د ګوتو د بند_بند په سم جوړولو باندي برلاسي يوو.))

ځیني کسان د نسلي تغير له امله د ګوتو نښانونه نه لري، ځکه د ګوتو د نښو نسلي فقدان له والدینو څخه ماشوم ته په میراث پاته کیږي، چي ډېری وختونه دا کورنۍ په سفر کي هم د ستونزو سره مخ کيږي.

د ګوتو نښانونه په خلکو کي ځانګړي دي او له پيدايښت څخه تر مرګه پوري د دوی ترمنځ په هر وخت کي د آفرادو پېژندلو لپاره معتبره وسیله ګڼل کيږي.

روغتياپوهان وايي، کوم کسان چي د ګوتو د پوست په سر کي کرښي او خطونه ونه لري، هغه آفراد د ګوتو نښي هم نه لري.

ددوی په باور، د مور په رحم کي د ګوتو د نښو لپاره تر ۲۴ اوونيو وروسته د «درماتوگلیف_Dermatoglyphics» په نوم جنین توليديږي، چي دا جنين د يوه انسان د ژوند تر پایه باقي پاته کيږي.

روغتيايي څېړونکو موندلې، چي د جنین دغه بدلون ځکه ددې لامل شوی، چي ځیني کسان د خپلي مور په رحم کي له دې مرحلې نه تېریږي، چي په پایله کي د «ادرماتوگلیفیا» په نوم د ګوتو د نښو نشتوالي ناروغۍ سره مخ کيږي.

دغو څېړونکو د چين په ۱۶ کسانو کي موندلې، چي د ګوتو نښي نه لري او د ځيرک جنین لرونکي دي، څېړونکو ددغو ۱۶ تنو لپاره د «SmartCard1» په نوم ځانګړې نسلي بسته ايجاد کړې، چي پکي د يادو کسانو بايوميټريکي کوډ شمېرې ثبت دي.

صحي سپړونکو موندلې، چي دا «آټوزوم» جنین دي، په دې معنی چي دا جنين ميراثي دي او د جنسي کروموزومونو برعکس، د راتلونکو نسلونو د جنس په ټاکلو کي مستقیم رول نه لري، یوازي ځانګړي والدین دا ډول جنین لري، چي ډېر آسانه کولای شي، خپلو ماشومانو ته يې هم انتقال کړي.

د محققانو په باور، د انسان په بدن کي ۲۲ شمارل شوي «آټوزومي» کروموزومونه موجود دي، په داسي حال کي، چي لومړۍ کروموزومي بسته يې «۲۷۰۰» جنين او ۲۲مه هغه يې «۷۵۰» جنين لري.

ښايي تصور وکړئ، چي ستونزه څه ده؟ په ځانګړې توګه په هغو هیوادونو کي، چي په منظم ډول د قانوني مسلو او خلکو پېژندلو لپاره د ګوتو نښانونه کاروي.

د کشفي پولیسو روزنه يا په عملي توګه د جرايمو موندنه د عدلي ساینس یوه څانګه ده؛ چي د ګوتو د نښو موندنه، چاپ او ثبت ددې څانګي آساسي دندي دي.

له ډېره وخته د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو په ځانګړې توګه چین کي د ګوتو نښو ته ځانګړې پاملرنه شوې، خو په لومړي ځل د جرمي څېړونکو لخوا په ۱۹۳۰م کال کي په امريکا کي د ګوتو د نښو شتون وموندل شو

-
بېرته شاته