(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان دنړۍ لومړی هېواد

[31.Dec.2019 - 13:15]

اته شیانو افغانستان د نړۍ لومړی دوست لرونکی هيواد کړ!

ژباړه: عزت الله ذکي

«ګلوبل_ويسيز» ويب پاڼي په یوه نوي بيان کي ویلي، ښايي د افغانستان نوم د هغه ناسم آنځور له آمله یوڅه غلط عکس العمل ولري، کوم چي طالبانو د خپلي واکمنۍ پرمهال نړۍ ته وړاندي کړی دی. مګر که موږ د افغانستان له جګړې او سیاست پرته ددغه هيواد بل لید ته وګورو، نو د زياتو دلایلو له مخي، دا هيواد د نړۍ ترټولو دوست لرونکی هیواد کېدای شي.

ددې پرځای، چي له ځانه دا وپوښتم، چي ولي هرکال ډېری افغانان خپل ټاټوبی پرېږدي، غوره به دا وي، چي ولي د ډېرو ستونزو سره_سره بياهم ډېری افغانان په خپل هیواد کي پاته کېږي؟ زه دلته يوشمېر هغه نکات ذکر کوم، چي پر آساس يې افغانستان د نړۍ لومړی دوست لرونکی هیواد غوره شوی دی.

۱:- زيات ځوان نفوس

افغانستان د نړۍ پنځم ځوان نفوس لرونکی هیواد دی، چي ۶۸ سلنه نفوس یې ځوانان او تر ۲۵ کلنۍ کم عمره ماشومان تشکيلوي. ياد ترکيبي نفوس ددغه هيواد د پرمختګ لپاره عالي انساني پانګه ګرځېدلې او ددغه هيواد د راتلونکي لپاره لوړي هیلي لري.

۲:- په ټولو برخو کي نوښت

افغانستان د نوښت زانګو ده، که څه هم په جغرافیوي لحاظ نسبتاً کوچنی هيواد دی، خو د مذهب، ژبي، کلتور، قوم، خواړو، پوښاک، موسيقۍ، طبیعي مناظرو، حیواني او نباتي ډولونو له پلوه د نړۍ ترټولو د نوښتي هیوادونو په جدول کي قرار لري.

۳:- مېلمه پالنه

افغانان ډېر مېلمه پاله خلک دي، آن مېلمه ته د خپلي کورنۍ د يوه غړي په سترګه ګوري او د خوندورو کورنيو خواړو په پخلي سره هغوی ته ښه راغلاست وايي. د افغانانو تاریخي مېلمه پالني دوی دې ته آړ ایستلي، چي په خپل عامه کلتور کي مېلمنو د ښه راغلاست په ویلو سره ډېری متلونه هم ولري.

۴:- د جنجالونو باوجود وطني مینه

د افغانستان وګړي د مېلمه پالني ترڅنګ ډېر وطنپاله خلک هم دي، چي د بهرنيو استعمارګرو او یرغلګرو سره د جنګ اوږدمهاله تاریخ يې په ښه توګه دا ثابتوي.

۵:- په ټولنه کي د ښځو زیاتېدونکی رول

د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته، د افغان ښځو لپاره د ژوند شرایط په بشپړ ډول بدل شوي دي. دوی د نارینه وو سره برابر فرصتونه لري او په ډېری برخو کي د نارینه وو سره ګډ کار کوي. په ورته وخت کي د ښځو په ضد تاوتریخوالی هم د تېر په پرتله راکم شوی او ښځو په اسانۍ سره په ښوونځیو او پوهنتونونو کي زده کړو او تعليم ته لاسرسی موندلی دی.

۶:- ساده ژوند

افغانان په ساده ډول خپل ژوند کوي او د غربي کورنیو د غړو برخلاف ګډ اوسيږي. دوی د سادګۍ په آساس غوره ګڼي، چي د چوکۍ تر کښیناستو پرمځکه کښېني او پرمځکه خوب کولو ته تر تخت ترجېح ورکوي. له آسانتياوو څخه ډډه کول دوی دې ته آړ کړي، چي پر ټولو هغو ستونزو بريالي شي، چي د تاریخ په اوږدو کي پر دوی مسلطي شوي دي.

۷:- ډوډۍ او ښوروا

افغانان په خپلو خواړو کي زياته ډوډۍ کاروي او هغه ډول ډوډۍ، چي دوی يې پخوي، د نړۍ ترټولو خوندوره ډوډۍ ده. دوی حتی د ښوروا په نوم مشهور کلتوري خواړه لري، چي لومړی ډوډۍ ټوټې کوي او بیا پر دغه وچه ډوډۍ د غوښو يا سبزيجاتو اوبه آچوي.

۸:- ځمکنۍ زېرمي

شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان د کرهڼي له لاري خپل ژوند تمويلوي او د کندهار د آنارو په ګډون يې ځیني نور حاصلات هم په نړیواله کچه شهرت لري. ددې ترڅنګ افغانستان د منرالي سرچینو لکه طلا، مسو او نورو قیمتي فلزاتو له پلوه د نړۍ له بډایه هیوادونو څخه دی. خو امنیتي ګواښونه په دې وروستیو کلونو کي د کانونو د استخراج په برخه کي د لږي پانګوني لامل شوي دي. د څېړنو په آساس د افغانستان د طبيعي زېرمو آرزښت شاوخوا ۳زره ميليارده ډالره آټکل شوی دی.

.........................

آیا پوهېږﺉ؟

ژباړه: عزت الله ذکي

۱:- آیا پوهېږئ، چي د نړۍ نفوس به تر راتلونکو ٥٠ کلونو پوري له ٩ میلیارد تنو څخه زیات شي؟

۲:- آیا پوهېږﺉ، چي په شمالي ټوکیو کي ترټولو پخوانۍ ودانۍ ٥٠زره کلنه ده؟

۳:- آیا پوهېږئ، چې د شمسي نظام ټولي سیارې له لوېدیځ څخه ختیځ ته تغیر کوي، خو ناهید سیاره له ختیځ څخه لوېدیځ ته مدار ګرځوي؟

۴:- آیا پوهېږﺉ، چي د امریکا د خلکو غوره خواړه پیزا دي او دوی هره ورځ په اوسط ډول ٧٣زره مربع متره پیزا خوري؟

۵:- آیا پوهېږئ، چي د امریکا هوایي شرکت د سلاد څخه د یوه زیتون په لېري کولو سره في مسافر ٤٠زره امریکايي ډالره سپموي؟

۶:- آیا پوهېږئ، چي چینایان له امریکایانو څخه ډېر په انګلیسي پوهېږي؟

۷:- آیا پوهېږئ، چي د نړۍ ترټولو لنډه جګړه د نازیانو او انګلستان ترمنځ ٣٨ دقیقې وه؟ ۸:- آیا پوهېږئ، هغه ډبره چي په خوپوس مصري اهرامونو کي کار شوې؛ دومره لویه ده، چي ممکن د نړۍ په کچه ٥٠ سانتي متره د خښتو لوړ دېوال جوړ کړي؟

۹:- آیا پوهېږئ، چي یوه کس په ١٧٨٣م کال کي د خپلي لومړۍ آلوتني لپاره د بالونونو په واسطه ٨ کیلومتره سفر کړی و؟

۱۰:- آیا پوهېږئ، چي د مځکي سطح ٥١٥ میلیونه کیلومتره ده؟

۱۱:- آیا پوهېږئ، چي د کهکشان ګړندۍ لاره ١٠٠ میلیونه یا له دې څخه ډېر ستوري لري؟ ۱۲:- آیا پوهېږﺉ، چي زهره ترټولو ګرمه سیاره ده، چي د تودوخي زیاتوالی يې ٤٦٢ درجو ته رسېږي؟

۱۳:- آیا پوهېږئ، چي د اوبو په یوه څاڅکي کي ٣٣ میلیارده الیکترونونه شتون لري؟

۱۴:- آیا پوهېږئ، چي ټنبل انسان آن د ٣ کلونو لپاره پر خوب کولو قادر دی؟

۱۵:- آیا پوهېږئ، چي په انګلېسي کي ترټولو لنډه جمله کومه ده؛ هغه جمله I am ده؟

۱۶:- آیا داسي حیوان پېژنئ، چي سترګي یې تر ماغزو غټي وي؛ هغه شُترمرغ دی؟

۱۷:- آیا پوهېږئ، چي سپی تر ١٠٠ لږ بېلابېل ږغونه تولیدوي، خو پیشوګاني بیا تر ١٠٠ ډېر مختلف ډوله ږغونه تولیدوي؟

۱۸:- آیا پوهېږئ، چي فیلان یوازني حيوانات دي، چي نه شي ځغستلای؟

۱۹:- آیا پوهېږئ، چي نقره {سپین_زر} کولای شي ٦٥٠ ډوله جراثیم ووژني او یو قوي ضد میکروب وژونکی معدن دی؟

۲۰:- آیا پوهېږﺉ، چي هره ورځ په نړۍ کي په ایډز ناروغۍ ١٤زره کسان آخته کېږي؟

۲۱:- آیا پوهېږﺉ، چي د انسان په بدن کي ترټولو سخته، کلکه او مقاومه عضله ژبه ده؟

۲۲:- آیا پوهېږﺉ، چي د څنګلو د پوستکي لایه په هرو ١٠ ورځو کي بدلیږي؟ 

۲۳:- آیا پوهېږﺉ، چي د زرافه په نوم جګغاړی حیوان په حنجره کي هیڅ ږغیز تار نه لري او ګونګی دی؟

۲۴:- آیا پوهېږﺉ، چي قرمز ماهی چي کله تیاره کیږي؛ رنګ آړوي او سپینيږي؟

۲۵:- آیا پوهېږئ، چي شات یوازني خواړه دي، چي له تخریب څخه پاک دي؟

.........................

هغه کس چي د بُزې سره واده ته مجبور شو!

ژباړه: عزت الله ذکي

يو سوډانی د بُزې سره د ناوړه جنسي عمل له امله هغې سره واده ته مجبور شو.

د راپورونو له مخي، يو سوډانی، چي پر بُزې د جنسي تېري په تور نیول شوی و، وروسته په ۵زره سوډاني دينارو جريمې محکوم شو.

ځايي چارواکو ويلي، دغه کس ټاکلې جريمه هم نه شوای آداء کولای او بل د مخورو شورا د پرېکړي په آساس هغې بُزې سره په واده کولو مجبور شو.

سوډانۍ محکمې ويلي، ځکه يې دا پرېکړه وکړه، چي د نيل شمالي آيالت د سپين ږيرو شورا ويلي وه، دغه کس بُزه خپله مېرمنه ګڼله؛ ځکه نو بايد ۵زره سوډاني ديناره د مهريه ورکړي او هم هغې بُزې سره واده وکړي.

د اسلام ستر پېغمبر او د بشريت ستر لارښود حضرت رسول آکرم (صلی الله علیه وسلم) په دې آړه فرمايلي دي:

«مَلعُونٌ مَن نَکَحَ بَهِیمَهً

«پرهغه چا د الله تعالی لعنت دی، چي د حيوان سره جماع کوي

الکافى (ج ۵، ص ۵۴۱، ح ۵)

.........................

 

خپل ذهن د ځان په ضد مه کاروﺉ! / عزت الله ذکي

ژباړه: عزت الله ذکي

که تاسي په ذهن او بدن کي هر ډول آندېښنه وزېږوئ، تاسي پخپل ژوند کي بل دښمن ته آړتیا نه لرئ!

تاسي کرار_کرار نه يوازي په فزيکي ژوند، بلکي په بېلابېلو برخو کي د خپل ځان په ضد کار کوئ؛ تاسي پوهېږئ!

تاسي خپل ژوند د خپل ځان په ضد ګرځوئ، نن ورځ موږ ډېر ښه پوهېږو، هغه خلک چي تر ډېر ذهني فشار لاندي راځي، حتماً ناروغيو ته بلنه ورکوي او په دې کي هيڅ شک نه شته!

په روغتيايي لحاظ دا يو ثابت حقیقت دی او له دې څخه ډېر څه پېښيږي. تاسي نه يوازي ناسلامتۍ يا بد روغتيايي وضعيت ته بلنه ورکوئ؛ بلکي تاسي په نړۍ کي د ستونزو بشپړ کوربه توب ته بلنه ورکوئ.

ځکه لکه څنګه چي تاسي په کوم ډول بیرته راپورته کېږئ؛ په همدې اساس تاسي دا ډول وضعیت خپل ځان ته راجع کوئ. ستاسي په وړاندي دا خلک مو ژوند ته حتماً دا ډول پایلي هم لري؛ نو هغه څه چي موږ یې په اړه خبري کوو د ذهني فشار ماتول نه دي.

دلته یوازي د څه ډېري سوله ييزي فضاء په اړه خبري نه کوو، بلکي که غواړئ خپل ژوند هغه ډول جوړ کړئ، چي تاسي یې غواړئ؛ نو آړتیا لرئ، چي ځیني بنسټونه چارج کړئ؛ کنه نو تاسي به یوازي خپله انرژي د خپل ځان په ضد کار کړئ.

دا هغه وخت نه دی، چي ما وويل د خپل ځان په ضد د يوه قوي دښمن رامنځ ته کولو سرچينه دلته ده. دا ښه او غوره ده، چي احساس جوړونکې سرچینه ستاسو لپاره کار وکړي؛ نه ستاسي په ضد. همداسي نه ده!

دا دومره غښتلې قوه باید تل ستاسي لپاره کار وکړي؛ که دا ستاسي په ضد کار وکړي؛ تاسي ختم ياست؛ چي بيا هيڅوک تاسي نه شي ژغورلای، زه درته وایم!

که ستاسي په منځ کي د احساساتو رامنځ ته کېدو سرچینه ستاسي په ضد کار پیل کړي، په دې نړۍ کي هیڅ شی تاسي نه شي ژغورلای؛ نو دا خورا مهمه ده. دا يوازي له ذهني فشار څخه د څه ناڅه خپلواکۍ په معنا نه دی او نه هم ډېر آرام او خوښ اوسېدل ددې سره تړاو لري.

که خپل ژوند هغه ډول جوړوئ، چي تاسي یې غواړئ، خورا مهم دی؛ خو تر ټولو لومړی باید تاسي خپل بدن، بيا ذهن او ورپسې انرژي په کار واچوئ او دا شیان په خورا دقت سره زموږ ټولو په اختیار کي دي.

دا دومره مهم دي، څومره چي تاسي بهر وځئ او پیسې ګټئ، خپله کورنۍ جوړوئ، یاهم هرکار ترسره کوئ، ځکه چي ټول هغه شیان، چي تاسي یې هیله لرئ، هغه واقعاً هم ولرئ او لرئ يې؛ يا به بدبخته ياست! په دې سره نه یوازي د خپل ځان بلکي د شاوخوا خلکو لپاره هم د ډېری بدبختۍ لامل کیږئ.

نه دا چي تاسو ښه یا بد یاست! هغه ځکه چي تاسي له ژوند څخه ناخبره یاست! خلک یو بل ته سردرد جوړېږي، نه دا چي دوی ښه یا بد وي؛ ځکه دوی د ژوند له لارو_چارو او اصولو څخه بې خبره دي، آيا نه دي؟

کله چي يو څوک د نورو کسانو په ضد نوکان جنګول پيل کړي، داسي برېښي، چي هغه وویل دوی نه پوهیږي، چي څه کوي؟ دوی ټول وايي، چي يوازنۍ ستونزه ناپوهي ده؛ آيا نه وايي؟

دوی بد نه دي، نه هم ددې لپاره يوشمېر شيطانان آجنټان دي، جهالت يوازنۍ ستونزه ده؛ دغه کسان نه پوهېږي، چي دوی څه کوي؟ دا يوازنۍ ستونزه ده؛ آيا نه ده؟

 
-
بېرته شاته