(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر نجیب فکر

[11.Sep.2019 - 09:31]

د ډاکټر نجيب فکر لا ژوندی دی

یک: عزت الله ځواب

 د افغانستان پخوانی ولسمشر شهيد داکټر نجيب الله د سيمې په کچه يو ځيرک استخباراتي او وطنپرست انسان و. هغه د وطندوستۍ په اړه داسې پياوړی تفکر پرې ايښی چې د ده تر مرګ وروسته يې لا هم اکثريت پوځيان په شعوري ډول عملي کوي. څوک چې له ده سره نيژدې پاته شوي، او يا يې همکاري ورسره ساتلې معمولاً ډېر ژمن انسانان دي. له هېواد سره د شهيد ډاکټر نجيب الله لېونۍ مينه د تاريخ پر پاڼو داسې ځليږي چې نه پټېږي، نه ورکېږي. د افغانستان په استخباراتو کې لا هم داسې کسان شته چې د نجيب فکر چلوي، د هغه د وطندوستۍ اطاعت کوي، او پيروي يې کوي.

له دې ډلې يو انجينر محمد طاوس خان دی چې اوس د هلمند د ملي امنيت د مشر په توګه کار کوي. ښاغلی طاوس خان ډېر نېک او ټولنيز انسان دی. له کله چې يې د هلمند د ملي امنيت ماموريت پيل کړی، له ولسي وګړو او مشرانو سره يې په پراخه کچه روابط زيات کړي.

طاوس خان ولس ډېر ځانته نيژدې کړی دی. حتی تر دې کچې چې کله ولسي وګړي خپلمنځۍ شخصي ستونزې هم ولري، ده ته مراجعه کوي او د ده د ښه صفاتو په خاطر يې د حل لاره ترې غواړي. ښاغلی طاوس خان ډېر زړور زړه لري. له ځوانانو او اړو کسانو سره يې خپله همکاري جاري ساتلې ده. خپل ماموريت يې په ولسي ځواک پياوړی کړی دی. استخباراتي منابعې يې د ولسي همکارۍ پر مټ پراخې کړي.

د هلمند له ښاري خلکو نيولې تر اطرافو پوري؛ له هر يوه چې پوښتنه وکړې چې دی يې ليدلی وي، په صفتونو او نېکو يې نه مړېږي. کليوال يې صفتونه کوي. د دې وجه دا ده چې طاوس خان کليو او بانډو ته تللی. هلته يې له ولسي وګړو سره ناستې پاستې کړي. له کجکي، واشېر ګرشک ،نادعلي، او ناوې نيولې تر ګرمسېر پوري ټولو ولسواليو او نيژدې ساحو ته يې سفرونه کړي. د امنيتي پوښښ د پراختيا لپاره يې د ولسونو همکاري جلب کړې.

هلته يې حالت له نيژدې جاج کړی. وضيعت يې له نيژدې ارزولی. په سيمه کې يې کليوال هڅولي چې له حکومتي سرتېرو سره خپله همکاري وساتي، او دښمن ته ځای ورنکړي. ښاغلي طاوس خان په ډېر هنر سره ولسي وګړي خپل کړي. د هغوئ ستونزې يې اورېدلي. دې ته يې متوجې کړي چې د حکومتي نظام ملاتړ د وطن د ملاتړ په مانا دی. د جګړې د زيانونو او بدبختيو په اړه يې له نتيجې ډک پېغامونه ورسره شريک کړي.

طاوس خان په هلمند کې د ملي امنيت ټول منسبوبين، ځانګړي سرتېري او د سونګريانو په نوم ځانګړې ډله خپلې دندې ته سوق کړې. ځانګړو ځواکونو يې په ورستيو وختونو کې د دښمن پر ځاليګو ډېرې بريالۍ چاپې وهلې دي. هغوئ ته يې درانه تلفات ور اړولي دي. د دښمن له منګلو يې ډېری يرغمل کسان ازاد کړي. د هغوئ بمي بريدونه يې شنډ کړي. د هلمند پر لويه لاره يې د سونګريانو يوه برخه سرتېري ځای پر ځای کړي چې په امنيت کې يې اغېزمن رول اجراء کړی دی. سونګريان د دښمن په جامه او وسايطو کې ګرځي. څو ځله يې د هغوئ پر مرکزونو غلچکي بريدونه کړي. همدرانګه يې د نهرسراج او باباجي ترمنځ پرته ساحه چې د هلمند رود هم پکې بهيږي تر ګرشک پوري پوستې کړې. دا ساحه وروسته له ډېرو کلونو تر امنيتي پوښښ لاندې راغلې.

له دې سره د باباجي امنيت لا نور هم خوندي شوی. په نهرسراج کې پر دښمن ساحه تنګه شوې. اکمالاتي لاره يې بنده شوې. په دې ځای کې هم د سونګريانو يوه برخه سرتېري ځای پر ځای دي چې دښمن يې سخت وېرولی دی. طاوس خان په خپله دې پوستو ته ورغلی، حالات يې جاج کړي، سرتېري يې خپلو دندو او خدمت ته هڅولي او د هغوئ اکمالاتي اړتياوې يې پوره کړي.

همدرانګه يې خپله اداره ډېره فعاله ساتلې. ځواکمن او ژمن کسان يې کار ته وړاندې کړي. د سهار له اتو بجو نيولې تر نيمې شپې د طاوس خان دفتر خلاص وي، کار يې جريان لري. په داخل د اداره کې يې عدل حاکم کړی دی. کس په کس ظلم نه شي کولی. له ثبوت پرته څوک تورو تيارو ته نه شي غورځېدلی. ناحقه څوک د دښمن او مجرم په تور نه شي نيول کېدلی. د ټولو مامورينو ترمنځ د صميميت فضا حاکميت پيداکړی دی.

بيت المال خوندي دی. د ټولنيز فساد کچه صفر درجې ته کښته شوې. د ښاغلي طاوس خان بله ښېګڼه دا ده چې ټليفون په خپله ځوابوي، او هيڅ وخت د سکرتر پر لاس مالومات نه شريکوي، نه يې ترلاسه کوي. هر وخت چې ټليفون ور وکړې، دی يې په خپله ځوابوي. په رسمي مجلسونو، غونډو او نورو پروګرامونو کې له ضرورته پرته ډېرې خبرې نه کوي. تشريفاتي کارونه نه کوي. ځان غوښتونکی نه دی.

د هلمند له والي، امنيه قوماندان، او د پوځ له قوماندان سره ښې اړيکې او ښه همږغي لري. د امنيت په برخه کې يې ښه پلانونه او ستراتيژۍ وړاندې کړيدي. خپلو سرتېرو ته يې امر کړی، که فرضاً د جګړې په کرښه کې يا د جګړې پر مهال د نورو امنيتي ارګانونو سرتېري د مرميو او نورو امکاناتو له نه موجوديت سره مخامخ شي، بايد د ملي امنيت منسوبين له پوښتنې پرته مرسته ورسره وکړي.

ښاغلی طاوس خان سربېره پر دې چې په استخباراتي فعاليتونو کې ښه هنر لري، يو ډېر ولسپال سړی هم دی. تل د ولس خبره اوري. د ولس په ستونزو رنځيږي. نه د مادياتو شوقي دی. نه د قدرت شوقي دی. نه د دې شوقي دی چې خلک يې د نورو چارواکو په رقم صفتونه وکړي. هغه تل په رسمي مجالسو او نورو ناستو کې لږ خبرې کوي، خو مهمې خبرې کوي.

د حکومت پر ډېری څوکيو داسې کسان حاکمان دي چې يواځې په دې لټه کې وي، چې څنګه پيسې ډېرې کړي، څنګه خلکو ته توطئې جوړې کړي، او څنګه خپله خېټه ډکه کړي. خپل اصلي ماموريت او خدمت ته يې شا ګرځولې وي، له بيت المال او دولتي امکاناتو څخه په استفادې د شخصي ژوند په جوړلو لګياوي. طاوس خان يو له هغو کسانو دی چې شخصي ژوند يې ډېر جوړ دی. ښه اقتصاد لري. د بيت المال د چور او تالان نيت نلري.

ښاغلی طاوس خان په دې شخصيت سره چې ډېر مهربان دی. ډېر ځيرک دی. ډېر ولسپال دی. او له بيت المال څخه د شتمنۍ د ډېرېدو هيله مندي نلري، د يوه ډېر ښه انسان په توګه مطرح شوی. هغه چې کله ولسواليو ته سفرونو کوي، د نورو چارواکو په رقم ډېر کش وپش يې نه خوښېږي. په عادي ډول ځي راځي او هر چاته د ملاقات وخت ورکوي. هغه د شپې له مخې د لښکرګاه په ټولو څنډو کې ګرځېدلی او له نيژدې يې امنيتي حالت ارزولی. پر ځوانانو ډېره تکيه لري. هر ځل چې ورسره مخامخ شې، ځوانانو ته ډېره هيله لري. د وطن د بشپړې ابادۍ څرک په دوئ کې ګوري. په حزبي او قومي ترپګنيو کې نه دی ښکېل. مليتوب او افغانيت ته يې لومړيتوب ورکړی. هر څوک چې ورسره ګوري، د وطن خبره ورته ورکوي. تر ټولو ډېر پر ملي يوالي باور لري. هر ځوان ته د ملي يوالي پېغام ورکوي. په داخل کې د خپلمنځيو اختلافاتو مخالف دی. له هر چا سره چې د وطن پر سر ږغېږي، يوه خبره کوي، هغه دا چې افغانان بايد د خپل اصلي دښمن په مقابل کې يوالی وکړي.

ښاغلی طاوس خان له حکومتي موقفه سوء استفاده نکوي. ځان د ولس خدمتګار ګڼي. پر دې پوهېږي چې افغانان ډېرو جنګونو او کړاونو ځپلي مينې او درناوي ته اړتيا لري. دی هم مينه او درناوی ورکوي. پر اسيرانو رحم لري، خو د مقاومت پر مهال پر دښمن رحم نلري. خپله اداره يې ډېره فعاله ساتلې. ټول کارکوونکي يې له خپله کاره رضايت لري. ولس د زړه له کومې ترې خوشال دی. هيڅ داسې کس نه پيداکېږي چې د ده پر ماموريت انتقاد ولري، يا شکايت ترې ولري.

د ښه ماموريت لپاره دوې ځانګړتياوې په کار دي. يوه نېکي، بله ښه رهبري. طاوس خان له يوې خوا نېک انسان دی، له بلې خوا ښه رهبر دی. د دې دواړو ځانګړتياوو په لرلو سره هغه بريالی ثابت شوی، د ولس زړونو ته ور ننوتلی او ټولنه يې له کاره خوشاله ده. ما د يوه افغان په توګه دا خپل مسئوليت وګاڼه چې د دې نېک انسان په اړه دا څو کرښې وليکم او له مليت سره يې شريکې کړم. تل زموږ د حکومت د فساد خبره مطرح کېږي. له اکثرو چارواکو يې شکايتونه کېږي. په داسې حالاتو کې د طاوس خان په رقم د يوه ښه او غوره چارواکي معرفت او خلکو ته يې ور پېژندل ماته خپل مسئوليت وبرېښېد.

عزت الله ځواب

-
بېرته شاته