(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نومونه بس نه دي

[26.Aug.2019 - 11:26]

یواځې نومونه بس ندي

لیک : عبدالرحمان هوتک

 ولسمشر کندهار ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت هوائي ډګر، د ډیرو ساده مراسمو او یوې پلاستیکي لوحې ځړولو په ترڅ کې، د لوی احمدشاه بابا په نوم ونوماوه.

لومړی خو د دغو مراسمو ډول او دغه نوم دواړه د لوی احمدشاه بابا تر ستر نوم او حیثیت ډیر کوچني دي؛ احمدشاه بابا د لوی افغانستان او د هند د نیمې وچې پلار او کندهار ئې پر خپله ستره امپراتوري باندې د راج او قوماندې مرکز و، په هماغه مرکز کې یواځې یو زوړ ډګر د هغه په نوم اړول هغه ته کوم ویاړه او سترتوب نه، بلکې د هغه کوچنی کول او په یوه کوچنی محدوده کې د هغه ځایول دي.

هغه د دې ټول هیواد څښتن او د هغه دوه چنده ئې مونږ ته په میراث پریښی، مونږ څنګه هغه یواځې د یوه ډګر او هغه هم د هغه د خاپوړو؛ کندهار په هوائي ډګر کې را ایساروو؟ هرچا چې ولسمشر ته دغه مشوره ورکړې او یا ئې دغسې غوښتنه ترېنه کړې، ښه ئې ندي کړي.

بله دا چې مونږ پر بابا برسیره نیکه هم لرو؛ میرویس نیکه چې که له حق نه تیر نشو، د اوسني افغانستان اصلي باني او بنسټګر دغه ستر انسان دي؛ په (۱۷۰۹م) کې ئې له نژدې درې پیړیو متواتر پردي ښکیلاک او تاړاکونو وروسته په کندهار کې د یوه جمهوري نظام لومړنۍ خښته ایښې، زامنو ئې د دغه نظام یا امپراتورۍ بیرغونه د اصفهان د کلاوو پر برجونو رپولي، له څه باندې (۳۰) کلونو وروسته یواځې د (۱۰) کلونو لپاره د مشهور ډاکو نادر افشار د تاړاک او تاراج په اړو دوړ کې په (۱۷۴۷م) کې لوی احمد شاه بابا سر راپورته کړی او د افغانانو د عظمت بیرغ ئې بیرته د مشهد او ډیلي پر کلاوو رپولی دی.

پدې حساب میرویس نیکه د افغان معاصر دولت باني او مغز متفکر او لوی احمدشاه بابا د هغه ژغورونکی، توسیع ورکونکی او په واقعي توګه د هغه د خوب رښتیا کونکی ګڼلی شو.

پدې توګه د کوم تقابل له مخې نه، بلکې د یوه تاریخي واقعیت له مخې ویلی شو چې دغه دواړه ستر او محسن شخصیتونه، د ګڼو نورو محسنینو په کتار کې یو ممتاز او فوق العاده مقام، پر افغانانو باندې فوق العاده حق او د درناوي مراتب لري، ټول د هغوئ د فکرونو، ستړیاوو، زحمتونو او قربانیو پوره وړي او پر ریښتینو افغانانو باندې د هغوئ درناوی او د هغوئ د ارمانونو د تحقق په لاره کې قرباني ورکول لازم دي.

دا کار یواځې په نومونو او پلاستیکي لوحو نه کیږي، د دې لپاره باید په ملي او نړیواله کچه، د هغوئ له شخصیت او کارنامو سره سم کار او هلې ځلې وشي؛ میرویس نیکه د خپل وخت یو نابغه دیپلومات او اکاډمیک شخصیت او احمدشاه بابا بیا د خپل وخت یو کاریزماتیک پوځي قوماندان، مدبر واکمن او ستر امپراتور و، پر دې بنسټ که مونږ رښتیا غواړو هغوئ ونازوو، په هغوئ وویاړو، خپلو راتلونکو نسلونو او نړیوالو ته خپل ویاړونه او تاریخي کارنامې انتقال کړو، په کار دي په ټولو دیپلوماتیکو او اکاډمیکو ادارو کې د میرویس نیکه نوم، انځور او افکار او په ټولو پوځي او د واک د تمثیل په ادارو کې د احمدشاه بابا نوم، انځور او کار نامې را ژوندي او ټول د هغو په تعمیل، تکمیل او درناوي مکلف کړو.

-
بېرته شاته