(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړېانو دمیړنتوب کېسې

[24.Aug.2019 - 10:51]

(د انګریزانو په وړاندې د کونړ د ولسونو د میړنتوب کيسې او نکلونه)

 لیک: محمد نواز حقيقت سانين

سریزه

ددې لیکنې په هکله مې د هیواد نامتو ليکوال او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړى حبيب الله رفيع سره چې د ټولو افغانانو لپاره د درناوي وړ شخصيت ګڼل کیږي مشوره وکړه، هغه راته په ډېره مهربانۍ وويل، چې ددې تاريخي کيسو ليکل د وطن او ولسونو لپاره يو تاريخي وياړ دى او د تاريخ په زرينو پاڼو کې ددې کيسو خوندي کول د فرهنګيانو او وطنپالو سپیڅلې دنده ده، د هغه همدا هڅونه وه، چې زه يې په خوږه مينه ورته تشويق کړم او ددې تاريخي کيسو په اورېدو او ليدو ډېر خوشحاله شو. دا هغه کتابګوټى دى، چې زه يې ليکلو ته خپل افغاني احساس مجبور کړم، دا هغه کتاب دى، چې زموږ ولسونو په خپلو سترګو دا حالات ليدلي دي. دا چې د کونړ او چترال جبهه د افغانستان د استقلال د څلورمې جبهې په نامه يادېږي، نو ددې تاريخي جبهې مرکز د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ مرکزي ساحه وه. په بريکوټ، دوکلام، پاشنګر او باغچه کې د افغان اتلو غازيانو مورچلونه وو. بريکوټ او دوکلام ته مخامخ د ارنوۍ کلى دى، چې په هغه وخت کې د انګرېزانو پوځيان د عصري وسلو سره په کانکريټي (سيمټي) مورچلونو کې اوسیدل او شاوخوا ته، لکه لام بربټ، کواتى، دميل، ميرکنډى او نورو لوړو غرنيو ساحو کې د انګرېزانو پوستې او ګروپونه ځاى پر ځاى شوي وو، خو د شاوخوا پوستو مرکزي ساحه د ارنوۍ تاڼه وه، چې دلته د انګرېزانو مسوول مشران او د چترال د پاچا( مهتر) پوځي عسکر له خاصو کسانو سره يوځاى په دې قرارګاه کې شپه او ورځ ويښ او تيارسۍ پراته وو. د انګرېزانو او دچترال دپاچا (مهتر) هدفونه او ارمانونه يو شان وو، د انګرېزانو لويه عمومي قومانداني او قرارګاه په چترال (جونال) کې وه او زيات پوځونه په دروش کې ځاى پر ځاى وو. انګرېزانو پلان درلود، چې د افغانستان خاورې ته د ارنوۍ پر لار راننوځي او له دې لارې اسمار- چغسراى ته ځانونه ورسوي او د جلال اباد جبهه کمزورې کړي او افغاني غازيانو او مجاهدينو ته نوې جنګې پیښې رامنځته کړي، چې د جلال اباد افغان پوځيان او غازيان پر دوو برخو ووېشل شي، پښتو متل دى، چې وايي: عزت او ذلت د لوى خداى په اختيار کې دى. په هغه وخت کې، چې د جلال اباد په جبهه کې شاوخوا ته د انګرېزانو له خوا تاوده جنګونه روان وو، د کونړ په اسمار کې هم پوځونه ځاى پر ځاى وو، په دغه وخت د ارنوۍ او ناړۍ سيمې ته د پوځيانو له خوا دومره توجه نه وه، د غازي ميرزمان خان په تدبير او اراده، چې د کونړ يو غښتلى پوځي قوماندان و، نوموړي په خپل نوښت له لوړو مقاماتو او په ځانګړې توګه غازي امان الله خان سره نږدې د ورورۍ او ملګرتوب اړيکي لرلې ، د ناړۍ د بريکوټ سيمې ته د لښکر او پوځيانو ، چې ارنوۍ ته مخامخ پراته دي، د تلو پرېکړه وکړه. په خپله غازي ميرزمان خان د سرلښکر په توګه له خپلو غازيانو مجاهدينو لښکر سره د کونړ او چترال جبهې اساسي مرکزي ساحې ته، چې تاريخي، جغرافيايي، سياسي او پوځي ارزښت يې درلود، ځان ور ورساوه. دا هغه وختونه او شیبې وې، چې انګرېزانو تر اسمار پورې د راتګ پلان درلود او له اسمار نه تر بريکوټ ناړۍ پورې کوم پوځي قوت نه و. کله چې غازي ميرزمان خان په ناړۍ او بريکوټ کې ځاى پر ځاى شو او خپل لښکريان يې په بريکوټ، دوکلام، باغچه، سلام کوټ او نورو هسکو ځايونو کې ځاى پر ځاى کړل، نو په ارنوۍ يې بريدونه او يرغلونه شروع کړل، د انګرېزانو ناکامي ولسونو ته څرګنده شوه، د نورستان ولسونه، چې نوي د اسلام په مقدس دين مشرف شوي وو، له هغو سره هم انګرېزانو او د چترال پاچا (مهتر) پټ راز و نياز او اړيکې سره ټينګې کړې وې، انګرېزانو فکر کاوه، چې د نورستان ولسونه به له موږ سره مرسته کوي، نو کله چې غازي ميرزمان خان ناړۍ بريکوټ کې لکه غر په ميدان ودرېد، نو د نورستان ولسونو هم د لوى خان ملاتړ اعلان کړ او د انګرېزانو او چتراليانو ارمانونه، اهداف او دسيسې له خاورو سره خاورې شوې. دا خبره دې پاتې نه وي، چې انګرېزانو د چترال غـــــــلام پاچــــــا (مهتر )ته وعده ورکړې وه، چې کله موږ د ارنوۍ پر لار اسمار، چغسراى او جلال اباد ته ورسیږو، نو تر اسمار پورې سيمه به له چترال سره وتړو. ډېرو درنو ليکوالو، پوهانو او لوستونکو! ددې کتاب دبشپړولو په وخت کې مې له چاپي کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او يا له نورو آثارو استفاده نه ده کړې، خو دا چې زموږ هیواد ډېر لرغوني تاريخونه لري او حتى زموږ د تاريخونو زياتې برخې د هیواد دښمنانو قصدي پټې کړي او سوزولي دي، ددې لپاره، چې د استقلال د څلورمې جبهې د برياليتوبونو، د غازيانو د میړانې او د غازي ميرزمان خان په اړه دلته په ولسونو کې د کتاب ذکر شوې کيسې له کلونو راهسې له يوه نسل نه بل ته پاتې دي او د استقلال د جبهې د باتورو لښکريانو کيسې ډېرې خوږې او په زړه پورې دي، نو بايد چې ورکې نه شي. دا د افغان ولسونو او د افغان فرهنګپالو اديبانو دنده ده، چې په خپلو ولسونو او د خپلو ولسونو په اتلانو او کارنامو د تل لپاره ووياړي او د تاريخ زرينو پاڼو ته دغه نالوستې کيسې او کارنامې وسپاري، دا ژوندۍ کيسې ما په وار وار د خپلو ولسونو له خولې اورېدلې وې او اورم يې، نو زما افغاني احساس په مينه ومنله، چې دا د هیواد او د هیواد د اتلانو په اړه تاريخي نه هېرېدونکي يادونه وليکل شي، د هیواد نامتو ليکوال او شاعر مرحوم عبدالخالق اخلاص د استقلال د څلورمې جبهې په نوم کتاب ليکلى، چې خوږې کيسې او کارنامې يې نظم کړې دي، نو دا ښکاره خبره ده، چې د هیواد په وياړونو او تاريخي پیښو ډېر ليکوال او څیړونکي ليکنې کوي، زه د اخلاص صاحب کار ته په ډېره درنه سترګه ګورم. څه چې ما د پخوانيو ژونديو تاريخي ولسونو د سترګو ليدلي حالات ليکلي دا برخه هم د قدرمن ليکوال اخلاص صاحب د ليکنو ادامه بولم. مرحوم اخلاص صاحب د کونړ او د هیواد په کچه يو پیژندل شوى ليکوال و، چې د مهاجرت په کلونو کې پر (١٣٦٦ل) کال د پښتونخوا په صوابۍ کې په حق ورسید او يادونه به يې تل زموږ په تاريخ او د ولسونو په تاريخ کې ژوندي وي، موږ د هغه ادبي _ فرهنګي هڅو ته په درناوي سره ګورو او هغه ته جنتونه غواړو. ددې کتاب د ترتيب او تکميل لپاره ما ډېر کلونه کار کړى دى، له نن نه ډېر مخکې د سردارمحمد داود خان د جمهوريت په کلونو کې له غزني ولايت څخه کونړ ته لاړم، ټولو ته ښکار ده، چې د دېرش کلنو جګړو مخکې به کليوالو په دېرو هوجرو کې خصوصي سازونه او مجلسونه او بنډارونه کول، چې زه هم ناڅاپي يوې دېرې ته، چې مجلسيانو سندرې ويلي ولاړم، د سیتار، منګي او شپیلۍ خوږ ټنګ ټکور په پوره شور سره شروع و او دغه سندره يې په خواږه اواز سره په خوند ويله: وتلى د چترال نه سر اوچت ميرزمان خان خوشحال دي ټول غازيان خوشحال دي ټول غازيان ما چې دا سندره واورېده، د سیتار په پردو او د منګي او شپیلۍ په اواز کې يې زما پر روح او مغزو خوږ او نه هیرېدونکى تاثير وکړ، بيا مې څو ورځې وروسته له کليوالو مشرانو پوښتنه وکړه، چې دا سندره چا ليکلې او ويلې ده؟ مشرانو راته د غازي ميرزمان خان او د چترال د جنګونو په هکله معلومات راکړل، له هغه وخته د غازي ميرزمان خان له کارنامو او میړانې خبر شوم او رښتيا خبره ده، چې په زړه کې مې له نوموړي اتل پښتون سره مينه پيدا شوه، کليوالو مشرانو او د سيمې مشرانو دهغه په اړه ډېرې خوږې کيسې کولې، ماته به دغو کيسو او يادونو خوند راکاوه. په هر صورت! دا کتاب ( د خپلواکۍ خواږه يادونه) د خپلو درنو مشرانو او کليوالو له خولې څخه او د استقلال د څلورمې جبهې له د سترګو ليدلي حالات او د غازيانو په اړه يې کارنامې بيانولې، دوه تنه يې لا تراوسه ژوندي دي، چې يو مشر محترم نورمحمدکاکا چی د احمد شاه زوى په قوم کوهستانی او د ناړۍ د کلي اوسیدونکی دی او بل محترم مشر چې دده نوم هم حاجي نورمحمد کاکا، د نیاز محمد زوى په قوم پښتون چې د ناړۍ په زرو کڅ کې اوسیږي او دواړه سپين ږيري مشران دي، خو د خبرو او کار توان لري، په زړونو بيدار او غښتلي د وخت مشران دي. استاد پيرمحمدخان واحدي، چې پلار يې ددې جبهې د خوراکي شيانو حسابدار په توګه له غازي ميرزمان سره يوځاى وو، هغه راته د خپل پلار د خولې کيسې کړي دي. نور احمد دين ملنګ، چې يو ښه شاعر او ليکوال و او د افغانستان يو تاريخ پوه ګڼل کیده او د سيمې په هکله له پخوا زمانو راهيسې ټولې تاريخي پیښې ورته ښکاره وې، به ويل، چې زموږ مشرانو به موږ ته دارنګه خوږې کيسې کولې چې په سينه کې مې پرتې دي. له نورو ډېرو ځايي سيمه ييزو مشرانو سره مې اړيکي نيولې دي، چې دا کيسې خپلو تیرو مشرانو ورته کړې وې. ډېرو خوږو د ادب مينه والو ادبپوهانو د کتاب لوستونکو! زه په دې خبره وياړم، چې د هیواد د میړنو او وياړمنو په هکله د هغوى يادونه ليکم، زموږ ګران او تاريخي هیواد پنځه زره کلن تاريخ لري او دا تاريخ ځلانده او لکه لمر روښان دى، په دې هیواد او په دې خاوره کې ډېر ملي اتلان، ننګيالي او توريالي ددې خاورې په مينه د ننګونو په ډګرونو کې سپیلني شوي دي، هغو ولسونو او قومونو ته نور وياړونه په نصيب کیږي، چې د خپلو ملي اتلانو او ننګياليو تاريخونه او يادونه وساتي او پرې ووياړي. د هغو ولسونو او قومونو، چې د خپلو ملي اتلانو او ننګياليو تاريخ نه لري او يادونه يې نه کوي تاريخي وياړونه خاورې ايرې کیږي، زموږ هیواد او زموږ ولسونه، چې ددې خاورې غيرتي اتلان دي بايد چې په قدر او ايماندارۍ او وطنپالنې په مينه وستايل شي، دا د اتلانو او میړنيو د سرښندنو برکت او بريا ده، چې نن موږ په خپل استقلال وياړو. دا خاوره او دا ټاټوبى د عظمتونو او د غيرتونو او د ورونو قومونو او ولسونو د ننګونو ګډ کور دى. دا خاوره او دا وطن په خپله غیږه کې د لرغونو زمانو خوږې خوږې کيسې لري، چې دا تاريخي، په زړه پورې، بوږنوونکې او هيبتناکه کيسې د افغان تاريخ په زرينو پاڼو کې ليدلاى شو، حق خبره ده، چې پر خپلو ملي اتلانو ووياړو، د خپلې خاورې پر لرغونتوب ووياړو او پر ځان ووياړو، چې د وياړمنو باتورو ولسونو بچيان يو، څوک چې په خپلو اتلانو مشرانو او په خپله خاوره او ټاټوبي ووياړي، لوى خداى پاک يې لاپسې برکت او نیکمرغۍ په نصيب کوي او د خپلواکۍ خواږه يادونه، چې زموږ مشرانو تراوسه پورې په مينه تر موږ رارسولي، موږ يې بايد په هماغه ډول مينه او جذبه د تاريخ پاڼو ته وسپارو، ځکه په دې وياړونو کې ټولو افغانانو ته د وياړ درسونه شته. په پاى کې د هیواد د اتل بچي او د هیواد د ملي خپلواکۍ اعلانوونکي شخصيت (١٢٩٨ل/٥/٢٨) غازي امان الله خان يوه خاطره راياده شوه: کله، چې غازي امان الله خان د هیواد غيرتي غیږې پرېښودلو ته اړ او ايټاليې ته د خپلې کورنۍ له غړيو سره مهاجر شو او هلته يې ژوند اختيار کړ. شپږ کاله وروسته څو تنه افغان سوداګر ايټاليې ته تللي وو، يو ناڅاپه افغان سوداګر په يوه ځاى کې د غازي امان الله خان پر استوګنځي سترګې لګیدلې وې، چې پر وره يې په پښتو ژبه ليکل شوي وو: ( د اعليحضرت غازي امان الله خان د اوسیدو ځاى) د سوداګرو سترګې په دې ليکل شويو پښتو کليمو ولګیدې او سوداګرو په خپلو کې يو بل ته وکتل او حيران شول. يو تن سوداګر وويل، چې ښه خبره ده، چې له اعليحضرت غازي امان الله خان سره وګورو ، بل سوداګر وويل په کومو سترګو به ورسره وګورو؟ افغان ولسونه، خو دده په حق کې ملامت دي. په هر صورت سوداګرو مشوره وکړه، چې حتمي يې ګورو. د اعليحضرت د کور دروازې ته ودرېدل ، چې د غازي امان الله خان کوچنۍ لور دروازې ته راغله، افغان سوداګرو ته يې سلام وکړ او بیرته د خپل پلار غازي امان الله خان ته ولاړه او ورته يې وويل: پلاره ستا په شان سړي راغلي. ددې خبرې په اورېدو په خپله غازي امان الله خان دروازې ته راغى او له افغان سوداګرو سره يې وليدل، يو بل يې په غیږ کې ونيول او دسوداګرو له سترګو اوښکې روانې وې. غازي امان الله خان سوداګر کور ته دننه بوتلل، وايي سوداګرو غوښتل، چې د کیناستو او يا د ملاقات کوټه کې خپل بوټونه وباسي، خو غازي امان الله خان په ډېره مينه ورته وويل، ورونو بوټان مه وباسئ، سوداګر حيران شول ، غازي امان الله خان سوداګرو ته وويل: ” بوټان ځکه مه وباسئ، چې ستاسې پر بوټانو به د افغانستان او زما د خاورې دوړې پرتې وي، په دې دوړو به زما کور او کوټه کې برکت پيدا شي”. نو تاسې وګورئ، چې ددې خاورې دوړې ملي اتلانو ته څومره لوړ قيمت لري، دا خاوره او دا وطن څومره مينه ناک بچيان لري، څومره مينه ناک اتلان يې په خپله غیږ کې روزلي دي، چې د نامه په اورېدو ټپي زړونه ټکورېږي. په اخر کې له قدرمنو ليکوالو او ادب پالونکو ډېر په مينه هيله کوم، چې ددې کتاب (د خپلواکۍ خواږه يادونه) کې به ډېرې نيمګړتياوې وي، چې په افغاني مينه، په افغاني احساس او په ډېره مهربانۍ يې سره اصلاح کړئ. (دلومړۍ برخې پای) د قرآن شريف ختم او دعا کله، چې غازي ميرزمانخان د ناړۍ لوى کلي ته ورسېد، دده په وياړ د ناړۍ خلکود غرمى ډوډۍ برابره کړې وه، د ډوډۍ او کېناستو لپاره د ناړۍ د لر کلي په ولسي باغ کې ځاى برابر شوى و، په دغه مېلمستيا کې تر زرو کسانو زياتو خلکو برخه لرله، ټولو مېلمنو مجاهدينو د غازي ميرزمانخان په ګډون د غرمې ډوډۍ وخوړه او د ماسپښين لمونځ يې وکړ او د ناړۍ د شيران نومي ملا په مشرۍ د قرآن شريف ختم وشو. ملا محمد شيران مجاهدينو ته د انګرېزانو او د چترال د پاچا د ناکامۍ او د خپل بري لپاره دعا وشوه، مجاهدين په احساساتو راغلل او ځينو يې له غازي ميرزمانخان څخه هيله وکړه، چې پر انګريزانو د بريدونو او غزا امر ورکړي، په همدغه مازيګر د مجاهدينو ګروپونه جوړ شول، د بريدونو، غزا او چريکي جنګونو لپاره، چې د غازي ميرزمانخان جنګي قرارګاه په ناړۍ کې وه د بريکوټ، ارندو، کورتي ، چترال او دروش پر لور د الله اکبر په نارو روان شول. د مجاهدينو دغه ، افغاني او اسلامي احساسات د غازي ميرزمانخان د خوښۍ سبب شول او باوري شو، چې برى د افغانانو په برخه دى. د استقلال کيسې د کونړ د چترال د خپلواکۍ جبهه ډېره يوه ارزښتناکه، بريالۍ او تاريخي جبهه وه، په دې جبهه کې په زرګونو مجاهدينو برخه لرله، د اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسواليو قومونو، ولسونو، پښتنو، ګواريانو، ګجرانو په داوطلبانه ډول ګډون پکې درلود او له نورو سيمو څخه راغليو مجاهدينو ورونو سره څنګ په څنګ يې د جهاد په مورچلونو کې له ناړۍ نه تر چترال، لمبر بت، دروش، ميرکنډى، کواتى، ګډ، ايون، پورې برخه اخيستې وه او ددې سرحدي منطقې ولسونو د چترال په جګړه کې ډېر ستر نقش سرته رسولى دى، چې په دې برخه کې به په يو جلا اثر کې د هغه وخت له موضوعاتو او ترسره شويو فعاليتونو او سرښندنو سره اشنا شئ، غازي ميرزمانخان د چترال په جبهه کې د يو ځلانده ستر مشر او لارښود په څېر ځلېدلى دى او د شهامت او مېړانې کيسې يې خوله پر خوله تر موږ رارسېدلي دي. افغان ولسونه له وطن سره ډېره مينه لري او د وطن په مينه سرښندنه ورته تلپاتې وياړ او جنت ښکاري. انګرېزان په چترال کې د افغانستان خپلواکۍ اخيستل او پر هسکو غرو د خپلواکو ولسونو بيرغ رپول څه ساده او اسانه خبره نه وه، ددې خاورې تورځنو بچيانو او ننګياليو ولسونو د سر په بيه په مېړانه او ايماندارۍ ددې خاورې ساتنه کړې ده او د خپلواکۍ لپاره يې افغانانو ډېره زياته قرباني ورکړې ده. په کونړ کې د بريکوټ او چترال جبهه يوه ډېره تاريخي او با ارزښته پوځي جنګي جبهه وه، په چترال کې تر اندازې زيات انګرېزان ځاى پر ځاى شوي وو، په چترال کې يې پوځي تمرينونه کول او د افغانستان خاورې ته د ننوتلو او جنګېدو لپاره د تيارسۍ په حال کې وو. دانګريزانو يوه لويه قرارګاه په چترال کې وه، چې اوس پکې سپورټي لوبغالى جوړ شوى او ځينې ګروپونه يې په اوچتو غرونو کې اوسېدل. بله لويه قرارګاه يې په دروش (Drush) کې وه، د قرارګاه څلورو خواووته په حاکمو محلونو کې نور پوځي ګروپونه په درنو او عصري تجهيزاتو سمبال پراته وو. بله لويه قرارګاه د انګرېزانو په ميرکنډي (Mirkandi) کې جوړه شوې وه، چې ددې قرارګاه يو شمېر انګرېزي پوځيان په کواتي کې ځاى پر ځاى شوي وو او يو شمېر يې په لمبربټ کې له توپونو او عصري وسلو سره په عصري او پخو مورچلونو کې پراته وو. همدا راز يو شمېر انګرېزان په ارندو، کوري او ګډ خوړ کې پراته وو، پر دې سربېره انګرېزان د چترال په ځينو نورو سيمو کې، چې د ختيز نورستان په بريد د تګ راتګ لارې وې، په توپونو او وسلو سمبال ځاى پر ځاى شوي وو. دا کار ددې له امله شوى و، چې انګرېزان ډارېدل، چې د افغانستان له استقامت څخه پر موږ د غازي ميرزمان خان لښکرې حمله ونه کړي. د چترال پاچا او نور واکوال خبر شوي وو، چې غازي ميرزمان خان بريکوټ، ناړۍ او دوکلام ته له خپلو لښکرو سره راغلى او نن سبا پر چترال او دروش باندې يرغلونه کوي، نو د چترال پاچا مهتر او د هغه پوځي افسران ډارېدل او پخپله مهتر شهزاده په چترال کې له انګرېزانو سره اوسېده او د انګرېزانو په لارښوونه او قومانده يې خپل کارونه سرته رسول. دولسو تنو ته تورې ورکول او سلو کسانو ته جامې او لونګۍ تړل د چترال او کونړ د جبهې اتلانو او د څلورمې جبهې لښکريان چې په ارندو کې په مېړانه او افغاني غرور انګرېزانو ته د چترال په ارندو کې ماتې ورکړه، نو په ارندو او لام بربټ، کواتي، کورۍ، ميرکنډي کې انګرېزي پوځونه او مورچلونه د هغوى په وينو سره شول او په بريکوټ او دوکلام کې زموږ د ملي اتلانو له خوا د خپلواکۍ بيرغونه ورپول شول. په بريکوټ کې دڅلورمې جبهې د اتلانو د سرښندنو او مېړانې په وياړ يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د کونړ غازي ميرزمان خان مجاهدينو ته د برياليتوب او د خپلواکۍ مبارکي ورکړه او ويې ويل ستاسې له مېړانې او سرښندنو څخه غازي امان الله خان خبر دى او هغه انعامونه او سوغاتونه ، چې له کابل څخه تاسې ته رالېږل شوي په دې لويه غونډه کې تاسو ته سپارم. نور نو د انګرېزانو ارمانونه خاورې ايرې شول چې غوښتل يې، چې د کونړ پر لاره ځانونه د تورو اهدافو د عملي کولو لپاره جلال اباد او کابل ته ورسوي او زموږه خپلواکۍ له خطر سره مخ کړي. د لوى خداى(ج) په فضل او ستاسې په همت او جرات انګرېزان ناکام شول او په خپلو وينو کې ولمبېدل دا تاريخي وياړ اوس ستاسې په برخه شو. يو شمېر نورو مشرانو هم په دې لويه غونډه کې خبرې وکړې او د غازي ميرزمان خان مېړانه، شجاعت او ايمانداري يې وستايله او د څلورمې جبهې د لښکرو د برياليتوب مبارکي يې ورکړه. په دې غونډه کې د قومونو مشرانو غازي ميرزمان خان ته ډاډ ورکړ، چې ددې سيمې ولسونه هر وخت ستاسې په لارښوونه د وطن د خدمت په لاره کې سرښندنې ته چمتو دي. دغه لويه او درنه غونډه د بريکوټ په سلام کوټ کې شوې وه، چې د ناړۍ او د اسمار ولسواليو، د کونړ د مرکزي سيمو او ختيځ نورستان له کليو زياتو ولسونو پکې ګډون درلود. د خان ميرزمان خان له خوا دغو (١٢) تنو ته په خپل لاس پوښلې تورې (شمشير) د مېړانې او غوره خدمتونو له امله ورکړل شوې: ١- ملک رحمن الدين ٢- ملک محمد يوسف ٣- ملک جلات خان ٤- جمروزخان ٥- ميرزا حياوالدين ٦- عبدالله پهلوان ٧- ملک عبدالمنان ٨- مولوي غلام سيد، مشهور په ناړۍ ملا ٩- ملک ګل ولي خان، د نشه ګام ١٠- احمدشاه ١١- ملک سيدعلي ميرزا ١٢- عرب الدين سلو تنو مجاهدينو ته يوه يوه جوړه جامې او هر يو ته يوه يوه لونګۍ ورکړل شوه. دا درنه غونډه په دعا سره پاى ته ورسېده او د غونډې برخه والو په دې کار دغازي ميرزمان خان ډېره قدرداني وکړه او د الله اکبر په نارو يې د انګرېزانو ناکامي په دې جبهه کې ټولو مجاهدينو خپل برياليتوب وباله. ددې غونډې په اخر کې د ملک رحمن الدين په لاسونو د غازي ميرزمان خان په اوږو باندې يوه سپينه شوقه واچول شوه او د غازي ميرزمان خان په وياړ په ناړۍ کې يوه درنه مېلمستيا وشوه. لوى خان له خپلو مشرانو ملګرو سره د زين شويو اسونو په بدرګه ناړۍ ته خپلې بريالۍ جبهې عمومي قرارګاه ته تشريف يووړ. د چترال دپاچا (مهتر) ليک د کونړ او چترال د جبهې مجاهدينو په ډېره مېړانه پر ارندو او کواتي لام بربټ باندې چې انګرېزان پکې ځاى پر ځاى شوي وو مسلسلې حملې او يرغلونه وکړل او ډېر تاوانونه يې ور ورسول او زيات انګرېزان يې په خپلو مورچلونو کې ووژل ، نور، نو انګرېزان په دغو سيموکې له وېرې نه شو پاتې کېدلاى او د دروش او ميرکنډي پر لور تېښتې ته مجبور شوي وو، کوم انګرېزان چې په ارندو چوڼۍ کې وو يو هم ژوندى بېرته دروش او چترال ته ستانه نه شول. په دروش او چترال کې انګرېزان په وېره کې شول، نو انګرېزانو خپل دچترال مريي مهتر مشوره ورکړه، چې د غازي ميرزمان خان ته د ځان لخوا يو ليک واستوي، چې نور له افغاني لوري نه پر ارندو او ميرکنډي کواتي يرغلونه ونه کړي او د انګرېزانو له خوا به هم دې سيمو ته پوځيان نه لېږل کېږي. د چترال مهتر (پاچا) دغه ليک د خپل زوى خاص استازي ناصر الملک په لاس غازي ميرزمان خان ته واستاوه، نوموړى ارندو ته راغلى و او غوښتل يې چې له غازي ميرزمان خان سره په بريکوټ او ناړۍ کې وګوري او د خپل پلار ليک ورته په خپلو لاسونو وسپاري. له افغاني لوري د چترال د پاچا زوى ته اجازه ور نه کړل شوه، چې بريکوټ ته راشي، نو ليک يې په دوکلام کې مجاهدينو ته وسپاره. غازي ميرزمان خان ته ليک ډېر ژر راورسېد، دا وخت غازي ميرزمان خان په ناړۍ کې په عمومي قرارګاه کې و، ليک يې پوره په غور سره وکوت او د چترال د مهتر په نامه يې سمدلاسه دا ځوابي ليک وليکه: «د چترال مهتر پاچا! ستاسو ليک ستاسو د زوى ناصرالملک په لاس راورسېد، په مطلب پوره پوه شوم، ستاسو بادارانو (انګرېزانو) غوښتل، چې د ارندو او بريکوټ پر لار کابل ته خپلې لښکرې ورسوي، د انګرېزانو دا پلان ناکام شو او د کابل ليدل يې په زړه کې ارمان پاتې شو، نو تاسو ته بيا هم په افغاني غرور خبردارى درکوم که چېرته دا ځل بيا انګرېزان ارندو، لامبربټ، کواتي او يا د ميرکنډي شمال خوا ته وخوځېږي، نو افغاني مجاهدين به د دروش او چترال پر مرکز يرغلونه وکړي، تاسو د افغان مجاهدينو جرات او ايمانداري وليدله، چې په څومره مېړانه او سربازۍ يې د انګرېزانو مورچلونه د هغوى په وينو سره کړل، نور به زموږ د خاورې او سرحدونو په خوا ګام نه پورته کوئ او سترګې به زموږ د ټاټوبي په دنګو غرونو نه لګوئ». دا ځوابونه د ليک په ذريعه په ارندو کې د مهتر پاچا زوى ناصرالملک ته د يو تن مجاهد له خوا وسپارل شول، چې خپلو بادارانو ته يې واوروي. دباغچې او ارندو پلونو سېزل باغچه چې د بريکوټ په درې کيلومترۍ کې پرته سيمه ده، د ختيځ نورستان د دروازې حيثيت لري، چې ختيځ ته يې ارندو کڅ او لويديځ خواته يې نورستان پروت دى.. له باغچې نه د ارندو کڅ ميزرو کڅ ته پر لنډي سيند دلرګيو يو پل ايښودل شوى و او بل پُل له ميزرو کڅ نه د ارندو کڅ ته ايښودل شوى او د دواړو پلونو منځ کې د ميزرو کڅ او کوټو ګوړوک په نامه يو لوړ غر دى، پر دې پلونو باندې کله کله د انګرېزانو او د چترال د مهتر (پاچا) جاسوسانو د شپې له خوا تګ راتګ کاوه او دافغاني مجاهدينو راپورونه يې ټولول او مورچلونو او د مجاهدينو شمېر به يې کاوه او بيا به يې انګرېزانو او د چترال مهتر کسانو ته راپورونه ورکول. د څلورمې جبهې مشرانو ته خبر ورکړ شو، چې د انګرېزانو جاسوسان په دغو دواړو پلونو تګ راتګ کوي او د مجاهدينو د مورچلونو په هکله انګرېزانو او د چترال د مهتر کسانو ته راپورونه وړي او پوځي رازونه افشا کوي. دغه راپور د څلورمې جبهې مشرانو او غازي ميرزمان خان ته وړاندې شو. غازي ميرزمان خان خپلو ملګرو ته وويل، د تګ راتګ د بنديز لپاره د دواړو پلونو سېزل ضروري خبره ده، نو لس تنه مجاهدين يې وګومارل، چې د باغچي او ميزرو کڅ پلونه وسېزي. ددې کار د سرته رسولو لپاره يې دسيمې لس تنه مجاهدين وګومارل، دغه کسان د شپې له خوا هغو ځايو ته لاړل، دواړه پلونه يې وسېزل او د ميزرو کڅ ٦ تنه د چترال د مهتر او انګرېزانو جاسوسان يې ونيول او له ځان سره يې لاس تړلي دغازي ميرزمان خان مخې ته راوستل، چې په سلام کوټ کې بنديان شول. غازي ميرزمان خان دغه شپږ واړه بنديان جاسوسان د انګرېزانو او د چترال پاچا د ناکامۍ او د څلورمې جبهې تر برياليتوب وروسته په يوه لويه غونډه کې خلکو ته وروپېژندل او بيا يې په مهربانۍ سره وبښل او د دوکلام په لاره ارندو ته ولېږل شول. د کواټي قرارګاه سېزل کله چې په لام بربټ کې د انګرېزانو مورچلونو او د اوسېدو پر قرارګاه د افغاني مجاهدينو له خوا سهار وختي بريد وشو، څه انګرېزان پکې مړه شول او څه يې د چترال پاچا له عسکرو سره د کواتي په لور وتښتېدل او مورچلونه او قرارګاه يې مجاهدينو وسوزوله، له دغه ځايه به پر بريکوټ د توپ ډزې کېدلې او مجاهدينو ته به تاوان او تلفات رسېدل. افغاني غازيانو او مجاهدينو په مېړانه او ايماندارۍ دلته انګرېزان مات کړل، نو هغو انګرېزانو، چې په لام بربټ کې ژوندي پاتې شوي وو، په تېښته يې کوواتي ته ځانونه ورسول. په کواتي کې، چې تر نورو پوستو ډېر انګرېزان اوسېدل، د ماښام تياره کې له دغې پوستې نه انګرېزان په چيريکي توګه د حملې لپاره لام بربټ، ميزرو کڅ او ارنوۍ ته راتلل او تر پوځي عملياتو وروسته به بېرته د کواتي پوستې قرارګاه ته تلل، ټوله شپه به دلته انګرېزانو شوګير کاوه او نورو سيمو ته پورته ختل او کشف او څار به يې کاوه او سهار وختي به قرارګاه ته راتلل. افغاني مجاهدينو ته پوره معلومه شوې وه، چې ارنوۍ چوڼۍ سوزول شوې، په لام بربټ کې د انګرېزانو مورچلونه سوزېدلي، دا يو نيم وخت غلچکي بريدونه څوک او څنګه کېږي؟ افغان مجاهدين په تشويش شو او تر سوچ او فکر وروسته پوه شول، چې په کواتي کې د انګرېزانو قرارګاه فعاله ده، افغاني مجاهدينو ته راپور راورسېد، چې د کواتي له قرارګاه انګرېزان د شپې يو خوا بل خوا ډله ډله نورو ځايونو ته ورځي او سهار وختي دلته راټولېږي، او د ورځې ارام کوي، ددې خبرې راپور غازي ميرزمان خان او نورو مشرانو ته ورسېد، غازي ميرزمان خان د ناړۍ په لويه قرارګاه کې د ماسپښين تر لمانځه وروسته يو شمېر مجاهدينو ته وويل: انګرېزانو ته پوره پوره تاوانونه مرګ ژوبله اوښتې ده او اوس د کواتي په قرارګاه حمله او يرغل په کار ده، چې د انګرېزانو قرارګاه وسوزول شي، يوه ډله مجاهدين راپورته شول او غازي ميرزمان خان ته يې وويل، موږ حاضر يو، چې د کواتي پر قرارګاه مخامخ جګړه او غزا وکړو، غازي ميرزمان خان مجاهدينوته د بريد امر وکړ. د مجاهدينو شمېر (١٥) تنو ته رسېده، چې د باغچې پر لور د ميزرو کڅ ته ولاړل او د ارندو د شمال د لس کيلومترۍ کې يې دکواتي په لور حرکت وکړ. سهار (٩) بجې د کواتي قرارګاه ته ورسېدل، مجاهدينو وليدل، چې انګرېزان لکه د پسونو او ګډو پراته دي او فقط څو تنه پهره داران يې ويښ دي. افغاني مجاهدينو پرېکړه وکړه، چې له دوو خواوو بايد بريد او يرغل پرې وشي، څو تنه مجاهدين پر سين لمر خاته خواته پورې وتل او په هسکو سرونو کې يې مورچې ونيولې او په انګرېزانو يې يو ناڅاپه ډزې او يرغل پيل کړ، انګرېزان د قرارګاه په شاوخوا کې يوخوا او بل خوا په تېښته کې شول، پهره داران يې ووژل شول او نورو پاتې کسان د ميرکنډي او د دميل پر لور په تېښته شول او شپږ تنه انګرېزان په قرارګاه کې ووژل شول، افغان مجاهدينو له خوا دوه تنه، چې يو صافى او يو شينوارى و، په شهادت رسېدلي وو. افغان مجاهدينو قرارګاه ته اور واچاوه او خپل شهيدان يې بريکوټ ته راورسول، چې د بريکوټ په سرحددارۍ کې خاورو ته وسپارل شول، په جنازه کې غازي ميرزمان خان په خپله برخه لرله او مجاهدينو ته يې د شهيدانو د مقام په اړه د غيرت او ايماندارۍ له جذبې نه ډکې خبرې وکړې، چې د مجاهدينو له خوا د الله اکبر په نارو استقبال او د تاييد وړ وګرځېدې او په دې توګه له کواتي څخه هم د انګرېزانو ټغر ټول شو. امنيتي ګارد او غازي ميرزمان خان غازي ميرزمان خان، چې کله د لومړي ځل لپاره د استقلال د څلورمې جبهې د سر لښکر په توګه ناړۍ ته تشريف راووړ، د سيمې د مجاهدينو له خوا يې تود هرکلى وشو. غازي ميرزمان خان له دوه سوو مجاهدينو سره، چې (١٥٠) تنه يې بريکوټ ته لاړل او پخپله لوى خان له (٥٠) تنو سره په ناړۍ کې پاتې شو، د څلورمې جبهې اصلي قرارګاه يا ګارد د ناړۍ نومي کلي لمر خاته خواته په شاليکوټ کې غوره شوى وه. د ګارد مجاهدين شا و خوا خواره شوي وو، د څلورمې جبهې د سنګر چارې روانې وې، دلښکريانو دخوړو لپاره به د ولس خلکو په اخلاص سره اوړه، وريجې، کورني غوړي سنګر ته وړل، دمجاهدينو بله قرارګاه په بريکوټ کې وه. دغازي ميرزمان خان يو سپين لنډى ګړندى اس و، د سيمې مشران مجاهدين به له لوى خان سره يوځاى اوسېدل، خو هر چاته به معلومات نه کېده، چې غازي ميرزمان خان چېرته دى؟ کله به په بريکوټ ،کله په دوکلام، او کله به هم پاشنګر کې ګرځېده، خو زيات وخت به په ناړۍ کې اوسېده او ساعت په ساعت به يې د مجاهدينو او خورو ورو ګروپونو معلومات اخيسته لوى خان هېڅکله غوسه نه کوله، تل به په ورين تندي له هرچا سره غږېده، د کندهار او جلال اباد د مجاهدينو د قربانۍ او برياليتوبونو کيسې به يې کولې او دا خبره به يې مجاهدينو ته تکراروله، چې انګرېزان زموږ د وطن د نيولو لپاره راغلي، چې زموږ وطن خراب کړي او موږ خپل مرييان کړي. پر موږ حق دى، چې د مسلمانانو ، پښتنو او افغانانو په توګه دخپلو نيکونو په څېر خپل وطن وساتو، وطن زموږ ملي ناموس دى، په دې لار کې شهادت د جنت لار ده، نو بې غيرتي کول او د وطن ناموس انګرېز ته پرېښودل د مسلمان او افغان له شان سره نه ښايي. که موږ داسې وکړو، نو بيا موږ نه لوى خداى(ج) بښي او نه راتلونکي نسلونه او مرګ به دا وي، چې بې ايمانه له دنيا تېرېږو. دغازي او لوى خان دې خبرو په اورېدو به دمجاهدينو ولولې لا پسې توپاني شوې او غازي ميرزمان خان ته به يې دخپلو سرښندنو ډاډ د الله اکبر په نارو ورکاوه.

برګمټال او کامدېش ته  ددېرشو مشرانو لېږل

زموږ د هېواد څنډې او لمنې د وخت او د زمانې د يرغلګرو د دسيسو له امله له  هرې خوا پرې شوي، دا چې دشرقي نورستان خلک د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د اسلام په مبين دين مشرف شول، خو بيا هم ددې خاورې دښمنان  ارام نه شو، د انګرېزانو او د چترال د مهتر له خوا ځينې جديديانو (نورستان) ته پټې پيسې ورکول کېدې، چې د استقلال د څلورمې جبهې د مجاهدينو په ضد راپورته شي او پر ضد يې پوځي عمل په کار دى، خو د چترال پاچا مهتر ډېر کوښښ کاوه چې شرقي نورستان او د کونړ سرحدي سيمه له بريکوټ نه تر اسماره په خپل واک کې ونيسي، د ختيز نورستان په ځينو ځايونو او کليو کې دا هڅې د انګرېزانو او د چترال د مهتر له خوا په ډېر جديت سره روانې وې، چې نورستاني د استقلال د څلورمې جبهې پر ضد راپاڅوي، چې د انګرېزانو د واکمنۍ سيمه د چترال د مهتر په نوم زياته شي يو شمېر نورستانيانو د انګرېزانو او د چترال د مهتر په پلوۍ هڅې کولې او د څلورمې جبهې د مجاهدينو پر ضد يې انګرېزانو ته راپورونه ورکول، له دې موضوعاتو او خبرو اترو څخه غازي ميرزمان خان او د هغه ملګري خبر شول او دا خبره ورته ثبوت شوه، چې په نورستان کې يو شمېر کسان له انګرېزانو او مهتر پاچا سره دي، چې د مجاهدينو پر ضد کار او هڅې کوي، نو ددې لپاره چې نورې خطرناکې او ناوړه پايلې او شخړې د څلورمې جبهې مجاهدينو او لښکريانو ته پيدا نه شي، ددې ناوړه اعمالو د مخنيوي لپاره غازي ميرزمان خان د خپلو مشرانو ملګرو سره پرېکړه وکړه، چې شرقي نورستان، کامدېش او برګمټال ولسونو او مشرانو ته يوه جرګه يا هئيت واستوي او د نورستان مشرانو ته تبليغ وکړي، چې د څلورمې جبهې  پوځي فعاليت، بريدونه، يرغلونه يوازې او يوازې د انګرېزانو پر ضد يو افغاني عمل او کار دى.

د نورستان له ولسونو سره هېڅ کار نه لرو، د نورستان ټول قومونه او ولسونه زموږ وروڼه دي، يو هدف لرو، يو بيرغ لرو، موږ يوازې او يوازې د انګرېزانو پر ضد جهاد لپاره راولاړ شوي يو، انګرېزان چې له لندن نه چترال ته راغلي غواړي، چې زموږ وطن او خاوره ونيسي او موږ په خپله خاوره او وطن کې مرييان کړي، غازي مير زمان خان مشرانو او سپين ږيرو ته په تاکيد سره وويل، چې د نورستان د ولسونو قوت زموږ دى، د چترال پاچا او انګرېزان غواړي يو شمېر کسان په نورستان کې زموږ پر ضد راپاڅوي، موږ خبر شوي يو، چې د اوڅون، ګرم چشمه او پيشاورک پر لار يو شمېر تورمخي ګروپونه د انګرېزانو او چترال پاچا له خوا نورستان ته لېږل شوي، چې د نورستان د ننګياليو او وطندوستو ولسونو ذهنيت د افغان مجاهدينو پر ضد بدل کړي او د ازادۍ د لښکرو خلاف يې وهڅوي.

 تاسو مهرباني وکړئ د کامدېش او برګمټال ټولو سيمو ته په جرګه ورشئ، په جوماتونو اوغونډو کې په اخلاص او افغاني روحيه د انګرېزانو او دچترال د پاچا تور اهداف افشا کړئ او هغو ته ووياست، چې د بريکوټ، دوکلام او ناړۍ پوځي قرارګاه او د مجاهدينو لښکرې ستاسو قوت دى.

موږ ستاسو همکارۍ ته اړ يو، موږ افغانان يو، وطن او ننګ مو سره شريک دى د خپلواکۍ بيرغ او تاريخ مو شريک دى او د لوى خداى(ج) اسماني کتاب قرآن شريف او د اسلام مبين دين مو يو دى.

د غازي ميرزمان خان په لارښوونه د بېلابېلو قومونو دېرش کسه مشران او سپين ږيري په يوه دعا ختيز نورستان ته په جرګه ننوتل چې (١٥)مشران د کامدېش  او (١٥)مشران د برګمټال په لور روان شول،  په دې جرګه کې دوخت مخور تجربه کار او هوښيار ديني عالمان هم شامل وو.

دغو د جرګو مشرانو د کامدېش او د برګمټال له مشرانو او سپين ږيرو سره له نږدې وکتل، د غازي ميرزمان خان له خوا ليکلى پيغام يې ورته ورکړ، مشران ډېر خوښ شول او هر کلي او هر محل ته په جرګه لاړل او د استقلال د څلورمې جبهې د اهدافو په اړه يې له خلکو سره په اخلاص او مينه خبرې وکړې. د کامدېش مشرانو د دغې جرګې د مشرانو تود هرکلى وکړ. د مشرانو له خوا ملک محمد امين او چندلو استان، هزارملک، وادين ملک او رامليک او ملک شهسوار خان له خوا د جرګې مشرانو ته ډاډ ورکړ شو، چې هيڅوک د انګرېزانو او د چترال د مهتر پاچا په پلوۍ دلته کار او فعاليت نه شي کولاى، موږ تاسو او د استقلال د څلورمې جبهې مشرانو او غازي ميرزمان خان ته ډاډ ورکوو، چې هر ډول خدمت ته  تيار يو او د انګرېزانو او د چترال له مهتر سره هېڅوک رابطه نه شي کولاى، موږ مسلمانان يو، بيا افغانان يو او د اسلام وياړ مو شريک دى، د کامدېش له مشرانو سره يوځاى د جرګې مشران منډه ګل ، ساريت، پيتي ګل، ميرديش، ګوارديش، اګرو، ورمور او ځينو نورو کليو ته لاړل، ددې جرګې مشري ملک رحمن الدين، ملک همايون او ملک ګل ولي په غاړه لرله. دغه بله جرګه چې برګمټال ته ورسېده ددې ځاى مشران جانااستان، وړملک، ملا عبدالجبار او نورو مشرانو له خوا د اسونو سره د پپړوک خوړ ته د جرګې مخې ته راوتلي وو، يوځاى د برګمټال کلي ته ورسېدل، لومړى جرګه يې په برګمټال کې له مشرانو او ولسونو سره وکړه او بيا د برګمټال له مشرانو سره يوځاى شيدګل، افڅي، پشاورک، ديوانه بابا، چپو، بدموک، اوله ګل، بدين شاه او نورو کليو ته ورغلل، په هر کلي کې د جرګه مارو ډېر هرکلى وشو او مشرانو د جرګې غړو ته ډاډ ورکړ، چې په هېڅ ډول به د انګرېزانو او دچترال د مهتر کسان دلته ناوړه فعاليت ونه کړي، ددې جرګې مشري دملک محمديوسف، سيدجلال او ملک رحمت الله او احمدشاه پر غاړه وه، کله چې د برګمټال د جرګې کسان منډه ګل ته ورسېدل، د کامدېش د جرګې غړي او مشران ورمور ته ښکته شوي وو، د جرګې دواړه ډلې چې شمېر يې له (٦٠) تنو زيات وو  يوځاى شوې، ډېر خوشحاله د کامدېش او د برګمټال د مشرانو په ګډون،  د بريکوټ پر لور روان شول. په بريکوټ کې غازي ميرزمان خان د جرګې د غړو هر کلى وکړ، د کامدېش او  برګمټال مشرانو درې ورځې په بريکوټ او ناړۍ کې تېرې کړې او په څلورمه ورځ بېرته نورستان ته روان شول، د نورستان ټولو مشرانو په يوه ژبه غازي ميرزمان خان ته ډاډ ورکړ، چې موږ له انګرېزانو او د چترال  له مهتر سره هېڅ رابطه نه لرو، ټول په اتفاق او يو وحدت ستاسو سره ملګري يو.

په پاى کې د غازي ميرزمان خان له خوا د نورستان راغلو مشرانو او سپين ږيرو ته يو يو لاټين ډالۍ شو، مشرانو دغازي ميرزمان خان د مهربانۍ او ښه چلند مننه وکړه او د نورستان د مشرانو له خوا غازي ميرزمان خان ته د باري نومي يوه ماهر ترکاڼ په لاس د زمرو په انځور او د غرڅه د پوټکي په تسمو پوښل شوي د غوزانو له لرګو جوړه ښکلې چوکۍ ډالۍ شوه او غازي ميرزمان خان په خوښۍ ومنله.

 دچترال د پاچا په قلمرو کې د بريکوټ او د اسمار د  سيمو شاملول

که زموږ د خوږ هېواد تاريخ ته په ژوره توګه کتنه وشي، نو زموږ د تاريخ هره پاڼه د وياړونو، سرښندنو او کارنامو ځلانده او بې ساري تاريخي کيسې لري او په لوستلو، ويلو او څېړنو يې د انسان زړه ته نوي خيالونه او سترګو ته نوي تصويرونه راولي. زه حيران يم چې زموږ د هېواد تاريخ څومره ځلانده دى. څومره خوږ او څومره بوږنوونکى دى.

ددې خاورې باتورو بچيانو د خپل هېواد په مينه څومره سرښندنې کړي، څومره يې په مينه ددې خاورې په غېږه کې د مينې شپې او وختونه تېر کړي، څومره يې خپل هېواد په خپلو قيمتي وينو په تويولو قيمتي ساتلى، څومره يې د نړۍ ولسونو ته ددې خاورې غرور او حيثيت، د تاريخونو درې رنګه بيرغ لوړ رپولى، څومره يې دا جنتي وطن په نورو يرغلګرو دوزخ کړى، څومره يې په همت او ايماندارۍ د پېړيو پېړيو په تاريخي ازمېښتونو کې ازاد او خپلواک ساتلى. افغانانو په وياړ ددې خاورې په عشق کې خپل سرونه په هره خوا نذرانه کړي، دا خاوره د هسکو هسکو غرونو او جګو جګو شملو خاوره ده او په خپله غېږه کې يې پردي يرغلګرو ته هېڅکله د آرام ژوند اجازه نه ده ورکړې او د کوپړۍ او د ټټر هډونه يې دلته خاورې ايرې شوي، موږ دلته چې موضوع اوږده نه شي د چترال او د کونړ د استقلال د څلورمې جبهې د فعاليتونو او اتلوليو په اړه خبرې کوو. د بريکوټ او د اسمار لاره جنوب لويديځ خواته لوى ننګرهار او کابل ته رسېږي او شمال لويديځ خواته نورستان ديوانه بابا او حتى د مونجان او بدخشان خواته رسېدلې ده.

انګرېزانو چې چترال ته په عصري وسلو سمبال خپل پوځونه او لښکرې رسولې وې د افغانستان د استقلال پر ضد يې يوه جوړه شوې لويه خطرناکه دسيسه او شوم پوځي پلان جوړ کړى و، د چترال د مهتر (پاچا) حکومت هغه وخت  ډېر خوار، ناتوان او دکمزورې ادارې خاوند و، د چترال ولسونه د پاچا له زور زياتي او زور نه ډېر په تنګ شوي وو، حتى د چترال ولسونو په مړه خېټه ډوډۍ نه لرله او د شهزادګانو په نامه، چې (کټوري) ورته ويل کېږي په اکثريت ولسونو د زور او جبر حکومت کاوه. د چترال مهتر د انګرېزانو مريى پاچا و، څه چې به انګرېزانو ورته ويل هغه به يې منل، انګرېزانو د چترال پاچا ته د مرستې وعده ورکړې وه، چې موږ به له تا سره مرسته وکړو، ته له موږ سره مرسته وکړه، چې له ارنوۍ څخه تر  بريکوټ او اسماره پورې دغه سيمې ونيسو، دا سيمې به  د تل لپاره ستا په قلمرو کې شاملې وي ، د چترال پاچا د انګريزانو په دې خبرو ډېر خوښ و، ځکه يو خو دا چې د ژمي له خوا به د چترال ولسونو ته لار خلاصه شي، چې پېښور ته تګ راتګ وکړي، د بريکوټ او  اسمار پر لار د ژمي واوره ډېره نه وي، د خوراکي موادو وړل به چترال ته اسان شي او له بلې خوا به  د چترال  پاچاهي پراخه شي او نورستان به هم له چترال سره يو شي، هغه وخت د چترال ولسونو پېښور ته د تګ راتګ لار د ټاپ او د اشريت په غرونو وه، چې په ژمي به دغه لاره دواورو له امله پنځه مياشتې بنده وه.

 د چترال پاچا مهتر او د انګرېزانو دغه پلان چې بريکوټ او اسمار به زموږ په قلمرو او پاچاهۍ کې شامل شي، د استقلال د څلورمې جبهې د مجاهدينو په قربانۍ او مېړانې او د غازي ميرزمان خان په مدبرانه لارښوونو د انګرېزانو اود چترال د مهتر پلانونه ناکام شول، انګرېزانو غوښتل، چې بريکوټ او اسمار د چترال مريى پاچا ته وسپاري، خو مجاهدينو د خپلې مېړانې له مخې انګرېزان په ارنوۍ کې هم کېناستو او خوب ته پرې نښودل او سرکوزي د چترال سرټيټي مهتر پاچا ته په چيغو او فريادونو مات سرونه، مات هډونه، په خپلو وينو رنګ په تېښته لاړل او د انګرېزانو او د چترال دپاچا تورې دسيسې او نقشې د غازي ميرزمان خان په تدبير او مېړانه خاورې ايرې شوى.

که غازي ميرزمان خان په خپل نوښت او ايماندارۍ د کونړ چترال جبهه کې په ايماندارۍ سره درېدلى نه واى، نو اوس به زموږ د هېواد نقشه انګرېزانو نوره هم سکڼلې واى، دا د غازي ميرزمان خان يوه نه هېرېدونکې د وياړ جبهه وه، چې موږ پرې وياړلي يو.

 په جبهه کې د اخلاص صاحب ناروغي

ګرمي ډېره زياته وه، غازي ميرزمان خان د ناړۍ په قرارګاه کې د مجاهدينو د چارو په تنظيم مصروف و، کله به بريکوټ ته ورته او کله به يې دوکلام ته د مجاهدينو د احوال او ليدلو لپاره پر خپل اس سپور له مجاهدينو سره تګ راتګ کاوه، خان ميرزمان خان له خپلو ملګرو سره د ويالې پر غاړه سيوري ته په خبرو لګيا و، چې اخلاص صاحب په وياله کې له جامو سره لمبل او څو دقيقې په وياله کې ناست و، غازي ميرزمان خان، چې وليد له خپل ځايه پاڅېده او پر اخلاص صاحب يې غږ وکړ چې څه چل دى، چې له جامو سره په وياله کې پروت يې؟  لوى خان ورو ورو ورنږدې شو، اخلاص صاحب راپورته شو او غازي ميرزمان خان ته يې په موسکا وويل: خان صاحب دا دوه ورځې کېږي، چې تبه مې ډېره شوې او ډېر ناروغه يم. زړه مې بند دى، اشتها نه لرم او سړه لرې مې ده، لوى خان له اخلاص صاحب سره ډېره مينه او دوستي لرله، له  لاسه يې ونيو او ورو په خبرو خبرو د کېناستو ځاى ته راغلل، ټول مجاهدين ور پاڅېدل، په کټونو کې دواړه سره نږدې کېناستل، داخلاص صاحب له ناروغۍ ناست کسان خبر شول، يو تن چې حکيمي (يوناني) طبيب و، غازي ميرزمان خان ته يې وويل: اخلاص صاحب ډېر ناروغه شوى او په تبه کې يې غوړه غوښه او غوړه ډوډۍ خوړلې ده.

غازي ميرزمان خان، محمد نومې يو مشر مجاهد ته وويل: سبا سهار په خير سره زما پر آس له  دوو تنو مجاهدينو سره اخلاص صاحب چغسراى يا جلال اباد ته ورسوئ، له اخلاص صاحب سره دوه تنه  مجاهدين (نور محمد او تور محمد) مله شول، چې له اخلاص صاحب سره تر درملنې وروسته دهغوى تر کوره ولاړ شي.

  اخلاص صاحب وويل، چې زه نه ځم، دومره ناروغه نه يم، خو لوى خان په ټينګار ورته وويل، زموږ د ټولو خوښه ده، چې ته خپل کور ته لاړ شه، درو درملو ته پوره اړتيا لرې، سهار وختي اخلاص صاحب له دې د دوو مجاهدينو سره د ناړۍ له قرارګاه نه چغسراى ته لاړ.

 د غازي ميرزمان خان له خوا ميرزا حياوالدين ته د خپل آس بخښل

ميرزا حياوالدين هوډمن، لايق او هوښيار شخصيت و، په پښتو، فارسي، عربي ژبو پوهېده او ليکل لوستل يې کولاى شول، د استقلال د څلورمې جبهې په قرارګاه کې د مشرانو په کتار کې يو ايماندار مجاهد ګڼل کېده او مجاهدينو به ورسره ډېر ښه چلند کاوه، پر هر چا ګران و، غازي ميرزمان خان هم پرې ډېر زيات باور او اعتماد کاوه او زيات وختونه به دواړه په بريدونو، مورچلونو او يرغلونو کې د انګرېزانو پر ضد يوځاى و.

کله چې غازي ميرزمان خان د استقلال د څلورمې جبهې له  قرارګاه څخه چغسراى ته روانېده، ډېر مشران او مجاهدين راټول شوي وو ، لوى خان د ميرزا حياوالدين په باره کې ډېرې خبرې وکړې او دده د اخلاص، پاکۍ،  ايماندارۍ او جرات يادونه يې وکړه او خپل يو سپين آس يې ميرزا حياوالدين ته بخشش ورکړ او ويې ويل: ميرزا حياوالدين او نور ډېر مشران مجاهدين شته، چې د ډېرو سوغاتونو حق لري، خو زه د لوى پروردګار له درګاه څخه ټولو مجاهدينو ته په اخرت کې ددوى د هلو ځلو او سرښندنو په بدل کې جنتونه غواړم.

 له انګرېزانو سره وروستۍ خبرې

د بريکوټ دوکلام شمال خواته يو لوى او هسک غر (سنګالي) له ورايه ښکاري، ددې غره ختيځ ته د چترال سيند او لويديځ ته د نورستان لنډى سين بهېږي، دا دواړه سيندونه د ميزرو کڅ چې د ارنوۍ کڅ ته مخامخ پروت دى او د ختيځ نورستان دروازې (دوابه) ته له باغچې سره نېږدې پروت دى، يوځاى کېږي.

 د استقلال د څلورمې جبهې زيات پوځي مورچلونه ارنوۍ ته نږدې مخامخ  په دوکلام او بريکوټ کې جوړ شوي وو او د انګرېزانو مورچلونه په ارنوۍ، لام بربټ، کوري، کواتي کې جوړ شوى و.

مشرانو مجاهدينو او سرلښکر غازي ميرزمان خان پرېکړه وکړه، چې يو شمېر مجاهدين بايد د (سنګالي) غره له پاسه ځاى پر ځاى شي او له دې غره نه هرې خواته څارنه (ترصد) وکړي.

(٤٠) تنه مجاهدين ددې غره څوکې ته وختل ، دا وخت انګرېزانو او د چترال مهتر پاچا کسانو ته ډېره مرګ ژوبله او تلفات اړولى وو او له وارخطايۍ سره مخامخ شوي وو، جنګي روحيه يې له لاسه ورکړې وه، په دغو ورځو کې د ارنوۍ چوڼۍ ته اور واچول شو او د لام بربټ مورچلونه په اور وسول، انګرېزان پکې ووژل شول او ځينې نور يې وتښتېدل، چې د بيا راتلو او يرغل وس يې نه درلود. د دغه هسک غره پر ځنګلي څوکه به مجاهدينو د شپې له خوا ډېرو لرګيو ته اور واچاوه، چې لمبې به يې انګرېزانو له ميرکنډي او دميل څخه ليدلې، په انګرېزانو به له وېرې لړزه راتله او د درېدلو قدرت يې نه درلود او بېرته يې ارنوۍ يا لام بربټ ته د راتلو لپاره ګام نه شو پورته کولى. انګرېزانو او د چترال دپاچا کسانو به د شپې له خوا ددغه مجاهدينو اور بلولو او د لمبو په ليدو پرېشاني او مايوسي احساسوله او ويل به يې چې افغاني پوځيان بيا بريد او يرغل کوي. که څه هم ميرکنډي او دميل او دغه هسک غر ډېره اوږده فاصله لرله، خو د شپې له خوا اور ډېر نږدې ښکاري، د ميرکنډي څخه د انګرېزانو له خوا د استقلال د څلورمې جبهې مشر غازي ميرزمان خان ته ليکلى احوال راورسېد، چې سام بر (Sambar) نومى يو انګريز له تاسې سره له نږدې ګوري، که اجازه ورکړئ، نو بريکوټ يا دوکلام ته به هم راشي.

غازي ميرزمان خان ورته وويل: افغاني خاورې ته انګرېزانو لپاره د قدم حق او اجازه نه شته، زه به دوه تنه مشران مجاهدين درولېږم، د ارنوۍ او دوکلام د خوړ په کوزه برخه کې به درسره وويني او مجاهدين به خبر کړو، چې تاته څه تاوان ونه رسوي.

انګرېز د دوکلام او ارنوۍ د خوړ غاړې ته راغى او له افغاني اړخ نه دوه تنه مشران ورسره مخامخ شول، انګرېز ورته وويل، موږ له   ارنوۍ، ارنوۍ کڅ او  لام بربټ نه وتلي يو، ستاسې مجاهدين په (سنګالي) غره کې اوس هم شته، بايد، چې ښکته شي، مشرانو مجاهدينو د غازي ميرزمان خان په هدايت انګرېزي  واکمن ته وويل که چېرته دا ځل بيا ارنوۍ، ارنوۍ کڅ او لام بربټ ته راشئ، نو ډېر به پښېمانه شئ، په خپلو وينو کې به ډوب شئ.

انګرېز هئيت وويل، چې نور موږ له ميرکنډي څخه ستاسو لور ته نه درځو، جنګ نه غواړو، سوله کوو.

افغاني مشرانو ورته وويل: زموږ مجاهدين هسک غره ته ستاسو د څارنې لپاره پورته ختلى، که تاسې يا د چترال مهتر بيا څه ګام پورته کړي، نوځواب به يې په چترال کې وګوري او د روش به له  ارنوۍ تاڼې نه هم زيات لوټې لوټې او په اور وسوزي.

دا د مجاهدينو وروستۍ خبرې وې، چې له انګرېز افسر سره يې مخامخ وکړى، خو افغاني خوا د سنګالي له غره څخه د مجاهدينو دکوزېدو خبره ونه منله.

 د سنګالي غر

د بريکوټ او دوکلام شمال خواته د سنګالي غر ښکاره او هسک ولاړ دى، د سنګالي تاريخي غر د ښونانو ،څېړيو، نښترو او په شنو ونو پټ ښکاري، ددې هسک غره لمر خاته  ته د چترال سيند او  لمر لويده ته د باشيګل  لنډى سيند بهېږي او دواړه سيندونه ددې هسک غره په لاندې برخه د (ميزرو کڅ) کې يوځاى کېږي او په جوش او په هيبت د کونړونو په خاوره په غورځنګونو د سپين غر په لور بهېږي، د دواړو سيندونو د يو ځاى کېدو سيمه کونړ ولايت له شرقي نورستان نه بېلوي.د سنګالي غر يو هسک او شين ځنګلي غر دى چې لوړوالى يې (٧٠٠) مترو ته رسېږي، ددې غره له سره د چترال زياتې برخې لکه ارنوۍ، لام بربټ، کواتي، دمينيسار، ميرکنډي، دروش او ځينې نورې سيمې ښکاري، کله چې انګرېزانو د کونړ،د چترال په جبهه کې ماته وخوړه، ددغه غره سرته افغان مجاهدين  له خپلو وسلو سره داسې وخت ختلي وو، چې غازي ميرزمان خان پر چترال باندې يرغل او بريدونه وکړل او انګرېزان په لام بربټ، ارنوۍ، کواتي، دميل کې مات شول او دروش ته  وتښتېدل او ځينې يې چترال ته ورسېدل.

د سنګالي  غره مجاهدينو به د انګرېزانو ځايونه او د چترال د مهتر پاچا پوځيان له همدغه ځايه څارل او سنګالي غر دښمن  دقوتونو د څارلو لپاره يو ځانګړى پوځي محل ګڼل کېده.

د شپې له خوا به افغان مجاهدينو ددې غره پر سر ډېر اور بلاوه، دغه د اور لمبې به د چترال له زياتو سيمو څخه ښکارېدلې، پخواني مشران وايي چې ددې اور او لمبو په ليدلو به انګرېزان او د چترال مهتري پوځونه وارخطا کېدل  او فکر به يې کاوه چې ګنى افغاني مجاهدين يو ځل بيا چترال ته ننوځي او غزا به کېږي. افغاني مجاهدينو به دا کار ځکه کاوه، چې انګرېزان او چترالي پوځونه خبر شي، چې موږ لا يو او د وطن د ساتنې لپاره چمتو او ويښ ګرځو. د انګرېزانو او د چترال د مهتر پوځ څو څو ځله د دوکلام تاڼې ته راغله او ويې ويل موږ نور نه غواړو، چې جنګ وکړو د سنګالي د غره پوځيان بايد کوز شي.

افغاني مسوولينو به ورته خندل او ويل به يې، چې دا مجاهدين په خپله خوښه دغه غره ته پورته شوي دا په تاسو باندې يرغل او بريد نه کوي د انګرېزانو او د چترال د پوځ کسانو به ورته ويل، چې دا کسان د شپې اور بلوي، موږ پرېشانوي او زموږ کسان تشويش کوي، چې مجاهدين بيا غزا کوي.

د انګرېزانو او د چترال د مهتر کسانو خپل معنويات له لاسه ورکړي وو، تش د غره په سر له اور نه هم په وېره کې وو،  خوب او ارام يې نه شو کولى.

په دې هکله د زرو کڅ نور محمد کاکا وايي مجاهدينو ته به اوبه او خوراکي شيان دباغيچې پر لار تلل، د سنګالي د غره مجاهدين د دوى د مېړانې له امله په يوه لويه غونډه کې، چې په بريکوټ کې جوړه شوې وه دغازي ميرزمان خان لخوا وستايل شول او ډالۍ ورته ورکړ شوې. د چترال او کونړد جبهې اهميت: په چترال کې د انګرېزانو پوځونه اوسېدل او په مختلفو سيمو کې د هغو پاتې کېدل د چترال د مهتر پاچا د واکمنۍ په وخت کې ددې لپاره نه وو، چې د چترال د مهتر پاچا د واکمنۍ ساتنه وشي، انګرېزانو د افغانستان د خپلواکۍ پر ضد پراخه پلانونه لرل او غوښتل يې، چې زموږ پر هېواد کې د تل لپاره خپل ګوډاګى حکومت ولري او يا يې پر تخت کېنوي. په چترال کې انګرېزان په دغو ځايونو کې ځاى پر ځاى شوي وو:

١- د چترال په مرکزي سيمه کې دوه ځايه (Two sites in Centeral Chatral)

٢-  دروش (Durosh) ٣- ګرم چشمه (Garam chashma) ٤-  دميل (Damil) ٥-  کواتي (Kawati) ٦- لام بربټ (Lambarbat) ٧-  ارنوۍ  (Arnavi) دغه قوتونه او پوځونه په دې سيمو کې د يو منظم پلان له مخې ځاى پر ځاى شوي وو، چې مخه يې د افغانستان قلمرو ته وه او د يرغل لپاره چمتو پراته و او ډېرې هلې ځلې يې وکړې او پلان يې درلود، چې دغه د چترال پوځونه پر همدغې لار د بريکوټ او اسمار له  لارې جلال اباد او کابل ته ځانونه ورسوي، د استقلال څلورمه جبهه په ناړۍ او بريکوټ کې هغه د يوې اړتيا له مخې د وخت له غوښتنې سره سمه جوړه شوې وه، د انګرېزانو او د چترال د مهتر پاچا پلانونه ددغې جبهې په سرښندنو او ايماندارۍ په شا وتمبول  او مرګوني ګوزارونه پرې وشول او مورچلونه يې وران او وسوزول شول. کوم مقاومت او بريدونه او يرغلونه، چې په رڼا ورځې او توره شپه کې افغانانو پر انګرېزانو او د چترال د مهتر پر پوځونو ترسره کړل،نو پر انګرېزانو او د چترال د پاچا پر پوځيانو يې رڼا ورځ توره شپه کړې وه، انګرېزي پوځونو به د افغاني مجاهدينو او غازيانو د الله اکبر په نارو سره وارخطايۍ راغله، لاس او پښو يې کار نه کاوه او سر او سترګې يې نه شوې پورته کولى، يو مجاهد مشر حاجي نورمحمدخان د ناړۍ خپلو ملګرو او کليوالو ته کيسه کوله، چې موږ له بريکوټ نه کواتي او دميل ته په يرغل لاړو، له موږ هر يوه سره (٢٥)  ګولۍ وې او پرېکړه مو کړې وه، چې بې ځايه به مرمۍ نه ولو، په رڼا ورځ مو د انګرېزانو په مورچلونو يرغل او بريد وکړ، موږ ټول (١٦) تنه وو، (٨) تنه دميل ته لاړو او حمله موپرى  وکړه، په دميل کې د سين پر غاړه په يوه خوړګي کې انګرېزان او د چترال پاچا پوځيانو پر لوړه غونډۍ مورچلونه نيولي وو، موږ په ډزو پيل وکړ او د تکبير ناره مو وويله، يو څو ځوابي ډزې راباندې وشوې، موږ ډېرې ډزې وکړې، خو هغو له خوا ډزې ونه شوې، کتل مو چې انګرېزان او د هغو مريان چترالي عسکر مخ په ميرکنډي په تېښته وو. موږ د هغو مورچلونو ته ښکته شو، درې تنه انګرېزان او دوه تنه چترالي پوځيان مړه پراته وو او يو تن ټپي چترالى زموږ په ليدو غوږونو ته لاسونه پورته کړل او مسلمان مسلمان نارې يې وهلې، په پښتو نه پوهېده، مقصد يې دا و، چې مسلمان يم، رحم وکړئ، نور راته څه تاوان ونه رسوئ او يا داچې مړ مې نه کړئ . زه ورنېږدې شوم، په پښتو مې ورته وويل، چې ته څنګه مسلمان يې چې له انګرېزانو سره ملګرى شوى يې؟ هغه مې له مورچل نه بهر وايست او مورچلونو ته مو اور واچاوه . په چترال کې انګرېزي پوځونو پلان درلود، چې  د نورستان د اڅوڼ پر لار کې او د ارنوۍ ، د ميزرو کڅ ، د ممريت  او د ګرم چشمې پر لارو به د افغانستان خاورې ته راننوځي او د وسلو په زور به نورستاني د خپل واک او د چترال د مهتر پاچا په قلمرو کې شاملوي ، يو څه انګرېزي پوځيان به په اسمار او دانګام کې د تل لپاره پاتې کېږي او پاتې به د جلال اباد او د کابل پر لور حرکت کوي، ددې انګرېزانو د راتګ په اړه تر اسمار پورې څه ګونګوسه په ولسونو کې وه، چې انګرېزان يرغل کوي، غازي ميرزمان خان، چې د سيمې له قومونو او ولسونو سره په تماس کې و او پوره معلومات يې درلودل، چې چترال ته د دير پر لار ډېر زيات انګريزان ننوتي او ځاى پر ځاى شوي دي، او له بلې خوا غازي ميرزمان خان ته پوره څرګنده شوې وه، چې نورستاني ولسونو نوى د اسلام دين منلى، خداى مکړه  انګرېزان دا ولسونه يو ځل بيا ونه غولوي، چې د مجاهدينو پر خلاف پورته شي او نورې ستونزې منځته رانه شي، نو له خپلو ملګرو سره يې مشوره وکړه، چې د استقلال د څلورمې جبهې لپاره غوره ځاى بريکوټ او ناړۍ ده، له يوې خوا چترال ورته نږدې دى او له بلې خوا انګرېزان د ارنوۍ پر لار زموږ پر خاوره يرغل کوي او له بلې خوا نورستان له بريکوټ نه پورته دى او د نورستان له مشرانو او قومونو سره به د اړتيا پر وخت ژر ژر او په اسانۍ سره ليدل کتل وکړم، نو دا د غازي ميرزمان خان يو لوى او پر ځاى ابتکار و ، چې د دانګام او اسمار پر ځاى بريکوټ او ناړۍ د جبهې مرکزي سيمه شوه.

که ددې جبهې مرکزي سيمه اسمار يا بل ځاى غوره شوى واى، نو انګرېزان د ارنوۍ له خوا زموږ خاورې ته راننوتل او ستونزې به زياتې شوې واى او بله دا چې د نورستان په حالاتو کې هم نوى بدلون راته او افغاني مجاهدينو ته ډېرې ستونزې پيداکېدلې .

لوى خان په هوښيارۍ او زيرکتيا سره ناړۍ او بريکوټ ته راغى، چې د انګرېزانو مخې ته لکه يو لوى غر ودرېږي، که د لوى خان خپل ابتکار په بريکوټ او ناړۍ کې د انګرېزانو پر ضد د غزا پرېکړه نه واى، نو انګرېزانو له اسمار نه تر بريکوټ دوکلام پورې سيمه د چترال د مهتر په واک او اختيار کې ورکوله .

د چترال مهتر پاچا د انګرېزانو په ملاتړ پلان درلود چې د ختيز نورستان ولسونه د افغان مجاهدينو پر ضد راپاڅوي او خپل پوځونه تر ناړۍ، نشه ګام او جلاله پورې ځاى پر ځاى کړي. غازي ميرزمان خان په دوکلام او بريکوټ کې د انګرېزانو د يرغل او راتګ پر ضد ټينګ مورچلونه جوړ کړل او د سيمې مشران يې د انګرېزانو له ناوړه  پلان ځنې خبر کړل، د سيمې ولسونو په يو اواز د غازي ميرزمان خان دپلان ملاتړ اعلان کړ او د انګرېزانو او د چترال د مهتر دپوځونو پر ضد په سوونو ځوانان د غزا په لښکرو کې په سيالۍ ميدان ته راووتل او د ده په قومانده د هر ډول قربانۍ لپاره په مورچلونو کې ځاى پر ځاى شول .

 د انګرېزانو او د چترال د مهتر پوځونو د افغاني غازيانو پر وړاندې دجنګېدلو قدرت له لاسه ورکړ، چې په ارنوۍ کې په رڼا ورځ د انګرېزانو په سنګرونو يرغل او بريد وشو، انګرېزان يې مړه کړل او تاڼې او مورچلونو ته يې اور واچاوه او پوځي تجهيزات يې په غنيمت ونيول. انګرېزانو ته څرګنده شوه چې د بريکوټ پر لار اسمار او جلال اباد ته زموږ تګ او حرکت امکان نه لري .

دا چې غازي ميرزمان خان له غازي امان الله خان سره ډېر نږدې اړيکې لرلې او يو د بل په خصوصياتو ښه پوهېدل، يو پر بل يې باور او اعتماد درلود او غازي امان الله خان ته د غازي ميرزمان خان د وطن دوستۍ مينه څرګنده وه، نو خان ميرزمان خان په حقيقت کې په هغه وخت کې ډېر په مېړانه او زړورتوب د کونړ او د چترال د جبهې مسؤوليت پر غاړه واخيست او ددې تاريخي ازمېښت نه سرلوړى راووت، که دغه پرځاى اقدام هغه وخت په بريکوټ او ناړۍ کې نه واى ترسره شوى، نو د انګرېزانو او د چترال د مهترانو له خوا زموږ د هېواد غېږه سکڼل کېده او اوس به له اسمار نه پورته تر ختيز نورستان او  ديوانه بابا پورې سيمې د چتراليانو په واکمنۍ کې پاتې شوى واى .

 توکل واټ ( توکل ډبرې)

د ارنوۍ د کلي لمرخاته ته د ارنوۍ خوړ شمال ته نږدې د توکل واټ په نامه يو غر دى،په  دغه غره کې پخوا د شپې له خوا د څارويو ساتلو لپاره يوه بانډه وه او يو شپونکى به په دغه بانډه کې اوسېده.

کله، چې د کونړ چترال د استقلال جګړې په دوکلام او ارنوۍ شروع شوې، توکل شپونکي ته چا ويلي وو، چې ارنوۍ ته انګرېزان راغلي او په دوکلام بريکوټ باندې بريد کوي خپل مالونه له دغه ځايه بلى خوا ته يوسه  او ته بانډه خوشې کړه. توکل شپونکى، چې د انګرېزانو له راتلو خبر شو پرېکړه يې وکړه، چې له انګرېزانو سره به ښه جګړه کوم، ټوپک يې نه درلود ، نو توکل شپونکي دغه بانډه  له انګرېزانو سره د جګړې لپاره  له ډبرو ډکه کړې وه او د بانډې بام ته يې ډېرې ډبرې خېژولې وې،  چې د بانډې يو بش هم مات شوى و، کله چې په ارنوۍ کې انګرېزانو ماته وخوړه توکل  د انګرېزانو د ماتې له امله خلکو ته مبارکي ورکوله او ويل به يې چې ما هم د جګړې لپاره ځان ساز کړى و، خو ښه شوه، چې زما خواته انګرېزان رانغلل، ګنې د ډبرو باران به مې پرې جوړ کړى واى، په هغو ډبرو به، چې ما د جګړې لپاره راټولې کړې وې بله بانډه جوړه کړم.

دغه غر له هماغى ورځې د (توکل واټ) په نامه يادېږي، توکل د شپونکي نوم و او واټ په ګواري ژبه کې ډبرو ته وايي، دغه غر اوس هم د (توکل واټ) په نامه يادېږي او په هغه ځاى کې خورې ورې ډبرې اوس هم تر سترګو کېږي .

نښه ويشتل

غازي ميرزمان خان به مجاهدينو سره ليده کاته او هغوى ته به يې  لارښوونې او د جګړې قومانده د ناړۍ دلوى کلي له جګړه ايز مرکزه ورکوله .

بريکوټ او دوکلام ته به يې د ناړۍ نه تګ راتګ کاوه (ماچي مڼه) او (شينګر) د ناړۍ د مرکزي کلي لمر خاته ته پراته دي، د شينګر او   ماچي مڼې د دواړو کليو مشرانو سيدجان او اشرف خان د هغه وخت مشهور مشران وو، چې له غازي ميرزمان خان سره يې ډېرې نږدې اړيکي لرلې. ملک اشرف خان په ماچي مڼه او سيدجان په شنګر کې اوسېده، غازي ميرزمان خان ته دواړو څو څو ځله د شپې لپاره بلنه ورکړه ، خو لوى خان  ته وخت نه پيدا کېده ، يوه ورځ چې غازي ميرزمان خان د چترال له غزا څخه نوى ناړۍ ته راستون شوى و او د چترال له غزا او بريدونو څخه خوښ و،ناڅاپه  له پنځوسو تنو مجاهدينو سره، چې زيات يې د قومونو مشران وو، د سهار له خوا د ماچي مڼې ته حرکت وکړ، پر لار  ورته د چيريګل او د باټاش ولسونو له خوا تود هرکلى وويل شو او د ماچي مڼې کلي ته د اشرف خان ملک ځاى ته ستون شو، چې د ناړۍ په نانګوڅ چينه کې ورته ډوډۍ تياره شوې وه، د سيمې ډېر مشران ورسره وو، دغه چينه په ناړۍ کې ډېره مشهوره ده، د غرمې تر ډوډۍ او د ماسپښين تر لمانځه وروسته شنګر ته روان شو، ملک سيدجان خپل زين کړى په ورېښمين څادرو پوښلى آس د غازي ميرزمان خان مخې ته يې رالېږلى و، مازيګر وختي شنګر ته ورسېدل، له خوښۍ نه د ملک سيدجان کسانو له خوا په غشو باندې نښې وويشتل شوې، د ټولو ورسره مجاهدينو لپاره د ډوډۍ او د ارام ځايونه تيار شوي وو، د بامونو پر سرونو ورته کټونه او چوکۍ ايښود شوې وې او د غشو د ويشتلو ننداره يې کوله . پخپله خان هم په لينده درې غشي وويشتل، چې درې واړه په نښه ولګېدل، ټولو خلکو خوښي وکړه او د الله اکبر په نارو يې د غازي ميرزمان خان او مېړانه وستايله .

د شنګر او  شاوخوا ولسونو او د جغرافيايي موقعيت په هکله ورته د سيمې مشرانو پوره پوره معلومات ورکړل. شپه يې په شنګر کې تېره کړه او سهار بېرته ناړۍ ته روان شو، ملک سيدجان  ورته ډېر ټينګار وکړ، چې نن ورځ پاتې شه، بډانې او ناسپګل ته د غرڅانو ښکار ته ځو او بيا داسې وخت نه راځي. غازي ميرزمان خان، چې ډېر خوښ ښکارېده خپلو ملګرو ته يې وکتل او ملک سيدجان ته يې وويل: موږ د انګرېزانو په ښکار پسې راغلي يو، د لوى خان  په دې خبره ټولو مجاهدينو په بړک بړک وخندل .

شنګر يوه ډېره زرغونه او رنګينه دره ده، چې په غرونو کې يې هغه وخت زيات سارايي چرګان، زرکان او غرڅان پکې موجود وو، په لاره کې څو څو ځايه د زرکانو سيلونه راغلل، غازي ميرزمان خان په زرکانو ډزې وکړې او ويې ويشتل. هغه نه يوازي دا چې با جرئت او تلى قوماندان وو بلکه په نښه ويشتو کې يې خوار زيات شهرت درلود.

کله، چې خان له خپلو ملګرو سره ناړۍ ته راورسېد بې له ارم کولو سيده دوکلام او بريکوټ ته له خپل ګارد سره د مجاهدينو ليدلو ته ورغى.

د چترال د پاچا خوب ليدل

د چترال پاچا د ګواريانو مشرانو  ملک محمديوسف خان او ملک رحمن الدين ته ليکونه  راولېږل، چې د يوې ضروري خبرې او مشورې لپاره د ارنوۍ کواتي يا ميرکنډي ته راشي، دغه وخت د کونړ، نورستان او چترال حالات ښه نه وو. انګرېزان په چترال کې هرې خواته پراته وو او په افغانستان کې د انګرېزانو پر ضد د جهاد لپاره په سرحدونو کې ولسونه راپاڅېدلي وو.

د چترال د پاچا استازى د ارنوۍ (کوري) ته راغلى و او د چترال د پاچا يو ورور،  دوه ورېرونه او دوه تنه انګرېزان ددې خبرو لپاره  موظف شوي وو، د ناړۍ  دغه دوه مشران له ٢٠ کسانو سره د خبرو لپاره (کوري) ته ورغلل، په خبرو کې د چترال د پاچا ورور او دوو تنو انګرېزانو د ناړۍ مشرانو ته وويل: له بريکوټ نه تر اسمار پورې ددې سيمې واک او اختيارات به همېشه ستاسې شي، تاسې ته بلنه درکوو، چې د چترال له پاچاهۍ سره يوځاى شئ،  موږ د نورستان له مشرانو سره هم په دې اړه خبرې کړې دي، تاسې ته به دوه سوه ټوپکې، دوه توپې او نقدې پيسې هم درکړو او ټينګار يې وکړ، چې زموږ مقصد دادى، چې د انګرېزانو پر ضد په غزا کې ګډون مه کوئ او له نورو سره هم په  غزا کې  مرسته مه کوئ، دواړو مشرانو يو او بل ته وکتل د چترال د  پاچا ورور او انګرېزانو ته يې وويل: له ناړۍ نه تر اسماره سيمه زموږ ده او زموږ به وي، دلته هېچاته د واکمنۍ اجازه نشته، موږ له خپلو نورو مشرانو سره خبرې او مشورې کوو، يوه جمعه وروسته به تاسې ته احوال درکړو، ددې لپاره، چې انګرېزان او د چترال پاچا دې مشرانو ته تاوان ونه رسوي، بنديان يې نه کړي او له وژلو خلاص شي،  په دې چل بېرته بريکوټ ته راغلل او له بريکوټ نه يې  په عاجل ليک کې د چترال پاچا  او انګرېزانو ته احوال ورکړ، چې موږ افغانان يو او هېڅکله به د وطن او افغانانو پر ضد ونه درېږو، تاسې ته خبر درکوو، کوم خوب، چې مو ليدلى، چې له بريکوټ نه تر اسماره پورې  دا سيمه به د چترال مربوط شي،  تش خيال دى او ان شاء الله په ارندو او چترال کې به هم ستاسو پر ضد زموږ جهاد ډېر ژر شروع شي، د چترال پاچا او انګرېزان پوه شول، چې افغانان له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

پر لام بربټ او ارنوۍ حمله

په لام بربټ کې د انګرېزانو توپچي قوه پرته وه او د چترال د پاچا کسان هم ورسره يوځاى اوسېدل، لام بربټ د ارنوۍ شمال ختيځ ته څېرمه پر هسک ځاى پروت دى، له لام بربټ نه  هر وخت توپونو پر بريکوټ، دوکلام او شنګر ډزې کولې او د دوکلام او بريکوټ او يا د نورستان د باغچې له خوا افغان مجاهدينو د يرغل مخه همدغه توپچي قوې نيوله، مجاهدينو نه شول کولاى چې دروش او ميرکنډي ته په يرغل د غزا لپاره لاړ شي.

ددې لپاره چې دروش او چترال او ايوان او ممريت ته د مجاهدينو لاره او مخه خلاصه شي، لوى خان د سيمې له خلکو سره مشوره وکړه چې د انګرېزانو دغه توپچي قواء څنګه له منځه يوسو؟ ملک محمد يوسف او نورو مشرانو غازي ميرزمانخان ته مشوره ورکړه چې دپنځوس تنو تکړه مجاهدينو يوه ډله بايد تيار او پر شنګر باندې د ارنوۍ خوړ ته ښکته شي او هلته د ارنوۍ پر غره وخېژي، البته دا حرکت بايد په توره شپه کې وشي چې په لام بربت کې د انګرېزانو دغه توپچي قوت محاصره شي او د قربانۍ په بدل کې به د انګرېزانو دغه ځاى مجاهدينو ته په لاس ورشي او انګرېزان به په دغه يرغل کې ووژل شي. غازي ميرزمانخان د سيمې د مشرانو ومنله او د ٥٠ تنو مجاهدينو غښتلې ډله جوړه شوه. په دې ډله کې ددې سيمې کسان تنظيم شول، چې قوماندان يې اټک او مرستيال يې ملک شهزاده د کن زوى او شپږ تنه نور واړه قوماندانان يې دا وو:

١- قابل د شان زوى ګوجر له (٨) تنو سره

٢- شمس الرحمن د ناړۍ له (٨) تنو سره

٣- جلات خان د بريکوټ له (٨) تنو سره

٤- رحمت الله د ساو له (٨) تنو سره

٥- احسان د نشه ګام له (٨) تنو سره

٦- صنوبر د چيره ګل له (٨) تنو سره

د لام بربټ د توپچي قوې پر ضد د يرغل لپاره له ناړۍ نه د شنګر په لور لام بربټ ته روان شول. کله، چې دغه د سرتېرو ډله شنګر ته مازيګر ورسېد، هلته ورته د سيدجان ملک له خوا يوه لويه مېلمستيا وشوه، مجاهدين يې ونازول د ارنوۍ او بيا لام بربټ پر لور روان شول او د ماښام په توره تياره کې د لام بربټ پر لور په غرونو د انګرېزانو د توپچي قوت له منځه وړلو لپاره وختل او خپل د هدف ځاى ته په بري ورسېدل، نيمه شپه وه،  سيمه يې محاصره کړه او پر انګرېزانو او دچترالي پاچا پر عسکرو يې بريد وکړ، چې (٨) تنه انګرېزان پکې ځاى پر ځاى مړه شوي وو، د چترال د  پاچا عسکر په تېښته کورتي ته تښتېدلي وو، دوه توپونه يې ونيول، د انګرېزانو مورچل ته يې اور واچاوه او د ارنوۍ پر چوڼۍ راغله، يو توپ يې د ارنوۍ په چوڼۍکې ، چې دوه انګرېزان پکې مړه شوي وو، ونيو او نور يې په تېښته کورتي او ميرکنډي ته تللي وو، چې د لام بربټ او د ارنوۍ د چوڼۍ داور د لګېدو له امله شين اسمان دبارودو په لوګيو تور ښکارېده او افغان مجاهدين روغرمټ بريکوټ ته راورسېدل. له دې برياليتوب ځنې غازي ميرزمانخان په ناړۍ کې خبر شو او د خپلو مجاهدينو هرکلي او مبارکۍ ته يې دبريکوټ سلام کوټ ته پر آس ځان راورساوه او د دروش او چترال په لور د مجاهدينو لار پاکه شوه، چې لوى برى ګڼل کېده، مجاهدين دغازي ميرزمانخان له خوا وستايل شول.

خوراکي مواد

د استقلال د څلورمې جبهې مرکز له کونړ ولايت  څخه ډير لرې پروت وو، په هغه وخت کې موټرى اوسړکونه نه وو.

د انګرېزانو سره سخته غزا شروع وه مجاهدينو ته ټول خوارکي مواد د غزا په اوږدوکې د غازى مير زمان خان له خپل ځانې مصرف څخه برابريدل ،يو وخت چې د ډيورنډ د پوري غاړى د مهمندو د قوم لس زره کسيزه لښکر د محمد امين کوډا خيل په مشرى هم  راورسيد. عبدالخالق اخلاص د خپلو سترګو ليدلى حال د استقلال څلورمه جبهه نومي کتاب د دويم چاپ په ١٥٦ مخ کې داسې بيانوي:

بيـــــــــا چې راغى عاليجاه محمد امين

هم ورســــــــــــره وو ټول مــؤمن مجاهدين

چې په شمار دغـــــه حساب وو لس هزاره

پسې تــــــــلى خــــان محمد وو برخورداره

هم چــــــې تلى وو "ډېرۍ" له درې کنډکه

بېـــــــــرته راغــــــله بريکوټ له له کومکه

يوه ميــــــاشت هلــــــته دېره وو هسې شان

ورکـــــــولـــــــه آذوقــــــــه مــــــير زمان خان

د خوراکي موادو د برابرولو لپاره يو هئيت وټاکل شوچې د نوموړى هئيت لوي مشران دا وو  :

 ١- د ناړۍ ملک محمد يوسف

٢- د ناړۍ ملک رحمن الدين

٣- د  دوکلام ملک شاه حسين

٤- د ناړۍ ميرزا صباوالدين

٥- د ناړۍاحمدشاه

٦- د ناړۍ ملا محمدشيران

٧- د ناړۍ ميرمحمدشاه

٨- د  ساو ملک ګلوخان

٩- ملک شهزاده د کن زوى

١٠- د بريکوټ ملک محمد

١١- د ګوجرو حبيب نور

١٢- د ګوجرو شال

١٣- د مچڼى اشرف خان

١٤- د شنګر سيدجان

١٥- د شاليکوټ محى الدين

١٦- د ناړۍ ملک سيدعلي ميرزا

دغه شپاړس کسيز هئيت له اندازې او تصور نه زيات خوراکي مواد لکه غنم، جوار، لوبيا، غوړي او په سوونو سوونو څاروي  راټول او د ناړۍ په قرارګاه کې ځاى پر ځاى کړل. د څارويو د رمو د  ساتلو لپاره له شلو تنوڅخه زيات  شپانه وګمارل شو.

بي بي ګلزار ابۍ

په ګواريانو کې د ګلزار نوم لکه لمر روښانه دى، د بي بي ګلزار له نامه سره هر څوک اشنا دى، دا په ګواريانو کې له يوې درنې کورنۍ څخه ده، پلار يې هم د وخت نامتو هوښيار او مجاهد شخصيت تېر شوى، دقام له مشرانو و. کله چې د بي بي ګلزار پلار په حق ورسېد، دغه يوه لور ترې پاتې شوه، نور اولادونه يې نه درلودل.

بي بي ګلزار د خپل پلار تر سيوري لاندې لويه شوې وه، پلار يې ديني عالم او روښان فکر سړى و، ډېر وخت يې په قام کې د يو مشر په توګه ولسي او قومي دندې ترسره کړې وې.بي بي ګلزار ته يې ښه تربيت او ديني علوم زده کړي وو، هغه په پښتو، دري، چترالي او نورستاني ژبو پوره پوهېده، د ولسونو او قومونو تر منځ د پوره شهرت خاوند وو.

کله، چې د بي بي ګلزار پلار په حق ورسېد، ولسونه راټول شول او د پلار پر ځاى يې پر بي بي ګلزار د مشرې دعا وکړه.

بي بي ګلزار په هغه وخت کې له خپل پلار او نورو ديني عالمانو ځنې پوره ښوونه او روزنه کړې وه، په پښتو، دري، عربي ژبو پوهېده او ګلستان، بوستان او نور کتابونه يې ويلي وو او په ليک لوست کې يې ډېر لوړ مقام درلود. خط يې ډېر ښکلى و، هغه  قام  او ولسونو ته د نېکو اخلاقو او ايماندارۍ او شجاعت له امله ډېره ګرانه وه،  ډېره هوښياره، پوهه او باتدبيره ښځه وه، په ديني مسايلو، ميراث او حقوقي مسلو  پوره پوهېده. خاوند يې  ملک ګل سيد او زوى يې حضرت علي نومېده ، د پلار نوم يې محمدسيد و، چې په ګوارو کې له يوې درنې کورنۍ څخه وه او په پيرشا دارۍ کورنۍ يې شهرت درلود.

نوراحمد دين ملنګ د بي بي ګلزار په اړه د مشرانو په روايت ويل: بي بي ګلزار سربېره پر دې، چې په ديني علومو پوره پوهېده، ډېره مهربانه، عادله او هوښياره ښځه وه، د هغې له خبرو، پرېکړو او امر ځنې هېچا سرغړونه نه کوله او هر چا به يې خبره منله، هغې ډېر وسله وال ملاتړ لرل.

نوراحمددين ملنګ ويل: چې هغه د ناړۍ په کلي کې چې کله غلام حيدرخان څرخي د نورستانيانو د حال احوال لپاره بريکوټ او نورستان ته راغلى و، نو جنرال عبدالوکيل خان نورستاني له دواړو سره په بېلابېلو وختونو کې د قومي مسايلو او د جهاد د بري لپاره له نږدې کتلي وو.

نوراحمد دين ويل: کله چې غازي امان الله خان په کابل کې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه. بي بي ګلزار غازي امان الله خان ته د بريکوټ د پوځي قوماندانانو په لاس د مبارکۍ ليک استولى و، هغه ليک چې غازي امان الله خان ته ور رسېدلى و. غازي امان الله خان د مشرقي پوځيانو ته امر کړى و، چې بي بي ګزار، چې کله له بريکوټ او ناړۍ نه  شاهي ماڼۍ ته راځي،  دوه تنه افسران او درې تنه عسکر يې د درناوي او د ساتنې لپاره وګوماري.هغه وخت په بريکوټ دوکلام او ناړۍ کې ډېر پوځيان مېشت وو.

بي بي ګلزار کابل ته د تګ پرېکړه وکړه او د تګ لپاره يې اسونه چمتو شول، له هغې سره په دې تاريخي سفر کې څو تنه نور مشهور مشران ګواريان  لکه ملک سيد علي خان، ملک همايون، مولوي حضرت سيد او مرزا حياالدين اټک هم  کابل ته ولاړل.

نوراحمددين وويل چې بي بي ګلزار په کابل کې په شاهي مقام  کې له غازي امان الله خان سره له نږدې ليدلي وو. غازي امان الله خان ته يې د خپلواکۍ مبارکي ورکړه او هغه ته يې وړانديز کړى و، چې زموږ د سيمې ولسونه عوايد نه لري، ځمکې يې حاصلات نه کوي، ولسونه حکومت ته د مالياتو د ورکولو له ستونزو سره مخامخ دي. غازي امان الله خان د بي بي ګلزار او ورسره ورغليو مشرانو سره ډېرې خبرې اترې وکړې او د کونړ حکومت ته يې د ناړۍ په باب هدايت ورکړي وو، چې دا ولسونه پنځه کاله د مالياتو له ورکولو ځنې معاف دي.

بي بي ګلزار له خپلو نورو مشرانو سره د شاهي ماڼۍ د مهربانۍ په مننې سره غازي امان الله خان ته دعا وکړه، چې له کابل نه کونړ ته د راتلو په وخت کې غازي امان الله خان په داسې حال کې، چې د غازي امان الله خان مېرمن ملکه ثريا هم ورسره وه. بي بي ګلزار ته د زرو (بهادرۍ) او د سپينو زرو په تېکي کې پوښلې يوه توره ورکړې وه.

حاجي صاحب ملک عصمت الله د بي بي ګلزار لمسى وايي: دغه تاريخي توره چې غازي امان الله خان په خپل لاس د ډالۍ په توګه بي بي ګلزار ته ورکړې وه، زما له مشر ورور حاجي شاه طهماس خان سره وه او هغه به د کټ سر ته ايښې وه، خو متاسفانه کله چې زموږ په هېواد کې دروسانو په ملاتړخلقي بدلون راغى، موږ چترال ته مهاجر شو، دغه تاريخي يادګاري توره تراوسه ترۍ تمه ده. بي بي ګلزار ادې ته ملکې ثريا يوه جوړه ورېښمينې جامې او نورو مشرانو ته يې يوه يوه توره (شمشېر) او نور سوغاتونه ورکړل. کونړ او ناړۍ ته  د بي بي ګلزار د راتګ پر وخت ډېر مشران اسمار ته مخې ته ورغلي وو.

ملک مرزا سيد علي خان

نوموړى مرحوم ملک سيدعلي خان د ګواريانو يو مشهور ديني عالم تېر شوى دى، هغه د ملک ګل سيدخان او د بي بي ګلزار ابۍ زوى او په خټه ګوار و، هغه په هندوستان، لاهور او پېښور کې د ديني علومو زده کړې کړې وې. د سيمې لوړ ديني اسلامي عالم ګڼل کېده،  په عربي، پښتو، دري او اردو ژبو پوهېده، روانې خبرې او ليک لوست يې پرې کولاى شوې.

ډېره ژوره مطالعه يې درلوده او ډېر شاګردان يې روزلي وو، له ديني عالمانو سره به يې تل مشورې کولې، ډېر خواږه نظمونه يې هم ليکل، خو څه اسناد يې نه دي پاتې.

د مرزا نورمحمدخان د مشرانو وينا ده، چې مرحوم سيدعلي خان په رياضي او  نجوم علم کې لوى لاس درلود، د ښکلي خط خاوند و، د ناړۍ د حضرت علي خان مشر ورور و، خو  اولاد يې نه درلود. په خپل وخت کې  يې د شالوزو د کندي مشري کړې وه، د قومونو او ولسونو په منځ کې يې د علميت له امله ډېر محبوبيت درلود، هغه يو قدردان، نرم، نېک خويه او ايماندار شخصيت و، هغه د افغانستان د استقلال د څلورمې جبهې د قرارګاه د مالي لګښتونو مشري په غاړه درلوده، هغه يو ښه محاسب و، هغه د چترال او ارنوۍ په غزاګانو کې برخه لرله او له غازي ميرزمان خان سره يې نږدې اړيکي لرلې.

مرحوم سيدعلي خان د ناڅاپي ناروغۍ له کبله په ناړۍ کې په (1922م) ١٣٠١ هـ کال کې د (٤٨) کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې (الله دې وبخښي).

ملک محمد يوسف او ملک رحمن الدين د کونړ ولايت د ناړۍ  ولسوالۍ زړور او په وطن مين شخصيتونه وو، چې د استقلال په څلورمه جبهه کې له غازي ميرزمان خان سره وو،  د جهاد په مورچلونو او دسيمې په غزاګانو کې يې له خپلو وسله والو ملګرو سره د غښتلو او مټورو قوماندانانو او قومي مشرانو په توګه يې ستر کارونه د وطن په سرحداتو کې سرته رسولي وو.

له بريکوټ څخه تر اسماره  ددې کليو او بانډو د مشرانو په توګه يې ډېر ستر کارونه او د وطن د سرحدونو په ساتنه کې يې ډېرې هلې ځلې ترسره کړي دي.

کله، چې غازي ميرزمان خان  د څلورمې جبهې د غزاګانو لپاره له زرګونو ملګرو سره ناړۍ ته راورسېد ملک محمد يوسف او ملک رحمن الدين له خپلو ملګرو سره د لوى خان مخې ته د هرکلي لپاره ورغلى و او هغه ته يې د هر ډول مرستو او همکاريو ډاډ ورکړ او ورته يې وويل: دا چې په مېړانه له  خپلو ملګرو او لښکرو سره روان شوي يئ او دلته راغلئ ان شاالله برى ستاسو په برخه دى، ددې سيمې ټول ولسونه او قومونه له تاسې سره په جهاد او غزاګانو کې مل دي.

لوى خان له ملک محمد يوسف خان او ملک رحمن الدين څخه ډېر خوښ شو، د ناړۍ د لر کلي په شين باغ کې يې   په درناوي ډېره لويه مېلمستيا شوې وه.

کله، چې غازي ميرزمان خان پر انګرېزانو باندې د غزاګانو او جهاد پلان ددې سيمې ولسونو ته وړاندې کړ، نو ټولو يې ملاتړ وکړ او پر ارنوۍ، لام بربټ، کواتي، کوري، ايون، ميرکنډي، سواردم، ممريت باندې د حملو او غزاکولو پروګرامونه پيل شول. د چترال پاچا د انګرېزانو په قومانده او ګډون غوښتل، چې له بريکوټ نه تر اسمار پورې حملې او بريدونه وکړي. د انګرېزانو او د چترال د پاچا پروګرام خان ميرزمان خان ته رسوا او افشا شوى و، د دوکلام او بريکوټ مورچلونه يې مضبوط کړل، د افرادو او مجاهدينو ډلې يې نورو ته ولېږل او د ارنوۍ، لا م بريټ  او کواتي انګرېزانو او د چترال پاچا پر پوستو او عسکرو يې حملې پيل کړې، چې پر انګرېزانو او د چترال پر عسکرو يې رڼا ورځ  توره شپه کړه. په ارنوۍ کې د انګرېزانو حالات دومره خراب شول، چې سر يې نه شو پورته کولاى، د شپې کواتي او ميرکنډي ته وتښتېدل، له غازي ميرزمان خان سره دواړو مشرانو ملک محمديوسف او ملک رحمن الدين د چترال په جګړو کې ګډون درلود، چې په بري سره ترچترال، ايون او ممريت پورې له مجاهدينو سره تللي وو او سرلوړي بېرته بريکوټ او ناړۍ ته راستانه شول.

د غازي ميرزمان خان په وړانديز غازي امان الله خان په خپلو لاسونو سره دواړه ګوار مشرانو ته د مېړانې او د مالياتو د بخښنې فرمان او نور سوغاتونه او نقدې روپۍ ورکړې وې.

څو شپې او ورځې په کابل کې له غازي امان الله خان سره يوځاى پاتې شوي وو چې د راتګ په وخت کې په لويه غونډه کې خان غازي ميرزمان خان او دواړو ګوارو مشرانو ته د (بهادرۍ) د سپينو زرو مډالونه پر ټټر وټومبل شو.

سلام کوټ

د ناړۍ ولسوالۍ، په تېره د ناړۍ مرکزي کلى د افغانستان د استقلال د ګټلو د څلورمې جبهې مرکزي سيمه وه،له مشرانو څخه کيسې پاتې دي، چې د افغانستان د استقلال د څلورمې جبهې مشر غازي خان ميرزمان خان به له خپلې قراره ګاه سره په ناړۍ کې اوسېده او له دغه ځايه به يې قومانده ورکوله او خپل استازي به يې بېلابېلو سيمو ته لېږل. په ناړۍ کې د غازي ميرزمان خان قرارګاه دوه ځايه وه،  يوه د ناړۍ د ارندو  پل ته مخامخ، چې د دوه سوو توتانو يو لوى باغ وو، درې ويالې پکې ډکې روانې وې، دغه سيمه د ناړۍ د ګواريانو له خوا د غازي ميرزمان خان د اوسېدلو لپاره غوره شوې وه، دويم ځاى په ناړۍ کې د شاليکوټ د کلي شمال لويديځ ته بل د توتانو باغ و، خو د غازي ميرزمان خان لښکريان په لارو او کليو کې او زياته برخه يې په بريکوټ او د دوکلام په غرونو رغونو کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې له خپلو لښکريانو سره به خان په  آس ګرځېده چېرته به چې خطرناک ځاى و لوى خان به هلته ځان ور رساوه، پرته د ناړۍ له لوى کلي نه چې غازي ميرزمان خان اصلي قرارګاه او استوګنځى ګڼل کېده، په بريکوټ او پاشنګر کې به هر وخت ډېر لښکريان له توپونو سره اوسېدل اوپه خاص ډول سره سلام کوټ د غازي ميرزمان خان په وخت کې هم د مشرانو پوځيانو او د توپ خانې لپاره غوره ځاى و. کله، چې به د لوى خان په لارښوونه مجاهدينو او لښکريانو د ارندو، چترال، دروش، ګډ، آين، ميرکنډى، لام بربټ، کواتى او نورو سيمو ته د انګرېزانو پر ضد د جهاد لپاره قوتونه ولېږدول او لښکريانو او مجاهدينو به انګرېزان يا د چترال د شهزادګانو غلامان ونيول، نو بريکوټ ته به يې راوستل او په بريکوټ کې به دغه نيول شوي کسان سلام کوټ ته راوړل کېدل، هلته به يې تر پوره تحقيق او غور وروسته پوره پرېکړه کوله، د ديني عالمانو له خوا به، چې کومه پرېکړه وشوه، هغه به يې پرنيول شويو کسانو عملي کوله.

سلام کوټ پرپوځي چارو سربېره دپوځي ميرزايانو استوګنځى هم و او د خوراکي موادو ګودامونه هم دلته وو. ددې سيمې يو شمېر ديندارو او وطنپالو د لښکريانو او مجاهدينو د مرستې لپاره د خداى په رضا ورکړي مالونه (څاروي) سلام کوټ ته راوړل، چې دلته ددغو مالونو د ساتلو لپاره موظف کسان نيول شوي وو. سلام کوټ د بريکوټ د ګواريانو له ملکيت څخه يو ښکلى په لوړه پروت تاريخي ځاى دى.

دوکلام

دوکلام د ناړۍ د کلي شمال ختيځ خواته دراسا سيند ختيځ ته د غرونو په لمنه کې هسک، شين او سمسور کلى دى، چې ختيځ ته يې له ارنوۍ خوړ، شنګر او  دېر سره سرحد لري، شمال ته يې د ارنوۍ خوړ، ارنوۍ او چترال او جنوب ته يې سنګله او لويديځ ته دراسا څپاند سيند او بريکوټ پراته دي.

دوکلام د افغانستان د کونړ وروستى کلى دى، چې له چترال او ارنوۍ سره لګېدلى دى، دا سرحدي کلى يو ځانګړى جغرافيايي موقعيت او تاريخي ارزښت لري.

دارنوۍ دخوړ دواړو خواووته کوهستانى قام ژوند کوي، چې د ارنوۍ خلک هم کوهستانيان دي، خو د چترال په حکومت پورې مربوط دي، ولسي مشران کيسې کوي: کله چې د ډېورنډ ليکه (خط) په نښه کېده، کوهستاني قوم تر دوو مياشتو پورې د ډېورنډد ليکې پر ضد مظاهرې کولې او دبريکوټ سرحد دارئ ته يې تلل راتلل کول، چې موږ د دوکلام او ارنوۍ ولسونه ديو قام او ديوې کورنۍ ولسونه يو، يو ورور له يو هېواد سره او بل ورور له بل هېواد سره تړل کېږي، دا موږ کوهستاني قوم ته دمنلو وړ نه دى، بايد چې د ارنوۍ ولسونه له افغانستان سره وتړل شې، ځکه تر ميرکنډۍ پورې ټولى سيمې  د افغانستان خاوره ده.

په هغه وخت کې د چترال مهتر پاچا او انګريزانو دکوهستان مشرانو ته وعده ورکړه، چې  ارنوۍ به له افغانستان سره وتړل شي، ځکه د کوري ، لام بريټ، کوارتي او ګډ خوړ ولسونه هم زيات کوهستاني او نورستاني دي، دهغه وخت نه تر اوسه دا مسئله پر خپل حال پاتې ده، د ډېورنډ دليکې مسئله دانګريزانو لخوا پر افغانانو ور و تپل شوه.

د دوکلام د ولسونو ځمکې اوس هم په ارنوۍ کې او د ارنوۍ د ولسونو ځمکې په دوکلام کې دي، خو د ډېورنډ کرغېړنې کرښې يو ورور له بل څخه جدا کړ.

دوکلام دخپلواکۍ په جګړو کې د افغانى لښکرو او جنګياليو دمېړانې او غيرتونو او بريدونو مرکزي ټاټوپى ګڼل کېږي، د دې ځاى ولسونه غښتلي، زړور او پر وطن مين ولسونه دي او د خپل شهامت، شجاعت او مېړنتوب اعتبار يې په نره ساتلى دى.

د دوکلام ولسونو د استقلال له مجاهدينو سره يو ځاى اوږه پر اوږه  په مېړانه له انګريزانو او مهتر پاچا سره جنګېدلي دي. کله چې غازي ميرزمانخان د استقلال دګټلو دلښکرو مشري پر غاړه لرله، دهغه په نوښت سره په دوکلام کې دانګريزانو او د چترال د پاچا دعسکرو د څارلو لپاره يوه پوځي تاڼه د دوکلام په لوړه کې جوړه شوه، چې د دې پوځي محل (تاڼې) مسؤوليت پخپله د دوکلام ولسونو پر غاړه واخيست، چې د دې کار له امله غازي ميرزمانخان د دوکلام له خلکو نه ډېره خوښي وکړه. په دې تاڼه کې  د دوکلام د کلي ١٢ کسانو خپلې پوځي او جهادي دندې په غيرت او ايماندارئ سره سرته رسولې، يادو کسانو ته وسلې او نور پوځي مهمات دغازي ميرزمان خان لخوا ورکړل شوي وو.

داتاڼه چی دغازی میرزمان خان په نوښت له لویو ګټو څخه په دریو پوړو کی جوړه شوی وه اوپه  درېیم پوړ کې یې چې نیمه دیوالونه یې درلودل  د څار لپاره ځایونه پکې  جوړ شوی وو.

دا تاڼه (چوڼى ) چی یوه تاریخی ودانی وه د سردار داود خان د واکمنی تر وروستیو پوری موجود وه، خو د خپل منځي جګړو پرمهال ونړېده، خو آثار يې اوس هم تر سترګو کېږي . په اوس وخت کې  ددوکلام د تاڼې په سيمه کې  یو ښوونځی جوړشوی .

غازي ميرزمان خان په بريکوټ ديوې غونډې پر مهال د دوکلام ځينو وتلو قومي مشرانولکه  شاه حسن، جمروز خان او سيد خان ته لونګۍ په سر کړې وې.

- back.gif

-
بېرته شاته