(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بابړه دپښتنو کربلا

[24.Aug.2019 - 10:47]

بابړه، د پښتون قام کربلا

ليک: آیاز يوسفزی

کله چې دويم نړيوال جنګ ختم شو نو پهٔ نړۍ کې دوه ستر قوتونه راوړاندې شول، يؤ اړخ ته د اشتراکيت(کميونزم) ډله وه چې د روسيې سويت يونين يې سرخېل ؤ او بل اړخ ته مغربي سرمايه دارانه نظام ؤ چې پيرنګی يې سر لښکر ؤ. د نړۍ زياتره هېوادونه هم د دغه دواړه قوتونو پهٔ ډله ټپله کې پهٔ دوه برخو کې تقسيم وو. د دواړه قوتونو هم پهٔ پټه او هم پهٔ ښکاره د وړومبۍ ورځې نه دا هڅه وه چې خپل مخالف قوت کمزوری او مات کړي او د نړۍ واک پهٔ خپل لاس کې واخلي.  

کله چې د سرمايه دارانه نظام سر لښکر پيرنګی پهٔ هند کې کمزوری شو او د تګ اراده يې وکړه نو غوښتل يې چې د کميونزم او روس پر ضد خپله يوه کلکه مورچه پهٔ سيمه کې جوړه کړي چې پهٔ راتلونکي کې ترې د روس او کميونزم لهٔ منځه وړلو پهٔ مهال کار واخلي او خپله بين المللي پاليسي مخ پهٔ وړاندې بوځي. همدا لامل ؤ چې متحده هندوستان يې وويشلو او د مذهب پهٔ نوم د نړۍ وړومبی رياست جوړ شو خو جناح  صېب پهٔ يوولسم اګست 1947م د خپلې يوې وينا پهٔ ترڅ کې د اسلامي رياست تصور ختم کړو او د يوهٔ سيکولر رياست خبره يې وکړه. پير مانکي ورته يؤ ځل پهٔ يوهٔ ملاقات کې وويل چې تا خو زما سره د شريعت لؤظ کړی ؤ او ما هم د خپلو خلکو سره همدغه لؤظ کړی ؤ. جناح صېب ورته وويل چې دا سياسي لؤظونه دي او د سياسي لؤظونو دومره اهميت نهٔ وي. 

د هندوستان تقسيم او آزادي ورکول د پيرنګي مجبوري وه ځکه چې د هغهٔ لپاره دلته نور پاتې کېدل ناشوني شوي وو. خو د تلو نه يې وړاندې دلته د کميونزم خلاف خپله مورچه جوړه کړه او د نظرياتي جګړې د ګټلو او خپل پليت سياست لپاره يې د اسلام سپېځلی نوم وکارولو. د خپل سياسي او سامراجي پياوړي توب لپاره يې ځايي سياسي قوتونه هم د ځان سره ملګري کړل. 

د روس لهٔ اړخه ټولې درې او لارې د پښتنو پهٔ خاوره کې دي او د کميونزم خلاف د جوړې کړې مورچې وړومبۍ پوړۍ خيبر پښتونخوا وه چرته چې د باچا خان رحمة الله عليه جوړ کړی خدایي خدمتګار تحريک تل د پيرنګي خلاف غږ پورته کړی ؤ او د هغوی د پليت سياست سره کلک مخالف کړی ؤ. همدا لامل ؤ چې دغه تحريک د پيرنګي لپاره يؤ لوی خڼد او د سر درد جوړ شوی ؤ او روس ته د پيرنګي د تګ راتګ همدا يوازينۍ لاره وه چې پهٔ خيبر پښتونخوا تېرېږي. 

پيرنګي غوښتل چې پهٔ خپل راروان پلان باندې بې لهٔ کومې نيوکې او مخالفت عمل وکړي خو د دغه مقصد لپاره د هغه ټولو قوتونو ختمول يا کمزوري کول ډېر مهم وو چې د پيرنګي د پاليسيو مخالفت يې کولو. نو ښکاره خبره وه چې خدايي خدمتګار تحريک د پيرنګي مخالفت کولو او نهٔ يې غوښتل چې د مذهب پهٔ نوم د پښتنو خاورې ته د بين المللي سامراجي طاقتونو د مفاداتو د ساتنې جګړه راشي د کومې چې به نهٔ پښتون قام ته څهٔ ګټه وي او نهٔ به ترې پښتون وطن ته کوم خير ورسي. او هم هغسې وشوه، د نړيوالو د مفاداتو او ګټو د ساتنې جګړه چې د جهاد پهٔ نوم پښتون وطن ته راوړی شوه، پايله(نتيجه) يې زمونږ د ټولو پهٔ وړاندې ده. باچا خان رحمة الله عليه به پهٔ ډاګه ويل چې دا د تور او سپين هاتي جګړه ده، چې څوک يې ځان پهٔ منځ کې ورکوي هغه به چقيږي، دا پردی جنګ کور له مهٔ راوړئ.

کله چې پهٔ 1946م کې د پيرنګي پهٔ نګرانۍ کې پهٔ ټول هندوستان کې ټولټاکنې پهٔ دې شرط وشوې چې چرته د کوم ګوند ووټ زيات ؤ پهٔ هغه سيمو به د هغوی وزارتونه جوړېږي. دغه ټولټاکنې پهٔ صوبه سرحد(اوسنۍ خيبر پښتونوخوا) کې هم ترسره شوې چرته چې خدايي خدمتګارو د صوبې پهٔ پنځوسو چوکيو کې درې دېرش چوکۍ وګټلې او د پيرنګي پلوي ګوند مسلم ليګ يوازې اوولس چوکۍ وګټلې. او د باچا خان رحمة الله عليه د مشر ورور خان عبدالجبار خان(ډاکټر خان صېب) پهٔ مشرۍ کې يې پهٔ صوبه کې خپل وزرات جوړ کړو. دغه کار پهٔ سياسي ډګر کې د پيرنګي ستره ماتې او د خدايي خدمتګارو ستر بريا وه. خو پيرنګی پهٔ دې خبره ډېر ښهٔ پوه ؤ چې تر څو د صوبه سرحد(خيبر پښتونخوا) واګې د هغوی د پلويانو پهٔ لاس کې نهٔ وي تر هغې د هغوی لپاره پهٔ خپله پليته بين المللي پاليسۍ عمل کول کهٔ ناشونی نهٔ دی خو ډېر ګران ارو مرو دی نو تل يې دا يوازينۍ هڅه وه چې خدايي خدمتګار تحريک يا خو کمزوری کړي او يا يې لهٔ مخې لرې کړي خو ستونزه دا وه چې خدايي خدمتګار د يوهٔ ستر سيياسي قوت ترڅنګ د صوبې وزارت او اکثريت هم پهٔ لاس کې لرلو نو آئيني، قانوني او سياسي ټولې لارې بندې وې. يوازينۍ لاره دا وه چې د صوبه سرحد(خيبر پښتونخوا) اسبملي پهٔ وچ زور ماته کړی شي او د خدايي خدمتګارو حکومت لهٔ منځه يوسي. د پښتنو ترمنځه خدايي خدمتګار تحريک ډېر نوم او ستر ځای پيدا کړی ؤ او پيرنګي غوښتل چې دغه تحريک بدنام، بې عزته او بې باوره کړي نو د ډېر سوچ او فکر نه وروستو يې پهٔ صوبه سرحد(خيبر پښتونخوا) کې د ريفرنډم ډرامه جوړه کړه چې هېڅ منطقي جواز يې نهٔ لرلو. ځکه چې د هند د ويش پرېکړه د مذهب پهٔ بنياد شوې وه او پښتانهٔ هم مُسلمانان وو نو د دغه پرېکړې ترمخه د نوي رياست برخه ګرځېدل خو مسلم ليګيانو او د پيرنګي نوکر شاهي پهٔ شريکه د خدايي خدمتګار تحريک د بدنامولو لپاره دغه قدم پورته کړو، غوښتل يې چې بهر نړۍ ته هم دا وښايي چې وګورئ مونږ څومره جمهوري خلک يو چې د پښتنو نه دا تپوس کوو چې کهٔ ستاسو خوښه وي نو پاکستان ته راشئ او کهٔ خوښه مو نهٔ وي نو بهر پاتې کېدی شئ. باچا خان رحمة الله عليه ورته پهٔ ډاګه وويل چې د هند تقسيم خو د مذهب پهٔ بنياد شوی دی او د پښتنو د راتلونکي پرېکړه هم تاسو کړې ده، بيا د هندوستان او پاکستان پهٔ نوم د ريفرنډم څهٔ ګټه ده او کوم جواز لري؟ کهٔ خامخا ريفرنډم کوئ نو پښتنو ته يؤ دريمه خوښه کېږدئ چې هغه پښتونستان دی. خو دغه کار هغوی کله کولو. هغوی خو باچا خان رحمة الله عليه او خدايي خدمتګار تحريک بدنامول غوښتل. باچا خان رحمة الله عليه پهٔ دغه هر څهٔ پوه ؤ نو ځکه يې د ريفرينډم د دغه ډرامې نه باييکاټ وکړو او کله چې پهٔ صوبه کې ريفرنډم وشو نو جناح صېب د هندوستان وايسرائی لارډ ماونټ بيټن ته وويل چې قام خو خپله فيصله واوروله بايد اوس د خدايي خدمتګارو وزارتونه لهٔ منځه يوړی شي. لياقت علي خان هم لارډ ماونټ بيټن ته چغلي وکړه چې کهٔ د ډاکټر خان صېب وزرات مات نهٔ کړی شو نو پهٔ پنځلسم اګست به هغه د پښتونستان د آزادۍ اعلان کوي، ماونټ بيټن د لياقت علي خان دغه خبره هم لندن ته ورسوله خو هغوی ورته وويل چې د لياقت علي خان خبره رشتيا نشي کېدای. لارډ ماونټ بيټن هم د جناح  صېب سره همغږی ؤ خو د لندن نه ورته اجازه ورنکړی شوه. نو جناح صېب ته يې وويل چې کله ستا واک شو نو بيا پخپله دغه کار وکړه ځکه چې اوس يوازې مرکزي حکومت دغه اختيار لري. 

او همدغسې وشوه، کله چې جناح صېب د نوي جوړ شوي رياست ګورنر جنرل شو نو د پيرنګي پهٔ جوړ شوي قانون انډيا ايکټ 1935 کې يې وړومبی ترميم(بدلون) دا وکړو چې د صوبايي اسمبلۍ د ړنګولو اختيار يې د ملک ګورنر جنرل له ورکړو او صوبايي خودمختاريي يې لهٔ منځه يؤړه، د پاکستان د جوړېدلو اتمه ورځ وه، پهٔ 22م اګست 1947م جناح صېب د اولس رائی او ميڼډيټ د پښو لاندې کړو او د اولس پهٔ ووټ جوړ شوی د ډاکټر خان صېب منتخب وزارت يې مات کړلو، دا پهٔ دې وطن پهٔ جمهوريت او اولسي رائی د ډاکې اچولو او د اکثريت خوښه د پښو نه د لاندې کولو ابتدا وه چې جناح صېب پخپله کړې وه. د ډاکټر خان صېب د وزارت ماتول او د خلکو لهٔ خوا يؤ ټاکلی شوی حکومت لهٔ منځه وړل د “مملکت خداد پاکستان”پهٔ تاريخ کې د قانون، دستور، جمهوريت او پارليماني نظام خلاف وړومبی شعوري ګام ؤ او پهٔ نا ويلې توګه دا اعلان ؤ چې دلته به د قانون، دستور، جمهوريت او پارليماني نظام پهٔ ځای د يوهٔ تن حکمراني وي.

وزارت خو يې مات کړلو خو دلته اوس بله ستونزه دا وه چې د چا وزرات به مات شو نو د آيين ترمخه به د صوبې واک اختيار د صوبايي ګورنر سره تر هغې وخته پورې ؤ چې بل چا به د ممبرانو ټاکلې/اکثريتي شمېره لرله نو ګورنر به هغهٔ ته د حکومت د جوړولو او د اسمبلۍ نه د اعتماد د ووټ اغيستلو بلنه ورکړه خو د صوبې ګورنر سرجارج کنګهم چون پيرنګی ؤ نو جناح  صېب د پيرنګي پهٔ پاتې شوي دستور کې يؤ بل بدلون وکړو او د ګورنر پهٔ ځای يې اختيار د مسلم ليګ يوهٔ کشميري غړي قيوم خان له ورکړو او هغه يې د درې دېرش غړو پهٔ مقابله کې د اوولس غړو پهٔ سر د صوبې وزير اعلا کړو. او د ټاکلې منصوبې ترمخه يې د هزارې محمد عباس خان او بيا وروستو د قيوم خان پهٔ غوښتنه د بنوں حبيب الله خان د هغهٔ مرستيال وزيران کړل. 

د پښتون اولس پهٔ تاريخ کې د قام خرڅه، ضمير خرڅه او بې ننګه خلکو بلها نومونه پراتهٔ دي چې پهٔ سخت وخت کې يې د قام نه اوږه ويستلې ده او د دشمن پهٔ خوا کې ودرېدلي دي او د يؤ څو پيسو يا خپلو شخصي ګټو پهٔ خاطر يې قام پهٔ اغيارو پلورلی دی، پهٔ خدايي خدمتګار تحريک کې هم دغه بې ننګه او قام خرڅي خلک لږ ډېر شامل ؤ. کله چې د ډاکټر خان صېب وزارت مات شو نو د خدايي خدمتګار تحريک يؤ څو کمزوري او بې ضميره ممبران هم د قيوم خان ملګري شول چې د ډاکټر خان صېب پارليماني سيکتر مياں جعفر شاه، د ګلي کهړۍ ارباب عبدالرحمان خان، د کوهاټ د ځنګل خېلو پير شهنشاه، د احمدي بانډې سالار اسلم او د کرک د بوګارې جرنيل صاحب ګل پکې د يادونې وړ دي. د ممبرانو د اغيستلو دغه کار ښهٔ پهٔ درز کې روان ؤ او جناح صېب پخپله هم پهٔ دغه کار کې برخه اغيستله او د لا نورو ممبرانو د اړولو هڅه يې کوله، غوښتل يې چې قيوم خان پهٔ صوبه کې اکثريت ترلاسه کړي. ځکه چې هغه پهٔ دې پوهېدلو چې کهٔ قيوم خان پهٔ ښکاره اکثريت ترلاسه نهٔ کړي نو بيا د هغهٔ د وزارت هېڅ جواز نهٔ جوړېږي نو همدا لامل ؤ چې ګڼ شمېر ممبران يې پهٔ بيه واغيستل او دا هم د دې وطن پهٔ تاريخ کې وړومبی ځل ؤ چې د خلکو د اکثريتي رائی پهٔ مقابل کې منتخب ممبران پهٔ بيه واغيستلی شول او لا دغه لړۍ تر نن ورځې دوامداره ده. پهٔ کوم وطن کې چې د اولس پهٔ ووټ ټاکلی شوي ممبران د وزارتونو، شخصي ګټو او يؤ څو پيسو خرڅيږي هلته د جمهوريت، قانون، دستور او يوې مهذبې ټولنې جوړېدلو ټولې لارې بندېږي، ايمان، عقيده، نظريه، غيرت او پښتو هلته هېڅ مانا نهٔ لري. دغه خلک پهٔ دالان د ګډېدونکې ډمې نه هم بدتر وي ځکه چې هغه يوازې ځان خرڅوي خو دغه خلک قام او د قام راتلونکی خرڅوي. کهٔ دغه خلکو د قيوم خان مرسته نهٔ وه کړې نو پهٔ پښتون قام او پهٔ خاصه توګه پهٔ خدايي خدمتګارانو چې کوم قيامتونه تېر شوي دي دا به نهٔ وو راغلي.   

مسلم ليګ پهٔ عملي توګه نهٔ خو د پيرنګي خلاف تحريک چلولی ؤ او نهٔ يې د وطن پهٔ آزادولو کې کومه برخه اغيستې وه بلکې پهٔ 1946م کې د هندوستان د آزادۍ او د پاکستان د غوښتنې نه هم وروستو شوي وو او دا خبره يې منلې وه چې بايد پهٔ متحده هندوستان کې دننه يؤ مرکزي حکومت جوړکړی شي. مسلم ليګ تل پيرنګی خپل دوست او ملګری ګڼلو. پهٔ پښتونخوا کې ګڼ شمېر زاړهٔ نوابان، د پيرنګي جاګير خواړهٔ خانان او خان بهادران د مسلم ليګ غړي وو خو د خدايي خدمتګارانو پهٔ وزارت کې يې هر څهٔ لهٔ لاسه ورکړي وو نو د قيوم خان پهٔ وزارت کښېناستل خو هغوی لهٔ خدايه غوښتل.

د خانانو، نوابانو او خان بهادرانو تر څنګ سرکاري افسران هم د خدایي خدمتګارانو خلاف شول. د دغه افسرانو دوه قسمونو وو، يوه هغه ډله وه چې پهٔ مخ ملازه يې افسرۍ ترلاسه کړې وې او زياتره د خانانو، نوابانو او خان بهادرانو خلک او خپلوان وو او دويمه ډله هغه وه چې پهٔ وړو څوکيو نوکران وو او قيوم خان ورته د لوړو څوکيو لالچ پهٔ دې شرط ورکړی ؤ چې خدايي خدمتګاران به ختموئ. ياده دې وي چې د خدايي خدمتګار تحريک پهٔ وزارت کې د نوکرۍ لپاره د مخوريز، نواب او خان پهٔ ځای اهليت شرط ؤ او پهٔ باقاعده توګه به د يوهٔ امتحان نه پس نوکري ورکړی کېدله. نو همدا لامل ؤ چې مخوريزو او شتمنو خلکو د خدايي خدمتګارانو د دغه پاليسۍ سخت مخالفت کولو او د قيوم خان سره يې د هغوی د ختمولو پهٔ پلان کې پهٔ خلاص مټ مرسته کوله.  

کله چې قيوم خان پهٔ دې خبره پوه شو چې د خدايي خدمتګار تحريک نور ممبران خپل ضمير، ننګ او غيرت خرڅولو ته نهٔ دي تيار نو د جبر او زور نه يې کار اغيستل پېل او د خدايي خدمتګار تحريک د غړو پهٔ نيولو او بندي کولو يې لاس پورې کړو. قاضي عطاءالله خان به پهٔ بې ننګه او قام خرڅه ممبرانو پسې ګرځېدلو نو وړومبی يې هغه بندي کړو، سالار یعقوب خان، باچا خان رحمة الله عليه، د صوابۍ د زېدې عبدالعزيز خان، د تورډېرو منفعت خان او ولي خان يې هم ونيول. او دغه لړۍ وخت پهٔ وخت دوامداره وه. هره ورځ به د خدايي خدمتګار تحريک غړي پهٔ جيلونو کې اچول کېدل نو هغوی دا پرېکړه وکړه چې د حکومت د دغه ناروا چلن او د تحريک د مشرانو د نيولو پر ضد يوه احتجاجي غونډه کيږي. کله چې حکومت خبر شو نو د خدايي خدمتګار تحريک پاتي شوني د سر سر غړي يې هم ونيول، غوښتل يې چې دغه احتجاجي غونډه ناکامه کړي. پهٔ ټاکلې ورځ چې د شا و خو سيمو خدايي خدمتګاران چارسدې ته راروان وو نو پهٔ لاره به پوليسو او ملېشې ووهل ټکول او ويل کيږي چې چارسدې ته ټول پُلونه يې تړلي وو، کهٔ کوم خدايي خدمتګار به يې موندلو نو لاس پښې به ورله تړل او سيند ته به يې غورځولو. 

د پاکستان د رياست د جوړېدلو پهٔ کال پوره کېدلو کې لا دوه ورځې پاتې وې، د 1948م د اګست د مياشتې دولسمه نېټه وه چې خدايي خدمتګاران پهٔ ګڼ شمېر د چارسدې پهٔ بابړه نومې ځای کې د مياں فصيح باچا پهٔ حُجره کې د يوهٔ سولييز(پرامن) احتجاجي لاريون لپاره راغونډ شول، سالار آمين جان ولاړ ؤ، د ټولو حاضري يې واغيسته، تقريرونه وشول او د باچا خان رحمة الله عليه او نورو خدايي خدمتګارانو د راخوشي کولو غوښتنه او وړانديزونه وشول. بيا لهٔ هغه ځايه جلوس روان شو، پهٔ بازار تېر شو او  کله چې د غازي ګُل بابا مقبرې ته ورسېدل نو پرېکړه دا وشوه چې د مقبرې ترڅنګ پهٔ جوړ شوي جومات کې به د ماسپخين مونځ کوو او بیا به لاريون وباسو خو  هغوی نهٔ وو خبر چې قيوم خان ورته پهٔ دغه جومات کې فوځيان کښېنولي دي، کله چې خدايي خدمتګاران جومات ته ورنژدې شول نو وړومبی پرې د شا و خوا د مسلم ليګيانو لهٔ کورونو نه ډزې وشوې ګڼ شمېر کسان مړهٔ او ټپيان شول، دوی جومات ته روان شول خو د جومات نه پرې فوځيانو ناڅاپي ډزې پېل کړل او پهٔ ډېره بې دردۍ يې د هغوی قتل عام وکړو. د شا و خوا کورونو نه تورسرې قُرانونه پهٔ سر راوتې او چغې سورې يې وهلې چې ډزې مهٔ کوئ خو هغه ظالمانو ګڼ شمېر تورسرې د قُرانونو سره شهيدانې او ټپيانې کړې. د شا و خوا کورونو ګڼ شمېر ماشومان هم د ظالمانو د ګولو خوراک شول. د پوليسو سره چې کارتوس ختم شول نو پوځ د مشين ګنو خولې پرانستې. پهٔ دريم بريد کې څو لاسي بمونه هم وغورځول شول. او تر نيم ساعته پهٔ بې وسلې اولس دغه ناتار روان ؤ. قيوم خان پخپله د پوليسو او ملېشې پهٔ بدرګه د پېښې ځای ته راغلی ؤ او دغه هر څهٔ يې څارل. 

ويل کيږي چې پهٔ دغه پېښه کې شا و خوا شپږ سوه يا شپږ نيم سوه خلک شهيدان شول، خو ځينې نور وايي چې د مړو کره شمېره د دې نه هم زياته وه. ښاغلی فضل رحيم ساقي وايي چې کله باچا خان بابا د جيل نه راخوشی شو نو زهٔ پخپله د هغهٔ سره د بابړې د شپږ سوه نه زياتو شهيدانو کورونو ته د دُعا او فاتحې لپاره ورغلی يم. 

دغه ورځ ډېره عجيبه وه، د ظلم، جبر، بربريت او زیاتي منظر ؤ، چاپيره د زمکې د خدايانو يو داسې جنوني فوځ ؤ چې ځانونه يې د حضرت محمد () امتيان ګڼل، پهٔ مينځ کې يې بې وسه، تش لاس او پهٔ خپلو وينو کې لت پت خدايي خدمتګاران پراتهٔ وو او د خدای د بندګانو نه يې د ژوند سوال کولو خو د هغوی جرم ډېر سخت او د نهٔ بخښلو جرم ؤ نو ځکه پرې دغه جنونيانو هم زړهٔ نهٔ سوځولو او پهٔ خلاص مټ يې پرې ډزې کولې او يؤ يؤ يې وژلو. د هغوی جرم يواځې دا ؤ چې د باچاخان او د هغهٔ د ملګرو د بندي خانې نه د خلاصي لپاره يې د سولييز احتجاج پرېکړه کړې وه کوم چې د هغوی آييني، قانوني او جمهوري حق ؤ خو آيين، قانون او جمهوريت چرته وو؟ 

عيني شاهدان وايي چې شا و خوا دوه نيم سوه شهيدان يې د جيندي سيند ته وغورځول او لاهو يې کړل. چا چې به د خپلو شهيدانو مړي وړل نو وړومبی به يې ترې د هغه کارتوسو/مرميو قيمت اغيستلو کومې چې به د هغه شهيد پهٔ وجود لګېدلې وې. او همدغسې يې د ټپيانو نه هم د هغوی پهٔ وجود د لګېدلو مرميو قيمت اغيستلو. دا د نړۍ پهٔ تاريخ کې يوه ډېره عجيبه او ځانګړې پېښه ده چې خلکو خپل دشمن ته د هغهٔ د هغه مرميو قيمت ادا کړی دی چې د هغوی وروڼه، زامن او خپلوان يې پرې ويشتلي وو.  کوم خلک چې ټپيان شوي وو نو قيوم خان حکم وکړو چې پهٔ يوهٔ هسپتال کې به يې هم علاج څوک نهٔ کوي او کهٔ کوم ډاکټر يې علاج وکړو نو هغهٔ ته به سخته سزا ورکول کيږي. د مسلم ليګ د نيشنل ګارډ غړي به پهٔ هسپتالونو ګرځېدل او ډاکټرانو ته به يې اخطارونه ورکول. کهٔ کوم ټپي شوی خدايي خدمتګار به يې پهٔ هسپتال کې پهٔ لاس ورغلو نو پهٔ پرهرونو کې به يې ورته مالګې اچولې او يا به يې پورې تاودهٔ سيخونه نيول. 

د قيوم خان پهٔ دغه هر څهٔ هم تنده ماته نهٔ شوه، پهٔ سبا ورځ يانې ديارلسم اګست يې د مسلم ليګ د نيشنل ګارډ غړي او پوليس د خدايي خدمتګارانو د کورونو پهٔ تالا کولو او پهٔ کورونو کې پرتو ټپيانو پسې راولېږل. دغه وحشيانو به د خلکو لهٔ کورونو نه هر څهٔ وړل. تر دې چې د تور سرو د غاړې کالي به يې هم د کورونو نه وړل. د خدايي خدمتګارانو د کورونو لوښي لرګي به يې نيلام کول او مسلم ليګيانو به ترې اغيستل. چې کوم څهٔ به يې نهٔ شو وړلی نو يا به يې مات کړل او يا به يې وسوځول. د خلکو پهٔ غوجلو کې ولاړ څاروي به يې يا پهٔ ډزو ويشتل او يا به يې حلالول.  

پهٔ سبا ورځ يانې پهٔ څوارلسم اګست د پاکستان د جوړېدلو جشن ؤ، د مسلم ليګ مشرانو د جشن جلوسونه ويستل، ګډاګانې وې، ډمامې وې، باجې او سورني وو او لهٔ قصده به د هغه کورونو پهٔ خوا ورتلل چې خلک يې دوه ورځې وړاندې دې رياست شهيدان کړي وو او لا يې د قبرونو خاورې او وينې نهٔ وې وچې شوې. دوی به ورته د کور مخې ته ډمامې او باجې غږولې او ګډا به يې کوله. دغه د انساني اقدارو بلها سپکاوی ؤ خو هغوی انسانيت او انساني اقدار څهٔ پېژندل؟ او کله چې دغه مسلم ليګيان د ګډا، باجو او سورنو غږولو نه راوزګار شول نو يؤ ځل بيا د خدايي خدمتګارانو پهٔ کورونو د پوليسو سره ورسر شول او لوټ مار او چور چپاول يې پېل کړو. 

د صوبې ټول جيلونه يې د خدايي خدمتګارانو نه ډک کړل. هره اونۍ به قيوم خان پخپله او يا د هغهٔ وزير مياں جعفر شاه د هريپور جيل ته ورتلل، د ټول حال احوال نه به يې ځان خبرولو او د جيل واکدارانو ته به يې وويل چې څومره وس مو رسي نو خدايي خدمتګاران تنګوئ، هر رنګه بدني او نفسياتي سزا ورکوئ او سخته او تکليف پرې تېروئ چې بخښنه وغواړي او د مسلم ليګ سره يو ځای شي. پهٔ جيلونو کې د اچولو نه وړاندې به يې د زياتره خدايي خدمتګارانو بې عزتي کوله، پهٔ کلو، لويو لارو، سړکونو او بازارونو کې به يې بربنډ ګرځول، پهٔ لاره تېرېدونکې ټانګې او لارۍ به يې ورته ودرولې او خلکو ته به يې ويل چې تماشه يې وکړئ. د انسانيت او انساني اقدارو د سپکاوي دغه داستان ډېر اوږد دی او بلها دردناک هم دی کوم او دا هر څهٔ د دې رياست پهٔ نګرانۍ کې ترسره کېدل.

د بابړې د خونړۍ پېښې نه يوه مياشت وروسته قيوم خان پهٔ صوبايي اسمبلۍ کې وويل؛ ”ما پهٔ بابړې کې د قانون ۱۴۴مه دفعه اعلان کړې وه. کله چې خلک تسليم نهٔ شول نو پهٔ دوی ګولۍ وچلولی شوې. دا خلک ډېرخوش قسمته ؤ چې د عسکرو سره ګولۍ ختمې شوې، ګنې يؤ سړې به هم ژوندی نهٔ وی پاتې شوی. ياده دې وي چې ۱۴۴مه دفعه د ضلعې د حکومت پهٔ اختياراتو کې وي خو د چارسدې د هغه وخت ډپټي کمشنر هدايت الله خان طورو وايي چې نهٔ خو زما نه چا تپوس کړی ؤ او نهٔ ما پخپله ۱۴۴مه دفعه لګولې وه.

 دا خونړۍ پيښه کهٔ بل ځای شوې وای نو کېدای شي بلها ډېر کتابونه به پرې ليکلی شوي وو خو لهٔ بده مرغه نهٔ خو پښتون اولس ته د دغه پېښې تاريخ پهٔ سمه توګه مالوم دی او نهٔ تر اوسه پخپله ملت پالو ډلو د بابړې پهٔ اړه د پلټنو تکليف کړی دی او نهٔ يې دا معلومه کړې ده چې پهٔ دغه بدمرغه او خونړۍ پېښه کې څومره کسان مړهٔ او ژوبل شوي وو. د دې پېښې پهٔ اړه ليکلي معلومات هم د نيشت برابر دي او څهٔ چې خلکو پخپلو سترګو ليدلي وو، هم هغه راپاتې دي. دا پهٔ رياستي نګرانۍ کې د پښتون اولس د ټول وژنې د روانې لړۍ وړومبۍ کړۍ وه او دغه لړۍ لا تر دې دمه روانه ده. د بابړې نه واخله تر نن ورځې د پښتون اولس دغه ټول وژنه هم هغه شان روانه ده او لا سر به يې تر څو وي.

ای د بابړې شهیدانو!

ستاسو روحونه دې ښاد وي.

حوالې/کتابيات:

1. باچا خان او خدايي خدمتګاري دويم ټوک ليکوال: خان عبدالولي خان

2. خدايي خدمتګاري ليکوال: فضل رحيم ساقي

3. لهٔ پير روښانه تر باچا خانه د پښتنو ملي مبارزې ته کتنه ليکوال: علي خان محسود

4. خدايي خدمتګار تحريک، د احمد ليکنه ايډيټر جومه خان سوپي

5. د ولي خان او اسفديار خان بېلا بېل تقريرونه

6. انټرنيټ

7. بېلا بېلې مجلې

-
بېرته شاته