(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شمس مبارز پښتون وو

[03.Aug.2019 - 13:10]

ارواښاد شمس الهدا شمس یو سپيڅلی مبارز پښتون وو“

لیک: محمد حسن ولسمل، د افغان ملي جريدې موسس او چلوونکی
 
ارواښاد شمس الهدا شمس  د افغان ملت ګوند يو فعال غړې و چې په راوروسته وختو کې بیا خپله هم رهبر شو، خو د یو شمیر نورو افغان ملتيانو له مخالفت سره مخ و.
د ارواښاد شمس الهدا شمس لوی ابتکار دا و چې د پېښور د ناوړه شرايطو او حالاتو باوجود يې د افغان ملت د ګوند موجوديت هملته ثابت کړ او حتی د افغاني مهاجرو لپاره يې يو کمپ هم جوړ کړ. شمس صیب په پيښور کې د راز راز طوفانونو او مخالفتونو سره مخامخ و خو د غر غوندې ورته ولاړ و. په خاصه توګه د نوموړي د اوږو بار هغه وخت پسې لادروند شو چې ښاغلي واکمن صاحب په نوي ديلي کې د افغانستان جلاوطنه حکومت اعلان کړ. دغه وخت له اخوانو تنظیمونو نه علاوه د معتدلو تنظيمونو لکه د درې ګوني اتحاد د مشرانو د شديد عکس العمل او مخالفت سره د افغان ملت ګوند مخ شو. حتی د درې ګوني اتحاد د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ یوه اعلاميه خپره کړه او په هغې کې يې د کابل د کمونست رژيم نه وروسته د افغان ملتيانو په ضد مبارزه روا وګڼله او دا داسې وخت و چې د پاکستان حکومت په مجموع کې له ملي تنظيمونو، ګوندونو او ډلو سره سخت مخالف و.
څه وخت چې د پلچرخي له زندانه آزاد او پېښور ته مهاجر شوم نو په هماغه لومړیو ورځو کې زه او ښاغلې يوسف فرند د شمس صیب ليدو ته په کبابیانو کې د دوی دفتر ته ورغلو، نوموړی ډېر زیات خوشاله شو او وې ويل چې هرڅومره ملي عناصرو شمیر په دې محيط کې زياتېږي هماغومره د وطن د آزادۍ او جهاد غورځنګ قوي کېږي.
موږ پوهېدو چې په هغه شپو ورځو کې يې د حداد صاحب سره مناسبات ښه نه وو، خو موږ ورته د خبرو په ضمن کې وويل چې غواړو له حداد صیب سره هم وګورو  نو که یو چاته وظیفه ورکړې چې د هغه کور راته وښايي. دغه وخت شمس صیب موسکې شو او وې ويل زه پخپله تاسو د حداد صیب کور ته بوځم. نو سم له لاسه راپاڅيد او موږ يې د حداد صاحب کورته وروستو. هلته د چاې څښلو نه وروسته حداد صیب پخپلو خبرو کې شمس صاحب ته د انتقاد ګوته نيغه کړه دوی دواړه پخپلو کې سره تاوده شول، خو موږ يې مخه ونيوله او ورته ومو ویل چې تاسې د ميلمنو لحاظ هم نکوئ حتی حداد صاحب ته مو وويل دا ستا کور دې، شمس صاحب تاسو سره د زړه بداوي باوجود پخپله موږ سره ستا کورته راغی دغه وخت حداد صاحب هم خپلې خبرې ته متوجه او خبره په هماغه ځاې ختمه شوه.
شمس صاحب تر اخره په خپل هوډ ټينګ ودرېد او حتی کله چې جناب احدي صاحب په وخت کې د افغان ملت ګوند حکومتي قړت هم پيدا کړ او ډېر افغان ملتيان حکومت ته ورننوتل اما شمس صاحب ورسره ونه منله او خپله لار او مبارزه يې په مستقل ډول تعقيب کړه.
دا چې نن سبا يې ورثې د هغه ارواښاد لار نیولې او بيرغ يې لويدلو ته نه دې پرې ايښی کاميابي يې غواړم.
بايد ووايم چې شمس صاحب زما دوست، شخصي ملګرې او د مجاهد ولس د اخبار قلمي همکار و. ماته داسې وخت د دوی د ګوند لخوا د ارواښاد شمس صاحب په هکله د څه ليکلو دعوت راکړل شو چې له يوې خوا ناروغه، له بلې خوا روژه ده او هم اروپا ته روان یم، کنه نو مابه د شمس صاحب د مبارزې په باب اوږده مقاله ليکلې وای. هیله ده دوی ټول زما معذرت قبول کړي. روح دې ښاد وي.
 
په درناوي
محمد حسن ولسمل
د افغان ملي جريدې موسس او چلوونکی

-
بېرته شاته