(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان شهېد دفکري...

[02.Aug.2019 - 09:32]

خان شهید د فکري اوښتون استاد رهبر وو  

لیک: فضل اشنا  

د شلمي صدۍ ادبي او سیاسي چاپیریال ته که د نړۍ په کچه کتنه وکړو نو به هغه لاس ته راوړني ولرو چي د نړۍ قومونو خپلواکي د نړیوال شکېلاک څخه څنګه واخیسته ؟

د نشات ثانیې را ورسته درې پینۍ داسي وې چي د نړۍ سترو زورواکانو د افرادي قوت په سوب د نړۍ نورو پراخو سیمو ته وغزېدل تر شلمي پېړۍ پوري د نړۍ تاریخ د لویو لویو خونړیو پېښو شاید پاته سو ، د نړۍ په خونړي تاریخ کي پښتون افغان هم خپل یو ځانګړی باب لري نو که د نړۍ د تاریخ څخه دغه یو څپرکی یا باب ولوستل سي نو به د پښتون افغان تاریخ هم د خونړیو لویو پیښو لوبغاړی وي کله چي د نړۍ نورو قومونه د مرګونه پرله پسې لړۍ درول نو زهین سازي یې را منځ ته کړه تر څو جنګسالاران په سیاست پوهانو بدل سوه په هم دغه اجتماعي زهین سازي کي د ادب لوی لاس دی .

پښتون افغان هم غالبًا څلور پینۍ په جنګونو کي یې تر شلمي پېړۍ پوري سفر راکړی وو  خو فکر او نظریه یې جنګي وه، کله چي نړۍ د توفک ایښولو ته تیار سو خو پښتون ملت توفک زیور او کلتور باله نو اوس دا ملت سیاسي مبارزې ته څنګه راغلی ؟

د شلمي صدۍ په لومړۍ لسیزه کي یعني په ۷م جولایې ۱۹۰۷ کي یو داسي ماشوم پښتني ټولني ته راغلی چی پلار نیکه ور نیکه تر نیکه یې د وطن خاوري په ننګ ستري مبارزې ترسره کړې وې خو دا ماشوم چي عبدالصمد نومېده د ځان سره د ملت د شعوري زهین سازۍ ماغزه په سر کي راوړه ..

    د فرنګي نظام توده دوره وه ژبه، خاوره، کلتور ، وسائل ، یې د ښکېلاک په ولکه کي وو ماشوم ځلمی سو چي د شعور دنیا ته ننوتی نو پوه سو چي غلام یم نو غلام باید څه وکړي؟ که څه هم غلام باید په جنګ لاس پوري کي خو ځلمي صمد خان د ملت د زهین سازي فکري بدلون او د یو ملت په حیث یې سیاسي تګلاره خپله کړه چي نور جنګونه د ملت په درد نه خوري سیاسي مبارزه ملي وحدت شعوري فکري زهین سازي او بیداري دا خاوره د دشمن د منګلو ژغورلی سي،

    هر هغه نوی ټولنیز بدلون به له ځانه او له کوره شروع کیږي داسي بابا هم دا لار د خپل کلي د لمونځتون څخه پېل کړه شپه و ورځ یې د قوم د زهین سازۍ او بدلون دپاره هلي ځلي کولې د ژوند پر هر ډګر به د ملتپالني پر موضع ږغېدی چي کله به زندان ته ولاړی نو د اولس سره به یې اړیکه وشلېده بیا به یې د کتابو په لیکلو او ژباړو خپل د ملت د شعوري بیداري دپاره تنده ماتوله ..

   بابا په داسي حال کي چی پښتون ملت د درس و تدریس د عامه رسنیو او د نورو لوړو زدکړو څخه بې برخي وو فکري بدلون ته کار کاوه د ملت د اړتیا هغه توکي چي ورباندی یو ملت قیام کوي بابا دا ټول وژباړل تر څو ملت یې پوه سي ..

خان شهید یو سیاسي فهمیده فکر لرونکی مدبر استاد رهبر وو، ځکه که موږ نن د پښتون ملت ټولنیزو ستونزو ته کتنه وکړو نو هم هغه بابا ورباندی عالمانه کار کړی دی تر څو ملت یې په مستقبل کي هم د دغه ستونزو سره لاس و ګریوان نه وي د بیلګې په توګه د مزهبي ستونزي دپاره اسلامي ژباړه، د خپلي ژبی پښتو د ارزښت دپاره فارسي شعر ژباړه، او د خاص مهم کار چي نن هم پښتون ملت ورسره لاس وګریوان دی لکه لیکدود ؛ بابا خپل لیکدود مرتب کړ او د ازادی افق په نوم ژباړه چي د ټولنیز کړنو د ازادۍ خبره کوي د بابا انتخاب هم خوندور دی چي دغه کتاب یې خپل ملت ته وژباړی او داسي نوري ډیري سیاسي او ادبي کارنامې لکه سائیں کمال خان شېراني صېب د راډیو په یوه مرکه کي داسي وویل چی 

ما چي کله د افلاطن ږغاوي د انګریزي څخه پښتو ته وژباړی نو مي خانشهید ته ښکاره کی چی دا څنګه دی ؟ 

خانشهید راته وویل چي که یې نوره ګټه نه وه سوچه توري خوبه خوندي سي ..

هغه وخت هم بابا ته معلومه وه چي د پردۍ ژبي اثرات را روان دي 

د بابا تقریرونه خطونه، ژباړي، ورځپاڼه، جیلونو قربانیو، دا ملت د جنګه وساتی او د یو ملي سیاسي خوځښت رنګه یې خپل دشمن ته لیکه کش کړه او زورور دشمن یې پر کوډو کړ ځکه نړۍ د پر امنه سیاست لار خپله کړې وه نو په پښتون افغان ملت کي لومړی شخص خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی دی چي د پر امنه قامي سیاست او قامي مبارزې خښته یې کښېښول او کمال یې ووګوره ! د نړۍ هر سیاسي غورځنګ په لویو ښارونو کي جوړ سویدی او کلیو ته ورسېدی خو خانشهید عبدالصمد خان اڅکزي په کلي کي د قامي سیاست کمبله وغوړول او په لږ وخت کي تر لوی ښارونو ورسول ...

په داسي وخت کي چي په سیمه کي د فرنګي په خلاف وسلواله مبارزه ښه توده روانه وه خو خانشهید عبدالصمد خان اڅکزي د اولس د زهین سازۍ او فکري اوښتون دپاره شپې روڼولې او پښتون ملت ته یې د نړیوالو سره اوږه پر اوږه د تګ کولو لاري ښولې ،

   خانشهید د جنګ خاتمه هم د سیاسي مبارزې د لاری کول او د زدکړو لوی غوښتونکی وو چي نور موږ جنګي سالارانو ته اړتیا نه لرو نور باید د سائنسي نړۍ سره روان سو تر څه د ښه ژوند او ښه سبا خاوندان سو..

   د خپلواکۍ ګټه په ملي یوالي کي ده د اتفاق کور به خپله ډوډۍ خوري بې اتفاقه چي هر څومره ډیر وي خو د بل سترخان ته به ګوري تاسو تش اتفاق وکی ستا سو وطن د من و سلو‘ی سرخان دی نه خلاسیږي ملي یوالی وکئ ..

د فرنګي په مراعات یافته دوره کي د فرنګی لاس پوڅي چي سردار ،ملک، نواب ،خان، ملا، پیر فقیر ، سرمایه داره ، مځکه وال دا ټول د خانشهید بابا سره په تریو تندي ژوند کاوه او دا یې د پردیو دسیسه بلل چي دا بل چا خطا ایستلی دی خو خانشهید به ورته وویل چی دا انګریز دی دا زما وطن ته راغلی دی زما خاوره وسائل او واک یې قبضه کړی دی زه د خپلي خاري او قومي واک او اختیاره دپاره مبارزه کوم دا فرنګی به خامخا یوه ورځ زما له خاوري ځي، نو تاسي زما سره کن و بوغز مه کوی زه ستا سو سره هیڅ سیالي نه کوم ما د فرنګی سامراج سره اخستېده او زه د فرنګی دشمن یم او ستا سو نه یم  تر څو چي ژوندی یم ورسره اخته به یم .

خلکو به خانشهید لیونی باله  خوچي کله فرنګی ووتی ډیر هغه خلک خان شهید ته راغلی او ورسره ملګري سوه

دا خبري ما د ډیري څېړني ورسته دلته درسره شریکي کړې چي د خان شهید کار او زیار د پښتوت ملت د فکري اوښتون سره د پښتنو دملي تشخص پیلامه هم وګرځېده خان شهید په یوازي سر د قوم د زهین سازۍ لوی کار تر سره کی او ګڼ شمېر لاري یې ورته وټاکلي د هم هغه لارو په زریعه یې د زهین سازی او فکري بدلون دا مکتب ودان وساتی نن چي په سل کي اتیا سلنه پښتانه د جنګ او د بربادیو څخه کرکه کوي نو دا هم د خانشهید د فکري بدلون د مکتب حاصلات دی ...

   د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی ژوند لیک زما ژوند او ژوندون که وکتل سي نو دا به د یو تاریخ دان فولکلوریک، ادیب ،ژورنالسټ، سیاستمدار یونلیکونکي، څېړنکار، کرهکتونکي، شریک اثر وبولو مطلب دا چي خان شهید دا زیار د لوړ علم او پوهي عکاسي کوي، خو موږ ترې مننه کوو چي کله د وخت تور دشمن د تاریکو زامنو د روښانه څراغ وژل وغوښتو، نو بابا د مکتب مسئولیت خپلو بچیانو ته وسپاری او په جګه غاړه مرګ ته په غېږ ورغلی هم دا د فکري بدلون لوی استاد پر دویم دسمبر ۱۹۷۳ کي په بمونو شهید کړل سو 

         لحده نیسه یې قرار په غېږ کي

Remembering Khan Shaheed

-
بېرته شاته