(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي وحدت زمونږ

[02.Aug.2019 - 09:05]

ملي وحدت زموږ د تاریخ په رڼا کي 

لېک:عبدالباري جهاني

 

مشهوره تاریخي کیسه ده چي وايي کله چي ګوډ تیمور یا امیرتیمور کورګان آذربایجان او فارس، د توري او لښکرو په زور لاندي کړل نو د آل مظفر یا امیر مبارزالدین د کورنۍ شهزاده ګان یې، چي کلونه کلونه یې پر دې سیمو پاچهي کړې وه او یو له بله یې سره وژلي او تباه کړي وه، پر دسترخوان سره راغونډ کړل او ورته وې ویل چي که تاسي ټولو اتفاق کړی وای نو نن به مو په ګډه یوه غښتلې پاچهي درلودلای. په ناستو شهزاده ګانو کي یوه ورته وویل چي که موږ اتفاق درلودلای نو نن به ته دلته ناست نه وای. تیمور هغه ګړی ومسل او څه یې ونه ویل. په سبا یې د مظفریه کورنۍ ټول شهزاده ګان قتل عام کړل.

  له هغو کسانو څخه را نیولې چي د افغان له نامه سره حساسیت لري او ځانونه افغانستاني بولي، تر هغو کسانو پوري چي د افغانستان له نامه څخه نفرت لري او غواړي چي خراسان یا آریانا یې وبولي تر هغو کسانو پوري چي د افغان په نامه او د افغانستان په هیواد افتخار کوي، ټول د ملي وحدت چیغي وهي. ټول وايي چي د افغانستان د ټولو بدبختیو او بدمرغیو اساسي علت بې اتفاقي ده او ملي وحدت د ټولو رنځونو علاج دی. سوال دا دی چي دا ملي وحدت، چي په تېره بیا د وروستیو څلوېښتو کالو راهیسي یې، چي د هر چا له خولې یې اورو، ولي د عنقا مرغه دی او ولي نه راځي؟ زه په دې عقیده یم چي ملي وحدت، د نورو ډېرو اجتماعي ښېګڼو او نعمتونو په څېر، یو کلتور دی. او کلتور، په یوه ټولنه کي، د خاصو اجتماعي ضرورتونو او د تاریخ د جبر په اساس وده کوي. افغانستان، له بده مرغه، د ملي وحدت تاریخ او سابقه نه لري او یا یې د هغه د منځته راتللو او کلتور کېدلو لپاره اجتماعي او سیاسي جبر احساس کړی نه دی.

څه باندي درې سوه کاله مخکي، د پښتنو د تاریخ یوه له تر ټولو هوښیارو مشرانو خوشحال خان خټک ویل چي:

اتفاق په پښتانه کي پیدا نه سو

ګني ما به د مغول ګرېوان پاره کړ

د نولسمي پېړۍ په وروستیو کلونو کي، سید جمال الدین افغاني ته دا خبره منسوبه ده چي ویل یې « افغانانو اتفاق کړی دی چي اتفاق به نه کوو»

مشهور انګرېز مستشرق هنري جورج راورټي د اېراني نادرافشار په مقابل کي د پښتنو د مقاومت د ماتېدلو په باره کي لیکي: « په ورپسې کال، نادر له مشهد څخه د هرات د ابدالیانو د ځپلو لپاره حرکت وکړ. د هغه هدف دا وو چي ټول افغانان وځپي. او دی، د غلجیانو او ابدالیانو تر منځ د موجودو دښمنیو له امله، بریالی هم سو…»

راورټي وروسته د همدغه مخ په حاشیه کي لیکي: « د دې دواړو لویو قبایلو ترمنځ  یوه ټینګ اتحاد به، چي یقیناً به نور قومونه هم ورسره یو ځای سوي وای، د جنګ نتیجې ته تغییر ورکړی وای…»  راورټي ص ۶۱۰

د افغانستان په معاصر تاریخ کي، احمدشاه بابا لومړنی پاچا او زړه ور جنرال وو چي اوسنی افغانستان یې په واحد قلمرو کي شامل کړ او ان تر ډهلي، کشمیر، سیند او بلوچستان پوري یې سِکه چلېدله. د هغه له وفات ۱۷۷۳ څخه وروسته، په دې څه کم دوه نیمو پېړیو کي، افغانستان په لس هاوو ځله د خارجي قتل عامونو او خپل منځي خونړیو جنګونو په میدان بدل سوی دی. په سیمه کي ښايی بل هیواد د داسي بېرحمانه قتل عامونو او ناپایه قومي دښمنیو او خونړیو داخلي جنګونو تاریخ ونه لري.

د دې بدبخیتو او خپل منځي بې اتفاقیو او جنګونو  اساسي علت دا دی چي افغانانو، هروخت، د پردیو په مقابل کي، داسي قومي مقاومت کړی دی چي له لویه سره یې ملي صبغه نه ده درلودلې. له تاجکو څخه نیولې، تر اوزبیکو، هزاره او پښتنو پوري ټولوقومونو، په یوه چبغه او یوه سلا، توري او وسلو ته لاس کړی دی، پردي یې پسي اخیستي او د پردیو تر ماتولو او شړلو وروسته یې سمدستي د یوه بل غاړي او ګرېوان ته لاس اچولی؛ زړې دښمنی بیرته تازه سوي او ژوندی سوي او داخلي جنګ، له سره، پیل سوی دی. څرنګه چي دې لویو قومونو، یو له بله او پښتنو په خپلو منځونو کي، د پردیو په مقابل کي د مقاومت د پیل کولو څخه مخکي وحدت نه دی درلودلی او یوازي د ګاونډیتوب د مجبورت په اساس یې د یوه بل تر څنګ په سوله کي ژوند کړی دی نو هر کله چي د ټولو قومونو د خاوري، مځکو، جایدادونو او مذهب عمومي دښمن ماته خوړلې ده د دوی ترمنځ هم د وحدت زمینه له منځه تللي او بیرته یو په بل سره لګېدلي دي.

په اصل کي، د هر اجتماعي پاڅون او عکس العمل ماهیت د هغه د عامل په اساس ټاکل کیږي. څرنګه چي د افغانانو د هر پاڅون عامل د هغوی پر خاوره او ګټو باندي د پردیو او بېګانه قواوو یا هیوادونو تېری دی نو، طبیعي خبره ده، چي د پردیو له وتلو یا د جنګ او مقاومت د اصلي عامل له لیري کېدلو څخه وروسته حالات بیرته خپل پخواني شکل ته ګرځېدلي دي. که د بېګانه له یرغل څخه مخکي اتفاق موجود وو نو دوام یې کړی دی او که بې اتفاقي موجوده وه نو هغه هم بیرته خپل پخواني حالت ته ګرځېدلې ده.

د ملت کېدلو او ملي یووالي لپاره، د یوه قوم یا قومونو ترمنځ، د مشترکو ملي ګټو وجود، چي تر ټولو عمده عامل دی، تر ټولو مهم عنصر دی. د قومونو د یوموټی کولو لپاره د پاچاهانو او سردارانو قوت او تدبیر او دغه راز د منورینو تبلیغ ښايي دوهمه درجه اهمیت ولري. په افغانستان  کي لومړی عامل هیڅ وخت موجود نه وو او پاچاهانو او سردارانو یا د قومونو ترمنځ د ملي یووالي عمده اجتماعي ضرورت ته توجه نه ده کړې او یا یې د ایجادولو او ودي ورکولو لپاره فرصت نه دی درلودلی او منورینو هم، په دې برخه کي، یا خپله وظیفه سرته نه ده رسولې او یا یې حتی منفي رول لوبولی دی.

د مشترکو ملي ګټو نه موجودیت د دې معنی نه لري چي ګواکي ملي وحدت او یووالی ممکن نه دی او یا باید د عنقا خیالي مرغه وبلل سي. د افغانستان خلک، دا اوس ګړی، د مشترکو ګټو په مقابل کي دونه مشترک دردونه لري چي له بدخشان څخه نیولې تر هیلمند او هرات پوري، تاجک، اوزبیک، هزاره او پښتانه ټول پکښي شریک دي. په دې تیرو څلویښت کلنو غمیزو کي ټول قومونه د داخلي جنګونو، بې امنیتیو، د زورواکانو له تېریو او ظلمونو، په مخدره موادو اعتیاد، بېکاریو او بې کوریو له لاسه کړېدلي دي. په افغانستان کي هیڅ قوم نه سي کولای چي د دې مشترک درد علاج په یوازي سر وکړي. د دې مشترک درد علاج یوازي له مشترک طبیب سره دی او هغه ملي یووالی دی. د پېړیو د دې لاعلاجه رنځ د علاج کولو لپاره یوازي د مشرانو او منورینو ایمانداري په کار ده .

که څه هم چي د شورویانو له ماتي او په کابل کي د کمو نیسټ رژیم له ړنګېدلو څخه مخکي هم، د افغانانو او د هغوی د سیاسي تنظیمونو ترمنځ د اتحاد چنداني مزه نه وه؛ خو د مجاهدینو تنظیمونو، چي د افغانستان په تاریخ کي یې ښايی تر بل هر وخت د افغانستان د بېلو بېلو قومونو او توکمونو، د تل لپاره، د یو موټی کولو امکانات درلودلي وي، له بده مرغه، د خپلو سیاسي اغراضو او ګټو لپاره، او د پردیو په څرګند لمسون، قومي بې اتفاقیو ته نوره هم لمن ووهله. مختلفو قومونو او ژبو ته منسوبو منورینو، په تېره بیا په بهر کي اوسېدونکو او په ژبه پوه او تحصیل کړو کسانو، د دې پرځای چي د افغانستان د دې دایمي رنځ د علاج کولو لپاره ګامونه پورته کړي او لږترلږه د ملي وحدت راوستلو یوه تبلیغاتي قوه سي، په پاکستان او اېران کي د دېره تنظیمونو سره خپل ږغونه یو کړل او د ملي وحدت د راتللو په مخنیوي کي یې مضراو منفي رول ولوباوه.

 په پاکستان کي د مجاهدینو د اوو تنظیمونو سره د اېران د شیعه مذهبو د اتو تنظیمونو شمېر پنځه لسو ډلو ته رسېدی خو په حقیقت کي هر تنظیم په خپل ځان کي، په ښکاره او په پټه پر نورو ډلو وېشل سوی وو چي په دې ډول یې شمېر تر پنځوسو زیاتېدی. په پاکستان کي، د مجاهدینو د ټولو تنظیمونو په اکثرو دفترونو کي دا مبارک آیت لیکلی وو: واعتصموا بحبل الله جمیعاً و لا تفرقوا. مګر په عمل کي یوه هم د دې آیت پیروي نه کوله او، د خپلو ناروا شخصي ګټو، او یا د پردیو د خوشالولو لپاره یې،  په لوی لاس بې اتفاقیو ته لمن وهله. د تنظیمونو د مشرانو ترمنځ بې اتفاقیو، دښمنیو، موقتي اتحادونو د ماتېدلو او په قرآن شریف د سوګند خوړلو او سمدستي د سوګندونو او قولونو له ماتېدلو څخه ښکارېدله چي د دوی د بریا په نتیجه کي به هم افغانان د خیر مخ ونه ویني. او نتیجه هغسي سوه چي فکر او انتظار یې کېدی.

د انګرېزانو او روسانو په مقابل کي د افغانانو مقاومتونو د پردیو او کفارو په مقابل کي  د جهاد شکل درلودی. څرنګه چي د افغانستان په سلو کي نهه نیوي اوسېدونکي مسلمان او مطلق اکثریت یې حنفي مذهبه سنیان دي نو د دین د مشترک دښمن په مقابل کي د یوه مشترک محاذ د جوړېدلو لپاره ډېره مساعده زمینه برابره سوې وه. خو کله چي د دین او خاوري دښمنان له هیواده وتلي او جهاد هدف ته رسېدلی دی نو د اتفاق کولو لپاره دلیل هم له منځه تللی دی. افغانانو بیرته یو پربل توري را ایستلي دي. خو که د شوروي اتحاد د سرولښکرو په مقابل کي د افغانانو وروستي جهاد ته، چي د شوروي سسټم د بنسټ د لړزېدلو او نړېدلو، ډېر لوی، علت سو، ځیر سو نو ګورو چي د پرديو یرغلګرو په مقابل کي نه د مقاومت له پیل څخه مخکي او نه د مقاومت په جریان کي اتحاد موجود وو. نو طبیعي خبره ده چي د هدف د ترلاسه کېدلو او د پردي یرغلګر د ماتېدلو څخه وروسته مو باید د اتحاد انتظار نه درلودلای. پر کابل باندي د مجاهدینو د څه باندي څلورکلني واکمنی په وخت کي، د مجاهدینو د بې اتفاقو مشرانو او تنظیمونو د عقیدوي او قومي اختلافاتو له امله، چي تر دغه وخته پوري هم پټ نه وه پاته، پر دې ښار باندي داسي بدي ورځي او حالات راغلل چي په خپل تاریخ کي یې نه وه لیدلي. مګر داسي هیڅ متحد ګوند او تنظیم پیدا نه سو چي د مجاهدینو د هغه ظلم او وحشت په مقابل کي ږغ پورته کړي او د راتلونکو بدمرغیو د مخنیوي لپاره د ملي یووالي بیرغ اوچت کړي.

د ۲۰۰۲ کال د پیل راهیسي، چي پر افغانستان باندي امریکا یرغل کړی او خپل د خوښي حکومت او نظام یې جاري کړی دی، په دې زیات وکم نولسو کالو کي اداري فساد، بې امنیتي، د مخدره موادو قاچاق او په مخدره موادو اعتیاد، بېکاري، لوږه او په ټولو اولسوالیو او ولایاتو کي د قوماندانانو او زورمندانو تېری، د کلیو، ښارونو او بانډو تباه کېدلو او هره ورځ د بېګناه ملکي خلکو قتلېدلو ټول قومونه متاثر کړي دي؛ مګر په دې نولسو کالو کي نه یوازي، د دې فاجعې د ختمولو په منظور، کوم ملی وحدت منځته نه دی راغلی بلکه قومي، ژبني او نژادي اختلافاتو نور هم زور اخیستی دی.

د افغان او انګلیس په لومړي جنګ ۱۸۳۹-۱۸۴۲کي، چي د افغانستان د اولسونو د تر ټولو لویو افتخاراتو او د انګلیسانو د امپراطوری یوه له تر ټولو شرمونکو ماتو څخه ګڼله کیږي، هم وضع تر دې بهتره نه وه. که، د انګرېزانو له ماتي څخه وروسته، امیردوست محمد خان کابل ته رسېدلی نه وای، د چارو واګي یې په لاس کي اخیستي نه وای او د خپل تدبیر او مړاني په زور یې کراري را وستلې نه وای ښايي د داخلي جنګ هغه اور، چي د انګلیسانو له وتلو څخه وروسته بل سو، تر ډېرو نورو کلونو پوري دوام کړی وای.

د دې مضمون د لیکلو انګېزه د افغانستان د مشهور مورخ مرحوم احمد علي کهزاد، چي خپل ټول عمر یې د افغانستان د تاریخ د تیاره کونجونو روښانولو ته ورکړ، هغه مضمون دی چي، له نن څخه پنځه شپېته کاله مخکي یې،  په ۱۳۳۳ کال کي، د آریانا په مجله کي چاپ ته سپارلی او په وروستیو وختونو کي د کهزاد بنیاد په آریایی ویبسایټ کي خپور کړی دی. زه به لومړی د مرحوم کهزاد د هغه مضمون، چي له خپل وطن او قام سره یې د ژوري او سپېڅلي میني په اساس لیکلی دی، پښتو ترجمه دلته رانقل کړم او بیا به خپل مطلب ته ولاړ سم:

د شاه شجاع له قتل څخه وروسته د یوې قومي عهد نامې متن:

ترڅو په کابل او قندهار او جلال آباد کي د پردیو پر ضد د وطن له خاوري څخه د دفاع لپاره بهتره زمینه برابره سي.

د شاه شجاع الملک د قتل پېښه، چي د ۱۲۵۸ کال د صفري د میاشتي پر دیرویشتمه د چارشنبې په ورځ چي د ۱۸۴۲ کال د اپرېل د میاشتي له پنځمي سره برابره ده، منځته راغله. د سردار محمدزمان خان بارکزي زوی شجاع الدوله، هغه د بالاحصار او سیاه سنګ ترمنځ قتل کړ. دا د نولسم قرن له مهمو تاریخي پیښو څخه ده چي د هغې اصلي علت هماغه تنفر او ملي انزجار دی….

ګران لوستونکي بهتر پوهیږي چي د یرغلګرو قواوو په مقابل کي قهر او ملي ناخوښي څرنګه د ۱۸۴۱ د نومبر پر دوهمه ملي بڼه غوره کړه او له هغې ورځي بیا زموږ له خاوري څخه د پردیو تر وتلو پوري څه ډول پېښي منځته راغلې. د دې پېښو تشرېح دلته لازمه نه ده او خلاصه یې دا ده چي د ملي ښورښ په نتیجه کي د فرنګي او د انګلیسي اشغالګرو قواوي او ګوډاګی شاه شجاع په بالاحصار او شېرپور کي له یوه بل څخه بېلیږي او یو له بله سره هیڅ مرسته نه سي کولای. کوهستاني مجاهدین چاریکار ته نیژدې د لغماني په نوم کلي کي د پردیو قواوو پوځي مرکز نیسي  او د فرنګیانو څو تنه نیم ژواندي صاحب منصبان ایله ځانونه د شېرپور مرکز ته رسوي. په دې پسې په غزني د کرنیل پالمر پر ضد ملي تحریک پیل کیږي او دغه راز غلجیان د کابل جلال آباد لاره بندوي. څرنګه چي فرنګیانو ته د شېرپور په مرکز کي له هیڅ ځایه څخه مرسته نه سي رسېدلای نو انګلیسان ملي مشرانو ته د تسلیمېدلو په باب د یوه سند د ترتیبولو په باره کي د مفاهمې پېشنهاد کوي. وروسته، د انګلیس استازی او مختار نماینده مکناټن د پیمان ماتولو او د لمسونو له کبله وژل کیږي او له هغه څخه وروسته د مکناټن پر ځای مقرر سوي پاټنجر او د ملي مشرانو تر منځ تړون لاسلیک کیږي او د هغه په اساس د الفونسټن تر رهبری لاندي یرغلګر قوتونه له کابل څخه وزي.

ټولو ته څرګنده ده چي انګلیسانو زموږ د هیواد په بېلو بېلو ځایونو کي قواوي او صاحب منصبان درلودل. جنرال ناټ په قندهار کي ، جنرال سېل په جلال آباد کي. کرنیل ویمر په قلات کي او کرنیل پالمر په غزني کي. پر دې برسېره جنرال پالک، له یوې تازه نفسه قوې سره، په پېښور کي تیاری کاوه څو ډېر ژر د افغانستان خاوري ته ننوزي او جنرال سېل له محاصرې څخه وژغوري. وروسته نو په دسته جمعي توګه، په جلال آباد کي پر غازي سردارمحماکبرخان او د کابل جلال آباد په لاره کي پر نورو ملي مشرانو باندي حملې وکړي او د دوی په اصطلاح خپل کسات واخلي.

د ملي غورځنګ په وخت کي د ملی مشرانو او سردارانو وضعیت په مطالعه ارزي. او د هغومطالعه، تر هغه ځایه چي اسناد او مدارک مرسته کوي، په زړه پوري ده او دا کار باید په اوسني حال کي په ډېر غور او احتیاط وکتل سي. ځکه چي د اشخاصو اعمال او نظریات لا اوس هم پټ دي او تر څو چي د باوري اسنادو په رڼا کي د غورځنګ متضادي خواوي مطالعه سوي نه وي نو قضاوت به نیمګړی وي.

پوهيږو چي ملي غورځنګ د مکناټن په قتلولو سره شاه شجاع ته، چي اوس هم په بالاحصار کي وو، یو ډول خاص وضعیت منځته راووړ. شاه شجاع په داسي وخت کي ووژل سو چي انګلیس جنرال سیل په جلال آباد کي محاصره وو او سردار محمداکبرخان او یوه ډله غازیان په جلال آباد کي ورته پراته ول. د شاه شجاع قاتل، شجاع الدوله د محمدزمان خان بارکزي زوی وو چي کابل ته د سردار محمداکبرخان تر رسېدلو پوري د انګلیسیانو د لاس کوسي پاچا په مقابل کي، تر یوه وخته پوري، ځان د ملي مبارزینو منتخب پاچا باله خو پخپله یې هم د انګلیس دوستی احساسات درلودل.

په هر صورت، د شاه شجاع د پاچهي په چارو کي د فرنګیانو د عامل زیاتېدلو د سدوزیانو او بارکزیانو پخوانۍ دښمني له منځه یونه وړه بلکه وار په وار تازه کېدله. چي خبره را لنډه کړو، په داسي شرایطو کي چي انګلیسیان له کابله وتلي ول مګر د قندهار، قلات، غزني او جلال آباد په څېر ځایونو کي یې لا هم قواوي درلودلې او د پېښور څخه د نورو مرستیالو قواوو رسېدلو ته منتظر ول او د غازیانو او ملي مجاهدینو احساسات هم، په تېره بیا له کابل څخه د انګلیسیانو د وتلو او غنیمتونو ترلاسه کولو څخه وروسته، ساړه سوي وه نو د شاه شجاع وژل کېدل داسي یوه پېښه وه چي ملي مشران او بېګانه قواوي یې، چي لا هم د افغانستان په خاوره کي وې، له یوې خاصي وضعي سره مخامخ کړل. انګلیسانو خپل تر تولو مهم همکار، یعني لاس کوسی پاچا له لاسه ورکړ؛ مګر څرنګه چي له افغانانو څخه د کسات اخیستلو په لټه کي وه نو کوښښ یې وکړ چي د شاه شجاع له اولاد څخه یو څوک د کابل پر تخت باندي کښېنوي.

ملي مشران په باطن کي پر ډلو یا لږترلږه دوو ډلو باندي وېشل سوي ول. ځیني د شاه شجاع او د هغه د اولاد طرفداران او ځیني د هغه د کورنۍ مخالف ول. په دې مابین کي، طبیعي خبره ده چي، د بارکزیو، سدوزیو او فوفلزیو( سدوزي پخپله د فوفلزیو یوه مهمه قبیله ده ج) نظریات سره مخالف دي. دلته نو ټول د روحانیونو طبقې ته چي د مرحوم میرواعظ زوی، میرحاجي یې مشر دی مراجعه کوي.

داسي ښکاري چي سردارمحمدزمان خان د سلطنت د مقام د ادعا په اساس او له دې امله چي زوی یې د شاه شجاع په وژلو کي لاس درلود؛ چي له یوې خوا یې د پاچا په قتلولو کي برخه درلوده او له بلي خوایې انګلیسي بندیانو ته په خپل کورکي ځای ورکړی وو نو غوښتل یې، چي که د انګلیسیانو په مرسته هم کیږي، تخت و تاج ته ورسیږي.

نایب امین الله خان لوګري، چي په ملي ګټو ښه پوهېدی، له انګلیسیانو سره د جدي مخالفت کولو تر څنګ یې غوښتل چي په یوه حساسه مرحله کي د سلطنت پايې ونه نړیږي نو یې غوښتل چي د شاه شجاع له زامنو څخه یو تن، په تېره بیا فتح جنګ پر تخت کښېنوي. او عملا هم هغه پر تخت کښېناست.

هغه عهد نامه چي له نېکه مرغه یې متن زموږ په لاس کي دی ډېر مغتنم او په زړه پوري سند دی چي په دغه نازک وخت کي، چي د ملي مشرانو ترمنځ د بې اتفاقی او درز د پیدا کېدلو وېره موجوده وه، موږ ته معلومات راکوي. موږ د دې عهدنامې له مخي ویلای سو چي څرنګه ځینو مشرانو د جنګ لپاره ځانونه تیار کړي وه او دغه راز د پوپلزیو، بارکزیو او قزلباشو د مشرانو هوښیاري څرګندوي. دا له افتخاره ډک پیمان د پردیو پر ضد د ملي ارزوګانو د یووالي سند دی. ملي مشرانو په څرګنده په جلال اباد او قندهار کي د فرنګیانو د قواوو د وجود خطر احساس کړی وو او د خارجي دښمن پر ضد یې په بهترینه توګه سنګر نیولی وو. هري ډلي ته وظیفه ورکړه سوې وه چي جلال آباد او قندهار ته متوجه سي او د مملکت د مرکز وضعیت هم په پام کي ونیسي.

د روحانیونو پر مشر میرحاجي باندي د ټولو اعتماد داسي یو څرګند حقیقت دی چي ټول په پوهېدل. د سردارمحمدزمان خان په کور کي  د فرنګیانو د پناه اخیستلو موضوع هم چا له نظره نه ده غورځولې او په ډېر غور یې داسي ترتیبات نیولي دي چي نوموړی سردار د هغوی له دسیسو څخه په څنګ پاته سي او هغوی ملي قواوو ته تسلیم کړي او که چیري په دې باره کي پلمې او بهانې کوي نو په ټولو دي فرنګیان د هغه له کوره را وایستل سي او کنټرول دي ورڅخه واخیستل سي.

د دې عهد نامې په پای کي دیارلسو مختلفو مشرانو لاسلیکونه کړي دي چي نومونه یې له مهرونو څخه ښکاري. د عهدنامې متن داسي دی:

                     بسم الله الرحمن الرحیم

د دغه خیراوښېګڼو د کلماتو له لیکلو څخه مطلب دا دی چي په دې شپو ورځو کي د درانیو د بارکزیو طایفې جنت مکان شاه شجاع الملک، پرته له هیڅ دلیله، شهید کړی دی. د دې پېښي له امله د درانیو د پوپلزیو او بارکزیو د قبیلو ترمنځ شخړه پېښه سوه. دواړو خواوو د افرادو او سړیو په ټولولو پیل وکړ او د جنګ په تکل کي سول. د کابل خیر غوښتونکو مسلمانانو له سیادت پناه سلاله السادات العظام الکرام جناب میرحاجي صاحب، او شرافت پناه خواجه نصیر او نایب حمزه خان او د لهوګرد عالیجاه معلی جایګاه حشمت و شوکت دستګاه عمدت الخوانین العظام زبدت الکبرا الفخام نایب امین الله خان امین الدوله او سرفراز خان او د قزلباشیه له خانانو او مشرانو عالیجاه رفیع جایګاه حشمت و شوکت دستګاه عمدت الامراء العظام سردار امیراصلان خان جوانشیر او قاضي ملانورمحمد خان او محمدباقرخان بیات او غلام حسن خان افشار او د غلجیو له خانانو عالیجاه غلام رسول خان او ملک ظفرخان څخه د حضرت رسالت پناه جناب سرورعالم صلعم د مبین دین د تقویه کولو او د کفارو نصارا د شرمولو او خرابولو په منظور دا حقیقت درک کړی دی چي که دا جګړه فیصله نه سي نو څرنګه چي د کفارو کومکي قواوو د پېښور او قندهار له لوري د اهل اسلام د ولایت د تسخیرولو او د احمد مختار صلعم د دین خرابولو ته ملا تړلې ده او ژر دی چي را ورسیږي نو دا باید په خیر او بهتره وبولو چي د بارکزیو طایفه دي حتما د جلال آباد پر لور ووزي او په جلال اباد کي د موجودو کفارو او د هغوی مرستي ته له پېښوره د رارسېدونکو قواوو مقابله او جهاد د دوی وظیفه ده. د فوفلزیو خانان او مشران دي له یوه تن شهزاده سره د قندهار پر لور روان سي  او په قندهار کي دي د کفارو له قواوو سره او یا له هغو قواوو سره چي د قندهار خواته راځي جهاد وکړي او د هغوی د ځپلو په فکر کي دي سي. او فتح جنګ پاچا چي د شریعت نبوي صلعم په شرط د اسلام پاچا مقرر سوی دی همداسي پاچا وي او د کابل په بالاحصار کي دي وي. د کابل مشران، امین الدوله او د قزلباشو او غلجیو خوانین او مشران اختیار لري چي له بارکزیو سره جلال آباد ته ځي او که له فوفلزیو سره د قندهار پر لور روانیږي. که په دې دوو طایفو کي هره یوه دا فیصله ونه مني نو زموږ دي په خدای او رسول او څلورو یارانو قسم وي چي هغوی ته به سزا ورکوو او له دې دوو طایفو څخه چي هره یوه له فرنګي سره اتفاق وکړي او د اسلام د خرابی کوښښ وکړي ټول به په یوه سلا د هغوی د ځان او مال دښمنان یو او هر څوک چي له دې فیصلې او تړون څخه تېری وکړي د خدای او رسول او چهاریارکبار دښمنان به وي. دا څو کلمې د ۱۳۵۸ کال د صفرالمظفر په میاشت کي ولیکل سوې. ختم الله بالخیر والظفر.

بله دا چي هغه فرنګیان چي د نواب محمدزمان خان په کور کي دي باید چي سیادت پناه میرحاجي صاحب ته یې وسپاري او که چیري بهانې کوي په اتفاق یې د سردار له لاسه باسو او میرصاحب ته یې سپارو. /  مجله آریانا ۱۳۳۳ کابل/

           ××××××××××××××××××××××××××××××××

د قومي مشرانو دا  موافقتنامه د متن په اساس د قدر وړ ده او خپل خاص تاریخي اهمیت لري. مګر موافقتنامه هغه وخت اهمیت پیدا کوي چي د عمل جامه واغوندي او یا لږترلږه یوه برخه یې عملي سي. په داسي حال کي چي د نوموړي موافقې په خلاف، نه بارکزي، د جنرال سېل د قواوو د ځپلو لپاره مشرقي ته ولاړل؛ نه پوپلزي د جنرال ناټ سره د مقابلې لپاره کندهار ته روان سول او نه غلجیو او قزلباشو، په دوی کي له یوه سره د ملګرتوب ضرورت احساس کړ. نه فتح جنګ ته چا د یوې ورځي آرامي پاچهی کولو وخت ورکړ. او محمدزمان خان هم هغه وخت خپل انګرېزي یرغمل میرحاجي ته ورتسلیم کړل چي نور یې نو مقاومت له توانه وتلی وو.

په افغانستان کي د انګلیسیانو له ماتي او وتلو څخه مخکي او وروسته حالات:

       انګرېزانو له افغانانو سره په تاریخ کي ډیري زیاتي جفاوي کړي دي خو د افغانانو سره لومړی جنګ یې ۱۸۳۹-۱۸۴۲ چي زموږ د مضمون موضع ده یو له هغو ظالمانه یرغلونو څخه دی چي یوازي د زورورو منطق یې منلای سي. برټانوي هند په دې پلمه چي  امیر دوست محمدخان په کابل کي د روسیې استازی ویتکوویچ منلی او له روسیې سره یې د دوستی تړون لاسلیک کړی او دغه راز د ایران پاچا محمدشاه قاجار، له روسیې سره د یوه تفاهم په اساس، د هرات ښار، چي انګرېزانو د هند دروازه بلله، محاصره کړی او په هند کي یې د برټانیې ګټو ته خطر پېښ کړی دی، پر افغانستان باندي یرغل وکړ او ویل یې چي دوی غواړي په افغانستان کي خپل یو ملګری او دوست پاچا ولري. خو پر افغانستان باندي د برټانوي هند د یرغل په وخت کي په کابل کي د روسیې استازی موجود نه وو اوامیر دوست محمدخان له هغه سره د دوستی تړون لاسلیک کړی نه وو. دغه راز اېران د هرات محاصره پرې ایښې او خپل پوځونه یې پر شا کړي او دا یې منلې وه( یا انکلیسیانو په منلې وه)  چي پر هرات باندي به بیا یرغل نه کوي او دا ښار به د افغانستان خاوره بولي. پخپله د انګلیسانو مورخین وايي چي برټانوي هند ته د دې یرغل کولو هیڅ پلمه نه وه پاته او دا یوه لویه غلطي او جنایت وو. Kaye p 369

  حتی مکناټن، چي پر افغانستان باندي د برټانوي هند د یرغل او د کابل پر تخت باندي د شاه شجاع د کښېنولو ډېر ټینګ طرفدار وو، پر افغانستان باندي د برټانوي هند د یرغل څخه څه کم دوه کاله وروسته پښېمانه وو او دا یرغل یې یو ظالمانه اقدام باله. هغه ولیکل چي له دوست محمدخان سره ظلم سوی دی، چي باید نه وای سوی. هغه کتاب ص ۵۶۸

په هر صورت د انګلیسیانو په مقابل کي یو کال وروسته ښورښونه پیل سول. امیر دوست محمدخان، چي د قومي بې اتفاقی او په خپل پوځ او دربار کي د مشرانو د خیانت له وېري بخاراته تښېتدلی وو، د پاڅون مشري واخیستله او لږ وروسته یې ځان مکناټن ته تسلیم کړ او هغه هند ته واستاوه.

له دې څخه یو کال وروسته، د ۱۸۴۱ کال د نومبر پر دوهمه نېټه، په کابل کي اوسېدونکو مشرانو د انګلیسیانو د قواوو د سیاسي استازي او سلاکار الکیزانډر برنس پر کور باندي، چي د کابل خلکو سکندر باله، حمله وکړه او هغه یې له خپل ورور او نورو انګلیسي افسرانو او عسکرو سره په اور کي وسوځاوه. د هغه منشي موهن لال، لومړی د نواب محمدزمان خان په کور کي پناه واخیستله او وروسته د قزلباشو د مشر خان شیرین خان په کور کي پټ سو.

دا وخت په کوهستان کي ټول اولسونه د انګلیسیانو پر ضد پارېدلي وه. هرات د سدوزي میرزا کامران او د هغه د وزیر یارمحمدخان الکوزي په لاس کي وو. په هیلمند او کندهار کي اخترخان علیزي، عطامحمدخان دراني، میرزا احمد خان او د شاه شجاع دریم زوی صفدرجنګ د انګلیسي قواوو لپاره مځکه سره تبۍ کړې وه او د انګلیسیانو د قواوو قوماندان جنرال ناټ، زیاتره وختونه، په ښار کي دننه په محاصره کي ژوند کاوه. د کندهار له ښار څخه د باندي، د شمال پر لور، د کابل تر شاوخوا علاقو پوري، ټول غلجي قبایل پاڅېدلي او لاري بندي وې او په غزني کي د انګلیسیانو قوه محاصره وه. په ختیځو ولایتونو کي ټول غلجي قبایل په ښور کي وه او شینوارو او نورو غلجي قبایلو په جلال آباد کي د انګلیسیانو د قواوو د قوماندان جنرال سېل قوه محاصره کړې وه.

د کابل د عمومي پاڅون په ترڅ کي نواب محمدزمان خان د پاچا په حیث ومنل سو او د یاغیانو نورو مشرانو بیعت ورسره وکړ.څو ورځي وروسته سردارمحمداکبرخان له بامیان څخه کابل ته ورسېدی او د نورو مشرانو په څېر یې د نواب محمدزمان خان مشرتوب او پاچهي ومنله. مکناټن، د موهن لال پر لاس، چي د خان شیرین خان له کور څخه یې پټ تماس ورسره ټینګ کړی وو، د غازیانو د مشرانو د بې اتفاقه کولو لپاره، پیسې شیندلې او د قزلباشو یوه مشر نایب محمدشریف، د دې پیسو او رشوتونو د وېشلو لپاره ځان سختو خطرونو ته ورکړی وو. موهن لال دوهم ټوک ص ۴۱۷

له دې پیښو څخه څه کم دوې میاشتي وروسته، په کابل کي د انګلیسیانو پر قواوو باندي دونه مځکه تنګه سوه چي یوازي په کابل کي د شیرپور په قشله کي محصور سول. د ژمي موسم را ورسېدی، پر انګرېزانو باندي د خوراکي موادو او د سون د موادو محاصره دونه تنګه سوه چي نور یې ژوند ته دوام نه سو ورکولای. له جلال آباد او کندهار څخه د مرستو را رسېدل ځکه غیر ممکن وه چي هم هغه قواوي پخپله د غازیانو په محاصره کي وې او هم تر کابل پوري لاري غازیانو بندي کړي وې.

یوازي مکناټن تر ډېره وخته د خپلو پوځیانو په قوت او د خپلو خزانو په زور مغروره وو. د جنرال سېل مېرمني لیډي سېل، چي د افغانستان د پېښو خاطراتو تاریخي شهرت ور په برخه کړ، لیکي « په ښار کي اوس زمان شاه خان قدرت لري. خلک وايی چي د کابل څخه به زموږ له وتلو څخه وروسته ډېر ژر یو خطرناک جنګ پیل سي. داسي جنګ نه لکه دوی چي زموږ سره وکړ بلکه د یوه بل کورونه به چور کړي. د یوه بل غاړي به په تورو پرې کوي. او پر موږ باندي به تر خوردکابل پوري حملې کیږي او یوازي په هغه سیمه کي به خوندي یو چي د امین الله خان د زوی په ولکه کي ده » لېډي سېل ص ۱۸۳

مکناټن لا هم په خپلو خیالونو کي ډوب وو او هر ګړی یې د وضع د بیرته سمېدلو تمه درلوده. هغه ته څو ځله هینري راولنسن له کندهاره څخه ولیکل چي زموږ وضع ورځ تر بلي خرابیږي او داسي ښکاري چي د انګلیسیانو د مخالفینو شمېر مخ پر زیاتېدلو دی؛ خو مکناټن هغه ته ولیکل چي وضع، د هغه د بدبینی په خلاف، دونه لا هم خرابه نه ده او دغه راز نظر درلودل او لیکونه لېږل، په حقیقت کي، د انګلیسیانو روحیه کمزورې کوي. یو ځل خو یې د راولنسن د یوه لیک په جواب کي د افغانانو په باب ولیکل:

« … دا خلک فقط لکه ماشومان داسي دی او باید چي د ماشومانو په څېر سلوک ورسره وسي. که موږ یو شوخ ماشوم له دوی سره خوشي کړو نو دا نور له هغه څخه بیریږي او آرام به کښیني. موږ د درانیو له مشرانو څخه ، د دوی د لوبو سامان، قدرت اخیستی دی؛ او د دوی زړونه ناکراره دي. دوی د قدرت په استعمالولو نه پوهیږی. د دوی لپاره دا یو بې ګټي شی وو او حتی د دوی د بادار او مشر لپاره زیانمن وو او موږ مجبور یو چي دا قدرت زموږ خپلو پوهانو او عالمانو ته وسپارو. مشران ملایان لمسوي او ملایان خلکو ته تبلیغ کوي؛ مګر دا حالت موقتي دي او ژر به تېر سي » ډال ریمپل ص ۲۳۵

په قلا کي محاصره سوي مکناټن تر وروستي نفسه پوري د خپلي پخوانۍ او میراثي حربې، تفرقه واچوه سلطنت وکړه، څخه د استفادې کوښښونه وکړل. هغه موهن لال ته ولیکل چي خان شیرین خان ته یو لک او محمدحمزه ته پنځوس زره روپۍ ورکړي چي د مشرانو او قومونو ترمنځ د بې اتفاقی په اچولو کي یې ولګوي. هغه ولیکل چي د امین الله خان لوګري تربور محمدیارخان تشویق کړي او ورته ووايي چي که له امین الله خان سره دښمني وپالي نو قومي مشرتوب به ده ته وسپارل سي. موهن لال دوهم ټوک ص ۴۱۴

 د مکناټن طلاوو او د موهن لال هلو ځلو، د دوی د انتظار په خلاف، دا ځل، کار ونه کړ او پر انګلیسي قواوو باندي مځکه ورځ تر بلي تنګه سوه. مکناټن بالاخره د غازیانو له مشرانو سره د یوې موافقې لاسلیک کولو ته مجبور سو. د ۱۸۴۱ کال د ډسمبر پر در ویشتمه، مکناټن له خپلو نورو انګلیسي افسرانو  کولین میکینزي، جان لارنس، جان کانلي او کپټان ټریوور سره د قشلې څخه بهر له اکبرخان او قومي مشرانو سره خبرو ته کښېنستی. خبرو، تر لږ ځنډ وروسته، جدي شکل واخیستی او لاس په لستوڼي نښته پیل سوه. مکناټن د اکبر خان د توپنچې په ډز وویشتل سو او وروسته یې غازیانو سره ورڅخه پرې کړ. کپټان ټریوور له هغه سره یو ځای ټوټې ټوټې سو. میکنزي او جان لارنس ته محمدشاه خان غلجي او د هغه ورور دوست محمد نجات ورکړ او نواب محمدزمان خان جان کالني وژغوره. دا بندیان وروسته د محمداکبر خان کورته انتقال سول، چي بیا څه وخت وروسته د نواب محمدزمان خان کورته ورسېدل.

له دې پیښي څخه وروسته د انګلیسیانو وضع نوره هم خرابه سوه او بالاخره، له افغانستان څخه د سمدستي وتلو په موضوع کي،  له غازیانو سره داسي جوړي کولو ته حاضر سول چي په نتیجه کي یې له څلورنیم زره کسیزه پوځ او دوولس زرو خدمه او غریب کارو څخه یوازي یو تن ډاکټربرایډن، په زخمي بدن، جلال آباد ته ورسېدی. باقي پاته کسان یا د ژمي او واورو له امله په لار کي مړه سول او یا په لاره کي د هغو غازیانو په ډزو ووژل سول چي کنټرولول یې د اکبر خان تر توان او وس وتلی وو او ېری یې د کابل خلکو او غازیانو ژوندي ونیول او د کابل په بازارونو کي یې خرڅ کړل.

که څه هم چي لېډي سېل په خپلو خاطراتو کي لیکي چي د کابل د قواوو سیاسي مشر مېجر پوټینجر د کابل پر صرافانو باندي د څوارلس نیم لکو روپیو حواله ورکړه چي پر قومي مشرانو باندي ووېشلي سي او موږ تر پېښوره پوري سالم ورسوي، مګر هغسی ونه سوه. داسي ښکاري چي په لاره کي یوازي سردارمحمداکبرخان، چي په غلجیو اقوامو یې زور نه رسېدی، له انګرېزانو سره ملګری وو. لېډي سېل د هغو قومي مشرانو چي پيسې یې ورسره منلي او د پیسو مقدار ذکروي:

محمدزمان شاه خان درې لکه.

امین الله خان شپږلکه.

خان شیرین خان، د قزلباشو مشر دوه لکه.

محمداکبر خان یو لک.

عثمان خان دوه لکه.

د غلجیو مشران پنځوس زره. لېډي سېل ص ۲۲۲

 یو شمېر انګلیسي افسران، ښځي او ماشومان اکبرخان ته تسلیم سول او هغه له ځان سره د بندیانو په توګه وساتل. د هند ګورنرجنرال لارډ آکلینډ د کابل د قواوو د ژغورلو او له غازیانو څخه د جلال آباد د قوې د خلاصولو لپاره جنرال پالک له هند څخه روان کړ او په کندهار کي یې جنرال ناټ ته اختیار ورکړ چي یا د بولان د درې له لاري هند ته ستون سي او یا د کندهار کابل لاره واخلي او د جلال آباد له لاري ځان هند ته ورسوي. کله چي د جنرال پالک قواوي پېښور او د خیبر درې ته ورسېدلي نو اکبر خان خپل انګلیسي بندیان لغمان ته واستول او ځان یې مقاومت ته تیار کړ.

د کابل حالات:

کله چي انګلیسیان، چي د افغانستان خلکو، په تېره بیا د کابل اوسېدونکو یې په مقابل کي جهاد اعلان کړی وو، له کابل څخه ووتل نو شاه شجاع د خپل قوت او سلطنت د ټینګولو لپاره لومړی امین الله خان لوګري ته بلنه ورکړه او د هغه له لاري یې نور غلجي خانان او قزلباش د ځان طرفداران کړل. امین الله خان ته یې وظیفه ورکړه چي محمدزمان خان ته دوه لکه روپۍ ورکړي او د وزارت د منصب ژمنه ورسره وکړي. محمدزمان خان، په لومړي سر کي، ونه منله خو وروسته یې قناعت وکړ. هراتي ص ص ۱۴۰-۴۱

دا وخت لا محمداکبر خان په جلال آباد کي وو او د شینوارو او غلجیو په مرسته یې د جنرال سېل د قواوو محاصرې ته دوام ورکړی وو. اکبرخان بالاخره د جنرال سېل د قواوو په مقابل کي ماته وکړه او دا وخت د جنرال پالک انتقامي قواوي هم جلال آباد ته ورسېدلې او محمداکبرخان کابل ته پر شا سو.

اکبرخان لا د جنرال سېل د قواوو په مقابل کي ماته نه وه کړې او لا کابل ته پر شا سوی نه وو چي شاه شجاع پر انګلیسیانو باندي ږغ وکړ چي د سلطنت د تقویه کولو او د خپلو دوستانو د ملاتړ لپاره پیسې ورته راولېږي؛ خو انګرېزانو د هغه پر غوښتنو باندي چنداني غوږ ونه نیوی. په کابل کي د مشرانو ترمنځ اختلافات ورځ په ورځ زیاتېدله. په کابل کي مشرانو پر شاه شجاع باندي فشار اچاوه چي د انګلیسیانو د جهاد لپاره، جلال آباد ته په تللو کي، د دوی رهبري وکړي. شاه شجاع له وېري د بالاحصار څخه وتلای نه سو او له نواب زمان خان څخه یې خاصه وېره درلوده. نواب محمدزمان خان د هغه د اعتماد ترلاسه کولو لپاره خپله مېرمن ورولېږله او په قرآن شریف یې سوګند ورسره یاد کړ چي ده ته به وفادار پاتیږي او خیانت به نه ورسره کوي. شاه شجاع بالاخره د ۱۸۴۲ کال د اپرېل پر څلورمه د بالاحصار څخه ووت او د ماښام پر مهال بیرته بالاحصار ته راغی. د اپرېل پر پنځمه یې د خپلو یو شمېر سپرو سره، په سیاه سنګ کي، د خپل مرکز پر لور حرکت وکړ؛ خو په لاره کي د نواب محمدزمان خان زوی شجاع الدوله ورته پټ وو او ډزي یې ورباندي وکړې. شاه شجاع یې وواژه او په کابل کي د اختلافاتو او قدرت نیولو نوې هنګامه پیل سوه. ویل کیږي چي نواب محمدزمان خان سوګند یاداوه چي د خپل زوی په دې عمل کي یې لاس نه درلود او ویل به یې چي دی به د خپل زوی مخ ونه ګوري.

د شاه شجاع له وژل کېدلو وروسته:

د شاه شجاع له وژل کېدلو څخه وروسته، د څه باندي شپږو میاشتو لپاره، چي امیردوست محمدخان بیرته کابل ته ستون سو، د کابل ښار او شاوخوا سیمو چنداني د کراری مخ ونه لیدی او د قومونو د مشرانو تر منځ هره شېبه نوي نوي اختلافات پیدا کېدل. د شاه شجاع دوهم زوی فتح جنګ په بالاحصار کي پاچا سو. امین الله خان لوګري هغه ته بیعت وکړ او ځان یې د هغه نایب مقرر کړ. غلجیو او قزلباشو مشرانو د هغه سلطنت ومانه او نایب امین الله خان له نواب محمدزمان خان څخه وغوښتل چي د کابل له ښاره څخه ووزي او کنه نو د خپلي سرکښی سزا به وویني. بارکزیو د فتح جنګ پاچهي ونه منله او بیا یې نواب محمدزمان خان خپل پاچا کړ. دواړو خواوو ډېر ژر په مخامخ جګړه لاس پوري کړ. جنګ له لومړي سره،امین الله خان او فتح جنګ پیل کړ. د مې پر لومړۍ نېټه کور په کور جګړه ونښته او په ټول ښار کي اړودوړ وو. د مې پر دوهمه د باکرزیو خوا غالبه سوه. امین الله خان، په دغه وخت کي، یوه لویه اشتباه وکړه او هغه دا چي د کابل روحاني مشر میرحاجي یې ګرفتار کړ او غوښتل یې په دې توګه مخالفین کمزوري کړي. په داسي حال کي چي د هغه دغه حرکت د هغه په مقابل کي ټول کوهستانیان را وپارول. خلکو یې پر کور باندي حمله وکړه ؛ د هغه ټوله شته مني یې وسوځول؛ د هغه نوکران یې ونیول او هغه مجبورسو چي بالاحصار ته ننوزي. فتح جنګ، په ظاهره داسي ښودله چي ګواکي د امین الله خان طرفداري کوي او هغه له دښمنانو څخه ساتي مګر په باطن کي یې غوښتل چي امین الله خان او د هغه پوپلزي ملګري، کابل ته د جنرال پالک په رارسېدلو سره، انګلیسانو ته تسلیم کړي. امین الله خان ته د بالاحصار د دروازو له پرانیستلو څخه یې اصلي مطلب هم دا وو چي هغه او ملګري یې ښه په کنټرول کي وساتي. امین الله خان پوهېدی چي وضعیت یې خطرناک دی او هر څه یې له لاسه وتلي دي او اعلان یې وکړ چي غواړي انګلیسیانو ته تسلیم سي او پرېږده چي هغوی یې غرغړه کړي؛ ځکه چي له بالاحصار څخه دباندي یې د بارکزیو په څېر خطرنګ او غښتلي دښمنان درلودل.

له بالاحصار څخه پر ښار باندي د توپونوډزي پیل سوې او د ښار خلکو یوې او بلي حواته ځغستل. په بالاحصار کي پنځه زره عسکر پراته وه او د ګولیو او باروتو هیڅ کمی نه وو. ټولي پیسې د فتح جنګ په لاس کي وې او هغه خپلو طرفدارانو ته په خلاص لاس وېشلې. خو له بارکزیو سره چنداني پیسې او مهمات نه وه.

اکبرخان چي دا وخت له جلال آباد څخه پر شا سوی وو؛ نو کپټان میکینزي یې، چي له ده سره بندي وو، جنرال پالک ته د مذاکراتو لپاره لېږلی وو، چي د کابل له حالاتو څخه اطلاع ورته ورسېده. کله چي میکینزي را ورسېدی او د جنرال پالک پیغام یې ورته را ورساه نو اکبر خان هغه بیرته جنرال پالک ته واستاوه او پخپله له پوټینجر او ټروپ سره د کابل پر لور روان سو. په کابل کي یې داسي آوازه ګډه کړه چي له جنرال پالک سره یې جوړه کړې او هغه یې تر شا ولاړ دی. ډېر هغه کسان چي تر دغه وخته پوري بې طرفه وه د سردار د دې آوازې له اورېدلو سره د هغه ملګري سول. خان شیرین خان او د هغه قزلباش ملګري، چي تر دغه وخته پوري چنداني فعال نه ول له اکبرخان سره ملګري سول. ډېر ژر معلومه سوه چي د امین الله خان او د فتح جنګ قواوي به د اکبرخان او د هغه د ورسره ملګرو په مقابل کي داسي ماته وکړي چي بالاحصار به په بشپړه توګه د اکبرخان لاسته ولوېږي. البته یوازي د بالاحصار حاکم موقعیت نه وو چي اکبرخان ته یې پر خپلو رقیبانو باندي برلاسی ورکاوه بلکه له هغه سره د فتح جنګ ټولي خزانې هم د اکبرخان لاسته ورتللې. فتح جنګ بله لاره نه درلوده او د جنرال سېل د قواوو پخواني سیاسي آمر میګریګور ته یې ولیکل چي د ده قواوي د اکبرخان په مقابل کي د مقاومت توان نه لري او که انګلیسیان د ده او د ده د کورنۍ لپاره، چي پلار یې لا د هغوی خدمتګاروو، ژر را ونه رسیږي نو بالاحصار او د کابل ټول ښار به د هغوی د دښمنانو لاسته ولویږي. کې ص ص ۵۳۲-۳۵

فتح جنګ، له دې ویري چي هسي نه بالاحصار د مخالفینو لاسته ونه لویږي او هر څه به یې له لاسه ووزي، د بالاحصار دروازې وتړلې او بیا قلا بند سو. محمداکبرخان چي د مې د میاشتي پر نهمه کابل ته رسېدلی وو، پر دوولسمه یې درې سیدان بالاحصار ته ولېږل او د اکبرخان له خوا یې په قرآن سوګندونه ورته یاد کړل. فتح جنګ هغوی ته یو شمېر قرآنونه وښودل چي بې شمېره مهرونه پکښي لګېدلي او ټول قولونه مات سوي وه. هغه ورته وویل چي که په دغو یادو سویو سوګندونو عمل نه وي سوی نو په نورو سوګندونو به څرنګه باور وکړي. سیدان بې جوابه سول او له بالاحصار څخه ناکام روان سول. وروسته محمدشاه خان بالاحصار ته ورغی او فتح جنګ ته یې وویل چي پاچهي به دده وي، محمداکبرخان به وزیر وي او امین الله خان به د هغه مرستیال وي. دوی به په ګډه پوځ جوړوي او له پاچا سره به یوځای د جلال آباد پر لور روانیږي. وروسته نو د بارکزیو سره جنګ په مخ کي دی. دا اختیار به د فتح جنګ وي چي کومه لاره خوښوي. په کابل کي پاتیږي او که له خپلو خزانو او کورنۍ سره بلي خواته ځي. فتح جنګ، چي په ځان کي یې د مقاومت توان نه لیدی، د محمدشاه خان پېشنهادونه ومنل او یو ځل بیا یې له انګرېزانو څخه وغوښتل چي کابل ته ورسي او دی او بالاحصار وژغوري. محمدزمان خان په دې جوړه خوشاله نه وو ځکه چي له ده سره په دې روغه جوړه کي سلامشوره نه وه سوې.کې ص ص ۵۴۳-۴۴

اکبر خان د مې پر نهمه، په داسي حال کي کابل ته ورسېدی چي د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له امله کابل وران ویجاړ او له خلکو څخه د ژوند لوری ورک وو. هغه د خپلي معمولي انرژی او عسکري طاقت په زور سمدستي د سدوزویو  قواوي په خپله قلا کي محاصره کړې او د بالاحصار تر برجونو لاندي یې لوی او قوي ماینونه کښېښودل. یو ځل بیایې خلکو ته ځان د اسلام مدافع معرفي کړ او وې ویل چي سدوزیان د کافرانو ملګري دي. ده مشرانو ته ولیکل چي د ده اصلي هدف د کافرانو سره غزا ده او که څوک د اسلام دفاع کوي نو باید چي د ده تر بیرغ لاندي راغونډ سي. په یوه هفته کي یې امین الله خان د رشوت په زور د سدوزیو له کمپ څخه بېل کړ. یوه هفته وروسته یې میرحاجي، د کابل علما او کوهستانیان د ځان ملګري کړل. اکبرخان دغه راز د هندي عسکرو له هغو پیاده او توپچي قواوو څخه، چي د انګلیسیانو د وتلو په وخت کي له افغانانو سره ملګري سوي ول، یو کنډک جوړ کړ او د هغوی له عسکري مهارتونو څخه یې ښه کار واخیست. د اکبرخان پوځي قوه دوولس زرو تنو ته رسېدله او د فتح جنک ټوله قوه ایله څلور زره تنه وه. یوه میاشت یې هم د بالاحصار له برجونو سره سورونګان یا ماینونه واولوزل، هم یې پرله پسې د توپچي حملې ورباندي وکړې او د جون پر نهمه یې فتح جنګ تسلیمېدلو ته مجبور کړ. ډال ریمپل ص ۳۹۱

په بالاحصار کي د فتح جنګ هندوستاني او عربو جنګیالیو نور د مخالفو سردارانو سره د جنګ توان نه درلود او فتح جنګ ته یې خواست وکړ چي له اکبرخان سره جوړه وکړي او دې جنګ ته، چي د دوی د ښځو او ماشومانو ژوند یې په خطر کي اچولی دی، خاتمه ورکړي. فتح جنګ هم له اکبرخان سره روغي ته حاضر سو. اکبرخان په بالاحصار کي ځای ونیوی او فتح جنګ ته یې وویل چي تر څو یې له زمان خان سره حساب په بشپړه توګه حل کړی نه وي کرار نه کښېني. له بالاحصار څخه دباندي، د محمدزمان خان او د هغه د روحاني ملګري میرحاجي پیروانو پوښتنه کوله چي هغه سدوزی پاچا ولي پر تخت ناست دی چي د انګرېزانو دوست دی او ملت یې نه غواړي او خلکو پخوا لا محمدزمان خان خپل پاچا اعلان کړی دی. که څه هم چي کوهستانیانو د اکبر ملاتړ کاوه خو په دې وخت کي قزلباشو د اکبرخان له ملاتړ څخه لاس واخیست او د انګلیسیانو سره د ملګرتوب خبري یې کولې. نواب زمان خان خو دعا کوله چي هرڅونه ژر جنرال پالک کابل ته ورسیږي؛ اکبر خان له کابل څخه تښتېدلو ته اړ کړي او د یوه لوی داخلي جنګ مخه ونیوله سي. د جون پر یوویشتمه د دواړو خواوو ترمنځ یوه سخته نښته وسوه. جنګ درې ساعته دوام وکړ. نواب زمان خان بشپړه ماته وکړه؛ دی او زامن یې ونیول سول. کور یې چور سو او د جنګ مشران یې ګرفتار سول او تر ممکنه حده پوري سپک وضعیت ورسره وسو.دا بری د فتح جنګ د هغي خزانې په زور ترلاسه سوی وو چي مخکي د اکبرخان لاسته ورغلې وه. نواب زمان خان وروسته پوه سو چي د ده ملګرو پیسې اخیستي وې او دی یې تباه کړی وو. هغه ته معلومه سوه چي د ده ملګري سردار محمدعثمان خان زرطلاوي او روحاني مشر میرحاجي څلورزره طلاوي اخیستي وې او د ده خپل ورور محمددوست د جنګ په جریان کي د دښمن خوا نیولې وه. کې ص ص ۵۴۴-۴۵

نور نو فتح جنګ، تش په نامه، په بالاحصار کي پاچا وو او د چارو ټولي واګي د اکبرخان په لاس کي وې. اکبرخان د خزانې اختیار واخیست؛ د بالاحصار هغه هندوستاني عسکر یې پسي واخیستل چي د فتح جنګ په خدمت کي وه او خپل طرفدار او وفادار عسکر یې په کار وګومارل.

انګلیسي بندیان، چي پخوا د نواب زمان خان په کور کي وه او هغه ډېر ښه نازول، د خلکو د زیات فشار او زور په وجه د روحاني مشر میرحاجي کورته انتقال سوي ول. اکبرخان څو څو ځله د میرحاجي کور ته ورغی او د بندیانو غوښتنه یې ورڅخه وکړه. خو میرحاجي د هغه غوښتنه نه وه منلې. بالاخره اکبرخان له پیسو څخه کار واخیست. د میرحاجي د پیسو شوق او حرص په کابل کي مشهور وو او هغه، د څلور زره روپیو رشوت په بدل کي، اکبرخان ته د بندیانو سپارلو ته حاضر سو. هغه کتاب ص ص ۵۴۶-۴۷

 بندیان، له انګلیسیانو سره د مذاکراتو د پیل کولو او له هغوی څخه د امتیاز اخیستلو په منظور، د اکبرخان لپاره ډېره ښه وسیله وه. اکبرخان له جنرال پالک سره تماس ټینګ کړ. د جولای پر لسمه یې کپټان ټروپ، د حاجی بختیار په ملګرتوب، جنرال پالک ته واستاوه او د بندیانو د خوشي کولو په باب یې د خبرو غوښتنه ورڅخه وکړه. جنرال پالک نور د بندیانو له خوشي کېدلو او د هغوی په باب له خبرو سره دونه علاقه نه درلوده لکه د کابل د نیولو او پر بالاحصار باندي د انګلیسیانو د بیرغ له رپولو سره چي یې درلوده. پالک اکبرخان ته احوال ورکړ چي ټول بندیان باید خوشي کړي او د انګلیسانو توپونه او غنمیت کړي مالونه باید وروسپاري. پالک په مقابل کي د هیڅ امتیاز ورکولو یادونه نه وه کړې. دا وخت پالک هم د پوځي عملیاتو لپاره کافي قوت په لاس کي درلود او هم له کابل څخه ځینو مشرانو هغه ته اطمینان ورکړی وو چي اکبرخان ته به اجازه ورنه کړي چي د انګلیسیانو بندیان ترکستان ته یوسي. کله چي کپټان ټروپ اکبرخان ته د جنرال پالک پیغام ورساوه نو اکبرخان په جواب کي ورته وویل چي جنرال پالک باید ده ته لیکلی جواب ورکړي. ضمنا یې له میجر پوټینجر او کپټان ټروپ څخه وپوښتل چي د جنرال پالک سره څه سلوک وکړي. میجرپوټینجر ورته وویل چي ستا لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چي بندیان جلال آباد ته واستوې او په دې توګه خپل ریښتین والی ثابت کړې. د بندیانو لېږل چي هر څومره ځنډیږي هغه د سردار په تاوان ده ځکه چي جنرال پالک به پر کابل باندي حمله وکړي. اکبرخان ورته وویل چي که جنرال پالک هغه ته لیکلی سند ورنه کړي چي د بندیانو له خوشي کېدلو سره به خپل پوځونه د افغانستان له خاوري څخه باسي نو هغه به بندیان سره بېل کړي او ټول به له جلا جلا ترکستان ته ولېږي او د پالک له پوځونو سره به مقابله پیل کړي. البته پوټینجر پوهېدی چي پر پالک باندي دا تهدیدونه اغېزه نه لري. هغه کتاب ص ص ۵۶۴ ـ ۶۵

موهن لال، چي زه یقین لرم، انګرېزانو ته د خپلي ژوري وفاداری او له افغانانو څخه د کرکي له امله یې، په خپلو خاطراتو کي کله کله له تعصب څخه کار اخیستی دی او له بندیانو، په تېره بیا له خپل ځان سره یې د ډېر بد سلوک په باره کي شکایتونه کړي دي لیکي چي سردارمحمداکبرخان زه څو ځله ماښامنی ته وبللم او کابل ته د جنرال پالک د پوځونو د نیژدې کېدلو په وخت کي یې زما سره سلا کوله چي هغه ته به زما مشوره څه وي. ځکه چي انګلیسان، که څه هم ښې او زوروي وسلې لري، خو ده ته د وسلو په زور هغومره ماته نه سي ورکولای لکه د پیسو د شیندلو په زور چي به د ده دوستان ورڅخه رانیسي او ماته به ورکړي. ما ورته وویل چي که څه هم چي هغه ته به زما مشوره یو اړخیزه ښکاري خو زما مشوره به دا وي چي خپل ځان لکه خپل پلار انګرېزانو ته تسلیم کړي او هغه به ښه سلوک ورسره وکړي. اکبرخان، چي په تاریخ او هر څه ډېر خبر ښکارېدی ماته وویل چي له ناپولیون سره د انګلیسیانو له سلوک څخه سړی قضاوت کولای سي چي د انګلیسیانو په قول باور کول نه دی په کار. هغوی نن یو څه وايی سبا بل څه کوي. نن قول کوي او سبا یې بیرته ماتوي. ځکه نو دی د انګلیسیانو په قولونو  اعتبار نه سي کولای او جنرال پالک ته تسلیمېدل نه قبولوي. موهن لال وايی زه باید دا ووایم چي حقیقت د اکبرخان پر طرف وو او هغه په خپله خبره کي پر حقه وو. ځکه چي موږ ریشتیا هم ډېري وعدې کړي او بیرته مو ماته کړي وې او د انګلیسیانو د عزت او وقار ساتنه مو نه وه کړې او د قولونو د ماتولو د بدنامۍ ټپلي مو پر لمن پرتې وي. موهن لال دوهم جلد ص ص ۴۵۵-۵۷

 دا وخت سردارمحمداکبرخان د کابل او بالاحصار ټول قدرت په لاس کي درلود. هغه په جلال آباد کي د جنرال سېل د قواو پخواني سیاسي آمر میګریګور، چي دا وخت د جنرال پالک دستیار وو،  او جنرال پالک ته د قتح جنګ لیکونه په لاس ورغلي او هغه یې د افغانستان له خپلواکی سره د خیانت کولو په تور په بالاحصار کي بندي کړی وو. فتح جنګ د خپلو طرفدارانو په مرسته له بالاحصار څخه وتښتېدی او ځان یې د جنرال پالک د قواوو مرکز ته، چي دا وخت ګندمک ته رسېدلي وې، ورساوه.

« د سپټمبر پر لومړۍ نېټه، چي جنرال پالک، په ګندمک کي، خپلي قواوي تنظیمولې، یو په خاورو لړلی افغان، چي څیري جامې یې په تن وې، پر زاړه یابو سپور وو او درې تنه ملګري ورسره وه، د انګلیسیانو کمپ ته ورغی. د جنرال پالک دوه تنه افسران برن او مایین د هغه مخي ته ورغلل او چي ښه رانیژدې سو نو هغو وپېژندی چي دا فتح جنګ دی. دوی پوهېدل چي هغه ورځ دوې مخکي د کابل پاچا بلل کېدی. له دې فراري سره په ډېره مهرباني سلوک وسواو د جنرال خېمي ته رهنمايی سو. او د ده په احترام د توپ ډزي وسوې. د انګلیسیانو په کمپ کي هغه ته ټول هغه وسایل چي د یوه پاچا له شان سره ښايي برابر سول.

فتح جنګ یو څه وخت د کابل په دربار کي یو بدبخته ګوډاګی شهزاده وو. هغه تش په نامه پاچا وو او سړی یې یوازي د پاچا سیوری بللای سي چي فقط د پاچا نوم ورباندي یادېدی. اکبرخان دغه بې مغزه او کمزوری پاچا په خپل واک کي اخیستی وو او هره ورځ یې کنټرول ورباندي زیاتاوه او په زور به یې له خپلي خوښي سره سم فرمانونه او مکتوبونه ورباندي لاسلیکول…» کي ص ۵۷۱

   د سپټمبر پر یوولسمه د جنرال پالک قواوي د جګدلک سیمي ته ورسېدې. اکبرخان، له وعدې سره سم، خپل بندیان هندوکش ته لېږلي وه او د انګلیسیانو له پوځ سره یې مقابلې ته تیاری کاوه.هغه  د سپټمبر پر شپږمه کپټان ټروپ خپل کمپ ته وباله. کله چي هغه د سردار کمپ ته ورسېدی نو وې لیدل چي هغه نور مهم مشران له نواب محمدزمان خان، جبارخان، امین الله خان او محمدشاه خان او نور مشران راغونډ کړي ول او سلامشورې یې ورسره کولې. سردار له ټروپ څخه وغوښتل چي ګندمک ته ورسي او له پالک سره خبري وکړي. مشرانو ویل چي که پالک د کابل پر لور حرکت ونه کړي نو دوی د هغه هر ډول شرایطو منلو ته تیار دي. ټروپ هغوی ته وویل چي اوس هیڅوک نه سي کولای چي د جنرال پالک فیصله بدله کړي او د ده ماموریت ګټه نه کوي. اکبرخان، د پالک د پوځونو سره د مقابلې لپاره، د خپلو پوځونو سره د بتخاک پر لور حرکت وکړ او د سپټمبر پر یوولسمه یې کپټان ټروپ او بایګریو خپل کمپ ته وبلل او هغوی ته یې وویل چي ده نه غوښتل چي له انګلیسي پوځونو سره جګړه وکړي مګر اوس پر شا کېدلای نه سي. انګلیسي افسرانو هغه ته وویل چي دا جنګ بایلي او ډېر زیات تلفات به ورسیږي. اکبرخان ورته وویل چي زه په هر څه پوهېږم. مګر اوس د جنګ سرنوشت په خدای پوري اړه لري او نور ورته مهمه نه ده چي بری د چا په برخه کیږي. هغه کتاب ص ص ۵۷۶-۷۷

دواړي قواوي د سپټمبر پر دیارلسمه په تیزین کي سره مخامخ سوې او، تر څو سختو جګړو وروسته، د افغانانو قواوو ماته وکړه. اکبرخان د غوربند خواته ولاړ او انګلیس افسر بای ګریو یې ورسره واخیست. کپټان ټروپ د نورو انګلیسي بندیانو سره په علی محمدقلا کي یو ځای سو. په دې توګه د انګلیسیانو د عصري وسلو او توپونو او منظمو پوځونو په مقابل کي د افغانانو د مقاومت وروستی سنګر، له تقریبا دوو کالو مقاومت څخه وروسته، مات سو.

انتقامي عملیات:

که څه هم چي د جنرال پالک او جنرال سېل پوځونو د سپټمر پر دیارلسمه د اکبرخان سره له جګړې او د اکبرخان له ماتي مخکي انتقامي عملیات پیل کړي وه خو له هغه څخه وروسته یې داسي عملیات وکړل چي وچ او لانده یې ګډ وسوځول او بېګناه ملکي کسانو ته، د بل هر وخت په څېر، تر بل هر چا زیات تاوان ورسېدی.

سرجان کې لیکي چي ګورنرجنرال څو ځله جنرال پالک ته کنایتاً لیکلي وه چي کوم چاته په کوم ځای کي یوه ضربه ورکړي. جنرال پالک هم ډګرمن مونټیت د شینوارو کلیو ته واستاوه او هغه ته یې وظیفه ورکړه چي شینوارو ته یو درس ورکړي. مونټیت د جون د میاشتي په نیمايی کي د علی بوغان په نوم کلي باندي حمله وکړه. کورونه یې وروسوځول او خلک یې چور کړل. مونټیت د جون پر شلمه د ګولای په نوم کلي باندي حمله وکړه. د کلي خلک د پوځونو د رسېدلو څخه مخکي تښتېدلي وه او مونټیت د هغوی قلاوي او کورونه تباه کړل او ديوالونه یې ور والوزول. د هغوی د توتو او ولو ښایستې وني یې داسي ورته ووهلې چي ټولي وچي سولې. مونټیت د شینوارو په وادي کي نور هم مخته ولاړ. د هغوی قلاوو ته یې اورونه واچول او اوسېدونکي یې په قلاوو کي دننه وویشتل. یو ځل یې په دغه وادي کي پنځه دېرش قلاوي وسوځولې. کې ص ص ۵۶۰- ۶۳

کرنل ټېلر د شینوارو د ماماخېلو پر کلیو باندي د آګسټ پر دیرویشتمه حمله وکړه. مشران او ځیني کسان یې کابل ته تښتېدلي ول . ماماخېل او کوچي خېل کلي یې تباه کړل او د مېوو وني یې ورته اره کړې. هغه کتاب ص ۵۶۸

کله چي د جنرال ناټ قواوو له کندهار څخه د کابل پر لور حرکت وکړ نو ځای پر ځای له مقاومتونو سره مخامخ کېدل. په دې ضمن کي د مقر په سیمه کي د اوبه په نوم یوه کلي کي دوو تنو د دوی پر عسکرو باندي ډزي وکړې. جنرال ناټ خپلو عسکرو ته د کلي د لوټ او تالان امر وکړ. له ښځو او ماشومانو سره چا غرض ونه کړ مګر نارینه ټول ووژل سول. تقریبا سل تنه کلیوال د څو تنو په ګناه قتل عام سول. هغه کتاب ص ۶۰۰

د فتح جنګ لپاره ټاکل سوي وزیر غلام محمدخان او د قزلباشو مشر خان شیرین خان جنرال پالک ته ولیکل چي د کندهار قواوو د سپټمبر پر شلمه د اوشار او چهارده خلک چور  کړل او خلکو ته یې د سر اومال زیان ورساوه. په ده دانا کي دوه تنه او په چهارده کي دوه تنه وژل سوي دي. د اوشار خلک موږ ستاسي د بندیانو د راخوشي کولو لپاره استخدام کړي دي. که د دوی کورنه لوټ سي او که د دوی کسان قتل سي نو دوی به پر موږ باندي باور ونه کړي. که ستاسي دا نیت وي چي د خلکو امنیت خوندي سي نو دې خلکو ته باید تاوان ورکړه سي او له دوی سره ژمنه وسي چي که خپلو کورونو ته ستنیږي نو سر اومال به یې خوندي وي. موږ په دې خوشاله یو چي تاسي نه غواړی چي پوځیان دغه راز اعمال وکړي. نن ورځ، چي د سپټمبر یوویشتمه ده، هغو پوځیانو چي د میرحاجي د قلا د ورانولو وظیفه ورکړه سوې وه د هغه په ګاونډ کي د نورو خلکو کورونه هم تباه کړي دي. دې خلکو ته باید تاوان ورکړه سي. که انګلیسیان خلکو ته د رسېدلي زیان تاوان ورنه کړي نو خلک به له خپلو کورونو څخه وتښتي او نور به په موږ اعتماد ونه کړي. دغه ګړی موږ ته خبر را ورسېدی چي د کندهار قواوو په الله آباد کي، چي په موږ اړه لري او زموږ کورنۍ پکښي میشتي دي، مرکز نیولی دی . دې قواوو زموږ غلې دانې  او مېوې چور کړي دي. که تاسي له دوستانو سره داسي سلوک وکړی نو دښمنان به مو څه انتظار درڅخه ولري. هغه خلک چي خپلو کورونو ته ستانه سوي ول بیرته تښتي. دې خلکو ته باید ژر تر ژره تاوان ورکړه سي او د هغوی د ساتني لپاره باید قواوي وګومارل سي. کې ص ص ۶۲۸-۶۳۰

البته پخپله د پالک پوځیان هم تر جنرال ناټ په کمه نه وه او هغه جنایتونه چي یې د شینوارو په کلیو کي کړي وه په شمالي او کابل کي یې تکرار کړل.  د پالک پوځونو د شمالي او استالف په سیمو کي داسي جنایتونه وکړل چي د دوی خپل افسران یې په یادولو او لیکلو شرمیږي. دوی وايي چي په شمالي کي یې په زیرزمینیو کي پنځه سوه هندي نیول سوي عسکر په ځنځیرونو تړلي ولیدل نو له ډېره قهره یې خلک ژوندي وسوځول. ښځی یې عسکرو ته وسپارلې او هغوی په شېرخط سره وېشلې.

د نیویل چمبرلین سپاره عسکر استالف ته داسي وخت ورسېدل چي کار له کاره تېر وو. ده ولیکل چي دا صحنه د لیدلو او بیانولو نه وه. خېمې، جامې او هر څه د انسانانو له مړو سره په لارو کوڅو کي پراته وه.  دی وايی دې ته به ضرورت نه وي چي ووایم چي تر څوارلسو کالو پورته هیڅ نارینه ژوندی نه وو پاته. ځیني چي زخمیان سوي ول نو په دوهمه مرمۍ یې کار ور تمام کړی وو. ځینو وحشیانو خو خپل قار او غوسه په ښځو سړه کړې وه. د کابل مشرانو او خانانو چي زموږ د پوځونو د نیژدې کېدلو اورېدلي وه نو خپل مالونه یې د خوندي کولو لپاره استالف ته وړي وه او ټول استالف د ښو مالونو ډک وو. عسکروکورونه ټول چورکړي وه او اروپاییانو او هندیانو ټولو برخه پکښي اخیستې وه. کله چي عسکر له چور او تالان څخه فارغ سوي ول نو بیا خدمه او غریب کار پر کورونو ورغلي ول او د عسکرو د چور او تالان کار یې بشپړ کړی وو. کرۍ ورځ د ښار په سوځولو او د مالونو په چورولو تېره سوې وه. په لارو کوڅو کي د زړو، ځوانانو، غریبانو او شته منو مړي پراته وه. کله چي موږ له استالف څخه را وتلو نو یوه زړه ډنګره ښځه مي ولیده چي له یوې کوچنۍ ویالې څخه یې اوبه اخیستلې. ما یې لوښي ته اوبه ور واچولې او هغې پر ټولو فرنګیانو باندي لعنتونه ویل. کورته په داسي حال کي ولاړم چي له ځانه، له جهانه او له خپل ظالم مسلک څخه مي بد راغلل. موږ بل هیڅ شی نه وو بلکه جواز لرونکي قاتلان وو. ډال ریمپل ص ص ۴۰۸-۴۰۵

د برټانیې یو جنرال د استالف له تباه کېدلو څخه وروسته د کابل او جلال آباد د تباه کېدلو او سوځل کېدلو په باب لیکي: « جنرال پالک د استالف د تباه کولو او قتل عامولو څخه وروسته کابل ته د خپلو ګناهونو د سزاورکولو امر وکړ. لومړی یې هغه جومات وران کړ چي اکبرخان د الفونسټون د قواوو د تباه کېدلو په ویاړ جوړ کړی وو او خلکو فرنګي جومات باله. وروسته یې نو بازارونه په ماینونو او توپونو وران کړل، د مشرانو او خانانو کورونه یې وسوځول، د ښار ټولي دروازې یې تباه کړې. په پای کي یې د ښار ودانیو ته اور واچاوه او لمبې تر هغه ځایه پوري ولاړې چي د کابل سیند یې مخ را وګرځاوه. سره له هغه چي د چور او تالان د مخنیوي لپاره محافظین درول سوي وه مګر د کمپ سره ملګري غریب کاران او خدمه په ښار ننوتل او چي څه یې لاسته ورتلل هغه یې غنمیت کړل. دلته هلته داسي پیښي منځته راغلې چي د پوځ د انضباط له برکته پنځوس چنده نه سوې. د کابل د تباه کولو کار د اکټوبر پر اوومه پیل سو. په سبا ورځ او سبا شپه یې دوام وکړ. دوې شپې د کابل د ښار لمبې اسمان ته پورته کېدلې او د اسمان مخ یې سور کړی وو. د جنرال سېل عسکر تر ډېره وخته په کابل کي پاته نه سول او د اکټوبر پر دوولسمه یې د هندوستان پر لور حرکت پیل کړ… وروسته یې جلال آباد هم د کابل او غزني په څېر داسي وسوځاوه چي له خاورو سره یې برابر کړ.

په دې توګه هغه جنګ پای ته ورسېدی چي د هیڅ معقول دلیل په اساس پیل سوی نه وو او د تلوار او وېري د یوه عجیب ترکیب په اساس پرمخ وړل سوی وو. او له سختو تاوانونو د زغملو او فاجعې د لیدلو څخه په داسي ډول پای ته ورسېدی چي نه یې هغه حکومت ته چي پیل کړی یې وو او نه یې هغو عسکرو ته چي دا جنګ یې وکړ افتخار په برخه کړ» ګلیګ ص ص ۱۸۰-۱۸۱

کله چي د شاه شجاع زوی فتح جنګ له افغانستان څخه د انګلیسیانو د پوځیانو د وتلو په برخه کي متیقین سو نو له پاچهي څخه یې لاس واخیست او د جنرال پالک کمپ ته ورغی. جنرال هم د ده پر ځای د شاه شجاع  کشر زوی شاه پور پر تخت کښېناوه او د مختارالدوله شیرمحمدخان بامیزايي زوی غلام محمد خان یې د وزیر په توګه ورته وټاکی.

غلام محمدخان بامیزايي او د قزلباشو مشر خان شیرین خان، د کابل د ټولو مشرانو په استازیتوب، جنرال پالک ته یوه عریضه ولیکله:

« تاسي ته دي معلومه وي چي موږ پوپلزیان او د درانیانو نور قبایل او قزلباش د باکرزایانو تر سلطي لاندي ژوند نه سو کولای. نو کله چي دغه کار په هیڅ توګه ممکن نه دی او پر دې برسېره اعلیحضرت فتح جنګ هم له هیواده څخه د وتلو فیصله کړې ده نو موږ موافقه لرو چي شهزاده شاه پور د خپل پاچا په حیث قبول کړو او د هغه اوامرو ته غاړه کښېړدو. مګر موږ هیله لرو چي تاسي به نور د قلاګانو او د خلکو د جایدادونو او شته منیو له تباه کولو څخه لاس واخلی څو خلک اعتماد پیدا کړي او خپلو کورونو ته ستانه سي. او موږ دغه راز هیله لرو چي تاسي به میرصوفي بیاني، چي همدااوس په چاریکار کي بندي دی، خوشي کړی او موږ ته به یې وسپاری. او که تاسي موږ ته توپونه او مهمات راکړی دا به ستاسي لویه مرسته وي. تر څو چي موږ ژوندي یو موږ به د برټانیې له حکومت سره د دوستی آرزو لرو»

دواړه مشران جنرال پالک ته د دې دپاره ورغلل چي د مرستو د ترلاسه کولو لپاره وروستی غوښتني ورته وړاندي کړي. دوی له جنرال پالک څخه وغوښتل چي یو څه عسکر په کابل کي پرېږدي. هغه یې دا غوښتنه ونه منله. دوی وروسته د پیسو غوښتنه وکړه، هغه هم رد سوه. وروسته نو دوی له پالک څخه وغوښتل چي لږترلږه بالاحصار تباه نه کړي. ځکه چي دا د شاه پور لپاره د پاچهی نښه ده او دغه راز هلته هندي او عرب عسکر اوسېږي؛ که دوی هغه تباه کړي نو بیا هغوی د اوسېدلو ځای نه لري. پالک ورسره ومنله او د اکټوبر پر نهمه یې سرانجنییر اباټ را وغوښت او د کابل د بازار د ورانولو وظیفه یې وروسپارله. پر هغه باندي یې ټینګار وکړ چي ودانیو ته اور وانه چوي او حتی له باروتو څخه کار وانه خلي. څرنګه چي وداني ډيري لويي او قوي جوړي سوي وې نو اباټ مجبور سو چي د هغو د ورانولو لپاره له باروتو څخه کارواخلي. وروسته عسکرو ځینو ودانیو ته اور واچاوه او ښار اور واخیستی. عسکرو او د پوځ سره ملګرو غریب کارو چي دا حال ولیدی نو یو وار پر ښار باندي رامات سول او په چور او تالان یې پیل وکړ. حالات د پوځ تر کنټرولر ووتل او تباهي او چور دوې ورځي روان وو.

دا چي تېری او افراط به سوی وي، په دې کي څوک څه نه سي ویلای. بېګناه او ګناهکار، ټول یو شان، د غچ اخیستلو د حملو، چي په ښار کي پیل سوي وې، قرباني سول.ډېر بې آزاره هندوان، چي د کراری په ظاهري وضع تېر وتلي او د حکومت د بیرته ټینګېدلو په هیله یې خپل کارو بار پیل کړی وو ټول تباه سول. دوست اودښمن یو شان وهل کېدل او د هیچا آواز نه اورېده کېدی. چنداول، چي د قزلباشو دوستانو ځای وو، په مټي له تباهی څخه وژغورل سو. د کابل د اشغال په وخت کي د دې دریو ورځو پرتباهی باندي باید هر وخت ارمان وکړو او پر دې خبري باید افسوس وکړو چي بشر څومره کمزوری او څومره ظالم دی. مګر کله چي دا را په زړه کړو چي زموږ ملګري پوځیان څرنګه په دې ښار کي قصابي سول او عسکر هغه ګناه کار ښار ته ننوتلي وي نو بیا سړی ویلای سي چي په داسي حالاتو کي ځان کنټرولول هم زور غواړي. بدبخته هندوان چي د غزني او کابل په تباهیو کي یې هر څه له لاسه ورکړي وه، له پوځ سره تر هندوستانه پوري ملګري سول او په ډېر بد حالت کي یې ځانونه تر مزله ورسول.

دې هندوانو، چي تر څو ورځو مخکي پوري شته من وه، د پالک په کمپ کي په فقر او ګدايی ګوزاره کوله. دا هندوان لږ ترلږه تر هغو هندوانو خوشبخته وه چي د جنرال ناټ کمپ ته ورغلي وه ځکه چي هغه ټول له کمپ څخه وشړل. کې ص ص ۶۳۷-۶۴۰

انګلیسی مورخ سرجان کې د افغان او انګلیس د جنګ په باب خپل کتاب په داسي کلماتو پای ته رسوي چي د یوه انګلیس مورخ له قوله په لوستلو او اورېدلو ارزي « … که موږ له خپل ولایت څخه د دوست محمد  د بې برخي کولو اوایستلو پر ځای هغه ته یو څه پیسې ورکړي وای چي پوځ په جوړ کړي او یو څه افسران مو ورکړي وای چي پوځیان یې ورته روزي نو ایرانیان به نن ورځ د هرات له دېوالونو سره نه وای ولاړ. موږ د دې پرځای چي افغانان تقویه کړو هغوی مو کمزوري کړل. د دې پرځای چي موږ افغانان خپل دوستان کړو له هغوی څخه مو خپل سرسخته دښمنان جوړ کړل. هغه پالیسي چي موږ تعقیب کړه هغه ځکه تباه کونکې وه چي غیرعادلانه وه. دا په پرنسیپ او عمل کي  د ناحقه تېري او غصب پالیسي وه او د پیل څخه د خدای لعنت باندي ویل کېدی. په پیل کي زموږ بری پخپله د دغه لعنت یوه برخه وه. دوی موږ په لومړي سر کي په غېږ کي ونیولو او د دروغو امنیت یې را وښود او په دې توګه یې د سقوط کندي ته ورپوري وهلو. موږ باید د افغانستان له دغه جنګ څخه د خپلو راتلونکو اقداماتو لپاره یو لوی درس زده کړو او پند ورڅخه واخلو. بیا به نو هغه خدای چي چاته د هر عمل جزا ورکوي موږ ته هم عوض راکړي. » کې ص ۶۷۰

انګرېز صاحب منصب وینسنټ آیرې، چي پخپله یې په دغه جنک کي برخه درلوده، او د دې جنګ د خاطراتو په باره کي یې یو کتاب لیکلی دی، په مقدمه کي  د افغانانو د استقلال دوستی په باب یوه په زړه پوري تاریخي کیسه لیکي، چي دلته په راوړلو ارزي. آیري لیکي کله چي غلجي د ایران د نادرشاه افشار د ظلمونو او ستم له لاسه غرونو ته وختل او هلته یې څو میاشتي په واورو کي تیري کړې چي د خوړلو لپاره د وښو له ریښو څخه پرته بل هیڅ شی نه پیدا کېدل. نو د ژمي په پای کي یې دهغو وښو ریښې نادرشاه ته ولېږلې او ورته وې ویل چي تر څو پوري زموږ په غرونو کي دا ریښې پیدا کیږي موږ به ستا له ظلم او ستم سره جګړې ته دوام ورکړو.

بندیان او له هغوی سره د افغانانو سلوک:

مکناټن د ډسمبر پر درویشتمه ووژل سو او د انګلیسیانو قواوو له کابل څخه د ۱۸۴۲ کال د جنوري پر شپږمه، یعني د هغه له قتلېدلو څخه تقریبا دوې هفتې وروسته، له کابل څخه د جلال آباد پر لور حرکت وکړ. دا قوه، لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، په لاره کي ټوله تباه سوه او یوازي ډاکټربرایډن د جنوري پر دیارلسمه، یعني د قواوو د حرکت څخه یوه هفته وروسته نیم ژواندی جلال آباد ته ورسېدی. که له دې قوې سره هغه ټول خانان اوقومي مشران چي لېدي سېل یې نومونه یاد کړي دي ملګري سوي وای ښايی دا تباهي منځته نه وای راغلې. څرنګه چي له دې قوې سره یوازي اکبرخان ملګری وو او هغه د حمله کوونکو غازیانو، په تېره بیا غلجیو، چي د اکبرخان خبري چنداني اغېزه هم نه ورباندي کوله، مخه نه سوای نیولای. په لاره کي ځیني صاحب منصبان، ښځي او ماشومان اکبرخان ته تسلیم سول او هغوی ټول سلامت پاته سول.

که په اوسني وخت کي، د جنګي بندیانو د ساتلو او له هغوی سره د سلوک په برخه کي، د هغو هیوادونو سلوک ته وګورو چي د ملګرو ملتونو او د بشر د حقوقو د بین المللی موسسې د قوانینو بنسټ یې ایښی دی نو د نونسمي پېړۍ په نیمايي کي د یوه دښمن یرغلګر هیواد له بندیانو سره د افغانانو سلوک بې ساري دی.

ځیني هغه بندیان وه چي د مکناټن له وژل کېدلو څخه وروسته د نواب محمدزمان خان تر کوره رسېدلي او ځیني هغه بندیان وه چي له کابل څخه د انګلیسي پوځ د وتلو په ترڅ کي اکبرخان ته تسلیم سوي وه. سرجان کې د لومړۍ ډلي بندیانو په باره کي لیکي: « د شاه شجاع له وژل کېدلو څخه دوې ورځي وروسته، د کابل خلکو له محمدزمان خان څخه وغوښتل چي بندیان دي روحاني مشر میرحاجي ته تسلیم کړي. محمدزمان خان د ډېر ښه زړه خاوند وو او له بندیانو سره یې داسي سلوک کاوه چي تر دغه اضافه یې خپل پلار له اولاد سره نه سي کولای. هغه خلکو ته زارۍ وکړې او په ژړا یې ورته وویل چي دا بندیان باید له ده څخه جلا نه سي او دی حاضر دی چي په عوض کي د خپلي کورنۍ غړي د کابل خلکو ته وسپاري. ده چي هر څه زاری وکړې پر خلکو یې اغېزه ونه کړه. ده بالاخره هغوی ته وویل چي د افغانانو مشر او د ده خپله خور د انګلیسیانو په لاس کي بندي ده. که دی دغه بندیان د کابل خلکو ته وسپاري نو د هغوی مشر او د ده خور ته به تاوان پېښ سي. د کابل خلکو ورته وویل دوی پوهیږي چي انګلیسیان له خپلو بندیانو سره بد سلوک نه کوي. د محمدزمان خان ټولي زاری بې ګټي سوې او هغه مجبور سو چي خپل بندیان میرحاجي ته وسپاري. خو پر هغه باندي یې په ډېر ټینګار او زاریو سپارښتنه وکړه چي د ده له بندیانو سره به ښه سلوک کوي. کله چي بله هیڅ لاره پاته نه سوه نو نواب محمدزمان خان د خپل کور ښځي د میرحاجي کورته واستولې څو د بندیانو سره هیڅوک بد سلوک ونه کړای سي. محمدزمان خان په دې پوهېدی چي که څوک بندیانو ته د آزار رسولو خیال ولري نو د ده د ښځو د وجود له امله به هیڅوک زړه ونه کړای سي. کې ص ۵۴۷

سرجان کې د اکبرخان سره د انګلیسي بندیانو په باره کي لیکي: « د کابل څخه تقریبا درې میله لیري، د لوګر د سیند پر غاړه د قزلباشو د یوه مشر علي محمد قلا وه. اکبرخان خپل بندیان دغي قلا ته ولېږل او علي محمدیې مجبور کړ چي خپلي ښځي او ماشومان کوم بل چېرته بوزي. په دې قلا کي بندیان په هغو اتاقونو کي چي مخکي د علي محمد د کورمېرمني او ماشومان پکښي اوسېدل، ځای پر ځای سول. دا تر ټولو هغو ځایونو پراخ او بهتر وو چي بندیانو ته تر دغه وخته برابر سوی وو. بندیانو د علي محمدپه قلا کي نسبي آزادي ترلاسه کړه. دوی یو لوی باغ درلود چي په هغه کي یې خپل بدني تمرینات او سپورټونه کول. دوی  هم د قدم وهلو لپاره پراخه ساحه درلوده او هم یې د باغ له مېوو څخه ګټه اخیستله. دوی کولای سوای چي په رود کي ولامبي او غسلونه وکړي. دوی کولای سوای چي د خپلو دوستانو د لیدلو لپاره بالاحصار ته ولاړ سي او یا هغوی ورته راسي. ډېرو ته د کابل له خلکو څخه د پیسو پورولو زمینه برابره وه. او د ډېرو داسي فیشني شیانو خریداري یې کولای سوای چي له دغه څخه مخکي یې په بدیع آباد کي نه سوای اخیستلای. دوی له جلال آباد، هندوستان او انګلیڼد څخه خطونه تر لاسه کول او هیچا یې له خطونو سره غرض نه کاوه. دوی هم د فکر کولو لپاره وخت درلود او هم یې د بحث لپاره زمینه درلوده. هره ورځ له جلال آباد او له کابل څخه په یوه ډول نه یوه ډول احوالات ورته راتلل. ژوند چنداني بد نه وو او دوی د مغزي کار لپاره ډېر زیات وخت درلود او د بدن د تمرین لپاره ټوله ورځ ورفارغه وه. که یوازي د ځینو ملګرو د نارغه کېدلو ستونزه نه وای او دا چي کله کله به دوی ته احوال را رسېدی چي ښايي اکبرخان یې ترکستان واستوي نور نو هیڅ غم نه وو » هغه کتاب ص ۵۵۰

سر جان کي د همدې مخ په حاشیه کي لیکي چي دا د علي محمد لپاره ډېره د بدمرغی خبره وه چي کله انګلیسیان هغي سیمي ته ورغلل نو د ده قلا او باغ یې ټول تباه کړل.

جورج لارنس، چي د اکبرخان په بندیانو کي وو او یو ځل یې د استازي په توګه هم جنرال پالک ته لېږلی وو، خپل ورور هنری لارنس ته لیکي: « … موږ ټول روغ جوړ یو او ډېر ښه سلوک راسره کیږي. زما له قوله خلکو ته ووایه چي زموږ سره د سردار سلوک له لومړۍ ورځي تر اوسه پوري له مهربانی ډک دی. هیڅ اروپايي هیواد به د جنګ له بندیانو سره تر دې بهتر سلوک نه وای کړی. زه دا خبره په پوره زړه ورتوب کوم. په بهر کي داسي احساس موجود دی چي زموږ سره بده رویه کیږي مګر دا خبره بالکل غلطه ده. که د اکبر خبره سي نو هغه د ډيرو نورو کارونو مسوولیت لري او باید چي جواب یې ووايي. الفونسټون که په بدیع آباد کي پاته وای هم یې ژوند نه سو کولای. تیزین ته د هغه انتقال د هغه له مړیني سره هیڅ اړه نه لري. ایډورډز ص ۳۹۵

جورج راورټي، چي د پښتو ژبي او افغانانو په باب یې نه هېرېدونکي تحقیقات کړي دي د پښتو انګلیسي قاموس د مقدمې په حاشیه کي لیکي« چي د افغانانو په باره کي له حق څخه تېر نه سو نو سره له هغه چي په ۱۸۴۲ کال کي یې له کابل څخه زموږ د پوځونو د پرشا کېدلو په وخت کي د وعدې خلاف حملې راباندي وکړلې؛ خو موږ د هغوی پر هیواد باندي یرغل کړی وو او دوی هم زموږ سره د یرغلګرو په څېر سلوک وکړ او زموږ قواوي یې تباه کړې. مګر دوی چي بندیان ونیول هغه یې وساتل او د ښځو او ماشومانو یې احترام وکړ. که موږ د یوه غیرمتمدن قوم په حیث، د دوی دغه عمل په ډهلي او کانپور کي د هغو خلکو له شیطاني او وحشیانه اعمالو سره مقایسه کړو چي څه باندي سل کاله یې زموږ نمک خوړلی وو او داسي فکر کېدی چي دوی په تمدن کي پر مخ تللي دي نو بیا ګورو چي د افغانانو پله درنه ده. راورټي ډیکشنري مقدمه

لوستونکو ته دي معلومه وي چي موهن لال، د الیکزانډربرنس د وژل کېدلو له ورځي بیا تر هغه وخته پوري چي د اکبرخان په لاس کښېووت د انګرېزانو کمپ ته د کابل د ټولو حالاتو رپوټونه ورکول او د افغانانو په منځ کي د بې اتفاقیو د اچولو لپاره یې پیسې شیندلې. مګر کله چي د اکبرخان لاسته ولوېدی پخپله موهن لال وايي چي اکبرخان  څو څو ځله ماښامنۍ ډوډۍ ته بلنه ورکړې او حتی د خپل ژوند د ترټولو مهم تصمیم په باب یې سلا مشوره ورسره کوله. د دونه زغم او حوصلې انتظار، په یوویشتمه پېړۍ کي د کوم ډيموکراټیک هیواد او نظام څخه کېدلای سي؟ زه یقین لرم چي که د هر هیواد لاسته خپل داسي یو دښمن ورسي چي په دغه اندازه تاوان یې رسولی وي او ټول یې په جاسوسي خبر وي په شکنجو کي به یې ووژني.

دا د افغانستان د نونسمي پېړۍ د نیمايی کلونو د پیښو خبري دي. په هغه وخت کي او تر هغه وروسته پخپله انګلیسیانو په هند کي، د مهاتما ګاندي او سوباش چندربوس په سطح مخالفینو سره په بندیخانو او کمپونو کي غیرانساني سلوک کاوه. انګرېزانو خپل سرسخته سیاسي مخالفین، په تېره بیا هغه کسان چي د هغوی پر ضد به یې وسلو ته لاس کړ، د انډیمان په ټاپوګانو کي د تورواوبو په نوم بدنامو او غیرانساني بندیخانو ته لېږل او هلته یې له خطرناکو جنایتکارانو او قاتلانو سره په یوه ځای کي ساتل. له تورو اوبو څخه یوازي له هند څخه د انګرېزانو تر وتلو وروسته باقي پاته کسان ژوندي راووتل او له خپلو عزیزانو سره یو ځای سول او د وحشت او بربریت کیسې یې خپرې کړې.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر یوولسمه د امریکا د نیویارک په ښار کي پر نړیوال تجارتي مرکز باندي د الوتکو د حملو په نتیجه کي امریکا پر افغانستان باندي تباه کونکي هوايي حملې پیل کړې. دا چي د افغانستان په څېر یوه کمزوري او بې دفاع هیواد سره د امریکا په څېر یوه ستر اټومي طاقت د جګړې اعلان څومره بې منطقه او څومره غیرعادلانه او ظالمانه وو، دا به تاریخ ثابته کړي او دلته زموږ د بحث موضوع نه ده؛ خو د مزارشریف په قلعه جنګي کي د څه باندي دریو زرو جنګي بندیانو قتل عام به د بشري حقوقو له کوم قانون او مقرراتو سره سر وخوري. د امریکا جمهورریس جورج بوش د جنګي بندیانو د وژلو او شکنجه کولو په موضوع کي ځکه له هر ډول بین المللي منشور څخه معافي ترلاسه کړه چي جنګي بندیانو ته یې د دښمنو جنګیالیو نوم ورکړ او له هغوی سره یې هر ډول سلوک روا او خپل حق وباله.

له کابل څخه د انګلیسیانو د وتلو په وخت کي ټول پوځیان تباه نه سول. لکه څرنګه چي مخکي مو وویل، اکبرخان د هندي تسلیم سویو عسکرو څخه د پیاده او توپچي کنډکونو په جوړولو کي کار واخیست. په شمالي کي یو شمېر بندیان د عوامو لاسته ورغلي وه چي ټول یې هندي عسکر وه. د انګلیسي قواوو افسرانو، په کابل کي د انتقامي عملیاتو په ترڅ کي، څه باندي دوه زره هندي عسکر پیدا کړل، چي ځیني یې د غلامانو په څېر خرڅ سوي ول.

ډال ریمپل ص ۴۰۷

د یوه هندو عسکر، له یاداشتونو څخه ښکاري چي ډېر نیول سوي هندي عسکر، د ده په شمول، په بازارونو کي خرڅ سول. البته سیتارام یوازنی هندو عسکر دی چي په افغانستان کي د خپلو بدو ورځو په باره کي یې یو څه لیکلي او موږ ته را رسېدلي دي.« … زه د سر په اړخ کي په یوه ګولۍ ولګېدلم. له دې وروسته په ځان نه یم پوه سوی او کله چي پر هوښ راغلم نو پر آس باندي تړلی وم او د جنګ له میدان څخه کابل ته وړل کېدلم. زه پوه سوم چي کابل ته مي د دې دپاره وړي چي هلته مي د غلام په حیث وپلوري. ما له هغه سړي څخه چي زه یې کابل ته وړلم څو ځله وغوښتل چي زما غاړه پرې کړي او یا مي وولي. د دې لپاره چي قار ورولم نو په پښتو او خپله ژبه مي ښکنځل ورته وکړل. څو ځله یې چاړه راته وښوروله خو پوه سو چي زه په چاړه بند نه یم نو راته وې ویل چي که کرار نه سم مسلمان کوي مي. او زه ایله کرار سوم… کله چي سړي ولیدل چي زه تر ژوندي پاته کېدلو مرګ ته ترجېح ورکوم نو زړه یې راباندي وسوځېدی. له آس څخه یې کښته کړم د اوښ په  کجاوه کي یې وتړلم. که څه هم چي په عذاب وم خو پر یابو باندي تر تړلو دا بهتر وو. افغان زما پر زخم باندي واوره وموښله او درد مي کرار سو. موږ په څلور یا پنځه ورځي کي کابل ته ورسېدو. په مایې افغاني جامې واغوستلې او په بازار کي یې خرڅ کړم. شته منو افغانانو له هندوانو څخه د نوکرانو کار اخیستی. زه ښه تکړه وم او په ۲۴۰ روپیو یې خرڅ کړم. د عثمان بېګ په نوم یوه سړي رانیولم. په دغه وخت کي چي زه یې خرڅولم یو شمېر نور هندي سپاهیان او یو څو تنه اروپاییان مي ولیدل چي د خرڅلاو لپاره یې درولي ول. د اروپاییانو څخه یې افغاني پوځیانو ته د تعلیم لپاره کار اخیست. څرنګه چي دوی ته د شیراز شراب هم رسېدل نو تر موږ یې ژوند بهتر وو.

په دې منځ کي مي یو صاحب ولیدی، چي د کمپنی بهادر په پوځ یې اړه درلوده. هغه ماته وویل چي سرکار به یو لوی پوځ افغانستان ته واستوي او دا وطن به بیرته ونیسي. که موږ ژوندي پاته سولو نو له بنده به وژغورل سو. زما یې اوس نوم هېر دی؛ زه ګومان کوم چي والان به نومېدی؛ خو خبرو یې زما زړه یو څه ښه کړ. زما نوي بادار زما سره بد سلوک نه دی کړی. مګر کله چي به مي سپین سترګي وکړه او یا به مي د تېښتي کوښښ وکړ نو بیا به یې تهدیدولم. ما ته به یې ویل چي که د تېښتي کوښښ وکړي نو خصي به مي کړي او پر یوه داسي چا به مي په ډېرو پیسو خرڅ کړي چي په خپل حرم کي د ساتونکي کار راڅخه واخلي. که زما سره والان صاحب د بیرته ژغورل کېدلو امید پیدا کړی نه وای نو ما به حتما ځان وژلی وای…» سیتارام ص ۱۱۵

البته سیتارام د انګرېزانو انتقامي قواوو ته معطل نه سو او یوه ورځ چي صاحب یې غزني ته په سفر تللی وو، له یوې قافلې سره وتښتېدی او ځان یې هندوستان ته ورساوه.

له دوستانو سره د انګرېزانو نامردي:

کله چي موهن لال وزیر اکبرخان ته مشوره ورکړه چي انګلیسیانو ته ځان تسلیم کړي او یقین لري چي هغوی به بد ورسره ونه کړي نو اکبرخان ورته وویل چي انګرېزان د اعتماد وړ نه دي. پخپله موهن لال هم په خپل کتاب کي دا خبره، البته په یو څه تاءکید تاییدوي. موهن لال پخپله هم د انګلیسیانو نامردی ته حیران دی او وايی چي موږ فتح جنګ، چي دی یې بېچاره هلک بولي، پر تخت کښېناوه او د دښمنانو په خوله کي مو ورکړ. کله چي اکبرخان له بامیان څخه کابل ته نیژدې سو، فتح جنګ هم میدان خوشي کړ « له کابل څخه په دغه ډول تلواري وتلو، موږ خپل غیرت او زړه ورتوب ونه ښود او خپل عزت مو تر پښو لاندي کړ او خپل ډېر ملګري خانان مو هک حیران پاته کړل. ځیني مشران وه چي موږ د خپل عزت په قول له اکبرخان څخه را بېل کړي وه او ورته ویلي مو وه چي موږ به د هغوی ساتنه کوو. اوس چي له افغانستان څخه وزو زه هغوی ته له شرمه خپل مخ نه سم ښکاره کولای. د دوی سترګي له اوښکو ډکي وې او راته وې ویل چي موږ خپل دوستان وغولول او سزا مو ورکړه. د خپلو وطنوالو سره مو په جنګ واچول او د زمريانو په خوله مو ورکړل. کله چي اکبرخان کابل ونیوی؛ تول هغه کسان یې شکنجه کړل چي زموږ طرفداري یې کړې وه او په زور یې پیسې ورڅخه واخیستلې. زه به دا یوه معجزه وبولم او دا به د انګرېزانو په حق کي د خدای مهرباني وبولم چي که تر دې وروسته په افغانستان او ترکستان کي څوک د برټانوي حکومت د مقاماتو په قول اعتبار وکړي. موږ هغه هیواد پرېښود چي زموږ تر ټولو زړه ور عسکر پکښي وژل سوي او تباه سوي وه. په عین وخت کي مو خپلو دښمنانو ته پیسې او وسلې ورکړې. او دې ته وايی د برټانیې د پوځ د بایللي شهرت بیرته لاسته راوړل!!! » موهن لال دوهم ټوک ص ۴۹۱

هم د اکبرخان اندېښنه او هم د موهن لال لیکنه حقیقت لري. انګلیسیان نه یوازي پر شفاهي قولونو نه درېدل او خپل دوستان یې تل د بلا خولې ته ورکول بلکه د هغو لیکلو قراردادونو او تړونونو مراعت یې هم نه کاوه چي دوی پخپله لاسلیک کړي او حتی د دوی په خوښه او لمسه منځته راغلي وه.

د ګورنرجنرال ایلین برا سکرټر ټي ایچ مدوک د ۱۸۴۲ کال د سپټمبر پر دیارلسمه د کندهار د قواوو قوماندان جنرال ناټ ته د ګورنرجنرال په مستقیم هدایت ولیکل چي شهزاده تیمور باید د جنرال ناټ له پوځونو سره ملګری نه سي بلکه باید د پوځ له هغي برخي سره چي سیند ته پرشا کیږي ملګری سي. ګورنرجنرال شهزاده تیمور ته د هیڅ ډول مرستی ورکولو ته زړه نه ښه کوي او د شاه شجاع له کورنۍ سره مربوطو کسانو ته هم مرسته نه ورکوي.

دغه راز یې جنرال پالک ته ولیکل چي که شهزاده فتح جنګ اوس هم ستا په کمپ کي وي؛ کله چي دغه لیک در ورسیږي او یا ته له هغه سره د تماس نیولو وسیله  ولرې نو ستا څخه هیله کیږي چي هغه ته ووایې چي د افغانستان حالات پخپله د هغه هیواد په پاچا او خلکو اړه لري او ګورنرجنرال وايي چي د اعلیحضرت شاه شجاع له مړیني او وروستیو پیښو سره هغه درې اړخیز تړون چي د برټانیې د حکومت، فقید مهاراجا رنجیټ سینګه او فقید شاه شجاع ترمنځ لاسلیک سوی وو لغو دی. او ته باید د افغانستان مشرانو ته هر وخت ووایې چي دا د برټانیې دریځ دی. پیپرز نمبر ۴۷۹

د ګورنرجنرال هغه تړون په یاد نه وو چي فقط څلور کاله مخکي  رنجیټ سینګه، شاه شجاع او ګورنرجنرال لارډ آکلینډ لاسلیک کړی او په هغه کي یې لیکلي وه چي د دې تړون درې خواوي د برټانیې حکومت، مهاراجارنجیټ سینګه او شاه شجاع الملک د زړه له کومي له پورته مادو سره موافقه لري. له دې موادو څخه باید په هیڅ توګه انحراف ونه سي.  او دا تړون باید د تل لپاره په خپل قوت باقي پاته وي. دا تړون د لاسلیک کېدلو څخه وروسته سمدستي نافذ دی. کوریس پانډینس ص ۲۹۳

دا چي ګورنرجنرال به په دې تړون کي د «تل » کلمه هېره کړې وي، دا خبره د منلو نه ده. البته ګورنرجنرال، په خپله خوښه، د تړون د لغو کولو توان او صلاحیت درلود. ګورنر جنرال له تیمور او فتح جنګ څخه هیڅ کار نه سو اخیستلای. په لوی لاس یې ولي د هغوی مسوولیت قبول کړی او ځانته یې بل جنجال پیدا کړی وای.

پخپله موهن لال ته، چي د انګلیسیانو د جاسوسی په تاریخ کي به د ګوتو په شمېر کسانو د هغه په شان خدمتونه کړي او د انګرېزانو د ګټو د ساتلو لپاره به یې ځان د مرګ خطر ته ورکړی او اور ته اچولی وي، څه ورپېښه سوه؟

ډال ریمپل د موهن لال او د انګلیسیانو د نورو ریښتونو خادمانو د سرنوشت په باب ډېر ښه تفصیل ورکوي.

« هوښسار او پهلوان موهن لال چي د انګرېزانو د قشلې د محاصرې په وخت کي یې د مکناټن لپاره په خپل نامه ډېري زیاتي پیسې پور کړي وې او څه پیسې د یاغیانو د قتلولو لپاره پور کړي او لګولی وې او په ۱۸۴۲ کال کي یې نوري پیسې د انګلیسي بندیانو د خلاصولو لپاره پور کړې او د پور کړو پیسو شمېر یې ۷۹۴۹۶ روپیو ته ورسېدی هیچا پیسې ورنه کړې او د ژوند تر پایه پوري پوروړی پاته سو. هغه د عدالت د غوښتلو لپاره د خپل ملګري منشي شمشاد علي سره برټانیې ته ولاړ… په برټانیه کي یې له ډېرو مهمو کسانو سره ولیدل ډېري مرکې یې وکړې. په برټانیه کي یې په انګلیسي ژبه د امیردوست محمدخان سوانح په دوه ټوکه کي چي ټول نهه سوه مخونه کېدل چاپ کړه. حتی له ملکې ویکټوریا او شهزاده البرټ سره یې وکتل. مګر د افغانستان جنګ ده ته بلا سو او په ژوند کي یې د ده نور پرمختګ ته خاتمه ورکړه.

کله چي هند ته ستون سو نو د لکنهو او حیدرآباد په ښارونو کي یې په انګلیسي دفترونو کي د ترجمانی وظیفه ترلاسه نه کړه. برټانوي مقاماتو اعتماد نه په کاوه او هر وخت به یې ویل چي له ځانه یې دروغ جوړ کړي او چي څه وايی هغسي نه دی. نه یوازي یې په حکومت کي وظیفه پیدا نه کړه له خپلي کشمیري پنډت ټولني څخه پردی سو. په ۱۸۵۷ کال کي د ډهلي په پاڅون کي ایله له مرګه خلاص سو ځکه چي خلکو د انګلیسیانو د جاسوس په تور واژه. په ۱۸۷۷ کال کي په غریبي او ګمنامي کي په داسي حال کي مړ سو چي هم استعمار چیانو او هم یې وطندارانو شړلی وو.

سدوزايی شهزاده ګان هم تر دې بهتر نه وه. د ۱۸۴۳ کال د مارچ تر میاشتي پوري دوی ټول په لاهور کي بند پاته وه نه افغانستان ته ستنېدلای سوای اونه یې برټانوي هند ته د داخلېدلو اجازه درلوده. دوی هم لکه خپل پلار چي په لاهور کي د سیکهانو څخه په وهم کي وو چي هسي نه جواهرات یې ورڅخه غلا نه کړي هره ورځ په وېره کي وه. کله چي یې د خپل ماشوموالي کور لودیانې ته د داخلېدلو اجازه ترلاسه کړه نو ورته وویل سوه چي دوی ته به لږي تنخواوي ورکولي کیږي او کورونه به یې هم ډېر واړه وي. د هند په آرشیفونو کي د دوی او د پوروړو تر منځ د دعوو اسناد پراته دي او ټولو په غریبي کي ژوند کاوه. کپتان کولین میکنزي په خپلو خاطراتو کي ولیکل چي دا ډېر زور غواړي چي سړی پخواني شته من او نازولي کسان په داسي بد حالت او نیستي کي وګوري. په دوی کي یوه خپله توره خرڅه کړه او ځانته یې ګوله ډوډۍ برابره کړه. د شاه شجاع یوه زاړه درباري ویل چي تمامه ورځ یې له لوږي روژه وي اوکله چي یو څه دال ور ورسیږي نو په کور کي یې جشن وي.

په سترګو ړوند شاه زمان خو درخواستي ورکړه چي د سرهندي په زیارت کي دي د متولي په حیث د ژوند کولو اجازه ورکړه سي مګر د پټیالې راجا اجازه ورنه کړه او کله چي شاه زمان په ۱۸۴۴ کال کي وفات سو نو مهاراجا ایله اجازه وکړه چي د هغه مړی دي د شیخ احمد سرهندي په زیارت کي د خپلي خوښیني څنګ ته، چي د شاه شجاع مېرمن او د امیر دوست محمدخان خور وه ښخ سي.» ډال ریمپل ص ص  ۴۲۳- ۴۲۴

  انګرېز جنرال، چي له دې پیښو څخه څه باندي څلوېښت کاله وروسته په پېښور کي کمیشنر وو، د افغان مهاجرینو په باره کي لیکي چي هري خواته ګورې نو د کابل، لغمان او جلال آباد له پخوانیو اوسېدونکو سره به مخامخ سې، چي په خواري غریبي لګیا دي او چي پوښتنه ورڅخه وکړې نو د ټولو دا یوه خبره وي چي کله انګلیسیانو پر افغانستان باندي یرغل وکړ دوی د هغوی ملګري سول او هغوی له افغانستان څخه تر وتلو وروسته پر سپین میدان پرېښودل او دغه یې نتیجه سوه. دی لیکي چي په سل ګونو دغه راز کسان په راولپنډي، لاهور، امرتسر، دېره دون، کراچی، کوټه او د پنجاب پر پوله په نورو ځایونو کي سرګردانه کرځي. واربرټن ص ۱۰۵

امیردوست محمدخان د پنجاب د لاري کابل ته ستون سو. د پنجاب مهاراجه شېرسینګه، چي د رنجیټ سینګه زوی وو، د هغه ډېر تود هرکلی وکړ. او له لويي بدرګې سره یې د کابل پر لور روان کړ. په کابل کي نواب محمدزمان خان، سلطان احمدخان او نورو سردارانو هر یوه ځان د پاچهی لایق باله او د هغوی تر منځ د اختلاف په نتیجه کي بیرته د لوی داخلي جنګ د پیل کېدلو خطر موجود وو. هغوی لا د خلکو د اذهانو د غولولو لپاره له یوه بل چال څخه هم کار واخیست او هغه دا چي په کابل کي یې داسي آوزه واچوله چي د جهاد لپاره یوه روحاني مشر ته، چي سید وي، ضرورت لري او د دې کار لپاره تر میرحاجي بل وړ سړی نسته او نواب زمان خان ، سلطان احمدخان او پخپله دوست محمدخان به د جهاد لپاره پوځي چاري پر غاړه واخلي. عطامحمد ۱۸۶

امیردوست محمدخان خپل زامن سردارمحمدافضل خان، سردار غلام حیدرخان، سردارشیرعلي خان او سردار محمداکرم خان، ډېر ژر کابل ته ولېږل او د هغوی له رسېدلو سره د امیردوست محمدخان د مخالفینو قوت کمزوری سو او هغه ته د قدرت نیولو لاره هواره سوه. کاتب ص ص ۱۹۲-۱۹۳

امیردوست محمد خان، د امین الله خان لوګري او طره باز خان په شمول،  له ټولو هغو قومي مشرانو څخه چي د انګرېزانو پر ضد د غزا په وخت کي یې مالونه او غنیمتونه ترلاسه کړي وه، د خزانې د ډکولو او د حکومتي چارو د تنظیمولو په منظور، په زرهاوو روپۍ حصول کړې او حکومتي چاري یې پیل کړې. عطامحمد ص ۱۸۶

په دې توګه د افغان او انګلیس لومړی جنګ، چي څه کم درې کاله یې دوام وکړ، د افغانستان د پایتخت په شمول د ښارونو او کلیو په تباهی، د زرهاوو افغانانو په قربانی او پخپله د انګرېزانو په بدنامی پای ته ورسېدی.

مشهوره خبره ده چي وايی کله چي د برټانوي هند ګورنر جنرال لارډ الینبرا دوست محمدخان ته د مخه ښې مېلمستیا کړې وه او عسکري رسم ګذشت یې ورته تېراوه نو امیر هغه ته مخ ور واړاوه او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چي تاسي ته خدای دونه نعمتونه او دونه آباد ملکونه او ثروتونه درکړي دي. تاسي زموږ له نېسمتن هیواد څخه چي ټول وچ غرونه او دښتونه دي څه غوښتل؟

کندهار:

که د انګلیسیانو یوه لویه قوه په کابل کي تباه سوه، یوه برخه یې په جلال آباد کي محاصره او بله برخه یې په غزني کي محاصره وه نو یوه لویه برخه یې د جنرال ناټ تر قوماندې لاندي په کندهار کي پرته وه.

د برټانوي هند نوی ګرنرجنرال لارډ الینبرا، چي د لارډ آکلیڼد پر ځای، چي د افغانستان د جنګ د پیل کولو او په نتیجه کي د برټانیې د پوځ د تباه کېدلو  پړه ورباندي اچوله کېدله، ټاکل سوی وو او د افغانستان وروستیو رپوټونو دونه وارخطا کړی وو چي نه یې پر کابل باندي د جنرال پالک د انتقامي قوې پر مختګ ته زړه ښه کاوه او نه یې په کندهار کي د جنرال ناټ د زیات پاته کېدلو سره موافقه کولای سوای. هغه جنرال ناټ ته امر وکړ چي له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو را ایستل پیل کړي؛ البته هغه ته یې دونه اختیار ورکړی وو چي که غواړي د بولان او کوټي له لاري را وتلای سي او که نه وي نو د کندهار غزني او کابل له لاري دي راووزي. جنرال ناټ دوهمه لاره غوره کړه او جنرال اینګلینډ یې د بولان له لاري واستاوه. جنرال ناټ په لاره کي هم په قلات او هم په مقر کي د غلجیو له سخت مقاومت سره مخامخ سو. د غزني بالاحصار یې ونړاوه. په ښار کي یې ځیني قلاوي چور کړې او د سلطان محمود قبریې خراب کړ. د هغه د زیارت دروازه یې، چي په دروغو یې د سومنات د معبد د دروازې نوم ورباندي ایښی وو، له بېخه وایستله او د کابل پر لور وخوځېدی.

ګورنرجنرال د شاه شجاع زوی شهزاده تیمور ته، چي په کندهار کي پاته سوی وو، ولیکل چي نور باید د برټانیې پر مرستو باندي حساب ونه کړي او خپلي چاري پخپله سمبالي کړي. دا وخت صفدرجنګ، چي تر ډېره پوري د میرزا احمدخان او اخترخان علیزي سره ملګری وو، د شهزاده تیمور ملګری سوی وو او عطامحمدخان بامیزايي هم له غازیانو څخه مخ اړولی او د شهزاده تیمور په دربارکي یې ځای نیولی وو. د کندهارسرداران، چي له لومړۍ ورځي بیا تر مرګه پوري د اېران دربار ته وفادار پاته سول، د کندهار د وروستیو خبرونو له اورېدلو او د انګلیسي قواوو د وتلو سره له اېرانه را روان سول. په ګرشک کي ډېر زیات کسان ورسره ملګري سول او شهزاده تیمور، چي په ځان کي یې د مقاومت توان نه درلود، خزانه یې تشه وه او د انګلیسي دوستانو له ملاتړ څخه محروم سوی وو، د کوټي له لاري، د هندوستان پر لور حرکت وکړ او ځان یې له حتمي مرګ څخه وژغوری. عطامحمد خان بامیزي هم سمدستي خپله جبهه بدله کړه او د سردارانو سره ملګری سو.

د کندهار سردارانو، چي پر افغانستان باندي د انګلیسیانو د لښکرکښۍ څخه مخکي یې، د قدرت په شپو ورځو کي، خلک له ظلمونو او تېریو څخه تر سږمو رسولي وه، کندهار ته د رسېدلو سره یې  د اسلامي شریعت د نظام د ټینګولو ناره پورته کړه. شراب یې، چي د انګلیسیانو د حکومت په زمانه کي ډېر رواج سوي وه، بند کړل او د شرابو خمونه یې په لارو کوڅو کي چپه او مات کړل. پر هندوانو باندي یې، د اسلام په نامه، نوي تعزیرات ولګول او په ښار  کي یې محتسبان مقرر کړل.

دې وضعي ډېر دوام ونه کړ او لږ وخت وروسته، چي دوی د خپل واک او قدرت څخه مطمین سول نو بیرته هغه آش او هغه کاسه سوه. لومړی خو یې له خلکو څخه انګلیسي سکې په زور واخیستلې. ټولي یې ویلي کړې او له یوې سکې څخه یې دوې جوړي کړي . او په دې توګه یې خپله خزانه ډکه کړه. او نور یې نو د هیڅ ډول ظلم او تېري څخه مخ نه اړاوه. عطاحمد ۱۸۸-۱۸۹

نتیجه

انګلیسیانو او بل هیڅ لوی طاقت پر افغانستان باندي د یرغل کولو او اشغالولو لپاره هیڅ وخت دلیل نه دی درلودلی. هیڅ وخت یې د یوه بل څخه درس نه دی اخیستی او هر وخت بیرته په تور مخ وتلي دي. مګر په مقابل کي افغانانو هم، د تل په شان، د پردیو له شړلو وروسته د یوه بل ګریوان ته لاس اچولی او د یوه بل په وینو یې لاسونه سره کړي دي  او چي سړی ګوري نو یوازنی شی چي افغانان نه ورڅخه ستړي کیږي هغه کور په کور او قام په قام بدي ده چی له سل ګونو کلونو راهیسي روانه ده او لا یې د ختمېدلو درک هم نه معلومیږي.

که د افغان او انګلیس د لومړي جنګ په ترڅ کي د کندهار عطامحمدخان بامیزی، میرزااحمدخان، د زمینداور اخترخان علیزی او نور مشران له انګلیسیانو سره تر هر ځل جنګ وروسته بې اتفاقه سوي نه وای. که دې ټولو مشرانو د هرات له وزیر یارمحمدخان الکوزي سره لاس یو کړی وای. که دې ټولو مشرانو، له کندهار څخه تر کابل پوري، پرتو غلجیو قبایلو او مشرانو سره اتفاق درلودلای. که دوي ټولو په ګډه د کابل د پاڅون له مشرانو سره لاسونه یو کړي وای او که پخپله په کابل کي د پاڅون د مشرانو ترمنځ اتفاق موجود وای او بیا یې په ګډه هم د شینوارو او هم د کوهستانیانو ملاتړ کړی وای  او دې اتفاق دوام کړی وای نو هم به انګلیسیانو داسي ماته کړې وای چي د انتقامي عملیاتو په باب یې د فکر کولو او تصمیم نیولو جرأت نه وای کړی. له افغانانو سره د دوهم ځل جنګ د پیل کولو په باره کي به یې، چي په همدغه ډول غیرعادلانه او ظالمانه شکل یې ورسره شروع کړ، شل ځله فکر او غور کړی وای. د افغانانو لپاره به د دواړو جنګونو نتیجه سل ځله بهتره وای او د تل لپاره به یې د یوه ملي اتحاد، چي د ټولو اجتماعي رنځونو علاج دی، بنسټ ایښی واي.

امیر دوست محمدخان، چي د افغانستان له ترټولو هوښیارو او زړه ورو مشرانو څخه یې شمېرلای سو، سره له هغه چي  ټول عمر او د قدرت ټول کلونه یې له خپلو وروڼو او سردارانو سره په کورنیو جنګونو کي تېر سوی وو، د دوهم ځل پاچاکېدلو په وخت کي یوه لویه اشتباه وکړه او هیواد یې د خپلو زامنو ترمنځ، چي ده به تر بل هر چا زیات اعتماد ورباندي درلود، تقسیم کړ. د هغوی ترمنځ ورورګلوي او اتحاد د ده تر وفات پوري دوام وکړ او چي د امیر سترګي د تل لپاره پټي سوې د سکه او ناسکه وروڼو ترمنځ د قدرت د نیولو پرسر جنګونه پیل سول او په نتیجه کي، د دوهم ځل لپاره، پر افغانستان باندي د انګلیسیانو د غیرعادلانه او ظالمانه یرغل بلا نازله سوه.

که بیرته خپلي مخکنی خبري ته وګرځو او هغه بدمرغي احصایې، چي د افغانستان په باره کي، د ملګرو ملتونو او بشري موسسو، بېطرفو ادارو خپرې کړي دي، ومنو چي د ردولو لپاره یې دلیل هم نه لرو نو په پوړه زړه ویلای سو چي زموږ د هیواد منورینو نه په داخل او نه په بهر کي، د ملي وحدت د ټینګولو لپاره، چي د ټولو دردونو علاج دی، خپله وظیفه سرته نه ده رسولې.

خلک نه دښمني سره لري او نه د اتحاد کولو لپاره د تنظیمونو جوړولو پوهه او وسایل لري. دا منورین دي چي د هیواد د اولسونو د بدمرغه کېدلو دا تر ټولو ناروغیو مهلک مرض تشخیصوي او علاج یې هم د دوی په وس پوره دی. دغه راز د اولسونو ترمنځ د بې اتفاقی اچولو مسوولیت هم دوی ته ور ترغاړي دی او زه په جرأت سره ویلای سم چي په دې مسوولیت او ګناه کي د منورینو غټ اکثریت شریک دی.

      سرچېنې

۱: عطامحمد، میرزا. نوای معارک. کابل ۱۳۳۱ هجري شمسي.

۲:هراتي، محمدحسین. واقعات شاه شجاع. دفتر سوم. مطبعه عمومي کابل. ۱۳۳۳

۳: فیض محمد، کاتب. سراج التواریخ. کابل ۱۳۳۳ هجري قمري

4: Kaye, John William. History of the War in Afghanistan Vol2. First Indian Reprint 1999.

5: Dal Rymple, William. Return of a King. United States 2013.

6: Mohan Lal. Life of Amir Dost Mohammed Khan of Kabul Vol2. Oxford University Press. 1978.

7: Eyre, Lieut. Vincent. The Military Operations at Cabul. Peshawar Reprint of 1842.

8: Sita Ram. From Sepoy to Subedar. Edited by James Lunt. Lahore Reprint 1970.

9: Warburton, Sir Robert. Eighteen Years in the Khyber, 1979-1998. Reprint India 2013.

10: Edwardes, Sir Herbert Benjamin& Herman Merivale. Life of Sir Henry Lawrence Vol1.Lahore Pakistan 1998.

11: Sale,Lady. A Journal of the Disaster in Afghanistan. 1841-2 . Lahore 1969.

12: Frontier and Overseas Expeditions From India. Selection From Government Record Vol3.

13: Raverty, Capt. H.G. A Dictionary of the Pukhto, Pushto or Language of the Afghans. New Dehli 1995.

14: Raverty, Capt. H.G. Notes on Afghanistan and Baluchistan Vol1. Reprint, Quetta Pakistan.

15: Papers Related to Military Operations in Afghanistan. Presented to both houses of Parliament 1843.

16: Correspondence Related to Persia and Afghanistan. London 1839.

17: Gleig, Rev.G.R. Sale’s Brigade in Afghanistan. London

-
بېرته شاته