(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړ لوې خان

[24.Jul.2019 - 14:19]

غازي مير زمان خان  

(١٨٦٩ ز.= ١٢٤٨هـ ل. - ١٣٠٧هـ ل.) دغازي میرزمان خان نوم په افغانستان کې د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې پورې نه شليدونکې مهم تړاو لري . په هيواد او خپلواکۍ مين دغه شخصيت د هغو محدودو کسانو په ډله کې ؤو چې د هيواد د بشپړ استقلال د گټلو او ژورو بدلونونو په پړاو کې يې مهم او تاريخ جوړونکې رول درلود. ميرزمان خان د انگريزي استعمار سره د فطري دشمنۍ په وجه د ځوانۍ له وخته د آزاد سرحد په سيمه کې د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي درلودې، د هغوې د پاڅون او جهاد ملاتړ يې کاوه، او خپلو جنگياليو ملگرو سره به يې د ډيورند د کرغيړنې ليکې نه په اوختو سره د هغوې په وسلوالو مبارزو کې عملي ونډه اخيسته.

 

ميرزمان خان په ١٨٦٩ ميلادى (١٢٤٨ هجرى شمسى) کال کې د کنړ د لمټک په کلي کې د حاجي گلروز خان په کور کې سترگې وغړولې. د هغه غور نيکه محمد عمر خان د سپين غره د تيرا د سيمې مشر ؤو چې د قبيلوي شخړو او اختلافاتو په وجه يې خپل کلې "کوټ" پريښود او د کنړ د لمټک په سيمه کې ميشته شو.

په پښتونخوا او افغانستان کې د غازي ميرزمان خان د نوم او شهرت انگازې هغه وخت خپرې شوې کله چې يې په ١٩٠٨ م کال کې د انگريزانو په وړاندې د مهمندو په مشهورې او تاريخې غزا کې، چې په تاريخ کې د "سرې غزا" په نامه ثبت شويده، د غازيانو د يوه وتلي مشر په توگه برخه واخيسته. د انگريزانو سره د مير زمان خان همدا دشمني او شهرت د ځوان شهزاده "عين الدوله" غازي امان الله خان سره د پيژندگلوۍ سبب شو، هغه پيژندگلوي او آشنايي چې د وخت په تيريدو او بيلابيلو تاريخي ازميښتونو نه وروسته په کلکې دوستۍ او ورورگلوۍ بدله شوه، او د ژوند تر پايه يي دوام وکړ.

له بله پلوه د ډيورند له ليکي اوښتل او په انگريزي قواوو وسله وال بريدونه سبب شو چې غازي ميرزمان خان د امير حبيب الله خان د رژيم تر څارنې لاندې راشي او د يوې دسيسې په ترڅ کې زندان ته واستول شي. شهزاده امان الله خان به په زندان کې د غازي مير زمان خان پوښتنه کوله. په زندان کې د يوه کال د تيرولو او نورو سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو سره د معرفت نه وروسته ميرزمانخان په ضمانت خوشې او کنړ ته ستون شو، خو ډير ژر بيا ونيول شو او د شيرپور زندان ته واستول شو. هغه داځل د ١٩١٩ م کال تر فبرورۍ پورې، کله چې اميرحبيب الله خان په لغمان کې ووژل شو، د پنځو کلونو دپاره په زندان کې پاته شو.

کابل ته د امير حبيب الله خان د مرگ د خبر په رسيدو سره سم غازي ميرزمان خان د خپلو ملگرو سره د زندان نه خلاص شو، او د سردار نصرالله خان په ځاى يې امان الله خان ته د مشرقي د خلکو او قومونو د بيعت په اخيستلو او د هغه د حکومت د ټينگښت په لاره کې تاريخي کوششونه وکړل، او ډير ژر ورته بيا د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې يا د هيواد د خپلواکۍ په جگړې کې د کنړ د اولسي لښکرو مشري او د چترال د جبهې قومانداني وسپارل شوه. د چترال (ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او اسمار) دغه بريالۍ جبهه د استقلال د څلورمې جبهې په نوم ياده او ثبت شويده. غازي ميرزمان خان په ١٣٠٣ هجري شمسي/١٩٢٤ ميلادي کال کې د گوډ ملا په مشرۍ د منگلو د شورش په ختمولو کې ستره تاريخي برخه واخيسته او د ١٣٠٧ کال د شينوارو د بغاوت په غلي کولو کې يې هم ارزښتناکه خدمتونه وکړل

غازي ميرزمانخان د اماني دورې د دولتي شورا غړې وو. دا قانون جوړونکي شورا د استقلال د گټلو نه وروسته ځوان پاچا غازي امان الله خان ته د سلا مشورې ورکولو او نوو قوانينو او نظامنامو د جوړولو، تعديل او تصويب دپاره جوړه شوې وه، او د ١٣٠٧ کال د لويې جرگې نه وروسته خپلو ١٥٠ تنو غړو سره د افغانستان په لومړنۍ ملي شورا بدله شوه.

غازي ميرزمانخان د خپل وخت په لاندنيو دريو مهمو تاريخي جرگو کې گډون درلود:

په جلال اباد کې د هډې لويه تاريخي جرگه چې د اتحاد مشرقي د تاريخي جرگې په نامه هم ياده شويده. دا ستره تاريخې غونډه د استقلال د گټلو نه وروسته د ١٢٩٨/١٩٢٠ کال د حوت په مياشت کې د هډې په تاريخي سيمه کې د غازي ميرزمان خان په اهتمام او کوشش د محمد نادر خان په مشرۍ جوړه شوې وه، پدې جرگې کې د ننگرهار ، لغمان ، کنړونو او سرحد ددواړو غاړو مشرانو، سپين ږيرو، علماوو، ساداتو مشايخو او اوسيدونکو ٥٠٠٠ کسانو گډون کړې و، او د سرحد د دواړو خواوو د قبايلو د يووالي، د هيواد د خپلواکۍ او ارضي تماميت د ساتلو او وطن د آبادۍ په هکله يې فيصلې وکړې، او انگريزانو ته يې اخطار ورکړ چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د گوتو وهلو او د هيواد په سرحداتو کې د ورانکارۍ او تحريکاتو نه لاس په سر شي او که نه نو د زړورو افغاني اقوامو او قبايلو د قهر او مقاومت سره به مخامخ شي.

د ١٣٠١ کال د جلال آباد لومړنۍ لويه جرگه چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د گټلو نه وروسته لومړنۍ لويه جرگه وه. پدې جرگې کې د دولتي شورا پر غړو برسيره د کابل او شاوخوا سيمو، ننگرهار، لغمان او کونړونو استازو برخه اخيستې وه. ددې جرگې اصلي مقصد ټولنيز اصلاحات وو، او د افغانستان لومړنې اساسي قانون (نظامنامه اساسي) يې هم تصويب کړه. پدې نظامنامې کې د مرئيتوب لغو کول، ملي وحدت، شخصي آزادۍ، د حقوقو مساوات او پر عايداتو د ماليې لگول په گوته شوي ؤو.

په ١٣٠٧ شمسي / ١٩٢٨ ميلادي کال کې د پغمان دريمه لويه جرگه . د يادولو وړ ده چې غازي ميرزمانخان د پغمان په دوهمې لويې جرگې کې چې د جلال آباد د لويې جرگې ادامه وه، د منگلو د بغاوت د ټکولو د مصروفيت له امله گډون نه درلود. پدې جرگې کې د غازي ميرزمانخان ځوې عصمت الله خان برخه اخيستې وه.

غازي ميرزمان خان ته د بي سارو خدمتونو او سرښندنو په وياړ لاندني مډالونه ورکړ شوي دي چې هر يو سره نقدي او د ځمکو امتيازات هم ملگري ؤو:

د وفا مډال

د لوی خان مډال

د خدمت مډال

د صداقت مډال

 

په هيواد او خپلواکۍ مين دغه ستر شخصيت د هغو لږو کسانو په ډله کې وو چې د ژوند تر پايه غازي امان الله خان او د هيواد د پرمختگ د پاره د هغې آرمانونو ته وفاداره پاتې شو، او د هغې د نوښت او پرمختگ د پروگرامونو پلويتوب يې کاوه. ستر غازي او زړه ور قوماندان ، لوې خان ميرزمانخان د ١٣٠٧ کال د حوت په مياشت کې د غازي امان الله خان د سلطنت په وروستيو مياشتو کې د هغه د سلطنت د ټينگښت دپاره د تاريخي هلوځلو په موقع د افغانستان د خارجي دښمنانو او هغوې د کورنيو گوډاگيانو د يوې دسيسې په ترڅ کې د کونړ د شينکوړک د کلي په جومات کې د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کې تر ناځوانمردانه حملې لاندې راغئ او د ٥٨ کلنۍ په عمر په شهادت ورسيد. روح دې ښاده وي.

 

سرچېنې

زمونږ غازيان: د نومياليو ملي مبارزينو د ژوندانه حالات، ١٩٨­٢٠٢ مخونه، محمد ولي ځلمى.

د امان افغان جريده، پنځم کال، ٩ او١٠گڼه، ٣ او٤ مخونه، "داوطلبان سرکوبى باغيها"، د ١٣٠٣ کال د وږي د مياشتې ١٤ نيټه .

د امان افغان جريده، پنځم کال، ١٣ او١٤گڼه، ٩ مخ، "جنٍگ لوگر و هزيمت کلي اشرار"، د ١٣٠٣ کال د وږي د مياشتې ٢٢ نيټه .

د امان افغان جريده، پنځم کال، ٢٢گڼه، ٤ مخ، "ورود دلاوران سمت مشرقي"، د ١٣٠٣ کال د جدي د مياشتې ٧ نيټه ..

د حقيقت جريده، لومړې کال، ١٠ گڼه، د سنبلې ١١ نيټه، ١٣٠٣ شمسى کال.

داستقلال څلورمه جبهه، د عبدالخالق اخلاص تاليف، د حبيب الله رفيع سريزه، سمون، لمنې او نښلونې، دويم چاپ، ٢٠٠٥ کال.

هفته نامه کليد، به مناسبت هشتادوسومين سالگرد استرداد استقلال افغانستان،صفحه ١٤، شماره ٢٣، سال اول، هفته اول سنبله ١٣٨١ خرشيدى.

د غازي ميرزمانخان کنړي د ځوې الحاج محمد ارسلان زمانى سره مرکه.

عبدالله غمخور، د افغانستان د آزادۍ شهسوار، د افغانان جريده، د١٣٧٩کال د سنبلې ٢٤مه، ٣ مخ.

Fire in Afghanistan, 1914-1929, Rhea Talley Stewart, 2nd Edition, 2000, USA

رويداد لويه جرگه دارلسلطنه، ١٣٠٣، مطبعه سنگى وزارت حربيه.

وېکېپېډېا

-
بېرته شاته