(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي امان الله خان

[24.Jul.2019 - 14:17]

غازي امان الله خان

لیک: محمد آصف شینواری

دامیر عبدالرحمن خان چې په پولادي امیر پیزندل کیده او دخپل وخت خورا مستبد واکمن تیر شوی داستبداد په ځاله او د شهزاده امیر حبیب الله خان په چرګۍ کې پر کال ۱۲۷۰ هه ش چې د ۱۸۹۱ ز کال سره برابر دی یو ماشوم نړۍ ته سترګې پرانستې نوم یې پرې امان الله کیښود،دا کوچنې په باچاهي محل کې به ډیر ناز رالویده.په روزنه کې یی تر ډیره مور چې د شاغاسي خوشدل خان لور او د بارکزیو په لوې ټپر پورې اړه لري لاس درلود.پر همدی مهال د امیر حبیب الله په دربار کی دفساد ریښی هر لورې ته غزیدلی وې ان داچی امیر حبیب الله خان یی دامان مور ته دطلاق ورکولو پرګواښ مجبوره کړا او مور او زوی دواړه یی له درباره وشړل خو وروسته د سردار نصر اله په منځګړتوب دواړه وبخښل شو.همدا ګواښ ددي لامل شو چې ملکه له خپل خاوند سره کینه واخلي او خپل زوی هم د خپل پلار پر وړاندی دکینی په روحیه راولې کړي.کله چې امان الله خان خپل ښې او کیڼ لاس وپیژاند نو پر دی وپوهیده چې پلار یې په افغانستان کې د انګریزانو په ګټه واکمني کوي .دې فکر دهغې د کینی روحیه نوره هم پیاوړی کړه.

 

په همدی روحیه ښوونځی ته ولیږل شو او تر څنګ یی د وخت له پیژندل شویواستاذانو او ښوونکو نه هم روزنه تر لاسه کوله او ملي بدمرغیو ته په ځيرنه ورسره د هیواد دپرمختګ هیلی هم پیاوړې شوې.

 

پر ۱۹۰۳ کال چې د امیر حبیب اله له لورې دولتي لقبونه او منصبونه ویشل کیدل سردار نصر الله خان ته چې دامان الله تره و دنایب السلطنه،دامان اله خان ورور سردار عنایت الله خان ته معین السلطنته او پخپله امان الله خان ته دعین الدوله لقب ورکول شو.دې لقب له امان الله خان سره دا مرسته وکړه چې ددولت دسترګو په توګه ټولی نیمګړتیاوي په غور سره وڅاري.دامان الله خان پر موراو ښوونکو سربیره د هغه په روزنه کې علامه محمود طرزی چې د افغانستان دمطبوعاتو دپلار لقب ورکول شوی هم لوی لاس درلود.طرزي دامان اله خان په څیره کی هغه نښې لیدی چې تر مخه یی دا خپلو هیلو ته رسیدلای شو.امان الله خان په شاهي دربار کی رالوی شو پلار به یی په ژمی کې خپله پلازمینه جلال اباد ته رالیږدوله او دکابل چارې به یی امان الله خان ته سپارلې.ده به دخلکو عرضونه اوریدل،پر زندانونو به ګرځیده دنرخونو څارنه به یی کوله.ددې چارو په ترسره کولو امان الله خان دخلکو په زړونو کی ځای موندلی و.

 

امان الله خان دخپل پلار دریم زوی و ټینګ عزم او پخه اراده یی درلوده.منځنې ونه ،روغه سټه غنم رنګه څیره،تورې غټې سترګې اولنډ بریتونه یی درلودل،.اورین(توند) مزاج یی درلوده او ډیر زر به غوسه کیده خو به عین حال کی ډیر ذکي،زر پوهیدونکي،ظریف او نکته دان و اغیزمنی خبری به یی کولی او چې کله به یی خبرې پېل کړې نو مقابل لوری به یی ژر تر اغیز لاندی راووست.دپښتو او دري تر څنګ یي ترکی ژبه هم روانه ویلای شوه او پر فرانسوي یې هم ژبه چلیده چې وروسته یی نوری ژبی هم زده کړې.موټر او موټر سایکل یی زده و وسله یی هم ښه چلولای شوه.داس په سپرلۍ کی یی ځانګړی مهارت درلود.مناقشه او مناظره یی ډیره خوښه وه په دربار کې به یی ځان بندي نه ساته او ډیر وخت به له درباره دباندی له خلکو سره اوسیده.

 

دامان الله خان مورسرور سلطان چې د( سراج الخواتین)لقب ورکول شوی و ډیره کینه کښه میرمن وه له هماغه مهاله چی امیر حبیب اله خان په طلاق ګواښلی وه .نو امیر سره یی دسختی کرکی له امله دهغه دوژلو دپلان په چمتو کولو لاس پورې کړ.امان الله یې چې له خپل پلار نه خواشینی و وهڅاوه چې دخپلو ملګرو په مرسته دامیرقبله ورسمه کړي.پر همدی مهال دامیر حبیب الله خان ورورنصر الله خان چی له امیر سره یی دانګریزانو پر سر اختلاق راغلی و په دربار کې د(دربار پټ ګوند) تر نامه لاندی حزب جوړ کړچې دامان الله خان مشر ورور عنایت الله،امان الله خان ،جنرال نادر خان او محمود طرزی هم پکی عړیتوب درلود.دوې په ګډه پریکړه وکړه چې که دژمی پرمهال امیر له خپل دریار سره جلال اباد ته ولاړ شي نو هملته به یی ووژني دا پریکړه دښه باور کولو په موخه دقران شریف په پاڼو کی ولیکل شوه تر لاسلیک وروسته یی سردار نصر الله خان ته وسپاره جی دامیر تر وژلو وروسته به دی باچا شي په ۱۹۱۸ ز کی چې دربار جلال اباد ته راغی نو سردار نصرالله له خپلی پریکړې واوښت او نه یی غوښتل خپل ورور ووژنی دا چاره ددی لامل شوه چې امان اله خان دنصر الله له خبرتیا پرته دامیر د وژلو پلان جوړ کړي دامان الله خان په ډله کی دکار سړی شجاع الدوله خان و چې دامان الله خان مور هغی ته زوی ویلي و او هغه تومانچه چی امیر حبیب الله پری ووژل شو دامان الله خان مور هغه ته ورکړی وه.په ۱۹۱۹ ز کې چې امیر له خپل دربار سره جلال اباد ته راغی او امان الله خان یی په کابل کې پریښود نو یوه ورځ دکبانو دښکار لپاره دلغمان کله ګوش سیمی ته ولاړ دهمدی کال دفبرورۍ میاشتی په شلمه شپه یو ناپیژاندی امیر امان الله په خبله خیمه کی داسی پر سر په ګولیو وویشت چې چایی غږ هم وانه ورید .دامیر تر وژل کیدو وروسته سردار نصر اله خان په جلال اباد کی ځان دافغانستان واکمن اعلان کړ او امان الله خان ته چې په کابل کی و لیک واستاوه چی دده سره بیعت وکړي خو هغه په کابل کی دخپلی واکمني اعلان وکړا و له دی امله چی اردو او عام وګړي او تر څنګ یی د دربار ځینی کارکوونکی له وړاندی دهغه ملاتړی و دواکمن په توګه یی دهغه ملاتړ وکړ.امان الله خان دخپل پلار تر مړینی اوه ورځی وروسته دفبروې پر ۲۸مه یوه خبرتیا خپره کړه چی پکی ویل شوي و.دافغانستان معظم ملته !ما دخپل پلار دسلطنت پرمهال دکابل واک په لاس کې درلود او دادی اوس د ټول هیواد دواکمنۍ دا دروند بار په اوږو اخلم کله چې ماته دې ستر ملت دپاچاهۍ تاج پر سر کړ نو ما ژمنه وکړه چې دافغانستان دولت به لکه دنړۍ دنورو قدرتونو په څېر په دننه او دباندې کې خپلواک وي،دافغانستان خلک به دقانون تابع وي، بيګار او جبري کارونه به بند وي، دپام وړ اصلاحات به رامنځ ته او هېواد به په نړۍ کې خپل ځانګړى ځاى ومومي .زه به په سلا مشوره دهېواد چارې اجرا کوم، تاسو به هم دخپل دين او هيواد په چارو کې ډير هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ زه تاسو او ټول اهل اسلام ته خير او سوکالي غواړم.د۱۹۱۹ز کال دمارچ پر دریمه ځوان پاچا امان الله خان دبرتانوي هند وایسرا ته لیک ولیګه او په لیک کې یی هغه ته دخپل پلار دوژل کیدو د دده دواکمن کیدو یادونه کړی وه لیک وروستیو کرښو انګریزان هم حیران کړل . دا بايد څرګنده وي چې دافغانستان خپلواک هېواد ځان چمتو بولي چې دانګرېز له غښتلي هېواد سره په هر وخت کې ددوستۍ له اصولو سره سم تړونونه لاسليک کړي. ددې ليک وروسته په کابل کې دبرتانيا استازي هند ته رپوټ ورکړ چې نوي امير د(١٩١٩ز) داپريل په (١٣ مه) په دربار کې داډول اعلان وکړ: زه ځان او خپل هېواد له کورني او بهرني پلوه په بشپړه توګه خپلواک اعلانوم، تر دې وروسته به زما ملک دنړۍ دنورو ملکونو په څېر خپلواک وي او دنړۍ هيڅ يو طاقت نشي کولاى چې ديو ويښته په کچه هم دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او که په دا ډول اقدام لاس پورې کړي ،نو سربه يې په دې توره له تنې جلا کړم(دبرتانيا داستازي اشاره هغه تورې ته وه چې امان الله خان دا مهال له تيکې راويستلې وه. تر دې وينا وروسته اميرامان الله خان په مجلس کې ناست دبرتانيا استازي ته وويل: .ته پوه شوې او هغه هم ورته دسرپه خوځولو وويل چې هو پوه شوم. امان الله خان داخبرې ډېرې ژر په عمل کې پلې کړې، بخارا ته يې سفير وټاکه، له شوروي سره يې اړيکې ونيولې او د ايران لپاره يې د سفير ګومارلو امر و.رکړپه همدی میاشت کی یی یوه لویه غونډه راوغوښته او د انګریزانو پرخلاف یی دجهاد اعلان وکړ او له خلکو یی وغوښتل که جهاد تهچمتو یاست نو وسلی راواخلئ او خلکو هم امین ووایه.امان الله خان په خپله واکمنۍ کې سمونونو به رواوستو پیل وکړ ا واکمني یی د ۱۹۲۴ز کال پوری سمه پر مخ روانه وه خو تر دی وروسته دڅوکیو بر ویش او منصبونو تر لاسه کولو لانجی راپورته شوی چې کرار کرار یی دربار ته هم سرورښکاره کړپه ۱۹۲۷ز کال کی امان الله خان بهر ته دسفر تابیا وکړه دا سفر دهمدی کال په ډسمبر میاشت کی پیل او د ۱۹۲۸زکال په جولای کی پای ته ورسید پردی سفر په ټولیز ډول نولس لکه او پنځوس رزه افغانۍ لګښت شوی وخو لاسته راوړنو یی یو سلو اته ویشت لکه او اتیا زره افغانۍ اټکل شوی وه.امان الله خان په کور دننه دګډوډیو او په حکومت کی دسمونونو پر خلاف دنظرونو دپیاوړتیا له امله له سمونونو نه د لاس اخیستو یوه اتلس ماده ییزه اعلامیه د۱۹۲۹ کال په سپتمبر کی صادره کړه چې تر ډیره پکی د سمونونو دمخالفینو غوښتنی په پام کی نیول شوی وې ددی اعلامیی په یوه برخه کی ویل شوي و چی ترکی ته استول شوي ټول مخصلین به بیرته راستانه کړي او د دیوبند په مدرسه کی پر شمولیت لګیدلی بندیر به پورته کړل شي د۱۹۲۸ په اکتوبر کی د شینوار او سنګوخیل کوچیانو تر منځ وسله واله نښته وشوه چي پکی څو تنه سنګوخیل کوچیان ووژل شول او په دی توګه به سرحد کی هغه پټ لاسونه هم برنډ شول چې دامان اله دواکمنۍ دزوال لپاره را اوږده شوي و دشینوارو له بغاوت سره سم په شمالی کی هم خلکو دحبیب الله په نوم چې وروسته په حبیب اله کلکاني په نوم وپیژندل شو راپورته کړ دې اړودو امان اله خان اړ کړ چې د بغاوتونو او له محمود طرزی سره د اړیکو دراکمولو لپاره یی دخپل مړ تره نصر اله خان لورعلیا بیګم سره واده وکړ.خو بالاخره دې ټولو ناخوالو او ګډوډویو ته په پام سره امان الله خان د۱۹۲۹ ز کال په جنوری کی ځان له واکمنس ګوښه او خپل ورورسردار عنایت الله خان یی خپل ځای ناستی وټاکه امان اله خان کندهار ته ولاړ هلته دکندهار خلکو دواک دبیا نیولو لپاره وهڅاوه ده هم ومنله خو چې کله یی ولیدل په جګړه کی له دواړو لورویو افغانان او په خانګړی توګه پښتانه مري نوبیرته کندهار ته ستون شو هلته یی خلک راتول کړل او دیوی لنډی وینا په ترڅ کی یی ورته وویل اوس ثابته شوه چې دښمن غواړي په پښتنو کې بې اتفاقي واچوي او يو له بل سره وجنګوي او يو بل پخپله له منځه يوسي .دا زما لپاره لازمه نه ده چې دتخت نيولو لپاره افغان قومونه يو دبل په مقابل کې سره جګړې وکړي او سره مړه يې کړي.

 

نو اى زما ګرانو عزيزانو!

 

په يقين سره بايد ووايم چې زه کورنۍ جګړه دقومونو او قبايلو تر منځ نه غواړم چې زما دتخت نيولو لپاره وينې توي کړي .لازمه ده چې ستاسو له مخه لاړ شم چې دداسې وينو تويول زما پر غاړه نه شي،.ځکه ما په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې زه به داستقلال ،دځمکې بشپړتيا په ساتلو او ستاسو ديووالي او اتفاق لپاره کار کوم .تاسو وګورئ چې پخوا به شهزادګانو پخپلو منځونو کې دپاچاهۍ دترلاسه کولو لپاره يو قوم له بل قوم سره او خپل خلک يو له بل سره جنګول .بايد موږ دخپلو خلکو ديووالي لپاره ،دافغانستان دخلکو دنېکمرغۍ لپاره اوسو.څنګه چې اوس ګورم تاسو پر کورنۍ جګړه اخته کېږئ.دادى زه ميدان دافغانستان خلکو((مخالفو او موافقو)) ته پرېږدم .تاسو په خپل منځ کې سره جوړ شئ ،زه دجنګ مسووليت پر غاړه نه شم اخيستى، يو تربور دروحاني په نوم په خپلو کې کورنۍ جګړې ته لمن وهي، خو زه ددې ډلو سړى نه يم اوس زما نصيحت دادى: يو بل ته لاس سره ورکړۍاو اتفاق وکړئ خپل استقلال وساتئ، خپل هېواد پرديو ته ونه سپارئ. زه ستاسو په شان يو افغان يم، که تاسو نېکمرغه اوسئ، ستاسو نېکمرغي زما ده که يو دبل دوينو په توېدلو سره ولوېدئ دا بدبختي ده او دا زما دايمي بدبختي ده .دخبرو په پاې کې په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډنډ وې،په ژړا کې يې دا بيتونه وويل:

 

جنګ توصلح وصلح توجنګ است. من به قربانت اين چي نيرنګ است

 

ميروم تا تو نشــــــــنوي نامــــــــــــــــم. اګــر از نامم تورا ننګ اســـــــــــــــت.

 

او په د ې توګه دافغانستان دخپلواکئ ستورى او په دې وروسته پاتي هېواد کې دپرمختګ دسمونونو دپلي کولوبنسټګراو اتل له خپلې خاورې نه دتل لپاره ووت دکندهار دسپين بولدک له لارې لومړى هند او وروسته ايټاليا ته ولاړ او دژوند تر وروستۍ شيبې پورې هملته پاتې شو. امان الله خان له ملکې ثريا او خپلو شپږو کوچنيانو سره د ايټاليا په پلازمېنه روم کې ژوند پيل کړ، تر يوه مهاله يې پر هغه څه ګوزاره وکړه چې له ځان سره يې درلودل، خو چې کله پوه شو چې نور نو د لګښت لپاره څه نه لري او د کورنۍ خرڅ نشي پوره کولاى، نو لومړى يې په لندن کې د افغانستان استازي مارشال شاولي خان ته ليک وليږه او له هغه نه يې د مالي مرستې هيله وکړه.کله چې دهغه له لوري نااميده شو، نو د(١٣٠٩ل ل) کال دجوزا په اته ويشتمه يې دنادرخان په نوم کابل ته دغه ټلګرام واستاوه:((داعليحضرت غازي حضور ته!هغه فابريکې او مالونه چې ما او ثريا دبيت المال لپاره راوړي وو، دچا په لاس کې دي او څوک يې اداره کوي، په دې اړه دحکومت نظر څه دى؟ نادر خان د امان الله خان د بدنامولو په موخه د هغه ليک شورا ته ولېږه، جرګې هم د هغه په لارښوونه د(١٣٠٩ل ل) کال د وږي د مياشتې په (٢٢) نېټه پرېکړه کې امان الله خان دملت دشتمنيو لوټوونکي او غل په نوم ياد کړ او له هغه نه يې دملت دشتمنيو دراګرځولو په موخه نادرخان ته پوره واک ورکړاو نادرخان دجرګي پرېکړه امان الله خان ته ولېږله. امان الله خان او مېرمنې يې ملکې ثريا تر ډېره خپل پاتې عمرخپلې لوېې کورنۍ ته دافغانستان په کيسو کولو تېر کړ،امان الله خان تر دوېمې نړيوالې جګړې وروسته دخپلې کورنۍ دساتلو په موخه دخرڅ او لګښت دبرابرولو لپاره له محمدظاهر شاه سره بيعت وکړ او تر هغې وروسته يې دکورنۍ لګښت محمدظاهر شاه په غاړه واخيست او هم يې دامان الله خان هغه خپلوانو ته چې په افغانستان کې اوسېدل، اجازه ورکړه چې له هغه سره په ايټاليا کې وويني.

 

امان الله خان له هغوى سره په دې الفاظو(دافغانستان خلک څنګه دي؟) روغبړ وکړيو سړي چې ددروازې په خوله کې يې ځنډ وکړ، تر څو خپل بوټان پاک کړي، نو ملکې ثريا پرې غږ وکړچې دافغانستان خاوره له خپلو بوټانو مه پاکوه.د(١٩٦٠ز) کال په سر کې امان الله ته دځيګر ناروغي پيدا شوه چې ددرملنې په موخه سويزرلېنډ ته ولېږدول شو، هغه چې اووه ديرش کاله دپاچا او شهزاده په توګه او يو دېرش کاله ديو غريب تبعيد شوي شخص په توګه ژوند کړى ود(١٩٦٠ز) کال داپرېل دمياشتې په (٢٥) چې د(١٣٣٩ل ل) کال دغوايي(ثور) دمياشتې له پنځمې سره سمون خوري، دورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ دتل لپاره سترګې پټې کړې.تر مړينې وروسته يې درې هېوادونه دې ته چمتو شول چې دامان الله خان مړى دې هلته دفن شي چې په دې هېوادونو کې تر ټولو لومړى دترکيې هيواد وچې ويل يې دمصطفى کمال اتاترک او مان الله خان دټينګې دوستۍ له امله دې دهغه مړى داتاترک تر څنګ ښخ کړي .دويم هېواد سعودي عربستان او درېيم ځاى دپښتونستان خاوره وه چې مشرانو يې په هغه خاوره کې دامان الله خان دښخولو غوښتنه کړې وه.په دغه وخت کې ارواښاد سردار محمد داود خان چې هغه مهال دافغانستان لومړى وزير و، دمسکو په سفر تللى و کله چې ددې خبرې او دپښتونستان دخلکو دغوښتنې خبر شو نو امر يې وکړ چې دامان الله خان مړى دې په جلال آباد کې دخپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شي،افغانستان ته دامان الله خان دجنازې د رالېږدولو پرمهال دهغه وروڼو او خويندو غوښتنه وکړه چې جنازه دې دڅه وخت لپاره په کابل کې وځنډول شي چې خپلوان او دکابل ښاريان يې وويني، خو دهغو دا غوښتنه ونه منل شوه او حکومت امر وکړ چې دامان الله خان مړى دې يوازې دکندهار په هوايي ډګر کې دڅه وخت لپاره تم شي او بيا دې نيغ په نيغه جلا ل اباد ته يوړل شي او له ځنډ پرته دې خاورو ته وسپارل شي چې دننګرهار دبېلابېلو قومونو مشرانو دهغه جنازه په ډېر درناوي سره دامير شهيد په بڼ کې دهغه دپلار امير حبيب الله خان تر څنګ خاورو ته وسپارله

-
بېرته شاته