(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په تورې کرښې

[02.Jul.2019 - 17:58]

پر تورې کرښې، سپینې خبرې

 پوهاند اسمعیل یون

 

ســـریزه: هندی لیکوال (راجیف ډوګرا) د ډیورنډ کرښې او د هغې پر چورلیز د نورو راڅرخېدونکو حوادثو په باب یو ډېر مهم، شننیز او څېړنیز اثر لیکلی دی. په انګلیسی کې د دې  اثر نوم دی: (Durand Curse)، ښاغلی (بابرزی هېواددوست) د دې اثر ازاده محتوایی ژباړه کړې او هغه ته یې د (ډیورنډ توره کرښه) نوم ورکړی دی. سولې خپرندویې ټولنې د زرو ټوکونو په شمېر په (۳۷۱) مخونو کې په ښکلې کچه او صحافت خپور کړی دی. کتاب له افسانوی روایاتو تر عینی واقعیاتو په منظم او مسلسل ډول په ډېر دقت سره لیکل شوی دی. ژباړن یې ژباړه په ښکلې او معیاری ژبه ترسره کړې او چاپوونکی یې په چاپ کې خورا زحمت ګاللی دی. په پیل کې د دې کتاب له لیکوال، ژباړن، خپرندوی او نورو ټولو شریکباڼو څخه مننه په کار ده چې په ډېر حساس وخت کې یې دا کتاب افغان ولس ته ډالۍ کړ.

د کتاب ارزښت، منځپانګه او ضرورت: دا کتاب مې په مسلسل ډول په دوو شپو ورځو کې ټکی پر ټکی په ډېر دقت سره ولوست، کتاب په داسې داستانی بڼه لیکل شوی چې یو ځل یې څوک پیل کړی، بیا یې نه پرېږدی چې مخ ترې واړوی. له پیل سره سم مې د یادښتونو لپاره نښې هم په کې کېښودې، خو کتاب دومره خوندور و چې په لوستلو یې سړی نه مړېږی؛ افسانوی روایات هم په کې راغلی، پخې سیاسی وجیزې هم لری، تاریخی حوادث هم په کې تشریح شوی، د غمیزې پیل، منځ او پای هم سره په مستقیم ډول اوبدل شوی، عینی واقعیتونه هم په کې په دقیق ډول ثبت شوی، د افغان غمیزې او په تېره بیا د ډیورنډ کرښې په باب په کې د خپلو او پردو مثبت او منفی نظرونه هم راوړل شوی، منطقی پوښتنې او ځوابونه هم مطرح شوی او ډېرې داسې نوې خبرې هم لری چې په اول ځل یې سړی په دې کتاب کې لوستلای شی. په کتاب کې زما له خوا په نښه شوی ځایونه دومره زیات شول چې له هغو څخه خپله یو بل کتابګوټی جوړېده او که بیا له هغو یادښتونو سره تبصره هم ملګرې شی، نو خبره ترې، تر دې غټ کتاب ته رسېږی.

 

زړه کې مې راوګرځېدل چې دا به د هغو ګوتو په شمار کتابونو له جملې څخه وی چې کړې تبصرې پرې له متن سره سیالی نه شې کولای، د کتاب متن دومره خوږ، منظم، ورېښمین، دردوونکی او لوری ورکوونکی دی چې ښه ده سړی لوستونکو ته توصیه وکړی، خپله د کتاب متن ولولی، متن کې ټولې هغه پوښتنې ځوابېدلی شی چې د افغانستان د سیاسی- جغرافیایی موقعیت، پر هغه تحمیل شوې غمیزه او د ډیورنډ کرښې په باب د سړی په ذهن کې ګرځی. په اثر کې له ډېرو اثارو څخه ګټه پورته شوې، خو په متن کې داسې نه ښکاری چې دلته دې د اخځونو بار او اغېز محسوس وی. ځکه پېښو ته داسې تسلسل ورکړل شوی چې سړی فکر کوی کومه کیسه لولی. پر ما خو یې دومره ژور اثر وکړ چې همغه لوستې پېښې مې یو ځل بیا په خوب کې هم راغبرګې شوې، ځکه خو یو ځل بیا وایم چې زما تبصره او احساس په کتاب کې د راغلی متن او احساس تل ته نه شی پرېوتلی، خو په دې خاطر چې کومو لوستونکو ته تر دې دمه د دې کتاب متن لاس ته نه دی ورغلی، هغو ته تر یوه حده د دې کتاب اهمیت څرګند شوی وی، نو یو څو برخو ته به یې په ډېر لنډیز سره نغوته وکړم:

افسانوی پیل: لیکوال (راجیف ډوګرا) د خپل کتاب په پیل کې د پښتنو او افغانانو په باب افسانوی روایات راوړی، د هغو کرکټر او مېړانه تشریح کوی، د نړۍ د فاتحانو سردردی بیانوی او د پښتنو اناټومیک جوړښت توضیح کوی. هغه وایی: ((که افغانانو  ته وویل شی چې خپله یوه هیله ووایئ، نو هغوی به دا وایی چې مونږ ازاد پرېږدئ)). لیکوال د افغانانو په باب د سکندر مقدونی روایات نقلوی، هغه به ویل: ((چې خدای مو د کوبرا له زهرو، د زمری له غاښونو او د افغانانو له غچ اخیستلو په امان کې لره)). سکندر خپلې مور ته په یوه لیک کې د افغان خاورې په باب لیکی: ((د دې خاورې هر فوټ ځمکه پولادین دېوال ته ورته ده، مورې تا خو یو الکساندر نړۍ ته راوړی، خو هلته هره مور یو الکساندر زېږوی.))  لیکوال د افغان ملت ټولنیز کرکټر او د پولادی امیر هوډ ته په کتلو سره همدا پوښتنه مطرح کوی چې کوم علتونه وو چې امیر یې پر داسې یو ګونګ سند لاسلیک ته اړ کړ؟ کتاب له همدې پوښتنو او انګېرنو پیلېږی او په پای کې دې ټولو پوښتنو ته ځوابونه ورکوی، خو د دې لپاره چې موضوع ښه روښانه شی، دی د موضوع شالید، دلایل او عوامل په تفصیل سره روښانه کوی.

د لویې لوبې پیل: لیکوال د ډیورنډ کرښې تر لاسلیک دمخه په نږدې یوه پېړۍ کې د تزاری روسیې او لویې برېتانیې تر منځ لویه لوبه تشریح کوی، دی هغې نظریې ته نغوته کوی چې وایی: ((افغانستان په منځنۍ اسیا کې د پراخېدونکې روسیې او د پنجاب پر لور د پراخېدونکې بریتانیې تر منځ د یوه ساندوېچ په څېر و)).  په دې کتاب کې څرګنده شوې چې د روسیې او بریتانیې تر منځ پټه جګړه یا لویه لوبه څنګه پیل شوه؟ روسانو څه غوښتل؟ انګرېزانو په منځنۍ اسیا کې څه فعالیتونه کول؟ د بخارا امیر ولې د انګرېزانو د جاسوسانو سرونه پرې کړل؟ امیر دوست محمد خان له انګرېزانو او روسانو سره څه ډول روابط او څه ډول مجبوریتونه درلودل؟ خېوه او پنجده څنګه ونیول شول؟ د افغان او روسی پوځونو تر منځ جګړه ولې ونښته، د افغانستان او روسیې سرحدونه څنګه مشخص شول؟ شاه شجاع دویم ځل څنګه واک ته ورسول شو؟ امیر شېرعلی خان ولې له روسانو ناهیلی شو؟ انګرېزانو او روسانو په کومو برخو کې مخالفت او په کومو برخو کې توافق درلود؟ دا او دېته ورته نورې ګڼې پوښتنې د لویې لوبې د تشریح په برخه کې ځواب شوی دی.

کله چې څوک دا برخه ونه لولی او په ناڅاپی ډول د ډیورنډ کرښې په باب بحث ته داخل شی، عادلانه قضاوت نه شی کولای. لیکوال د غمیزې پیل له همدې ګریټ ګیم څخه ګڼی. عبدالرحمن خان له تزاری روسیې سره روابطو ته ډېر متوجه و، هغه به ویل چې ((روسیه د فیل په څېر ده چې هر څه مخې ته ورځی له منځه یې وړی))، نو ځکه خو یې په ډېر دقت سره پر دې خبره ټینګار کاوه چې: ((افغانستان باید له دواړو ځواکمنو هېوادونو څخه مساوی واټن ولری.))

د پښتنو سایکولوژیک او ټولنیز کرکټر: لیکوال په خپله او د نورو لیکوالو او پوهانو له نظره د پښتنو سایکولوژیک او ټولنیز کرکټر تشریح کوی، د دې نظریاتو په یوه نتیجه کې دی وایی: ((پښتون هغه کرکټر دی چې ښځې، سرو زرو او ځمکې سره ډېره لېوالتیا لری.)) دی د یو بل لیکوال (رودیارد کلیپر) خبرې هم رااخلی، هغه وایی: ((افغان ته چې کله د باطنی شهوت خبره مطرح وی، نو شتمنی، قانون، باچایی او سپېڅلتیا ورته ارزښت نه لری، ځکه هغه په غریزوی لحاظ غل، د وراثت او تربیې پر اساس قاتل او په طبیعی لحاظ بد اخلاقه دی،  د دوی ټوله شتمنی یوازې او یوازې د ویاړ یو احساس دی چې تل ورسره دی. ځینې وخت هغه تر دې اندازې جګړه کوی چې ټوټه ټوټه شی او ځینې وختونه تر هغې جګړه نه کوی، څو چې د انزوا حالت ته نه وی تللی.))

انګرېزانو د خپلې تګلارې په اړه خپلو پوځیانو ته ویلی وو: ((پر پنجابیانو امر کوه، سندیان وډاروه، بلوڅانو ته ویاړ ورکوه او پښتانه وپېره.))

لیکوال د پښتنو د کرکټر په باب د نظریاتو ترڅنګ د انګرېزانو ټولنیز کرکټر ته هم نغوته کوی، هغه په دې باب د (برنارد شاو) یو نظر وړاندې کوی، هغه وایی: ((انګرېزان درسره د هېوادنیو موخو پر اساس جګړه کوی، د سوداګریزو موخو لپاره درنه غلا کوی او د امپراتورۍ د جوړولو په موخه دې غلام ګرځوی.))

د پښتنو په باب د بهرنیانو له نظریاتو د لیکوال مطلب دا دی چې اکثرو بهرنیو لیکوالو پښتانه او افغانان په ناسم ډول تعبیر او انځور کړی دی. دی وایی چې د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایی کې تقریباً ټولو انګرېز لیکوالو او تاریخ لیکونکو پښتانه ظالمان، منفی ګرا او بې باوره پېژندلی دی. لیکوال د پښتنو په باب د ځینو نورو لیکوالو مثبت نظریات هم څېړی، لکه د رابندرنات ټاګور او نورو، دی په خپله وایی: ((افغانان ښه جګړه ماران دی او د دې ترڅنګ ژر باور کوونکی هم دی، چې دې لومړی عادت دوی تل بوخت ساتلی او دویم عادت د دوی د کمزورۍ ټکی دی چې تل ترې بهرنیانو د دوی پر وړاندې کار اخیستی. همدې عادت په نولسمه پېړۍ کې تر هر وخت زیات د افغانانو بخت وراړولی دی.)) خو دې سره سره دی وایی: ((افغانستان ښایی ټپی شوی ډېر وی، خو هېڅکله هم تورې ته نه دی تسلیم شوی.))

د نیواکګرو خصلت: راجیف ډوګرا په دې اثر کې په عام ډول د نیواکګرو خصلت او کرکټر ته هم نغوته کوی او دا توضیح کوی چې د استعمار په ماهیت کې تغیر نه راځی، خو بڼه یې کېدی شی بدله شی. دی وایی: ((استعمار تر ډېره غځېږی او استعماری عادتونه په سختۍ سره له منځه ځی.)) په کتاب کې راځی چې ((اروپایانو هغه ملتونه تر استعمار لاندې راوستل چې بې حرکته، شاته پاتې او بې پروا  به وو، د دې ترڅنګ به یې هغه اسیایی ملتونه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستل چې له ګډوډیو او هر و مرج به ډک وو.)) په کتاب کې د استعمار مغرورانه خصلت ته هم نغوته شوې، کله کله یو پوځ ډېر مغرور وی، خو وروسته یې بیا برخلیک بل شی شی: ((انګرېزانو چې کله له یو منظم لښکر سره د کندهار پر لوری حرکت کاوه، نو د کلات یو خان چې د دوی شان او شوکت ولید بې اختیاره یې له خولې ووتل چې: پوځ خو مو دلته دننه کړ، خو دا فکر مو کړی چې څه ډول به یې بېرته باسئ!))

کله چې دا لوی شمېر پوځ د روانېدو په حالت کې و، په دوی کې یوازې یو سړی و چې د هر څه وړاندوینه یې کړې وه. دا سړی یو پخوانی انګرېز ډګروال و چې هماغه شېبه یې وویل: ((له یوه کس پرته به بل هېڅ کس روغ راستون نه شی، هغه یو ژوندی کس به د دې لپاره ژوندی وی چې د ټولو د مرګ پیغام له ځان سره راوړی)). درې کاله وروسته، هغه وخت د ده اټکل سم وخوت چې (ډاکتر برایډن) له غرونو په یوازې ځان راکوزېده، دغه ډګروال هغه وخت په تروشه ټنډه وویل چې: ((ما درته نه ویل چې داسې به کېږی؟))

د بریتانوی او روسی استعمار تر منځ هم ورته خصلتونه موجود وو، بریتانویانو به ویل: ((که کوم هندی ګورئ یا یې ووژنئ او یا یې هم وتړئ.))

یو روسی جنرال به ویل: ((اسیایانو ته چې څومره سختې ضربې ورکوئ، په همغه اندازه چوپ پاتې کېږی.))

ډیورنډ هم ویلی وو: ((موږ لږ شمېر بهرنیان یو چې دوه سوه ملیونه اسیایان مو په پړو تړلی دی.))

ده په دې اثر کې د نیواکګرو  نورې ګډې ځانګړنې هم په ګوته کړې دی.

د زبرځواکونو د برخلیک پــرتلنه: په دې اثر کې په ضمنی ډول د درېو لویو امپراتوریو د واک و ځواک، تېروتنو او ښویېدنو او په پای کې د برخلیک پرتلنه هم شوې، د انګرېزانو امپراتوری چې په لومړۍ افغان- انګلیس جګړه کې تر ماتې وروسته ورته په هند کې بغاوتونه پورته شول او بیا یې په ټوله کې د بخت سیوری په راټولېدو شو، شوروی امپراتوری چې افغان- شوروی جګړې ورته سخت زیانونه ورورسول او ګرباچوف په پای کې دېته اړ شو چې خپلې لښکرې وباسی او ووایی: (( دا جګړه په دومره مالی او ځانی قربانۍ نه ارزی)) یو جنرال یې ولیکل چې: ((په افغانستان کې جګړه له ډبرې سره د سر جنګولو مانا لری.)) د دې جګړې تر اغېز وروسته ورو ورو شوروی اتحاد ړنګ شو او د مرکزی اسیا ټولې نیولې سیمې یې له لاسه ورکړې. تر دې دمخه انګرېزان هم له ورته برخلیک سره مخامخ شوی وو، د افغان او انګلیس تر دریو جګړو وروسته د انګرېزانو عزت له خاورو سره خاورې شو او د امپراتورۍ د نړېدو لړۍ یې پیل شوه.

درویشت کلن وینسټون چرچل چې د جګړې خبرونه به یې لندن ته لېږل وایی: ((د افغانستان جګړه په مالی لحاظ تباه کوونکې، په اخلاقی لحاظ ګناه، په پوځی لحاظ یوه پرانیستې پوښتنه او په سیاسی لحاظ یوه تېروتنه وه.)) چرچل به ویل: ((دلته هر سړی یو جنګیالی دی.))

روسی جنرال الکساندر مایاروف بیا په خپل نوبت وایی: ((د افغانستان جګړه د شوروی اتحاد لپاره هغه ماین ته ورته وه چې یوې لویې امپراتورۍپرې پښه کېښوده او دړې وړې شوه.))

د انګلستان د پارلمان غړی ډیزرائیلی وړاندوینه کړې وه: ((که موږ کله هم هند له لاسه ورکوو، هغه به د افغان جګړې د بدو پایلو له امله وی.))

له نن څخه یوه نیمه پېړۍ دمخه لا انګرېزان دې ته متوجه و چې روسان به پر افغانستان یرغل کوی، نو ځکه خو د هند وایسرای (جان لاورینس) د دې شونتیا په اړه چې روسیه به پر افغانستان یرغل کوی، ځان به هند ته رسوی، ویلی وو: ((پرېږدئ چې هغوی لوی ګامونه واخلی او وړاندې ولاړ شی، د اباسین او اکسوس تر منځ ولوېږی، پرېږدئ چې دوی خپله لار ووهی، سختو هېوادونو پر لور، هغه هېوادونه چې متعصب او زړور نفوس لری، چېرته چې هر میل کې یوه نه ماتېدونکې ځمکه راځی، دوی مجبور دی مقاومت وکړی، هغوی به ډېر ځواک له لاسه ورکړی، بیا به له ستړیو پیاده وو، ماتو سپرو او له عیبونو ډک توپچی نظام سره څنګه هند ونیسی؟))

امریکایان چې دلته په پیل کې په ډېر غرور راغلل اوس په خټه کې نښتی دی،  د پاکستان د نه مهار له امله له سختو ستونزو سره مخ دی او د ماتې امکان یې ډېر دی. لیکوال د نورو لیکوالو په شان ((افغانستان د امپراتوریو هدیره)) ګڼلې ده.

ډیورنډ کرښه: لیکوال په خپل اثر کې ګڼ شمېر داسې دلایل راوړی چې د هغو له هر اړخیز تحلیل وروسته سړی دې نتیجې ته رسېدلای شی چې دا کرښه په چل، مهارت او یا هم د امیر د ناجوړتیا په حالت کې په هغه باندې لاسلیک شوې ده، لاسلیک هم په بل کاغذ شوی او اصلی متن امیر ته نه دی وړاندې شوی، تیمور ډیورنډ او امیر عبدالرحمن خان چې دواړه په فارسی ژبه پوهېدل او له مخکنی لوز سره سم متن باید په همدې ژبه ترتیب شوی وای، خو ډیورنډ امیر ته یوازې انګرېزی متن ښکاره کړی چې امیر پر هغه متن نه پوهېده او نه هم پر دې وخت د امیر له خوا د ژباړن او درېیم ګړی په توګه څوک موجود و، یوازېنی کس چې د پردې تر شا ناست و، یادښتونه یې اخیستل، هغه هم  میر سلطان محمد خان و، چې په خټه پنجابی و او ویل کېږی چې د انګرېزانو جاسوس هم و. لیکوال د ډیورنډ د هوکړه لیک په برخه کې د درېو تنو رول ډېر مهم ګڼی چې یو انګرېز جاسوس (سالټرپیین) بل تیمور ډیورنډ او درېیم ډاکټر (هیملټون) چې ټول انګرېزان وو. لیکوال ډېر داسې دلایل راوړی چې امیر دا مهال سخت ناروغه و، د حافظې توازن یې له لاسه ورکړی و او د هډوکو پر درد اخته و، هره دویمه خبره پرې بده لګېده. لیکوال دا پوښتنه مطرح کوی په داسې حال کې چې امیر د خپل حاکمیت لپاره په کور دننه وړې وړې سردارۍ ختمې کړې، د خپل حاکمیت ساحه یې پراخه کړه، څنګه دېته حاضرېدلای شو چې د خپلې خاورې یوه برخه پردیو ته وبښی، همدغه پوښتنه یې چې د کتاب په پیل کې مطرح کړې وه، په وروسته برخو کې یې ورته مستدلل ځوابونه ورکړی دی.

تر هوکړه لیک وروسته حالت: لیکوال پر دې ټینګار کوی چې دا هوکړه لیک هېڅکله هم د پولو د تثبیت لپاره نه و برابر شوی، نه د انګرېزانو امپراتوری دا غوښتل او نه امیر، ځکه انګرېزان په دې پوهېدل چې د مصنوعی پولو جوړول او بیا د هغو ساتنه له حقوقی، پوځی او اقتصادی پلوه اسانه کار نه دی، په دې تړون او تر هغه وروسته اسنادو ټولو کې د نفوذ ساحه ذکر شوې ده،  نه له برېتانوی هند سره د دې ځمکو د الحاق مسله. ده په دې برخه کې د انګرېزانو د هغه وخت د لومړیو وزیرانو، بهرنیو چارو وزیرانو، ځینو سفیرانو، پوځیانو او ژورنالېستانو نظرونه هم د سند په توګه راوړی دی. لیکوال وایی چې کله هم د تزاری روسیې او افغانانو تر منځ پولې تثبیت شوې او همدې انګرېزانو په کې حضور درلود، نو بیا تر ننه پورې هېڅکله هم یو لوری د اعتراض غږ پورته نه کړ، خو د ډیورنډ کرښې په باب تر (۱۸۹۳م) کال وروسته په (۱۸۹۸، ۱۹۰۵، ۱۹۱۹، ۱۹۲۱، ۱۹۳۰)کلونو او نورو وختونو کې څو ځله له هر افغان واکمن سره د بیا بیا تائید او تصدیق په باب خبرې شوې دی، دا د دې مانا ورکوی چې دا کرښه کومه طبیعی پوله نه وه او یوازې د برېتانوی هند او افغانستان د امیر د نفوذ یا اغېز موقته ساحه په ګوته کوی.

سرو وییلم کییر فراسر ټایټلر وایی: ((دا کرښه د قوم پېژندنې، جغرافیې او تګلارې له مخې بې منطقه ښکاری.))

لوییس دوپری وایی: ((دا د یوې مصنوعی کرښې تر ټولو ښه انځور دی چې یوه کلتوری سیمه سره بېلوی)).

د بریتانیا د کورنیو چارو پخوانی وزیر او بیا وروسته لومړی وزیر (هربرت اسکویټ) وایی: ((دا قوانین ټول نړیوال اصول، ټولنیز عدالت او ټولنیز مفهوم تر پښو لاندې کوی.))

د افغانستان پر هر حکومت چې هر څومره فشار راغلی چې دا کرښه په رسمیت وپېژنی، چا ورته غاړه نه ده ایښې، ان د ډېرو کمزورو حکومتونو واکمنو هم دا کار نه دی کړی. کله چې پاکستان د یوه نوی دولت په توګه ظهور کاوه، تر هغه یوه اوونۍ دمخه افغانستان برتانوی هند ته په رسمی ډول احتیاج وکړ او په هغه کې یې وویل چې تر ډیورنډ کرښې اخوا د بریتانوی هند تر کنټرول لاندې پښتنو لپاره باید د ټولپوښتنې ځانګړی صندوق کېښودل شی چې دوی مستقل هېواد غواړی او که بېرته خپل پلرنی هېواد (افغانستان) سره یو ځای کېږی؟ له پاکستان او هند سره خو د یو ځای کېدو خبره هېڅ مطرح نه وه.

د پاکستان له جوړېدو سره سم افغان دیپلوماتانو  اوه ورځې په متواتر ډول په لندن کې د بریتانیا له بهرنیو چارو وزارت سره خبرې وکړې او له خپلې خاورې سره یې د جلا شویو سیمو  د بېرته الحاق غوښتنه وکړه. انګریزانو وویل چې پاکستان د بریتانیا ځایناستی دی، افغانانو ورته وویل چې پاکستان خو له هند څخه راجلا شوی، نه دا چې هند له پاکستانه رابېل شوی، خو که ستاسو ځایناستی وی، نو باید هغه ستاسو وارث هم وی او ستاسې پورونه هم پرې کړی، اوس خو  د بریتانیا پورونه هندوستان پرې کړی، نه پاکستان. افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د غړیتوب پر غوښتنه هم اعتراض وکړ، ملګرو ملتونو په پیل کې ځکه د پاکستان غړیتوب ونه مانه چې هغه د چا وارث نه و، پاکستان ته یې وویل چې تاسو د یوه نوی دولت په توګه غړیتوب ترلاسه کولای شئ، خو نه د کوم بل دولت د وارث په توګه، نو څوک چې د یو چا د وراثت دعوه له لاسه ورکړی، نو هغه سره د کوم تړون په باب ولې بحث وشی؟ لیکوال وایی چې د افغانانو له فعالې دپلوماسۍ سره سره بیا هم د پښتنو برخلیک د پاکستان لاس ته پرېوت. دی په دې برخه کې د ټولو هغو اشخاصو او حکومتونو نومونه اخلی چې په دې سلسله کې ګرم دی، لکه جواهر لعل نهرو، اولف کایرو، جناح، میرزا، لیاقت علی خان، د بریتانیا حکومت او نور

د ډیورنډ غمیزې حل لارې: لیکوال خپل اثر له یوه هدفمن مسیره پیل کړی او پر یوه هدفمن او هیله من بهیر یې پایته رسولی دی. لیکوال د یوې نتیجې په توګه وایی چې د افغان غمیزې د دومره اوږدوالی یو اساسی علت د ډیورنډ کرښه ده، که چېرې دا کرښه نه وای، افغانستان به د لویې لوبې ډګر نه وای، په افغانستان کې به جګړې نه وای، افراطیت به نه وای، د روسانو او امریکایانو یرغلونو ته به زمینه نه برابرېده او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه به د افغانستان په کړکېچ کې نه راټاله کېدل، دی وایی چې په سیمه کې پاکستان هغه نوی هېواد دی چې له پیله یې د ځمکنیونې ستراتیژی درلودله، دی وایی، کوم ظلمونه چې پاکستانی پوځیانو پر پښتنو کړی، هېڅ یرغلګر نه دی ترسره کړی، لیکوال دا ادعا ثابتوی چې پاکستان د ځمکنیونې شوق لری، د هند او افغانستان پراخې ځمکې یې لاندې کړی دی، بیا وایی: ((تر هغه پورې چې پاکستان له ځمکنی پلوه مهار او راکم نه شی، په دې منطقه کې طبیعی ثبات نه راځی، دی د پېړیو په اوږدو کې (امو) او (اباسین) د افغانانو طبیعی پولې بولی او له نړۍ څخه غوښتنه کوی چې د دې هدف لپاره له افغانانو سره ودرېږی. دی په دې برخه کې د بریتانویانو ډېر اعترافات هم یادوی، لکه د یو بریتانوی جنرال سرجیمز کوټران چې ویلی وو: ((زموږ د امپراتورۍ طبیعی پوله اباسین دی چې بل څوک یې د نیولو جرئت هم نه شی کولای.)) لیکوال وایی د خاورې همدې بېلتون افغانستان کمزوری ساتلی او نه شی کولای په سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل حقوق ترلاسه کړی. دی په دې نظر دی چې نړیوال زبرځواکونه په اوسنی شکل نه پاتې کېږی، امریکا ورځ تر بلې پخوانی زور و ځواک له لاسه ورکوی، چین او روسیه په سیمه ییزه او نړیواله کچه د دوو نویو زبرځواکونو په توګه راڅرګندېږی. لیکوال په دې خبره هم خواشینی ښکاره کوی چې د پښتنو په باب په خپله د دوی له خوا ډېر کم اثار لیکل شوی او هغه هم اکثره بېرته له منځه تللی دی او د بهرنیو له خوا چې کوم اثار لیکل شوی، اکثره یې فلتر شوی او د هغو د ګټو انځورنه کوی. راجیف ډوګرا د طالبانو پر وړاندې له امریکا سره د پاکستان شرکت صادقانه نه بولی او دا د امریکا یوه غټه تېروتنه ګڼی چې پاکستان ته د یو ستراتیزیک ملګری په سترګه ګوری، لیکوال امریکا ته یادونه کوی چې پاکستان له امریکا سره کټ مټ همغه لوبه کوی چې له پخوانی شوروی اتحاد سره یې کړې وه. د پاکستان پوځیان په دې نظر دی چې موږ د نړۍ یو ستر زبر ځواک دلته مات کړی او اوس د بل ستر زبرځواک نوبت دی. لیکوال د افغانستان د حقوقی داعیې لپاره ټول مستدلل دلایل راوړی، د هغو په پای کې د خپلو خبرو د نچوړ په توګه د دې یادونه کوی چې د دې ټولو دلایلو بریا هله ممکنه ده چې یو قوی او غښتلی افغانستان جوړ شی او د قوی او غښتلی افغانستان جوړېدل بیا هغه وخت ممکن دی چې ډیورنډ کرښه له منځه لاړه شی او افغانستان خپلو طبیعی پولو ته ورسېږی.

-
بېرته شاته