(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سېاست ېانې څه

[21.Jun.2019 - 18:46]

سیاست، ېانې څه؟

لیک: زاهدصدیقي

په ورځنیو خبرو اترو کې سیاست، سیاسي او سیاست پوه کلمې ډېرې کارول کېږي. که له کوم سیاست پوه پوښتنه وشي، چېسیاستیعني څه؟ نو ستونزمنه به وي چې، یاده پوښتنه په اسانۍ ځواب کړي. خو که، له کوم عام وګړي ورته پوښتنه وشي، نو ډیره ساده به يې ځواب کړي. “سیاستوړه کلمه خو، پر لویې نړۍ واکمني کوي.

سیاستڅه ته وایي؟

ولې ځانګړی تعریف نه لري؟

لهسیاستڅخه انګېرنې څه دي؟

ولې لهسیاستڅخه کرکه کېږي؟

سیاستمونږ ته څه راکړې او څه راکوي؟

دسیاستاو ټولنیز ژوند ترمنځ څه اړېکه ده؟

پوهان، فکري مکتبونه او عام وګړي،سیاستڅنګه انځوروي؟

د یادو او ورته ډیرو نورو پوښتنو ځوابونه به، په دې لېکنه کې ومومئ.

ډیری خلک سیاست بد او یو نه خوښوونکی امر بولي، ښایي حق په جانب وي. سیاست ذاتا غیرې اخلاقي او یا هم د اخلاقي ضوابطو څخه بهر وي. له ځواک څخه ناوړه ګټه پورته کول، د نفوذ اعمال او په بشپړه توګه فساد، دسیاستدایمي ځانګړنې بلل کېږي.

د سیاست علم د برخې بنسټ اېښدوونکی ارسطو، سیاست ته د (علومو د ارباب) نوم ورکوي او دا هم وایي چې،د سیاست په ډکر کې هرڅه  پیښیږي”.

د هارولد لاسول له انده: سیاست د هغه څه مطالعه ده، چې څوک څه ترلاسه کوي؟. ډیری د دې نظر په ردولو سره وایي، چې په هېوادونو کې د بازار اقتصادي سیستم دا ټاکي، چې څوک څه ترلاسه کوي.

که څه هم دا موضوع صحت لري خو پوښتنه دا ده، چې څوک د ازاد بازار سیستم ټاکي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”. خو هیره دې نه وي چې، سیاست په ذاتي ډول له اقتصاد سره اړیکه لري.

د اتشفشان او زلزلې طبیعي پیښو ته نظر وکړئ! د دې طبیعي پیښو قربانیانو ته څوک لازمې مرستې ور رسوي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”. که څه هم یاده پیښې طبیعي پیښې دي خو د ټولنې ټول وګړي ترې اغیزمن کیږي نو ځکه، باید دسیاستله لوري کنترول شي.

ویروس پیژندوونکي د مایکروسکوپ له لارې د ویروسونه او میکروبونو څیړنه کوي. څرګندېږي، چې دا کومه سیاسي کړنه نده خو، څوک یې باید بودجه وټاکې؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت، د ایډز د ناروغۍ د څیړنې په موخه د خپلو ډیرو روغتیایي پروګرامونو بودجې بندوي. که څه هم باکتریا، ویروس او ایډز طبیعي دي خو، مطالعه او څیړنه پرې،  یو سیاسي امر دی.

د سیاسي جغرافېا د امنیت د ټینګښت او کنترول لپاره قاهره یا امنیتي ځواک څوک رامنځته کوي؟

ځواب ساده دی. “سیاست”.

 له سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو سره ،څوک اړېکې جوړوي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

څوک، جګړو ته لمن وهي او له جګړو مخنیوی کوي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

څوک، په نړېوال سیاسي نظام کې لوبیږي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

قانون څوک رامنځته او پلې کوي؟ ځواب ساده دی. “سیاست”.

دا چې ټول انساني او بشري ژوند سیاسي دی نو، راځئ د څو شېبو لپاره خپل انساني ژوند پرته لهسیاستهانځور کړو. که انساني ژوند لهسیاستپرته یا لهسیاستسره تړلی انځور شي نو، ښایي انسانان یې بېلابېل تعبیر کړي.

د بیلګې په توګه:

    که سیاست نه وای نو انساني ژوند به نه وای.

    که سیاست نه وای نو یرغل به نه وای.

    که سیاست نه وای نو زورځواکي به نه وای.

    که سیاست نه وای نو دولت به نه وای.

    که سیاست نه وای نو حاکمان به نه وای.

    که سیاست نه وای نو جکړه به نه وای.

    که سیاست نه وای نو سیاسي او نظامي رقابتونه به نه وای.

    که سیاست نه وای نو ځنګلي قانون او طبیعي وضعیت به حاکم وای.

    سیاست د انسانانو د طبیعي او مدني وضعیت ترمنځ توپیر رامنځته کړ.

    سیاست د انسانانو ترمنځ د ټولنیز تړون لامل شو.

    سیاست د ټولنیز او سیاسي نظم د رامنځته کیدو لامل شو.

    سیاست انسانانو ته سیاسي او ټولنیز موقف ورکړ.

    سیاست د سیاسي نظامونو ترمنځ د بېلابېلو تړونونو لامل شو.

    سیاست د سیاسي او نظامي رقابتونو لامل شو.

    سیاست درنې او سپکې وسلې وزیږولې.

    سیاست دیکتاتوران او د قدرت تږي حاکمان وزیږول.

په ټوله کې څرګندېږي چې، هرڅه په یو ډول نه ،یو ډول سیاسي دي. دسیاستمطالعه او لیدلوری تقریبا د ټولو څیزونو مطالعه ده. برسیره پر دېسیاستیو مهم او اړین بحث هم دی. د ډیری خلکو فکر او ذهن دسیاستپه اړه پوښتنه، ځواب لټوي چېسیاستڅه ته وایي؟

د عامو وګړو له نظره:

سیاستیعنې درواغ،سیاستیعنې چل او فریب،سیاستیعنې غصه او قهر،سیاستپه چل ځواک ترلاسه کول،سیاستخپلو ګټو او موخو ته رسیدل،سیاستد ټولنو پر وګړو ظلم او ستم،سیاستله انسانو څخه دیوې وسیلې په توګه ګټه اخیستل او

د پوهانو له نظره:

د سیاست پوهانو، ټولنپوهانو، اروا پوهانو ،د نړۍ د سیاسي تیورۍ د خاوندانو لخوا او له علمي اړخه دسیاست علمبل ډول انځوریږي.

سیاستته په انګلیسي کې (پوليټیکس) وایي. د یوناني کلیمې څخه اخیستل شوې ده. چې په مانا کې یې د ډېری شمېر پوهانو ترمنځ اختلاف دی. د نړۍ هیڅ سیاست پوه دسیاستد علم لپاره د واحد او ځانګړې تعریف ادعا نه شي کولای ځکه دسیاست علمواحد او ټول مننوونکی تعریف نه لري. ښایي یو دلیل یې دا وي، چې د نړۍ د هېوادونو سیاسي جوړښتونه او سیاسي نظامونه یو شان نه دي.

د بیلګې په توګه:

امریکا متحدو ایالاتونو کې د فډرالېزم نظام، انګلستان کې مشروطه سلطنتي، سعودي عربستان کې مطلقه شاهي، ایران ،افغانستان او نورو ډیری هېوادونو کې اسلامي جمهوري نظامونه واکمني کوي.

سره له دې هم دسیاستد علم لپاره تر اوسه نږدې ۲۰۰ ماناوې په ګوته شوې دي. د سیاسي علومو پوهانو او فکري مکتبونو دسیاستد علم لپاره ډول، ډول تعریفونه کړې دي.

لکه:

    د ایټالیا سیاست پوه نیکلا ماکیاولي، چې دسیاستد علم په ډګر کې د نظر خاوند دی وایي: “په هر ډول هڅو، تدبیر، هنر، فریب او په چل د واک ترلاسه کول او ساتل یي سیاست دی.” ماکیاولي د واقعیت پالوونکو پوهانو له ډلې څخه یو و. نوموړي دسیاستیاد تعریف د خپلې ټولنې د شته واقعیتونو پر بنسټ وړاندې کړ. هغه په خپله ټولنه کې عملا لیدل، چې د ټولنې سیاست والو به د واک د ترلاسه کولو او ساتلو په موخه د ټولنې خلکو ته درواغ ویل او چل به یې ورسره کاو نو ځکه ماکیاولي لهسیاستڅخه یو داسې تعریف ترلاسه کړ.

    فرانسوی څیړوونکی او متفکرپل ژانټوايي،د سیاست علم د ټولنیزو علومو هغه برخه ده، چې د دولت د بنسټونو او د حکومت د اصولو په اړه بحث کوي.” نوموړی په دې اند دی، چې دسیاست علمله حکومت سره مخامخه اړیکه لري او دسیاستټول کاروبار له حکومت سره دی.

    د سیاسی علومو بل سیاست پوهسجویکبیا په دې اند دی، چې دسیاست علمپر هغو ټولنو بحث او څیړنه کوي چې حکومت په کې واکمن وي. هیره دې نه وي، چې دسیاستټاکوونکی او اجرایي عنصر ځواک دی او د ځواک پیژندنه دسیاستد علم لومړنۍ او اصلي دنده ده. واک دسیاستهسته او مرکز دی. د ژوندانه ټولې سیاسي هڅې د سیاسي ځوک د ترلاسه کولو لپاره دي.

    دنوليپه نوم د سیاست د ټګره بل سیاست پوه بیاسیاست له امکاناتو څخه د ګټې اخیستلو هنر بولي.” دی وایي، که څه هم د ټولو سیاسي فعالانو لپاره شونې نده، چې خپلو موخو ته ورسیږي نو په دې صورت کې باید خپل ځواک له خپلو شته امکاناتو سره برابر کړي. هیڅ څوک له خپل شته ځواک او امکاناتو څخه ډیر، نه شي کولای دسیاستپه ډګر کې ډیراغیز ولري. په هر اندازه چې څوک امکانات ولري نو په هماغه اندازه به یې ځواک او قدرت وي.

    المانی مشهور ټولنپوهماکس ویبرپه دې اند دی، چېسیاستیعني حرفه،سیاستهغه هڅه دی چې د ځواک د ترلاسه کولو لپاره په کې ګډون کېږي. هرهغه څوک چې له هر فکر او هرې موخې سره، که چیرې موخې یي ارماني ، مادي ،ځای غوښتنې او یا د ځواک د ترلاسه کولو لپاره وي او کوم خوند ترلاسه کوی ،نو سیاسي عمل مو ترسره کړی دی.

    د لېودیځو سیاسي پوهانو له لوري دسیاستپه اړه له مهمو تعریفونو څخه یو هم دا دی،د ځواک د ترلاسه کولو لپاره مبارزه او په ټولنه کې ترې ګټې اخیستلو تهسیاستوایي.”

    هارولډ لاسکي بیا وايي،سیاستیعنيڅوک یې ګټي؟ څه شی ګټي؟ څه وخت یې ګټي، ولې یې ګټي؟ او څنګه یې ګټي؟

    کایتانوموسکا پر انسانانو حکومت کولو تهسیاستوایي.

    ځنېسیاستیوه عربي کلمه بولي، چې د (ساس او سوس) څخه اخیستل شوې ده. مانا یې اصلاح کول او ښایسته کول دي.

    یو شمیر نور په دې اند دي، چېپوليټیکسد دوو یوناني کلمو څخه اخیستل شوی، چې پولي (څو) او (ټیکس) اړخ یا مخ ته وایي. “پوليټیکسیعني د څو مخۍ په مانا دی.

سیاستد نورو سیاسي مفاهیمو په څیر مختلف او ډول، ډول اړخونه لري. دلته یو شمیر سیاست پوهان د تیوري او فکري مکتبونو بر بنسټسیاستداسې بیان کړی دی.

    کثرت پالوونکي:

د یاد فکري مکتب نظر دا دی چې، دسیاستپیل له متضادو ګټو څخه سرچینه اخلي. تر هغه چې په یوه ټولنه کې د وګړو ترمنځ تضاد نه وي رامنځته شوی، نوسیاستبه هم رامنځته نه شي. پر دې اساس،سیاستهغه هنر دی، چې د متضادو ګټو ترمنځ په عادلانه توګه منځګړیتوب او جوړ جاړی وکړي. نو له دې امله د ډلو د ګټو ترمنځ دسیاسترول منځګړیتوب دی چې له جګړو او تاوتریخوالو څخه مخنیوی وکړي ځکه جګړه دسیاستپای دی.

    بنسټ پالوونکي:

بنسټ پالوونکي بیا پر دې اند دي، چې دسیاستتر ټولو مهم عنصر د هغه بنسټونه دي. “سیاستد هغه د بنسټونو څخه پرته د پيژندلو وړ نه دی. پهسیاستکې ترټولو مهم عنصر دولت دی. دولت د هغه بنسټونو مجموعه ده، چې د مشروع تاوتریخوالي انحصاري کنترول په واک کې لري. پر دې بنسټ دسیاست علمد دولت د جوړښتونو پروسه، د دولت د ثبات ستنې، د دولت د ګډوډولو عوامل، د دولتې د بنسټونو ډولونه او ټول هغه موضوعات چې په دولت پورې تړلي دي، څیړي. یاده تیوري،سیاستد دولتي بنسټونو د څیړلو علم ګڼي.

    واقعیت پالوونکي:

واقعیت پالوونکي بیا وایي چې،سیاست د ځواک علم دی.” ځواک په ټولو انساني اړیکو کې لیدل کېږي نو له همدې امله دسیاستموضوع د ژوندانه په ټولو برخو کې دوام لري. ځواک هغه وړتیا ده چې، په زوره نور هغه کار ته اړ باسي چې  لېوالتیا نه ورته لري. دا ډول ځواک په بیلابېلو بڼو ترسترګو کېږي، چې دولتي ځواک یو له هغو دی. مهم ټکی دا دی چې دولتي ځواک د ځواکونو له ډولونو څخه یو دی خو نور بېلابېل جوړښتونو هم لري. پر دې اساس یاد فکري مکتب، دسیاست علمد ځواک د توکو، سرچېنو، د ځواک د مختلفو ډولونو، د ګټې اخیستو د څرنګوالي او د داسې نورو اړخونو د پیژندنې علم بولي.

    د چارو پالوونکي:

د سیاسي علومو د یاد فکري مکتب تیوري دا ده چې، سیاسي نظام د ټولنیز نظام یوه لویه برخه ده، چې سیاسي چارې پرمخ وړي. د یادې تیورۍ نظر دا دی چې، دسیاست علمد سیاسي چارو او مسئولیتونو د پیژندنې علم دی. دا چې، د سیاسي نظام ځانګړې دندې څه دي؟ په اړه یي د پوهانو ترمنځ اختلاف دی خو بیا د یوه اصل له مخې په یوه خوله دي، چې دسیاست علمد هغو چارو د پیژندنې علم دی، چې په سیاسي نظام پورې اړه لري.

له پورته ټولو خبرو سره سره بیا هم کیدای نه شي، چې دسیاستد علم لپاره یو ځانګړی او مشخص تعریف ترلاسه شي. ځکه د وخت په تېرېدو او د سیاسي نظامونو په بدلیدو سره دسیاستمانا هم بدلېږي. د بیلګې په توګه لسیزې وړاندې په نړۍ کې تر ټولو زیات دېکتاتوري نظامونه واکمن ول او ټول واک او ځواک به دیکتاتورانو په خپله پلې کولو، اوس یي ساری نه ترسترګو کېږي. دا ډولسیاستد هغه وخت پهسیاستپورې تړلی و.

خو په اوسنۍ نړۍ کې دسیاستبڼه بدله شوې ده. دسیاستپه ډګر کې نوي سیاسي مفاهیم رامنځته شوي، د جګړو بڼه بدله شوې، ډیپلوماسي نوې شوې، نوي نظامي او اقتصادي ځواکونه زیږیدلي، تر ډیره غیرې  ډیموکراټیک بنسټونه ډیموکراټیک شوي، حکومتونه د خلکو له لوري رامنځته کېږي، نړیوال او سیمه ییز تړونونه او سازمانونه رامنځته شوي، نړېواله ازاده سوداګري او د ملتونو او دولتونو ترمنځ همکاري او مرستې ترسترګو کېږي، پانګه والۍ نظام رامنځته شوی او

دا ټول له وخت سره تړلي او د سیاست د بدلیدو پایلې دي. سره له دې هم عامه ذهنیت دسیاستپه اړه منفي دی. خو دا منفي ذهنیت به هغه مهال په مثبت بدل شي، چې سیاست مثبت شي. “سیاستبه هغه مهالسیاستشي، چې یو اړخی شي او په هنداره کې خپله رښتېنې څیره څرګنده او په انساني نظام کې داسې یو عادلانه نظام او سیستم رامنځته کړي چې د ټولو انساني ډلو حق په عادلانه ډول په کې خوندي شي.

-
بېرته شاته