(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون ژغورنې غورځنګ

[09.May.2019 - 14:47]

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پښتون تحفظ مو منټ) ولې پیل شو؟

لېک:ډاکټر لطیف یاد 

په پښتنوکې دتاریخ په اوږدو کې دخپلواکۍ او آزادۍ غوښتنې جذبه او احساس ډیر پیاوړی دی او دا یو داسې څرګند حقیقت دی چې دنړۍ ټول خلک پرې سترګې نه شي پټولی. پښتنو دتاریخ په اوږدو کې له لوی سکندره راواخله دچنګیز، مغولو. انګریز او بیا په شلمې او یوویشتمې پیړۍ کې د نړۍ دسترو ځواکونو سره دسرونو په بیه ډغرې وهلي دي .دوی تل دظلم او زورزیاتي پر خلاف راپورته شوي دي او دخپلو روا حقونو دترلاسه کولو لپاره یې ویاړلې مبارزې کړي دي

که دتاریخ پانې واړوو راواړوو نو دا به جوته او معلومه شي چې پښتا نه دهیڅ یوه ظالم په وړاندې کرار نه دي ناست .دتاریخ په حواله دعیسی مسیح ترزیږیدو ۳۲۷ کلونه وړاندې پښتنو اسواکا نو چې پرآسونو نو به سپریدل او دجګړه ایزو مهارتونو درلودونکي خلک وو دمقدوني اسکندر او دهغه دیرغلګرو لښکرو په وړاندې ډیرې جګړې وکړې او دهغه ډیر پوځیان یې دجګړوپه ډګر کې سټ کړل . پښتنو دنورو مغولي یر غلګرو او مغولي ظالمو واکمنانو لکه ګوډ تیمور ،بابر ، اکبر باچا او او رنګزیب په وړاندې هم ستر خوځښتونه او غورځنګونه رامینځ کړل .په ۱۵۸۶ زیږدیز کال کې داکبر پاچا په وخت کې دمغولو په وړاندې دیوسفزیوپښتنو ملي پاڅون هغه پاڅون و چې دمغولو اته زره جنګیالي یې دجګړې په ډګر کې سټ کړل.تر هغه وروسته دمغولوپر خلاف روښاني غورځنګ رامینځ ته شو .

دمغولي اکبر پر خلاف دپیروښان او ددغه غورځنګ دنورو لارویانو مبارزې د احداد، جلا ل الدین او بي بي الایی په مشرۍ هغه ملي مبارزې وې چې دمغولي استبداد په وړاندې دپښتنو قبیلو په مرسته پر مخ بیولې کیدلې. بایزید روښان چې دمغولو پر خلاف کوم غورځنګ پیل کړ نو دده دسرګرمیو او سیاسي جد او جهد او فعالیتونو مرکزونه وزیرستان تیراه ، خیبر او دننګرهار غرونه وو له مغولو سره دپښتنو مهمې جګړې دتیرا جګړه ، داشنغر (هشتنګر) جګړه او دتور راغه جګړې پکې مشهورې دي .پیر روښان دتور راغه په جګړه کې دمغولو له خوا ووژل شوهغو پښتنو قبیلو چې ددغه غورځنګ مرسته یې کړې ده په هغو کې اورکزي ، اپریدي ، یوسفزي اونورډیر قومونه شامل وو

همداراز دپښتنو دبل دښمن سره ددوی هغه وخت پیل شوه پیل شوه کله چې مغولي واکمن محیي الدین اورنګزیب پر هندوستان واکمن و. دهغه چارواکو په ۱۶۶۴ زیږدیز/میلادي کال کې په پيښور کې خوشال خان بندی کړاوبیایې ډیلي ته ولیږه او له هغه ځایه یې دهند دراجستان درنتهمبور په جیل کې یې بندي کړ او کله چې خوشال بابا له جیله راخلاص شو اوپښتونخوا ته راغی نو دمغولو پر خلاف یې دوسله والې مبارزې اعلان وکړنوځکه په خپل یو شعرکې داسې وایي:

پس له مرګه دی دا عزم 

دخوشال دخاطر جزم 

یا نیولی مخ مکې ته 

یا مغولوسره رزم

یاداچې

مرګه هومره مهلت راکړه په جهان کې 

چې جمدر دمدعي په وینو رنګ کړم 

.

هغه وخت چې خوشال خان خټک د هند دمغولي واکمن اورنګ زیب پر خلاف مبارزه پیل کړه نو دوه نامتو اتلانو دریاخان اپریدي او ایمل خان مومند دمغولو پر خلاف دخو شال دمبارزو تکړه ملګري وو. په دغه مبارزه کې داپریدیو ، شینوارو او مومندو پښتنو رول هم دستاینې وړ دی.. 

تردې پيښو وروسته پښتنو دمغولي دښمن نه مخه بل ستر دښمن ته واړوله او هغه ایرانی دښمن واو دهغه پر خلاف یې وسله واله مبارزه پیل کړه.

داځل ملي قاید اومشر حضرت میرویس نیکه دهوتکوغلجیو دپښتني قبیلې نه راپاڅید او نور ټول پښتانه قامونه او قبیلې یې پر خپل ځان راټول کړل او دمانجې په تاریخي جرګه کې یې دا پریکړه وکړه چې په کندهار کې دصفوي دولت استازی او حاکم ګورګین چې دکندهار پر خلکویې ظلمونه کول له مینځه یوسي .هماغه ووچې ګورګین په ۱۷۰۹ زیږدیز او صفوي لښکرې یې دخلکو دملي پاڅون په پایله کې له مینځه یووړل اوپه افغانستان کې یې دیوه ملي دولت بنسټ کیښود.

ور بسې دپښتنو جګړه دپیر نګیانو سره پیل شوه .د ۱۸۳۹نه تر ۱۸۴۲ دویم یې د۱۸۷۸نه تر ۱۸۸۰ زیږدیز پورې او بیا دافغان - انګریز دریمه جګړه چې په ۱۹۱۹ زیږدیز کې وشوه دلوی افغانستان چې ( پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا ) هم پکې راځي ټولو پښتنو قامونو که هغه وزیر و یا مسید ، بیټڼي و یا اورکزي او بنګښ ، اڅکزی و که ترین او مندوخیل او که یو سفزي و خټک یا مومندو او ساپي ، اپریدي او شینورو ټولوپه ګډه سره خپل تاریخي دښمن یعنې انګریز پر خلاف تورې ووهلې او ددوی دظلمونو په وړاندې یې سپیڅلي مبارزه وکړه

کله چې په ۱۹۴۹ زیږدیز کا ل کې بدمرغه پاکستان جوړ شو نو دخپل جوړیدو له لومړۍ ورځې نه یې پښتانه خپل دښمنان وګڼل . دوی د۱۹۴۸ زیږدیز کال داګست په ۱۲ دپښتونخوا په چارسده کې دپښتنو مشهور غورځنګ ( دخدایی خدمتګارو غورځنګ) په ډیرې بیرحمۍ سره وځاپه او شپږ نیم سوه پښتانه یې شهیدان او په زرګونو نوریې ټپیان کړل اودباچاخان بابا په ګډون یې ددغه غورځنګ ټول مشران جیلونو ته ورواچول.

دپښتون ژغورنې غورځنګ دپاکستانې او پنجابي ظالمو چارواکو

دظلمونو په نتیجه کې رامینځ ته شو 

---------------------------------------

په پښتنو کې یو متل دی چې وايي : چې په تنګ شي نو په جنګ شي .نن چې پښتانه راپاڅیدلي دي لویه وجه یې همدا ده چې دوی مظلومه دي او پر دوی دپاکستاني حکومت او پنجا بی چا رواکو له خوا ډیر ظلمونه شوي دي . که له حقه تیر نه شو پاکستان په تیرو اویا کلونو کې پر پښتنو ډیر ظلمونه وکړل او دوی یې وروسته پاتې وساتل.نن پښتانه په پښتونخوا ، جنوبي پښتونخوا او فاټا کې دتمدن له کاروانه ډیر شاته پاتې دي او ګوروچې پښتانه په پاکستان کې له هره پلوه تر ټولو وروسته پاتې قام دی. همداراز په فاټا او دپښتنو په نورو سیمو کې ددوی پولیسو او پوځیانو پر مظلومو پښتنو ډیر ظلمونه وکړل .ډیر پښتانه یې ونیو ل او ووژل. په وزیرستان کې یې ددوی کورونه ونړول او دوی یې له خپلو ځایونو نه بې ځایه کړل . ډیر وزیرستانیان ورونه دپاکستان دظلمونو له لاسه خپل پلرني کور افغانستان ته راولیږدیدل.

نن ورخ چې دپښتون ژغورنې غو رځنګ پیل شوی دی دا د پاکستان او پنجاب دهغو ناوړو کړو وړو او ظلمونو نتیجه ده چې پر مظلومو بښتنو یې کړي دي . دا غورځنګ اوس دپښتنو په یوه انقلابي غورځنګ بدل شوی دی او ترهغو چې پښتنو ټول حقونه نه وي ترلاسه کړي په کرار به نه کښیني . اوس ددې وخت رارسیدلی دي چې دپښتونخوا او جنوبي بښتونخوا ټول هغه قامپرسته ګوندونه چې دپښتنواستازیتوب کوي باید ټول په ګډه سره ددغه غورځنګ دمشرانو ملاتړ وکړي او دپنجاب پر خوله پیاوړي او اوسپنیز ګوزارونه وکړي،ځکه کږې خولې پر سوک سمیږي .

دپښتون ژغورنې دغورځنګ دبریا لیتوب په هیله.

-
بېرته شاته