(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژبې ونډه

[09.May.2019 - 14:43]

د ژوند په چارو کې د ژبې ونډه

لېک: سید قېاس سعیدي

لوی خدای  په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي چې؛ ((ولقد کرمنا بنی ادم)) "بېشکه چې انسان ته مو کرامت ورکړی".

څرګنده خبره ده چې د انسان ستر توپير له نورو مخلوقاتو سره دا دی چې انسان د تفاهم او ارتباطاتو بهترينه وسيله چې هغه ژبه ده لري، که دا ژبه ده چې انسانان يو له بل سره بهترين تفاهم کوي، خپل ځان ته د هوسا  او ارام ژوند تپ و تلاش کوي، بلکې د ټول انسانيت او چاپېريال لپاره پرې خدمت کوي، ژبه نه يواځې د ارتباط يا کميونيکيشن وسيله ده، بلکې د اړونده ژبې د ټولو ويونکو د فرهنګ د پېژندنې او شخص وسيله هم ده، د ټولو ژونديو موجوداتو په ډله کې منطق او خبرې کول د انسان صفت او کمال دی، د انساني ژوند په تکامل کې ژبې او کار ډېر مهم رول درلودلی شي. يعنې دوه څيزونو چې انسان د انسانيت درجې پورې ورساوه او دا ټول کمالات يې بشپړ کړل، همدا دوه کلتورونه دي چې يو يې کار او بل يې ژبه ده.

ژبه د مارکيټ او بازار لپاره يو ټکټ دی، چې هلته د ننوتلو اجازه راکولی شي، تصادفي نه ده چې کار، اقتصادي فعاليت، توليد او د توليد د پروسې پرمخ بيول له ژبې سره فوق العاده نږدې اړيکي لري، بلکې دا يو نه بيلېدونکی تړاو دی، نن ورځ اعلانات، اشتهارات، بازار موندنه، د توليد فرمايش ورکول، د توليد د فرمايش اخيستل، د بيو ټاکنه او ګڼ شمېر اقتصادي مسايل د ژبې په مرسته حل کېږي، او هره هغه ژبه چې په معاملاتو او تعاملاتو کې ډېره کارول کېږي، په هماغه اندازه يې په اقتصاد باندې رول څرګند او متبارز وي، کله چې ماشوم نړۍ ته راځي، لا هماغه د ژوند په لمړيو مياشتو کې د کورنۍ د غړو او شاوخوا کسانو غږونو او خبرو ته ځير کېږي، ترڅو چې خپله ژبه زده کړي، د ژبې زده کړه د ماشوم د ژوند يو مهم پړاو دی، د ژبې په زده کړې سره هم خپل ډېر مسايل حل کوي او هم نورو سره تفاهم کولای شي. وروسته بيا همدغه ژبه ده چې د نورو زده کړو، کسب او کار، مسلک او تخصص د ترلاسه کولو وسيله ګرځي، نو که دغه شخص د خپلې ژبې پرته يو دوه يا درې نورې ژبې زده کړې وي، نو د کمال درجه يې لا اوچته ارزول کېږي.

بېځايه نه ده چې ويل کېږي، ((د چا چې يوه ژبه زده وي يو تن دی، که دوه يې زده وي، دوه تنه دي، که درې يې زده وي، درې تنه شمېرل کېږي)) نو دغه ډول لايقه او با استعداده شخص ته د کار زمينه هم ژر مساعده کېږي، ځکه چې د اقتصاد اساس مفهوم دادی چې د لږو امکاناتو څخه زياته ګټه پورته شي، نو که يوه اداره داسې څوک استخدام کوي، کوم چې ټاکل شوی معاش واخلي او کار ترې د څو تنو واخيستل شي

ژبه يو قوت دی، طبيعي او فطري خبره ده، چې بېلابېل ملتونه او قوتونه د خپلې ژبې د ودې او پرمختګ لپاره کار کوي، دوی پوهېږي چې د دوی په ټولو معنوي ارزښتونو او فرهنګ لپاره ژبه او د ژبې قوت او ځواک او د لغاتو زېرمه يو مهم معيار دی.

څو کلونه وړاندې سويلي کوريا ته تللی وم، هلته يو شمېر محصلين چې د سيمې اوسېدونکي و، زموږ استوګن ځای ته راغلل او وې ويل چې موږ په وړيا توګه ستاسې ترجماني کوو، موږ سره وېره وه، چې دا لکه چې حکومت موږ پسې د څار لپاره رالېږلي دي، هغوی په مونږ وپوهېدل او ويې ويل: موږ د حکومت سره د څار لپاره کار نه کوو، يواځې ددې لپاره تاسې سره وړيا ورسته کوو چې موږ غواړو خپله انګليسي ژبه تقويه کړ،  تمرين کوو، هماغه وو چې موږ به کله سود سودا کوله، نو هغوی به دومره زياتې چنې وهلې چې يو شی به يې موږ ته په ډېره ارزانه بيه راونيولو، دا د انګليسي ژبې ځواکمنتيا وه، بله دا چې د نړۍ هر هېواد ته لاړ شې نو رسمي مجلسونو کې يو غږ کېږي چې د مجلس رسمي ژبه انګليسي ده.

د دنيا هر ګوټ ته چې لاړ شې نو هندي رستورانت به ګورې هغه ځکه چې هندي ژبه يو ځواکمنتيا لري، همدغه ډول د فارسي خوږه ژبه, خو تر ټولو ژبو چې ډېره زياته بډايه او ارزښتمنه ده، هغه د عربي ژبه ده چې پوره بلاغت او فصاحت لري، د جنت ژبه ده، د پېغمبر ژبه ده، خو متأسفانه زموږ ديني علماء هم په عربي خبرې نه شي کولای.

نننۍ ټکنالوژۍ هم ژبې ته خدمت وکړ او هم يې د ژبې له اوسنيو مادي او معنوي پرمختګونو سره مرسته وکړه. دادی له نېکه مرغه اوس زموږ د هېواد ملي ژبه هم د ګوګل رنګينې دنيا ته ورداخله شوه. په کمپيوټر کې تر ليکل کېدو وروسته دا يو بل مهم مقام او دريځ دی چې پښتو ژبې ترلاسه کړ.

اوس به له يوې خوا افغانان وکولای شي د نړۍ له معنوي زېرمې ګټه پورته کړي، له بلې خوا به د دوی هويت نړۍ ته معرفي شي، يوه يادونه ضروري ګڼم چې کال (۲۰۰۴) کې کله چې زه المان کې په زده کړو بوخت وم، نو ښاغلي زرين انځور راڅخه غوښتنه وکړه چې ميکرو سافټ کمپنۍ ته يو ليک وليکه، ډېر اوږد ليک مې وليکلو، تر څو د پښتو ژبه خپل سستم ته داخله کړي.

الله تعالی دې وکړي موږ په دغه نوي زيري سره د غفلت له خوبه راويښ او خپل تېر پرتم او عزت بيا ترلاسه کړو.

د ګوګل ژباړن ته د پښتو معرفي کېدل به افغان زلميان د پوهې خواته وهڅوي او په ژوند کې به يې يو نوی بدلون او تحول رامنځ ته شي، دا يوه مهمه او په عين حال کې يو په زړه پورې خبره ده. شايد بل هېڅ ملت په دې خبره دومره خوښي نه وي څرګنده کړې، لکه نن چې مونږ افغانان خوښ ياستو.

ژبې ته نه يواځې دا چې د يوه درانه ميراث په توګه کتل کېږي، بلکې راتلونکي پرمختګونه او د راتلونکو نسلونو د ژوند کيفيت او طرز هم ژبې او د ژبې شهرت او اهميت پورې اړه لري.

موږ د پښتو ژبې په اوږد تاريخ کې اوسنی دغه نوی او پر ځای اقدام يو لوړ ارزښت لرونکی ګام بولو، چې زيات ارزښت يې د راتلونکي لپاره دی، يعنې دا زموږ د مورنۍ ژبې دروڼ راتلونکي يو ښه زېری دی.

وروسته تردې پښتو ژبه د هغو ژونديو ژبو په کتار کې شمېرل کېږي، چې نه يواځې اتيا ميليونه وګړي په بېلابېلو هېوادو کې ورباندې خبرې کوي، بلکې نن ورځ دې په علم، سياست، تجارتي اړيکو کې ځانګړی ارزښت موندلی دی. آن دا چې نن ورځ د نړۍ ډېر تاوده جريانات او مهمې پېښې د پښتنو په سيمه کې روانې دي او پشتانه او پښتو د نړيوالو د توجه د محراق نکته ګرځېدلې ده، چې له دغې پاملرنې څخه هم مثبته ګټه اخيستل کېدای شي او هم خدای نخواسته زموږ په زيان تمامېدای شي. دا نو زموږ بيداري، سياسي، اجتماعي او تاريخي تحليل پورې اړه لري، چې دغه حساسو شېبو کې څه کولای شو، خو هيله ده چې له دې ازمون څخه بريالي او موفق راووځو..

په پای کې زه د ټولو هغو ځوانانو او مشرانو ستاينه او قدردانی کوم چې په دې اړه يې ځان ستومانه کړی دی، الله تعالی دې موږ ټولو ته لا زيات برياليتوبونه په برخه کړي.

په اخره کې تاسو ته  دا بيت ډالۍ کوم چې:

قامونه که خبر شي چې پښتو د اسلام څه ده؟

نو زمونږ د شملو نه به احرام تړي احرام

 

که غواړئ چې مورنۍ ژبه مو ارزښت پیداکړي نو پښتو به وایو او پښتو به لیکو, که څنګه دوستانو!

 

سید قیاس سعیدي

-
بېرته شاته