(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دا‌ؤدخان کودتا

[24.Apr.2019 - 10:36]

د محمدداود خان کودتا

 لیک: پاچاګل وفادار

د ‌‌‌‌‌‌ډیرو سوال دا وه چی ولی کودتاه وشوه؟ دلته زه دی  شاغلی محمداود په نیت نه غږیږم اوږدی خبری دی خو د هغو کسانو چی زه هم پکی راځم در سره غږیږم چی په کودتاه کی یی برخه درلوده

یو څوک چی د ټاکلی هدف لپاره تر ژوند تیر وی نو دا هدف ورته لوی اهمیت لری او څوک چی کودتاه ته چمتو کیږی هغه به هرو مرو له ژوند نه تیریږی باور وکړی چی دا اسان کار نه دی په کودتاه کی چی چا برخه درلوده ټولو ته یو شان خطر وه او هر یوه د خپل توان او امکاناتو سره فعالیت کاوه او هدف جوت وه چی د افغانستان خلکو ته د جمهوری نظام زیری ور کړو 

د کودتاه پلان په خپله شاغلی محمدداود جوړ کړی وه او هرچاته یی د خپل پلان هغه برخه ویله چی  په ده پوری یی اړه درلوده

دا بیا هم د شاغلی محمدداو خان پریکړه وه چی ولی د پلان څخه خبر شم خو تر اوسه پدی باور یم چی بله لار نه وه

نوموړی په یوه لیدنه کی راته وویل چی ستا مسلک مخابره دی،داسی پلان  جوړکه چی د عمل په وخت کی. د اړونده نظامی قوتو سره د مخابری له لاری اړیکی ولرم زه غلې وم چی دوی خبرې خلاصی کړی.زما نه یی و پوښتل چی ولی غلی پاتی شوی په خبره پوه نه شوی؟ ورته ومی ویل چی شاغلی صدراعظم صاحب تر څو چی هغه قوتونه په ګوته نه کړی د کومو سره چی د عمل په وخت کی اړیکی ټينګوی د پلان جوړ ولو امکان نشته.ځواب یی راکړ سمده خو اوس به دا خبره پریږدو

دوی اونی وروسته بیا د پلان خبره یاده شوه راته ویی ویل چی ستا دریځ منم چی د اړیکو نیولو نظامی قواوی معلومی نه وی د مخابری اړیکی نیول عملی نه بلکه یو خیالی پلان دی.زه یی اوس درته وایم خو یواځی. به موږ دوه خبر وو احتیاط حتمې دی او زما د مخابرې اړیکی د دغو ځایو سره ضروری بولم

د کوماندو غن‌‌‌‌‌‌ډ په شاهې ګارد کی د تانک د ټولی سره د  شېرپور د. انضباطو  غوند او د هوایی قواوو سره

ځواب می ورکړ چی په خبره پوه شوم په دغو قطعاتو کی بیلی بیلی د مخابری دستګاوی دی زه به شرېکه فریکانسی د دوی تر منځ پيداکړم او بیا به تاسو ته راپور عرض کړم. د فریکانسی په اړه یی معلومات و غوښتل ورته ومې ویل چی پردی غمونه. څه کوی دا زما کاردی. ‌‌‌‌‌‌ډېر یی و خندل او زیاته یی کړه چی سمده ستا خبره منم رښتیا وایی زه نور کارونه هم لرم اخری سوال می داوه چی کله کودتاه پيل کیږې باید د قوماندی محل چی تاسو به پکی وی هم باید معلوم شی ځواب یی راکړ چی په خپل وخت درته وایم خو اوس نه

چی خبره اوږده نشی. د  مخابری مشکل  حل شو

په کودتاه کی د شاغلی محمدداودخان یو تاکتیک

هغه څه یی چی ماته وویل امکان لری بل چاته چی لازم یی ګڼل هم ویلی وی او ټینګار یی په دی وه چی ددغ خبر منبع پټه پاتی وی چی هغه په خپله دوی [ محمد داودخان]. وه

باید اوازه خپره شي چی موسی شفیق کودتاه کړی او اوازی ته تر هغه وخته دوام ور کړو تر څو دولت ورباندی خبر شی او ورته ثابته به شی چی واقعیت نه لری

ورته ومی ویل چی په خبره پوه شم خو په دی کی زموږ څه ګټه ده؟. ځواب یی راکړ حوصله وکړه که ګټه وه وروسته به در ته ښکاره شی

له میاشتی ‌‌‌‌‌‌ډیر وخت تیر شو ما په خپله هم د بل چا د موسی شفیق د کودتا خبری واوریدی څه وخت وروسته شاغلی محمدداودخان په یوه لیدنه کی راته وویل چی د  موسی شفیق د کودتاه اوازه دولت ته رسیدلی ده خو دولت دا یواځی اوازه بللې ده . په ټوکه می ورته وویل چی د دولت تشخیص سم دی دومره هم کمزوری نه دی لکه ځنی چی فکر کوی

شاغلی محمدداود خان کټ مټ دستورلکه چی د موسی شفیق په برخه کی وه د سردار ولی په برخه کی هم تر سره کړ

له دی وروسته یی هغه څه راته ووېل چی زه حیران شوم :

اوس باید اوازه خپره شی چی زه] محمدداودخان] کودته کوم ورته ومی ویل چی تاسو خو په رښتیا نیت لری ځواب یی راکړ چی مخکی دوی اوازی مې زموږ او ستاسو په ګټه خپاری کړی وی. د شاغلی محمدداود خان د کودتاه اوازه هم د نوموړی په وینا دولت ته ورسیده خو ورته د باور وړ نه وه داچی دومره باوری کس په دولت کی چی مقصدیی د شاهی کور نی وه څوک وه دوی له کودتاه وروسته هم چاته په ګوته نه کړ

راتلونکی لیکنه له خیره داده چی دولت ته د کودتاه خبر رسیږی او باور  پری کوی

کود تاه ته انتظا

دا عنوان می ځکه مناسب و ګاڼه چی ځنو کسانو چی کودتاه کی یی برخه اخستی وه لیکلی چی شاغلی محمد داود خان مو تهدید کړ چی کودتاه وکړی. په داسی حال کی چی دوی په خپله د کودتاه لپاره کوم نظامی قوت په واک کی نه درلود خو زه به کوشش وکړم نن زموږ په منځ کی دغه لوی انسان نشته باید رښتیا ولیکم. هر چا زما په شمول به چی د کودتاه پوښتنه وکړه چی څه وخت کیږی؟ د شاغلی محمد دااودخان ځواب یو او لند وه[هر وقتیکه پرزه ماشین مکمل کار کرد]نو بیا چا دا جرات نه کاوه چی نور مخ ته لاړ شی

تقریبا لس ورځی کودتاه ته پاتی وی چی په لومړی ځل یو ځای هغه کسان چی د خپل ګروپ استازیتوب یی د شاغلی محمدداودخان سره کاوه د سید عبدل اله په کورکی چی په دریمه کارته کی وه را غوند کړه . راته ویی وېل چی دولت ته د کودتاه خبر.رسیدلای دې امکان لری چی زموږ د نیولو پرېکړه وکړی.ما خبر در کړ خو تصمیم به تاسی نسی.البته موږ ته بد خو څه چی‌‌‌‌‌‌ډېر بد خبر وه.ټول غلی ولاړ یو یوه بل ته ګورو.

چوپتیا د پلچرخی پله 4 او15زغیریوارو قوا وو دوو تنو یوه په بل پسی ماته کړه او زیاته یی کړه چی که کودتاه پيل شی ‌‌‌‌‌‌ډیر کسان به مړه شی.نورو ټولو په یوه خوله او لوړ مرال خپل چمتو والی و ښود. زغریوالو قواوو خبره  سپينه کړه او زیاته یی کړه چی موږ کوتاه نه کوو.د ټانک د ټولی استازی چی په  شاهی ګارد کی بریدمن حبیب اله وه په لوړ اواز ناری کړی چی بیغمه اوسی زه چی هروخت امر وکړی چمتو یم . شاغلی محمدداودخان نور هیڅ و نه ویل له کوره و ووت.‌‌‌‌‌‌ډو ‌‌‌‌‌‌ډۍ مو و خواړه.یو نظر وو چی باید زر اقدام وشی . د فیض محمد او حبیب اله اړیکی د محمدداود خان سره زما په. ذریغه وو نو دواړو ‌‌‌‌‌‌ډیر جدی راته وویل چی سبا ته ورشه ورته ووایه چی نور. د خلکو پر ژوند ملندی مه وهه.ورته ومی ویل چی تاسو ته خبره اسانه ده چی اعصاب مو خراب شی. د غم دابی مو زه یم هرڅه راته واېاست خو که زه داسی خبری محمدداودخان ته وکړم بیا هیڅ امکان نه لری چی په یوه لاره سره لاړ شو. دی حبیب اله ټينکار په دی. وه چی خبره ور سره سپينه کړه که موافقه یی نه کړه بیا موږ کودتاه وکړو او بیا هرڅه چی کوی و دیی کړی. او که چیرته دولت موږ بندېان کړی پوهیږی څه رباندی کړی؟. ددغو ګیلو سره سباته د محمدداودخان کورته ورغلم. مخکی لدی چی زه څه ووایم دوی پوښتنه وکړه چی د فیض محمد او حبیباله سره دی لیدلی دی؟ ورته ومی ویل چی هو دواړه په دی ټينګاچی مخکې تردی چی دولت زموږ په نیولو اقدام وکړی موږ باید بیړه وکړو.محمدداودخان وویل چی د زغریوالو قواوو په کودتاه کی د ګدون نه کولو زموږ په پروګرام کوم منفی اثر نه کړی ځکه دوی په اوله مرحله کی هسی هم برخه نه اخسته.زما نظر یی د زغرېوالو قواوو په هکله و غوښت. ځواب می ورکړ چی بل به کوم دلیل وې و ‌‌‌‌‌‌ډار شول ژوند خوږ دی خو یو خطر شته چی د ځان په ګټه دولت ته ټول پلان افشا کړی راته ویی ویل ملګرو ته دی سلام وایا هو دا خبره پر ځای ده چی زر عمل وکړو.دا هم جوته وه کله مو چی کوتاه ته کسان لټول ټولو دا اندیښنه کړه چی دابه یو چل وی ځکه پدی خبر وو چی شاغلی محمداودخان د پاچا د تره زوی دی ‌‌‌‌‌‌ډیرو ته دا سوال پيدا کیده چی د کورنیو اړیکو له امله شاغلی محمدداود ته د کودتاه عمل مشکل دی چی خپل فامیل له سیاسی قدرت نه لری کړی خو بیا هم موږ داسی مرحلی ته ور سیدو چی شاته تګ ممکن نه وه بایدعمل مو کړی وای

لوییدی

د کودتاه پیل

له هغه وخته چی په دریمه کارته کی شاغلی محمدداودخان د کودتاه څخه د دولت د خبریدو خبره وکړه. لس ورځی تیری شوی.باور وکړی دا ورځی ‌‌‌‌‌‌ډېری سختی وی څوک می چی کودتاه ته را بللی وو دا پوښتنه به یی کوله چی ولی په عمل لاس نه پوری کوو؟ یو وار چی بندی شوو بیا خو کودتاه نه بلکه د مرګ انتظار به کوو . چی رښتیا ووایم ما دوی ته سم ځواب نه در لود.ټول کار د شاغلی محمدداودخان په اختیار کی وه .دوی ته باید داسی څه ویل شوی وای چی د کودتاه د پيل سبب شوی وی، کومه لیدنه می چی د سرطان د میاشی پ  24 نیټه درلوده فیض محمد او حبیباله ‌‌‌‌‌‌ډېر و زورولم او خبره تردی ځایه ورسیده چی د محمد داودخان سره زما ‌‌‌‌‌‌ډیر جدی نه غږیدل یی زما دې ‌‌‌‌‌‌ډار ثبوت و باله

د سرطان د میاشتی په 25 نیټه د یوه نوی زما په فکرمهم او عاجل خبر سره چی خیالی می جوړ کړی وه او رسمی ورځ وه د ورځی وختی د شاغلی محمدداودخان کور ته ورغلم باید ووایم چی پخوا به حتمی د جمعی په ورځ ورتلم.او خپلی خبری می داسی پيل کړی

نن د تدبیقاتو لپاره څو هلی کوپتر په راکتو سمبال کوی چی سبا به دغه راکت فیر شی نو د هوایی قواوو لپاره تر سبا ورځی پوری مناسب وخت دی.. زما دا خبر د نوموړی د پام وړ شوه او راته ویی ویل چی د کوماندو او د ګارد د ټانک دی. ټولی.  راپور راوړه، سره لدی چی د دوی ناظر چی  په باز منګل ما پيژانده چای راوړ خو زه له ځایا پورته شو چی بیا د پرزه جات مشېن خبره یاده نه کړې. د دوستانو به یاد وی کله به چی د شاغلی محمدداودخان څخه د کودتاه د وخت پوښتنه وشوه تل یی یو او لند ځواب وه هر وقتیکه پرزجات مشین نورمال فعالیت کرد.خو دا خبره ځکه هم راته مهمه وه چاچی د کودتاه قول کړی وه ‌‌‌‌‌‌ډیر په تشویش کی وو اوله دی ‌‌‌‌‌‌ډاریده چی موږ به په کودتاه پيل نوی کړی چی دولت مو بندیان کړی. حبیب اله په شاهی کارد کی را نیږدی وه نو لومړی به هغه ته د ورتګ نیت وکړ. د ارګ شرقی دروازی ته به لا دوه سوه متره پاتی وو ګورم چی مخامخ حبیب اله را روان دی له روغبړ وروسته یی پوښتنه وکړه چی نوې خبر شته؟ او کله یی چی د هو ځواب واوریده ‌‌‌‌‌‌ډیر خوښ شو او په بیړه یی راته وویل چی واېا.پوښتنه می ځنی وکړه که وخت لری چی دواړه د فیض رستورانت نه چی په پښتونستان واټ کې وه فیض محمد ته تلیفون وکړو. دغه د سلطنت د زوال ورځ به ورته و وایم چی د مشین پرزو د شاغلی محمدداود خان په اسطلاح ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه کار پیل کړ کله می چی د کوماندو غند ته تلیفون وکړ په خپله فیض محمد ځواب راکړ دومره ورته وویل چی زر د فیض هوتل ته راشه .کله چی دری واړه یو ځای شوو دوی ته می د محمدداودخان سره د لیدنی او دی ځانه جوړ شوی د هلی کوپترو قصه وکړه. په اورېیدو یی دواړه خوښ او زه یی و ستا یلم او دواړو د  خپل ځان تیاری اطمنان راکړ

 

د کود تاه پیل

لومړی برخه در په زړه کوم.شاغلی محمد داودخان راته وویل چی د حبیب اله چی په شاهی ګارد کی وه او فیض محمد چی د کوماندو غند کی وه خبر واخله چی کودتاه ته چمتو دی؟ دواړو باور راکړ چی چمتو والی لری. دوی دواړو ته می وویل چی زه ستاسو د چمتو والی خبر شاغلی محمدداودخان ته رسوم زه کوشش کوم چی زر ستاسو لیدو ته بیر ته راشم هم دلته اوسی. د دواړو ټينګار پدی وه چی کودتاه زر وشی او که زر نه کیږی د تهدید خبری یی وکړی،البته د دوی د تهدید خبری می واوریدلی خو دا نیت می نه درلود چی شاغلی محمدداودخان ته یی و رسوم ځکه زما په فکر ګټه یی نه درلوده. بیرته د محمدداودخان کورته راغلم او د شاهې ګارد د ټانک د ټولی او کوماندو د  غند کودتا ته د چمتووالی په هکله مفصل معلومات وړاندی کړل چی د نوموړی د قناعت وړ و ګرځیده او داسی یی ووېل:

د هوای قواوو لپاره نن مناسب شرایط دی.ستا په وینا حبیب اله او فیض محمد هم پوره چمتو دی او د شیرپور غند هم کوم مشکل نه دی ویلای نو راځه د دوعا لاس به پورته کړو او خپلو خبرو ته یی داسی دوام ورکړ:خدایا ګه چیرته به زموږ نیت د افغانستان د خلکو په ګټه و. ی مرسته دی غواړم او که په ضرر وی بیا مو هدف ته مه و رسوی امین

په داسی دعا د شاهی نظام په ټغر ټولولو پيل وشو. غوښت می چی زر حبیب اله او فیض محمد ته د ددغی لویی تاریخی پریکړی خبر ور سره شریک او  هوایی قواوو ته لاړ شم.خو هغه څه می واوریده چی مایی فکر نه کاوه. شاغلی محمدداودخان زه مخاطب او زیاته یی کړه چی اوس دی اصلی وظیفی ته غوږ شه:

تل دی پوښتنه کوله چی کوتاه کله او هغه وخت به زه[ محمدداودخان] په کوم ځای کی وم ،هغه وخت را ورسیده وخت دشپي 12 بجی او دشپي په یوولس نیمو بجو به د مخابری. دستګاه زما کورته راوړی چ زه به په خپل کور کی وم چی ستا د بل سوال ځواب هم نن درته وویل شو چی زه به چی کودتاه پيل کیږی چیرته وم؟ هو  موږ دشپی پيل کړو نو د شپي نوم ته هم اړه پيدا کیږی نو د شپی نوم جوړ ول او هغه چاته چی اړه وی ویشل یی هم ستا په غاړه دی

پوه شوم چی خبری یی خلاصې شوی نو ماهم د ځنو عملی کولو توان در لود او د ځنوی مشکل خو څه کوی امکان یی نه درلود. خو اصلی خبره داوه چی که خند پيداکیږی بیا نو کودتاه د پوښتنی لاندی راځی چ نه کیږی ،نو زما تر خولی باید داسی خبره و نه وزی چی د کودتاه د ځندولو سبب شی.

ورته ومې ویل چی ستاسو شاغلې سره یو ځای ‌‌‌‌‌‌ډنده مخ ته وړل ځانته ویاړ بولم خو داسی کسان شته چی یو بل نه خبر نه دی چی په کودتاه کی ګ‌‌‌‌‌‌ډون لری یوازی زه دوی او دوی ما پيژنی دا به څنګه کړم او دوهم د مخابری دستګاه څنګه ستاسو کورته راوړم. مقصد داچی په کومه پلمه یی د هوایی قواوو څخه ستاسو کورته راوړم او  د پای خبره می مشکل نه او وړاندیز دی.زه دسینما شوقې نه یم خو اوریدلې می دی چی اخری فلم ناوخته خلاصیږی نو که په 12 بجو زموږ قطعات حرکت وکړی د هغو کسانو به مزاحم شي چی د اخری فلم کتو وروسته د کور پلو ته روان وی. نو که د شپې په یوه بجه شی دا مشکل به نه وی، ځواب یی را کړ چی مهم ټکی ته دی پام شو خو د شپيله یوې بجی نه به د شپي یوه نیمه بجه ښه وخت وی. پوه شوم چی د  خبره د خپل ځان غواړی نو ما هم ورته وویل. چی یوه نیمه بجه مناسب وخت دی. 

خو اصلی او مهم مشکل بل وه او هغه د دوی کورته مخکی تر هغی چی کودتاه وشی د مخابری د دستګاه راو چی اړونده قطعات اداره کړی. د مخابری د دستګاه په اړه می نظر ور کړ چی دوی لاری شته لومړی چی دوی په خپله د چنار محل ته لاړ شی چی هغه مجهز د اوردو د قوماندی محل دی او امنیت یی د مخابری د  کندک په غاړه دی چی زه دی نوموړی کندک قوماندان یم.دوهم داچی له ټکلی وخت نه مخکی کودتاه وکړم تر څو چی د مخابرې دستګاه یی کورته راوړم. زما وړاندېز یی د منلو وړ نه شه 

ددی لپاره چی د دوی په اسطلاح چی  د مشین پورزی سم کار نه کړی خبره نه وی نومی ورته وویل چی سمه ده د مخابریدستګاه زه ستاسو کورته راوړم خو په دی ښه پوهیدم چی که چیرته دستګاه راوړم باید د چینار د محل واک زما سره وی یعنی تر ټاکلی وخت مخکی کودتا وکړم. په پای کی یی راته وویل چی د شپي په لسو بجو په وزیر محمداکبرخان مینه کی په محمد درملتون کی  د پای راپور راکړه

دوستانو باور وکړی چی کودتاه لوی جنجال دی او بیا چی د خوږو ملګرو غم هم در سره وی د دغو جنجالو پيټي سره حبیب اله او فیض محمد ته ورغلم

داچی په پای کی د کودتاه نیټه او وخت وټاکل شول دواړه خوښ وو خو د مخابری د دستګاه لپاره مخکی هوای قواوو کی کودتاه سره موافق نه وو

ورته ومی ویل چی تاسو تردی ښه لار را په ګوته کړی.دوی دواړو هم تردی سمه لار چی زما سره د ې  مرست سبب شی پېدا نه کړه،موږ دا پریکړه وکړه چی د مخابری د دستګاه له پاره چی په یوولسو بجو یی  د محمداودخان کرته یوسم نو ددی واک می هم در لود چی په12 بجو. په هوایی قوا وو کی کودتاه وکړماو د افشا په حالت کی داسی فکر کیده  چی دولت به د کومندو له غند نه کټه واخلی چی نوموړی غند زموږ په وا ک

 کی وه. بله لېدنه مو د مازدیګر په اوو بجو وه چی د شپی نوم ور کړم او ځای مو هم د فیض هوټل د نادر پښتون په جاده کی سره و ټاکه  . بیرته د شاغلی محمدخان کورته راغلم ددی لپاره چی وخت کم وه زر زر ه معلومات ورکړه 

دی شپي نوم می چاته چی لازم وه ور کړ

غواړم چی د کودتاه خبره لنده کړم ځکه که په تفصیل سره یی ولیکم ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت غواړی د حبیب اله او فیض محمد سره په مشوره ددی لپاره چی شاغلی محمدداودخان ته د شپي په یوه بجه دی مخابری دستګاه راوړم تر څو چی په کوتاه کی. ګدون کوونکېو قطعاتو سره اړیکی ټینګ کړی نو ما باید دی شپی په12بجو په هوایی قواوو کی کودتا کړی وای،بله لار نه وه نو زه مجبور شوم دا کار می وکړ خو په دی هم پوهیدم چی شاغلی محمدداودخان سخت مخالف وه او چی بریالی شو حتمی جدی عکسالعمل ښایی.لنده دا چی د شپي په یوه بجه داکترحسن شرق راغی او په موټر کی یی په یوه بجه اولسو دقیقو دشپي د محمدداودخان کورته ورسیدم.کله چی سره مخامخ شولو خپلی ګړی ته یی وکتل چی لس دقیقی له ټاکلی وخت نه ناوخته شوی وم.خو راته ویی ویل چی لومړی ځل دی په نظامی دیرشی کی وینم ښه در سره ښکاری.وړاندیز می وکړ چی د حویلی  په جنوبی برخه کی به. ځای و نسو ځکه په کور کی د ننه امکان شته چی د مخابری سګنال کمزوری وی.خو دوی هغه څه راته و ویل چی د مخابری سره یی هیڅ اړه نه در لوده راته ویی ویل:موږ د  برې نیت کړی خو دی ناکامې امکان هم شته او  لوی خدای دی هغه وکړی چی زموږ. د ملت په خیر وی.خو که په قسمت کی ناکامی وه نو ما به وژنی ځواب می ورکړ چی دا کار نشم کولای.راته ویی ویل چی دا امر دی سره له دی چی امر نه منل د منلو وړ نه وه خو  ځواب می ور کړ چی دا امر دی نه منم راته ویی ویل چی خوب خیر باشد. چی ګړی ته می وکتل وخت پوره دشپي یوه نیمه بجه وه او دوی ته می د وخت د پوره کېدو خبره وکړه. هو زه هغه څوک وم چی په خپل اواز می د شاغلی محمدداودخان امر اړ ونده قطعاتو ته ورکړ. د وخت په شاهی ګارد کی موږ دوه هدفه نیول سلاح کوټ او د سربازانو د خوب خونی.زموږ یو د کوماندو ټولی له شرقی دروازی د لومړی بریدمن محمدګل لمر په مشری اوبل د کوماندو تولی د تورن هدایت اله په مشری او لس عرادی تانکونه د بریدمن حبیب اله په مشری چی په ارګ کی د ننه وو

موږ داسی اردو درلوده چی د ارګ اهداف مو په پينځه لسو دقیقو کی و نېول او مهمه داچی یو انسان پکی مړ یا زخمې نه شو دوهم هدف مو د مرکزی قواوو قوماندان  او د وخت د پاچا زوم سردار عبدلولی وه چی دلته هم څوک مړه یا زخمی نه شول ،د کابل د قطعاتو نور مهم اشخاصو لپاره موږ ګروپونه جوړ کړی وو چی په خپلو کورو کی و نیول شوه مارشال شاه ولی خان په پغمان کی او د ملی دفاع وزیر په خپل کور کی د شیرپور د غند  له خوا تسلیم شول او یوه مسلکی ګروپد مخابراتو د تلیفون دستګاه بی لدی چی کوم تاوان ور ورسیزی له فعالیته و غورځوله

هغه کسان چی په کورکی و نیول شوه ټول په ټاکلی محل کی و ساتل شوه

د کودتاه په شپه د محمدداودخان کړه وړه:

دوستانو د یو چا سره د افغانستان په هکله غږیدم ورته ومی ویل چی موږ افغانان داسی یو ملت یاستو چی په نړی کی بل ملت  زموږ په شان نشته او هغه دا چی موږ ټول پوه ېاستو او دوهم داچی په موږ کی ګرم یا ملامت هم نه پيدا کیږی خو خدای شته زه داسې نه یم په ښوونځی که د سیانس په برخه کی بد نه وم خو په ادبیاتو کی څنګه چی لازمه وه خونده به نه وه او یو بل نقص هم لرم اوس چی دا لیکنه کړم لومړې یی د کاغذ پر مخ نه لیکم حوصله یی نه لرم نو سیخه یی په اېفون  لیکم او پوهېږم چی سم کار نه دی هیله ده چې ما و بخښی. اوس راځم. د شاغلې محمدداودخان کړو وړو ته.د نوموړی کور د وخت شاهې ګارد سره نختې وه او کله یی  چی قطعاتو ته د اهدافو نیولو امر ور کړ لږ شیبه وروسته په ارګ کی د ثقېل ماشیندار هوای ‌‌‌‌‌‌ډزی وشوی او ځنی مرمۍ د ناجو پر هغو ونو ولګیدی چی د نوموړی په کور کی وی یو کوچنی خاښ یی د محمدداود خان پر سر و لویده چی لږ وینی شو.د دوی د. سلامتیا اندیښنه راته پيدا شوه نو ورته ومی ویل چی موږ د هغه ګروپ سره چې د مخابراتو وزارت د تلیفون دستګاه له فغالیته غوځوی اړیکی نه لرو نو که تاسو مهربانی وکړی د خپل کور تلیفون و ګوری چی کار کوی او کنه؟. محمدداودخان زر بیرته را ستون شه راته ویی خندل او زېاته یی کړه چی اوس به زه تاته راپور در کړم د مخابراتو ګروپ خپل کار کړی تلیفونونه کار نه کوی .ورته ومی ویل چی صدراعظم صاحب څومره به ښه شی که تاسو کورته د ننه تشریف یوسی او که اړه پيدا کیده تاسو ته به زه راپور درکوم اوکه اړه پيدا کیده زه به راپور درکوم. راته ویی ویل چی زر دی خبره بیرته واخله اوس پوه شوم چی ولی دی د تلیفون د پلمی په نوم کورته د ننه ولېږلم ته چی خطر منی او په میدان ولاړ وی زه څنګه په کور کی پټ شم؟ ورته ومی ویل چی ستاسو زما تر څنګ دریدل کومه ګټه لری،زه خو مجبور یم چی مخابره نورمال کار وکړی او بیا که کومه پیښه کیږی زه خو یو کس یم خو تاسو پوری د افغانستانسرنوشت تړلی راته ویی ویل چی زر دی خبره بېرته واخله، په دی وخت کی کوماندو او په ارګ کی د تانک تولی   راپور راکړ چی اهداف مو و نیول زموږ او مقابل لوری تلفات نشته هم دا خبره می چی لومړی ما په مخابره کی واوریده زر می دهغی زیرې پر شاغلی محمدداود خان وکړ دوی د خدای شکر اداکړ چی د افغانانو وینی توی نه شوې او پوښتنه یی وکړه چی دومره زر؟ ورته ومی ویلچی صدر اعظم صاحب دا هغه اردو ده چی تقریبأ شل کاله پخوا یی تاسو اساس کیښود ام نن یی په عمل کی نتیجه ګوری په خوښی سره یی زېات کړه چی تر باور لوړه خبره ده

********

په کودتاه کی د شاغلی محمدداودخان کړو وړو ته دوام: د کودتاه په شپه ما مخکی د شاهی ګارد زر نیول زما له خوا د اردو ستاینه او د شاغلی محمدداودخان خوا ښی تر څنګ موږ ستونځی هم درلودی او هغه له کومه ځایا پيدا شوی؟. شاغلی محمدداودخان نه غوښت چی د کوماندو استازی فیض محمد او په ارګ کی د ټانک تولی استازی حبیب اله سره و وینې ځکه چی په حساس ځی کی وو.ددغو دوو تنو سره محمدداودخان زه لازم و بللم چی اړیکی یی ور سره ټینګ کړم نوموړی یی یو دلیل داهم باله چی موږ دری واړه د یوه سمت یو نو د شک اندازه نسبی کمیږی محمدداودخان پریکړه وکړه چی د کودتاه په وخت کی به لس عرادی ټانکونه په ارګ کی وی او هم به د کوماندو څلور تولی ارګ ته ننه وځی چی د ټولو ‌‌‌‌‌‌ډنده د سلاحکوت او د سربازنو خونی نیول وو چی دغه د کودتاه عمده برخه  وه . فیض محمد او حبیب اله بل نظر درلود اوهغه داچی د کوماندو دوه تولی د ارګ د نیولو لپاره کفایت کوی او کله چا اهداف و نیول شول بیا دری عرادی تانکونه په ارګ کی او اوه عرادی د نورو اهدافو لپاره د ارګ نه بهر دنده مخ ته یوسی.خو محمدداودخان په خپله خبره ټینګ و دریده او پنسل یی را واخست د هر تانک لپاره یی په ارګ کی ځای وټاکه.راته ویی ویل چی ځیر ورته وګوره او حفظ یی کړه چی دوی ته یی سم ځای په نخه کړی.خو مقابل لوری چی نظر یی بیخی رد شو د محمدداودخان پریکړه یی بیسویی او ناروا و بلله.او زما ددی خبرې چی په عسکری کی دلیل نشته امر باید و منل شی حبیب اله سخت عکس العمل خکاره کړ او خپل دریځ منل یی حتمی وګڼل. دریو واړو پریکړه وکړه چی زموږ پلان سم دی په هغه به عمل وکړو او دا خبره به زموږ تر منځ وی خو زه باید محمدداودخان ته ووایم چی. ددوی امر ورته ابلاغ او هغوی پوه شول

کله چی په ارګ کی اهداف ونیول شوه، لږ شیبه وروسته تانکو بیا حرکت وکړ څرنګه چی فاصله کمه وه اواز یی موږ  واورید.داودخان پوښتنه وکړه چی غږ اوری تانکونه له ارګ څخه وځی ځان می ناخبره ښکاره کړ .لږ شیبه وروسته یی راته وویل چی دی ټانکو د وتلو پوښتنه وکړه.په مخابره می ځان مصروف کړ خو تشویش ځکه نه لرم

چی په دی خبروم چی اوه ټانکه له ارګ نه باید ووځی،تشویش هغه وخت راته پيدا شو چی ټانک د محمدداودخان د کور په پلو را روان وه او را نیږدی کیده دا  ځل ما محمدداودخان ته وړادیځ وکړ چی تانک زموږ پلو ته را روان دی نو زه به ستاسو عمومی دروازی خواته لاړ شم چی څه خبره ده.رښتیا خبره دا ده دا فکر راته پيداشو چی د تانک تولی استاځی حبېب اله دستورې راسره وعده کړی.په دیوخت کی تانک راورسید او د کور مخته و دریده خو زموږ او ټانک تر منځ کور دی ځکه زه  او محمدداودخان د کور جنوبی خواته وو اوټانک د کور شمالی پلو ته چی عمومی سرک وه و دریده.محدداودخان ته می بیا خبره تکرار کړه چی د تانک خبر به واخلم خو ځوب یی را نه کړ . زر می منده واخسته ګورم چی تانک مخامخ کورته ولاړ او د توپ میل یی هم د کور پلو ته دی. سره لدی چی سپين سپوږمې وه خو د تانک له پاسه سړی ځکه نه پيژندل کیده مخصوصه د تانک خوالی چی شلیمه فون نومیږی په سر وه. غږیی وکړ پاچاګل خانه وسله می درته راوړه

یله غږه می و پيژانده چی حبیب اله دی.

راکوز شه مبارکی یی راکړه،ورته ومی ویل  چی پرما خودی مرګ تیر که. د شا له خوا غږ وشو چی، چی ګپ است. البته غږ اشناوه چی محمدداودخان وه.حبیب اله ته می وویل چی صدر اغظم صاحب ته مبارکی ورکړه،حبیب اله یی هغه وخت و پيژاند  چی له مبارکی وروسته یی خپل نوم ورته ووایه، داودخان د مننی پر ځای ورته وویل چی د وظیفې ځای ته دی زر لاړ شه او  بیرته یی د کور جنوبې پلو ته حرکت وکړ

داچی ما څه فکر وکړ در سره شریک می کړ خو زما په فکر محمدداودخان ته به دا فکر پيدا شوی وی چی تانک  زموږ پر ضد راغی او زه چی د تانک خواته ورغلم هم ور سره یو یم

خو نتیجه بالا وه برکت یی نه وه

د کودتاه په شپه د شاغلی محمدداودخان کړووړو دوام:. خبره په دغ ځای تمامه شوی وه چی د حبیب اله خان ټانک چی زموږ پلو ته راغی زه خو په تشویش کی وم خو خپل تشویش یا ‌‌‌‌‌‌ډار می محمدداودخان ته اظهار نه کړ البته محمدداودخان هم ماته کوم تشویش ندی ښکاره کړی خو دومره ویلای شم چی د تانک په راتګ خوښ نه وه. لږ وخت وروسته یی د ملی دفاع وزیر د خوب په کالیو کی د شیرپور عند کسانو راوړ او دا پوښتنه یی وکړه چی کوم ځای ته انتقال شی؟ ورته ومی ویل چی دقدیرخان نورستانی کورته. او دوی لاړ. محمدداودخان پوښتنه وکړه چی ولی یی زما کورته راوړ؟. او ولی داسی وشی؟.  ورته ومی ویل چی ځان یی در ښود چی فعایت یی کړی. او که داسی نه وی کله می چی د کور نوم ورته واخست پوښتنه یی ونکړه چی په کوم ځای کی دی.زما سره کوم لست چی د هغو کسانو په برخه کی وه چی باید په کور کی و نیول شی په سرکی یی سردار ولی وه خو پوهیدم چی دا نوم خوند نه ورکوی نو د مرکزی قواوو قوماندان می لیکلی وه د هغه د نیولو خبر نه وه راغلی.همدا خبره می داودخان ته وکړه.  ځواب یی راکړ چی ولی معلومات یی وکړه.ورته ومی ویل چی دمخابری اړیکی د هغه د نیولو ګروپ سره نشته، کور یی دلته نیږدی دی زه به ورشم. ځواب یی راکړ چی په منده لاړ شه او زر بیر ته راشه. کله چی د عبدلولی کورته نیږدی شوم د فیض محمدخان سره مخامخ شوم د شپي د نوم پوښتنه یی وکړه اوما ځواب ورکړ. د وضعیت پوښتنه می وکړه

راته ویی ویل چی د حبېب اله دوه تانکه اوزه د کوماندو تولی سره راغلم که ضرورت شه چی مرسته وکړم.تر لاس می و نیوه د عبدل ولی د کور دروازی ته ورسیدو.راته ویی ویل چی دا مظاهره ده که کودتا؟ رښتیا یو په بل پسی چیغی وهی یو وایی چی سردار صاحب را وو زه بل بیا ناری کړی چی قوماندان صاحب را وو زه او ‌‌‌‌‌‌ډیر زړه ور یی وایی چی عبدل ولی را وو زه.ځواب می ورکړ چی ته سم وایی بل هر نوم به سم وی خو دی ته کودتا نشو ویلای نو بله لاره نشته موږ به یی کودتا کړو .فیض محمدخان څو تنه سربازان را و غوښت او موږ دواړه حویلی ته ور ننه وتلو دروازی ته نیږدی دکور دکوټی یوه کړ کی می. د په په شی په قنداغ څو ځله و وهله تر څو کړ کی یی مات شو له شا می غږ واوریده چی ناری یی کړی:

د تعمیر چپ پلو ته دوهم پوړ ویشتل کیږی که دلته څوک وی لری د شی چی ضرری نه شی

په دوهم پوړ د تانک څخه د توپ دوی ‌‌‌‌‌‌ډزی وشوی ، له ماتی کړکۍ فېض محمدخان زما پر زنګون پښه کښيوده کوټی ته و خوت  بیا یی ماته لاس راکړ زه هم ور وختلم دوو تنو سربازانو ته یی امر وکړ چی دوی هم موږ پسی راشی،ددغی کوټی یوه دروازه. دتعمیر لومړی پوړ صالون ته وه او خلاصه وه، ګورو چی په دوهم پوړ ښی خواته د برق چراغ بل شو او په زینه کی په نظامی لباس کی عبدلولی د لومړی پوړ صالون ته را کوزیږی ، زه او فیض محمدخان د صالون چپ پلو ته په تیاره کی یو نو موږ دی په رڼا کی وینو او موږ یی لا نه یو لیدلی،کله چی د پوړ صالون ته راکوز شه موږ ته مخامخ شو. غږ می ورباندی وکړ البته په دری ژبه چی :

مخامخ رازه خو دواړه لاسونه دی پورته جګ و نسه ،فکر کوم دده به په ټول ژوند کی لومړی ځل وه چی څوک امر ورباندی کړی خو ‌‌‌‌‌‌ډیر ښه یی عملی کړ او موږ ته په جګو لاسو را ورسیده. ورته ومی ویل چی د ماتی کړکی له لاری کوز شی.کله چی مات کړکی ته ورسیدو عبدالولی و ویل چی په جګو لاسو امکان نه لری داسی حالت راغی چی له کړکی موغبرګ ټوپ واچوه نو په دې وخت کی میتفنګچه ور نه واخستله او دی د ضیا مجید له خوا ټاکلی ځای ته انتقال شو 

زه په بیړه بیرته د محمدداودخان کورته لاړم پدی وخت کی د دوی مشر زوی محمد عمر ورور یی محمد نعیم خان هم ورسره ناست وو د عبدلولی د نیولو راپور می ورک او تفنګچه می مخی ته ورته کښیښوده 

-
بېرته شاته