(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اتومي جګړه

[05.Mar.2019 - 06:02]

اتومي جګړه

لیک : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

اټومي جګره د بشري تمدن پای او د نړیوال اقلیمي ناورین پیل

په اسیا کې د هند او پاکستان اټومي جګړه به ټوله نړۍ د لوږې او قحطۍ له سترو ناورینونو سره مخامخ کړي

امریکا ته د شمالي کوریا اټومي ګواښونه، د ایران او اسرائیلو اټومي دولتونو ګواښونه، د پاکستان او هندوستان تر منځ د اټومي جګړې پيل به نړیوال بشري تمدن او نړیوال اقلیم ته څه پایلې او اغېزې درلودلي شي. د سړې جګړې پر مهال اټومي جګړه د ځمکې پرمخ د قیامت یوه ورځ ګڼل کیده. یوه اټومي جګړه په توله نړۍ کې د پلټونکو، څېړونکو او کارپوهانو لپاره ټر ټولو وېره ونکې او هیښونکي لومړۍ نمبر سناریو وه. د نړۍ اټومي چارو کارپوهانو څېړونکو د اټومي جګړې وحشتناکه سناریو تر اخره پوري محاسبه کړي وه. د لویدیځ او ختیځ ویجاړونکی اټومي وسلو ګواښ یو ریښتنۍ واقعي ګواښ وه. د اټومي وسلو په کارولو سره به ټول بشریت ته د پای ټکی ایښودل شواې واې. د سړې جګړې د پای ته رسیدو او د هیروشیما او ناګاساکي له اټومي برید را ورسته لویدیځي نړۍ تر ډیره بریده د اټومي جګړې وېره له یاده ویستلي ده.

نن ورځ د سړې جګړې په پرتله د هند او پاکستان ترمنځه د اټومي وسلو برید ګواښ ځښت ډیر شوني بریښې. ځکه دواړه اټومي ځواکونه د اټومي تکتیکي وسلو سره یو بل ته مخامخ په مورچو کې پراته دي. وسمهال د هند او پاکستان ترمنځ د یوې محدوي سیمه ییزې اټومي جګړي برید نړۍ ته تر ټولو ستر ګواښونه رامنځ ته کړي دی. همداراز د ایران او شمالي کوریا د اټومي وسلو د برید ګواښ هم محسوس کیږي. د یوې داسي اټومي ډارونکي جګړې اغيزې او پایلې به په څه ډول را ښکاره شي.

د اټومي جګړې څېړونکي او پلټونکي په دې اند دي، چې د اټومي جګړې له پیلدو سره به په ټوله نړۍ کې تر دوه میلیاردو ډیر وګړي ووژل شي یا د لوږې او قحطۍ له ناورینونو سره مخامخ شي. کارپوهان په دې اند دي، د هند او پاکستان د روانې شخړې او ترینګلتیا ته به کتو سره د سړې جګړې په پرتله وسمهال د دې شونتیا ځښته ډیره لیدل کیږي، څو په دواړو هیوادونو کې اټومي وسلې وکاروال شي. په نړۍ کې هیڅ بل هیواد او بل ځای نشته لکه هند او پاکستان چې هلته اټومي وسلې په دومره چتکتیا سره وده او پرمختګ کړي وي. په ټوله نړۍ کې په بل هیڅ ځای کې د دې ګواښ نه لیدل کیږي، چې هلته اټومي وسلې په ډیره اساني سره دسختدریځو ترهګرو ډلو لاسونو ته ونه لوېږي.

د هند او پاکستان اټومي دولتونو تر منځ په کشمیر کې ترینګلتیا په ډرامتیکه توګه خپل ورستۍ پړاو ته رسیدلي ده. د دواړو اټومي دولتونو تر منځ هوايي جګړه او د ټوپونو ډزې ترسره شوي دي. وسمهال د همدې جګړې له امله د لاین افکنټرول سره کرښه ماته شوي ده .کشمیر له ډیرې اوږدې مودې راهیسې د نړۍ تر ټولو یوه ګواښمنه سیمه ګڼل کیږي.

هندو ستان د ۱۹۷۴ او پاکستان د ۱۹۹۸ کلونو راهیسې اټومي وسلې لري. پوښتنه دا ده، چې وسمهال د هند او پاکستان ترمنځ د اټومي جګړې ګواښ څومره شتون لري. که څه هم دوی یو بل ته د پخوا نه د اټومي جګړې د خطر زنګونه وهلي دي. پاکستان به خامخا هغمهال خپلې اټومي وسله وکاروي، کله چې دوی د هند پیاوړي وسله وال پوځ پرمختګ په خپله خاوره کې ونشي درولې. هندوستان به خامخا هغمهال خپله اټومي وسله وکاروي، کله چې پر هند د اټومي وسلې برید وشي. د دې سره سره د پاکستان دفاع وزیرانو څو څووارې خبرداری ورکړي، که هیواد يې له هند سره د جګړې حالت ته ورنیږدې شي، دوی اټومي وسله کاروي. پاکستاني پوځې چارواکو دا هم ویلي دي، چې د دوی د اټومي وسلو پروګرام د هند لپاره ځانګړي جوړي شوي دی. دوی به د هند پیاوړي وسله وال ځواک د غیر اټومي برید یا دودیزه جګړې په وړاندې هم خپلې اټومي وسلې وکاروي. ورسره هند هم مجبوريږي، څو خپله اټومي وسله د ځان دفاع لپاره وکاروي.

په واشنګټن کې د ستراتیجۍ جوړولو مرکز د Center for Strategie and International studies (CSIS ) د شمېرو او پلټنو په بنسټ هند نهه ډول ډول فعال او چمتو د توغندیو سیسټمونه لري. له دې جملې څخه د توغندیو یو سیسټم د Typ Agen -3 نومیږي،دا سیسټم تر ۵۰۰ کیلومترو پوري واټن ویشتلي شي. پاکستاني توغندي د چینایانو په مرسته جوړ شوي دي. د دوی توغندي د هند په خاوره کې هره سیمه په نښه کولی شي. هند او پا کستان د لنډ واټن ویشتونکي اټومي سرخولي لیږدونکي توغندې هم لري. د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومترو واټن ویشتلي شي .د سویدن ستهکولم په ښار کې میشت د سولې او پلټنې انیستیتیوت د څېړنو او راپورونو پر بنسټ Stockholmer internationals Friedensforschungsinstitut ( SIPRI ) د هند او پاکستان اټومي وسلې په خپلو تجهزاتو کې غورځونکي اټومي بمونه هم لري. د پاکستان ټول اټومي سرخولي لیږدونکي ټوغندیو شمېر د۱۴۰ څخه تر ۱۵۰ او د هند د ۱۳۰ څخه تر ۱۴۰ ډیر توغندې لري. د پاکستان سرخولي لیږدونکي توغندي کولاي شي تر ۴۰ کیلو مترو واټن پوري اټومي وسلې ولیږدوي.

داسي یوه اټومي جګړه به سیمې او نړۍ ته خورا ناوړه ګواښمني اغېزې او پایلې ولري. نوې څېړنې او پایلې ښيي، چې د اټومي جګړو اغېزو ته ډیره لږ پاملرنه او ارزښت ورکول کیږي. په دې هکله د نړیوال ډاکټرانو ټولنې یوه څېړنه تر سره کړي International Physician for the Prevention of Nuclear War دوی وايي: که د هند او پاکستان ترمنځ اټومي جګړه پیل شي، دا شنوني ده، چې د اټومي جګړې اغېزې به تر دوه میلیارده وګړي د خوارځواکۍ، لوږې، قحطۍ او فقر له ګواښونو سره مخامخ کړي. څېړنواله امریکايي ډاکټره ( ایرینا هیلفند) وايي: موږ باید دغه سیمه کې د چین هیواد د خوراک او خوراکې توکو حالت ته هم پام وکړو. دا متخصصین کارپوهان په دې اند دي، چې د اټومي جګړې ورسته د چین په هیواد د وریجو په حاصلاتو کې څلرویشت سلنه کمښت رامنځ ته کیداې شي. د جوارو په حاصلاتو کې هم څلرویشت سلنه او د غنمو په حاصلاتو کې تر پنځوس سلنې پورې کمښت را منځ ته کیداې شي. له دې سره به د چین په هیواد کې تر یو میلیاردو انسانانو پورې یعني درې برخې وګړې به د خوارځواکۍ، قحطۍ او فقر کندې ته وروغورزول شي. دا پوهنیزه څېړنه د امریکا د نیو جرسي په پوهنتون کې دې پوهانو په ګډه تر سره کړي ده. Lili Xia , Alan Robock, Michael, Mills, Stenke, and Ira Helfand  Department of Environmental Scinces, Rutgars Universität New Brunswick, New Jersey  USA. Global Famine after a Regional Nuclear War

د امریکې متحده ایالاتو په څلورو پوهنتونو کې څېړونکو او ساینسي کارپوهانو د یوې نوې اقلیمي ماډل محاسبې له مخي: وایي، کله چې ستر ښارونه د یوې محدودې اټومي جګړې د برید له امله سوځي. هوا د کیمیاوي راډیو اکټیفي توکو باندې ککړیږي او د ککړې هوا له امله چاپیریال ته ډول ډول زیانونه اړولي شي.

په ۲۰۰۶ کال کې د سیمې په اړه لومړنۍ پارونکي او حیرانونکي څېړنه د اټومي جګړې د اغیزو او پایلو په اړه امریکايي پلټونکو ساینس پوهانو Owen Toon and Alan Robock خپره کړي ده. د دوی سناریو په ډیرو پوهنیزو پلټنو او څېړنو کې د اخیځلیک په ټوګه کارول شوي ده. دا متخصصین په دې اند دي، کله چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه ونښلي، دواړه هیوادونه به په ټولېږه توګه سل اټومي بمونه وکاروي یا وغورځوي. د هر یوه هیواد چاودیدونکو اټومي بمونو ځواک به تر پینځلسو کیلو ټنه TNT پوري وي. د دې اټومي بمونو ځواک به په پرتلېزه توګه د سلو هیروشیما اټومي بم ځواک په څېر وي. په یوه برید کې به په میلیونه انسانان ووژل شي. که څه هم دواړو هیوادنو به خپلي نیمايي اټومې وسلې نه وي کارولي. د محاسبو پر بنسټ د اټومي جګړې له امله د سوځیدلي ښارونو څخه به په میلیونونه ټنه تور پوډري ډوله لوګي، د سوځیدلي توکو لوګي، ګرد، دوړې او غبار به د اسمان اټموسفیر Stratosehere ته پورته شي. لومړي به پر سیمه په بېساري توګه یوه ټودوخه وچلیږي، ورسره به په پراخه پیمانه د اور لمبې جګې شي او چټل، ناپاک او ناوالي کیمیاوی توکې به په هوا کې خپاره شي. ورسته به د لمر په واسطه دا تیاره تور رنګه ذرات تاوده شي او تر شپیتو کیلو مترو پوري به اسمان ته وخیږي. دا تور رنګه اټومي ذرات به پر ټوله نړۍ خپاره شی یا ووریږي. له دې سره به د لمر رڼا ډیره تیاره شي او ځمکه به ځښته ډیره سړه شي. په هوا کې د دې تور رنګو پوډري رنګه کیمیاوي ذراتو مقدار به تر دولسو میلیونو ټنو پوري وي. تر ډیرو کلونو پوري به زموږ نړۍ سخته سړه یا یخه وي.

که پېنځه میلیونه ټنه تور رنګه کیمیاوي ذرات فضا ته وشړل شي، په اوسط ډول د اټومي جګړې څخه ورسته به په دریو کلونو کې د یوې درجي نه تر یوې نیمې درجې پوري هوا نوره سړه شي. له دې سره به دکرنیزو حاصلاتو کمښت رامنځ ته شي او لوږه او قحطۍ به خپره شي.

دا نوي علمي څېړنې، پخواني پلټنې او موندنې د اکتوبر په میاشت کې د سویس هیواد ایډګنوسیشه تخنیکي پوهنتون کې د Eidgenössische Technische Hochschule Zürich (ETH ) د میرمن « اندریا شتنګه « د ماهرو کارپوهانو د ټیم له خوا تائېد شوي دي.

د کارپوهانو او متخصصینو ډله په خپلو پلټنو او څېړنو کې دا هم تائیدوي، چې یوه سیمه ییزه اټومي جګړه به په فضا کې د اوزون طبقې ته جدي او شدید زیانونه اړولي شي او په لسو کلونو کې به د نړیواله تودوخه، سوړوالي او د وریځو په حالاتو کې ناوړه بدلونونه رامنځ ته شي.

د اټومي جګړې اغېزې او پایلې په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو پر سوداګرۍ ویجاړونکي اغېز ولري. نن ورځ د خوراکي توکو سیستم د یو بل سره ټینګ تړل شوي دی. ورسره به په سیسټماټیک ډول ټولې نړۍ ته سخت ټکانونه ورکړل شي او د چاپیریال سترې ستونزې به رامنځ ته کړي.

د جرمني د بن ښار کې د ملګرو ملتونو په یوه پوهنتون کې ښاغلی کوکو ویرنر د چاپیریال ساتني او اقلیمي بدلون په ډیپارټمنټ کې څېړني تر سره کوي، هغه وایې : په امریکا کې یوازې دوه اوونۍ په پرلپسې توګه تودوخه د خوراکي توکو په بیو باندې په بیساري ډول اغېز کوي. ښايي په بل ځای کې د لوږې په اړه نارامۍ رامنځ ته شي. په ځانګړي ډول په هغه سیمو کې چې هڅې هم د خوراکې توکو کمښت شتون لري.

په سویلې اسیا کې به ډیرۍ خلک د اټومي جګړې د اغېزو او پایلو له امله مړه شي. د همبورګ ښار په پوهنتون کې د اقلیمي بدلون څېړنوال ښاغلی یواخیم ماروغڅکه وايي: د یوې اټومي جګړې غیر مستقیمي پایلې به له پلان شویو چاودنو، اورلګیدنو او د واړنګو د مستقیمو اغېزو څخه لا نوره جدې وي.

د بېلګې په ډول د یوه ناورین یادونه، کله چې په ۱۸۱۵ کې به هندونیزیا کې د تمبورا په نامه توپان پیل شو. یوه لویه کچه خاورې ایرې او تور رنګه ذرات د هوا اتموسفیر ته ورپو کړل شول، د یورویشیا او د شمالي امریکې د تودوخې درجه په ښکاره توګه راښکته شوه، ورسره درست کال پرته له اوړي تیر شو او سړې هوا او کنګل ټول فصلونه لمنځه یوړل او په ډیرو هیوادو کې لوږه او قحطۍ رامنځته شوه. د دې سړې هوا اغېز یوازې په همغاغه کال کې محسوس شوې، خو د یوه سیمه ییزې اټومي جګړې اغېز د دې پلټنو پر بنسټ تر لسو کلونو پورې اوږد شي. د سلو اټومي وسلو کارول چې د چاودنې ځواک يې تر پینځلسو کیلو ټنه وي، د هغي ایرې او تور رنګه پوډري ذراتو اغېز به ټوله نړۍ ککړه کړي او د ټول بشریت پر تاریخ به سیوره وغوځوي. که څه هم د هیروشیما اټومي بم په اندازه سل اتومي بمونه نشي کولي د یو اټومي ژمي لامل وګرځي، خو اقلیم ته او اوزون طبقي ته په کافي اندازه ویجاړونکي زیانونه رسولي شي.

پوښتنه دا ده چې د ښاغلی تووم او مېرمن روبیکه د سل اټومي بمونوسناریو کې څومره کسان وژل کیداې شي. دا کاپوهان وايي:.دا شونی ده چې د هند او پاکستان د اټومي جګړه برید کې تر شلو میلیونه انسانان ووژل شي. د دې کارپوهانو د محاسبو پر بنسټ پاکستان ۵۲ او هند ۸۵ اټومي وسلې په خپل اختیار کې لري. د دوی د اټومي بمونو د چاودیدني ځواک خورا لږ دی، ځکه دوی په خپله اټومي ټیکنالوجۍ کې د ځانګړې وېشل شويو هستوي ټیکنالوجۍڅخه کار اخیستلي دی. د دې اټومي وسلو د چاودنو ځواک د شلو کیلو ټنو ) ټي ان ټي) څخه نشي ډیریدلي. پر دې بنسټ که اټومي ځواک هند او پاکستان پر یو بل د اټومي وسلو برید وکړي، په دوی کې به د دویمي نړیوالې جګړې په پرتله نیمایي خلک ووژل شي.

د ډیرو اټومي وسلو جوړولو په اړه د پاکستان رسمي دریځ داسي دی: دوی هڅه کوي، څو د ډیر وړو تکتیکي اټومي بمونه جوړ ولو له لارې په خپله خاوره کې د هندد زغروالو ځواک قطعاتو یا جزوتامونو پرمختګ مخه ونیسي. د پاکستان د همدې تکتیکي پلان په وړاندې بیا هند د ٬٬ Gold Start Plan ٬٬ یا د سروزرو پیل پلان لري. هند دپوځې دوکټورینو یا پلان له مخي هڅه کوي، څو د جګړې پر مهال خپل زغروال ټانکونه او شوبلې په ډیره چټکۍ سره د پاکستان خاوري ته ور دنننه کړي. څو د پاکستان د تکتیکي اټومي وسلو څخه ځان وژغوري او یا د لږو تلفاتو په ورکولو سره د پاکستان به خاوره کې خپل پر مختګ ته دوام ورکړي. د پاکستان د وړو تکتیکي اټومي بمونو ستراتیجي دومره موثره نه بریښي، یو پېنځلس کیلو ټنه اټومي بم کولي شي، د لسو څخه تر پینځلسوزغروال وسایط یا ټانکونه له منځه یوسي. پاکستان د هند د زغروال پوځ مقابلې لپاره ډیرو وړو تکتیکي اټومي بمونو ته اړتیا لري. په داسي حال کې چې پاکستان له ډیرې مودې راهیسې پوروړی هیواد دی، د اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

نړیوالي ټولنې مجبوره ده ، څو د پاکستان سره مالي مرستې وکړي، که پاکستان د سومالیا یا کانګو هیوادو په څیر یو هیواد واې، هیڅ څوک به ور سره دلچسپي ونه لري. پاکستانۍ اشتبلیشمنټ پر نړیوالي ټولنې خپلې اټومي وسلې د یو تهدید یا باج اخیستلو په څېر کاروي. دوی پوهیږي، چې د اټومي وسلو په درلودلو سره د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه او جاپان نشي کولي او نه غواړي چې په اټومي وسلو سمبال پاکستان لا نوره بي ثباته او له سقوط سره مخامخ شي. پاکستانۍ اشتملیشمنټ د نړیوالي ټولنې په همدې وېره او اندېښنه پوهیږي او دا وېره د یوې تهدیدې یا باج اخیستلو وسیلې په توګه یا د یوه چاودیدونکي ګواښ په توګه کاروي، پاکستان له دې لارې نړیواله ټولنه اقتصادي همکاري ته مجبوره وي.

پاکستان خپلې اټومي وسلې د هند په پوله ځاي پرځای کړي دي .پاکستان د خپل جنګي تکتیک له لارې غواړي خپلې اټومی وسلې ٬٬د نصر لنډ واټن توغندې٬٬د هند په پوله ځاي پرځاي کړي. څو د هند پیاوړي او زورو وسله وال پوځ پرې وبیروي او د برید پر مهال په بوله کې تم کړي،پاکستان د همدې تکتیکي موخي لپاره خپل د نصر د توغندیو سیستم ته پراختیا ورکړي ده. خو کارپوهان خبرداری ورکوي، پاکستان د خپل نصر وړو تکتیکي اټومي بمونو سره خپل هیواد د تباهي او بریادۍ سره مخامخ کړي دی. پاکستان به د هند زغروال پوځ باندې په خپله خاوره کې اټومي برید کوي. پاکستان د خپلو وړو اټومي بمونو خوب سره دا پلان لري، څو د هند پیاوړي وسله وال برید د همدې وړو کتیکي اټومي بمونو له لارې په خپله خاوره کې ودروي. که پاکستان د خپلو جنګي الوتکو له لارې اټومي وسله هند ته د برید لپاره ولېږدوي. هند به د خپل مډرن رادار سیسټم له لارې (Radar Imagging Satellit ) د پاکستان اټومي برید د هوا هر ډول حالت کې ډیر ژر وپېژني او تثبیت کړي او متقابل غبرګون به وښیي. دهند نوې  رادار یا سټلایت مدار یا دایروي اغېز ۸۷۰ کیلومتر دی.

پاکستان تر اوسه په رسمي او ډاډمنه ټوګه هیڅ داسي نه دي ویلې: چې دوی به لومړي د اټومي وسلو برید نه کوي. دا شونې ده، چې پاکستان به د هند هر ډول دودیزه پوځي برید ته په اټومي وسلو ځواب ورکوي. له همدې امله پاکستاني پوځیان وايي، زموږ ځواب به حیرانونکي وي.

د پاکستان ۲۲ سلنه وګړي همدا اوس د قحطۍ او خوارځواکې له ګواښ سره مخامخ دي .پاکستان د ۱۱۸ مخ پر ودې هیوادنو په قطار کې ۱۰۷ نمبر کې ځای لري. پاکستان د انرجۍ او بریښنا له کمښت سره مخامخ دی او هره ورځ په پاکستان کې بریښنا بنده وي .

د پاکستان اټومی وسلې نه یوارې په اساني سره د سختدرځو ترهګرو لاس ته لویدلي شي، بلکې په پاکستان کې د عبدالقدیر خان په نامه یو د اټومي وسلو یو سوپرمارکیټ شته، خان اټومي وسلې تخنیک او تجهزات نه یوازې پر شمالي کوریا بلکې پر ایران، لیبیا پلورلي دي او ښايي اوس پر سعودي عربستان هم وپلوري. خان کلونه کلونه د اټومي وسلو تخنیک او تجهزات د نړیوال اټومي بندیزونو او د نړیوالو قوانینو تړونو خلاف پر شمالی کوریا اټومي تخینک او پوهه پلورلي ده، خان ته تر اوسه هیڅ چا سزا ته ده ور کړي.

پاکستان او هند تر اوسه د اټومي هیوادنو د ټولنې د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون نه دی لاسلیک کړي. Nonprolifration Treaty NPT)) دا ټولنه یوازې امریکا، برتانیه، فرانسه او چین هیوادونه په رسمیت پېژني.

لنډیز او وړانډیز :

د هند او پاکستان د اټومي کړکیچ ته په کتو سره، که د قیامت ورځ په نیمه شپه کې پيل کیږي، بیا نیمي شپي ته د پخوا به پرتله اوس ډیر لږ وخت پاتي دی. د هند او پاکستان ترمنځ د انګریزي کولونیالیزم میراث زړه ترینګلتیا دومره مهمه خبره نه ده، بلکه په سیمه کې د پاکستان دومره ډیرې تکتیکي اټومي وسلې یو ریښتنۍ ستر ګواښ دی. افغانستان د هند او پاکستان ورسته دریم هیواد دی، چې له دې اټومي جګړې به زیانمن کیږي .

پاکستان یو ناکامه دولت دی،پاکستان یو پوروړی، سیاسي بې ثباته، د سقوط او تجزیې سره مخامح هیواد دي، کیدای شي د دوی اټومي وسلې په ډیره اسانه سره د ترهګرو یا غلطو لاسونو ته ولویږي او یا دا واړې اټومي وسلې په پاکستان کې غلا شي. مخکې له دې چې پاکستان تجزیه شي او یا د هند سره اټومي جګړه پیل کړي او له دې امله په سیمه کې یوه اټومي فاجعه رامنځ ته شي.په دې بشري فاجعې کې به تر دوه میلیاردو انسانان ووژل شي. له دې امله د افغانانو د اټوم ضد غورځنګ د ملګرو ملتونو د اټومي انرجۍ نړیوال سازمان له پلټونکو او د نړیوالې اټومي څار ټولنې څخه په جدي توګه غوښتنه کوي، څو د پاکستان څخه اټومي وسلې د سیاسي اقتصادي فشار او خبرو اترو له لارې راټولې کړي.

پای

 

-
بېرته شاته