(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ېوه الماني څېړنیزه خبرېال

[12.Dec.2018 - 20:10]

یوه الماني څېړنیزه خبریال له جلال ابادڅخه د افغانستان د جګړې په اړه یوه سیاسي تبصره لیکلي

لیکوال او شناند: ولفګنګ به ور، ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 

موږ په افغانستان کې مات شوي یو: جرمني په افغانستان کې پاتې راغلی، په پوځي او همدارنګه د پرمختیايي مرستو په ډګرونو کې ناکام شوي دی. که څه هم د پوځونو او د جدیت کمښت شتون نه درلود.

په افغانستان کې خونړې جګړه، دا جګړه د جرمني فدرالي حکومت له لوري له ډیرو کالونو راهیسې (د افغانستان خونړې جګړه) په نوم نه نومول کیده، بلکې دا جګړه به په نورو لغاتونو کې لکه د ثبات تینګښت ماموریت تر نامه لاندې پټیده. خو اصلاً موږ دا جګړه له ډیرې پخوا راهیسې بایللي ده. وسمهال له دې ورسته د طالبانو په وړاندې د بری هیڅ چانس یا تمه نور نشته، د جرمني د بهرنۍ سیاست سیاستوال له یوه ډیر شرمونکي لغت څخه کار اخلې. دا لغت د نورو لغاتونو څخه لا اندیښمنوونکی بریښې، هغه د ماتې لغت دی.

د ۱۹۴۵ کال راهیسې جرمنان مجبوره وو، د دغې لغات له کارولو او ویلو څخه ډډه وکړي.

جرمنۍ خبریال د جګړو له ډګرونو څخه لیکي، موږ په افغانستان کې ختم شوي یو، موږ د خپلو پوځي او ملکي پلانونه سره ختم شوي یو، موږ د خپل صبر او زغم سره ختم یو. د فدرالي المان شپږو حکومتونو په پر له پسې ټوګه بې پایلې د طالبانو په وړاندې جګړه کې ونښلیدل او هڅه دا وه، څو یو ولسواکه دولت رامنځته کړي. خو د ناوړو پایلو سره مخامخ شول. دا جګړه د هندو کوښښ په غرونو کې د دواړو نړیوالو جګړو له مودې څخه اوږده شوي ده. دا جګړه اوس اوولسم کال ته ورننوځي. د جګړې په دواړو غاړو کې یو سل پنځوس زره کسان ووژل شوي دي. طالبانو د دې هیواد ستره برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. د لویدیځ له ملاتړ برخمن حکومت د څو مختلفو اړخونو څخه رامنځته شوي دی. دوی په خپلو کې سره خوري او د فساد په ګنډه دنډه کې دوبیږي. د مافیایې کړې مشرانو او جنګسالارانو د ولسي جرګې ستره برخه په خپل کنټرول کې راوستي. داعیش هڅه کوي په دې ګډوډې کې ځانته ځای ومومي، ایران هڅه کوي، ځانته ځای ومومي او پاکستان ځان په افغانستان کې بیا پیاوړي کړي دی. د افغانستان اسلامي دولت یواځې په سترو ښارونو کې شتون لري او هلته هم د ړنګیدو په حال کې لیدل کیږي.

په داسی یو حالت کې د محمد اشرف غني حکومت څومره د مایوسۍ له ناوړه وضعیت سره مخامخ دی. ثبوت یې په تیره اوونۍ کې د طالبانو سره پرته له مخکنۍ شرطونو ایښودلو سره د سولې او روغې جوړې خبرو اترو وړاندیز دی. تر دې دمه هغه دا ډول مذاکرات په کلکه رد ولو. دا هم ناشونې بریښې چې طالبان به دا وړانډیزونه ومني او یا مثبت ځواب به ورکړي: ځکه ټایم د طالبانو په لورې ورڅرخي.

څیړنیز خبریال لیکي، زه دغه کرښې د دریو مترو جګو دیوالو تر شا لیکم، دا دیوالونه پر اغزن سیمونو پوښلې شوې دي. زه همدا اوس د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې د یو سیاسي چارواکې په شخصي کور کې د دیرشو سرتېرو له لوري ساتل کیږم. په دغه ولایت کې حکومت د ۲۲ ولسوالیو څخه یواځې څلور په خپل کنټرول کې لري. په ښار کې تقریباً هره ورځ وژنې او چاودنې تر سره کیږي. څو ورځې مخکې ځانمرګي بریدګرو د ماشومانو د ژغورني پر دفتر ځانمرګي برید تر سره کړو. ما په خپله د ځانمرګي د وجود د غوښې ټوټې ولیدې، کومې چې د هغې بمې چاودنې پر سړک شیندلې وې. ما ولیدل چې پولیسو او پوځیانو په ساعتونو په دې هڅه کې بوخت وه، څو د یوې انجیو ۴۱ کسه بند پاتي کارکونکې وژغوري. دوی له سختو روحي ټپونو سره راویستل شول، دوی په وینو او ګړدونو کې پوښلې وه.

د طالبانو له پرځیدو را ورسته هیڅ مهال د دې هیواد حالات دومره خراب شوي نه وه، لکه وسمهال. د پلازمینې کابل امنیت هم ورسره ډیر خراب شوي دی.امریکايي پوځیان پر سړکونو نشي ګرځیدې. امریکایان د خپل کمزوري محتاجه دولت په مرکز کې د هوا له لارې له يو ځاې څخه بل ځاي ته حرکت کوي. دوی په ښار کې خپلو موخو ته د یو شمیر ځانګړو چورلکې لخوا له یوې سیمې څخه بلې ته لیږدول کیږي.

له کلونو راهیسې امریکایان په دې هیواد کې بې موخې سرګردانه اخوا دیخوا ګرځي. دوی په لنډ مهال کې په میلیارډونو ډالر افغانستان ته ورپمپ کړل او په لنډ وخت کې بیرته را ټولوي. دوی یو مصنوعی اقتصاد رامنځته کړی، که اوس یې پریږدي له منځه به ولاړ شي یا سقوط سره به مخامخ شي. دوی له یو لوی لښکر سره جګړې ته راغلې دي، څو دوی په څو میاشتو کې بیرته ستانه شي. ټرمپ غواړې د داعیش سره په افغانستان کې جګړه وکړي. خو په دې برخه کې د ده له حکومت سره هیڅ ډول طرحه نشته.

د جرمني هیواد ډیپلوماسۍ اغېز په دې برخه کې د هر کله په پرتله خورا لږ بریښي. د مې په میاشت کې د جرمني سفارت ودانۍ د یوې چاودنې په طرڅ کې ویجاړه شوه. اوس یواځې په دې هیواد کې پېنځه ډیپلوماتان پاتې دي، دوی د امریکا په سفارت کې ځانونه ساتي. تقریبا د دوی ټولې د بیارغونې منابع د سفارت د دودانۍ له ودانولو سره تړلي شوي پاتې دي. په افغانستان کې د جرمني ډیپلوماسۍ د یو سیاسی ځواک په توګه پر سفارت د برید راهیسې په ریښتینه مانا بالکل له منځه تللي یا په ټپه دریدلي ده.

د ۲۰۰۱ کال راهیسې د جرمني وسله وال پوځې ته د ثبات راوستو ماموریت لپاره لس میلیارده یورو وربیدلي دي. په حساسو وختونو کې د جرمني شپاړلس زره پوځیانو شتون درلودل، وسمهال په افغانستان کې ۹۸۰ سرتیرې پاتي دي. د المان وسله وال پوځ په کندوز کې یوازې یو وار د نیم کال لپاره وجنګیدو. په جګړه کې د دوی جګړییز قابلیت او وړتیا ډیر لږه ثابته شوه. امریکايي پوځیانو ژر تر ژره د دوی ځای بدل کړو. افغان سیاستوال پر جرمني پوځیانو ټوکې یا ریشخندوهي،دوی وايي لکه چې د جرمنانو څخه جګړه هیره شوي وي.

الماني قوماندانان د هیواد امنیت په پرتله د خپلو سرتیرو امنیت ته ډیر اهمیت ورکوي. د برلین څخه همدا ډول امر دوی ته د مارش پر مهال شوي دی. په عین حال کې دوی په مزارشریف کې په خپل کمپ کې خورا ډیر خوښ دي. ډیرې الماني سرتیرې په افغانستان کې د خپل خدمت په موده کې یو افغان هم په سترګه نه ویني.

جرمني افسرانو جګړه په تخنیکي وسایلو کې په ماډلي ډوله زده کړي ده او یا د سرتیرو د انداخت په ډګرونو کې تمریني زده کړي ده. دوی د افغان لوی درستیز مشرتابه ته د جګړې لارښوونې په برخه کې مشورې ورکوې. د هندوکوښښ په غرونو کې د الماني سرتیرو رسمې ماموریت لامل ډیر څه کیداي شي. د افغانستان په اړه د المان مسیحي د موکرات او سوسیال دموکرات ګوندونو ټولې ورستي مقدماتي خبرو اترو پایله دا شوه، څو ۳۰۰ نور جرمني سرتیرې مزار شریف ته ولیږي. دوی د هیواد د امنیت ښه کولو لپاره نه دي استولي شوي، بلکې دوی د جرمني پوځي مشاورینو او افسرانو امنیت لا نوره خوندي کولو لپاره لیږدولي شوي دي.

د جرمني په دې اوسنۍ نوې ولسي جرګه کې د دولت د مالیو پيسو تر ټولو ډیره بیځایه خرچه د المان پر وسله وال پوځ مصرفیږي.

زموږ پرمختیايي مرستې ؟

جرمني د افغانستان د ټولنیز پرمختګ او بیارغونې چارو کې دریم ستر لوی مرسته کوونکي هیواد دی. د المان څخه په دې ورستیو لسو کلونو کې هیڅ کوم بل هیواد دومره ډیرې پیسې نه دي ترلاسه کړي، لکه افغانستان. پر دې مالي مرستو ډیرې ښې چارې تر سره شوي دي، ځښت ډیر پلونه جوړ شول، کوهي وکیندل شول، ښوونځې ورغول شول، خو سره د دې ټولو ریکارډي مرستو او پیسو د دغې هیواد امنیت ټینګ او ډاډمن نشو. لیکوال لیکي، بشري مرستې وسله وال کړکیچونه نشي حلولي. په افغانستان کې چیرته چې واټ یا سړک ختمیږي، هلته بغاوت پیل لیږي. دا خبره لس کاله مخکې د امریکې وسله وال پوځ مشرتابه کړي وه. په ۲۰۱۸ کال کې بیا داسي ویل کیږي، ٬٬چیر ته چې سړک پیل لیږي، هلته پاڅون پیل کیږي٬٬ .

د ۲۰۰۲ کال راهیسې یوازې د امریکا متحده ایالاتو یو بیلیون ډالر په افغانستان کې مصرف کړي دي. د هیواد په شمال کې د فیض اباد وړوکي ښار د المان له دولت څخه نږدې یو میلیارد یورو ترلاسه کړي دي. یو میلیارد یورو د ۵۰۰۰۰ وګړو لپاره مصرف شوې دي.

له افغانستانه لیکوال لیکي: موږ په دې باور یو، چې افغانان به ځانته راونیسو. یوې دقیقې تحقیقاتي سروې یا څېړنې د افغانستان په ولایاتو کې د لویدیځ د بیارغونې مرستو اغېز پلټلي دی، دا څېړنه ښيي، کومی مرستې چې د افغانستان په ولایاتو کې تر سره شوې دی، له دې مرستو څخه افغان حکومت دومره ګټه نه ده اخیستلي، لکه څومره چې طالبانو ترینه ګټې اخیستلي ده.

خو سربیره پر دې په برلین کې بیا هم هیڅ څوک بل ډول فکر نه کوي، له ډیرو کلونو راهیسې د افغانستان او جرمني د بنسټیزو کرښو سیاست د بهرني سیاست یو شمیر جرمني سیاستوال ټاکې. دوی تر اوسه همداسي پر خپل سیاست ولاړ پاتي شوې دي.

د ډیرۍ الماني کارپوهانو د المان فدرالي جمهوریت څخه دا غوښتنه لري، څو خپلې نغدې پیسې یا مرستې بندې کړئ، د نورو بسپنه ورکونکو هیوادونو په څېر خپلې پرمختیایې چارې د خپلواکو سرچینو او موسسو له لور ورته بیا کنته وکړئ او خپلې مرستې تر کنټرول لاندې ونیسئ. د دې لپاره اوس تر ټولو ښه لوړ وخت دی.

د بېلګې په ډول، په همدې کال کې د جرمني Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeitد ګډو همکاري نړیواله ټولنه (جي اې ځید) په افغانستان کې یوې پروژې ته سل ملیونه یورو تخصیص ورکړی دی، ځايې الماني پرسونل د امنیت د نشتون له کبله نه شی کولې، چې دا پیسې مصرف کړي. له دې هیواده د جرمني پوځیانو د وتلو په څیر د جرمني د ګډوهمکاري نړیواله ټولنه (جي اې ځید) پرسونل هم تقریبا ټول وتلې دی او یا خپل پرسونل په جدې توګه ځښت ډیر لږ کړي دی. د دوی پرسونل د څو لنډو ورځو لپاره په کابل کې پاتي کیږي. بیا بیر ته ډوبۍ ته الوتنه کوي. په کابل کې د نا امنۍ له وجې یوازې یو بیس یا دفتر د جګو جګو دیوالونو تر شا پاتې دی. د جرمني د ګډو همکاري نړیواله ټولنه (جي اې ځید) د افغانانو یوه ډیره ښه مسلکې او تجربکاره متخصصه ډله لري. دوی په خپله بنده کلاه کې ناست دي، خو په ډیره سختۍ سره کنټرول لیږي. دوی د لرې څخه د٬٬ ریموټ کنټرول د مدیریت٬٬ له لارې کنټرول کیږي. په بیړنیو حالاتو کې له دې جادويي فورمول څخه کار اخیستل کیږي.

پوښتنه دا ده ، آیا موږ لا په دې هیواد کې مرسته کولای شو ؟

دا پوښتنه لا له ډیر وخته د تړل شویو دروازو تر شا په کانفرانسونو کې د سترو مرستندویه ټولنو په کوپرېو کې ګر ځي راګرځې. خو دوی نه غواړې یا زړه نا زړه دي، دوی د وېرې له وجهې د دې پوښتنې په اړه په عامه توګه عامه بحث یا خبرې اترې نه کوي. دوی د خپل شهرت د لاسه ورکولو څخه وېرې لري او د مرستو ورکونکو یا د ډونرانو د مرستو بندیدو د وېرې له امله چپه خوله دي، څو کومه تیروتنه ترینه تر سره نشي.

په ریښتینه مانا زموږ څخه د بشري مرستو سمه مانا ورکه شوي ده.

شناند لیکي، څه چې هلته په سیمه کې پیښیږي، د سیمه ییزو کارپوهانو په اند، زموږ پوهه او زموږ پیسې پر کومو بدلونو باندې په ریښتیني توګه اغیز شیندي. هغه په داسي هیواد لکه افغانستان کې چې ډیر ژر په زهرو بدلیدلي شي. په دې هیواد کې د بشري مرستو ناسمه کارونه، ډیرکړکیچونه لا نوره تاوده کړي او ډیر نور کړکیچونه زیږولې هم دي، چې له امله يي ډیرو مرستندویه سازمانونو خپل کارکونکي له سیمې ایستلي دي. د خلکو سره د دوی شخصي اړیکې لمنځه تللي دي، ورسره په خلکو کې خپل اعتبار بایللي، دا هغه څه دې چې د باور او اړیکو ګټلو کار له کبله ترلاسه کیږي.

په افغانستان کې د بحران یو معمولي بهرنی کارکونکې څلورویشت ساعته کارکوی. دغه ځوان کارکونکی له ځايي خلکو سره هیڅ ډول اړیکې نه لري. دی حداکثر یوکال په خپله دنده کې پاتي کیږي. له دې موې څخه اټکل شپږ میاشتي په هیواد کې دننه تیروي. ده هیڅ کومه ځايي ژبه زده نه وي، دی ډیر لږ کولتوري تجربه یا پوهه له ځانه سره لري. دغه بهرني کارکونکي په توله مانا سیمه ییز کارکونکو ته اړ وي. کله چې سیمه ییز کارکونکې د یو بل تیروتنې او فساد پټوي، دی هیڅ چانس نه لري، چې ځیني سیاسي غلطې پریکړې او مالي فساد وپیژني او رابرسیره کړي. د بحران مرسته کونکي کارګر خپل ټول پام د خپل دفتر بیوروکراتیک اړخونو ته اړولي وي. دی اجازه نه لري له خپل خوندي استوګنځای څخه ووځي. د ده هر ګام او هر مرحله تل د جرمني څخه د امنیتي قواعدو او مقراتو له لوري تنظیمیږي.

ایا موږ په ریښتیا په افغانستان کې ختم شوي یو ؟

دا متن یا دغه لیکنه د تسلیمیدو اعترافونه یا غوښتنه نه ده، بلکې معکوس. دا هم ناشوني ده، څو افغانستان د یو جګ دیوال له لارې ګنګل شي او په انزوا کې ایسار وساتل شي. موږ غواړو د دې مخنوي وکړو، څو د دې هیواد څخه لوږه بدمرغي او کرکه تر جرمني پوري راونه رسیږي یا ور ونه غورځول شي. ځکه د ننګرهار او نورستان په تنګو درو کې د سختدریځۍ نوي غورځنګونه رازرغونیږي.

ګاوندې هیواد پاکستان به خامخا د ګډوډیو بهیر ته ورګډیږي. د هندوکوښښ په غرونو کې به بیا یو وخت د دووه سترو زبر ځواکونو ټکر رامنځ ته کیږي.

ایا موږ کولاې شو د افغانستان د ستونزو مخنوي وکړو. دا ستونزې به ژر یا ورسته موږ ته راورسیږي. ولې دې ته خو د څرګندو پریکړو اړتیا شته، دلته د ډیرو پیسوخبره نه ده. خبره د ګواښونو پیژندل او پوهاوې په اړه ده. کله چې په افغانستان کې د جرمني وسله وال پوځ ته واقعاً د خپل محدود ظرفیت او وړتیاوو په بنسټ اړتیا وي، باید له افغانستانه ووځي. دې هیواد ته باید یوازې هغه سرتیرې ولیږدول شي، چې د جګړې اجازه لري او جګړه کولي شي.

موږ د خوندیتوب نوی پوهاوي ته اړتیا لرو. او موږ لا نور جدیت ته اړتیا لرو

موږ په تیرو وختونو کې دا تصور درلو، چې دا هیواد به په بنستیزه توګه ودان کړو، مو په دې سم نه پوهیږو، مخکې تر دې چې موږ افغانستان بدل کړو، د دې اړتیا ده چې لومړي باید موږ بدلون په خپل ځان کې ترسره کړو.

زموږ د مرستو سیستیم د نویو را توکیدونکي کړکیچنو سره باید ځان سمبال کړي. نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍد نورو برخو په کړکیچونو هم.

ډیر لږو سترو دولتي مرستندویه ټولنو لکه په افغانستان کې د جرمني د ګډو همکاري نړیواله ټولنه (جي اې ځید) د خپل سیاسي ماموریت په سیمو کې د کړکیچونو او نا امنۍ له کبله مرستې سم نشي بشپړولي. دوه کاله مخکې د جرمني د ګدو همکاري نړیواله ټولنه (جي اې ځید) د سودان هیواد له سویلې برخې څخه ووتله، ځکه دغه هیواد ځښت ډير ورته ناامنه ګرځيدلي وه. موږ نوی امنیتي پوهاوې ته اړتیا لرو. که موږ په افغانستان کې ځینې شیانو ته بدلون ورکول غواړو،بیا موږ اجازه نه لرو چې وډار شو. ان که زموږ همکاران یرغمل ونیول کیږي او یا ووژل کیږي . نور هیوادونه ډیر پیاوړې غبرګونونه ښیي. جرمنان په طالبانو او داعیشایانو کې پيژندل شوي خلک دي. دوی پوهیږي چې جرمنان د جګړه ییز تاوتریخوالي څخه ډیر لري واتڼ لټوي. په مزار شریف کې د جرمني پر جنرال قونسلګري تر بریده ورسته قونسلګري وتړل شوه، کله چې د جرمني د ګډو همکاري نړیواله ټولنې یو کارکونکي یرغمل ونیول شو، دوی په کابل کې خپل ټول دفترونه او میلمستونونه وتړل. د جرمني پر تاسیساتو باندې برید فوري یو سیاسي غبرګون له ځانه سره مل لري. د طالبانو په سترګه کې دا یوه ډیره ښه لاسته راونه ده او ښه موخه تر لاسه کول دي. کله چې موږ د یوې ټولنې په حیث دا ډول قرباني ته چمتو نه یو، موږ اجازه نه لرو، چې په افغانستان کې څه ولټوو یا ولاړ شو.

موږ د شرایطو سره سم نویو جوړښتونو ته اړتیا لرو. موږ په جرمني کې د مرستندویانو نوي نسل ته او نویو روزنیزو مرکزونو اړتیا لرو. دوی ته نه یوازې د پرمختیايي پالیسي لارښوونې وشي بلکې دوی د ژبني او کولتوري اړخ سره بلدتیا هم ولري. ختیځ المان دا ډول چارې لا پخوا تر سره کړی دي

د افغانستان په اړه د جرمني فدرالي جمهوریت پلانونه په پراخه کچه ناکام شوي دي. موږ ژر تر ژره نويو پلانونو ته اړتیا لرو، خو لومړۍ باید موږ دا جرَئت ولرو، څو پر خپله ناکامي اعتراف وکړو.

پای

 

-
بېرته شاته