(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان شهید صمدخان

[14.Nov.2018 - 17:34]

سترسالارسترشهیدخان عبدالصمدخان اڅکزی

لیک:ملک رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکوټه

کله چي انګریزي استعمارګرانوپه کال ۱۸۹۳عیسوي کښي ټوله پښتونخواونېولهنوپه هم دې وخت کښي دانګریزاستعمارپه ضددآزادۍ غورځنګونه په ډیرزورکښي وودغلامۍ په دغوشپووورځوکښي دسهیلي پښتونخواپه تحصیل ګلستان کښي خانشهیدعبدالصمدخان اڅکزي دنورمحمدخان په کورکښي دکال۱۹۰۷دجولاي په میاشته کښي سترګي روڼي کړې.په غیرتي پښتنې کورنۍ کښی دزېـږېدوپه سوب دخان شهیدپه وینه کښي دغیرت اوغازا جذبه توده پرته وه.خان شهیدتراتم سیم پوري زده کړي وکړې دکورنۍ حالاتوله کبله خان شهیدنه سوکولای چي وخپل تعلیم ته وده ورکړي.خان شهیددمېووتجارت کول پېل کړې.دمېودتجارت دپاره به خان

شهیدوپنجاب اودلوي هندوستان ونوروبرخوته تلی راتلی.خان شهیدپه دې تګ راتګ کښي څه انګریزي ژبه هم زده کړه.خان شهیدچي کله یولس کلن وونویې

دانګریزشکېلاک ګروپه ضددمکتب دلوستونکو یولاریون راوېستی وخان شهیدته هغه وخت خپلوانواونوروډیروبدورته وویل خوخان شهیدودې ټولوته دا ځواب روکړ.چي انګریزد زرګونومیل لیري نه راغلی دی اوپه موږه خپله واکمني کوي پښتانه

اونورقامونه یې خپل غلامان کړي دي.په دې خاوره ددې خلګودواکمني حق دی.څوک چي له پخواڅخه دلته په خپله خاوراستوګن دي.په دې خاوره دانګریزانودواکمنۍکولوهیڅ حق نه جوړېـږي.خان شهیددوړکتوب نه دانګریزانو د غلامۍ په ضدوو.خان شهید د مکتب په زمانه کښي هم دانګریزانوپه ضد کار کوی.نوکله چي په ښه اوپه بدپوهـ سونوسم دلاسه یې دانګریزانوپه ضدمبارزه پېل کړه.دخان شهیدپه ژوند کښی یوه داهسي پېښه وسوه چي خان شهیدیې دانګریزانوپه ضددپښتنودحق دپاره ویولوي غورځنګ ته وهڅوی.هغه پېښه داوه چي کله غازي امان الله خان وسهیلي پښتونخواته راورسېدی نوپه هغه ورځ په چمن کښي باران

اورېدای اوخټي وې په دې ځاي کښي چي کوم انګریزپوځیانووغازي امان الله خان

ته سلامي وړاندي کولادهغوپوځیانوګوټونه په خټو سو نوهندواڼویې ګوټونه په ټوالو پاک کول داخوپه ظاهره معمولي غوندي پېښه وه خودې پېښي دخان شهیدپه ژوند کښی ډیرلوي بدلون راوستی خان شهیددمحکوم افغان ملت ټولني دفرنګي استعمارپه ضدپه کال ۱۹۲۹عیسوي کښي په سیاسي توګه هلي ځلي پېل کړې.دمحکوم پښتون دیووالۍ ملي خپلواکی داولس دخپلواکی او د دیموکر یسي دانګریزدغلامۍ څخه خلاسون دپاره په خپل غورځنګ پېل وکړې. هم په دغه کال کښي خان شهید د دسمبرپه میاشته کښي ولاهورته ولاړې. هلته دبهارت مهاسبهااودنوروګوندوکلنۍ غونډي کېدې په دې کښي خان شهید دځان او د پښتونخوا وطن دپاره ډیره رڼاوموندله.دډاګټرسیف الدین اودکاکاصنوبرحسین ویناوي یې خوښي سوې.خان شهید دکال ۱۹۳۰عیسوي په پېل کښي دملګروپه ملتیاپه کلواوجماعتوکښي سیاسي کاراوویناوي پېل کړې.خوډیرژرخان شهیدسره دخپل ورور عبدالسلام خان اوایوب خان اڅکزی فرنګیانوبندیان کړل.اوپه جولاي ۱۹۳۰کښې د فرنګیانوتابع جرګې په امردوه کاله ډنډ(سزا)ورکول شوه اوپه مچ بندي خانه کښې بندیان کړل سول. دیولس میاشتو د تېرولووروسته په ۱۹۳۱کښي خوښي کړل سو.ځکه چي دهندسیاسي مشران لندن ته دګول میزکانفرنس دپاره تلل .ددې وړاندي دګاندهي اودهنددواي سراې لارډارون دلوظ نامې لاندي ټول سیاسي بندیان خوښي کول ضروري وو.

خان شهیداودهغه ملګري دیوګوندجوړولوپه هڅه کښي ووچي یوسف علي خان مګسي په ۱۹۳۲کښي په ملتان کښي د بلوڅانویوه غونډه رابللې وه اوپه دې لړکښي یې وخان شهیدته ترټولولومړي بلنه ورکړه.په دې وخت کښي خان شهیدډیربوخت وو.هم له دې کبله یې د بلوڅانوپه دې غونډه کښي ګډون ونکړ.ددې ور وسته یوځل بیاپه هم دې کال کښي په جیکب آباد کښي دپښتنواوبلوڅانویوګډه قامي جرګه دخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی په مشري کښي وسوه. دې جرګې ډیري پرېکړی وکړې چي په کښي د ایالت نظام حکومت بدلوولواونوی نظام راوستلوپه سهیلي پښتونخوا (برټش بلوچستان)کښي د پښتو ژبه تعلیمي اوسرکاري ژبه ګرځولوپرېکړي د پښتنواوبلوڅانوقامي غورځنګو یودبل سرمرسته کولو په شان نوري پرېکړي وسوې.په دسمبر  ۱۹۳۳کښي خان شهیدپه حیدرآبادسندهـ کښي ریاست بلوچستان کانفرنس کلنۍ غونډي مشري وکړه.له دې وروسته خان شهیدپه خالقدنیاهال کښي ویناوکړه اوپه جنوري کښي بېرته کوټي ته راستون سو.نوانګریزي استعمارګروونېوی اوبیایې ددرې کالوډنډ ورکړی . خان شهید یې په مچ بندي خانه کښي بندي کړ. اوهلته یې له ډول ډول کړاونوسره مخامخ کړ..

انګریزحکومت په ۷م جون ۱۹۳۴ کښي خان شهید له بنده څخه راخلاس کړې په کال

۱۹۳۵کښي په هند کښي دولایتونودمحدوده خپلواکۍ قانون جوړسوکه څه هم دا قانون په سهیلي پښتونخوا(برټش بلوچستان)( دافغانستان څخه بېلی کړل سوي

پښتني سمي چي انګریزانوخپل دشو مو مقاصدودپاره دبلوڅوپه نامه

ونومولې)اوریاست بلو چستان (دخان قلات بلوچستان)کښي نه ووعملي سوی.کله چي خان شهیدپه ۱۹۳۴کښي له بنده څخه خوښي کړل سو.نوپه هم دې کال کښي په سهیلي پښتونخوا اوریاست بلوچستان کښي د ورځپاڼو او مطبوعاتوقانون دخان

شهیداودهغه دملګرود هلو ځلوپه ترڅ کښي رامخته سوو.خان شهید د خپلوملګروپه مرسته کالداري راغونډي کړې اود استقلال په نوم یې دورځپاڼي دراېستلولپاره هڅي پېل کړې اودیوسف علي مګسي دقلمي نوم په مناسبت سره یې سم یوپریس خلاس کړی.په هم دې کال کښي خان شهیدداستفلال ورځپاڼي په خپرولوپېل وکړ. په کال ۱۹۳۸کښي دخان شهیداودهغه دملګرود ډیرو هلوځلووروسته قامي خپلواکي اود جمهوریت اود انګریزانودایستلولپاره مبارزه کولودپاره دانجمن وطن په نامه دیو سیاسي ګوند بنسټ کښېښود.خان شهیدددې ګوند مشروټاکل سو.دانجمن وطن د لومړي کال ترسره کېدوپه مهال دانجمن وطن په کلنۍ دستوره ۱۶م ۱۷م جون ۱۹۳۹کښي په صدارتي ویناکښی خان شهیددګوندمرام سیاست اودتنظیم په ډیرو اړخورڼاواچوله.هم په دې کال کښي باچاخان دانجمن وطن په بلنه دایالت برټش بلوچستان(سهیلي پشتونخوا) او د ریاست بلوچستان دوره وکړه.خان شهیدپه ملګرتیا باچاخان ډیري اولسي غونډي وکړې .ددورې دپاي په ورځ په نصیرآبادکښي دجمالي خاندان په لمسون په جلسې بریدوسواومحمدآمین یې په تبرزین ټپۍ کړو.په ۱۹۳۹کښي نړیواله جګړه پېل سوه. نو انجمن وطن پرخپل بنیاددانګریزسره دمرستي نه کولوکړن لاره خپل کړه.بیاپه ۱۹۴۲کښي چي کله کانګریس دانګریزداېستلولپاره

چي انګریزدی له هندوستان څخه ووزي ناره پورته کړه. نوپه دې وخت کښي خان

شهید اوباچاخان په ډیرلوې غورځنګ پیل وکړو. په دې ترڅ کښي فرنګیانوددوي په ضدګامونه اوچت کړل اوخان شهیدیې بندي کړ. اوپه خداي خدمتګارانویې هم ظلمونه وکړل.انجمن وطن له کانګریس سره پردې مرسته وکړه چي دې ګوند په کراچي کښي پخپله غونډه کښي دژبي پربنسټ د خپلواکه ایالتو دجوړولولوظنامه کړې وه خووخت په ثبوت ورسوله چي انجمن وطن اوخداي خدمتګاریعني دپښتون قام دآزادۍغورځنګونه اوګوندونه چي په کانګریس کښي ګډسو.یعني ملاتړیې ورسره وکړو.په دې وخت کښي دې قامي غورځنګودمحکوموافغانانودیووالۍ اوله انګریزڅخه له هندستان څخه ځانته دخپلواکۍ ښکا ره لاره دټاکلو.اووخپل منزل ته

درسېدولپاره د پښتنوخپل آزادګوندوحېثېت په خپل ځاې وساتلو. د انګریزانو د تلووروسته دپښتنو پښتونستان دانګریزانووتالۍ څټو ته دسوغات په شان ورکول سو.هم په دغه ترڅ کښي په کال۱۹۴۷کښي په بنوکښي یوه ډیره لوېه جرګه وسوه په هغه کښي دپښتون د یوکولو او خپلواکه پښتونستان جوړولوپرېکړه وسوه. چي تاریخي بنوقراردادبلل کېـږي. په ۱۹۴۸کښي د انګریزانودتلووروسته پاکستاني واکمنوسم دلاسه خان شهیدونېوای اوبندي یې کړ. اودغه شان یې باچاخان هم بندي

کړ.اوپه خېبر پښتونخواکښې یې دخداي خدمتګارغړي په ګڼ شمېربندیان کړل.

اوهم دغه شان په ۱۹۵۰کښي دمحمدایوب خان اڅکزی په مشری کښي دسهیلي

پښتونخواپه سلګو نوپښتنووآزادافغانستان ته هجرت کوای چي په توبه اڅکزۍ

کښي استعمارګرانوپه بریدکښي عبدالرحمان اڅکزی اونورډیرننګیالي پښتانه د استعمارګرانودبمبارله کبله شهیدان اوټپیان سول.دفرنګي دوخت ورکړل سوی ټوله ښاری حقوق هم ختم کړل سو.په۱۹۵۰کښي دسهیلي پښتونخوااودریاست بلوچستان په لومړۍ ورځپاڼي استقلال بندیزولګول سو.استعمارګرانوپه ۱۹۵۴ کښي د پاکستان اسمبلی ماته کړه او خېبرپښتونخوا،سهیلي پښتونخوا،ریاست بلوچستان،سندهـ ایالتونه یې هم ختم کړل اودپنجاب دګټي دپاره یې دبنګالیانوپه سیالي کښي او بنګالیان په لږبدلولودپاره یویونټ جوړکړ. دغه شان یې یوخواته پښتانه،سندهیان بلوڅان ، سرایکیان بلي خواته بنګالیان چي سرشمېرنه یې ترپنجابیانوزیاته وه د پنجاب غلامان کړل.بنګالیان ترپښتنو،سندهیانو،بلوڅانوښه سول خپل دخاوري حق یې پرځاي کړې .اوځانته یې له پنجابي استعمارګرانوآزادي واخېستله.خودانورقامونه لاتراوسه پوري دغه شان غلامان اوبې واکه پاته دي.کله چي خان شهید دیویونټ په ضدخپله مبار زه پېل کړه. نوخان شهید استعمار ګرانو ونېوای اوبندي یې کړ.خان شهیدپه کال ۱۹۵۵کښي دورورپښتون ګوندبنسټ کښېښوددغه یوسیاسي ګوندوو. ددې ګوند مشرخان شهیداوجنرل سیکتریې هاشم خان غلزی وټاکل سو.پښتنود خپلواکۍ لپاره دورورپښتون کړن لاره وټاکل سوه..

دورورپښتون مرامونه:

په پاکستان کښي دننه پرله پوري دپښتنویوخپلواک ایالت دپښتونستان په نامه جوړول اوپښتنوکښي ورورګلوي رامنځته کول..

ریاست بلوچستان اوبرټش بلوچستان سهیلي پښتونخواکښي  دټولو پښتنودژوند ،دین،ژبي ګزران،ذدهکړی اوروزني دپاره زیارکښل او دغسي څه نور.

دیویونټ په ضددورورپشتون منظم کولوسیاسي کارپېل کېدوسره سم په جولاي

۱۹۵۴کښي خان شهیدبېرته بندي کړل سو اوبیاچي کله دډاکټرخان په مشرۍ کښي

دیویونټ پلان عملي کړل سو. اود لاهورداسمبلۍ دپاره تش په نامه دټول ټاکنوتېاري پېل وسو.نوپه جولاي ۱۹۵۵کښي خان شهیدله بندڅخه خلاس کړل سواوبیادټاکنوپه وخت کښي بېرته د ډاکټرخان په آمرسره خان شهیددلورالاي بوري څخه استعمار ګرانوونېوی. اوپه کال ۱۹۵۶کښي یې دلاهورهاي کورټ په آمرله بنده راایله کړې. په لاهورهاي کورټ کښي خان شهید دپښتونستان په هکله څه داسي واي دپښتونستان په خاوره خپلواکه ایالت پښتونستان دپښتنوحق دی دپښتونستان په هکله دپاکستان واکداران غلطي پروپګېنډې (خبر ي)کوي اوپښتون اولس غولوي موږ غواړو چي په پاکستان کښي دي دننه پښتونستان یوداهسي خپلواکه وحدت جوړکړل سي. چي پرله پوري په پشتون آبادي سیموباندي خوروي داوحدت دي د عدم تشدداوآیني اوپه جمهوري لاره جوړکړل سي.خان شهید دبلوچستان دپښتنوپه باره کښي دپښتونستان اوبلوچستان ترسرلیک لاندي لیکي...زه دبلوچستان په پښتنوکښي زېـږېدلی یم اولوي سوی یم. اود ا قدرتي خبره ده چي زماپه سیاسي ژونداومقاصدوکښي ددوي اړتیااوستونزي وړاندي وړاندي دي ماپه سر کښي دامحسوسه کړه چي دهغوي دحق نمایندګي او زموږدژبي بې بسي ترټولولويه وجه دذدهکړی ناقص ډول دی. پر دې چي دادوي په مورني ژبه کښي نه ورکول کېږي په دې هکله په ۱۹۳۲کښي په جیکب آبادکښي دریاست بلوچستان کانفرنس د دې علاقې په تاریخ کښي لومړي غونډه وه په غو نډه کښي دا قراردادمنظورکړل سوچي ذدهکړی دي په مورنۍ ژبه کښي ورکول سي په لوي هندو ستان کښي له کانګریس سره زمااړیکوترټولولويه وجه دکراچي قراردادوو.کوم چي پوره په زور تایدوکړه چي په آزادهندوستان کښي دي دننه دژبود خودمختارایالتوضمانت ورکول سي.خان شهید به ویل چي په برټش بلوچستان او

ریاست بلوچستان کښي داوسېدونکوپښتنوچي کومه کښاله ده .ددې یواځینی حل پښتونستان دی.خان شهیدچي کله په کال۱۹۵۶کښي له بنده خلاس سونوخان شهید اودهغه ملګرودپاکستان د استعمارګرانوپه ضد د بنګالي،سندهی،بلوڅ قامونواود پنجاب داولس دخپلواکۍغورځنګ ترمینځ یواتحادوسو.چي د ۱۹۵۶کال په پاي کښي دټولوقامي غورځنګوله خوانیشنل عوامي ګوندجوړکړل سو.په کوم کښي چي دخان شهیدورورپښتون ګوند،دباچاخان خداي خدمتګار،دحیدربخش جتوي سندهـ هاري کمېټی،دمیاافتخارالدین پنجاب آزادپاکستان ګوند،دجی ایم سیدسندهـ عوامي

محاذګونداوپه کال ۱۹۵۸کښي له بنګال څخه دمولانابهاشاني عوامي لیګ هم دعوامي نیشنل ګوندبرخه سو.نیشنل عوامي ګونددآمرانواواستعمارګرانوپه ضد دپښتون، بلوڅ، سندهی بنګالي اودپنجابي قامونودسیالۍ اودیویونټ دماتولواودژبي اوثقافت پربنسټ دقامونودخپلواک ایالتودجوړولوبېراغ اوچت کړ.خوله بده مرغه دپنجاب دګټي دپاره په ۱۹۵۶کښي آیین ختم کړل سو.اوپه ۸م اکتوبر۱۹۵۸کښي دپاکستاني پوځ کمانډرانچیف ایوب خان پخلپه مشری کښي مارشل لاولګوله .اولومړی واریې په نیشنل عوامي ګوندوکړې اوخان شهیدیې بندي کړې چي ددسمبر۱۹۵۸ په دویمه اووهنۍ کورټ مارشل دلاری خان شهیدته دڅوارلس کالوډنډورکول سوو. دایوب خان دمارشل لاټوله موده خان شهیدپه بندي خانې کښي تېره کړه.خان شهید دایوبي مارشل لا لومړی بندي وو کوم چي بیاد ټولو ور وسته له بنده څخه په ۲۵م اپریل ۱۹۶۸ کښي خوشي کړل سو.خان شهیددایوبي مارشل لا په ټوله موده کښي په بندي خانې کښي بندي وو.خان شهیدپه اپریل ۱۹۶۸کښي دبندڅخه دخوښي کېدووروسته په لومړي ځل کوټي ته راغلو نوپه هواي ډګریې تودهرکلی وسوکوم چي په دپاکستان په استعمار ګرو او دهغه په تالۍ څټوښه نه ولګېدی اوهم له دې کبله دد وي خوبونه ورک شو.نوسمدلاسه یې دساینس پو هنځي دلوستونکوپه استوګنی(هاسټل)بریدوکړې اوهلته یې لوستونکي ټپیان کړل اویولوستونکی ظریف خان یې شهیدکړلو.خان شهیددبنده دخلا سېدووروسته په کورکښي نظربنده کړل سو

په کال ۱۹۴۷کښي دپښتون قامي غورځنګ ددښمن دلاسه ماته خوړولووروسته دلومړي ځل دپاره دا امکان پېداسوچي پښتون به له بولانه ترچتراله پور ي خپلواکه

کېږي.خوله بده مرغه نیشنل عوامي ګوندپه دوبرخوکښي ووېشل سوچي دیوې ډلي

مشري یې ارواښادولي خان کوله اودبلي ډلي مشري یې مولانابهاشاني کوله هم ددې ترڅنګ نیشنل ګوند دپښتنومشرانوسره سم دنورقاموسره اړه لرونکومشرانودګوند کړن لاره چي دیویونټ وروسته به ایالتونه دژبي اوثقافت په بنسټ جوړېږي اوځپل سوی قامونوته به خپل حق ور کول کېږي څخه په شاسو.خان شهیدپه وار وارد پښتنو مشرانوته دیوکېدودپاره لېکونه ولېکل چي داهسي مه کوی خوچادخان شهیدخبره ونه منله اویوځل یې بیادپښتنوپرسینه چاړه تېره کړه. اود پښتنوحق یې وبل چاته ورکړ.کله چي ایالتونه جوړسونوپښتانه یوځل بیا په څلوروبروخوکښي ووېشل سول. کوم خلګوچي دپښتنودحق نارې وهلې هغوپه خپل لاس پښتانه په څلوربرخوکښي ووېښلو باندي لاس لېک وکړو.اوپټه خله سواوسهیلي پښتونخوایې وبلوچستان ته اومیانوالي اواټک یې وپنجاب ته ورکړل.اود خېبر پښتونخوادپاره یې دسرحداومنځۍ پښتونخوادپاره یې دقبایل نوم خوښ کړو.خان شهید دپښتونستان دخپلواکۍ دپاره هلي ځلي رواني ساتلودپاره په کال ۱۹۷۰کښي کښي دپښتونخوانیشنل عوامي ګوندپه نامه دپښتونستان د خپلواکۍ اودپښتنوحق ترلاسه کولودپاره ګوند جوړ کړ.اوله بولانه ترچتراله پوري د پښتنود خپلواک پښتونستان دپاره یې هلي ځلي پېل کړې. اود ۱۹۷۰په ټول ټاکنوکښي خان شهید د پښتنواو بلوڅانوګډایالت داسمبلۍ غړی وټاکل سو .نوپه کال ۱۹۷۲کښي دبلوچستان اسمبلۍ لومړی غونډه دخان شهیدپه مشری کښي وسوه په اسمبلۍ کښي دنیشنل عوامي ګوند(ولي خان ډلي)چي مشری یې بلوڅانو کوله دجمعیت علمااسلام سره په ګډه په حکومت جوړولوسره سلاسو اود سردارعطاالله مینګل چي اړیکی یې دنیشنل ګوند ولي خان ډلي سره وې په مشری کښي حکومت جوړسو.خان شهید دحکومتي څوکۍ ترلاسه کولوپرځاي په سیالي(اپوزیشن) کښي کښېنا ستی .اودقامي اوجمهوري کښالوپه هکله یې په

جمهوري توګه خپل دریځ وړاندي کاوی.خان شهید عبدلصمدخان اڅکزی دپښتون قوم یوستراونه هېرېدونکی مشر ووخان شهید یو ادیب، سیاستمدار اونیک سړی وو.خان شهید دبندد تېرولوپه مهال یو شمېراسلامي کتابونه په پښتوژبه ژباړلي

دي.خان شهیددپښتون قام دپاره کړي خدمتوله کبله پښتانه چي دنړۍ په هرکونج کښي مېښت دي .دپنځوڅلوېشت(45) کالووروسته هم په مینه اودرناوي سره یادوي

اوهرکال دخان شهیددتلین ورځي په ډیره درناوي سره لمانځي.خان شهیدد استعمار ګرانوپه سازش پر۲م دسمبرکال ۱۹۷۳کښي دسهارپه ۴بجوپه دووبمبونوشهیدکړل سو.دسهارګاپه مهال د استعمار ګرانوتالۍ څټودخان شهیدپه کوټه کښي چي په جمال الدین افغاني روډیې کوروواوپه خپل کوټې کښي وېده ووظالمانوبمبونه وکوټې ته ور وغور ځول اوخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی یې شهید کړو.خان شهید د زرګونو کسانو او خوا خوږوپه مخ کښي په عنایت الله کاریزګلستان کښي وخاورو ته وسپارل سو. (اروادې ښادوي)

 

-
بېرته شاته