(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتو ګرامر

[28.Sep.2018 - 09:57]

د پښتو ژبې ګرامرته يوه لنډه كتنه

 

سميع الله اميني

 

ګرامر د ژبې د جوړښت علمي شرحې ته ويل كيږي او د تشريحي ژبپوهنې يوه ستره څانګه ده.
ژيپوهنه د علومو په لړ كې يوه نوې پوهنه ده او له يوې پيړۍ راهيسې د ژورو كتنو او څېړنو په مرسته مخ په وړاندې ځي، خود ژبې په باب له ډېرو لرغونو زمانو څخه ځيني كتنې او څېړنې روانې دي، د لرغوني، كلاسيك، منځنيو پېړيو، (17-18) پېړيو ژبپوهنه د نوې ژبپوهنې زړى او اساس جوړوي، د ژبپوهنې په پراختيا او پرمختيا كې پخوانۍ هندي او يوناني فلالوژي ډېره اغيزمنه برخه لري1
مونږ دلته د ژبپوهنې تاريخي سير او پرمختګ په بشپړه توګه نه څېړو بلكې غواړو چې يوازې د ژبې ګرامر ته يوه لنډه كتنه وكړو او بيا په خپل مطلب لاس پورې كړو. نوې ژبپوهنه كه څه هم د علومو په لړۍ كې د شلمې پېړۍ ابتكار دى، ولې ګرامر د ژبپوهنې د يوې څانګې په توګه لرغونى تاريخ لري. په عمومي توګه په نړۍ كې ګرامر بېلا بېلې پوړۍ او پړاوونه تر شاكړي دي چې ددغو بېلا بېلو د ورو او پړاوونو په بهير كې د ټاكلي جهان بينۍ، نظريو او لارو چارو له مخې د ګرامر بېلا بېگل ډولونه رامنځ ته شوي دي چې تر ټولو مهم يې كلاسيك عنعنوي، مقايسوي، تاريخي، تشريحي ګرامرونه دي. په لويديځه نړۍ كې د ګرامر ليكلو منشا لرغوني يونان ته رسيږي چې كلاسيك ګرامر لومړى په يونان او بيا په روم كې منځته راغى.
افلاطون (427-347ق م) د يونان نامتو فيلسوف د لويديځې نړۍ لومړنى عالم دى چې د ژبې د حقيقت او څرنګوالي په باب يې څېړنه كړې او له همدې امله د ژبپوهنې بنسټ ايښودونكى او د باقاعده ګرامر (Systematicgrammar) جوړوونكى ګڼل شوى دى. د افلاطون څخه وروسته د ارستو نظريه د ژبې په باره كې د څېړنې او ارزښت وړ ده. د ژبې په باب ارستو د افلاطون پر خلاف داسې عقيده لرله چې ژبه فطري نه ده بلكې يوه ټولنيزه او اتفاقي پېښه ده(2) او كلمات د خارجي دنيا د مظاهرو دپاره سمبولونه ګڼلي دي. په دې توګه ارستو لومړنى مفكرو چې د الفاظو ډلبندي اوويش مفكوره يې رامنځته كړې او كلام يې په دريو برخو (اسم، فعل، حرف) ويشلى دى.
تردې وروسته روميانو يعني درومي تمدن په دورې كې د لاتيني ژبې د ګرامري قواعدو په شرح كولو كې د يو نانيانو د ګرامر ليكنې اصول او لارې چارې په پام كې ونيولې. دوي په حقيقت كې د يوناني ژبې د ګرامري قاعدو په چوكاټ كې د لاتيني ژبې بېلګې ځاى كړلې. ورپسې دغه ډول ګرامر ليكنه او طريقه عربو هم د خپلې ژبې د پاره غوره كړه. عربي پوهانو د خپلې ژبې د جوړښت برخې په دې دريو برخو (اسم، فعل، حرف) هم ويشلي دي. د ارستو دغه ويش تر اوسه پورې د عربي ګرامر پوهانو په اثارو كې استعماليږي چې دغه طريقې فارسى او پښتو ژبو ته هم لاره وموندله او د افغاني ګرامر پوهانو له خوا دود شوي دي.
عنعنوي ګرامر چې په لويديځه نړۍ كې رامنځ ته شو هغه ګرامر دى چې د انيوس تراكس (Dionysius thrax) (2 پېړۍ ق.م) په اورپا كې دارستو د ميتود تر څنګ رامنځ ته كړ او ترده وروسته (4 م پېړۍ) دوناتوس (Donatus) د لاتيني ژبې ګرامر رامنځ ته كړ.(1) تراكس د نن نه نژدې 2000 كاله پخوا د يوناني ژبې د ژورې مطالعې او د پخوانيو عالمانو د كشفياتو څخه په ګټې سره كلمه په اته ډوله (اسم، فعل، فعلي صفت، ارتيكل (articulus ضمير، حرف اضافت (Prepostion) (پريدلوګ) قيد، ربط ويشلې ده(2) چې بيا دوناتوس د څلورمې پېړۍ را په ديخوا لاتيني ګرامر د تراكس د ګرامر پر اساس وليكه چې ددغو ګرامر ليكونكو لاره بيا وروسته د يورپ ګرامر يستانوونيوله. دغه ګرامريستان په دې عقيده وو، چې ډېرې ژبې په تيره بيا لاتيني ژبه د معتبرو منطقي او عمومي قواعد و درلودونكې ده. همدغه دګريكو رومن د عنعنې (دود) پر اساس ليكل شوي ګرامرونه دي چې وروسته يې د نورو ژبو لكه عربى، عبرانى، لاتينى 000 او نورو ژبو دګرامرونو اساس جوړ كړى دى. په كال (1784ع) كې د مقايسي او تاريخي ژبپوهنې پيل كيږي. د مقايسي او تاريخي ژبپوهنې په پرمختيا او انكشاف كې د هندي فلالوژي او سانسكريت سره د اروپايي پوهانو اشنايي او بلدتيا ډيره ارزښتناكه خبره ګڼله كيږي. په دې سلسله كې د سرويلم جونز نوم د يادولو وړدى. ده په كلكته كې د بنګال اسيايي ټولنه رامنځ ته كړه. په خپله جونز په هندي ژبو او سانسكريت پوهيده(3).
د (17-18) پېړيو په شاوخواكې اروپايانو د پاڼي ني ګرامروموند او د هغه په واسطه د سانسګريت د ژبې سره اشنا شول. د پاڼي ني ګرامر د سانسګريټ د ژبې په باب ډېر مفصل او ګټور معلومات خلكو ته په لاس وركړل. اورپايي پوهانو د پاني ني د ګرامر موندنې تر مهاله پورې ددغه ګرامر په شان بل كوم كتاب نه وليدلى. (بلوم فيلډ) د پاني نې د ګرامر په باب داسې ويلي دي، چې د انساني ذكاوت له سترو يادګارونو څخه دى. دا كتاب د سانسګريت د ژبې صرفي، اشتقاقي، تركيبي او نحوي شكلونه په ډېرې پاملرنې سره شرح كړي دي او تردې د مخه هېڅ يوه ژبه هم دومره بشپړه او پوره نه وه څېړ له شوې. د پاني ني د ګرامر سره د پوهانو بلدتيا دوې مهمې نتيجې وركړي دي. اول دا چې د يورپ پوهان د لومړي ځل له پاره د يوې ژبې د پوره او دقيق تشريح سره مخامخ شول. او وليدل شول چې ددغه ګرامر د قاعدو او څېړنو اصول د فرضيو او ذهني تصوراتو پر ځاى تطبيقي او عملي څېړونو پربنسټ ولاړ دي، بله دا چې پوهان د نړۍ د ډيرو ژبو سره اشنا شوي وو نو د سانسګريټ سره هم اشنا شول، په دې توګه دوي وكولاى شول، چې ددغو ژبو كلمې او الفاظ يو له بله سره پرتله كړي چې البته د مقايسي ګرامر ليكنه د پاني ني د ګرامر د موندنې څخه وروسته پېل كېږي. د پاني ني د ګرامر سره په ګرامر ليكنه كې يو نوى باب پرانېستل شو. وروسته تردې د ژبې څېړونكو ته جوته شوه چې د سانسګريټ او د ځينو لرغونو ژبو لكه يوناني، لاتيني او نورو اروپايي لرغونو ژبو ترمنځ هم د ګرامري جوړښت او هم د لغتونو له مخې ښكاره ورته والى موجود دى نو ځكه د سانسګريت يوناني، لاتيني ژبو د ګرامري جوړښتونو او لغاتو د مقايسوي څېړنو د پرمختګ په ترڅ كې د ژبپوهنې مقايسوي برخه تاسيس شوه او پرمختيايې وموندله.
په دې توګه د لويديځې نړۍ ژبپوهان د اتلسمې پېړۍ د پيل څخه تر نولسمې پيړۍ پورې يعني پوره سل كاله يوله بله سره تړلي دي. ايندو اروپايي ژبې په مقايسوي توګه مطالعه او ددغو ژبو ترمنځ يې د تقابل قوانين د غږونو بدلون او نورې ګډې ځانګړتياوې او صوتي، لفظي، نحوي مسائل په ژوره توګه څېړلي مطالعه كړي دي.
په همدې توګه د ژبې د مقايسې، مطالعې سره جوخت تاريخي مطالعه او څېړنه هم پيل شوې ده. په دې وخت كې يوه ډله پوهان د مرقومو اسنادو له مخې د خاصو ژبو د تاريخ په مطالعه او څېړنه بوخت شوي دي. ددغو مطالبو د مطالعې مهمه نتيجه د ژبې ددرې ګونو دورو (كلاسيك، منځنۍ، معاصره (اوسنۍ) ټاكنه وه او په دې توګه د يوې دورې نه بلې دورې ته د انتقال مرحلې شرح شوي. چې د هرې دروې صرفي (مور فولوجيكى) او نحوي (سنټكسي) خصوصيات بيان او ښودل شوي دي .څنګه چې د مخه مو اشاره وكړه معاصره او علمي ژبپوهنه په اروپا كې د شلمې پېړۍ له لومړۍ نيمايي څخه شروع كيږي يعنى د ژبې علمي مطالعه د (20) پېړۍ په لومړي سركې يوې نوې مرحلې ته ورداخليږي. دا وخت ځيني پوهان دې نتيجې ته ورسيدل چې ژبه د دوو بېلا بېلو خوا وو څخه مطالعه كيداى شي: يوه په تاريخي او بله په تشريحي توګه.
څنګه چې ژبه د زمانې په يوه خاصه موده كې او يا د زمانې په اوږدو كې تغيير اوبدلون كوي او د ټاكلو قوانينو او قاعدو له مخې عمل كوي، نو كه د ژبې د بدلون قوانين د زمانې د يوې مرحلې څخه بلې مرحلې ته په ترتيب سره مطالعه شي نو د تاريخي ژبپوهنې مبحث جوړ وي او كه چېرې د ژبې قواعد د زمانې په يوه ټاكلي مرحله كې وڅېړل شي نو بيا د تشريحي ژبپوهنې موضوع جوړوي چې په دې توګه ګرامر د تشريحي او تطبيقي ژبپوهنې يوه برخه ده. البته پوهان په دې نظريه هم دي چې د ژبې تشريحي مطالعه، د تاريخي مطالعې څخه ړومبى او مخكې ده. يعنى تر هغه چې د ژبې موجوده حالت شرح نه شي نو تر هغې پورې بايد د هغې تېر تاريخ هم مطالعه او تحقيق نه شي(1).
د شلمې پېړۍ د منحنۍ دورې د ژبپوهنې ځانګړتيا او مهم خصوصيت دا دى چې ژبه د يوه ټاكلي جوړښت درلودونكي بولي او په دې توګه هڅه كيږي، چې ژبني علوم د نورو طبيعي علومو سره نژدې كړي. د څېړنې دغه لاره د ژبې د جوړښت د اصالت لاره او مكتب منځ ته راوړي.
د ژبې د جوړښت د اصالت (Structuratism) معنا داده چې ژبه د رابطې سيستم يا يو له بل سره تړلوسيستمونو مجموعه ده. د ژبې جوړونكي عناصر لكه غږونه، الفاظ او نور په خپل منځ كې پرته د متساوي او متناقصو اړيكو دلرلو څخه په ځانګړي توګه اعتبار او اهميت نه لري نو په دې توګه د ګرامر ليكنې تاريخ راوروسته زمانو ته رسيږي، په 1957 كال كې د چامسكى په نامه يوه عالم د نحوي جوړښت Syntactics Structure تر عنوان لاندې يوه رساله ليكلې ده. دغه ليكنه د ګرامر ليكنې په چوكات كې خورا بدلون ښيي. هغه غوښتل چې د ژبې د جوړښت په باره كې د يوې داسې عمومي او كلي نظريې بنسټ كښيږدي چې د ژبې په باره كې په عام ډول او د هرې ژبې په باره كې په خاص ډول د تطبيق وړوي. ده خپله دغه نظريه د ګزارشي نظريې Transformational theory او هغه ګرامر چې ددغه نظريې په اساس ليكل شوى و. د ګزارشي ګرامر په نامه ياد كړ. ګزارشي يا تطبيقي ګرامر چې يوه نوې ګرامري لاره ده، د انګريزي، روسى او جاپانى ژبو په ګرامر ليكنه كې تطبيق شوې ده، دا ګرامر ليكونكي په دې خبره ټينګ دي چې د ګرامر ليكنې دغه لاره په ټولو ژبو كې تطبيق كيدلاى شي. مګر ددې په څنګ كې ځيني ژبپوهان هم شته چې تر اوسه لا ددغې نظريې په رښتينوالي شكمن دي. د تطبيقي يا ګزارشي ګرامر او تشريحي ګرامر تر منځ توپير دادى چې په تشريحي ګرامر كې د ژبې حالت او شكل ته ډېره پاملرنه كيږي او د ژبې تطبيقي يا عملي جنبه له نظره غورځول كيږي، يعنى په تشريحي ګرامر كې د ژبې د حالت او فعالې عملي ترمنځ توپير نه څرګنديږي. په دغه ډول ګرامر كې د ژبې ثابت او ټاكلى شكل په يوه معينه زمانه كې مطالعه كيږي او د ژبې عملي او فعال صورت ته پاملرنه نه كيږي، ګزارشي ګرامر د ژبې د عملې جنبې د شرحې پر اساس ټينګ او استواره دى، چې طبعا ددغه هدف د لاس ته راوستلو له پاره د ژبې د حالت څخه هم خبرې كيږي.
اوس په دې برخه كې غواړم د پښتو ژبې ژبنيو څيړونو ته يو لنډ نظرواچوم. د پښتو ژبې په اوږد او لرغوني تاريخ كې دوه وروستې پېړۍ د ژبنيو څېړنو او ژبنيو مواد و په رامنځ ته كيدلو كې ارزښتناكه دوره ګڼله كيږي. تر دې د مخه د پښتو ژبنيو څېړنو ته د چاپام نه دى ورګرځيدلى. مونږ د (18) پېړۍ څخه وړاندې د پښتو ژبې د اصولو په باب څه څرك نه وينو او په دې برخه كې څه پته نه لګيږي او يا خولا دركه دي.
پښتو يا د افغانانو ژبې ډېرو وروستو زمانو كې د نړۍ د ژبپوهانو پام ځان ته را اړولى دى. په اروپا كې د ژبپوهنې د پرمختګ او د هندي اريايي ژبو سره ددوي بلدتيا ددې سبب شوه چې د پښتو ژبې په باب څېړنې او تحقيقات هم رامنځ ته شي.
د پښتو ژبې د ګرامرونو په باب كه څه هم په اول سركې د پښتنو پوهانو له خوا اثار ليكل شوي دي خو وروسته په كې اروپايي پوهانو هم پوره برخه اخيستې ده او د شرقي ژبو د پلټنو په سلسلې كې يې د پښتو ژبې په باب ښې پلټنې كړي دي. ختيځ پوهانو د علمي پلټنو په لړ كې پښتو ژبې ته هم پوره پاملرنه كړې ده او د بېلو بېلو هيوادو ختيځ پيژندونكو د پښتو ژبې قاموسونه، ګرامرونه او نور ژبني اثار ليكلي او علمي څېړنې يې ترسره كړي دي.
دغه څېړنې د نړۍ په بيلو بيلو هيوادونو لكه المان، انګلستان، شوروي اتحاد، فرانسه، امريكا، چكوسلواكيا، ايټاليه، سويس، ناروى او نورو كې شوي دي. د يورپ پوهانو د پښتو ژبې په باب او د هغې د منشا او پيدايښت په باره كې نظريې او څېړنې وړاندې كړي دي او همدارنګه د پښتو ژبې خپلوي او اړيكي د نورو ايندو اروپايي ژبو سره د مقايسوي تاريخي، مقابلوي ژبپوهنې له مخې ثابته كړې ده.
په يورپ كې د جميز د ارمسټټر (1849-1894) او ورپسي د ګايګر (1856-1942) او مارګېنستر (1892-1980) ايمل بنونيست (1902-1976) د پښتو په باب ددوي څېړنې د قدر او يا دولووړ دي. دار مستتر په 1888 كال په اروپا كې د (افغانانو ژبه) تر سرليك لاندې يو اثر ليكلى دى چې دواك (اواز شناسى) صرف، اشتقاق او تركيب برخې لري. او همدارنګه په همدغه اثر كې د پښتو د منشا په باب نظريې ځاى شوي دي.
ترده وروسته ويليم ګايګر (1856-1942) داو ستا د ژبې سره د پښتو مقايسه ترسره كړې چې په دې كې 389 پښتو كلمې د اوستا او نورو لرغونو ژبو سره مقايسه كړي چې بيا مارګنيسټرن دغه كار بشپړ كړى دى ځكه مارګنسټرن خپل اثر ګايګر ته اهدا كړى هم دى.
د ګايګر د كتاب دويمه برخه چې (27) مبحثه لري د پښتو ژبې واكشناسي (تحقيق، تلفظ) په نامه ياديږي.
كه د پښتو ژبې د تحول او انكشاف د ډيرو لوړو او ژورو څخه راتېر شو او د ژبې د ژبني موادو او مطالعاتو تاريخچې ته نظر واچوو نو داسې څرګنديږي چې د (19) پيړۍ پيل د پښتو قاعدو په باب لومړني اثرونه په لويديځه (اروپا) اولره، بره پښتونخوا كې ددغو لاندنيو علتونو له مخې منځ ته راغلي دي.
پښتنو ليكوالو د نورو زياتو كتابونو ترڅنګه ژبني كتابونه اور سالې ليكلي او د پښتنو پاملرنه يې د پښتو ژبې د ترقۍ او ژوند د پاره راګرځولې چې دلته د ليكوالو مرام او مقصد د ژبې تعليم او ښوونه ده.
كوم پښتو ګرامرونه چې تر اوسه ليكل شوي، ځيني مفصل او ځيني يې لنډ دي چې پر ټاكلو موضوعګانو بحث كوي او بشپړ او نا بشپړ ډولونه هم په كې ليدلاى شو، په هر حال دغه ګرامرونه د لاندنيو مرامونو له پاره جوړ شوي دي.
الف: لومړۍ ډله د پښتنو لپاره، چې د خپلې ملي ژبې ګرامر ترې زده او ګرامري اصطلاحګانو سره بلدتيا پيدا كړي.
ب: دويمه ډله هغه دي چې زده كوونكي د هغو په مرسته پښتو زده كړي چې په دې كې باندنيو او كورنيو پوهانو برخه اخستې ده.
دلته بايد زياته شي چې د خارجى ختيځ پوهانو له خوا ځيني ګرامرونه او ياګرامر ډوله اثرونه اساسا د پښتو زده كړې له پاره په سياسي او اداري لحاظ ليكل شوي دي. په دې لړكي د هانري والتړبيليو او راورټى (1825-1906) ګرامرونه د بيلګې په توګه نومولى شو. په خپله بيليو د پښتو زده كړه په افغاني سيمو كې د برتانوي مامورينو داداري او سياسي اغيزناكۍ د پاره حتمي ګڼله(1).
د لاسته راغلو مداركو او اسنادو له مخې د پښتو ژبې په ګرامر ليكنه كې د دوومېتودونو څخه كار اخيستل شوى دى.
1- لومړۍ هغه بڼه ده چې د عربي ګرامر په دود ترتيب شوي چې دغه ډول په اسلامي هيواد كې ډېر رواج موندلى دى.
او بله ډله هغه چې د غربي نمونې رنګ په كې غالب دى. دې ګرامر ته مونږ غربى مېتود يا تحول موندلې نمونه وايو.
ددغه پورتنيو ميتودونو په اساس د پښتو ژبې ليكل شوي ګرامرونه چې د ختيځ پوهانو او يا پښتنو پوهانو له خوارامنځ ته شوي د يولنډ فهرست په توګه راوړل كيږي.
الف: هغه اثار چې د كورنيو پوهانو له خوا رامنځ ته شوي دي په لاندې ډول دي:
1- رياض المحبت: دا د نواب محبت خان اثر دى چې په (1806ع) كال چاپ شوى دى. دغه اثر درې برخې لري: الف: د پښتو ژبې لغات ب: د فعلونوګردانو نه ج: د تاريخي احوالو بيان. د اثر يوه قلمي نسخه په 1855 كال د كلكتې څخه ليننګراد ته وړل شوې ده او بله نسخه يې د لندن په موزيم كې شته دى.
2- معرفت الافغاني: دغه اثر درسي بڼه لري او د پير محمد كاكړ له خوا په (1195 هـ ش) كال ليكل شوى دى.
يو ځل په (1341هـ) كې د ملاجان او ملا بسم الله تاجرانو له خوا چاپ شوى او بيا د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا په (1356ش) كال چاپ شوى دي.
3- پښتو ګرامر: ددغه كتاب ليكونكى نواب انشا الله خان انشا دى. دغه كتاب په (1817ع) كال كې ليكل شوى او خيال بخاري د خپل ګرامر په سريزه كې ددغه اثر ذكر راوړى دى او د كتاب په باره كې نور څه معلومات نشته.
4- وافيه: د پښتو ژبې ګرامر دى چې مولف يې قاضي مير احمد شاه رضوانى دى او دغه كتاب په (1890ع) كال په لاهور كې چاپ شوى دى. يوه نسخه يې د پخواني شوروي د تاجكستان د علومو د اكاډيمۍ په كتابتون كې خوندي ده.
5- اتاليق پښتو: ددې كتاب ليكونكى مولوي محمد اسماعيل نوميږي دغه كتاب په (1896ع) كال په پنجاب كې خپور شوى دى په دې اثر كې دا سمونو، فعلونو او نورو معمولي محاورو استعمال راغلى دى: ددغه اثر يوه نسخه د پخواني شوروي تاجكستان د علومو د اكاډيمۍ په كتابتون كې خوندي ده.
6- تحفۍ الامير: څنګه چې دغه اثر د امير شير عليخان نامه ته اهدا شوى دى نو په دغه نامه سره ياديږي دا هم د پښتو ګرامر دى چې مولف يې نور محمد افغان دى. دغه كتاب په (1279هـ) كال ليكل شوى دى. اثر په پاړسى ژبه ليكل شوى او مثالونه يې په پښتو دي، په اثر كې صرفي او نحوي مسايل راغلي دي او يوم نسخه يې په پښتو ټولنه كې وه.
7- پښتو پښو يه : دغه اثر د پښتو مركې له خوا ليكل شوى او په (1347هـ ق) كال په كابل كې خپور شوى دى.
8- معلم پښتو: دغه اثر هم د پښتو مركې له خوا په (1314هـ ش) كال په كندهار كې چاپ شوى دى.
9- ګنجينه افغاني: قاضي رحيم الله پېښاوري دغه نوموړى اثر په (1938ع) كال كې بشپړ كړى دى.(1) همدارنګه قاضى رحيم الله خان يوبل درسي ګرامري كتاب په (1966ع) كال پېښور كې چاپ كړى دى (2)ددغه اثر تشريحات انګريزي دي.
10- خود اموز پښتو: دغه يو درسي ګرامري اثر دى چې په (1313 هـ ش) كال كې د كندهار طلوع افغان له خوا خپور شوى دى. ددې اثر مولف صالح محمد كندهارى دى.
11- پښتو ژبه لومړى او دوهم ټوك:
13- د پښتو ژبې لياره: د پښتو ژبې د ګرامرونو په لومړي كتار كې ځاى لري. ددغه اثر ليكونكى ارواښاد محمد ګل مومند دى. د خپريدو نېټه يې (1317 هـ ش) (1938 ع كال) او په لاهور كې خپور شوى دى. دغه اثر درې برخې لري: د صرف، د نحوې، د مصدرونو برخه.
14- قواعد پښتو : دغه ګرامري ليكنه د محمد اعظم ايازي ده چې په كال (1318هـ ش) د پښتو ټولنې له خوا چاپ شو دى. په اثر كې دپښتو ژبې صرفي او نحوي قواعد څېړل شوي دي.
15- د پښتو درسي ګرامر: (پښتو شپږمه كلي) د ګرامري قواعد و ساده، روان درسي كتاب دى چې په كال (1945ع 1324هـ ش) كې پوهاند رښتين ليكلى او د پښتو ټولنې له خوا په كابل مطبعه كې چاپ شوى دى.
16- لومړى ليارښوونكى: دغه اثر په كال (1326 هـ ش) (1947ع) د پښتو ټولنې له خوا د كابل په مطبعه كې چاپ شوى او ددغه كتاب ليكونكى هم پوهاند صديق الله رښتين دى. په دې كې ګرامري قواعد په درسي بڼه ليكل شوي دي.
17- پښتو ګرامر لومړى جز: دغه ګرامر د ژبې د دستور او قاعدې ښودلو كتاب دى. د كتاب ليكوال پوهاند صديق الله رښتين دى. نوموړى اثر په (1327 هـ ش) كال په كابل كې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى. په دغه اثر كې ډېر نوي پښتو ګرامري قواعد او اصطلاحګانې راغلي دي. دغه اثر يو لوى اكاډيميك علمي ګرامر دى؟.او د پښتو ژبې د قاعدو ښودلو ښه علمي اثر ګڼل كيږي.
18- د پښتو ګرامر دويم جز: دغه مهم اثر په كال 1359 لمريز كې د لوى استاذ پوهاند صديق الله رښتين له خواليكل شوى و. دغه ګرامر بيا په 1370 لمريز كال د ښوونې او روزنې دوزات له خوا په دولتي مطبعې كې په 223 مخونو كې چاپ شوى دى. "په پښتو ګرامر ليكنه كې د ارواښاد لوى استاد پوهاند صديق الله رشتين علمي څېړنى او اثار ستر ځاى لري. د ګرامر ليكنې د اصولو په اساس يې داسې ګرامري څېړنى كړى او داسې اثار خپاره كړي چې تر اوسه پورې په پښتو ژبه كې په افغانستان كې سارى نه لري.
د لوى استاد دغه اثار نه يوازې په افغانستان كې بلكې د اكثرو بهرنيو ژبپوهانو لپاره چې د پښتو ژبې ګرامرونه يې ليكلى دي د استفادې مستند اسناد او اساسي منابع دى او په افغانستان كې تر اوسه پورې هم داسې د پښتو ګرامر نه دى ليكل شوى، چې د پښتو ژبې د عملي زده كړې له پلوه دې د لوى استاد پوهاند ريشتن د اثار ورځاى ونيسي".
19- پښتو ګرامر: د لوى استاد پوهاند رښتين پښتو ګرامر (اول او دويم جز) دواړه ټوكه يو ځاى په يوه ټوك كې د يونيورستي بك ايجنسي له خوا خپور شوى دى. د پوهاندرشيتن دغه ګرامر د پښتو ژبې اكاډيميك اعلمي معيارى او مكمل اثردى. د نوموړي اثر فارسي متن ښاغلي سيد محى الدين "هاشمي" د ارواښاد پوهاند صاحب په مشوره په پښتو ژباړلى دى.
20- ژبښودنه : ددې تدريسي اثر ليكوال هم پوهاند صديق الله رښتين دى. په دغه اثر كې د ژبښود يا ژب دود، د ليك دود او ليك ښود برخې راغلي دي. دغه اثر په 1341 لمريز بيا په 1342 لمريز دريم ځل په 1347 لمريز كال خپور شوى دى او څلورم ځل په پېښور كې چاپ شوى دى.
21- د پښتو مصدرونو لارښود: دا كتاب د پښتو ژبې د مصدرونو او د فعلي صرفي مسايلو ښه لارښود دى دغه اثر په كال 1344 د پښتو ټولنې له خوا خپور شوى دى. ددې اثر ليكونكى هم استاد پوهاند رشتين دى.
22- صرف و نحو پښگتو: ددې كتاب مولف ښاغلى عظيم شاه خيال نوميږي كتاب په پېښور كې چاپ شوى ولى د چاپ نيټه يې نه ده ښودلې شوې، يوازې ليكوال د كتاب په سريزه كې ليكي چې دغه اثر د 1940 څخه تر 1944 ع كاله پورې ليكل شوۍ دۍ.
23- د پښتو قواعد: د ښاغلي حافظ محمد ادريس او ښاغلي عبدالحليم (اثر) ليكنه ده، چې د منځنيو ښوونځيو له پاره د درسي كتاب په توګه ورځني كار اخيستل كيږي دغه ګرامر په اردو ژبې ليكل شوى دى.
24- د پښتو قاعدې: ددغه كوچني ګرامري اثر ليكوال سيد راحت زاخيلى دى چې په (1954ع) كال په پيښور كې خپور شوى دى.
25- د پښتو قواعد: ددې اثر مولفين سيد تقويم الحق كاكا خيل او سيد تسنيم الحق كاكا خيل دي. په 1953 كې پښتو اكاډيمي چاپ كړى دى.
26- د پښتو ژبې لنډ ګرامر: دغه كوچنوټى كتاب په 1320 شمسى كال په كندهار كې د فضل محمد كندهاري له خوا ليكل شوى دي.
27- اتاليق پښتو: خيال بخارى په اردو ژبه ليكلى دى. دغه رساله په كال 1969ع كې خپره شوې ده.
27- د پښتوګرامر طرحه: په دې نامه د پوهاند محمد رحيم الهام هغه څېړنې دي چې د پښتو ګرامر د فونولوژۍ په برخه كې معلومات وړاندى كوي. همدارنګه د ژبپوهنې د څانګې په برخه كې تشريحي معلومات هم لري دغه رساله د وږمې مجلې د 1344 لمريز كال په (1-2-3) ګڼو كې خپره شوې ده.
28- جامع القواعد د پښتو: مولف يې عبدالكريم بريالى دى. پښتو اكاديمي بلوچستان كويټه له خوا چاپ دى.
29- پښتو پښويه دښاغلي مجاور احمد زيار له خوا ليكل شوى دى.
30- پښتو نحوه: دغه اثر هم په كال 1366 لمريز د كابل پوهنتون له خوا ګستتنر په توګه چاپ شوى دى.
31- سوچه پښتو يوه جايزه: د ډاكتر خدايداد اثر دى په 1988ع كال د بلوچستان پښتو اكيديمۍ چاپ كړى دى.
هغه ګرامري قلمي نسخې چې تراوسه چاپ شوي نه دي په لاندې ډول پيژندل كيږي:
1- پښتو ګرامر: دا د ښاغلي عبدالواحد خان له خواليكل شوى او دعامه كتابخانې په كتابتون كې د جوايزو په څانګه كې خوندى دى.
2- د پښتو مفصله صرف ونحو: د غلام جيلاني خان جلالي ليكنه ده، چې د عامه كتابخانې په قلمي نسخو كې ځاى لري.
3- د پښتو كوچنى ګرامر: دغه اثر محمد دلاور ليكلى او په عامه كتابخانه كې خوندى دى.
4- پښتو ګرامر: دا د ښاغلي مولوي شيرګل هغه ليكنه ده، چې په پښتو ټولنه (د افغانستان د علومو اكاډيمي) كې خوندي ده.
ب: د هغو ختيځپوهانو د ګرامري اثارو يادونه كوو چې د اتلسمې پېړۍ را په دېخوا ليكل شوي او خپاره شوي دي.
1- دروسي پوهان كلاپورت څېړنې د پښتو ګرامر په برخه كې د لومړي ځل له پاره لومړنۍ هڅه ده. ده خپل اثر په 1810ع كال چاپ كړ.
2- ترده وروسته ايوريسمن د كلاپروت د تحقيقاتو پر اساس څېړنې ترسره كړلې او دده دغه څېړنې په 1833ع كال د چاپ له ډګر څخه راوتلي دي.
3- په 1839ع كال كې ميجر. ر. ليچ د پښتو ژبې د ګرامر په برخه كې يوه وړه رساله ليكلې ده.
4- په 1842-1845 ع كلونو كې د پښتو ژبې ګرامري اثرونه د پروفيسور دورن له خوا ليكل شوي او چاپ شوي دي. د ختيځ پوهانو په ډله كې لومړى سړى دى چې د پښتو ژبې د علمي مطالعې له پاره يې هلې ځلې كړي دي.
5- په 1854ع كال كې د پښتو كوچنى ګرامر د واګن (Vaughan) له خوا په كلكتې كې خپور شو.
6- (د پښتو يا افغانانو د ژبې قواعد) په نامه ګرامر د جارج، هانري راورټي له خوا په 1855-1856 او دوهم چاپ 1960 كال په لندن كې له چاپه راوتلى دى.
7- (د پښتو يا پختو ژبې قواعد) د هانري والتربيليوله خوا په 1867ع كال په لندن كې خپور شوى دى. او دوهم ځل چاپ يې په 1901 په لاهور كې شوى دى. دغه اثر په 1318هـ ش كال په پښتو ټولنه كې ترجمه شوى خو تر اوسه لاچاپ شوى نه دى
Grammar of the Pashto or the Language of the Afghans-8
دغه پښتو ګرامر په 1873ع كال كې د جرمنى ختيځ پوه ترومپ (Trumpp) ليكلى چې په لندن كې خپور شوى دى. اثر په جرمنى ژبه ليكل شوى او مثالونه يې په پښتو او هندي راوړي دي.
9- ګولډن شتيت: لومړنى جرمنى ختيځ پوه دى، چې د پښتو په باب يې يو اثر ليكلى دى. د معاصر روسى ختيځ پوه برتلس(1) په قول نوموړى د ختيځپوهانو له ډلې څخه لومړنى سړى دى چې د پښتو ژبې په هكله يې څېړنې شروع كړي دي. دده په اثر كې د ګرامر او لغتونو فهرست ليدل كيږي. دغه اثر په (1791ع) په سنت بتر زبورګ (ليننګراد) كې خپور شوى دى او داسې ښكاري چې دغه اثر تر اوسه د (برټش موزيم) په كتابتون كې خوندي دى(2).
10- ډارمستتر فرانسوى ختيځ پوهان دى په 1888ع كال كې (د افغانانو ژبه)(3) په نامه يو اثر ليكلى چې علمي او ګرامري ارزښت لري.
11- په المانى ختيځ پوهانو كې دګايګر نوم مشهور دى. ده په 1893ع كال كې دپښتو ژبې د فلالوژۍ په برخه كې يوه رساله ليكلې ده.
ده په دې رسالې كې د تهجى حروف په ترتيب سره او ډېر پښتو لغتونه د سانسګريټ، او ستا پخوانۍ او اوسنۍ پاړسو سره پرتله كړي دي.
12- د پښتو ژبې لنډ ګرامر د بيدولف له خوا په 1890ع كال په لندن كې خپور شوى دى.
13- په 1901ع كال د روس كيپل له خوا د پښتو ژبې يو ګرامر ليكل شوى دى(1).
14- ج، لاريمر هم د ختيځ پوهانو له ډلې څخه دى چې دوزيرو د لهجې يوګرامر او قاموس ليكلى دى. دغه اثر په 1902ع كال په لندن كې خپور شوى دى(2).
15- په 1908ع كال د پښتو ژبې د ګرامر او لغت په باره كې يوه كوچنۍ رساله د تومانووپچ له خوا په تاشكند كې خپره شوې ده. دغه اثر په روسى ژبه ليكل شوى دى.
16- داي. دي كاكس له خوا د پښتو ژبې ګرامر په 1911ع كال په لندن كې چاپ شوى دى.
17- لاريمر (ډ.ل.ز) (د پښتو نحوه) په نامه خپل اثر ليكلى او په 1915 كال په اكسفورډ كې خپور شوى دى.(3) دغه كتاب 377 مخونه لري او په پاى كې د پښتو لغتونه په انګريزي ترجمه شوي دي. دغه اثر په 1319 ش كال د پښتو ټولنې له خوا پښتو شوى دى.
18- مارګن سټرن د ختيځ پوهانو له ډلې څخه هغه ژبپوهان دى چې د پښتو ژبې په باب او د افغانستان د نورو ژبو لكه (پراچى، اورمړي، پاميري او نورستانى) ژبو كې هم څېړنې كړي دي.
ځكه ورته د پښتو پيژندونكو استاد او لارښود ويلى شوى دى. دده ادبي او ژبنۍ څېړنې نه هيريدونكي دي. نوموړي د پښتو كلمو د ايتمالوجۍ په باب يو ښه علمى او ارزښت ناك اثر ليكلى دى. دغه اثر په 1927 كال په اوسلوكى چاپ شوى دى.
19- برتلس روسى ختيځ پوه په 1935 كال د پښتو ژبې كندهارۍ لهجه په نامه يوه رساله ليكلې او په ليننګراد كې خپره شوې ده. رساله په 1356 كال ترجمه او د هم دغه كال د وږمې مجلې په دويمه ګڼه كې خپره شوې ده.
همدارنګه برتلس د پښتو ژبې تركيب او ساختمان په باب هم يوه رساله ليكلې چې په كال 1936 په ليننګراد كې خپره شوې ده.
20- اسلانوف د پښتو ژبې د ګرامر او لغاتو په باب د يادولو وړ خدمت ترسره كړى دى. اسلانوف د پښتو ژبې لنډ ګرامر د پښتو زده كوونكو د پاره په 1936 كال په مسكو كې چاپ كړى دى.
او بل اثريې د پښتو ژبې داصواتو تركيب په 1950ع كال په مسكو كې خپور شوى او په پاي كې د پښتو روسى قاموس ضميمه هم لري. د پښتو ژبې معاصر ګرامر هم د نوموړي بل اثردى. ددغه اثر په باب زما په نظر بشپړ معلومات نه دي راغلى.
21- ك. ا. ليبديف- د پښتو ژبې په ګرامر ليكنه كې زښت زيات كارګړى دى. د پښتو ژبې ګرامرونه يې په جلاټوكو (1) چې 1945 (2) په 1956ع (3) په 1970ع كلونو كې چاپ كړي دي.
22- ن. ا. دوريانكوف (د پښتو ژبه) په نامه يوګرامري اثر لري چې په1960ع كال په مسكو كې خپور شوى دى.
23- دوكتور ا. م. ارانسكى د پښتو ژبې ګرامر په نامه يوه وړه رساله ليكلې ده. د پښتو د معاصرې ژبې د فعل شكل او د تكرار دكته ګوريو په باب علمي ليكنه ګڼله كيږي. (1)
24- هربرت پنزل په افغانستان كې د خپلې استوګنې په موده كې ځيني علمي څېړنې كړي او په دغه وخت كې يې ځيني مواد راټول كړي او په دې اساس يې يو پښتو ګرامر د A Descriptive Study of the Dialect of Kandahar په نامه ليكلى دى. دغه كتاب په 1955ع كال په واشنګټن كې خپور شوى دي. دغه اثر پوهاند الهام ترجمه كړى او په 1340هـ. ش كال د كابل پوهنتون له خوا چاپ شوي دى. په دغه ليكنه كې د پښتو كندهارۍ لهجې فونيټكى، ګرامري برخې څېړلې دي او د ننګرهارۍ كندهارۍ لهجې ځيني توپيرونه يې څرګند كړي دي.
25- ډاكتربرژي بيچكا چكوسلواكى ختيځ پوه د پښتو خج په نامه يوه وړه رساله ليكلې ده.
26- زويا، مارتيا نيونا، كالينينا: د شوروي اتحاد د ختيځ پوهانو له ډلې څخه ده. دا ختيځ پيژندنې په انستيتوت كې د افغانستان څانګې يوه تكړه غړې وه. د كالينيني ټولې ليكنې او څېړنې د پښتو په ژبني او ګرامي موضوعګانو پورې اړه لري.
د معاصري ادبي پښتو ژبې لغت پوهنه 1972 د مسكو چاپ او په معاصره ادبي پښتو كې مركبې تابع جملې 1966 د مسكو چاپ او په معاصره ادبي پښتو كې امريه جملې (1) شرطيه او تمنايي جملې (2) مقالې په روسي ژبه د نوموړې ليكنې دي.
27- د پښتو ژبې د ګرامر ځيني اساسات: د ا-د- شافيف ليكنه ده. دغه اثر په روسي ژبه د زودين روسي پښتو قاموس په پاى كې خپور شوى دى.
28- عبدالحفيظ- غنى يف هم د پښتو ژبې په باره كې ځيني ليكنې كړي دي. د پښتو ژبې د افعالو مجهولې صيغې او د پښتو ژبې د افعالو مجهولو صيغو جوړښت په باب ليكنې دي.
29- پښتو ګرامر د پروفيسر (ا-ل- ګرونبېرګ) له خوا ليكل شوى دى چې په ليننګراد كې په 1987ع كال چاپ دى او دغه ګرامر زما په خيال په شوروى اتحاد كې وروستنى ليكل شوى ګرامر دى چې چاپ شوى دى.
ګرامر Grammar: د ګرامر اصطلاح د لاتيني ژبې د ګراماتكس (Grammatics) او يوناني ګراماتيكې (Grammatike) له ارې (ريښې) څخه راپاتى ده.
په انګريزى كې (ګرامر (Grammar روسي كې ګراماتيكه ويل كيږي. ګرامر د تشريحي ژبپوهنې يوه غوره او ستره څانګه ده چې د يوې ټاكلې ژبې د كلمو، جملو درغاونې او جوړښت د قاعدو سيستم تشريح او مطالعه كوي او يا د ژبې صرفي (مور فولوجيكى)، نحوي (سينتكسي) جوړښت او ساختمان تركتنې او څېړنې لاندې نيسي. په دې معنا چى د يوې ژبې د الفاظو (لغاتو) د تغير او بدلون اشكال د هغوى تركيب د جملو جوړښت او څرنګوالى مطالعه او تشريح كوي.
په ګرامري څېړنو كې ژبه د قوانينو تابع نه ګرځوله كيږي، بلكې ګرامر د ژبې قاعدې څنګه چې د هغې ژبې اصلي ويونكي استعمالوي راباسي اوشرح كوي يې. څنګه چې هره ژبه ځانته د جوړښت اصول او قاعدې لري نو ځكه د ټاكلې ژبې په ګرامري ليكنو كې خپله د هم هغې ژبې قواعد او اساس غوره ګڼل كيږي، چې د نوې ژبپوهنې د اصولو او اساساتو سره برابره خبره ده.
په ډيرو زياتو ليكنو كې ليدل كيږي چې دغه موضوع په دوو اساسي برخو ويشله شوې ده:
1- مورفولوژي (د يوناني د مورف (Morph) (فورمه) او لوګوس (Logos) (پوهه) څخه لاس ته راغلې ده.
2- سينتكس د يوناني (Syntaxis) څخه د (يو ځاي كيدنه) (جوړښت) (ترتيب) او (رابطى) په معنا رواج موندلى دى(1).
د صرف او نحوې (مورفولوژي او سنټكس) تر منځ بېلوالى اواړيكى:

-
بېرته شاته