(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ژبه ولې محرومه

[28.Sep.2018 - 09:50]

په افغانستان کی پښتو ژبه ولی محرومه شوه؟ په څه ډول دا محرومیت محوه کولای شو ؟

لیک: نظیف الله  نهضت

عملا داسیاسی نظامونه دی چی یوی ژبی ته د انکشاف او پر مختګ لاره خلاصوی ،اویایی  مخه نیسی ،په افغانستان کی  دا پښتون دشمن سیاسی نظامونه او انګریزی او خارجی فتنی وی چی پښتو ژبه یی محرومه ژبه کړه .کچیری تیر وخت ته وکتل شی    دافغانستان په تاریخ کی انګریزی استعمار اوبیا نورو یرغلګرو زمونږ دهیواد په کلتوراوژبی  مرګونی ګوزارونه وکړل ، دهیواد بیخ بنا او کلتوری جوړښتونه یی تباه کړل .د پښتو ژبی د انکشاف او پر مختګ مخه یی ونیوله .پښتانه یی په خپله مورنی ژبه د تحصیل نه محروم کړل .ددی موضوع د روښا نولو لپاره .

لازمه ده چی د پښتو ژبی محرومیت تاریخی پسمنظر ته په تفصیل وکتل شی .د پیښود  تاریخی کتنی او شننی له پلوه په رسمی ډول وروستیو پیړیو کی  دپښتو ژبی پرمختګ د افغانستان د جوړیدو نه پیل کیږی . کله چی د 1747 داکتوبراحمد شاه ابدالی لوی افغانستان جوړ کړ .دحکومت ژبه پښتو وه پاچا په پښتو ژبه د خلکو سره خبری کولی،هغه په پښتو ژبه کی ښه ادیب او شاعر وه .هغه وخت دملت او حکومت ژبه یوه وه.خو کله چی په 1773 احمد شاه بابا وفات شو.د هغه  ځوی او ځای ناستی تیمور شاه دپښتو ژبی حق ادا نکړ. دا ځکه چی د تیمور  دکار اوژوند ماحول د فارسی ژبو دژوند سیمه وه .دهغه ددربار غړی قزل باشان وه .هغه خپله مورنی ژبه و نشوه سا تلای او دماحول دتا ثیر لاندی یی خپله مورنی ژبه هیره کړه .او دهغه ژبه فارسی شوه

کله چی تیمورشاه دلوی افغانستان واک تر لاسه کړ دحکومت دچارواکو رسمی ژبه فارسی شوه

ددغه وخت نه دپښتو ژبی محرومیت پیل شو .دا ځکه چی ددربار ژبه فارسی شویوه .رسمی مکتوبونه په فارسی لیکل کیدلتیمورشاه چی دمخه دخپل پلار لخوادایران دخراسان او هرات واکمن په تو ګه ټاکل شوی وه .په دغه کلونو کی د ځایی خلکو د ژبی تا ثیر لاندی راغی او خپله پښتو ژبه یی هیره کړه ، دهغه  د دربار ژبه فارسی شوه . تیمور شاه دربار ته نژدی  خلک قزلباشان او دپښتو ژبی سره بیګانه وه .همدا دلیل وه چی دواکمنی وروسته تیمور شاه دکندهار دپښتنو مشرانو سره دهغه شدید اختلاف پیدا شو قومی مشرانوته دا حالت دزغم وړ نه وه .هغوی دتیمور شاه پرضد را پور ته شول قومی مشرانو   دده واکمنی ته یی خطر پیښولی شو .نو ځکه تیمور شاه فیصله وکړه چی  دکندهار نه پلاز مینه پایتخت کابل ته انتقال کړی .اوکابل  دافغانستان پلاز مینه پای تخت و ټاکی.سره ددی ټولونا خوالو تیمور شاه  دلوی افغانستان حدود وساتل .

تیمور شاه  په 1793 کی وفات شو خود دهغه مشر زوی شاه محمود  پر ځای دهغه کشر زوی شاه زمان چی دسلطنت واقعی وړتیا یی درلوده ،  د افغانستان پاچاشو . دغه انتخاب بیا وروسته په تاریخ کی دورونو تر منځ  دخونړیو پیښواو خارجی مدا خلی با عث شو . شاه زمان دخپل سلطنت په وخت  پدی قادر شو چی دلوی افغانستان تاریخی عظمت بیا احیا کړی او قوی نظامی قوت او لوی لښکر  چی نظیر یی په سیمه کی نه وه جوړ کړی . دغه وخت انګریزانو په هند استبدادی حکومت چلاوه .نو ځکه دهند دخلکو امید شاه زمان ته وه چی هند ته ورشی او انګریزان وشړی .دهند خلکو دشاه زمان  نه وغوښتل چی هند ته ورشی او د انګریزی استعمار نه دخلاصون په خاطر  دهغوی سره مرسته وکړی شاه زمان هم دا غوښتنه منلی وه او لازمی تیاری یی نیولی وه  .همدا رنګه دغه وخت  د فرانسی امپراطور  ناپیلیون چی دځپلو فتوحاتو په بهیر کی  مصر ته رسیدلی وه غوښتل یی چی دهند په لور خپلی لښکری دانګریزانو سره دجګړی په نیت مارش کړی .دهغه مخی ته دافغانستان مقتدر دولت واقع وه نو ځکه  هغه خپل استازی شاه زمان ته ولیږه او دهغه نه یی وغوښتل چی د هند نه دانګریزانو دایستلو په خاطر دهغه لښکرو ته دافغانستان نه دهند په لو ر دتیریدلو اجازه ورکړی او  پدی کار کی دناپلیون سره متحد شی .شاه زمان هغه ته رو ښانه جواب ورنکړ دلیل دا وه  زمان شاه اراده درلوده ، چی په نژدی وخت کی  دی  په خپله دخپلو لښکرو په زور داکار وکړی. هغه فکر وکړ چی خپله قوی لښکر لری نو دنا پلیون لښکرو ته ضرورت نشته .زمان شاه  څوڅو ځله هند نه دانګریزانو دایستلو په خاطر دجنګ  تیاری و نیوه  حرګت یی وکړاو  دلښکرو سره لاهور ته هم ورسید. خو د ده په کور کی د نفاق اور بل وه  تاریخ شاهد دی چی  انګریزانو اکثر جنګونو کی بری دخپلو جاسوسی شبکو په مټ ترلاسه کړی وه په افغانستان کی هم .انګریزانو دزمان شاه سره دمقابلی لپاره خپلی جاسوسی شبکی په کار واچولی او بی لدی چی نظامی قوت استعمال کړی زمان شاه ته یی سقوط ور کړ . دغه وخت انګریزانو زمان شاه سره دمقا بلی لپاره دایران دقاجاری دولت سره  دهغه دوژلواو دقدرت نه دلری کولو لپاره معا هدات وکړل اودشاه زمان اودهغه دورور شاه محمود ددشمنی داور د بلولو لپاره  خپلی جاسوسی شبکی په کار واچولیتباه کونکی اقدامات یی پیل کړل .انګریزانو  ددغی دسیسی دعملی کولواو  دایران دمرستی حاصلولو  لپاره  خپل خطر ناک جاسوس کپیتان ملکم دایران قاجاری در بار کی  دسفیر پتوګه وټاکه کپیتان ملکم د فتح علی شاه قاجار سره دزمان شاه پرضد  توافق وکړ  .انګریزی شبکو  داسلامی ورو ولی دنامه لاندی دورونو ترمنځ اختلاف شدید کړاو شاه محمود یی دسلطنت مستحق وګانه او زمان شاه ته یی دغاصب خطاب وکړ چی دمشر ورو حق یی غصب کړیدی  .دا لومړی ځل وه چی دانګریزانو لومړی شیطانی ډلی دافغانستان دتباه کولو لپاره د اسلامی اصولونه ددفاع په نامه  داخلی شوی ..هغوی دشاه زمان مشر ورور شاه محمودچی دشاه زمان نه یی په جګړو کی ماته خوړلی او ایران پاچا ته تللی وه جګړی ته  تحریک کړ  افغانانو ته وویل شول چی سلطنت دمشر ورور شرعی حق دی .شاه زمان دغه حق غصب کړیدی دا کار داسلامی اصولو سره مخالف دی، اسلامی اصول باید بیرته په ځای شی    اسلامی اصول دپښو لاندی شویدی .داسلامی عدالت په خاطر باید واکمنی دشاه زمان نه دهغه مشر ورور شاه محمود ته انتقال شی .انګریزانودغه وخت خپل مسلمان جاسوس ( میا غلام محمد ) دروحانی مشر اومصلح په جامه کی  دهند نه کندهار ته دشاه محمود مرستی ته ولیږه، . او دشاه زمان پرضد نظامی بلوا ګانی او فتنی پیل کړی  .بلاخره  شاه زمان ددغو فتنو په مقبل کی عمل وکړ  او امنیتی اقدا مات یی پیل کړل زمان شاه   په دربارکی د سردار پاینده خان په مشری دسیسه کونکی پیداکړل هغوی یی ونیول او اعدام کړل . ددربار په داخل کی دنفاق اور بل شو انګریزی شبکو غوښتل چی اول دنفاق اور بل کړی او بیا دشاه زمان دسقوط پلان عملی کړی . دغو اعدامونو انګریزانو ته ددی لار خلاصه کړه چی دپلان مطابق  د انتقام لپاره دافغان مشرانو یوه برخه په حرکت رالولی او  داردو جنرالان دشاه محمود په ګټه نظامی کودتا ته جذب کړی  . بحران شدید کړی بیا دغه نظامی کودتا دزمان شاه پر ضد کا میابه شوه داردو زیاته برخه دشاه محمود په طرفداری ودریده او زمان شاه د اردو دلویی برخی  کنترول دلاسه ورکړ خو داخلی جګړو دوام درلود  .ددی لپاره چی ددغو تاریخی پیښو مستند تصویر وړاندی شی دایران په قاجاری در بار کی دانګریزانو سفیر او دجاسوسی شبکو مشر دکپیتان ملکم  مکتوبو نو ته مرا جعه کوم . کله چی بحران خطر ناک حد ته ورسید  . په ایران کی  انګریزی سفیر او جاسوس کپیتان ملکم  دایران پاچا فتح علی شاه قاجارسره دافغانستان پر ضد  معاهدات امضا کړل. چی د هغه وخت نه  دتاریخ نه مونږ ته د مهمو اسنادو په حیث را پاتی دی، دا اسناد  دکپیتان ملکم مکتو بونه  دی چی دافغانستان دتاریخ دغه برخه روښانه کوی .ملکم په خپل یاداشتونوکی چی په هند کی یی خپلو امرانو ته لیږلی وه دایران دپاچا سره دتوافق په اړه داسی لیکی  (هروخت چی دافغانستان پاچا دهند په لور دحملی فیصله کوی دایران پا چا به په ټول قوت په افغانستان حمله کوی .) په بله بر خه کی د انګریزی شبکو دکار دکامیابی په اړه ملکم داسی لیکی (اطمینان ولری چی د برسات د پیل کیدو نه دمخه شاه زمان به په هند کی هیڅ اقدام نشی کولی .سره لدی چی زمان شاه به په هند کی دمداخلی توان ولری خود مدا خلی فرصت به ونلری)هغه بیا لیکی (د انګلیس په ګټه ده چی خراسان په ایران پوری وتړل شی .ځکه دایران دپاچا قوت په مراتبو دافغانستان د پاچا نه کم دی ) ( زمان شاه دانګریزانو د قدرت په مقابل کی د قویترینودشمنانو نه یودی .هغه دی چی کولای شی بی دخارجی مرستی نه په هند هجوم وروړی....هیح شی د زمان شاه دکشور کشایی مخه نشی نیولای بدون ددی چی دهغه په هیواد کی نفاق واچول شی او دهغه دجهانګیری مخه ونیول شی )منبع (افغانستان در مسر تاریخمیر غلام محمد غبار)

کله چی انګریزی شبکو  دزمان شاه دورورشاه محمود په مرسته دهغه په اردو کی دکودتا پرو ګرام عملی کړ . داردو ډیر جنرالان د شاه محود په ګټه دزمان شاه پرضد و دریدل د زمان شاه دواک حدود کمیدل  .دغه وخت زمان شاه پیښور ته دتګ ارا ده وکړه  په لار کی  دخپل پخوانی دوست ملا عاشقالله کور ته ددمی لپاره   د12 سپرو سره ورغی .ملا عاشقاالله چی دمخه دانګریزی شبکولخوا جذب اوملی خیانت ته یی ملا تړلی وی .ستر جنایت او ملی خیانت وکړ  . ملا عاشق الله چی ځان یی په انګریزانو خرڅ کړیوه اودانکریز جاسوس وه . دخپلو 200 سپرو په وسیله زمان شاه محاصره کړبیا یی بندی کړ  او دشاه محموافرادو ته حواله کړ. شاه محمود  زمان شاه په سترګو ړوند کړ . شاه محمود په خپله کال 1801 کی دکابل دنیولو وروسته  خپل سلطنت اعلا ن کړ . انګریزی جاسوسی شبکو ددغه وخت نه  بیا تراوسه  داسلام په نقاب کی  افغان شاهی نظامونو اوبیا حکومتونو  کی نفوذ وکړ.انګریزان دهغه وخت نه تر اوسه دنفاق او دداخلی جګړو تباه کونکی اور بلوی ،  اوافغانان پدغه اور کی سوه ځی . دهغوی  جواسیسو دملا روحانی پیر په جامه کی  افغانستان دپرمختګ مخه ونیوله جهالت یی حاکم کړ .مافیایی ډلی یی حاکمی کړی دشر او فساد نظامونه یی جوړ کړل  قتل عامونه یی وکړل  .دافغانستان تباهی اود  انګریزی اسلام جنایات دانګریزی ملا په لاس  تراوسه دوام لری .

دشا ه محمود  وروسته انګریزی جواسیسو افغان شاهی در بارونو کی نفوذ وکړ داخلی جګړی پیل شوی .دیادونی وړ ده چی  شامحمود دخپل ورور شاشجاع لخواپه 1804  خلع شو اوشاه شجاع پاچاشو هغه بیا  دوباره په نورو جګړو کی دشاه محمود لخوا په کال 1809 کی لری شو  او شاه محمود  بیا پاچاشو .شاه محمود  د1809 نه تر 1818 پوری پاچا وه .دغه وخت دانګریزانواو ایران دفتنو په نتیجه کی  داخلی جګړی بیا پیل شو او 16 کاله یی دوام وکړ . بلاخره  په کال 1834  داخلی جګړی پای ته ورسیدی او  په دغه  1834 کال امیر دوست محمد خان چی محمد ځی خاندان پوری اړه درلوده ، د افغانستان پاچا شو. دغه وخت  واکمنی دابدالی خاندان نه محمد زی خاندان ته منتقل شوه .امیر دوست محمد خان لویه کورنی او ډیر زامن درلودل .هغه دحکومت ټولی چاری د ځبلی کورنی تر منځ تقسیم کړی. نوځکه انګریزی شبکو دده په دربارکی دنفوذ امکان دلاسه ورکړ . هغه تر 1939 پوری په امنیت کی حکومت وکړ دا ځکه چی انګریزانو دده په حکومت کی د هغه  پر ضد داسی مخالف چی دهغه حکومت ته خطر پیښ کړی پیدا نکړ .نوځکه دبهرنه انګریزانو  دامیر دوست محمد خان دسقوط لپاره دهغه ابدالی دشمن شاه شجاع ته مراجعه وکړه  انګریز ته دا  د سولی حالت دتحمل وړ نه وه . نو ځکه انګریزانو په داخلی جګړو کی ددوست محمد خان حریف  شاه شجاع ته مراجعه وکړه انګریزی نو د شا شجاع سره په 1809 کی کله چی هغه دافغانستان پاچا وه دهغه داوړی پای تخت پیښور کی د خپل  سفیر الفنستن په وسیله  رسمی ملاقات کړی وه . دافغان او انګلیس دلومړی جګړی په پیل الفنستن په هند کی شاشجاع  سره ولیدل او هغه ته یی ته قناعت ورکړ چی دافغانستان سلطنت د شاه شجاع ابدالی حق دی ، انګریزان به دده سره مرسته وکړی چی خپل حق دامیر دوست مجمد خان نه واخلی .بیا الفنستن دافغان او انګلیس په اوله جګړه کی دانګریزی لښکرو او دشاشجاع د 12 زره لښکرسره کابل ته راغی اوانګریزانو شا شجاع  ظاهرا دافغانستان پا چا اعلان کړ خو اصلی واک ددوی سره وه. دیادونی وړ ده چی الفنستن  دانګریزانو دماتی اووتلو په وخت ووژل شو . کله چی په کال 1839 انګریزان د شاه شجاع په مرسته افغانستان ته داخل شول . دافغان او انګلیس لمړی جګړه پیل شوه .دی جګړی 3 کاله تر1842 پوری دوام وکړ انګریزان مات شول دانګریزانو دماتی او وتلو په وخت  دهغوی .17000 لښکر  دکابل او ننګرهار تر منځ  ټول ووژل شول .انګریزانو  شرمیدلی ماته وخوړه. اوپه 1842  امیر دو ست محمد خان دوهم ځل لپاره  دافغانستان پاچا شو .امیردوست محمد خان  په 1863 وفات شو. او دهغه ځوی امیر شیرعلی خان دافغانستان  پاچاشو .انګریزی شبکو دهغه په کورنی کی قوی نفوذ کړیوه او شدید اختلافات جوړ کرل  داخلی جګړی دشاهی خاندان دغړو  ترمنځ پیل کړی اودشیر علی خان  دورونو تر منځ یی دنفاق اور بل کړ  .لمړی یی دشیر علی خان  پرضد په کندهار کی دسیسه جوړه او خونړی جګړی پیل شوی پدغه جګړه کی  د شیر علی خان  دکورنی نژدی غړی  ووژل شول هغه ته عصبی شوک پیدا شد او دوه کاله په کندهار کی پاتی شو. د شیر علی خان  په غیاب کی دهغه دوه ورونه په کابل کی خپل سلطنت اعلان کړ افضل خان دامیر عبدالرحمان پلار 1866نه تر 1867 پوری حکومت وکړ چی بیا عبدالرحمان روسی ترکستان ته مهاجر شو .او اعظم خان 1867 نه تر 1868 پوری واکمن وه.بلاخره  په کال 1868 کی امیر شیر علی خان خپله روغتیا تر لاسه کړه بیرته نارمل حالت ته راغی او دخپلو لښکرو سره کابل ته لاړد خپلو ورونو سره  دجګړو وروسته یی  هغوی مات او واک تر لاسه کړ او پاچا شو امیر شیرعلی خان ته دمخه  افغان ستر نابغه سید جماالد ین افغانی دحکومتی اصلاحاتو لپاره یو پرو ګرام ورکړی وه.هغه په خپلی دوهمه واکمنی کی دغه پروګرام عملی کړ .اوستر فرهنګی کارونه یی وکړل هغه مطبعه جوړه او لمړی جریده  شمس النهار یی خپره کړه او کتابونه او رسالی یی چاپ کړی  .هغه پښتو ژبی ته اساسی کار پیل کړ .او داردو نظامی رتبی یی پښتو کړی لکه ډګرمن جګرن اوداسی نور .انګریزی جاسوسی شبکو د شیر علی خان  په دربار کی نفوذ وکړ په لومړی مرحله کی یی دهغه ورونه افضل خان او اعظم خان دده سره په جنګ اخته کړل او په دوهمه مرحله کی یی دهغه ځوی یعقوب خان دخپل پلار پرضد تحریک کړ هغه دجګړی میدان ته راغی  یعقوب خان دپلار په مقابل کی مات او زندانی شو .انګریزانو دا تباه کونکی فتنی ددی لپاره وکړی چی په افغانستان باندی دوهم تجاوز ته زمینه مساعده کړی .دشیطان انګریزجاسوسی  شبکو دفتنوسره سره دامیر شیر علی خان  سلطنت تر1879 کال پوری دوام وکړ.په دغه کال انګریزانو په افغانستان دوهم یرغل وکړ .امیر شیر علی خان مجبور شو دخپل ځوی یعقوب خان په ګټه چی دزندان نه نوی خوشی شوی وه استعفا وکړی ا و په خپله دروس نه دمرستی اخستلو لپاره مزار شریف لور ته حرکت وکړ .هغه بیا هلته وفات شو .انګریزی لښکری  افغانی خاوری ته دا خل شوی او امیر یعقوب خان یی محاصره کړ  لمړی یی په هغه دګندمک معاهده امضا کړه اوبیا یی بندی هند ته تبعید کړ .دامیر شیر علیخان بل ځوی  دهرات والی سردار ایوب خان دکندهار په میوند کی انګریزی لښکری داسی  تباه کړی دانګریزانو نه یو تن هم ژوندی پاتی نشواوغازی ایوب خان د میوند دجګړی فاتح اوملی اتل لقب تر لاسه کړ.دغه وخت امیر عبدالرحمان  خپل مهاجرت پای ته ورساوه او دافغانستان دنجات په خاطر دروسی تر کستان نه دافغانستان شمال  دکند زخان اباد  ته داخل  دانګریزانو پر ضد دغزا اعلان وکړهغه د انګریزی تجاوز نه دافغانستان د نجات په خاطر لوی لښکر جوړ او دکابل په لور  حرکت وکړ انګریزان مات شول  او رسما دهغوی لښکری  په کابل کی خلع سلاح او امیرعبدالرحمان ته تسلیم شول .انګریزی  لښکرو  هند ته په امن کی حرکت وکړ اود دجلال ابا دلاری ووتل . په انګریزانو ددغه بری او دانګریزانو دوتلو وروسته عبدالرحمان په 1880 کی دافغانستان پاچاشو . هغه وران افغانستان بیا جوړ کړ .هغه دقوی مرکزی حکومت په جوړولو سره افغانستان متحد کړ ، هغه د ګاوندیو هیوادونو سره دافغانستنان سر حدات تعین کړل هغه په 1901 کی وفات شو او بیا  دهغه ځوی امیر حبیب الله پاچاشو .امیر حبیب الله په کال 1919 دلغمان په کله ګوش  کی ووژل شو او بیا دهغه  اتل زوی امیرامان الله پاچا شو  هغه د انګریزانونه ددیورند دمعاهدی تجدید نظر و غوښت  انګریزانو د امیر حبیبالله سره  هم په 1905 دوباره په هغی مذاکره کړیوه .امان الله خان د انګریزانو سره په مساوی حقوقو درسمی مذاکراتو غوښتنه وکړه .انګریزانو دی وړاندیز ته په جنګی تحرکاتو جوا ب ووایه .امان الله خان هم خپل جنګی تیاری ونیوه دافغان او انګلیس دریمه جګړه پیل شو او دانګریزانو په ماتی پای ته ورسیده .افغانستان چی جنګی تکنالوجی نه درلو ده خپله خاوره وساتله .او خپل مستقل سیاست یی اعلان کړ .امان الله خان بیا یوملی دموکراتیک انقلاب ددوهم مشروطه خواهانو دګوند په مرسته کا میاب کړ.په مشروطه خواهانوکی  محمود طرزی ستر عالم  او روشنفکر د پشتو ژبی لپاره کار پیل کړنوری جریدی خپری شوی مطبوعاتو ته ستر کار وشو  .فابریکی جوړی شوی مکتبونه جوړ شول مطبوعات عام شو .په هره برخه کی پرمختګونه وشول افغانستان ډیر زر دپر مختللو هیوادونو په کتار کی دریده .شیطان انګریزی استعمارته داحالت دتحمل وړ نه وه .هغوی ضد افغانی فتنی پیل کړی او دبچه سقاواو انګریزی ملایانو  په استعمال سره دامان الله خان ملی دموکراتیک نظام ته سقوط ورکړ .څومیاشتی وروسته ،سردار نادرخان بچه سقاو پرضد جګړه پیل کړ ه او  داکتوبر په 16 کال 1929 کی بچه سقاو مات کړ هغه یی ونیوه او بیا یی دنورو داړه مارانو سره یو ځای اعدام کړ ددی وروسته  بیا نادر شاه په همدی 1929 کال د افغانستان  پاچا شو . نادرشاه دیوه شاګرد لخوا دنوامبر په 8 کال 1933 ووژل شو .پدغه کال دهغه ځوی ظاهر شاه پاچاشو .

د ظاهر شاه په وخت دحکومت او در بار ژبه فارسی وه هغه په فارسی ژبه خبری کولی .او دحکومت رسمی مکتوبونه په فارسی لیکل کیدل .دی کار حساس پښتون روشنفکراو ددربار غړی وزیر محمد ګل خان  ته روحی ټکان ورکړ چی داولی دپښتون قام په حکومت او دربار کی پښتانه په خپله ژبه خبری نشی کولای . وزیر محمد ګل خان  دا موضوع دپاچا سره شریکه کړه ظاهرشاه هغه ته واک ورکړ چی خپل پرو ګرام دپښتو ژبی د انکشاف او پر مختګ لپاره عملی کړی .وزیر محمد ګل خان ددینی علمانو او پوهانو یو کړی جوړه کړه او دهغوی په وسیله یی دعربی او نورو ژبو نه پښتو ژبی ته دښونځیو لپاره کتابونه ترجمه کړل .دحکومت مامورینو ته دپښتو ژبی زده کړه جبری کړه او دحکومت مامورینو لپاره یی د پښتوژبی زده  کړی کورسونه جوړ کړل .په پښتو ژبه نشرات تنظیم شول .اوداسی نور .بیا پښتو ټولنه جوړه شو ه د پښتوژبی مشهور لیکوالانو او عالمانو خپل اثار خپاره کړل .په کال 1958 دسردار داود دصدارت په وخت ددولت لخوا دفارسی په ځای ددری کلمه رسما ومنل شوه .دادایران دفرهنګی نفوذ دمخنیوی لپاره یو اقدام وه .دظاهر شاه په وخت کال 1964 په اساسی قانون کی پښتو ژبه دافغانستان یواځنی ملی او رسمی ژبه اعلان شوه ،د اساسی قانون په 35 ماده کی داسی لیکل شویوه (دولت موظف دی چی د پښتو ملی او رسمی ژبی د انکشاف او تقویی لپاره موثر پروګرام وضع او تطبیق کړی ) خودی ټولو کارونو رسمی بڼه درلوده.اوعام شور اوشوق لکه چی نن موجود دی هغه وخت دپښتو ژبی د پرمختګ لپاره موجود  نه وه .دظاهرشاه په وخت سره لدی چی رسمی زمینه موجوده وه خوددغه فرصت نه ښه ګټه وا نخستل شوه .په 1973 د جولای په 17 سردار داود دکودتا دلاری شاهی نظام ختم کړ اوجمهوری نظام یی اعلان کړ .دهغه په حکومت کی د پښتو ژبی لپارد ظاهر شاه دوخت  پرو ګرامونه وساتل شول .خو د تو جه وړ نوی کارونه ونشول .په کال 1978 دابریل 27 دثور انقلاب بری ته ورسید .دثور انقلاب په بری سره پښتو ژبه ددربار ژبه شوه دانقلابی شورا فرمانونه په پښتو ژبه خپاره شول .اکثر رسمی لیکنی مکتوبونه په پښتو ژبی شول .جراید او نشر ات اکثر په پښتو شول ډیر کتابونه په پښتو ژبی چا پیدل . زمونړ په ګاونډ شوروی حکومت ته چی دهیواد داشغال او تجزیی اودشمالی تلواتی د جوړولو پروګرام او دپښتنو سره یی دشمنی درلوده   دا حالت دتحمل وړ نه وه .دا ځکه چی هغوی پښتنو ته فاشیستان ویل چی په نورو قومونو یی په تیر تاریخ کی ظلم کړی اوباید دپښتنو حکومت ختم کړای شی .هغوی دیرغل وروسته شمالی تلواله جوړه او دپښتنو خونړی نژادی تصفیه یی عملی کړه .دثور انقلاب دبری نه 20 میاشتی وروسته په کال 1979 د دسمبر دمیاشتی په 27 شوروی 120000 لښکر په افغانستان حمله وکړه جمهوریس ح امین یی شهیدکړدګوند او دولت غړی یی زندانی اعدام او ترور کړل.شورویانو،په رسمی تبلیغاتو کی  وویل چی امین پښتون فاشیست وه او نورو قومونو ته یی حق نه ور کاوه .سره لدی چی دادشورویانو ښکاره درواغ وه خودا د شوروی د پښتنو پر ضد رسمی سیاست هم وه .چی بیا یی دشوروی دمتلاشی کیدلو پر وخت دنوروهیوادونوسره په شریک کار کی شمالی تلواله جوړه کړه اوغیر پښتون  قومونه یی دپښتنو پرضد تحریک کړل په پیسو او وسلو سنبال کړل او په شمال کی یی  دپښتنو قتل عامونو ته سازمان ورکړ.بیا د اسلامی دولت په نامه هغوی دمجاهدینو سره چی دشوروی ضد جاسوسی شبکی او نیابتی لښکری وی قدرت شریک کړ.جمعیت تلوای په  1992 داپریل 28  کی دنجیب پرضد کودتا وکړه هغوی دنجیب حکومت ته هم  پښتون فاشستی حکومت وویل دنجیب پرضد دشمالی تلوالی منطق داوه چی نجیب داقلیتونو حقوق غصب کړی نو ځکه  دوی جمعیت تلواله  هغه  نجیب په زور دقدرت نه لری کوی . حال داچی شورویانو دمخه  په نجیب قوی فشارراوړ چی دپښتنو قوم پرضد جوړی شوی ملیشی دومره قوی کړی چی دحکومت دسقوط پر وخت ددفاع وزارت ددغو ملیشو سره دمقابلی توان نه درلود  .  په همدی منطق دکارمل نظامی ډلی اود شمال جمعیت تلوالی کودتا وکړه  د نجیب نه یی  واک تر لاسه کړ. هغوی بیا  دمجاهدینو په نامه  اسلامی حکومت داسی وخت اعلان وکړ، چی د خارجی هیوادونو دجاسوسی شبکو مشران چی دجهادی تنظیمونود مشرانو په نامه مشهور شویوه .دنواز شریف لخوا دمجددی په مشری اسلامی حکومت په پيښور کی  جوړ شو.د یادونی وړ ده چی دغه وخت دشمال تلوالی اسلامی حکومت کی دوستم،ربانی ، مسعود ،خلیلی محقق اصلی رهبران وه چی دپښتنو پر ضد یی ایدیالوژیک کارکړی وه او دخارجیانو لخواد پښتنو سره ددشمنی په خاطر په پیسو وسلوسنبال شوی وه او افغان دشمن اوضد ملی عقاید یی درلودل او افغان ضد اعمال یی سرته رسولی وه  . په کابل کی حاکم شوی شمالی تلوالی ته دافغانستان دتجزیی پلان او قومی خونړیو جګړو دکولو قومانده ورکړ شویوه .خارجیانو دوی نه یواځی دپښتنو په نژادی تصفیه کی  استعمال کړل بلکی هغوی یی په خپل منځ کی هم په جنګ اخته کړل .هغوی په دغه جګړوکی دکابل ښار په کنډواله بدل کړ او په لسهاو زره کابلیان یی هم شهیدان او بی کوره کړل .افغان غمیزی دوام وکړ .جمعیت اسلامی پښتون ضد تلواله تر اوسه د افغانستان اصلی حکومت دی هغوی په هیواد کی ، دټولو قتل عامونو او جنایاتو مسول  دی هغوی اوس ددی جر ات پیدا کړی چی دخارجیانو په امر  ځان ته افغان هم نه وایی . ددی معنی داده چی  پښتون دشمن عناصر د دری لسیزو نه تر اوسه  په واک کی دی او دپښتنو پر ضد فعال دی دا دپښتنو لپاره لوی ناورین دی چی باید پای ته ورسیږی .  

کچیری تیر وخت ته دقت وکړو وینو چی څوکاله دمخه شوروی کی جی بی  د شمالی تلوالی  دجوړولو کار پیل کړی وه .کی جی بی پدی بریالی شوه چی کارمل او دهغه نظامی ډله د ربانی جمعیت اسلامی .نظامی استخباراتی باندونو سره چی دشمالی تلوالی مشری یی درلو ده یو ځای کړی.- چی په داکتر نجیب چی دوی دغه وخت هغه ته پښتون فاشیست ویلی  کودتا وکړه .اوپه دغه کودتایی دو لت داسلامی دولت نوم کیږدی . داسلامی دولت دجوړیدلو او اعلان نه وروسته دغرب او شرق دتوافق نه وروسته  په پیښور کی جوړ شوی عبوری حکومت چی د پاکستان  د ای اس ای په مرکز کی دهغوی جوړی شوی نانزکی وی .په کابل کی  د حاکم جمعیت اسلامی په بلنه کابل ته روړل شول .په کابل کی سره لدی چی ټول واک دکارمل او ربانی دنظامی ډلو په لاس کی وه .دای اس ای نیابتی لښکرو مشرانو ته مقامونه ور کړل شول هغوی دکابینی غړی او وزیران  شول خواصلی واک دجمعیت اسلامی او دهغوی دمتحدینو په لاس کی وه .دواک دغه شیطانی تقسیم نړیوال استخباراتو پدی خاطر وکړ چی دکبل ښار دورانولو او د خلکو قتل عام لپاره خونړی جګړی پیل کړی .د غه جګړی پیل شوی او په لسهاوزره کابلیان قتل عام شول جګړو ته قومی رنګ ورکړ شو.هغه قومونه چی د خارجیانو لخوا  دپښتنو پرضد په پیسو اووسلو سنبال شوی وه او دهغوی په نژادی تصفیه کی یی ستر جنایات کړیوه . .دافغانستان ټول نظامی وسا یل او طاقت پاکستان ته انتقال کړ . دافغانستان داقتصاد بیخ بنا ورانه شوه ټول وسایل پاکستان ته انتقال شول .خوبیا داسی وخت راغی  چی پاکستان په خپلو مجاهدینوداسلامی دولت  ګوداګیانو کنترول دلاسه ورکړ .هغوی او دهغوی با دارانو ځان مجبور ولید چی بله ډله د حقیقی اسلام په نامه جوړه کړی چی ددوی کامل قوماندی لاندی اوداسلام په پردی کی داسی پټ وی چی ځوک شک ونکړی .هغوی دطالبانو ډله جوړه کړه .او افغانستان ته یی دا خله کړه .هغوی دملاعمر په مشری په 1994 کی کندهار ونیوه اودکندهار والی امیر لالی یی اعدام کړ .طالبانو دوه کاله وروسته 1996  کابل ونیوه او داکتر نجیب یی اعدام کړ  او په افغانستان حاکم شول . طالبانو ډلی باید واک هغه اشخاصو ته سپارلی وای چی دخپلوبا دارانو سره یی په هغی هوکړه کړیوه .دغه وخت طالبانود خپلو بادارانونه بغاوت وکړ هغوی  فکر وکړچی ټول واک ددوی دی با ید مستقل عمل وکړی  او  په خپله فیصلی وکړی .دغه وخت دخارجیانو لخوا دهغوی دنده پای ته رسیدلی وه  استعماری نړیوال استخباراتو فیصله وکړه چی واک دطالبانونه بیرته جمعیت اسلامی او دهغوی اتحادیانو یا شمالی تلوالی ته ورکړی  په کال 2001 کی نړیوالی ټولنی مداخله وکړه .دطالبانو نه یی واک ترلاسه کړ او دموقت حکومت دنامه لاندی یی جمعیت اسلامی اوشمالی تلوالی کامل اوبی حدوده او میراثی واک  ورکړ دجمعیت اسلامی قوماندانانو ته داسی واک ورکړ چی صرف شاهان یی لری یعنی غیر مسول او واجب الاحترام یعنی دوی دقانون نه لوړ دی دا دخارجیانو لخوا په افغانستان کی  دځنګل قانون حاکم کیدل وه چی دوی جمعیت  تلوالی  ستمیانو ته د پښتنو قتل عامونه او دافغانانو د زپلواو دهغوی دشخصی ملکیت دغضب صلاحیت ورکړ.همدا اوس د40000  نه زیاتی پښتنی کورنیو کورونه او ځمکی په شمال کی  دتلوالی لخوا غصب شوی هغوی نشی کولای خپلو کورونو ته بیرته لاړ شی دا ځکه چی تلواله حاکمه ده او خارجیان دهغوی حمایت کوی .هیڅ استعماری هیواد په افغانستان کی داسی وحشت نه وه جوړ کړی چی ننی استعمار دجمعیت اسلامی په کارولو سره جوړ کړ .کچیری دتلوالی تاریخ ته ځیر شو ، وینو چی  دغه تلواله داسی وخت کی  دشوروی اوبیا دروس او دهغوی دمتحدینو لخوا جوړه شوه  چی شوروی دمرګ حالت کی وه.او دقوی سیاسی او اقتصادی بحران سره مخ وه چی بیا متلاشی شو. شورویان  مجبور شول چی د جمعیت تلوالی ، ستمیانو حرفوی قا تلانو او جنایت کارانوباندونه  غرب ته په تحفه کی ورکړی.ځکه چی دهغوی دساتلو اقتصادی او نظامی توان یی نه درلود .د بادار دبدلولو پر وخت نوی بادار ته   د جمعیت او دهغوی دمتحدینو دهمکاری شرط دا وه چی پښتانه دتل لپاره دسیاسی قدرت نه محروم شی .د پښتنو ژبه فارسی شی او پښتانه  په دوهمه اودریمه درجه اتباعو بدلشی .دهغوی داټول شرایط ومنل شول اود پښتون ملت وروستی قتل عامونه  اووحشیانه زپل او ترا ژدی پیل شوه

جمعیت اسلامی او متحدینو  پښتانه د خارجی لښکرو په زور دسیاسی واک نه محروم کړل دهغوی ژبه او تاریخ یی مسخ کړ .اوس شمالی تلواله صرف نقاب بدلوی .اسلامی جمعیت د مافیایی ډلو او حکومت په زورخپلی فاشستی دکتا توری ته دوام ورکوی.او دپشتنو عام وژنه دوام لری .په مدیا کی دخپری شوی ابتدایی احصایی مطابق په تیرو  کلونو افغانستان کی حد اقل یوملیون پشتانه پدغی نژادی تصفیه کی  وژل شویدی .په تیر وخت کی دانګریزانو اوغربی هیوادونو نه علاوه شوروی،پاکستان اوایران او نورو هیوادونو هم د پښتنو د قتل عام او د نژادی تصفیی لپاره پرو ګرامونه درلو دل .پدی اړه افغان لیکوال میرعبدالرحیم عزیز په خپله لیکنه  (شکل ګیری تو طه های اجانب علیه افغانستان ) کی  داسی لیکی ! دغو هیوادونو دافغانستان په اړه په خپل سیاستونو کی داسی عقیده درلوده  1 – د پښتنو حاکمیت پای ته رسول  2-  دنورو اقلیتونو  په مرستی تاجکانو ته دحاکمیت انتقال 3  -  د پښتو ژبی محوه کول  4 – د افغانستان بی ثباته کولو لپاره قومی جګړوته لمن وهل .) هغه په بل ځای کی داسی لیکی دنړی دضد افغانی هیوادونو د جاسوسی شبکو اهداف په دغه ټکو کی خلاصه کیدای شی ،1  - د ویری او تهدید دلاری باید د خلکو روحیه دومره ضعیفه شی چی هغوی ددی جرات پیدا نه کړی .چی دخارجی قدرتونو دجنایاتو پرضد اعتراض وکړی .  2 -  په افغانی کورنیو کی پدی هدف نفوذ کول اواختلاف او دشمنی پیدا کول چی هغوی داسی په خپل غم اخته کړی چی داستعماری دسیسو په باره کی د فکر کولو توان هم دلاسه ورکړی .اوداسی نور)         په کال 2009 دافغانستان د پارلمانی او جمهوری ریاست په انتخاباتو کی دخارجی هیوادونو داستخباراتو لخوا دهیواد دسیاسی قدرت نه د پشتنو دلری کولو او محرومولو لپاره بله لویه دسیسه عملی شوه .پدی کرغیړنی دسیسی کی د پاکستان  ای اس ای اوشمالی تلوالی کډکاروکړ .پاکستان دخپل نیابتی لشکر په لاس چی د طالب نوم یی په غوی ایخی وه .په ټول افغانستان کی پشتون میشتی ولایات ناامنه کړل طالبانو  پښتنه دسیاسی واک نه محروم کړل  .د تلوالی او ای اس ای د مشترک پلان مطابق شمالی تلوالی حکومت فیصله اعلان کړه .په ناامنه ولایاتو کی انتخابات نه کیړی .اکثر پښتانه دخپل سیلسی حق نه محروم شول .او په مقابل کی دشمالی تلوالی هغه ملی خاینان چی دافغانستان پرضد یی شعار ورکاوه.او ځان ته یی افغان نه ویل  خراسانی ویل هغوی جمعیت اسلامی  او متحدینو یی  دافغانانو پارلمان کی واک تر لاسه کړ .دحکومت اصلی واک دوی ته ورغی.په انتخاباتو کی پښتانه دګډون محرومولو لوبه اوس هم دوام لری دجمعیت اسلامی او متحدین اوس لویی مافیایی ډلی لری چی د جعل دلاری  پارلمان ته دهغوی  بیا رتګ یی  دخارجی استخباراتو لخوا تضمین شوی دی .دا ځکه چی خارجی جاسوسی شبکو  د شر او فساد نظام جوړ کړیدی. خارجیان  د مافیا یی ډلو دلاری په افغانستان حکومت کوی .خا رجیانو دانتخاباتو نه وروسته په قدرت کی دجمعیت اسلامی تلوالی ستمیانو په واک کی دساتلو ، دحکومت دفلج کولو ،اود سیاسی بحران ددوام په خا طر داجراییه ریاست مقام جوړ او هغه یی په جمهورییس تحمیل کړ .اجراییه ریاست مقام وایی چی دوی افغان ندی یعنی دانګریزی استعمار مامورین دی چی ملی هویت نلری  .هغوی دالکترونیک تذکرو ځکه مخالفت وکړ .چی بیا هم دجعل دلاری پارلمان ته لاره پیدا کړی . . په تیرو انتخاباتو  کی جمعیت او تلوالی  پارلمان ته د دداخلیدو وروسته  پشتانه په دوهمه درجه اتباعو بدل کړل، دپښتو ژبه او تاریخ ته یی توهین وکړ، دافغان نیستم دملی خیانت شعار یی په پارلمان کی پورته کړ. دپښتوژبی ملی مصطلحات یی ختم کړل ،دافغان  مدیا زیاته فیصدی فارسی شوه  . پښتانه په مورنی ژبی دتحصیل نه محروم شول اوداسی نور . په اوسنی شرایطو کی دا هغه دلایل دی چی پښتو ژبه  رسما په افغانستان کی  محرومه ژبه شوه.کچیری په راتلونکی کی ملی مستقل حکومت جوړیږی .باید جمعیت اسلامی تلواله ستمیان اود وطن نوردشمنان  دملی اونړیوالی محکمی لخوا دبشری جنایاتو اوملی خیانت په خاطر حضوری یا غیابی محاکمه شی .اوس هوډ من پښتانه باید خپل اراده قوی کړی، هغوی هر څه کولای شی ،هغوی  د غه ویر جن حالت ته باید  تغیر وکړی . او خپله پښتو ژبه د محرومیت نه خلاصه کړی .

دپښتو ژبی محرومیت په څه ډول رفع کولای شو !

اوس وضعیت داسی دی چی هغه هیوادونو چی دافغانستان دتجزیی په خاطریی نور قومونه دپښتنو پرضد وسلوال او جګړی ته تحریک کړل، او همد ا رنګه طالب ته یی په غره کی او حکومت ته په ښار کی  دافغانانو دقتل عام او دجګړی ددوام په خاطر وسلی ورکړی .دمغلق حالت سره مخ دی هغوی  پدی نه پو هیږی چی دخپل استخباراتی حاکمیت ددوام په خاطر دعوام فریبی بله لوبه په څه ډول پیل کړی .؟  ځکه خلک نور پدوی باور نکوی . د خلکو سیاسی شعور اوس لوړ شویدی دوی پوهیږی چی د خارجی جاسوسی شبکو سیاسی مداریانو اوداسلام په نامه دینی عوامفریبانو په ځه ډول افغانستان  تباه کړ،او خلک یی په مصیبتونو اخته کړل .د افغانستان خلک اوس دملی اتلانو او ملی خا ینانو فرق کولای شی .دغه مشترکه پوهه مشترک فکر پیدا کوی او مشترک فکر دتفاهم اویوالی باعث کیږی چی اوس  زمونږ دهیواد دغه یووالی ته حیاتی ارزش لری .

تیر تاریخ د راتلونکی پر مختګ کلی ده ،دخلکو کلتوری رشد دهغوی په اقتصادی ټولنیز ژوند په وده پوری اړه لری .دغه وده دراتلونکی پر مختګ لپاره لاره خلاصوی .نو ځکه دپښتو ژبی د انکشاف لپاره دټولنی اقتصادی ټولنیز ه وده مهمه ده .همدارنګه دستونزو  د ریشو دپیدا کولو لپاره با ید دافغانستان تاریخ ته توجه وشی  هغه  ولټول شی او دحل لاری پیدا شی.ژبه دافهام او تفهیم او  دانسانانو دافکارود بیان وسیله ده ،  هر سیاسی خوزښت ،ګوندونو،او سازمانونه خلکو ته خپل پیغام د ژبی په وسیله رسوی . د سیاسی او کلتوری غور زنګونو جوړولو او رهبری لپاره ژبه د نظریاتو دبیان او انتقال مهمه وسیله ده . لازمه ده چی دغه وسیله یعنی ژبی دانکشاف او قوت لپاره کار وشی 1 - په افغانستان کی روان ناورین ددی باعث شوی چی پښتانه رون اندی او عادی خلک د خپلی ژبی سره په بی تفاوتی برخورد وکړی .یایی په خپله ژبه دخبرو کولو عادت دلاسه ورکړی .او یا د ستمیانو جمعیت اسلامی تلوالی حاکم کلتور دتاثیر لاندی چی دخارجی لښکرو په زور مسلط شو، ددی جر ات نکوی چی په پښتو ژبه خبری وکړی چی توهین نشی .سره لدی دغه طلسم او س مات شویدی ، خوعادت یی پاتی دی دغه عادت باید بدل شی. . 2 – ټول عام  پښتانه چی مختلف سیاسی تمایلات لری او یا مختلف ګوندونو سازمانونو ملکی او نظامی ارګانونو په دولت او یا مخلفینو کی کارکوی .باید پدی پوه شی چی نن دهغوی کلتور ، تاریخ ملی افتخارات او ژبه د وطن  ددشمنانو لخوا دحملی لاندی دی .د تاریخ پداسی حساسو شیبو کی دوی باید خپل ضمیر وجدان را ویښ کړی.او ځان مکلف وګنی چی د خپلی ژبی کلتور او تاریخ نه دفاع وکړی .دوی ته لازمه ده چی په کلی کوراو دکاراو ژوند  په ځای په خپله پښتو ژبه د خبرو جرات او عادت پیدا کړی .په پښتو ژبه لیکل وکړی .او ټولو هغه پښتنو سره مرسته وکړی دنړیوال استبداد دهغوی ژبه نوروژبو ته اړولی یایی فارسی کړی اویایی اردو کړیده .دغه کلتوری کار هیڅ ډول مصرف او بودیجی ته ضرورت نه لری .صرف قوی ارادی ته اړتیا ده. د پښتو  ژبی د زده کړی غوزنګ باید  په لر او بر کی دټول پښتون میشتو سیمو په غورزنګ بدل شی . داکاربه په پښتنو کی یووالی راولی او ددوی تر منځ به دوروری اړیکی ټینګی کړی .دا ویلای شم چی هوډ او قوی اراده 

کولاشی چی پښتو ژبه دمحرومیت نه خلاصه کړی .او پښتو ژبه دنړی دپر مختللو ژبو په کتار کی ودروی .

-
بېرته شاته