(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمدموسی شفيق

[08.Jan.2017 - 22:32]

محمدموسی شفيق

لیک: شاه محمود میاخیل; د وطن د معمارانو د کتاب نه

 محمدموسی شفيق د محمدابراهيم کاموي زوی، د عبدالحميد اخندزاده لمسی له آره د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ د زرشوی اوسېدونکی دی؛ خو هغه مهال چې پلار يې په کابل کې دنده درلوده، د ۱۳۰۸ ل د جوزا پر پنځمه د کابل په شهرآرا کې زېږېدلی دی. مورنۍ ژبه يې دری او پلرنۍ يې پښتو وه
د شفيق په تربيه کې لومړی د هغه د پلار مثبتو افکارو پر  هغه تاثير کړی دی. تر هغه وروسته د پښتو ځينو نومياليو اديبانو د هغه په تربيه کې برخه اخيستې ده. په دار العلوم کې د هغه په فکر باندې د مولوي غلام نبي کاموي اثر د ځانگړې يادونې وړ دی. همدارنگه يې په مصر کې ښاغلي داوي هم مستقيمه روزنه کړې ده
رسمي زده کړې يې لومړی د کامې او کابل په مکتبونو کې سرته رسولي دي او بيا د پلار په اراده د ننگرهار په نجم المدارس کې شامل شوی دی. د بکلوريا معادل بريليک يې د کابل له عربي دارالعلوم څخه تر لاسه کړی دی. بيا د څه وخت لپاره په شاهي دارالتحرير کې په دنده گومارل شوی او وروسته د پوهنې وزارت له خوا د نورو زده کړو لپاره مصر ته لېږل شوی دی. د لسانس بريليک او هم يې په عدلي چارو کې د ماسټرۍ بريليک له مصرڅخه تر لاسه کړي دي.
تر لسانس او ماسټرۍ وروسته د نورو لوړو او ښو زده کړو لپاره امريکا ته لاړ او له هارورد(Harvard) پوهنتون څخه يې په مقايسوي حقوقو کې د ماسټرۍ ډيپلوم واخيست
 له امريکا څخه هېواد ته تر راستنېدو ورسته د عدليې وزارت د قوانينو د ادارې لوی مدير وټاکل شو. د دې دندې تر څنگ يې په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځی کې د ځانگړو نړيوالو او مقايسوي حقوقو په تدريس هم پيل وکړ.
په قاهره، بېروت، خرطوم او اگرا کې يې د پاچا د سفير په توگه دندې ترسره کړې دي
د ډاکټر عبدالظاهر په کابينه کې د بهرنيو چارو وزير و، خو د وزارت د دندې تر څنگ يې په کابل پوهنتون کې تدريس ته هم دوام ورکړ او په ۱۳۴۴ ل کې يې د «بين الدول خصوصي حقوق» تر سرليک لاندې درسي کتاب وليکه.
شفيق په ۱۳۳۸ ل د ادبياتو پوهنځي د وږمې مجلې کتونکی غړی او قلمي همکار او په ۱۳۴۱۱ ل کې د حقوقو پوهنځي د «حقوق» مجلې د کتنپلاوي غړی او قلمي همکار و. د عدليې وزارت د قوانينو د لوی مديريت په وخت يې زياتره ليکنې د قانوني او حقوقي مسايلو په ډگر کې کړي دي، چې په «نياو» مجله او نورو خپرونو کې چاپ شوې دي او د نړيوالو حقوقي پرمختياو او د هغو د مقايسوي اړخونو څرگندونه، څېړنه او ځيرنه پکې شوې ده.
ارواښاد شفيق په دې توگه په هېواد کې د قانون جوړونې معاصر بهير ته د موادو، مندرجاتو او لارو چارو مخه پرانيستې ده
 شفيق د عدليې وزارت د قوانينو د عمومي مدير په توگه د ماموريت په پيلولو سره د هېواد د قانون جوړونې په بهير کې لوړ مقام خپل او د تقنين د رئيس په توگه يې دغه بهير د وخت او عصر له نويو غوښتنو او مېتودونو سره برابر کړ.
 شفيق د قوي استدلال او منطق څښتن او تر څنگ يې مؤدب شخص هم و، په دې اړه مير محمدامين فرهنگ وايي:
 يوه بله ډېره مهمه مباحثه د قضا د مسألې په اړه وشوه او دلته ډېره په زړه پورې ده، هغه دا چې د پلار او زوی يعنې د ارواښاد محمد موسی شفيق او پخپه د هغه د پلار مولوي محمدابراهيم کاموي تر منځ ډېر سخته مباحثه وشوه. شفيق وکړی شول د پلرني درناوي په ساتلو سره، خپل پلار ته قناعت ورکړي چې ضرور نه ده، سل په سلو کې دې په هر قانون کې وويل شي چې له حنفي شريعت سره سم، بلکې همدا چې په اساسي قانون کې ويل شوي چې په افغانستان کې هيڅ قانون د حنفي شريعت پر خلاف نه شي رامنځ ته کېدای، همدا پوره ده او په هره ماده کې يې موږ بايد يادونه ونه کړو. په داسې حال کې چې مولوي کاموي ويل دا بايد په هره ماده کې راشي. دا د همدې لويې جرگې يو ډېر په زړه پورې بحث و
هغه په يونان کې د حقوقپوهانو په نړيوال کنفرانس او په لاهور کې د مستشرقينو په کنفرانس کې په برخې اخيستو سره په نړيوال حقوقي غورځنگ کې د خپل هېواد استازيتوب وکړ. د ذروي وسلو نه لرونکو هېوادونو کنفرانس د مشرتابه پر وخت يې په علمي ډگر کې د خپل هېواد شمله لوړه کړه.
د اساسي قانون له انفاذ وروسته  يې د بهرنيو چارو په وزارت کې د مشاور په توگه خپل سياسي فهم، بصيرت او وړتيا څرگنده کړه او په نړيواله کچه يې ځان ته د سياسي او ډيپلوماتيکو کړيو پام راوگرځاوه
شفيق په جارجتون کې د ناپېيلو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په کنفرانس کې د افغاني پلاوي  د مشر په توگه پخپله وينا کې د ناپېيلتوب غورځنگ د لوري په څرگندولو سره د ټولو پام ځانته راوگرځاوه. په جده کې د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې يې اسلامي نړۍ ته د ورپېښو ربړو او گواښونو په اړه په زړه پورې وينا وکړه.
شفيق د ملگرو ملتونو د عمومي ټولنې د اوه ويشتمې غونډې  مشري په غاړه درلوده او د درېيمې نړۍ هېوادونو د حقوقو په ننگه يې انقلابي وينا وکړه
شفيق د ۱۳۵۱ل کال د ليندۍ په ۱۶= ۱۹۷۲ د دسمبر ۷۷مه د ډاکټر عبدالظاهر تر استعفا وروسته د کابل راډيو له لارې د صدراعظم په توگه اعلان شو او خپله کابينه يې په لاندې ډول اعلان کړه
محمدموسی شفيق صدراعظم.
ستر جنرال خان محمد د دفاع وزير.
نعمت الله پژواک د کورنيو چارو وزير.
نصرت الله ملکيار د مخابراتو وزير.
محمدخان جلالر د فوايدعامې وزير.
غلام دستگير عزيزي د کانونو او صنايعو وزير.
عبدالواحد سرابی د پلان وزير.
صباح الدين کشککي د اطلاعاتو او کولتور وزير.
ډاکټر عبدالوکيل د زراعت وزير.
محمدياسين عظيم د پوهنې وزير.
موسی شفيق تر بل هر صدراعظم له ملي شورا سره ښه اړيکي درلودل، ان د شورا په ماڼۍ کې يې  ځان ته دفتر جوړ کړی و او د پارلماني چارو وزير يې هم مقرر کړی و؛ خو موده يې لنډه وه، اوه مياشتې او لس ورځې يې دوام وکړ.
 فاطمې گېلاني چې د دې دورې پېښې څارلي او له پاچا سره يې د شفيق او د هغه د حکومت په اړه خبرې کړي دي، په دې اړه وايي:
 (( ما له ظاهرشاه څخه پوښتنه وکړه، چې د شفيق توپير له نورو صدراعظمانو سره څه و؟ ويې ويل: داسې کسان وو لکه داؤدخان چې زياتره به يې سړي ته سرته رسېدلی کار ورښوده، يا تر هغه وروسته داسې کسان وو، چې هيڅ نه راتلل او هيڅ وړانديز يې نه درلود. بايد هغو ته ويل شوي وای چې ځه لاړ شه دا او يا هغه کار وکړه. يعنې د صدراعظمۍ دنده ورته بايد ويل شوې وای. د دې لپاره چې د هماغه حرکت اجازه يې اخيستې وي، شفيق لومړنی صدراعظم و، چې رادمخه کېده، نظريه يې درلوده، نظريه يې مطرح کوله او بحث يې پرې کاوه. يعنې د يوه پاچا او صدراعظم تر منځ د لومړي ځل لپاره يوه همکاري رامنځ ته شوه))

د محمد موسی شفيق د حکومت پروگرام په داخل کې د نظم راوستلو او په بهر کې د شوروي او لوېديځ د اړيکو انډول ساتلو ته متوجه و. د دې کار لپاره يې خپل پام د ايران او عربي هېوادونو د مرستو راجلبولو ته واړاوه.
 محمد موسی شفيق له ايران سره د هلمند سيند د اوبو د وېش پر سر اختلاف ليرې پيل کړ. په دې اړه يې په ۱۹۷۲م کې د هلمند د اوبو د وېش په اړه د ايران له لومړي وزير امير عباس «هويدا» سره تړون لاسليک کړ. دا د شفيق د حکومت لپاره يو لوی بری و.
 ښاغلي شفيق د تېرې وچکالۍ د مصيبت يوه معقوله چاره ولټوله، د زراعت وزير عبدالوکيل خان يې وگوماره، چې يو منظم پلان جوړ کړي. عبدالوکيل خان چې د پخو تجربو خاوند و، پلان يې په لږ وخت کې ښه نتېجه ورکړه او د نورو اقتصادي فعاليتونو لپاره يې نړيوال بانک په دې قانع کړ، چې د افغانستان په شمال او شمال لوېديځ کې منظم څرځايونه جوړ کړي، چې له دې مدرکه شاوخوا سل ميليونه ډالره د افغانانو جيبونو ته ولوېدل.
همدا رنگه يې د افغانستان سبزيجاتو ته په بهر کې مارکېټ پيدا کړ. شفيق په خپلو چارو کې تر ډېره بريده بريالی و. له ايران سره يې د هلمند د اوبو مسأله په ډېر حساس پړاو کې پای ته ورسوله، غوښتل يې چې له پاکستان سره د پښتونستان مسأله هم ختمه کړي، خو دا وخت يې ونه موند. که څه هم د هلمند سيند په اړه له ايران سره د تړون لاسليکولو له امله پر موسی شفيق ډېرې نيوکې دي؛ خو شفيق په نړيوالو سياستونو او په ځانگړي ډول د سيمې پر ستونزو او سياستونو پوه او ډېر ځيرک انسان و؛ نو ځکه خو يې دغه لانجه په يوه داسې مناسب وخت کې پای ته ورسوله، چې افغانستان ته يې تر تاوانه گټه ډېره وه. په دې اړه ښاغلی ولسمل وايي:
 (( شفيق صاحب راته په ځواب کې وويل: هو! د افغان د مصادرې يو علت د هلمند اوبه دي، هغه څه چې زه وينم تاسو يې نه وينئ او ملت به يو وخت پوه شي، چې موږ له ايران سره د هلمند د اوبو لانجه ولې ختمه کړه؟ شفيق صاحب نور هم وضاحت وکړ او زياته يې کړه: اسلام او وطن دواړه له خطر سره مخامخ دي، موږ غواړو چې ورو ورو د روسيې له جنجاله افغان ملت خلاص کړو))
 د هلمند د اوبو پر سر له ايران سره د شخړې تر څنگ هغه مهال له پاکستان سره د پښتونستان مسأله هم په ډېر ستونزمن پړاو کې وه؛ نو د ډانگ او پړانگ تر منځ د خپل ملت گټه سنجول هم خورا مهم کار و. د هغه بهرنی سياست ډېر مدبرانه او ژور و. د هغه د بريالي بهرني سياست يوه ښه بېلگه دا ده چې ايران پخوا هيڅکله د پښتونستان له مسألې سره کومه لېوالتيا نه وه ښودلې؛ خو شفيق په بري سره د هغه هېواد صدراعظم عباس هويدا وهڅاوه؛ نو هغه افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له کابل راډيو څخه د پښتونستان پر مسألې د افغانستان له دريځه خپل ملاتړ اعلان کړ.
 شفيق په شخصي ژوندانه کې يو سينگارخوښی سړی و؛ خو هيڅکله يې خيانت ته لاس وراوږد نه کړ. پوهاند دکتورمجاور احمد «زيار» په دې اړه وايي:
 ((دا چې شهيد موسی شفيق له گردو بېسارو سياسي او علمي- فرهنگي ځانگړتياو سره سره د سيمې او ان ښايي پر نړيواله کچ يو لوکس ترين سفير، بهرنی وزير او بيا... و، د څلوېښتمې لسيزې په وروستيو کې کله چې کابل ته د بهرني وزير په توگه ورغوښتل کېده، د تشلاسۍ له امله يې له سفارته درې مياشتنۍ پېشکي له ځان سره راواخيسته او بيا دې ته اړوت، چې خپل ځايناستی هماغومره مهال وځنډوي))
 هغه ته ديانت او سپېڅلتيا ميراثي ورپاتې وه، وايي چې محمدابراهيم کاموي د بلخ د مرافعې محکمې قاضي، چې بل ځای ته تبديل شو، هلته چې ورسېد خلکو يې مخې ته د سامانونو د وړلو لپاره څاروي را وستلي وو؛ نو چې کله د ده راوړونکی چکله موټر ودرېد او خلک ورغلل، چې سامانونه يې راکوز او په خپلو څارويو يې بار کړي، دی له خپلې مېرمن، يوې بسترې او يوې امسا سره راکوز شو. په دې کار سره خلک هک پک پاتې شول. څوک چې د داسې پلار کره وزېږي؛ نو هرومرو بايد په هر ډول څوکۍ او د نده کې ديانت او سپڅلتيا وساتي
شفيق په مصر کې د افغانستان سفير و. په۱۳۵۰ل= ۱۹۷۱م کې يې د ملگرو ملتونو په ۲۶۶ مه غونډه کې د گډونوال افغاني پلاوي مشري پر غاړه درلوده. د دکتور محمديوسف د صدارت په دوره کې د اساسي قانون د اوه کسيزې کمېټې غړی و. د شهيد ميوندوال د صدارت پر مهال(۱۳۴۳ل) د بهرنيو چارو مشاور وټاکل شو. د دکتور عبدالظاهر د صدارت پر مهال(۱۳۴۴ل) د بهرنيو وزير وټاکل شو.
موسی شفيق په پښتو، دري، عربي، انگرېزي او تر ډېره بريده په فرانسوي  هم پوهېده. د هغه ډېرې پښتو او فارسي مقالې او پښتو شعرونه د هېواد په اخبارونو او مجلو کې خپاره شوي دي. د طالب العلمۍ د وخت د مقالو زياته برخه يې ادبي وه؛ خو وروستنۍ مقالې يې زياتره د حقوقو او بين المللي جدي مباحثو په اړه دي.
شفيق يوازې سياسي او علمي شخص نه و، هغه ليکوال او شاعر هم و
زيار صاحب وايي چې شفيق په نوېزونو کې هم برخه اخيستې ده:  [ پرمختيا( انکشاف) باورليک ( اعتمادنامه) باور رای ( رای اعتماد)... خو يې د سروزيرۍ پر هماغه لومړۍ ورځ ولسي جرگې ته په خپله وينا کې وکارول... داسې برېښېده چې د گوند نوم په توگه د افغان ملت نوم په ټولنواک ولسواک( سوسيال ديموکرات) رااړونه هم د شفيق صاحب له نوېزونو څخه وي]
 ارواښاد موسی شفيق د ډيموکراسۍ د لسيزې يا د افغانستان د شاهي نظام وروستنی صدراعظم و. هغه د چنگاښ تر سپينې کودتا وروسته ونيول او بندي شو؛ خو وروسته روښانه شوه چې هغه د محمدداؤدخان له خبرتيا او موافقې پرته نيول شوی و. په (۱۳۵۷ل) کال کې د غوايي تر کودتا ورویسته ونيول او بندي شو او بيا د همدې مياشتې په (۲۳-۲۴) نېټه په شهادت ورسېد.

Mohammad Musa Shafiq

By: Shahmahmood Miakhel

 

-
 بېرته شاته