(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استبلېشمنت

[19.Jul.2016 - 00:01]

لیک: عبدالغفور لیوال
دیموکراسي د نظامونو د اداري سیستم د ټاکنې میکانیزم او شېوه ده، پخپله نظام نه دی. د نړۍ ګڼ نظامونه، خورا ځواکمن حکومتونه او تر ټولو د دیموکراتو حاکمیتونو ممثلین هم د خپلو نظامونو ترشا یو پټ ځواک لري، چې د دوی د ملي حاکمیت تاداو جوړوي. دغه پټ ځواک د لویو سیاستونو د ټاکلو صلاحیت لري، دیموکراتیک یا نا دیموکراتیک حاکمیتونه،  بیا د دغو سیاستونو د عملي کولو مدیریت کوي. 
د بریالیو نړیوالو قدرتونو کمال ټول په همدې پټ ځواک کې دی، چې دلته یې موږ ( استبلېشمنت) بولو . د استبلېشمنت لغوي مانا ده:  بنسټ اېښوول شوی  ، تأسیس شوی، یا بنسټوال ، خو په سیاست کې یې اصطلاحي مانا د هغه پټ یا ښکاره ستراتيژیک قدرت زړی دی، چې هېوادونو او نظامونو ته سیاسي تګلوری ورکوي. استبلېشمنت د ( سیوری  دولت ) په نامه هم یاد شوی دی. 
ویل کیږي، چې د امریکا د متحده ایالاتو استبلېشمنت دلویو تولیدي کمپنیو د پیوستون یوداسې جوړښت دی، چې اوس پر ټوله نړۍ راج چلوي. په ظاهره کې د دغه هېواد ولسمشري، کانګرېس او سنا د ځواک مرکزونه دي، استخبارات لري، د نړۍ ترټولو لوی پوځي جوړښت لري، قضا لري او نور ملي بنیادونه، خو د امریکايي ګټوپه اړه پرېکړې د لویو پانګوالو داسې یوه هسته کوي، چې خلک او نړیوال یې له نوم، جوړښت، سیستم یا نوروځانګړنو سره ډېر بلد نه دي. په دغه هېواد کې دا نور جوړښتونه داسې قراردادي شرکتونو ته ورته دي، چې د استبلېشمنت له خوا پروژې په ټیکه اخلي او په خپل هېواد او ټوله نړۍ کې یې عملي کوي.  تاسو به لېدلي وي، چې په نړیوالو قضایاوو کې د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ، پنتاګان یا بل اجرایوي ځواک د ټولو پوښتنو ځواب نه شي ویلای او په اساني سره درته وايي: موږ یوازې د خپلې څانګې د اجرااتو په اړه معلومات درکولای شو، په دې توګه تاسو ګورئ، چې کوم بل ځای شته چې پرېکړې کوي، خو تاسو یې نه پېژنئ.  په پاکستان کې استبلېشمنت پوځ او څارګره اداره ده، مُلکي حکومتونه ځي او راځي، د دیموکراسي د ډرامې پربنسټ نظام جوړ شي، ړنګ شي، خو پاکستان پاتې وي او هېواد نه ورانیږي، ځکه د ظاهري نظام تر شا استبلېشمنت لا پرځای دی. په ایران کې د اخوندانو کومه شورا شته، چې د ایراني ټيپ هژمونیک نېشنلیزم او اخوندي شعیه ییزم پر ایډیولوژۍ جوړه ده او ایراني سیاسي ماشین چلوي.  په ځينو هېوادونو کې استخبارات په نورو کې ګوندونه ، په ځینو کې مليپال ( نېشنلیست)  سیاسي جوړښتونه او په ځینو دودیزو هغو کې سلطنتي کورني یا قبایلي جوړښتونه د استبلېشمنت حیثیت لري. استبلېشمنت څو ځانګړنې لري، عام خلک یې نه پېژني، تشریفاتي حیثیت نه لري، په نړیوالو تعاملاتو کې مخامخ طرف نه وي ( مانا دیپلوماتیک پېژاند نه لري). هيڅکله د هيڅ سیاسي یاپوځي عمل مسئولیت مخامخ پرغاړه نه اخلي. په ارادي توګه د ملي ګټو په وړاندې ګام نه اخلي، مګر که د ناسمې پالیسۍ یا تېروتنې ( ناسمې محاسبې ) له کبله یې پرېکړه ملي ګټې زیانمنې کړي، نو ډېر ژر یې د سمون او بدلون هڅه کوي. 
استبلېشمنت په یوه نالیکلي قرارداد کې صلاحیتونه له انتخابي حاکمیتونو سره ویشلي وي، همدوی د حکومتونو لپاره سرې کرښې ټاکي، چې په هېڅ صورت یې نه شي تر پښو لاندې کولای. حکومتونه د انساني سیاستونو، عدالت، دیموکراسۍ، بشر دوستۍ، نړیوالې سولې، ښو مناسباتو او نورو شعارونو دعوې کوي ، خو په حقیقت کې استبلېشمنت د خپلو ملي ګټو د ساتلو په لاره کې دغه ټول شعارونه ماتوي او حکومتونو ته د عمل کولو تګلار و رپه ګوته کوي. 
استبلېشمنت هېڅ راز اخلاقي ارزښت ته ژمن نه  وي، دغه ګواښمن ځواک یوازې او یوازې خپلې ملي ګټې ساتي. په هرقیمت اود هر څومره متشدد عمل په مرسته چې وي، خو ملي ګټې او د خپل هېواد برلاسي یې هدف وي. د استبلېشمنت همدغه ځانګړنه په نړیوال کچ حکومتونه له ډېرو پوښتنو سره مخامخوي.  په ځینو هېوادونو کې، که حکومتونه  د خپل سیاسي اعتبار ساتلو لپاره اړ شي، چې ځینې اخلاقي ژمنې وپالي او بشري ارزښتونو ته درناوی وکړي، نواستبلېشمنت یې څاري، هرکله که په دې کړنو کې د استبلېشمنت په نظر د لویو ګټو پولې ورماتې شي، نو حکومت راپرځوي، خو د هېواد لویې ګټې خوندي کوي. د داسې پېښو تر ټولو مسخره او خام شکل د پاکستان په تاریخ کې څو ځلې تکرار شوی دی. هرکله چې انتخابي حکومتونو د پوځ او څارګرو ادارو د پټو سیاستونو له کرښې سره سم کار نه دی کړی، نو یې په دیموکراتیکه شېوه ټاکل شوی حکومت راپرځولی دی.  په پرمختللیو هېوادونو کې دغه بریدونه او سیاستونه داسې تنظیمیږي، چې خبره تر دې نه رسیږي، په بله وینا په لویو هېوادونو کې د استبلېشمنت او انتخابي حکومتونو تر منځ هماهنګي، متقابل پوهاوی او د ګډ عمل وړتیا زیاته وي. بریالي نظامونه هغه دي، چې په کې د استبلېشمنت شتون بیخي احساسیږي نه . 
په دودیزو ټولنو کې پاچایان د استبلېشمنت سېمبول یا نښه وي، پاچا اجرایوي صلاحیت نه لري خو د پرېکړو اصلي مرجع یې تر شا پټه شوې وي. داسې وخت هم راشي، چې پاچا یوازې تشریفاتي مقام وي، خو شتون یې د استبلېشمنت د کلیشوي حضور نښه وي؛ په انګلستان، هسپانیه ، جاپان او ځینو نورو هېوادونو کې شاهي مقامات همدغسې سېمبولیک ځای لري. 
افغانستان همدا اوس داسې یو استبلېشمنت نه لري. ما یو ځل د هېواد له یوه ولسمشر سره په تفصیل دا خبره وشنله، هغه ومنله چې  موږ، د خپلو نظامونو ترشا،  داسې یو پټ ملي او مهم ځواک نه لرو.  یاد ولسمشر په دې نظر و، چې پخوا قومي مشران او مهم قبیلوي متنفذین د افغانستان لپاره همدغسې ځواک و، چې د چپو او ښيو افراطي سیاستونو په پایله کې دغه بومي استبلېشمنت ړنګ شو، د ولسمشر استدلال داو، چې د تاریخ په اوږدو کې هرکله چې نظامونه له منځه تللي او هېواد له بهرنیو ګواښونو سره مخامخ شوی دی، همدغه ولسي استبلېشمنت د پردیو په وړاندې د ملي مبارزې مشرۍ ته راوړاندې شوی او هېواد یې ژغورلی دی. له دې یوه اړخه به دهغه ولسمشر استدلال سم  و، خو به بشپړه توګه نه .  په هغه ورځ ما – له ټول معمول درناوي سره سره  – هغوی ته وویل: د استبلېشمنت ځانګړنه داوي، چې منظم او یولاسی تشکل لري او ډېر ځله د راتلونکیو سیاستونو په اړه د پرېکړو، پلانونو او کړنو توان او اراده لري، نه داچې سره تیت پرک او آن په ډېرو برخو کې یو د بل په وړاندې عمل کوي او یوازې د ملي ګواښ پرمهال دې نیم و نیمکله ملګرتیا ته زړه ښه کړي. بریالی استبلېشمنت هغه دی، چې په اقتصادي چارو، ملي یووالي، نړیوالو اړیکو او نورو برخو کې هم عمل کوي او د اړتیا پرمهال د هېوادونو د ساتنې چارې تنظیموي.
په افغانستان کې نه یوازې دا چې د ملي ګټو ساتندوی ځواک ( استبلېشمنت ) نه شته، بلکې د دې سرچپه یو پټ ( کله ښکاره) ځواک شته، چې نظامونه له پښو غورځوي، د دغه پټ ځواک جزیرې د جګړو میراث خواره شخصیتونه یا ډلې دي. ملي پانګه لوټي، د ملي ګټو پرضد بهرنۍ اړیکې لري او په ټولنه کې نظم اخلالوي، جنایتونه کوي او مافیایي کړۍ یې جوړې کړې دي. خورا ګواښمن حالت دا دی، چې همدا پټ مافیايي ځواک ( ځواکونو) د استبلېشمنت ځای ډک کړي او هېڅ نظام دې ته پرې نه ږدي، چې د ملي ګټو د خوندي کولو هڅه وکړي. 
پایله او سپارښتنه : 
افغانان د یوه لوی سیاسي او تاریخي کړکېچ له وروستیو څپو سره په مبارزه کې دي. ځوان نسل د ویښتیا، روښانتیا او د دې دوو پړاونو په پایله کې د یوه بنسټي مهم بدلون لپاره بالقوه ځواک دی، خو لا تراوسه په بالفعل ځواک نه دی بدل شوی. له بلې خوا لاهم د افغانستان د نظام او سیاسي سیستم په جوړولو کې ـ له بده مرغه ـ نړیوال لاسونه مهم ګڼل کیږي، ځکه خو ماته دا سخته ښکاري، چې موږ دې د ملي ګټو یو ساتونکی ریښتینی افغاني استبلېشمنت جوړ کړلای شو، خو د ویښتیا، روښانتیا او بدلون د ملي بهیر مبارزین کړای شي د دې مخه ونیسي، چې ( مافیا) او جګړه مار ځواکونه د نظامونو تر شا د ورانونکیو او راپرځونکیو عناصر په توګه سره یوځای شي او په ګډه د تباهۍ او بربادۍ منفي استبلېشمنت جوړ کړي. 
هوښیار او  خبردار ! چې که هغه سم یې لا نه شو رامنځته کولای،نو دا تور او بدمرغه خو یې جوړېدو ته پرې نه ږدو. 
لار یې هم داده چې ویې پېژنو، سره نږدې شو، متشکل او یولاسي، دملي ګټو ساتونکي سیاسي جریانونه رامنځته کړو. یو مهال به همدا ویښتیايي نهضتونه د هېواد د ملي نظامونو تر شا د یوه ساتونکي او مثبت استبلېشمنت د جوړېدو وړتیا ترلاسه کړي.

-
بېرته شاته