(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمد افضل خان لالا هم...

[08.Nov.2015 - 22:37]

محمد افضل خان لالا هم په حق ورسيدي

​لیک: عبدالجباركاكړ
          په دي نزدوشلو ديشو كلو كښې د پښتنو د سرسړي او مبارزه كسان په ډېرلوئي شمير په حق ورسيدل يا د نورو د دسيسو او سازشو قربانيان شول په داسي وخت او حالاتو كښې چې پښتون افغان ملت د تېرو څلويښتو كلو څخه د ډېر لوئي ناورين سره مخامخ دي په يوه داسي ګرداب كښې راګيردي چې د وتلو ليار يې نه ښكاره كيږي نه هغه لاښودان پاته دي چاچې به د تاريخ په اوږدي كښې خپل پښتون قام د داسې ناورين څخه د را استلو دپاره ملاوتړله او خپل مرام ته به ورسيدو خو نن چې هري خواته مخ ګرځوي نو څه په نظر نه د راځي دا ځكه چې پښتون افغان ملت د نړۍ والو تر طوطيو لاندي راغلي دي د افضل خان لالا په ګډون هغه لارښودان پاته نه دي چي و خپل قام ته د وتلو يوه لياره ورپه ګوته كړي لومړۍ خو داسې لارښودان پاته نه دي چې و خپل قام ته د وتلو يوه لياره ورپه ګوته كړي لومړۍ خو داسي لارښودان پاته نه دي او كه څوك د پښتون قام ځان غمخوره ګڼې د هغو كړه وړه داسي نه دي چې د دوي څخه د ملت د ژغورني هيله وشې دا ځكه چې پښتون افغان ملت په داسي چا باندي بې باوره شوي دي پښتانه افغان ولس د اسلام په سپيڅلي نامه هم تېراستل شو د پښتو او پښتون په نامه هم دهوكه شو او د لويو چغارو او نعرو حقيقت او رښتيا هم ورته څرګندشو خو زه په دي اړه نو څه ليكل نه غواړم ولي چې و دهغه لوئي ناورين د مشرانو ويناوي او بيا دوي روان هم ځان ته يو بيل كتاب غواړي چې د نن ورځي رڼ انده او د نشوران خپل قلم باندي را واخلي چې د دهغه لوئي ناورين لاعامل څه دي او ولي دا بشپړه قام په دهغه ګرداب كښې راګير شو چې اوس يې د وتلو لياره نه موندل كيږي.
​محمد افضل خان لالا نه يواځي په خپل ايالت كښې په دي ملك كښې پيژندل شوي څوك وو بلكې په ټوله نړۍ كښې نوموړي پيژندل كيدل ځكه چې كله د افضل خان لالا د مړني خبر راغلي ټوله پښتانه په خواښني شول دهغه پيژندل شوي سړي د هر چا ارمان دي ځكه چې يواځي هم دي وو چې په بشپړه قام يې ږغ كړي وو چې د دهغه ناورين څخه د وتلو يواځيني لاره د بشپړه قام يو موټي كيدل او خپلې قام ګټي  يووالي او وحدت دپاره هلې ځلې كول او سرشندنه وركول قام په رښتيا او حقيقت پوه كول او بيا سره راغونډول ددي ملت د خلاصون يواځني لياره ده محمد افضل خان لالا په مرګ نه يواځي ټول خواښني شول بلكې د دوي پاتا د نړۍ په هغه ملكو كښې واخستل شوه چيري چې پښتانه افغان يا د كډوالي ژوند تيروي خو د خپلو سپيڅلو مشرانو ملګري او يادونه كوي دا ځكه چې خان لالا د دوي سره چي هر ځائي وو خپل تړون يې ورسره ساتلي وو ځكه چې په اروپا يا د نړۍ په بل ښار كښې به د كډوالو پښتنو سياسي يا ادبى غونډي يا سيمنارونه كيدل ارواښاد محمدافضل خان لالا به ارومرو ورته دعوت كيدي او د دوي به هرومره ځان ورته رساوه، دا ځكه چې افضل خان لالا سپيڅلي سړي وو او سپيڅلي او رښتيا خبره يې هر ځائي كوله نوموړي چې د پښتنو په روان ناورين باندي ډېر خواښني وونوځكه چې دوي به خپله خبره او وينا هم په دي كوله چې څنګه موږ دا قام د دهغه ناورين څخه را استلي شو چې دهغه حل او هواري يې هم داښووي چې يووالي او د بشپړه افغانانو ملي وحدت دي د ارواښاد محمد افضل خان او د نورو نوموړو مشرانو په دومره لوئي شمير په حق رسيدو يا د دوي د شهيديدو وروسته اوس په دي بشپړه قام كښې څوك د خان لالا وارو پاته دي..؟ افضل خان لالا تل د پښتنو د ملي غورځنګ د سياست سره پاته شو چې د پيرروښان څخه بيا تراوسه را روان دي چې تر هغه وخته به دوام ولري چې دهغه پياوړي قام خپل مرام ته نه وي رسيدلي هم دا د نوموړي عقيده او مرام وو چې ډېرو لويو لويو شخصياتو ددي لياري څخه واهم وښتل چې دهغه پايله داده چې بشپړه پښتون افغان ملت يې په ځان تيروي ځكه چې ارواښاد خان لالا د خپلو ځينو سوچه ملګرو سره ځان دهغه چا څخه بيل كړي چې هغو خپل ملي او قامي غورځنګ څخه مخ واړوي خو بيرته هم دهغه ګوند ته بيرته د خپلو ملګرو سره په دي غوښتنه او شرط ورغلي چې دوي به بيرته و خپلې سوچه او رښتني لياره ته را اوړي چې د هر رښتني پښتانه مرام دي.​
​خان محمد افضل خان لالا څه عام سړي نه وو دي خپلې سيمي او پښتنو نه يواځي خان او لارښود وو بلكي يو رښتني مسلمان او پښتون وو و دوي ته الله پاك هر څه وركړي وو او كه دوي غوښتي ددي ملك تر لوئي څخه لوئي چوكي او رښني ته رسيدي شوي ځينو پښتنو چې په څه ډول و دهغه تش په نامه لوړ پوړو ځايو ته پخوا يا اوس ځان رسولي دي خو ارواښاد خان لالا ته دهغه لوړ قام او چوكي ډېره پخوا هم په درناوي سره رسيدله خو د دوي مرام د پښتنو افغانانو ملي او قامي وحدت وو چې دا د ملك و چارواكو ته د منلو وړنه پخوا وو نه اوس دي ددي سره سره چې ارواښاد خان لالا يووار د اوسني خيبرپښتونخوا ايالتي وزير او بيا د شهيدي بې نظير بهټو په حكومت كښې مركزي وزير پاته شو خو د خپل قامي سياست څخه لاس په سر نه شو هغه وخت چې ذوالفقار علي بهټو په خيبرپښتونخوا كښې د نيپ او جمعيت حكومت ړنګ كړي كه خان لالا يواځي په رمازه كښې بهټو ته كتلي وي دي دهري لوئي چوكي پوري رسيدلي شوي
خو دوي د خپل قام د سياست او غورځنګ څخه ځان بېل نه كړي بلكې د حكومت كولو په ځائي يې د ارواښاد عبدالولي خان او نورو مشرانو د حيدرآباد بند او زندان خوښ كړي دا ځكه چي افضل خان لالا د خپل مرام سره رښتني وو چې د مرګ تر وروستي سلګي پوري ورسره پاته شو ددي سره سره چې په سوات او ملاكنډ باندي توره بلاراوپارول شوه او په يوه ښواروځ كښې په لكاو د سوات پښتنو په بيړه خپل كورونه پريښودل نو يواځي خان لالا او دده كورني او خپلوانو د خپلې خاوري او كور څخه د كډه كيدو څخه ډه ډه وكړه چې د طالبانو لخوا دده په كور او كورنيو باندي راكټونه وتوغول شول چې د خپلوانو او نورو مرګ ژوبله هم په كښې وشوه خودوي خپل پښتني ايمان تېر كړي او د مرګ د ساعت پوري ورته تيار پاته شو افضل خان لالا باندي دده په ژوند او مبارزه باندي بايد كتابونه وليكل شې چې نور پښتانه ادرځيني واخلي خو پښتانه وائي سل دي ومره يو دي مه مره خو نن ملين دي ومره يودي مه مره..؟

-
بېرته شاته