(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قربانى په چاواجب ده ؟

[22.Sep.2015 - 17:26]

دقربانۍ په حواله ديوڅواهمو سوالونو جوابونه

لیک: نصرالله ژوند

س: قربانى په چاواجب ده ؟

ج: قربانى په هرهغه مسلمان عاقل، بالغ، مقيم، باندې واجب ده دچا په ملکيت کښې چې دحاجات اصليه نه سيوائې دوه نيمې پنځوس تولې چاندى يا اووه نيمې تولې سونا، خواکه دکالوپه شکل کښې وى ياد تجارت مال يادکور دضرورت داستعمال نه سيوا سامان ياد اوسيدو دکورنه علاوه بل کور پلاټ ياټى وى ، وى سى ار اوټول هغه دنمود،نمائش شيان ((چې صرف دکور ښکلى والى دپاره وى اوپه پوره کال کښې يووارې هم نه استعماليږى ))وى نو قربانى پرې واجبه ده

س: قربانى دکومو څاروو جائز ده ؟

ج: قربانى داوښ ، غوا، ميښې، ګډ، چيلۍ خواکه نروى ياماده، جائز ده ددې نه علاوه دبل څاروى قربانى جائز نه ده

س: دقربانۍ دڅاروو عمرونه څومره وى ؟

ج: دقربانۍ دپاره داوښ عمر پينځه کاله، غوا ميښې، دوه کاله او دګډې چيلۍ دپاره يوکال البته ګډ ياګډه که چرې دشپږو مياشتووى اودکال ګډانو سره پريښودے شى اوکتونکى پکښې بيلتون نه شى کولے نو قربانى جائزده خوکه شپږ ومياشتو نه کم وى نوکه هر څومره څورب اوغټ وى قربانى پرې جايز نۀ ده

س : په څارو کښې دقربانۍ څومره حصې کيدے شى ؟

ج: ګډه او چيلۍ يوکس دپاره وى اولوئى څاروے په اوو تنودپاره يعنې اووه حصې کيدے شى ديادونې وړده چې يوه حصه په دوه کسه جائز نه ده که چرې په لوئى څاروى کښې شريکوال داوو کسانونه کم وى نوهغه خپله حصه زياتولے شى

س: دکومو څاروو قربانى جائز نۀ ده ؟

ج: په کومو څاروو چې داقسمه عيب وى ، دواړه ښکر ونه ئې دبيخ نه وتلى وى، پيدائشى يويادواړه غوږونه ئې نه وى ، داسې ګډ چې د قربانۍ ترځايه تلے نه شى ، داسې بيمار چې بيمارى ئې ښکاره وى، ټول غاښونه ئې پريوتى وى، دخارښ دوجې کمزورے اومانده وى، پوزه غوڅه وى، د يوتى دنيمې نه زياته حصه غوڅه وى ګډې ياچيلۍ دتى سرنه وى، داوښ ميښې د دوه تيونو سرونه نه وى ، غوږلکۍ دنيمې نه زياته نه وى دريمې حصې ژبه نه زياته نه وى داسې کمزورے اومانده چې دهډوکى دننه ئې غوړ نۀ وى، ړوند وى، کاڼے وى، خنثى وى نوقربانى ئې جائز نه ده

س: که د ذبحه کولو په وخت عيب پيدا شى ؟

ج: که په يوڅاروى کښې دراپرزولو په وخت داسې عيب پيدا شى لکه پښه ئې ماته شى وغيره نو قربانى ئې جائز ه

س : که دقربانۍ دپاره په اخستے شوى څاروى کښې عيب پيدا شى ؟

ج: که په يوڅاروى کښې دقربانۍ دوخت نه وړاندې داسې عيب پيداشى چې کوم دقربانۍ دپاره عيب وى نودمالدار دپاره ضرورى ده چې بل څاروے واخلى دفقير دپاره دغه معيوبه څاروے جائز دے خوکه فقير نذر منلے وى نوهغه به بل څاروے اخلى

س: که دقربانۍ څاروے مړ شى يائې څوک پټ کړى ؟

ج : که دقربانۍ څاروے مړشى اويائې څوک پټ کړى نو په مالدار باندې دبل څاروى قربانى واجب ده او فقير باندې نۀ ده

س: دقربانۍ دڅاروى بدلول ؟

ج: که چرې دقربانۍ څاروے دکورساتلے وى ياداخستو وروستو د قربانۍ نيت کړے وى نودداسې څاروى بدلول، دغنى اوفقير دواړو دپاره جائز دى خوکه چرې دقربانۍ په نيت يوڅاروے اخستے شوے وى نو ددې په حواله درې روايتونه دى

دغنى اوفقيردواړو دپاره دقربانۍ په نيت اخستے شوے څاروے متعين کيږى نه دواړو دپاره دقربانۍ څاروے بدلول جائز دى

د دواړو دپاره متعين کيږى غنى باندې دقيمت برابر او په فقير باندې هم ددغه څاروى قربانى واجب ده . دغنى دپاره متعين کيږى نه اودفقير دپاره متعين کيږى د غنى دپاره بدلول مطلقاً جائز دى اودفقير دپاره مطلقاً ناجائز

س. دقربانۍ وخت ؟

ج : په ښاريوکښې دقربانۍ وخت د ذالحجې دلسم تاريخ داختر دنمانځه نه وروستو شروع کيږى داختر دنمونځ نه وړاندې قربانى جائز نۀ ده البته په هغه کليو کښې په کومو کښې چې داختر مونځ کولے نه شى نو هلته دصبح صادق نه وروستو قربانى کول جائز دى قربانى دذالحجې د دولسم تاريخ دنمر پريواته پورې کولے شى

س: که په وړومبۍ ورځ داختر مونځ ونه شى ؟

ج: که چرې دڅه وجې نه داختر مونځ ونه شى نوقربانى دپاره دزوال پورې کتل پکاردى مطلب دا چې دنمونځ وخت وځى داختر که هر چرته وشى نودقربانۍ دپاره صحيح دے

س: دوخت فرق دقربانۍ په لحاظ ؟

ج: کوم فرق چې دښار اوکلى ښودل شوے دے دا دقربانۍ کولو په اړه دى دقربانۍ دڅاروى په اړه نۀ دے که يوکس په ښارکښې وى اوڅاروے په کلى کښې قربانى کوى نودکلى د وخت مطابق قربانى کولے شى

دشپې قربانى کول ؟

دلسمې او ديارلسمې شپې قربانى جائز نۀ ده په يولسمه او دولسمه شپه قربانى جائز ده

س : څرمن په خپله استعمال کښې راوستل ؟

ج: دقربانۍ څرمن دقربانى کوونکى اهل وعيال، او دکور نور خلق په خپل استعمال کښې راوستے شى يعنى که دڅرمنې نه جائے نماز دسترخوان، ياداسې نورڅه جوړکړے شى نواستعمال ئې جائز دے خودڅرمنې جوړشوى څيزونه په کرايه ورکول ناجائز دى او که چاته پته نه وه نو چې څومره کرايه ئې اخستى وى دهغې صدقه پرې واجب ده

س: دڅرمنې جوړشوى څيزونه په تحفه کښې ورکول ؟

ج: دقربانۍ څرمن ياددې نه جوړشوى څيزونه بغير دعوض اخستوچاته تحفه کول جائز دى اوداهرچاته ورکولے شى مور،پلار، اولاد، پردى

س: څرمن په معاوضه کښې ورکول ؟

ج: دقربانۍ څرمن، وړې، غوښه، يعنى دقربانۍ دڅاروى هيڅ يوجز دڅه خدمت او مزدورۍ کښې دمعاوضې په توګه ورکول جائز نه دى امام او موذن ته دتنخا په توګه ورکول جائز نه دى هديه ئې هرچاته جايز ده

س:دڅرمن خرڅون؟

ج: که په نغدو روپوخرڅه کړے شوے وى نود څرمنې قيمت صدقه کول واجب دى دخوراک ، تيل، رنګ يعنى په يوځل استعمال سره ختميدونکى څيزونو سره بدله کړے شوے وى نو دا څيزونه صدقه کول واجب دى

که دڅرمنې بدلون ياخرڅون دداسې څيز په بدله کښې وى چې پاتې کيدونکى وى لکه قلم، کتاب، کپړې، لوښى وغيره نودا قسمه څيزونه خپله استعمالول جائز دى .

-
بېرته شاته