(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکندوزنا امنیوخلک مهاجرت ته اړکړل

[09.May.2015 - 15:05]

لیک: همایون بابر

جګړه خپل لوري بدلوي:

په کندوز کې جګړو، نښتو او نا امنیو د تیرو څو اونیو څخه زور اخیستې دی.

 د بدخشان ولایت د پیښو وروسته چې په ترڅ کې یی سلګونه د افغان ملی پوځ سرتیری د وسلوالو لخوا ووژل شول ورسره جوخت په کندوز، بغلان او تخار ولایتونو کې  امنیتې حالت هم  اغیزمن شوي.

ځینې افغان چارواکې اوس شمال  ته د شمالې وزیرستان کلیشه کاروي، داچې موخه يي ددغه کار ځنې څه ده؟  ځواب ویل ورته ګران دی خو ظاهراْ دوی غواړي چې له دی وروسته شمال له دی وروسته  نا امن وښيي.

 په شمال ختیز زون کې کندوز د خپل ستراتیژیک موقعیت له مخې په تیرو څو کلونو کې د مرګونو خونړیوپیښوشاهد وو،  د ډیر کم وخت لپاره یاد ولایت  د امن ولایت په توګه پاتي شوي.

د دولت د مخالف وسلوالو  د پسرلنې عملیاتو په پیل کې د یاد ولایت ډیرې ولسوالې او لیری پرتې سیمې نا امنه شویدي، د کندوز ښار څخه یوازې څو کلیومتره لیری افغان دولت د وسلوالو پر وړاندي پوځې چاڼیز عملیات باندي بوخت دی.

 د دغه ولایت چارواکې ادعاء لري چې د دولت وسلوالو مخالفینو غوښتل چې کندوز ته سقوط ورکړي خو ددغه ولایت والی عمرساپی وايي چې د دولت وسلوالو مخالفینو ته يي په ټولو محازنو کې ماتي ورکړي او اوسمهال دوی ددغه ولایت کنټرول په ولکه کې لري.

 دغه راز،ځینې  مسوولین وايي چې د وسلوالو طالبانوپه منځ کې  د اسلامې خلافت توري جنډي اوبهرنې جنګیالې هم لیدل شویدي.

 دغه ولایت د بهرنیو خبریالانو د پاملرنې وړ ګرځيدلې اود توجه ټکې هغوي ته دادی چې د دولت مخالف وسلوالو په منځ کې د توري جنډي خبرونه خپاره شوي داچې دغه پېښه څومره حقیقت لري په اړه قضاوت ګران کار او د وخت کار دی.

 په کندوز کې د قومنداني ویندوي سید سرور حسینې  ځایی خبریالانو ته ویلی چې د عملیاتو وروسته د جګړې په ډګر کې د دولت وسلوالو مخالفینو د مړو په منځ کې د بهرنیو جنګیالونارینه  جسدونوترڅنګ د دوه میرمنو جسدونه هم موندل شوی دی.

خو بل لورته ځايي خلک وايي، بهرنې جنګیالې په کندوز کې په  هغه پیمانه شتون نلري چې دولت يي ادعاء لري، د چاردری ولسوالې حلقه کول اوسیدونکې د امنیتې ستونزو له کبله د نوم ښودولو څخه په ډډه کولو سره وايي” ځینې کړي  غواړي چې  د داعش نوم په شمال کې عام کړي او په دغه ډول د خلکو په منځ کې وحشت ته لمن ووهي.”

 د کارپوهانو په اند جګړه خپل لوري بدلوی او دا ځل د جنوب او ختیز پرځای د شمال او شمال ختیز ولایتونو وار دی، داچې د جګړې ګټه او هدف ته څوک رسیږي خو ددغه نا امنیو او نښتو قربانیان تل په څیر عام ولس دی.

د کندوز ولایت یو شمیر ولسوالیو امنیتې وضعیت د ډاډ وړ نه وو او نه دی، دولتې مامورین او ځینې وخت عادی وګړي  زړه نشي کولې د ښار څو کلیومترې کې د ښوونځې اوروغتونونو دندو ته د امن په فضاء کې تګ راتګ وکړي.

ددغه ولایت یو شمیر سیمې ان د بهرنیو ځواکونو په شتون کې هم د امنیت نه محرومي وی، اوس خو به ددغو سیمو امنیت او ثبات کې راوستل افغان امنیتې ځواکونو ته په یوزای سر باندی ډیر ګرانه خبره وي چې کابو یی کړي.

همدغه راز داسې نظر هم شتون لري چې جګړه او نا امنې خپله لمن د منځنې آسیا هیوادونو ته غزوي خو تاجکستان وار دمخه افغان لورته خپلې سرحدي پولو کې امنیتې ځواکونو شمیر زیات کړي او کوښښ کوي چې هرشکمن حرکت مخه ډب کړي.

سلګونه کورنۍ مهاجرت ته اړ شوي:  

كندوز کې  د مختلفو سیمو خلک د روانو جګړو له كبله د د خپلو كورونو پرېښودو ته اړ شوي، دغه کورنې امن ځایونو ته ګډه شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

دعملیات دمخه افغان ځواکونو د هوا له لارې هغو سیمو کې چې د دولت مخالفو وسله والو په کې سنګرونه جوړ کړي، خبرپاڼې غورځولي، چې خلکو ته په کې له سیمې څخه د وتلو خبر ورکړل شوی دی.

خلک د خبریدو وروسته د کندوز ولایت له ناامنه سیمو څخه د کندوز مرکز ته د کډو راتګ زیات کړي او هره ورځ لسګونه کورنۍ له کلیو او ولسوالیو څخه ښار او امن ځایونو ته پناه وړي.

چهاردرې ولسوالۍ یوازي څو کیلومتره د ښارنه  لیری پرته ده ددغه ولسوالۍ نه ځینې کورنۍ کندوز ښار ته ګډه شوي،یو تن بیځایه شوي ځایی خبریالانو ته ویلی دی چی یوازې سرونه یې سلامت راويستي، نور يې ټول كور همداسې ډك پرښى دى، چې اوس په کې جګړه مارو  مورچلې جوړې کړي

د ناامنیو  له امله ځینې لارې د موټرو د تګ راتګ پر مخ هم تړلي دي او خلک مجبور دي، چې د چاردرې پر سیند په کښتیو کې راپورېوزي.

همدغه راز یو تن وايي،  چې له سیمو وتل ورته ګران دی او هغه ځکه چې لويې لارې د جګړو له كبله تړلې دي او کله چې له سیند څخه په کښتیو راپورېوزي د دې امکان شته چې سیند يي ډوب کړي.

د چهاردرې اوسېدونكي دغه راز وایي، دوی نه پوهیږي چې د کوم لوري (دولت یا مخالف وسلوال) ګولیو او توغندیو باندی  ویشتل کیږي، خو په خبره يي ژوند ورته اهمیت لري نوځکه يي هرڅه په کلې کې پریښي اوځانونه  يي د کورنیو سره امن ځای ته رارسولي دی .

والي محمد عمر ساپی هم دا مني، چې یوشمېر کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوې دي او دوی ورته خبرپاڼې لېږلې دي، تر څو خپلې سیمې پرېږدي او امن ځایونو ته کډه شي تر څو دوی وشي کولای، چې خپل پوځي عملیات په ښه توګه ترسره کړي او ملکي وګړو ته پکې زیان ونه رسېږي.

د روانو جګړو له امله بیځایه شوي خلک وايي تراوسه پوري يي د کوم مرستندویه نړیوالې یا دولتې ادارې او سازمان څخه بیړنې مرستي نه دی ترلاسه کړي، پرته له مناسب چاپیریال ( اوبه، خواړه سرپناه …) څخه ژوند دغه بیځایه شویو کورنو ته ستره ننګونه ده .

د بیلابیلو وسلوالو ډلو شتون:

 ډیری وخت د کندوز ولایت د اوسیدونکیو غیرمتجانس ترکیب د دغه ولایت د نا امنې لامل او سبب ګرځیدلي.

 اربکې جوړښت او خپلسرۍ وسلوالې ډلې د دغه ولایت په بی ثباتي  کې مهم رول لري.

 افغان دولت د خپل نظامی تشکیل د کمښت او نورو لاملونو له امله په هغه سیمو کې چې امنیتي  رسیدګې ورته ستونزمن وه  له یاد ځواک نه ګټه پورته کوي، په تیر کې د کندوز ډیری وګړو د دغه جوړښت نه شکایتونه کړي او دغه وسلوال يي د نا امنې او بی ثباتی  اساسي لامل ګڼلې.

محلې پولیس یا په عامه اصطلاح اربیکان د نظام  په اړه کافی او بشپړ مالومات او روزنه نلري په دوی کې ځنې يي د وسلې په لرلو سره خپلې  شخصې تربګنې د قومونو ترمنځ پالي، همدغه راز په تیر کې په شکوو،غلاوو، جنسیې تیرو او له خلکو ځنې په زرو د عشر او زکات په نوم د باج اخیستلو سابقه لري.

همدغه راز خبرونه موجود دی چې ځینې وسلوالې دلې په کابل او د کندوز په دننه کې د دولتې چارواکو لخوا ملاتړ او خړوبیږي، د کندوز دامنیت پخواني آمر عبادالله تلوار په یوه خبرې ناسته کې په ډاګه کړي وه چې د خان آباد ولسوالې ډیري ناقانونه وسلوالې ډلې په کابل او دننه په کندوز کې د وسلو او پیسو له اړخه حمایه کیږي چې د نوموړي په نظر دغه ډول کړنه د کندوز د نا امنې اصلې لامل دی.

لیکوال:ښاغلی همایون بابر خبریال او په نړیوال پرمختګ او همکاریو  کې ماستري لري

-
بېرته شاته