(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ژبه کې دويي اومانا ارزښت

[28.Jan.2015 - 23:26]

لیک:شکیب
ټول ژبپوهان په دې متفق دي،چې دانسانانوژبه داوازونوڅخه جوړه شوې ده او کله،چې لږياډيراوازونه اوياتوري سره يوځای شي ويي (لغت) اولغتونه ورڅخه جوړيږي. هرويي يوشی،شخص اويا يوه پېښه په ګوته کوي.په همدې علت ماته دامناسبه ښکاري، چې دويي اومانا اصطلاحات يوڅه جوت کړوترڅوپه ژبه کې دهغوی په اهميت باندې لاښه وپوهيږو.
په پښتو- پښتو تشريحي قاموس کې دلغت په باره کې داسې ليکل شوي دي:
۱- ژبه ،٢- فرهنګ،ډيکشنري،قاموس،هغه کتاب،چې ديوې ژبې الفاط اودهغوی مانا په کې ليکل شوې وي. 
په همدې ډول په يوه بل اثرکې چې الماني ژبې لنډه کی(لنډ)ګرامرKurtze deutsche Grammatik نوميږي دلغت په ارتباط داسې ويل شوي دي:لغت ديوې ژبې اساسي واحددی اوځانته خپل خصوصيات لري.هرلغت داوازونوياالفبې دکمپلکس څخه جوړشوی دی،چې په هغه کې يوه مانا موجوده وي. 
څرنګه،چې لغتونه ژبني واحدونه دي او د جملو او لغتونودګروپونوبرخې ورڅخه جوړيږي نوموږکولای شو،چې دوی جوړونکې برخې هم وبولو.لغتونه دمشخصواصولو او قاعدوله مخې سره تړل کيږي.ددی په خواکې په دې باندې پوهيدل هم ډيراړين (ضروري) دي،چې يولغت څنګه ليکل کيږي اوڅه ډول تلفظ کيږي،فورمونه يې څنګه جوړيږي اوڅه مانالري.
بده به نه وي که اوس دمانا داصطلاح په باره کې يوڅه ووايو.
دمانادلغت څنګ ته په پښتو- پښتوتشريحي قاموس کې ليکل شوي دي،چې مانادمعنی مفغن شکل دې. 
خودپورته يادشوي قاموس په ٢٨۹۵ يم مخ کې دمعنی دلغت په باره کې لاندې څه ليکل شوي دي:
۱- مانا،مقصد، اراده.
٢- مطلب،منشاء، مراد، مدعا.
۳- وجه.
٤- اصليت.
که څه هم دمانا اصطلاح په بيلابيلوعلوموکې مختلفې ماناوې لري،خوموږدلته دهغوی سره څه کارنه لرو،او غواړوپه دې ځانونه خبرکړو،چې دمانااصطلاح په ژبپوهنه کې څه مفهوم افاده کوي اوياداچې کله،چې موږوايو،چې ددې لغت ماناڅه ده داڅه مطلب لري؟ژبپوهان اودژبې څيړونکي وايي،چې:مانا دانسان په شعورکې دهغه څه عکس دی، چې يولغت يې په نښه کوي. 
ژبپوهان دمانا داصطلاح اهميت ته په پاملرنې سره دا وايي،چې دمانااصطلاح په ژبپوهنه کې مرکزي رول لوبوي،ځکه چې دماناموخه اومقصددژبې سلوک اوکړه وړه دي مانا ددې لپاره خدمت کوي ترڅودژبنيونښوهغه خاصيت اوځانګړتياوښيي،چې دهغې له مخې تولې ژبنۍ دندې څرګنديږي اوپه همدې سبب دماناسره دژبې ،فکراو پوهولوراپوهولوپه منځ کې دمناسبت پوښتنه تړلې ده. 
کله،چې سړی دنومونې (نوم ايښودلو)اومانااصطلاحاتوته متوجه شي اوياپه دې باره کې غـــوراوڅيړنه وکړي نودا ورته څرګنديږي،چې دماناکچه اومحتوی دنومونې او مانا داصــطلاحاتوسره تړلي دي.ددې څخه داجوتيږي،چې دمانادکچې اوبريدڅخه دهغې تنګوالی او پراختيامعلوميږي.
پوهان په دې انددي،چې دمانامحتوی په ماناکې خلاصه شوي سيمانتيکي يا په ماناپـــورې اړوندحاصيتونه ښيي اودماناپوله ياکچه دهغوشيانوپوړۍ(پوړ)اوطبقه ښيي،چې ديوه لغت دسيمانتيکي خاصيت په اساس په نښه اونومول کيږي. 
ددې څرګندونې څخه داپته لګيږي،چې لغت اومانادانسانانوسره دامرسته کوي، چې دلغتونوفورمونه وپيژني اودماناپه واسطه دشيانواوپديدوپه خصوصياتو،ځانګړتياوو،او اهميت باندې ځانونه و پوهوي . دهمدغه خصوصياتوله مخې انسان په دې لاس پورې کوي،چې بيلابيلې کتګورۍ وپيژني اوڅنګه چې ښيي په هماغه ډول يې ډلبندي کړي.

 

-
بېرته شاته