(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله او ثبات څنګه منځته راتلی شي؟

[10.Jan.2015 - 19:11]

لیک:احمد مدثر

سوله د نړۍ د مشرانو یوه دایمې او تل پاتې غوښتنه دهافغان ولس هم لکه فلسطیني، سوریه یي، عراقي او نایجریایي ولسونه سولې او ثبات ته په دې شرایطو کې د لمړنیو توکو په شان اړتیا لريولسمشر اشرف غني د واک تر لاسه کولو په لمړیو ورځو کې وویل چې بې له سولې مونږ خپلو موخو ته نه شو رسیدلی اوسولې راوستلو ته یې یو لړ ملي او سیمه ییزې هڅې پیل کړي ديپخواني ولسمشر حامد کرزي هم ډيرې پراخې او په ډیر دقت سره هر اړخیزې هڅې وکړې خو د واک تر پایه یې دا ستره هیله ترسره نه شوی کړی خو هغه دومره وتوانید چې د ستونزې لاملونه مشخص کړيبل خوا د نوي حکومت کابینه تر اوسه نه ده تشکیل شوې خو داسې راپورونه خپاره شول چې نوی زعامت طالبانو ته په نوې کابینه کې د ګډون بلنه ورکړې ده په دغه بلنلیک او د پردې تر شا خبرو کې طالبانو ته د حج او اوقاف، سرحدونو، کلیو او پراختیا وزارتونه او همدارنګه د نیمروز او کندهار ولایتونه وړاندیز شوي دي خو طالبانو دا وړاندیزونه رد کړي ديڅو کاله مخکې هم د امریکې لخوا طالبانو ته د یو څو جنوبي ولایتونو سپارل وړاندیز شوي وو خو طالبانو هغه هم نه و منليهغه څه چې ولس ته د طالبانو د سیاسي مفکورې څخه په ګټه دي هغه دا دي چې طالبانو د خپل سیاسي پیدایښت راهیسي د واحد افغانستان پر زیان له چا سره معامله نه ده کړېداسې ګڼل کیږي چې دا دوهم ځل وړاندیز هم ممکن د امریکې له افکارو او ګټو څخه متاثر وي ځکه چې په دې وړاندیزونو کې د امریکې نیت د یو موټي افغانستان په زیان لیدل کیږي ولې په دې پریکړه نه کیږي چې طالبانو ته په شمال کې یو ولایت ورکړل شي او یا ولې د لوړو زده کړو او داسې نور مهم وزارتونه ولې د دوی په واک کې نه ورکول کیږي پس نو په دې ډول وړاندیزونو کې ستونزه لیدل کیږي هغه هم د واحد افغانستان پر زیان ستونزه پکې لیدل کیږيپه ټوله کې دا ښه خبره ده چې طالبان په حکومت کې ګډون وکړي خو دا ګډون باید د واحد ملت او ګډ هویت د قربانۍ سبب نه شي.

تیره اوونۍ د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه هم یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه چې په هغې کې یې د روسیی له نوي سفیر سره په خبرو کې ویلي وو چې د افغان سولې راوستلو ته د سیمې هیوادونه ډیر څه کولای شي په ځانګړې توګه یې هند، چین او روسیه یاده کړې وهد کای آیډه د (( په افغانستان کې د واک پرسر شخړه)) نومي کتاب کې د حامد کرزي د لوړ شخصیت په اړه ډیر څه ویل شوي و خو یوه ښه اشاره یې دا کړې وه هغه دا چې بې له دې چې حامد کرزی په واک کې وي بهتره دا ده چې له واکمنۍ څخه یې وروسته هم له ده څخه د هیواد په مهمو مسایلو کې مشوره واخیستل شينو دا ښه خبره ده چې حامد کرزي د خپلو تیرو تجربو پر اساس داسې یوه سپارښتنه کړې ده چې له مخې یې د سیمې هیوادونو رول د افغان سولې راوستلو ته مهم ښودلی دی.

اوس مهمه دا ده چې افغانستان کې سوله څنګه منځته راتللی شي چې له هغې تل پاتې سولې څخه دایمي ثبات ته ورسیږو؟ نو لاندې ټکي ورته مهم دي:

  1. لازمه ده چې نوی افغان حکومت د هر څه نه مخکې د روانې نا امنۍ لاملونه مشخص کړيدا لاملونه باید په یوه علمي او غیر مغرضانه څیړنې سره تثبیت شي څو ورته وړاندې شوې نسخه ورته موثره تمامه شي.

  2. د لاملونو له مشخص کیدلو څخه وروسته لازمه ده چې یوه نسخه(پلانتیاره شي دا نسخه هم باید د علمي او تخصصي څیړنې په شان تیاره شي څو خپل تاثیر ولري.

  3. د سولې د پلان عملي کولو ته باید مثبت فشارونه وارد شي چې هغه فشارونه دا دي چې د هیواد د نفوذې مراجعو څخه چې هغه روحانیون او د کلیو او سیمو مشران دي ورڅخه د سولې په راوستلو کې ورڅخه اړین کار او همکاري وغوښتل شي.

  4. ولسمشر غني ته په کار ده چې د سولې پر وړاندې داخلي او د حکومت پیاوړي غړي لکه دوستم او شمال ټلواله په دې قانع کړي چې بې د طالبانو او حکمتیار څخه موږ په یوازې توګه ملي حکومت نه شو جوړولی او که یې جوړ هم کړو نو هغه به ناقص وي که څه هم چې ډیری نوي تشکیلات یې د اساسي قانون سره په تناقض کې دي.

  5. بله ستونزه دا ده چې باید ولسمشر اشرف غني د خپل لمړي مرستیال خودسرانه اقدامات کنترول کړيلکه شمالي ولایتونو ته د طالبانو پر ضد عملیات او دا ډول خود سرۍ د واحد حکومت په زیان او نه دوام تمامیدای شيکه دا کنترول نه شي نو لرې نه ده چې بل هر یو له تاسو اووه مشرانو څخه د هیواد په زیان تمام شی.

  6. د سولې راستلو ته د پورته لارو ترڅنګ لازمه ده چې افغان حکومت هڅه وکړي چې د تروریزم سره د ګډې مبارزې په منظور د سیمې هیوادونو ترمنځ یو ګډ ائتلاف را منځته شي څو د سیمې هیوادونه د افغانستان په شمول په دایمي سوله کې ژوند وکړی شي او هم د هڅه وشي چې د افغان سولې لپاره د نړۍ پر کچه ګډې هڅې وشيدا کورنۍ او بهرنۍ هڅې کیدای شي موږ دایمې سولې او ثبات ته ورسوي.   [email protected]

-
بېرته شاته