(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد عبدالروف بېنوا د دېرشم تلین په یاد

[08.Jan.2015 - 20:14]

لیک: عبدالواسع هڅیال

ارواښاد عبدالروف بنېوا چي د هیواد، سیمي او نړۍ په کچه یو وتلی لیکوال، څېړونکی، مؤرخ، شاعر او یو ښه سیاستوال و له نن څخه پوره دېرش کاله وړاندي له دې فاني نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه کړي. موږ چي د ارواښاد د دېرشم تلین په یاد یو څه لیکلي غواړو له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړو او تاسو ته یې د لوستلو توان غواړو.
ارواښاد عبدالروف بېنوا د مفتي عبدالله اخوند زوی (۱۳۳۴ه ق مړ) چي په  کندهار کي یې په مفتي عبده سره شهرت درلود، او ۳۳ کاله د کندهار په ښاري محکمه کي مفتي و، نیکه یې ملا عبدالحق اخوند علیزی(۱۲۰۸ـ ۱۲۸۸ه ق) و چي په کندهار کي یې استاذ کل باله، او ور نیکه یې ملا ګلستان اخوند نومیدی او تر نیکه یې ملا ګلاب اخوند و چي غالبآ د دوولسمي هجري پېړۍ په دوهمه نیمايي کي له معروف ولسوالۍ له علیزو څخه د هلمند موسی کلا ته تللی او مېشت سوی و، او هلته د موسی کلا په سربېښه کي مړ سوی دی.
ښاغلی عبدالروف بېنوا له نن څخه درې نوي کاله وړاندي(۱۲۹۲ ه ش- ۱۳۳۲ه ق -۱۹۱۳ع) د کندهار ښار د اولي ناحیې د سید حسن د کوڅې په یوه دینداره، علمي او مخوره کورنۍ د مفتي عبدالله کره وزېږېدی.ښاغلي بېنوا له خپل پلار او نوري کورنۍ څخه مروج دیني علوم تر لاسه کړل. فاضل استاد عبدالروف بېنوا د خپل عمر دېرش کاله په رسمي چارو کي تېر کړي دي، لومړۍ درجه مطلا مېنه پال او دوهمه درجه د ستوري نښانونه ورکړه سوي دي، د افغان او هند او افغان او شوروي د ټولنو غړی و، ښاغلی بېنوا به د رسمي ماموریت په لړ کي کله مدیر، کله د پوهنتون استاد، کله ریس، کله مستشار، کله معین، کله وزیر او کله به د ولس استازی پاته کېدی، خو استاد بېنوا په دې ټولو بانواییو کي هغه د پخوا بېنوا و، د ده د بې نوايۍ مصداق یوازي دا نه و چي دی د د نیا له دومره مال او منال څخه یې هيڅ هم نه دي وړي، دا هر څه یې د ملت مشترک مال باله. کله چي ښاغلی استاد له وزارت څخه لیري سو درې میاشتي وروسته یې د کور توکي پر بازار کړه، د ژوند تر پایه یې د ځان په سم کور ارمان ونه خوت. د استاد بېنوا یو تر ټولو ښه خاصیت داو چي په هیڅ وخت کي یې د مغرورۍ حس نه کاوه، د ټولو دندو پر مهال یې له ملګرو، دوستانو او مراجعینو سره ډېر زیات صمیمیت درلودی، په ټول عمر کي یې په کړنه کي کوم توپیر ونه لیده سو او د دوستانو او ملګرو په منځ کي هغه بېنوا و.
فاضل استاد بېنوا د لیکوالۍ پخه خو څلوېښت کلنه سابقه لرله، نثر یې دواړي تحقیقي او تخلیقي برخي لري، نظم یې هم ډېر په زړه پوري دی، درد او رنګیني پکښي له ورایه سترګکونه وهي، شعر یې په خورا روانه، خوږه او پسته ژبه لیکل سوی دی، شعر یې په طبیعي ښکلا پسولل سوی دی، د استاد په شعرونو کي که له یوه پلوه د میني او ښکلا فرښته د خیالونو په میکده کي ناسته لیدل کیږي او د لفظونو مستي یې د میني صراحي ته خورا په مینه ورتوییږي، نو له بل پلوه یې بیا په شعرونو کي د مهجورانو او محرومانو اسوېلي او فریادونه هم اورېدل کیږي چي څوک خوب او ارام ته نه پرېږدي.
د فاضل استاد څېړنو په پښتو ژبه کي د ادبي فنونو دروازه خلاصه کړې ده، د ده تخلیق او پنځونه د وخت د غوښتونو سره سم لویه تشه ډکه کړې ده، د ارواښاد ځيني شعرونه په عربي، روسي، انګریزي، چکوسولواکیایي او نورو ژبو ژباړل سوي دي، د چکوسولواکیا مشهور پښتو پوه ډاکټر برژي پېچکا(۱۹۱۰ع کال زوکړی) یې شعرونه په خپله ژبه ژباړلي دي.
فاضل استاد بېنوا د خپلي څلوېښت کلني مبارزې په جریان کي لوی شمېر تحقیقي، تخلیقي او ژباړل سوي اثار زموږ د ګران هیواد ادبي کهول ته وړاندي کړي دي.
 
د فاضل استاد تحقیقي او تخلیقي اثار:
۱ـ اوسني لیکوال: دا اثر په درې ټوکه کي خپور سوی دی، لومړی ټوک يې په د ۱۳۴۰ ل کال کي، دوهم ټوک یې په ۱۳۴۱ ل کال کي او دریم ټوک یې په ۱۳۴۶ ل کال کي خپور سوی دی. په دغو درو ټوکونو کي ۲۲۹ تنه د پښتو ژبي اوسني لیکوال د الفبې په تر تیب معرفي سوي دي، دا درې واړه ټوکه ټولټال ۱۵۰۹ مخونه لري او د تالیف لومړۍ جایزه یې وړې ده، او دا دروند اثر د دوهم ځل لپاره د ښاغلي مطیع الله روهیال په زیار د علامه رشاد خپرندویه ټولني- کندهار له خوا په ۱۳۸۸ل کال کي چاپ سوی دی.
۲- د افغانستان نومیالي: دا دروند اثر چي په څلور ټوکه کي چاپ سوی دی، لومړی او دوهم ټوک یې په ۱۳۵۳ل کال کي، دریم ټوک يې په ۱۳۵۶ل کال کي او څلورم ټوک یې په ۱۳۶۰ل کال کي چاپ سوی دی، په دې اثر کي د افغانستان ۱۷۶۷ تنه نومیالي راپېژندل سوي دي چي وروستی تن یې ایوب خان دی، څلور واړه ټوکه ۱۸۹۴ مخونه لري. دغه اثر د (ج) تر توري پوري چاپ سوی دی او پاتي یې د فاضل استاد پوهاند علامه رشاد په شخصي کتابون کي موجود دي.
۳هوتکي ها: دا کتاب په پاړسي ژبه لیکل سوی چي په ۱۳۳۵ل کال کي چاپ سوی، په کتاب کي د هوتکو د دورې ټول حالات په تفصیلي ډول سره څېړلي سوي دي، د کتاب ټول مخونه ۱۷۷ دي، چي پښتو ژباړه یې د محمدیونس مراد له خوا تر سره سوې ده، نوموړي کتاب د خوشحال خان خټک دوهمه جایزه وړې ده. د دې کتاب پښتو ژباړه په ۱۳۴۵ل کال کي د ښاغلي محمد یونس مراد له خوا تر سره سوې ده، دا کتاب دوهم ځل په ۱۳۸۰ل کال کي د صحاف نشراتي مؤسسې له خوا په کوټه کي هم چاپ سوی دی.
۴- میرویس نیکه: دا کتاب د پښتنو د ملي قايد میرویس نیکه د کارنامو په اړه لیکل سوی، په ۱۳۲۵ل کال کي چاپ سوی چي ټولټال ۱۱۴ مخونه لري او په ۱۳۲۴ل کال کي یې د آریانا جایزه هم وړې ده، او دوهم ځل په ۱۳۸۴ل کال کي ( د افغانستان کلتوري ودي ټولنه- جرمني) له خوا چاپ سوی.
۵- پرېشانه افکار (لومړۍ برخه) دا کتاب د ارواښاد د شعرونو یوه وړه ټولګه ده چي په ۱۳۳۵ل کال کي چاپ سوې ده، کتاب ۱۶۶ مخونه لري، چي ځیني شعرونه يې په روسي ژبه په ۱۹۶۲ع کي هم ژباړل سوي دي، دا کتاب دوهم وار په ۱۳۷۸ل کال کي په کوټه کي د صحاف نشراتي مؤسسې له لوري چاپ سوی دی.
۶- پښتنې مېرمني: دا کتاب د افغانستان د ۱۱۸ تنو نومیالیو مېرمنو ګډه تذکره ده چي په ۱۳۲۳ل کال کي چاپ سوې ده، د کتاب ټول مخونه ۲۵۶ ته رسیږي، نوموړي کتاب په همدې کال د خوشحال خان ادبي جایزه هم وړې ده.
۷¬ـ ادبي فنون: دا کتاب د هغو درسونو مجموعه ده چي استاد بېنوا د ۱۳۲۴-۱۳۲۳ ل کلونو په جریان کي د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کي تدریس کړي وه، په دې کتاب کي معاني، بدیع بیان، عروض، قافیه،خطابه او د لیکني اصول او اسلوب په ډېر ښه ډول سره څېړل سوي دي، کتاب په۱۳۲۶ل کي چاپ سوی او ټولټال ۱۰۶ مخونه لري.
۸- پښتونستان: دا کتاب په ۱۳۳۰ل کال کي خپور سوی، په دې کتاب کي د پښتونستان زاړه نومونه، جغرافیه، تاریخ، قبیلې، رجال او د پښتونستان د غورځنګ کارنامې په تفصیل سره لیکل سوي، کتاب ټولټال ۴۸۰ مخونه لري.
۹- لنډۍ (لومړۍ برخه ): دا کتاب په ۱۳۳۷ل کال کي په ښکلي صحافت او مصؤر ډول چاپ سوی، کتاب ۱۷۶ مخونه لري، په کتاب کي منتخبي لنډۍ د پاړسي او انګریزي ژباړو سره یو ځای راغلی دي، چي انګریزي ترجمه یې ښاغلي محمدابراهیم شریفي او اردو ژباړه یې ښاغلي تاج الدین عاجز زاوه وال کړې ده، دا کتاب دوهم ځل په ۱۳۸۷ل کال په پېښور کي د دانش خپروندویه ټولني له خوا چاپ سوی دی.
۱۰د زړه خواله: دا کتاب چي ۲۱ لیکونه پکښي راغلي استاد بېنوا خپل خیالي ملګري ته لیکلي او په هغو کي يې د خپل ملګري سره د اجتماعي دردونو په اړه د زړه خواله کړي دي، دا کتاب لومړی وار په ۱۳۳۸ل کال کي په اصلاح ورځپاڼه کي په ټوک- ټوک د یوې لړۍ په ډول خپور سوی او په کتابي بڼه په ۱۳۴۵ل کال کي چاپ سو چي ټولټال۶۱ مخونه لري، نوموړي کتاب په ۱۳۴۰ ل کال کي د داستان لومړۍ جایزه هم وړې ده. دا کتاب د د وهم ځل لپاره په ۱۳۹۱ل کال کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا هم چاپ سوی دی.
۱۱- چند آهنګ پښتو: دا په پاړسي ژبه لیکل سوې رساله ده چي د پښتو موسیقۍ د ۶۴ آهنګونو شرحه پکښي راغلې ده، چي په عصري او غربي ډول د موسیقۍ نوټونه هم ورسره راغلي دي،  دا رساله لومړی ځل په ۱۳۲۵ل کال کي په کالنۍ کي خپره سوې ده، دغه رساله وروسته په کتابي بڼه په ۳۶ مخونو کي هم چاپ سوه، او دغه رساله د آریانا دایرة المعارف د دریم ټوک په پای کي هم چاپ سوې ده.
۱۲- د غنمو وږی: دا یوه تاریخي رساله ده چي د لوی امپراتور احمدشاه بابا(۱۱۶۱- ۱۱۸۶ه ق) د ټاکني او جلوس د ورځي ټوله منظره يې په خورا ښه انداز سره ترسیم کړې ده، رساله ټول ۳۱ مخه لري او په ۱۳۲۵ل کال کي چاپ سوې ده او په همدې کال يې د مطبوعاتو جایزه هم وړې ده او د لسم ټولګي په پښتو قرآیت کي هم راغلې ده.
۱۳- خوشحال خان خټک څه وايي؟: په دې کتاب کي د خوشخال خان خټک (۱۰۲۲- ۱۱۰۰ه ق) ارمانونه، آرزوګاني او وصیتونه راټول سوي دي، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۲۷ل کال کي د ممبیي په محمدي چاپخانه کي د ښاغلي محمد حسن خان ساپي په زیار او هڅه چاپ سوی چي ۱۹۶ مخونه یې لرله او په پای کي یې د ممبیي د انجمن پښتون مشر مولانا تاج محمد خېل یو تقریظ هم و، د دغه کتاب ټولي چاپي نسخې په کراچي کي د پاکستاني حکومت له خوا تر نیوني وروسته ضبط سوې، دا کتاب وروسته دوهم وار په کابل کي په ۱۳۲۹ ل کال کي چاپ سو، د کتاب ټول مخونه ۱۵۸ دي او د خوشحال خټک دریمه جایزه یې هم وړې ده.
۱۴- د پير محمد کاکړ دېوان: دغه دېوان چي په ۱۳۲۵ ل کال کي چاپ سوی، تدوین، تصحیح او مقابله یې ښاغلی بېنوا تر سره کړي دي او دوهم ځل په ۲۰۰۴ع کال په کوټه کي د صحاف نشراتي مؤسسې له خوا هم چاپ سو، چي ښاغلي استاد حبیب الله رفیع علمي سریزه هم پر کښلې ده، او دغه دېوان دوهم ځل په ۱۳۸۲ل کال کي په کوټه کي د صحاف نشراتي مؤسسې له لوري چاپ سو.
۱۵- د کاظم خان دېوان: دغه دېوان په ۱۳۳۳ل کال چاپ تدوین، تصحیح او مقابله یې هم فاضل استاد تر سره کړي دي او ټول مخونه ۲۲۱ دي.
۱۶- د رحمان بابا دېوان: دغه دېوان چي په ۱۳۲۸ل کال چاپ سوی تدوین، تصحیح او مقابله یې ښاغلي بېنوا تر سره کړي دي او ښکلې خطاطي یې د افغانستان د وتلي خطاط ارواښاد عزیزالدین وکیلي پوپلزي (۱۳۷۸ل کال مړ) په قلم لیکل سوې ده، چي ټولټال ۲۶۰ مخونه لري، او دوهم ځل په ۱۳۶۱ل کال کي هم چاپ سوی دی.
۱۷ویښ زلمیان: دا کتاب د هیواد د ځينو روشنفکره زلمیانو او سیاستوالو د اجتماعي افکارو ګډه ټولګه ده، چي د فاضل استاد په زیار او کوښښ راغوڼده سوې او په ۱۳۲۶ل کال کي له چاپه راوتلې ده.
۱۸- د پښتو قرائت: دغه درسي کتاب د پوهني وزارت په غوښتنه استاد بېنوا په ۱۳۳۹ ل کال کي کښلی او لومړی وار په ۱۳۴۴ ل کال کي د پوهني وزارت له خوا چاپ سو، نوموړی کتاب ۲۳۷ مخونه لري او په پای کي لغتنامه هم لري او دوهم ځل هم چاپ سوی دی.
۱۹- پښتو کیلي: د پښتو کیلي د دریم جلد دوهم ټوک چي د پښتو ژبي درسي کتاب دی په ۱۳۱۹ ل کال چاپ سوې، دغه راز د پښتو کیلي د څلورم جلد لومړی ټوک په ۱۳۲۰ ل کال کي چاپ سوی دی، او د دغي لړۍ د څلورم جلد دوهم ټوک یې په همدغه ۱۳۲۰ ل کال کي د پښتو ټولني له خوا هم چاپ سوی دی.
۲۰- پښتو د شاهانو په دربار کي: دا یوه رساله ده چي د هغو شاهانو پښتو پالنه یاده پکښي یاده سوې ده، چي دوی په خپلو دربارونو کي پښتو لیکوالو، شاعرانو او پوهانو ته ځای ورکړی و او په درنه سترګه یې ورته کتلي و او هغوی یې نور هم تشویق او هڅولي و، دا رساله د ۱۳۲۲ل کال په کالنۍ کي چاپ سوې ده.
۲۱- نظری به پښتونستان: دا په پاړسي ژبه یوه رساله ده، چي د پښتونستان پر موضوع باندي اجمالي څېړنه پکښي سوې ده، دا رساله لومړی وار د ۱۳۲۹ل کال په کالنۍ او بیا په ځانګړي ډول هم چاپ سوې ده.
۲۲- خوشحال او پسرلی: دا یو کتابګوټی دی چي پکښي د خوشحال خان بابا پسرلني او رندانه شعرونه راغونډ سوي دي، او په ۱۳۳۷ل کال کي چاپ سوی دی،(خو ښاغلي مطیع الله روهیال "د بېنوا کتابښود" کي دغه نېټه ۱۳۴۰ لمریز یاده کړې ده).
۲۳- افغانستان الیوم: دا اثر چي په عربي ژبه لیکل سوی او په ۱۳۴۲ل کال کي هغه مهال په قاهره کي چاپ سوی چي فاضل استاد بېنوا په قاهره کي د افغانستان په سفارت کي مطبوعاتي مستشار و.
۲۴- اربعین حقیقة عن افغانستان: دا اثر هم په عربي ژبه په قاهره کي لیکل سوی او په ۱۳۳۴ل کال هم هلته چاپ سوی دی.
۲۵- آثار افغانستان: دا کتاب هم په قاهره په عربي ژبه لیکل سوی او په ۱۳۴۳ل کال په قاهره کي چاپ سوی دی، کتاب ټولټال۹۶ مخونه لري.
۲۶- هدیاالعام الجدید: دا تقویم په ۱۳۴۵ل کال په قاهره کي د ښاغلي بېنوا په زیار او هڅه چاپ سوی دی.
۲۷- المراة الافغانیه: دا کتاب په عربي ژبه لیکل سوی او په ۱۳۴۳ل کال په قاهره کي چاپ سوی، چي ټول چاپي مخونه یې ۱۳۴ ته رسیږي.
۲۸- لیدران امروزی پښتونستان: دا په پاړسي ژبه لیکل سوې یوه وړه رساله ده چي په ۳۰ مخونو کي لیکل سوې ده، په رساله کي د هغه وخت د پښتونستان د ځینو مشرانو لنډي پېژندګلوی راغلي دي، دا رساله د ۱۳۳۱ل کال په کالنۍ کي او هم ځان ته د رسالې په ډول چاپ سوې ده.
۲۹- آریايي، پاړسي، پښتو ویرني: دا یوه کوچنۍ رساله ده چي په ۱۳۶۲ل کال کي چاپ سوې ده، او د ۱۳۲۶-۲۵ل کلونو په کالنۍ کي هم راغلې ده، چی وروسته په ۱۳۶۲ل کال کي د ښاغلي حضرت محمد ویاړ په تدوین او ترتیب په مستقل ډول چاپ سوې ده.
۳۰- د هوتکو په دوره کي پښتو: دا هم یوه وړه رساله ده چي د پښتو ژبي د ادب او پرمختګ په باب د هوتکو د مشرانو او شاعرانو توجه پکښي څېړل سوې ده، او په ۱۳۲۴ل کال په کابل مجله کي چاپ سوې ده.
۳۱- برګ سبز: په پاړسي ژبه یوه طنزیه کوچینکه ټولګه ده، چي په ۱۳۲۶ ل کال کي یې د تالیف دوهمه درجه وړې ده، خو لا تر اوسه ناچاپ پرته ده.
۳۲- د چین سفرنامه: دا کتاب په ۱۳۳۶ل کال کي لیکل سوی، چي د دوو سوو مخونو په شاوخوا کي دی چي په دغه سفر کي شهید داود خان د خپل وخت صدراعظم هم ورسره مل و، نو ځکه یې په ۱۳۵۵ ل کال کي د چاپ تر مخه یو ځل هغه ته ورکړ، تر څو د هغه تر نظر هم تېر سي، خو هغه کتاب د شهید داود خان د شهادت سره سم تري تم سو.
۳۳- خوشحال خان از زبان خوشحال خان: دا یوه کوچنۍ رساله ده چي د خوشحال خان خټک په اړه تحلیلي لیکنه ده، په پاړسي ژبه لیکل سوې او په۱۳۵۷-۱۳۵۶ل کلونو کي په انیس ورځپاڼه کي خپره سوې ده، د دې کتاب د څېړندوی محمدآصف احمدزي له خوا په پښتو ژباړل سوی او په ۱۳۹۱ل کال کي په ننګرهار کي د مومند خپرندویه ټولني له خوا چاپ سوی چي ټول مخونه یې ۱۰۱ دي.
۳۴- د افغانستان تاریخي پيښي: د دې اثر لومړی ټوک په ۱۳۵۴ل کال کي خپور سو او تر ۳۲۹ ه ق کاله پوري تاریخي پيښي پکښي راغونډي او څېړل سوي او ۱۸۸ مخونه لري، دوهم ټوک یې په ۱۳۵۷ل کال چاپ سوی او تر۶۰۲ ه ق پوري پیښي پکښي څېړل سوي دي، دا ټوک ۴۲۹ مخونه لري، او دا کتاب دوهم ځل په ۱۳۵۷ل کال کي هم چاپ سوی دی.
۳۵- خوږه ژبه پښتو: دا د پښتو صرف و نحوه ده چي په پاړسي ژبه لیکل سوې ده، دغه کتاب یوه خطي نسخه ده چي د افغانستان په ملي آرشیف کي په ۱۲۶۸ مه ګڼه کي خوندي ده.
۳۶- د پښتو متلونو غورچاڼ: دا کتاب چي په ۱۳۵۸ل کال کي چاپ سوی دی،۴۵۰ پښتو متلونه د الفباء په ترتیب پکښي راغلي، چي ارواښاد وروسته په پاړسي ژبه هم ژباړلی او د متلونو د استعمال ځایونه یې هم ښوولي دي، کتاب ۴۶۰ مخونه لري او وروسته د ښاغلي عبدالمجید شینواري له خوا په انګریزي ژبه هم ژباړل سوی دی.
۳۷- لنډۍ ( دوهمه برخه): دا کتاب چي په ۱۳۵۸ل کال کي چاپ سوی ټولټال ۱۲۲ مخونه لري، په دې مجموعه کي ۳۲۶ لندۍ په پاړسي ژباړل سوي او پر ۱۷ موضوعاتو وېشل سوي چي انګریزي ژباړه یې استاد سعدالدین شپون کړې ده.
۳۸- د هسک پېغله: د ارواښاد استاد بینوا د څلورو پښتو شعرونو مجموعه ده، چي ښاغلي افضل ټکور راغونډه کړې او په ۱۳۶۷ل کال کي چاپ سوې ده، چي ټول مخونه یې۷۵ ته رسیږي.
۳۹پاړسي عربي قاموس: دغه پاړسي عربي قاموس چي ارواښاد بېنوا د لیبیا په پلازمېنه طرابلیس کي سفیر و لیکلی خو لا تر اوسه نه دی چاپ سوی.
۴۰- عربي پښتو قاموس: په دې درانه اثر کي هم د پښتو ژبي ډېر لغاتونه راغونډ سوي دي چي دغه اثر هم تر اوسه نه دی چاپ سوی.
۴۱- د نړۍ په کتابخانو کي د مولانا جامي خطي آثار: د ارواښاد دغه اثر چي د مولانا عبدالرحمن جامي هغه اثار دي چي د نړۍ په کتابخانو کي خواره واره پراته ول، په ۱۳۵۸ل کال کي استاد بېنوا راغونډ کړي چي لا تر اوسه چاپ سوي نه دي، خو له ښه مرغه چي دا اثر د علامه رشاد بابا په شخصي کتابتون کي خوندي دی
۴۲- آشیانه عقاب: دا یوه تاریخي او حماسي ډرامه ده، چي په پاړسي کښل سوې او په کابل ننداره کي تمثیل سوې ده.
۴۳- اشتباه: دا یوه ټولنیزه ډرامه ده چي په پاړسي لیکل سوې ده او په کابل کي د هیواد د جشن لمانځني پر مهال وړاندي سوې ده.
۴۴- کار بر اصل: دا هم یوه ټولینزه او تنقیدي ډرامه ده چي په پاړسي کښل سوې او د کابل په پوهني ننداره کي وړاندي سوې ده، د دې ډرامې پښتو ژباړه په وږمه مجله کي خپره سوې ده.
۴۵ زوړ ګنهګار: دا هم یوه اجتماعي او تنقیدي ډرامه ده، چي په پښتو لیکل سوې ده او په کندهار پوهني ننداره کي وړاندي سوې ده، دا ډرامه په کابل او پښتون ږغ مجلو کي هم چاپ سوې ده.
۴۶- زرنګ: یو راډیويي ډرام دی چي په پاړسي لیکل سوی او په راډیو افغانستان کي وړاندي سوی دی.
۴۷- حکومت بیدار است: دا هم یو راډیویي ډرام دی چي په پاړسي لیکل سوی او په راډیو افغانستان کي تمثیل سوی دی، پښتو متن يې په پښتون ږغ مجله کي خپور سوی دی.
۴۸- طوق لعنت: یو تمثیلي ډرام دی چي په ۱۳۲۴ل کال کي یې د مطبوعاتو جایزه وړې ده.
۴۹- صدای وطن: داهم یو تمثیلي ډرام دی چي په ۱۳۲۶ ل کال کي يې د تالیف څلورمه جایزه وړې ده.
۵۰- د شیطانانو کابینه: دا هم يوه ډرامه ده.
۵۱- زوړ ګنهګار: دا د استاد بینوا د درو ډرامو ګډه مجموعه ده، چي د یوې ډرامې په نامه نومول سوې ده، نوموړی کتاب د سید جان ملال په زحمت راغونډ سوی او د ارواښاد بېنوا د څلرم تلین په مناسبت په ۱۳۶۷ل کال کي خپور سوی دی.
۵۲- د مېني مینه: د شعرونو ټولګه ده چي په ۱۹۴۱ع کال کي چاپ سوې ده.
۵۳- ښه شپه: د استاد بېنوا یو وړکی اثر دی، چي د نېکمرغه خاندان ژوند پکښي تمثیل سوی دی.
۵۴- پښتو قاموس: دا اثر چي غالبآ په ۱۳۱۸-۱۳۱۷ل کلونو که به لیکل سوی وي، چي لا تر اوسه چاپ سوی نه دی او د پښتو دیارلس زره لغاتونه پکښي راغونډ سوي دي.
۵۵- کچکول: دا هم د استاد بېنوا د شعرونو او لیکونو ګډه ټولګه ده، چي غالبآ دا به هم په ۱۳۱۸- ۱۳۱۷ ل کلونو کي لیکل سوې وي، چي دا هم تر اوسه ناچاپه پاتي ده.
۵۶- ادبي وړانګه: دا اثر هم تر اوسه نه دی چاپ سوی چي د څه شي په اړه به لیکل سوی وي.
۵۷- پرېشانه افکار (دوهمه برخه): دا کتاب د استاد بېنوا د خورو ورو لیکنو (دوهمه برخه) ده چي د ښاغلي مطیع الله روهيال په مټ راغونډه سوې او په کندهار کي د علامه رشاد خپرندویه ټولني له خوا چاپ سوې ده، ټول مخونه یې ۱۰۴ دي.
۵۸- د افغانستان تاریخي پیښي: دا اثر چي لومړی ټوک یې په ۱۳۵۴ ل کال کي چاپ سوی، ۱۸۸ مخونه لري او ۳۲۹ه ق کاله پوري تاریخي پيښي پکښي څېړل سوي دي، دوهم ټوک یې په ۱۳۷۵ل کال کي خپور سوی دی چي ټولټال ۴۲۹ مخونه لري او تر۶۰۲ه ق کال پوري تاریخي پېښي پکښي څېړل سوي دي.
۵۹- د پښتو ادبیاتو غورچاڼ: دا دروند اثر په درې ټوکه کي د (اریايي، پاړسي، پښتو ویرني) د سریزي په حواله استاد بېنوا د پښتو ادبیاتو غورچاڼ د ادبي مشاهیرو له شرح حال او کلام له نمونو سره په دریو ټوکونو کي د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز لپاره تهیه کړی دی، چي څه برخي یې د محقق ښاغلي محمد هاشم رحیمي له لوري په انګریزي ژبه ترجمه سوي او د پښتو په مجله کي په پرله پسې ډول چاپ سوي دي.
۶۰- د کلو رنځور: دا اثر که څه هم زموږ ځینو ادبي تیوریستانو(نظم) بللی دی، خو په اصل کي ډرامه ده، او د ډرامې یو لړ خواص او څرکونه پکښي تر سترګو کیږي، دغه ډرامه د نظم په نامه ( د هسک پېغله) شعري ټولکه کي هم خپره سوې ده.
۶۱- د بېنوا شعري کلیات: دا اثر د ارواښاد بېنوا د ( پرېشانه افکار، د هسک پېغله، د غنمو وږی) او ځینو نورو متفرقه اشعارو څخه متشکل سوی دی، او په کوټه کي د هیواد نشراتي ټولني له خوا په ۱۳۷۸ل کال کی چاپ سوی چي ټول مخونه یې ۳۱۰ دي.
۶۲- د افغانستان تاریخي ریښې: دا د اروښاد بېنوا وروستی اثر دی چي څو برخي یې چاپ سوی، خو وروسته یې ژوند یاري ورسره ونه پالل او دغه اثر همداسي نیمګړی پاته سو.
۶۳- اصلي کار: دا یوه ډرامه ده چي د استاد بېنوا د ( اریايي، پاړسي، پښتو ویرني) نومي کتاب په سریزه کي د چي د امیر کروړ سوري د بین المللي سیمینار د علمي سکرټریت له خوا پر لیکل سوې، یادونه سوې ده، او غالبآ د ۱۳۵۱ل کال د وږمې مجلې په ۲-۱ګڼه کي خپره سوې ده.
۶۴- پښتو روزنه: دا اثر په ۱۳۵۷ل کال کي د ښاغلي عبدالکریم پتنګ په اهتمام چاپ سوی چي د ښاغلی سرمحقق زلمي هیوادمل یوه مغتنمه سریزه هم پر کښل سوې ده، کتاب ټول ۴۰ مخه دی.
۶۵- د پښتو د پخواني او اوسنی ادب منتخبات: دا کتاب چي د پښتو ادب کلاسیک او معاصر ادب د منتخباتو ګډه مجموعه ده، په ۱۳۵۸ل کال کي لیکل سوې خو لا تر اوسه چاپ سوې نه ده.
دوهم د استاد بېنوا ژباړل سوي اثار:
۱- پښتوڅېړني: دا کتاب چي په فرانسوي ژبه مشهور ختیځ پوه ډاکټر جیمز دار (۱۸۴۹-۱۸۹۴ع) لیکلی چي دوې برخي لري: فونولوژي او مورفونولوژي، دا کتاب لومړی سید قاسم رښتیا په پاړسي ژباړلی او وروسته ارواښاد بېنوا او فاضل استاد پوهاند عبدالحي حبیبي په ګډه پښتو ته ژباړلی چي په ۱۳۲۶ ل کال چاپ سوی او ټولټال ۱۱۲ مخونه لري چي په دوه ټوکه کي چاپ سوی دی.
۲- پردېس: دا د علامه اقبال لاهوري (۱۳۵۸-۱۲۹۱ ه ق) د "مسافر" نومي منظوم کتاب منظومه پښتو ژباړه ده، چي په ۱۳۲۱ل کال په انیس ورځپاڼه کي د یوې پرله پسې لړۍ په ډول خپره سوې ده.
۳- پاچا خان: دا کتاب فارغ بخاري په اردو ژبه لیکلی، چي پکښي د خان عبدالغفار خان خدايي خدمتګار په ډېر تفصیل سره لیکل سوی دی او پښتو ژباړه يې ښاغلي بېنوا په ۱۳۳۸ ل کال کي تر سره کړې او وروسته په انیس ورځپاڼه کي د یوې لړۍ په ډول خپور سوی دی.
۴- ګیتآنجلي: دا کتاب د ستر فلیسوف، شاعر او ډراماتیک بنګالي لیکوال ' بندرانات ټاګور' شهکار دی چي په ۱۹۱۳ع کال کي یې د نوبل نړيواله جایزه هم وړې ده، دا کتاب اول وار په ۱۳۳۶ل کال چاپ سوی، دوهم وار په ۱۳۵۴ل کال کي چاپ سو او تر هغه وروسته د دریم وار لپاره په۱۳۸۳ل کال په کندهار کي د بینوا فرهنګي ټولني له خوا خپور سو، د څلورم ځل لپاره په ۱۳۸۹ل کال کي په کابل کي د انډیا- افغان فونډېشن له خواهم چاپ سوی، پر کتاب د ارواښاد علامه رشاد بابا هر اړخیزه علمي سریزه هم کښل سوې ده.
۵- باغوان: د ټاګور د نثري اشعارو ټولګه ده چي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ سوې ده.
۶- لغة البشتو: د لوی استاد علامه پوهاند عبدالحي حبیبي د پښتو رسالې ژباړه ده او ارواښاد استاد بېنوا په عربي ژبه ژباړلې او په قاهره کي چاپ سوې ده، د رسالې بشپړ نوم په عربي کي باید داسي وي: ( نظرة عابرة الی الغة البشتو) پر دغه اثر د استاد بېنوا سریزه او د پوهاند علامه حبیبي لنډ ژوند لیک هم راغلی دی. دغه اثر ښاغلي سمندر غوریاني د (نظری به ادبیات پښتو) تر عنوان لاندي په پاړسي هم ژباړلی دی او په ۱۳۵۷ل کال کي چاپ سوی دی.
۷- ماکډولینه: د انګریزي ژبي څخه د استاد په زیار ژباړل سوی ناول دی، چي پښتو بڼه یې په پرله پسې ډول په کابل مجله کي خپره سوې ده.

۸- آئینه سکندري: د "المصقلة المرضیة للمرآة الرضيه" پاړسي ژباړه ده، د دغي ژباړي یوه خطي نسخه د افغانستان په ملي آرشیف کي په ۴۷ تمه ګڼه کي خوندي ده، اصلي کتاب د یو امریکايي"یوسرفندیک" تالیف دی.
۹- د افغانستان لنډ تاریخ: د لوی استاد ارواښاد علامه حبیبي د " تاریخ مختصر افغانستان" د دواړو ټوکو پښتو ژباړه ده چي په ۱۳۵۶ل کال چاپ سوې ده، ټولټال ۴۴۳ مخونه لري. دا کتاب دوهم ځل په۱۳۹۱ل کال په کندهارکي د علامه رشاد خپرندویه ټولني له خوا هم چاپ سوی دی
۱۰- شین کتاب: د معمرالقذافي د مشهور کتاب (شین) پښتو ژباړه ده چي په د ریو ټوکونو کي راغلې چي تر اوسه لا چاپ سوې نه ده.
فاضل استاد بېنوا دوې مېرمني درلودې چي د مشري مېرمني څخه یې د عبدالقدوس په نامه یو زوی درلودی، خو هغه د استاد بېنوا په ژوند کي لا وفات سوی و او کورنۍ یې په مشرقي کي پاته ده، ځیني خلک وايي چي د عبدالقدوس بېنوا زوی (عبدالله بېنوا) اوس هم په مشرقي کي اوسیږي( والله اعلم بالصواب).
استاد بېنوا له بلي( دوهمي) مېرمني څخه درې زامن او درې لوڼي درلودې، چي مشر زوی یې هیواد، منځوی یې خوشحال، او کشری یې پروټ نومیږي اوس ټول د امریکا په متحده ایالاتو کي اوسیږي. د استاد له درو لوڼو څخه یې مشره د ارواښاد محمدعظم ایازي زوی عبدالفتاح ایازي ته ناسته ده، منځوۍ یې د میر غلام محمد غبار زوی خلیل غبار ته ناسته ده او  کشره یې لا تر اوسه په لوړو زده کړو بوخته ده.
استاد بېنوا د خپل(۷۱) کلن ژوند په وروستي کال د ۱۳۶۳ل کال د مرغومي په میاشت کي سخت ناروغ سو، همدا ناروغي یې دومره سخته او اوږده سوه چي بالاخره د ژوند له ستر نعمت څخه یې خلاص کړ. ارواښاد پوهاند رشاد بابا یې د مړیني دقیقه نېټه داسي لیکلې ده:
"
ارواښاد استاد بېنوا د ۱۳۶۳ لمریز کال د مرغومي پر یوویشتمه (=۱۲ د دوهمي خور ۱۴۰۵= د جنوري ۱۱، ۱۹۸۵ع) د امریکا د متحده ایالاتو د نیو جرسي په ایالت کي مړ سوی او د نیوجرسي په غونډۍ کي خاورو ته سپارل سوی دی، زه ( رشاد) یې قبر ته ورغلی یم ( خدای دي یې وبخښي)، د ارواښاد بېنوا عمر په شمسي حساب ۷۱ او په قمري حساب ۷۳ کاله وو."
 
ارواښاد بېنوا په داسي وخت کی ومړ چي په ګران هیواد افغانستان کي د روس پلوه کمونیسټ رژیم بربریت پوره اوج ته رسېدلي و، ارواښاد خپل وروستی شعر د وصیت په ډول لیکلی او د خپل هیواد پر بچیانو یې ږغ کړی چي هغه وخت به زما مړی خپل وطن ته دروړی چي د روس د ګوډاګي حکومت او روس پلوه تالۍ څټو واکمني پای ته رسېدلې او وطن مو ازاد سوی وي، نو هله به مړ بلبل (بېنوا) و خپل وطن ته دروړی او هډونه به یې په خپل ګران وطن کي ښخوی.


د بېنوا وصیت
افغانانو تر سر تېرو توریالیو
قهرمانو! هیوادپالو! هوډیالیو
دا سرکښه توپانونه چي بیا اېل کړی
ياغي سوی فتنې بیا په امن ښکېل کړی
چي مو واک د خپلي میني بیرته خپل سي 
خپل مو کور، خپل مو وطن خپل مو بورجل سي
چي ټغر د استعمار له ملکه ټول سي
خپل مو امر، خپل مو حکم، خپل مو بول سي
ستاسي خپلي ادیرې خپلې دېرې سي
د پردو د استعمار منګولي پرې سي
چي راټول پر خپل نغری بیا افغانان سي
افغانان د خپلي خاوري خاوندان سي
پر هارونه د وطن لږ څه ملهم سي
وران کارونه د وطن لږ سره سم سي
چي د روس د غارتګرو وطن خلاص سي
د ماسکو پر لوټمارانو مو بر لاس سي
چي د خرو لښکرو شوم قدم تر شا سي
بیرته دا کنډواله کړی وطن ستا سي
چي مو کور له ګندګیو څخه پاک سي
د فنا د اور طمعه خس و خاشاک سي
دروند وطن د کي جي بي په سپو سپک نه وي
کشتمند نه وي، نورو نه وي، ببرک نه وي
چي مو کله هغه سر ځوړند په دار کړ
چي وطن یې د کرملین تر ګټو جار کړ
چي مو کله د غادرو مخان تور کړل
دا جګ سري مو ذلیل، رسوا، نسکور کړل
د ولي ناولی مېنه چي سپېره سي
په متیازو د اجمل ږيره خیشته سي
چي بیا بیرته مستقل افغانستان سي
کالخوايي د خپل وطن بیا د افغان سي
زما هډونه به دروړی و خپل وطن ته
مړ بلبل به رسوی وخپل ګلشن ته
ښخوی به ما په پاک افغانستان کي
د پروټو ننګیالیو په جهان کي
زما پر قبر به لیکی زلمیانو دا
دلته ښخ دی پردېس سوی بېنوا

۱ جدي ۱۳۶۳ ه ش

رالیږنه: فرهاد یوسفزی

-
بېرته شاته