(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.11.14 د لوستونکو سياست په ټولنه کي

26.11.2014: د لوستونکو سياست په ټولنه کي د طوفانونو مخنوى دى
لوستونکي د قوم اود سياست مستقبل وي.  د تاريخ په اژدو کښي په لوستونکو کښي د ازادو قلمو او د خپلواکو زهنو خاوندانو د قومونو د نيکمرغى لپاره د ګټور سياست له لاري ستر بدلونونه راوستلي دي،  د بهرني انتشاراو خپل منځي نفاق و طوفانونو ته د وطن په دفاع کي مخته درېدلي دي او د هغو سه يې وټولني ته نجات ورکولو لپاره لويي مبارزي کړي دي.  دوى د ټولنيز پرمختګ، ده اولسونو په نوي تعمير، د قومونو د مستقبل په فېصلو، ټولنيز سياسي او معاشي ستونزو په حل کي يې ډير تکړه رول لوبولى دي او د اولسونو ارمانونه يې ور پورا کړي دي.  زموږ ټولنه هم داسي د مزاحمتي ښعور، د نوي سا ېنسي او تولنيز علومو سه ډک  دماغو نو او ښعوري ولولو  و ځلميانو ته اړتيا لري، او هم دا لوستونکي  چي د سترو فکرو او لوړ همت خاوندان وي چي په علمي او عملي توګه ر ښتيا د ملي ګټو اراده وکړي او د ټولني و ټولو ستونځوته د حل په نظر وګوري.  د ټولو ستونزو اسانه  حل پيدا کړى د جنګ او بدمرغيو مختلفه لاري ځان ته معلومي کړي او د هغو وجود په ختمولو کي اولس د ځان سه ملګرى کي، بېله جګړي ټولنه ددغه کينسره خلاصه کي اود خپلي برخي بېلل سوې لمر برته وګټى.  راروان سياسي او ټولنيز بدلونونو لپاراه د ټولني د هر وګړي روزنه او لار ښوونه وکړي.
     د ښه سياست د ګتو او د بد سياست له تاوانه هيڅ يو ټولنه اوملت  ځان نسي خلاصولى.  که موږ په ښه سياست کي حصه وانخلو نو د بد سياست خطرناکه پلانو نو حصه به يو او د هغو په ګټه به تمامېژو.  د ټولنيزژوندپه هره برخه کښي سياست کيږي، لکه اقتصادي سياست، ټولنيز سياست، کلتوري سياست، ژبنيز سياست، داخلي سياست، خارجي سياست، دفاعي سياست، سوله ايز سياست . په انساني او ټولنيز ژوند کي داسي برخه نښته چي په هغوکي دي سياست ونښي او هلته ښه او بد اثر ونلر ي . طالب علمان د ټولنيز ژوند په هره برخه کي ډير ښه رول لوبولى ښي.  لکه څنګه چي ډاکټران د انسانيت د بقا لپاره د انسانانو جسماني او روهاني روغتيا په هواله د دوى چيک اپ کوي او علاج ورته تجويز کوي دا غه رنګه سو شيالوجسټ د ټولني چيک اپ کوي بيمارياني يې معلومه وي او علاج يې په ساېنسي بنيادو کوي.  پوليټکل ساېنټسټ بيا د داخلي، خارجي،اود دفاعي  سياستونو پوهان وي پداغو برخو کښي هغه د اولسي ګټو سياستو په ډپلومېټک طرېقه پر مخ بيا يي. اکانومسټ  د اولس معاشي چاري په غاړه اخلي او پدي برخه کي چي هر رنګه ستونځي وي اغو ته د حل لاري خلاصوي. د اغه رنګه د ټولنيز ژوند په هره برخه کښي د طالب علمانو په شکل کي موژ پوهانو ته اړتيا  لرو چي دوى په سياست کي د تودې برخي اخستلو سره  خپل صلاحېيتو، ټېلنټ او دلچسپى  په کار راولي اود هغه مطابق که د ټولنيز ژوند په سياستونو کي حصه واخلي نو زموږ  ټولنه به د هر رنګه بربادى سه بچ ښي او د پر مختګ لاري به هوارې ښي.
       لوستونکي  د اولس لارښوني وي، پدي وجه هم اولسونه زيات او لوړ اميدونه ورته لري چي دوى د ټولني بېدار مغزه او ويښه طبقه وي ددوى عقل، علم، قلم، شعور، پوهنى او ولولي هم ځواني او ځلمى وي.  د ډير زيات وختونو مبارزې په ليږ وخت کښي کولى ښي.  لوستونکي د قومونود پرمختګ د لاري ډرېوران وي دا په دو­ى اړه لري چي دوى قوم د نيکمرغى و سمسورتيا ته رسوي او که د پسماندګى و قبرستان ته. 
     د بنګله دېشيانو حالت هم د  پښتنو په رکم وه لېکن د هغو لوستونکو ١٩٥٢ او ١٧ د پوهي، د دفاعي ولولو او د مزاحمتي ښعور  پر بنياد په  داسي انداز د قومي تحفظ سياست وکى چي د همېش لپاره د هغو د ازادې سبب او د بهررنى ستونځو سه د نجات مبارزه وګرزېده له.  زموږ د ټولني په طالب علمانو کښي هم  هغه رنګه د ستونزو د حل صلاحېيتونه او همت شته که دوى پر مخ راښي مثبت رول په عقلې او عملي توګه و لوبوي نو ډهير زر به د نړى سياسي کلتور او رويې به د پښتون وطن په ابادېدو بدلي ښي. 
           دا وخت د پښتون ټولني سره ٦٠ لکه د طالب علمانو دماغو شته خو له بده مرغه پدې کي ٩٩.٥ فېصده  زېرو مېټر دماغو نه دي،  دروسه پټ دي استعمال ته ندي را استل شوي.  دوى لا خو د خپلي ټولني سه د ميني نه لرلو په وجه و دماغو ته کولفونه لګولي دي يا حالاتو زولني وراچولي دي، او يا د تقليد په جاهلانه مستى کي برباد شوي او ضايعه شوي دي.  پکار ده چي در هغه مخکښي موږ خپل دماغونه  بېداره او راويښ کو، کولفونه او زولني ماتي کو ځن وېغورځوه ، د قوم په سياست او او د مستقبل په فېصلو کي توده برخه  واخلو تر سو چي د خپلوسياسي زوال استازو او د پردو خطرناکه پلانونو در تسلط لاندي راځو.  ولي چي د لوړو فېصلو منتظره وختونه چي په غفلت کښي تير ښي هغه راتلونکي وختونو ته د تباهى طوفانونه ­پېدا کوي او د خزان جامې ور اغوندي. که په قومي سطح دماغونه د پوهني قېد خاني شوې او د سياسي خاموشي ورېزي راباندي غالبه شوې په نتيجه کي به يوار بيا داسي زلزلى راښي چي ټوله وطن به ونړيږي او لوستونکي به هم ددغه تباکن حالات ښکار ښي د ښه ژوند ټولي لاري به وتړل ښي. .   
           سياست که سم او په علمي ړڼا کښي وښي  نو په ټولنه کي به يوه مسله هم پاته نښي چي حل نښي.  خو بد او بې سوچه سياست د ټولو مسلو بېخ دى.  په بد سياست کي ټولنه او انساني ژوند دهغو خلګو په قبضه کي وي چي د خپل ځاتي او کورني مفاداتو او ګټو لپاره د استعماري قوتو تربيت سوي  خدمت ګاران او د اغو لارښود وي.  د اغو وژن او اهداف پر مخ بيولو کي د ټولني او د خلګو په مينځ کښي د ژبي، مسلک او د قومونو پر بنياد تريخوالى راولي اود جنګ مړې سکرټي تازه کوي.  بي سوچه او د ناپوهى پر بنياد روان سياستونه هر کار څو څو واري کوي د ډيرو وختونو په مبارزو خپل دګوندو لښکرونه خپل وه اهداف ته نږدې کي،  خو له بده مرغه د ټوله لښکر د پرمختللو اختيار وه يوه رهبر ته په لاس ورکي او پر خپلو دماغونو پردي را کشته کي سامبال يه کشېږدي.  خو ده يوه رهبر په عقل او په پوهنه کي دومره طاقت نه وي چي هر هړخيزي فېصلې دي د مزل په لنډېدو کي سمي وکړي.  اکثره  داسي فېصلې ځن وښي چي لښکرونه برته مخ راواړه وي او پر شايې راروان کړي.  اغې لاري او منزل  ته سبا بد وايي د کمي دپاره چي يې په عشرو جدو جهد  کړى وي .  دا نور لښکر هم د خپلو عقلو استعمالولو بغيره د فېصلې دفاع شروع کړي.  اکثره مبارزي د غلطيو په وجه نه ناکامه کيږي بلکې د غلطيو د دفاع کولو په وجه ناکامه ښي.  سبا چي د عقلو سه کولفونه خلاص کي يو ساعت د عقل او سوچ د جنګولو بعد برته افسوس او ارمانونه شروع کي چي د پرمختګ لاره خو اغه وه چي پر روان وه.  
      سياسي فېصلي دومره لويي او او ستري فيصلې وي چي يو رهبر خو لا پرېژده خالي سياسيان بې لا هم نه کوي بلکې د ټولنيز ژ وند د هري شعبې پوهانو په موجودګي که به د اغي فېصلې ښه او بد اړخونه تجزيه کېدو بعد به د پوهانو د حکمت په ړڼا کښي په اتفاق د فزيکلي او ښعوري قوت مطابق به  کيږي.
         سياست چي سومره زيات په علمي بنيادووي او اختيار يې د پوهانو په لاس کښي وي اغومره زيات به دښمن  بې وسه کېږي او چي سومره زيات د ناپوهى پر بنيادو وي د روايتي جزباتيانو  او په تقليد  لړل سوي سياسي ماشومانو په لاس کښي وي اغومره به ګړندى کيږي.  د نند طالب علمان تر پروند تر تعليم يافته وه زياته هوښياران، سياسي طور قابله او د دښمن ته په ښعوري او قلمي جنګ کي تکړه دي.  د ډوبېدو، ورکېدو سياستونو او د پردو ناپاکه عزايمو مخنوى کولى ښي.  جاهلانه او د تباهى ډک و صورتحال ته د قلم په طاقت شکست ورکولى ښي.  ټولنيز استحکام راوستلو، د اولس تقدير بدلولو او د روغي ټولني په جوړښت کي بې حده کومک کولي ښي.
        سياست کي په زړه پوري برخه د اخستلو سره په طالب علمانو کي دا پو هنه نوره هم زياتيږي   چي د ټولني د نا روغي وجوهات سه دي، اودرملنه يې څنګه کيږي؟  د لېوني سياستونو او موقه پرسته سياسي لوبغاړو د تسلط سه د پښتون ژوند څنګه خلا سيږي؟  د عالمي اوعلاقايي سامراج خطرناکه پلانونه څنګه ناکامه کيږي؟  پر اولسي رزق اختيار څنګه ګټل کيږي؟  د قومي وحدت ناوګي سنګارول او بيا څنګه راوستل کيږي؟ دا ټوله پراخي رهبرى، روښانه وژن او واضح هدف ته ضرورت لري.  اغه پدي چي رهبران لارښود وي، وژن لار وي او هدف منزل وي. رهبران ده هر هملاري قيمتي رايو په ړڼا کښي دتګ لاره ښيې،  ستراتيږي او پلانونه را منځ ته کوي او د آغو په ړڼا کي لنډمهاله، منځ مهاله او اژد مهال اهداف ټاکي.  لنډ مهاله او منځ مهاله اهداف و اژد مهاله اهدافو ته طاقت او انرجي ورکوي.  پدې لاره کي د کار وېښ ضروري دى چي هر سياسي مسافر ته د اغه  د صلاحېيتو او د تربيت مطابق کار ورکول ښي او کاروان زر تر زره و منزل ته ورسوي.
         لوستونکي که د پوهي او د عقل په شور او جوش کي د لېونې ميني پر بنياد د ټولني هر هړخيزو بر خو په سياست کښي د ګرم دفاعي ښعور په جزبه  برخه واخلي نو دا به د طوفانونو ښکل واخلي او طوفانونه د غرونو  په رکم غټ مشکلات او لويي ستونځي خپل په صفو کي ختمه وي.  داغه ښعوري طوفانونه به د خپلي برخي پر لمر د تيارو تسلط ختم کړي دهمېښ لپاره به  د خپل جهان اسمان  برته وګټي او پر وطن به د نوي ژوند سره د تيارو باچا هي ختم ښي.  د ابادي شين سحار به د خپلواکى لمر ته د عوت ورکړي  او د پښتون په جهان  به ړڼا وي خپل وزرونه وغوړه وي

[email protected]

- بېرته شاته