(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.9.14 د افغانستان آزمائيښت وامريكي او ملګروملتو...

 د افغانستان آزمائيښت وامريكي او ملګروملتو ته يو چيلنج

22.09.2014 ليكونكى: محمد نعيم كاكړ

پښتانه وائي كه يووارتيراستي هغه دي خدائي خوار كړي كه دويم چل خطا كړي بيا دي هغه خدائي(ج) خواركړي او كه دريم ځلي تيراستي نوتادي خدائي(ج) خواركړي ولي چې ته په وارو وارو تيراستل كيږي او دارښتيا خبره ده چې موږ پښتانه افغانان په وارو وارو موږ تيروتلي يو او ددې تيروتنو څخه موږ ډېر ځاني او مالي زيانونه او تاوانونه وړي دي چې هغه د ځاني او مالي زيانونه څخه نيولي بيا په هر اړخ كښې ځموږ په برخه شوي دي كه تېر اوږ دتاريخ موږ پريږدو يواځي د تېرو پنځو سوكلو تاريح ته ځير شو نو به هر څه موږ ته په ډاګه شې تر ټولو خونو په بده داده چې موږ د دومره لويو زيانونو په واروار د كولو څخه هم زده كړه او سبق نه اخلو او بېرته هم هغه څه كوو چې دهغه څخه موږ ځپل كيږوو دهغه ته په ساده ټكو كښې د تاريخ په بشپړه كام په وارو وارو راغبرګيدل دي دا ځكه چې موږ د تاريخ څخه زده كړي نه كوو او كوم ګامونه او ملتونه چې د تاريخ څخه زده كړه نه كوي دهغو سره هم تاريخ داسې چلن كوي لكه د پښتون افغان سره چې كيږي او چې بيا هم د تاريخ څخه هدرنه كوي نو داسې ګامونه د مځكي د سر څخه پوه پناه كيږي يا په داسې حالت كښې پاته كيږي چې ژوند يې د انسانانو غوندي نه وي او هر وخت د نورو و مرستو ته اړوي چې دهغه مرستي هر اړخيزه وي آن دا چې د نورو زور ورو څخه د ځان ځغورني دپاره تر هغه هم زيات زور ور څخه پناه يا مرسته غواړي چې ځموږ په دي نزدې پنځوس كلو كښې دا هر څه موږ ته څرګنديږي هره ډله ټپله بيا بيله لګياده چې ځان ته ياران نيولي دي چې دوي وځغوري نور نو په دي خبره هم په دي ليك كښې نه د په كار خو ځموږ ورڼ اندو پوهانو او د قلم وڅښتنانو ته په كاردي چې په دي لويه پيښه باندي شتني او چيړني وكړي او خپل ولس ته وړاندي كړي او ددې د څنګه د دهغه اوږد ناورين څخه د خپل قام د را استلو چاري نه يواځي په ګوته كړي بلكې ومبارزي ته هم دهغه خپل ولس تيار كړي ځكه چې په نن دوره كښې كه څوك په ډګر ليدل كيږي هم دهغه رڼ انده دي ليكوال دي رسنې دي يا ولس او د ولس استاځي مدني ټولني دي چې خپل ږغ يې اوچت كړي دي پاته دا نور دي چې په هم دهغه سياست باندي ځانونه تر لويو څوكيو او تر شتمينو رسولي دي خو د ځاني او و ځان ته نزدو ملګرو دپاره د ګټي دپاره ګارهوي او هغه ناخوالي چې دا ملت او بشپړه ولس ورسره مخامخ دي په هغه باندي پټه خوله دي هم هغه د پارسي متل دي چې من چې مي ګويم وتښوره چې مي ګوهي او دوي چې څه وينا او عمل كوي په هغه باندي ولس نه يواځي پسخندوهي بلكې باندي شكمن كيږي. خو دا يوه خبره د خوشالي ده چې نن ډېر هغه پټې پيښې چې د ډېر وخته څخه د ناروينونو سره مخامخ كړي دي هغه ناخوالي په يوه بله بڼه كښې رابرسيره كيږي چې دهغه يو شمير بيلګي ځموږ په مخ كښې دي چې دلته د بيانولو اړتيانه وينم او دا هيله كيږي چې هغه تيروتني او خطاوي چې په يوه او بل نامه دهغه ځان خوښو كړي وي دا بۀ نوري راوسول شي دهغه خوار ولس ته به وړاندي شې دوي په زده كړي ځيني وكړي او د مبارزه به وكړي چې تاريخ بيا په دوي باندي دهغه ناورينونه راغبرګه نه كړي نه و داسې چاته اجازه وركړي چې څوك د مشر په نامه يا په بل نامه خپلې ګټي په نظر كښې وساتي او پاته ټول ولس او ملت په سره لمبو كښې ودروي ولي چې ځموږ پخواني تاريخ او اوسنې د دهغه ناورينونو څخه ډك دي چې هيڅوك ددې څخه ډه ډه نه شې كولي د باندنيو او د كورنيو زورځواكو لخوا په بېلو بېلونو دا بشپړه كام او ولس سره څه وشو په هغه باندي د نړۍ كتابونه مجلي ورځپاڼي او رسنې ډكي دي او افغانانو ځان ته كوم نوم وګاټي هغه هم چا څخه پټ او و ډرنه دي خو تر دي خو لويه بده داده چې ورځ تر بلې موږ د ناخوالو او بدو سره مخامخ كيږيو خو ددې خلاصون چاري زه دا لار وينم چې بايد موږ د تېرو تنو داسې جاج واخلو چې هغه خطاوي په ګوته كړو او دهغه نه يواځي مخ نوي وكړو بلكې داسې لاري چا د لټوو چې بيا را باندي راغبرګي نه شې او ددې د څنګه خپل زور په دي وانه چوو چې دا په فلاني وخت كښې فلاني دهغه تيروتني كړي هر چاچي دا تېروتنې كړي وي دهغه زور دادي نن د موږ ټولو څخه وځي يواځي نيوكي په چا كول او د ناخوالو مخ نوي او هغه ته سنجونه نه كول سياست نه دي نه د كام او ولس په ګټه دي بلكې د نورو ناخوالو سره مخامخ كيدي شو په كاردي چې رڼ انده پوهان او ليكوالان خپله دنده تر سره كړي ولس ته وړاندي كړي سياست والو ته نه يواځي په ګوته كړي بلكې ودي ته اړكړي چې هغه عملي كړي او په خپل سر هغه څه ونه كړي چې دهغه څخه ولس نور د خواريو سره مخامخ شې د تاريخ په اوږدو كښې د كام مشرانو سياست والو تيروتني كړي دي كه هغه د كرښي ودي خواته دي يا كه وهغه خواته دي كه دوي د وخت او حالاتو سره سم خپل سياست مخ ته وړي وي نو به نن بشپړه پښتون افغان د دهغه اوږده ناورين سره نه وي مخامخ شوي دا هم بايد د نظر څخه ونه غورځول شې چې په موږ كښې خپله داسې د نورو لاس پوځي په ډېر لوئي شمير شتون لري چي هغه د خپل كام د خپل ولس او د ټاټوبي په ضد د ډېره وخته څخه كار كوي د داسې چا لاس غوڅول هم په كاردي او ودي ته كتنه نه د په كار چې دا څوك دي هم دهغه څ،ك دي چې دوي و باندنيو ته وار وركړي دي چې زموږ و چارو ته لاسونه دننه كړي نن پښتانه افغانان د بېلا بيلو ناخوالو سره مخامخ دي خپل ټاټوبي خپل ښار خپل كلي او كور ورته سور اوردي هغه كومو بده نه د چې موږ نه يوور سره مخامخ د پښتنو د بېلو بېلو پښو ډبرونو كلو كورو آن دا چې ور ور يې د وروړ دښمن كړي دي په بشپړه خاوره كښې دا كركه خوره كړي ده چې يو په بل باندي باور د منځ څخه وتلي بلكې هر يو په بل باندي د جاسوس ګمان كوي ملكي دا ګمان كوي چې وژني يې نو د كام او ټاټو بې رښتنو ځامنو تا ځموږ د ټولو دنده او فرض جوړيږي چې په دي لويو شخړو كښې يو داسې سپيڅلي لاره وباسو چې موږ يواځي اوس دپاره بلكې د هميش دپاره ځان د دهغه ناورينونو څخه راوباسو چې موږ په كښې راګيرلو او دهغه لاره هم هغه څوك را استلي شي چې وړاندي اشاري ورته شوي دي ددې سره سره چي وخت ته يواځي لنډ دي بلكې كړكيچن هم دي.

         په تاريخ كښې د خبره څرګنده شوي ده چې د جګړي او د باتوري ډګر موږ ګټلي دي خو د سياست په ډګر كښې موږ ټولو هميش بائيلاټ كړي دي چې ددي ډيري بيلګي وړاندي كيدي شې د باچا حان خان عبدالغفارخان او دده د خپلې سيمي په مبارزه لوئي هند آزاد شو خو دوي څه ترلاسه كړل يا يې كام څه ترلاسه كړل داسې د حزب اسلامي مشر ګل بدين حكمت يار د شورويانو په ضد تر هر چا زياته جګړه وكړه پايلي يې ځموږ و مخ ته دي داسې د ثور د پيښي وروسته كوم مشران ووژل شول او د چا كورونه او نور شتمني وراني شو چا د ثور دهغه پيښه وكړه چا شورويان و افغانستان ته راوبولل څوك ووژل شول او پړه په چا واچول شوه داسې او دي ته ورته بې شميره تيروتني شوي دي چې كومه كومه سړي په ګوته كړي  هم هغه خبره ده مي توري دي لالاوهي ګټي دي عبدالله وړي.

         د عبدالله پوري راياده شوه چې افغانان په ډېرو بدو حالاتو كښې نزدې شپږ مياشتي د مخه په دي هيله د ټولټاكنو ځايو ته ولاړو چې دوي پخپلو رايو خپل ولسمشر وټاكي خو په كار وو چې په درې څلور ورځو كښې د ټولټاكنو پايلي و ولس ته وړاندي كړي خو په دهغه شپږ مياشتي كښې كوم ناټك روان دي په هغه ټوله نړۍ او خپله افغانان خبردي كله چې ډاكټرعبدالله عبدالله په دي پوه شو چې دده ډلي ماته خوړلي ده نوو كومو بې لاريوته ملاوتړله چي تراوسه روانه ده او په دي هم دهغه ډله خبره ده چې نه نړۍ وال نه افغانان د دهغه عمل خوښوي بلكې خپل سپكاوي كوي خو دي غواړي چې هرومرو د افغانستان په واكمنې كښې لويه ونډه ترلاسه كړي و دوي ته اساسي قانون نړۍ وال اصول د افغانانو پريكړه هيڅ ارزښت نه لري ځكه چې د دوي خوله د ډېره وخته څخه په شخونداموخته شوي ده خو په دي كښې په ډاكټر عبدالله عبدالله دومره پړه نه راځي لكه څومره چې په هغه چاچي راځي چاچې دوي ته دا لاره د تاريخ په اوږدو كښې جوړه كړه وه او پايلي ودي ځائي ته را ورسيده چې خبره ګواښ ته ورسيده كه ډاكټر عبدالله شوي ټاكنې ګټلي وي نو هيڅ جنجال به نه وي او هر څه سم وي خو چې كله نوموړي په دي خبر شو نو په ټاكنو كښې تيروتني رابرسيره كړي نو چې څوك اساسي قانون تر پښو لاندي كوي او هيڅ نه منې آن دا كه څوك رښتيا وائي يا ليكي وهغو ته هم ګواښونه كوي نو د داسې چا سره بايد څه وشې خو بيرته هم دا د افغان ولس د مدني ټولني او د رښتنو سياست والو ليكوالو رڼ اندو او پوهانو او رسېنو دنده ده چې دوي خپل حق د افغانستان د اساسي قانون په چوكاټ كښې ترلاسه كړي او كه دوي يووار په افغانستان كښې دهغه حق ترلاسه كړي او هيواد يې د ولسواكي په لور روان كړي نو بيا هيڅوك زور ور داسې هڅه ونه كړي چې د هيواد هر څه په زور تر خپل واك لاندي راولي دانه يواځي دهغه نړۍ والو او افغانان دنده ده چې دوي غواړي چې په نړۍ كښې ولسواكي د بشر حقوق دي وي عدالت وي بلكي د دوي دپاره هم لويه ازموينه او امتحان دي په تلو تلو كښې داكيسه درته اوروم چې يو سړي د چاكره ولاړ چې هغه كور كښې يو لوئي سپي او يو د سپي كوتري وو دهغه كوتري و دهغه ناولده سپي ډېر غپل د ناولده سړي په ځائي ددې چې كوتري وترټي ده په لوئي سپې كښيښوولي كور به ورته وويل چې غپاخو كرتره په تا كوي او ته سپې وهي سړي ورته وويل چې دا ځكه چې دهغه كوتري د دهغه لوئي سپې څخه زده كړي دي. Muhammad Naeem Kakar

- بېرته شاته