(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

13.6.14نړۍ وال كليوالتوب او ..


GLOBALIZATION AND HISTORY

13.06.2014: ځموږ يوه ليكوال وائي چې يو سيلانې جرمن انجلى د ما څخه پوښتنه وكړه چې تاسي دومره شانداراويرغوني تاريخ وارثان ياست نن په كار وو چې تاسي د نړۍ تر ټولو پرمخ تللو قامو په ليكه كښې ولاړوي خو تاسو تراوسه د تاريخ په تورتم كښې شاته ياست آخر ولي..؟ ښاغلې ليكوال ليكي چې د ما څخه داسې  جواب نه وو ما به او توبوتو ځان خلاص كړ خو يوه خبر مي په ډېر باور او وثوق سره ورته وكړه چې د مخلص او ايمانداره رهبرانو د نشتوالي او كمي ځموږ ټولي لارې بندي كړي دي.
​په رښتيا هم كه د هر پښتانه افغان څخه هم دهغه پوښتنه وشې د دوي څخه جواب نه شته يا ډېر داهڅه كوي چې ددې پوښتني ځواب هم ودي ته ورته وركړي لكه ښاغلي ليكوال چې وهغه سېلاني انجلي ته وركړي و خو بيا ډېر داسې پښتانه افغانان شته چې دوي د ځواب وركولو څخه ډه ډه كوي خو اوس وخت راغلي دي چې د دهغه او ودې ته ورته پوښتنو ځوابونه و خپل ولس ته وركړي ولي چې پښتانه افغانان د ډېرو بدو او اوږد وكړاونو څخه تېر شوي او تيريږي كه موږ د خپلو ستونځو او شخړو ځواب ورنه كړي او ددې څنګه موږ خپل قام د نوو حالاتو او كليوالتوب (GLOBALIZATION) سره نه وسنجاوي نو به نه موږ يو  نه به ځموږ دهغه شانداره تاريخ وي ولې چي  پښتنو افغانانو ډېره اوږده او نه ستړي كيدونكي مبارزه د تاريخ په اوږدو كښې كړي ده چې دوي تاريخ ددې شايد دي خو اوس د توري او كوتك وخت نه دي بلكې سائنس او ټيكنالوجي دومره مخ په وړاندي روانه ده چې هر څه تر پښو لاندي كوي نو ددې دپاره به په حيث د يوه قام يورڼه او سپيڅلي تګ لاره ځان ته ټاكل وي او هغه به و خپل ولس ته د مثال په ډول ورته ځلانده كول وي ځكه چې په تورتم كښې نورتګ نه شې كيدي لكه د ډېر عمر او وخت څخه موږ تګ كړي دي چې ځموږ و خپلو مشرانو ته هم تراوسه خپله تګ لاره نه د څرګنده چې يو شمير بيلګي وړاندي كيدلي شې.
​دلته چې موږ د كليوالتوب يا ګلوبلازيشن خبره كوو ددې مانا دانه ده چې موږ  هر څه پريږدو او د نورو په لارو روان شو دا ځكه چې پښتانه افغانان ځان داسې دودونه رواجونه او د ژوند تګ لارې لري چې د نړۍ ډېر لږ قامونه د دوي سره سيالي كولي شې لكه د جرمني سيلاني چې څنګه پوښتنه كړي وه په رښتيا هم چې موږ پښتانه افغانان ډېر شانداره تاريخ لرو چې ډېر لږ د نړۍ نور قامونه لري خو موږ ددې د څنګه ډېره لرغوني او پراخه ژبه پښتو لرو چې د پښتونولي په نامه ځموږ تاريخ جوړ شوي دي او ددې د څنګه يو پراخ ټاټوبى لرو چې قدرت هر څه په كښې زيرمه كړي دي نن چې د نړۍ زورځواكو په موږ كوم ناروين جوړ كړي دي هغه هم د دهغه قدرتي زيرمو باندي نظر دي چې څنګه ګټه ځيني واخلي نن چې پښتانه يو په بل سره وهل كيږي دا هم ددې كبله چې دوي په پراخه پښه و دهغه زيرمو ته لاس ورسوي ځكه چې و دوي ته د افغان تاريه څرګنددي موږ به خپل تاريخ كله هم وشاته نه اچوو خو يواځي په تېر تاريخ به ځان نه غولو و كه څه هم د مغل څخه نيولي بيا تر انګريزه يا تراوسه دا هڅه شوي ده چې پښتون د خپل تاريخ او د خپلې شانداري ژبى پښتو څخه د دوي باتورانو او ننګياليانو او شاعرانو څخه ناخبره او ليري وساتي چې داسې هڅي په بشپړه پښتون افغان وطن كښې شوي دي او كيږي موږ د نورو د ژبو څخه كركه نه كوو نه د دوي د شاعرانو او ليكوالو څخه بدوړونه په دي سوځل كيږو چې د نورو قامو ژبي دي پرمختيا نه كوي خو و چاته دا اجازه نه شو وركولي موږ غواړو چې غالب ميرتقي مير او علامه اقبال يا نورو بولو خو ددې د مخه د ځموږ بشري حق دي چې د دوي د مخه موږ ستر خوشال خان بابا عبدالرحمان بابا او ډېر نور نه يواځي و لولو بلكې په ښوونځيو كښې لومړي خپله پښتو و ليكو ويلولو خبري خو موږ هر وخت په كوو ولي چې پښتو ځموږ مورني ژبه ده او د نړۍ ټول پوهان او رڼ انده دا لارښودنه كوي او اړينه يې ګڼې چې و يوه ماشوم ته دې لومړي زده كړي دده په مورني ژبه وركول كيمي موږ نه شو ويلي چې د پاكستان واكداران ولې ددې بشري غوښتني څخه ډه ډه كوي.
او د دهغه ملك ټولي مورني ژبې يې دوراني په لور رواني كړي دي يواځي سيندي ژبه ده چې مخ په  وړاندي روانه ده د نورو ژبووګړي وماشومان د خپلي مورنيوژبو څخه بيګانه شوي دي
​نن نړۍ داوښتون په حال كښې ده پښتنو افغانانو ته په كاردي چې د دهغه او پښتون سره ځان وسنجوي تر كومه چې د پښتو ژبى د پرمختيا خبره ده او ددې نوي اوښتون خبره ده لكه معلوماتي ټيكنالوجي ډېر څه ترلاسه شوي دي او هغه بنديځونه يا نبكلاك چې د دښمن لخوا د پيړيو پيړيو څخه را روان وو هغه ښكلاك نن د منځ څخه تللې او پښتو مخ په وړاندي روانه ده چې خپل نړۍ والو ته ورڅرګند كړي دي چې نړۍ دا منلي ده چې پښتو د نړۍ والو ژبو څخه يوه لويه ژبه ده چې موږ په دي ډاډمن يو خو ددې مانا دانه ده چې موږ لاس په لاس كښينو بلكې د مخالف لورو د ناوړ چلن د كبله ځموږ مورني ژبه ډېر وروسته پاته شوي وه خو اوس دا واك او اختيار د چا په لاس كښې پاته نه دي خو موږ به پښتو ته نور دېر څه كوو پښتو به د ښوونځي ژبه ګرځوو پښتو به د دفتر ژبه جوړه وو او پښتو به د ماركيټ ژبه اعلانه وو د سائنس او ټيكنالوجي ژبه به جوړيږي په كاردي چې موږ ټوله ددې دپاره كار وكړو.
​لكه وړاندي چې وويل شو چې نړۍ وال اوښتون ډېري اغيزي په ټولي نړۍ اغيزي كړي معلوماتي ټيكنالوجي د پښتو په ګډون وهغه ژبو ته ډېره ګټه رسولي ده كومي ژبي چې دواكدارانو تر ښكلاك لاندي وي لكه څنګه ددې نوي اوښتون څخه پښتو ته دومره وده وركړي ده چې په پيړيو پيړيو يې نه وكړي هم داسې اغيزي يې ځموږ په سياست هم كړي دي خو د بده مرغه ځموږ سياست مداران يا خو په دي پوه نه دي يا يې دوس څخه وتلي ده ځكه چې په سياسي ډګر كښې بشپړه پښتون د ناخوالو او د ناورين سره مخامخ دي او دا تراوسه څرګنده نه ده چې دهغه خوار ملت به څنګه او كله د دهغه ناورين څخه خلاصون مومي هم دا ډول پښتون افغان د اقتصاد په ډګر كښې ډېر وروسته پاته دي چې ددې بشپړه پړه د پښتون افغان په سياست مدارانو او حكمرانانو باندي راځي چې دهغه سياست مدارانو و دهغه قام ته تر پايه خپل هدف او موخه ورښكاره نه كړه نه يې ددې د ولس په اقتصاد لارښودنه وكړه نه يې څه پروګرام د اقتصاد لرلي نه يې لري كه دهغه سياست مدارانو د نوو حالاتو او د ولس د غوښتنو سره سمه نوي تګ لاره وړاندي نه كړه نو به دوي پښتانه افغانان و كباړخاني ته پوري وهي نن چې دوي كوم سياست كوي يا يې مخ كښې كړي وو هغه خودوراني او وژنو ناورين په چپه بل څه نه راوړو د چند كسانو څو كالي او ښه ژوند د بشپړه قام ښه ژوند نه شې كيدي په كاردي چې د قام غم وخوړل شې ځان ساتنه خو څلور بوله هم ساتي نه ځكه چې د زياتره پښتنو افغانانو ځواب ځموږ و سياست مدارانو ته هم هغه ځواب جوړيږي كوم چې ځموږ يو ليكوال د جرمني سېلاني انجلي ته وركړي وو چې وړاندي به تاسو لوستلي وي.
​يوه بله ډله چې د كرنيو څخه يې پښتانه افغانان په مخه كړي دي او د اسلام په سپيڅلي نامه يې د لاسو پښو څخه اچولي دي او د دوي په كړونو هر څوك پوه شوي دي خو دوي په دي خبره ولي سترګي پټي كړي دي چې پښتانه افغانان د نړۍ د ښه مسلمانانو څخه دي نن هم چې څومره درناوي پښتانه د اسلام د كوي په ټوله اسلامي نړۍ كښې ساري نه ليدل كيږي دهغه ډلي اسلام او پښتونولي يو د بل په ضد سره درولي دي نن موږ وينو چې د كلو كلو څخه د پښتانه افغان وېني په يوه او بل نامه باندي بهيږي خو نور قامونه مخ په وړاندي روان دي خو ځموږ ټاټوبې يې د بارو دوډګر ګرځولي دي تنكي تنكي ځوانان وژل كيږي د دوي جنازي راوړل كيږي خو څوك پوښتنه نه كوي چې يواځي ځموږ دهغه ځوانان ولې شهيدان كيږي پنځه ديش كاله كيږي د زورځواكو دهغه نو به د موږ سره روانه ده كله چې شوروي افغانستان يرغل كړي د دوي شكار هم پښتانه وو دهغه روسته هم د دوي وژني رواني دي او د ديارلس كلو څخه چې دهغه نوي زورځواكونه چې راغلي دي او د بشر د حقوقو او د عدالت داويداري دوي هم د پښتنو په وژنو سر په نه كوي هم دهغه ډله په كاردي چې ددې ځواب ولس ته وركړي كه دوي د قام او ولس غوښتنه نه منې نو به د پښتون افغان په وراني كښې به د دوي لوئي لاس وي دوي چې هر څه غواړي بايد چې د ولس باور تراوسه كړي خو كه دوي د نورو د ګټو دپاره كار كوي نو به د افغانانو او پښتنو دهغه وژنه روانه وي چې دوي يې بې واكه كړو نو هغه څوك چې وجګړي ته دوام وركوي هغه به د افغانانو هر څه هړپ كړي چې ددي پړه هم په دهغه ډله راځي ځموږ دهغه ډله په دي نه د خبره چې پخپله ځموږ سترپيغمبرمحمد(ص) حديث دي چې خواري او غريبي يو وګړي و كفر ته هم اړه وي شې په كاردي چې د دهغه ناورين څخه د وتلو دپاره موږ ټول د نوي سره څخه غور وكړو..

- بېرته شاته