(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوی نمبر 08.04.2014

لنډه کېسه

هغه موبائيل په لاس کې نيولى و په شين چمن کې ناست و يوه ښکلې مسته سندره يې په سکرين باندې پريښې وه چې د هوا په څپو زما د غوږونو سره داسې زمزمه کېده :

مستۍ کې رانه مات شو د ليلا د لاس بنگړي

دا دې نور پر ما راوړي

هغه به ميشه مستې او شوخې سندرې اوريدې. د کوچنيتوبه ډېر شوخ او ورانکارى و. له مدې شوخۍ له وجې نه به ترې د ښوونځي درسونه پاتې وو. سهار وختي به د کور نه د ښوونځي په بهانه راوته. مگر ټوله ورځ به يې انجونو ته د ښوونځي لار نيولې وه. په داسې حال کې نږدې ورغلم چې د سگرټ نه يې پرله پسې کشونه ويستل. بې له دې چې روغبړ ورسره وکړم سم دواره يې وويل : لايقه نن راباندې ډېره عجيبه ټوکه وشوه. پرون راته اکرم د يوې ښکلې او ښايسته انجلۍ د موبايل نمبر راکړو. د هغې انجلۍ چې هر سهار زمونږ په کوڅه يې د ښوونځي لار ده زه ورته هر سهار هلته ناست اوسم. ډېره زياته ښکلې ده. ښايسته سترگې، سرې شونډې، سپين مخ، تور زلفان بس څه صفت به يې درته کوم سمه د جنت خوره ده. په خداىقسم چې له ما نه يې زړگى وړى دى. سم يې په ځان پسې ليونى کړى يم. د هغې د ښکلې ځوانۍ سره څومره ښايسته نوم دى ښاپېرۍ.کله مې چې ورته تيلفون وکړو د هغې د طرف نه اواز راغى بلى څوک يې؟ د بلى سره مې ورته وويل: ښاپېرۍ! ته ولې نه پوهيږې چې زه له تا سره څومره مينه لرم. په خداى چې يو ساعت له تا نه بغير نه شم تېرولى او کله چې تا ووينم داسې خوشحاله شم لکه ټول ارمانونه مې پوره شوي وي او چې په کومه ورځ تا ونه وينم هغه ورځ راباندې لکه د قيامت غوندې تيريږي. ته ولې له ما سره خبرې نه کوې په تا څه شوي دي. ما ستا لپاره شپه او ورځ يوه کړي او هر سهار ستا ديدن لپاره ..... په دې خبرې سره اواز راغى. احمقه ته خپله خور مور نه لرې چې له ما سره داسې خبرې کوې؟ بې عقله بيا په دې نمبر تيلفون ونه کړې. بې ادبه په دې کنځلو سره يې موبايل بند کړو. د هغې په دې خبرو راته ځان ډېر بد ښکاره شو. ډېر شرم راته راغى. شکر مې وويستو چې موبايل و. که چېرته مخامخ يې راته د چا په مخکې داسې خبرې کړې واى نو هغه وخت به بيخي شرميدلىواى. د ځان سره مې وويل راشه يوځل بيا ورته تيلفون وکړه. که دا ځل يې هم بد رد وويل نو بښنه ترې وغواړه. کله مې چې ورته تيلفون وکړو غږيې راغى بلى څوک يې؟ جواب مې ورکړو چې همغه يم. ژر يې په نرمۍ سره خبرې شروع کړې. ويې ويل: يوه دقيقه وروسته راته زنگ ووهه. اوس لږه مصروفه يم بيا به سره ډېرې خبرې وکړو.

له ځان سره مې وويل لکه چې يارانه جوړه شوه. د دې سره مې بيا ورته تيلفون وکړو. د بلې سره د هغې خوا نه د يو نارينه اواز راغى او ژر يې وويل : هلکه ته څوک يې چې داسې په غذابول کوې. دا خو د کور نمبر دى. وايه څه کار لرې چې هر وخت زنگونه وهې. بې ناموسه خپله خور مور نه لرې چې د پرد تور سرو سره داسې خبرې کوې. ژر مې موبايل بند کړو. غوښتل يې ډېرې خبرې او کنځلې وکړي خو ما پرې موبايل قطعه کړو. ما شمشاد ته وويل : څو وارې مې درته ويلي چې د دې کار نه تېر شه خپلو درسونو ته امادگي ونيسه. د دې کارونو نه هيڅ هم نه جوړيږي. هسې خپل قيمتي وخت مه ضايع کوه. د آينده غم وکړه. ته ځان سره سوچ وکړه چې زه ښه کوم که بد؟ مور او پلار تا ښوونځي ته راوليږي او ته ټوله ورځ پردو انجونو ته يو خوا بل خوا په لار کې ودريږى نو بيا به څه احساسوې؟ ما ورته دا خبرې کولې چې له کومه طرفه اکرم راغى. د سلام اچولو سره يې وويل : ياره شمشاده دا ځل مې درته د يوې داسې انجلۍ نمبر پيدا کړى چې د ښاپېرۍ نه يو په دوه ښايسته ده او د هغې انجلۍ نمبر دى چې د ښاپېرۍ سره يو ځاى ښوونځي ته ځي. د هغې وړوکي ورور ته مې وويل : په کاغذ ليکلى يې راته راوړو. تا ته يې درکوم مگر په دې شرط چې زما کار به همدا نن سرته رسوې. شمشاد ورته وويل : هر څه چې غواړې کوم يې خو ژر کوه دا نوى نمبر راکړه چې صبرمې نور نه کيږي. اکرم – شمشاد ته نمبر ورکړو. هغه څه شيبه په لاس کې نيولى و او خپلې سترگې يې په کې ښخې کړې وې. د خپلې خور د نمبر په ليدو سر يې وويل : دا دې څه وکړل تا خو به زه اوس ژوندى پرېنږدم.

New Number By: Imran Akhter 

Stori Magazin 11th Issue

- بېرته شاته