(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو مشاعرې، غونډې، ټولنې او جرګې

ښکاره خبره ده چې څومره پښتو زړه ژبه او پښتون زوړ قوم دى نو هم دغومره به د مشاعرو روايت هم زوړ وي. کېدلاى شي چې دا روايت به بېخي په بدل شکل کې پاتې شوى وي خو بدمرغي داده چې کله د پښتنو سلطنتونه جوړ شول نو پښتنو بادشاهانو په خپلو دربارونو کې د فارسۍ سرپرستي وکړه چې د پښتو د ټولو روايتونو ملا ورسره ماته شوه او ددې کوم ليکلى مستند تاريخ هم پاتې نه شو. دې سره يو بل نقصان دا هم وشو چې په فارسۍ کې د ليک لوست يا د شعرو ادب سره د تړلو خلکو کوم عزت او مقام و په پښتو کې ورته هغه عزت او مقام ورنه کړى شو او تر اوسه پورې هم دغه حال دى. البته څېړونکو چې کوم لټون کړى دى نو د "پټې خزانې" په حواله معلومه شوې ده چې د پښتو د ادبي بحثونو لومړنۍ غونډې قندهار کې د شاه حسين هوتک د حکومت په دور (1722-37) کې د "ادبي دربار" په نامه پېل شوې. ددې ادبي دربار د سيوري لاندې به په اونۍ کې يوه ورځ د بادشاه په ګډون او ملګرتيا د نارنج په ماڼۍ کې غونډې کېدلې چې په کې به درانه درانه علمي او ادبي بحثونه کېدل. وروسته به دا روايت کله ښه او کله مات ګوډ چليدلى وي او په دې مينځ کې به د پښتنو په مختلفو سيمو کې ډيرې مشاعرې او ادبي بحثونه شوي وي خو کوم ليکلى تاريخ ئې نه دى پاتې. بس دومره معلومه ده چې په کليو کې به په حجرو کې د واده خوشحالۍ په موقعه ولسي شاعران راټولېدل، مجلسونه به يې کول، چاربيتې او ټپې به ئې ويلې او يا به يې د في البديهه مشاعرو مقابلې کولې. البته دا خبره ښکاره ده چې د پښتو د مشاعرو روايت د فارسى او اردو هومره مضبوط او دروند هيڅکله هم نه دى پاتې شوى. په هند کې چې د ترقي پسند ادب نوې دوره شروع شوه او د علم و ادب په دنيا کې نوي بدلونونه، نوي رُجحانات او نوې ذريعې راغلې نو دغه وخت کې په پښتنو کې د خدائي خدمتګار تحريک سياسي او ژبني اثرات لا ښه په زور کې وو. نو پښتو اګر چې بيا هم د خپلو ګاونډيو ژبو اردو او دري سره غبرګه سيالي ونه کړی شوه. ولې د کال ١٩٣٦ع نه په کابل کې پښتو ټولنې پرله پسې د يادونې او ستاينې وړ کارونه کول او په کال ١٩٥١ع کې چې په پيښور کې ولسي ادبي جرګه جوړه شوه نو پښتو ورسره هم "جديده" شوه. د پښتنو په اوسني ادبي او تنقيدي شعور کې د ټولو نه لوي لاس د ولسي ادبي جرګې دى چې د خپل وخت د يادو شاعرانو، اديبانو او پوهانو کاکاجي صنوبر حسين مومند، دوست محمد خان کامل مومند، اميرحمزه خان شينواري، اجمل خټک، قلندر مومند، ولي محمد طوفان، سيف الرحمان سليم، محمد افضل بنګش، عبدالاکبر خان اکبر، مهدي شاه مهدي، همېش خليل او نورو د ناستې او علمي بحثونو مرکز و. د پښتو د ادبي جرګو، ټولنو او غونډو ننني تنقيدي روايات، اصول، طريقې، شعور اؤ رويې د اولسي ادبي جرګې يوه داسې ورکړه ده چې پښتو ادب به پرې د تل لپاره وياړي. اګر چې د اولسي ادبي جرګې نه وړاندې هم د پښتو ادبي جرګې، ټولنې او ادارې وې خو اولسي ادبي جرګې چې دې ژبې او قام ته څه ورکړي دي هغه بلې کومې ټولنې، جرګې يا ادارې نه دي ورکړي. د اولسي ادبي جرګې نه وروسته خو د لروبر پښتونخوا نه علاوه د نړۍ په ګُټ ګُټ کې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې جوړې شوې او دا وخت د يوې محتاط اندازې ترمخه په ګرده نړۍ کې د شپږو سوو نه زياتې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې د خپلې ژبې او ثقافت په مختلفو اړخونو کار کوي او د نه ستړې کيدونکې جذبې سره نه ختميدونکي کارونه يې روان کړي دي. دوئ تنقيدي غونډې کوي، کتابونه چاپ کوي او د شعرو ادب سره تړلي ذوق او شوق ته وده ورکوي. تنقيدي شعور او په نوي نسل کې د برداشت ماده پيدا کول ددې تنقيدي غونډو يوه لويه ورکړه ده. او دا هر څه بغير د کوم لالچ، مادي ګټو او فائدو نه کوي ځکه نو د دوئ کار و زيار د هر چا نه او د هر څه نه زيات اهم دى. خو دې ځاى کې په يوه خبره بيا هم سړي ته افسوس وشي چې د ادبي جرګو، ټولنو او ادارو په دې دومره زړه چاودي مزل تر اوسه پورې صرف درې واړه واړه کتابونه ليکل شوي دي چې يو د زبيرحسرت "اولسي ادبي جرګه"، دويم د محمد جاويد خليل د ايم فل مقاله "په صوبه سرحد کې د مختلفو پښتو ادبي جرګو او ټولنو تنظيمونه او د هغوئ کار" او دريم د صابر شاه صابر " د رڼاګانو محفلونه" دى. دلته بايد دا يادونه هم وشي چې تر دې دمه ګرده نړۍ کې د پښتو کومې اهمې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دي، چې د ياد وړ کارونه ئې کړي دي او يا يې کوي نو هغه د ګوتو د شمير دي او دا لاندې پکې زما په نظر په اول سر کې دي: (١) ادبي دربار [١٧٢٢ع] قندهار، (٢) انجمن اصلاح افاغنه[١٩٢١ع] چارسده، (٣) مرکزي پښتو ادبي جرګه [١٩٣٤ع] نوښار، (٤) پښتو ټولنه [١٩٣٦ع] کابل، (٥) پښتو ادبي ټولى بر تاکال [١٩٤٣ع] پيښور، (٦) اولسي ادبي جرګه [١٩٥١ع] پيښور، (٧) خيبر پښتو ادبي جرګه [١٩٥٢ع] لنډيکوتل، (٨) پښتو اکاډمي [١٩٥٥ع] پيښور، (٩) پښتو ادبي ټولنه [١٩٥٧ع] کوئټه، (١� ) د ساهو ليکونکيو مرکه [١٩٥٩ع] پيښور، (١١) رحمان بابا ادبي جرګه [١٩٦٣ع] پېښور، (١٢) پاک پښتو ادبي ټولنه [١٩٨� ع] دوحه قطر، (١٣) پښتو ادبي بورډ [١٩٨� ع] پيښور، (١٤) پښتو ادبي سوسايټي [١٩٨٦ع] اسلام اباد، (١٥) د پښتو د ودې ټولنه جرمني، (١٦) بېنوا فرهنګي ټولنه قندهار او (١٧) جرس ادبي جرګه [١٩٩� ع] کراچۍ. دا هغه ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دي چې په خپل خپل دور کې يې په خپلو سيمو کې د پښتو ژبې او ادب د ودې او پرمختګ لپاره په ځانګړې توګه کار کړى دى او کار يې دومره ښه دى چې د خلکو په زړونو کې ځاى لري. د دوئ نه علاوه نورې په سوونو ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دي چې خپل ادبي او علمي فعاليتونه مخ په وړاندې بوځي خو د ټولو د نومونو فهرست جوړول نه دلته زما د ليک هدف دى او نه امکان لري. ضرورت هر کله چې مونږ ددې جرګو، ټولنو او ادارو په ضرورت فکر کوو نو دا خبره راته جوتېږي چې د ادبي ټولنو، جرګو او ادارو ضرورت د هرې ژبې د ودې او پرمختګ لپاره منلى شوى دى او چې دا نه وي نو د زده کړې او د علم و ادب د خورېدنې په لاره کې به ډېر خنډونه وي. خصوصاً د پښتو لپاره خو دا ځکه ډيرې ضروري دي چې د ايډوانس ټيکنالوجۍ په دې دور کې هم پښتانه په نړيواله ميډيا کې هغه برخه نه لري کومه چې پکار وه. د پښتو اخبارونه او مجلې بس دومره دي چې شمارلو ته يې ضرورت نه پيدا کېږي او هغه هم زياتې په سوال چلېږي. نو په داسې صورت کې د جرګو او ټولنو ضرورت ډير زيات دى ځکه چې د ادبي شعور او علمي اقدارو د خوريدنې هم دا يوه موثره لاره ده. خو شرط دادى چې ددې ټولنو، جرګو او ادارو همه چارې د ذمه وارو او پوهه خلکو په لاس کې وي او جمهوري انداز سره وچلېږي. اهميت لکه د ضرورت غوندې يې اهميت هم منل شوى دى او دا خبره پکې زياته اهمه ده چې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دې د ننني دور د تقاضو ترمخه خپلې چارې په ايډوانس طريقه پرمخ بوځي او خپله ژبه دې په ادبي او علمي لحاظ د عالمي ژبو د سيالۍ جوګه کړي. اثرات که د ادبي ټولنو، جرګو او ادارو دا سرګرمۍ په ښه طريقه وچلېږي نو په راروانو نسلونو ددې ډير ښه اؤ تلپاتې اثرات کېدى شي. د پښتون معاشرې په ادبي رواياتو او اقدارو د اولسي ادبي جرګې اثرات واضح دي او ددې نورو جرګو او ټولنو لپاره يو مثال دى. او يوازې ادب نه بلکې که د صلاحيتونو ښه استعمال وشي نو سياست، ثقافت، صحافت او نورو برخو کې هم ښه اثرات پرېښودلى شي. هلې ځلې د ادبي جرګو او ټولنو د هلو ځلو لپاره د اولسي ادبي جرګې روايات نمونه دي. بايد چې د هرې جرګې او ټولنې سرګرمۍ د اولسي ادبي جرګې او د ساهو ليکونکيو مرکه پشان په باقاعدګۍ او ذمه وارۍ سره ترسره شي. د ننني دور د تقاضو هم خيال ساتل پکار دي. اؤ د نشرواشاعت کار ته زياته پاملرنه پکار ده. البته دې لړ کې په دې يوه خبره ډير افسوس کېدى شي چې د پښتو زياتې کارکوونکې جرګې، ټولنې اؤ ادارې د مشرتوب په چکر کې د کاره ووځي او شايد چې د يوې نړيوالې ادبي جرګې يا فورم د جوړيدو په لاره کې هم دغه مسئله خنډ وي. په هرحال پکار ده چې په نړيوال کچ د پښتنو يو داسې ادبي تنظيم يا جرګه جوړه شي چې ټولې مقامي جرګې او ټولنې يو بل سره مربوطې هم ساتي او د دوئ اواز په عالمي سطحه اوچتوي هم.

- بېرته شاته