(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولې پښتونواله جرم دى؟


ژباړه: حبيب الرحمن تاثير،

پاکستان يو هيواد دى، لاكن د افسوس ځاى دا دى چې د ټولو پاكستانيانو قسمتونه يو ډول نه دي، كه يو څوك غير پښتون پاكستانى دى نو د هغه قسمت ښه دى، خو كه څوك د منځني پنجاب په ځانګړې توګه د لاهور پاكستانى وي نو د هغه قسمت خو بيا تر هر چا ښه دى (دطيب اردغان د اسلام اباد پر ځاى لاهور ته راتګ ته اشاره ده، چې لاهور د باقاعده پلازمېنې خواته بېول كېږي) او كه څوك يو پښتون وي هغه به تر هر چا بدقسمت پاكستانى وي، كه څوك يو قبايلي پښتون وي نو تر هغه بيا لوى بد قسمته پاكستانى نه شته، خو كه څوك په وزيرستان كې اوسي نو هغه بيا انتهايي بدقسمته دى، پښتون تر هغه اندازې بدقسمته قام دى چې الله پاك خو يې سيمې ته تزويراتي اهميت وربخښلى دى، لاكن د شعور او تعليم له نعمت څخه بېخي بې برخې دى، هغه ته خداى داسي رهبري ورنصيب كړې ده چې يا خو يې د ملتپالنې په رنګينو خوبونو كې ښكېل كړى دى او يا يې ورته د پلار او نيكه د كيسو په اورولو باندې هغوى په مځكه باندې مېخ كړى دى، د هغه رهبران خو پر خپلو اولادونو په امريكا، بريتانيا او د لاهور په ايچي سن كالج كې زدكړې كوي، خو د هغوى زامن كله په يو او كله په بل نوم جنګوي، پښتو غريب دى، بېچاره دى، نالوستى دى، له مرګونو او وژنو څخه پرته نور هيڅ هم نه پېژنې، څوك هغه په ديني او څوك په ملي غيرت لوړوي او جنګوي يې، څوك يې د پيسې په زور او څوك يې مجبورا وژني، نتېجتا د هغه سيمه د نړۍ والو استخباراتي ادارو له پاره لېبارټري جوړه شوې ده، د جګړې ميدان خو د هغه سيمه ګرځېدلې ده، اوږه خو د هغه استعمالېږي، وينه خو د هغه بهېږي، مړه كېږي هم هغه، د وژلو والو والا هم هغه په خپله دى، لاكن جګړه، پيسه او وسله د نورو خلګو ده.

لومړى پښتون د فرنګي او وروس د جګړې نغرى شو، بيا دا هغه خپله جګړه و ګڼله د امريكا او سويت يونين په جګړه كې وجنګېده او اوس بيا د نړۍ والو او سيمه ييزو طاقتونو لاس پاكونى جوړ شوي جنګېږي او مړ كېږي، پښتون په ځانګړې توګه قبايلو ته دي وويل شي (امريكا، عرب دنيا، پاكستاني جرنېلان، مذهبي سياسي مشران، رسنۍ او داسي نور دي ورته وايي) چې اسلام په سرحدونو باندې باور نه لري، په افغانستان كې د سوويت يونين په خلاف جګړه او مړي كېدل ديني او قامي فرض دى، دا چې له عرب او عجم څخه مجاهيدين راغلي وو او هغوى ته په خپلو كورونو كې پناوې وركړل شوې وې او د هغوى نصرت كول ستاسو ديني، اخلاقي او قامي فريضه وه، كه په دغه لاره كې تاسو ژوندي پاته شوئ نو غازيان ياست او كه مړه شوئ نو شهيدان ياست، چې هغوى همداسي كول، خو كله چې د دغه مجاهدينو په مقابله كې په افغانستان كې طالبان راووتل نو بيا نو د لاهور، كراچۍ او اسلام اباد عالمانو فتواوې وركړې، مذهبي او سياسي رهبرانو ترغيب وركړ او جرنېلانو هغوى مجبور كړل چې د دغه مجاهدينو په وړاندې د طالبانو ملګري شئ، دغه وجه ده چې ټول پښتون په ځانګړې توګه قبايلو پښتنو جلالدين حقاني او د هغه په رنګه نور مشران د سر پر سترګو كښېنول، شمالي وزيرستان د افغان مجاهدينو مركز جنرل اختر عبدالرحمن او جنرل حميدګل جوړ كړى وو، څنګه چې د دغه جلالدين حقاني او نورو طالبانو مركزونه د بېنظيربهټو او نوازشريف د حكومتونو په وختونو كې د هغوى سړو ته ورپاته وو.

د ناين الېون له پېښې څخه وروسته پروېزمشرف اعلان وكړ چې:له نن څخه وروسته دا هېرو زيرو، يعني طالبان ترهګر دي، نور بايد د دوى ملګرتيا ته د پاى ټكى كښېښوول شي، ګويا پښتنو ته يې وويل چې: په تېرو دېرشو كالو كې هغوى كومه نظريه خپله كړې وه په شپه شپه كې دي هغه بدله كړي، د جنرل علي محمد وركزي په سربراهي كې جنرل پروېز مشرف په زركونه تنه پوځيان په قبايلي سيمه ګې ځاى پر ځاى كړل، په هره ايجنسۍ كې دغه قبايلي مشرانو د ګلونو غاړګۍ په غاړه كې ورواچولې او هغوى ته يې ښه راغلاست ووايه، ځكه چې ورته ويل شوي وو چې: دغه پوځ د دې له پاره دلته راغلى دى چې د القاعده او طالبانو ملګري قبايلي سيمې ته را نه شي، لاكن دا د پاليسۍ اعلانيه وه، خو تر پردې لاندې نور څه كېدل او دا لامل وو چې په زرګونه تنه د القاعدې او طالبانو تړاو لرونكي دغې سيمې ته راغلل، كله چې رسنيو د دغه شي په اړه راپورونه خپاره كړل چې دلته دا لوبه روانه ده، نو هيچا هم غوږ و نه ګيراوه، كله چې بيا كيسه تر حد تېره شوه نو امريكا زور راووړ چې بيا په جنوبي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو كې اقدم وكړ، په ټول پاكستان كې دا خبره مشهوره شوه چې قبايل ترهګر دي او يا هم د ترهګرو ملګري كوي، پايله يې دا راووته چې د پاكستان په هر ښار كې پښتون او قبايلي ته د شك په سترګه كتل كېدل، كه محرم وي او يا كومه بله دا ډول موقع، په لاهور او راولپنډۍ كې د حفظ ماتقدم په توګه پښتانه نيول كېږي په تاڼو كې بنديانېږي، نورې قبايلي سيمې خو يوې خواته يواځې د شمالي وزيرستان جاج اخلو چې حال يې دا ډول مخې ته راځي، چې دلته افغان طالبان له ناين الېون څخه وروسته هم په يو نه يو ډول رياستي سرپرستي او بيا لږ تر لږه د رياست د سترګو پټېدو له امله پاته كېږي.

زموږ پاليسي جوړوونكيو افغان او پاكستاني طالبان په جلا جلا باور كولو په مفروضه باندې درول د پاكستانيانو په نظر كې رښتيا له پاره بېخي زور لګوي، لاكن په وزيرستان كې افغان او پاكستاني طالبان كله هم جلا نه شي پاته كېدى، هغوى يو وو، يو دي او يو به وي، د هغوى موخه او مقصد هم يو دى او اميرالمومنين هم يو دى، دا لامل دى چې په شمالي وزيرستان كې پاكستاني طالبان د افغان طالبانو تر سايې لاندې ځي، د هغه ځاى خلګ دا هر څه په خپلو سترګو له ډېر نزدې څخه ويني او څاري او كله چې اولس په دې پوه شو چې د دوى رياست د يو قوت په خلاف نه دى، نو دوى لېوني دي چې هغوى به د چا په وړاندې پورته كېږي، له دغه خلګو سره په دوه زره اووم (۲۰۰۷م) كال كې ګورنر يا والي علي محمدجان وركزي پرېكړه وكړه او د هغوى له پاره يې ټول رياستي مراعات بحال كړل، څنګه چې يوې خواته هغه جهاد كوي له امريكا سره جنګېږي، بلې خواته هغه د مدرسو او مسجدونو سمبالوونكي دي، دريم لور ته د هغوى په اړه رياست سترګې هم پټوي، نو ځايي قبايل به هغه پر خپلو اوږو ولي نه كښېنوي؟، د تېرو اووه كالو په موده كې هلته د زرګونو په شمېر كې پوځيان شتون لري، د بنو او ميرانشا ترمنځ په لويه لاره كې يې په درزنونو باندې پوستې جوړې كړې دي، د شمالي وزيرستان اوسېدونكي چې تر دغه پوستو تېرېږي نو له ډول ډول خبرو اورېدو سره مخامخ كېږي، خو كله چې دوى تر هغوى تېر شي نو بيا د طالبانو تر واك لاندې رياست ته داخلېږي، په دغه دروان كې چې د پاكستان په كوم ځاى كې هم د طالبانو كړنې كېږي، چارواكي اعلان كوي چې ريښې يې له شمالي وزيرستان سره تړلې دي، چېري چې هم خلګ تښتول كېږي هغه وزيرستان ته وړل كېږي.

له دغه ځايه طالبان راغلل او د بنو بندي خانه يې ماته كړه، بېرته ولاړل لاكن هلته موجود پوځ ته د هغوى په خلاف د كړنې اجازه ورنه كړل شوه، اوس له تېرو څو ورځو څخه د شمالي وزيرستان په څه برخه كې پوځ كاروايي پيل كړې ده، نو له دې څخه وړاندې نه خو د سيمې خلګو ته د سيمې د پرېښوودلو خبردارى وركړل شوى وو او نه هم هغوى ته لاره وركړل شوه، له تېرو پنځو ورځو څخه هلته ګرځ بنديز دى، څرخي الوتكې بمبار كوي، خوراكي توكي نه پيدا كېږي، خلګ خپل ټپيان هم بنو او يا پېښور ته نه شي راوړلاى، له سيمې څخه د روزګار او تعليم لپاره دباندې تلونكي وزيرستاني د خپل ال و عيال له پاره فكرمند او پرېښانه دي، رسنيو ته هلته د ورتګ او بې طرفه رپورټينك كولو اجازه نه وركول كېږي، د رياستي ادارو دعوه ده چې ترهګر وژل شوي دي، لاكن د سيمې د خلګو دعوه ده چې په درزنونو اولسي خلګ يې وژل شوي دي، پوښتنه دا ده چې د جنرل ضياءالحق، جنرل حميدګل، جنرل علي محمدجان وركزى، جنرل مشرف او داسي نور يا بيا نوازشريف، اصف علي زرداري، سيد منورحسن او مولانا فضل الرحمن او نورو د غلطو پاليسيو سزا ولي پښتون او قبايلي ته وركول كېږي؟، پوښتنه دا ده چې د دولت په مذاكراتو باندې څه وشول؟ او كه يې د عملياتو پرېكړه كړې وي، نو اعلان يې ولي نه كېږي او له هغه ځايه د سيمې خلګ ولي نه ايستل كېږي؟، ولې په دې هيواد كې پښتون يا قبايل جرم دى؟ او زموږ چارواكي دا غواړي چې هر پښتون يا لږ تر لږه هر قبايلي دي طالب جوړ شي؟.

- بېرته شاته