(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانستان کې د فډرالیزم مفکوره

لیک:ډاکټر لطیف یاد
په افغانستان کې د فډرالیزم مفکوره یادګران افغانستان دتجزبې او ټوټې ټوټې کیدو خوبونه 
څو چې پاتې یوافغان وي *** تل به دا افغانستان وي  (بینوا)

زموږ ګران او ویاړلی هیواد افغانستان دټولو میشته قو مونو ګډ کور دی او دتاریخ په اوږدو کې دافغانستان ټولو قومونو که هغه پښتون دی که تاجیک ،هزاره دی که اوزبیک ، ترکمن دی که بلوڅ،نورستانی دی که پشه اي، ایماق دی که قرغیز ،ګوجردی که براهوي دی که پامیري اوان ددې هیواد هندوا نواو سکهانو هم ددې خاورې په برخلیک کې مهمه اوستره ونډه درلودلې ده او ټولو دګران افغانستان ددفا ع او ساتنې لپاره په ګډه سره هلې ځلې کړي د ي او اوس یې هم کوي.
باید وویل شي چې دافغانستان ټولومیشته قومونو دتاریخ په اوږدوکې په دې هیواد کې په ورورګلوۍ کې سره ژوند کړی دی اوپه یووالي اود متقابل درناوي په ستره روحیه په خپل هیواد ګران افغانستان کې سره ګډ او سیدلي دي اود یوبل په غم او ښادۍ کې سره شریک پاتې شوي دي . 
له بده مرغه په افغا نستان کې دا یو شمیر محدود کسان چې یا هم پردي پالي دي او یاهم ددې هیواد دملي یووالي او وحدت دښمنان دي چې کله ناکله په ډیرې بې شرمۍ سره وایې چې موږ افغانان نه یو افغانستانیان یو، موږ په دې هیواد کې فډرالي سیسټم غواړو، موږ دافغانستان دنامه نه کرکه لرو او موږخراسان بزرګ جوړوواو یا هم وايی چې موږ دپښتنو تر ستم لاندې یو او داشانته نورې اوتې بو تې .څوک دستر خراسان دجوړیدو خوبونه ویني ، ځوک ستر هزارستان غواړي او څوک هم دسترترکستان جوړیدل غواړي او غواړي چې دافغانانو په دې ګډ کور کې نور کورګکي جوړ کړي .
دفدرالیز م مفکوره په افغانستان کې دلو مړي ځل لپاره دبهرنیو هیوادونو او هغه هم دایران او هم زموږ دګران هیواد افغانستان ددښمنانو په اشارې او لمسونې د شپییتمو کلونو په دویمه نیمایی کې رامینځ ته شوه کله چې دافغانستان دخلک په ډیموکراټیک ګوند کې انشعاب رامینځ ته شو او ددغه ګوند دمرکزي کومیټې یو لوړ پوړی غړی طاهر بدخشي دغه ګوند پریښود او دستم ملي په نامه یو ګوند یې چې یو سیکټاریستي اوپه یوې ځانګړې سیمې پورې محدود یو ګوند و جوړ کړ او هم یې دخپل ګوند اووه نیزه راوکښله چې دهغې نوم یې هم ستم ملي کیښود او په هغه کې یې دپښتنو پر خلاف لیکنې کولې چې ګواکې پر لږه کیو باندې پښتانه ظلمونه کوي .
کله چې په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې روسانو پر افغانستان تیری او یر غل وکړ او افغانستان یې ونیوه نو که سړی حقیقت ته ځیر شي دروسانو دتیري پر خلاف مبارزه کې دپښتنو ونډه ځکه درنه وه چې دپښتنو سیمې دډیورنډ دکرښې پورې نښتې سیمې وې او روسانو هم په اصل کې دپښتنو سیمې په نښه کړې وي ځکه روسانو ددوی پرخلاف جګړه کې پښتانه خپل اصلي دښمنان ګڼل، ځکه ددوی ګوندونه او هم دو سله والوډلو مشران دپښتونخوا په مرکز پيښور کې وو او داجګره هم له هغه ځایه رهبري او تمویلیدله. بله داچې روسانو غو ښتل چې دپښتنو دکمزوري کولو لپار دیوه بل زاړه تاکتیک نه چې هغه انګریزي کلونیالیزم په اتلسمې او نولسمې پیړۍ کې دهند دولسونو او دافغانستان د قو مونو دکمزورتیا لپاره کاراوه او هغه د (تفرقه واچوه او حکومت وکړه) پالیسي او سیاست نه کار واخلي .
روسانو په افغا نستان کې دخپل یر غل او تیري وروسته دپښتنو دکمزوری کولو لپاره همداپالیسي او سیاست غوره کړ .روسانو پښتنو ته اهمیت ورنکړاو دوی یې له پامه وغورځول. دوی پر لږه کیو تکیه وکړه او دوی ته یې دپښتنو دستر اکثریت په وړاندې ډیر امتیازونه ورکړل او ددوی دغه پالیسي ترډیره حده بریالۍ او کامیابه هم شوه .دوی دافغانستان لږه کیو ته دقومونو وزارت جوړ کړاو ددوی په وخت کې شمال زون جوړشوچې مرکز یې دمزار ښارو او دا په عملي توګه دروسانو له خوا دافغانستان دتجزیې لومړنی ګام شمیرل کیده. روسانو دپښتنو دټکولو لپاره ددوی سیمې ورانې ویجاړې کړې او ددغه کار دعملي کولو لپاره يې د دوستم او ګلم جم اجیرې ملیشې جوړې او هغه یې په پیاوړي جګړه ایز ځواک بدلې کړلې او دوی یې دپښتنو سیمو ته و لیږلې او پښتانه یې پرې ووژل ،و ټکول اوددوی کور ونه یې پرې وران، ویجاړ ،لو ټ او وسوځول چې ښه بیلګه یې په کندهار ، لوګر ،پغمان او پکتیا کې ددوستم او دده دملیشوجنایتونه او وحشتونه وو چې پښتانه یې په بیر حمۍ سره پر ې وټکول.همدار از روسانودخپل تیري له لومړۍ ورځې نه په افغانستان کې پښتون دښمنه پالیسي درلودله او روسي مشاورینو او سلا کارانو پښتنو ته فاشیستان ویل اوروسانو او په کابل کې ددوی لاسپوڅي روس پلوه دولت هم دپښتنو نه ژوره کرکه کوله .په تیره بیا ددوی دمرکزي کمیتي غړواو لوړ پوړوچارواکو سلطان علی کشتمند ، فرید مزدک ، نجم الدین کاویانی ،جنرال نبي عظیمي او په سلګونو نورو پښتون ضد عناصرودپښتنو پر خلاف عملی کارونه سرته رسول اودروسانو سره یې په ګډه د افغانستان دپښتنو دبربادۍ منصوبې او پلانونه یې جوړول.
د ډاکټر نجیب الله درژیم تر نسکوریدو وروسته چې ځواک د ربانی جمعیت اودمسعود نظار شورا او د شمال ټلوالې ته ورسید نو دوی په ښکاره ډول پښتانه تخریبول او ددوی واکونه او صلاحیتونه یې محدود کړل او ددولتي او پوځي ځواک انحصار یوې محدودې سیمې پنجشیر ته لاړ. دوی هم پښتنو ته دفاشیستانو اوبې فرهنګه خطاب کاو ه او په خپلو غونډو کې یې چې ویډیو ګانې او کسیټونه یې همدا اوس هم دسند په توګه دخلکو سره شته پرپښتنو ملنډې وهلې اودپښتنو ملي مشرانو لکه احمدشاه بابا او میرویس نیکه او امیر امان الله خان ته یې سپکې ا و توهین آمیزه کلمې کارولې او ان په هرځای کې يې دافغانستان دکلمې سره یې خپل حسا سیت ښوده او ویل به یې چې موږ دپښتنو ۲۵۰ کلن ځواک له مینځه یووړ . 
دطالبانو تر سقوط وروسته چې دبن په امریکایی کنفرانس کې ځواک بیا دشمال ټلوالې ته ورسید او ډیر حساس او کلیدي پو ستونه او وزارتونو دوی ته ورسیدل. داځل شمالي ټلوالې دهغې عقدې له کبله چې دخپلو رقیبو طالبانو سره یې درلوده ټولو پښتنو پر خلاف یې پراخه تبلیغات پیل کړل .دوی دهیوادپه شمال کې پر پښتنو بده ورځ راوسته، ددوی کورونه یې چوراو لوټ کړل ، دوی یې ووژل او ددوی په ځمکو او جایدادونو یې خپله قبضه او ولکه ټينګه کړه . ددوی بهرني ملاتړو هم هماغه دانګریزانو او روسانو زړه پالیسي تعقیب کړه اودوی هم په پښتنو پسې راواخیسته او دپښتنو په ټکولو کې يې هیڅ دول صرفه ونکړه چې دا پالیسي اوس هم ادامه لري او روانه ده. دوی به چې هر پښتون ولید چې ږیرور دی او پګړۍ یې پر سر ده نو سمدلاسه به یې دټروریسټ او القاعده ټاپه پرې لګوله او دباګرام او څرخي بله او یاهم دګوانتامو جیلونو ته به یې ورټیله کول او یا به یې هم دائتلاف ځواکونو ته په لاس کې ورکول او په دې ډول یې پښتانه بدنامول چې دوی ټول تروریستان او ترهګر دي او دالقاعدې دترهګر او تروریستي سازمان سره نږدې اړیکې لري او ان په ډیرو وزارتونو کې پښتانه له دندو ګوښه کړل شول او یا هم په اجباري ډول تقاعد ته سوق کړل شول. همداراز دهغه وخت دبهرنیو چارو وزیرډاکټر عبدالله چې اوس اوس یې دجمهوري ریاست دڅوکۍ لپاره ځان کاندید کړی دی په سلګونو پښتانه کار کوونکي ددغه وزارت نه لیرې کړل او دخپلې سیمې ناپوهه، غیر مجربه او بې سواده کسان یې دافغانستان په ډیپلو ماتیکو حساسو پو ستونو وګومارل چې همدا اوس هم دغه وزارت دیو ې سیمې پورې تړلی وزارت دی.همداراز دافغانستان د ملی دفاع په وزارت او دکورنیو چاروپه وزارت کې دپښتنوسره دمور اومیرې سلوک او چلند وشواو ډیر پښتانه یې ددندو نه لیرې کړل.
لکه چې دمخه وویل شول چې دفدرالیزم دمفکورې پیروان یو شمیر متعصبین او ستمیان او په اوسني وخت کې دهیواد په دننه کې دطاهر بدخشي ځای ناستی لطیف پدرام او دایران نور ګوډاګیان او تالي څټي دي او په بهر کې هم په یو شمیر نور تجزیه غو ښتونکي لکه ډاکټر لعلزاد او ډاکټر بصیر کا مجو دي چې په دې هیواد کې دپښتنو شتون نه شي زغملی او دپښتنو خلاف اوتو بوتو ته یې زور ورکړی دی. دوی دافغانستان اوافغان دکلمې سره هم حساسیت ښيي او ځانونه افغانان نه بولي، بلکې افغانستانیان یې بولي چې ددوی لیکنې به تاسو دپښتنو ضد ویب پاڼو خاوران ،کابل پرس. مقاومت ، سرنوشت ، آریایی او آزمون ملي کې هم لوستلي وي.لطیف پدرام خودافغانستان ملي اتل اعلیحضرت امان الله خان ته هم سپکې سپورې وکړې او دوی هر وخت په خپلو لیکنو پښتنو ته سپکې سپورې لیکي . دوی د پښتنو فرهنګ ته دکیږدیو او اوښانو فر هنګ وایې او دوی وحشیان او بې فر هنګه بولي. همداراز دوی پښتانه آریائیان نه بلکې یهودان او بني اسرائیل بولي او داهغه مردوده نظریه ده چې دبهرنیو او کورنیو ژبپوهانواو توکم پیژندونکو له خوا په علمي دلایلو سره رد شوې ده .
دغه متعصبین او ستمیان وایې موږ دافغانستان کلمه هم نه منو او زموږ ملي هویت خراسان دی . ما له یوه ستمي نه پو ښتنه وکړه ته چې دافغانستان پر ځای ددې هیواد نوم بدلول غواړي نو هغه به کوم نوم وی ده راته په ځواب کې وویل :چې خراسان بزرګ یا ستر خراسان. ما ورنه پو ښتنه وکړه چې دغه نوم خو دمنځنیو پیړیو نوم دی او کولای شی چې دخراسان حدود او ثغور راوپیژني ،خو له بده مرغه خراسان هم ورته معلوم نه و او په خراسان کې شامل ښارونه اوحدود او ثغور هم ورته معلوم نه ول. ما ورته وویل نو داڅنګه خراسان غواړي چې نه پو هیږې چې حدود او ثغور او اړونده ښارونه یې کوم ول؟ او بیا خو دمنځنیو پیړیو خراسان ښارونه خو اوس په اوسني ایران ،تاجیکستان ،اوزبیکستان او ترکمنستان کې مدغم شوي دي ڼو دغه هیوادونه به څنګه په دې سلاشی او درسره به موافقه وکړي چې ته لوی خراسان جوړ کړې ؟آیا هغو ی به تاته دغه ښارونه درکړي چې ته پکې لوی خراسان جوړکړې ؟.خو هغه ماته قانع کوونکی ځواب رانه شو کړلای او چپه خوله پاتې شو.
همداراز دغه متعصبین وایې چې موږ فډرالي نظام غواړو.او افغانستان دې په څو زونونواو برخو وویشل شی او مرکزي دولت دې کمزوری شي په دې توګه افغا نستان چټکه وده او پر مختګ کولای شی اوژر ودانیدلی شی . دافغانستان دتجزیې او ټو ټوتي کیدو په دغه نظریه کې یو شمیر لویدیزوال هم شامل دي لکه په افغانستان کې دملګرو ملتونو پخوانی استازی پیتر ګالبریټ ، په هند کې دامرریکې متحده ایالتونو پخوانی سفیر رابرټ بلیک ، ولدالسی آی ای او ولدالواواک .
خو زما په اند موږ باید دپخوانۍ یوګوسلاویانه چې هغه هم یو فدرالي نظام و تجربې واخلو چې په نویمو کلونو تجزیه غو ښتونکو د ژبو او توکم پر بنسټ واحده او یو موټی يو ګوسلاویا پر اووټوټووویشله او تجزیه یې کړله او داتنیکو ګډودیو پر بنسټ یې هلته ناتارونه جوړ کړل . فدرالیزم په اوسني شرایطو کې چې په هیواد کې متخا صمې ډلې او جنګسالاران او دجنګي جر مونو جنایتکاران شتون ولري دافغانستان په څیر یو کوچني هیواد کې يوه خطرناکه تجربه ده او ددې هیواد هیڅ رښتینی بچي به ونه غواړي چې دا هیواد یې دفدرالي نظام په غوره کولو سره تجزیه او ټو ټې ټوټې شي .
که دوی وايې فدرالیزم باندې هیواد ودانیږی نو زه به دخپل ګاونډي هیواد پاکستان ورته یو مثال راوړم .پاکستان ډیر کلونه پخوا پر څلورو ایا لتونو( صوبو)باندې یو ویشل شوی فدرالی هیواد دی یعنې سند ، پنجاب ، بلو چستان او پښتونخوا باندې ویشل شوی دی . دپاکستان په فدرالیزم کې سند او پنجاب ښه پر مختګ کړی دی ،خو دپښتونخوا او بلو چستان خلک په لوږې ، بیکارۍ او غربت کې ژوند کوي . دوی دژوندانه دلومړیو اړتیاوو نه بې برخې او محرومه دي نو دازموږ په ګاونډ کې دفدرالیزم ښه بیلګه ده . په دې کې شک نشته فډرالیزم دپر مختللو هیوادونو لپاره چې دخلکو دپوهې کچه لوړه وي کامیابه موډل کیدای شي ، خو دافغانستان په څیر هیواد چې څلورو لسیزو جګړو ځپلی دی او اوس هم پکې جګړه روانه ده او لا تر اوسه متخاصمې ډلې او جنګسالاران او دایران اوځینو نورو هیوادونو جاسوسان او ګوډاګیان شتون لري دزهرو په څیر دی ځکه په افغا نستان کې دفدرالیزم مدعیان او ِغوښتونکي له یوې خوا دافغانستان سره مینه نه لري او په هر وخت کې به دې ته تیار ناست وي چې دا هیواد دخپلو معامله ګریوپه نتیجه کې چې ددوی طبیعي خصلت دی ټوټي ټوټي او تجزیه کړي. 
دافغانستان خلک اوس په دې پوه شوي دی چې افغانستان یو نه تجزیه کیدونکی هیواد دی . د دې هیواد په هر ولایت اوولسوالۍ کې میشته قومونه یو له بله سره ورونه دی او دوینو او خپلوۍ اړیکې لري .دوی یوله بل سره خیښۍ کړي دي او یوبل ته یې لوڼه او خویندې ناستې دي نو ځکه نه غواړي چې دا هیواد پر بیلا بیلو ټو ټو و ویشل شي . دافغا نستان په ویشل کیدو او ټوټي کیدوکې دافغانستان دهیڅ یوه توکم او ملیت ګټه او خیر نشته. نو ځکه په افغانستان کې اوسني شرایط نه دفدرالي سیسټم درامینځته کیدو لپاره مناسب دی او نه هم دڅو تجزیه غوښتونکو نه پرته دغه سیسټم څوک غواړي .
پریږدئ چې دافغانستان دتجزیه کوونکو مخونه تورشي او خپل داخیرن ارمان له ځانونو سره ګورته یوسي په پای کې وایم :
څو چې پاتې یوافغان وي 
تل به دا افغانستان وي .

- بېرته شاته